منډيګک
افغان تاريخ

د اعلیحضرت غازی امان الله خان ژوند لیک

0 100

د امیر عبدالرحمن خان (۱۹۰۱-۱۸۸۰ع) د تور استبداد په ځاله، د شهزاده حبیب الله خان د ګڼ شمیره حرمسرای د یوې نازولې مېرمنې سراج الخواتین په کور د پغمان په دره زرګر کې د حاجي اسد خان کره د (۱۳۰۹)هـ.ق، (۱۸۹۱ع کال) د میانې په پینځمه نېټه یو ماشوم پیدا شو چې نوم یې امان الله پرې کېښود، دې ماشوم په ناز او تنعم کې سترګې پرانستې او په دربار کې لوی شو، ده چې ښی او کیڼ لاس وپیژاند په دې هم پوه شو چې دده پلار پر افغانستان باندې د انګریزانو په ګټه حکمراني کوي، د اضدادو د ودې د قانون پر بناء په کور کې د ننه له ده سره ددې کار په مقابل کې کرکې وده کوله، د ارواښاد یاور محمود د خولې وینا ده چې زه په ماشومتوب کې دده همزولی او هم لوبی وم او زموږ یوه مهمه لوبه دا وه چې پر بالښتونو مو د انګرېزانو نومونه ایښي وو او د ساتېرۍ په تورو به مو حملې پرې کولې بالښتونه به مو راغورځول او ویل به مو چې یو انګرېز ووژل شو، ده په همداسې یوه روحیه او درک وده کوله ښوونځي ته ولیږل شو او د وخت له نامتو استادانو نه یې زده کړه و کړه، ملي بد بختیو ته متوجه شو، د وطن د ترقۍ او پر مختګ هیلې ور سره پیداشوې، په (۱۳۲۱) هـ.ق/(۱۹۰۳ع کال) چې د وخت حکومت د دولتي چارو ویش کاوه، چارو ته یې مسوولین ټاکل او لقبونه یې ورکول سردار نصرالله خان د نایب السلطنه او شهزاده عنایت الله خان د معین السلطنه په نامه یاد شول او نورو کسانو ته هم دولتي وظایف او القاب ورکړل شول امان الله خان ته د عین الدوله لقب ورکړ شو او واقعاً چې یو مناسب لقب و او د دولت د سترګو په توګه یې نیمګړتیاوې لیدلې.

د امان الله خان د درک ترڅنګ د فکري ودې په برخه کې یو بل لوی او موثر عامل افغانستان ته بیرته د علامه محمود طرزي د کورنۍ راتلل هم وو، محمود طرزي د خپلو ملي هیلو لپاره رسېدل په دې کې ولیدل چې دربار ته ځان ورلنډ کړي او همداوخت یې د شهزاده امان الله خان په څېره کې داسې نښې ولیدې چې دده لپاره موثرې واقع کېدلای شوې، علامه صاحب پر ځان باندې د دربار د باور پېدا کېدلو لپاره خوېښۍ پیل کړې خپله یوه لور یې معین السلطنه شهزاده عنایت الله خان ته ورکړه، د واده په مراسمو کې دده بله لور ثریا هم حاضره وه، امیر حبیب الله چې له ښځو سره خاصه علاقه در لوده په ثریا یې سترګې خوږې شوې او علامه محمود طرزي ته یې وویل: نه شي کېدای چې دا خېښي غبرګه شي، محمود طرزی چې د راک سړی او د همداسې یوې موقع په انتظار و، په مجلس یې غږ وکړ: لاسونه پورته کړﺉ او کله چې له دعا نه لاسونه ښکته شول نو ویې ویل: زما بله لور ثریا د امان الله خان شوه! په دې توګه محمود طرزی نور هم دربار ته ورلنډ شو امان الله خان نور هم تر اساسي ملي پالنې لاندې ونیول شو.

د امان الله خان له ځوانېدو سره به هر کال چې دده ‍پلار ژمی په ننګرهار او لغمان کې تیراوه؛ نو د کابل اداره به ده ته سپارل کېده، ده به دخلکو عرضونه اورېدل، په بندیانو به ګرځېده او دنرخونه و څارنه به یې کوله، دده ښو اجراآتو خلک ده ته ډېر خوشبین کړي وو. دده پلار هم همداسې وخت مړ شو چې په کابل کې عملاً حکومت دده په لاس کې و، امان الله خان له وطن سره مینه در لوده او هم یې د یوې سیاسي ډلې (حزب سری دربار) سره د تړون له امله سیاسي شعوري مبارزه زده کړې وه، ده ددې لپاره چې د مشروطیت غوښتنې د غورځنګ پاکې وینې نتیجه ورکړي د یوه قانوني حکومت د رامنځ ته کولو اراده درلوده، د سیاسي آزادۍ له تر لاسه کولو سره سم یې د دولتي چارو لپاره نظامنامې جوړې کړې، اساسي نظامنامه یې په (۱۳۰۱)هـ/(۱۹۲۳ع) کال کې ترتیب، تصویب او نافذه کړه، خلکوته یې قانوني آزادۍ ورکړې، ښوونځي او درس ځایونه یی تاسیس کړل، مطبوعات یې پراخ او په ولایاتو  کې هم خواره کړل، بودیجه یې ترتیب کړه، د ملي شورا طرحه یې وکړه او په ټول هیواد کې یې د قانون د حاکمیت لپاره هڅې وکړې، په بین المللي ساحه کې یې د استقلال د جګړې له پېلولو سره سم د افغانستان په رسمیت پیژندلو لپاره روسی، اروپا او امریکې ته هیئاتونه واستول او د همدې تدبیر په فشاریې انګرېزان ژر تر ژره ز مونږ د سیاسي استقلال منلو ته چمتو کړل؛ که څه هم اوس ځینی کسان له روس سره د امان الله خان له خوا د سیاسي روابطو ټینګول دده روس نوازي بولي؛ خو د وخت د شرایطو له مخې او دا چې افغانستان له انګرېزانو سره عملاً په جنګ کې و ددې ایجاب کاوه چې حتماً دې د روسیې له خوا خطرات رفع شي او په یوه وخت کې دې له دوو لویو  قدرتونو سره دښمني و نه شي، امان الله خان له روس سره په دوستۍ کې خپلې ملي او اسلامي ګټې هم کلکې په نظرکې نیولې او د تړون په اوومه، اتمه او نهمه ماده کې یې په روس منلې وه چې د نړۍ د هیوادونو آزادۍ ته به درناوی کوي، د خېوې او بخارا ملتونه به خپل آزاد ژوند ته پریږدي او د افغانستان غصبی شوې خاورې به بېرته ورس‍پاري ده له انګرېزانو سره هم د اسلامي هېوادونو آزادۍ ته د احترام کولو په شرط د دوستۍ تړون لاسلیک کړ، له امان الله خان سره زیاته تلوسه وه چې اسلامي خلافت بېرته راژوندی شي چې دې ‍پېښې انګرېز او روس دواړه په وېره کې اچولي وو.

«امان الله خان د خپل پلار درېیم زوی و، ټینګ عزم او اراده یې درلوده، منځنۍ ونه، روغه سټه، غنم رنګه څیره، تورې غټې سترګې، لنډ برېتونه یې درلودل، اور مزاجه عصبی خو په عین حال کې متواضع و، ډیر ذکي، ژر پوهېدونکی، ظریف او نکته دان و، خبرې یې اغیزمنې او اورېدونکي به یې تر تاثیر لاندې راتلل، په پښتو او دري دواړو یې خبرې کولې، ترکي یې بشپړه زده وه، په فرانسوي یې عبور درلود او وروسته له نورو ژبو سره هم آشنا شو، پر جوشه خطبې او خطابې به یې ورکولې قرآني آیات، نبوي احادیث او فقهي لار ښودني دده د خطبو او ادبی نکتې، پښتو او دري متلونه او دري شعرونه دده د خطابو مواد ول چې په لازمو او حساسو وختونو کې به یې له یاده ویل او خپلې خطبې او خطابې به یې پرې رنګینولې. موټر او موټر سایکل یې ښه چلول، تفنګچه یې ښه چلوله، د اس په سپرلۍ کې ډېر ماهر و او ساعتونه به یی اس چارنال زغلاوه، تینس بازي یې کولای شوه، مارشونه یې جوړول، پیانو یې غږولای شوه، د پسرلي په ورځو کې به یې یوې کوله او نور هنرونه یې زده وو. ده به په مجلس کې امامت پخپله کاوه، د جمعې لمونځ به یې ورکاوه، له دینی علماوو سره به یوځای کېده او په دوستانه ژبه به یې ورته وې چې خطبه باېد ساده او د خلکو په ژبه وي؛ نو ولې دوی ته د دوی په ژبه خطبه نه وايی؟ مناقشه او مناظره یې خوښه وه، په ارګ کې یې ځان نه بندي کاوه، په آزاده هوا کې به ګرځېده او کار به یې کاوه، کله به د څېرې په تغییر بازار ته ووت، د خلکو په ګڼه ګوڼه کې به یې ټکرې خوړې له نانبای یا قصاب نه به یې ډوډۍ یا غوښه را نیوه او بېرته به ارګ ته راغبرګېده، نرخونه به یې کنټرولول، کلیو ته به ووت له سپین ږیرو سره به یې د پاچا غېبت کاوه او بیا به یې را روانول او ورته ویل به یې را ځی چې په ګډه ولاړ شو پاچا ته شکاېت وکړو، په ارګ کې به ورسره راغلي خلک پوه شول چې دا پخپله پاچا دی، بیا به ده ټولو ته سوغاتونه ورکړل او عملاً به یې د انتقاد جراءت وروباخښه.» په ولایاتو کې به یې تفتیش کاوه د خپلو مامورینو له قانون نه تخلفونه به یې راغونډول او بیا به یې د هغه ولایت د ښاریانو په یوه لویه غونډه کې مامورینو ته د دوی د اجراءاتو په اساس مکافات او مجازات ورکول چې د کندهار د تفتیش جریان دده په خپل قلم ثبت دی او د نورو ولایاتو لکه مزار شریف او مشرقي د تفتیش راپورونه یې د وخت اخبارونو خپاره کړي دي.

امان الله خان د خپلې پاچاهۍ په دوره کې په ډ‌ېره مینه او حرارت شپه او ورځ کار کاوه اوستړتیا یې نه پیژندله، کله چې په لویه جرګه کې د افغانستان پر اساسي قانون بحث کېده او هلته لیکل شوي وو چې پاچا غېر مسوول دی، ده په ډېر حرارت وویل:

«… این لفظ غېر مسوولیت را مجلس شوراء وزراء بر خلاف خواهش من ایزاد نموده اند حالانکه من خودم را ایماناً و وجداناً و عقیدتاً غیر مسوول در اجراءات سلطنت و مملکت نمی انگارم و انصافاً میگویم در عزل و نصب و تنزیل و ترفیع وزراء و مامورین را خودم مینمایم باید ضرور در بدنامی و نیک نامی آنها نیز خود را به درجه اول مسئول بانگارم خدای (ج) خود را شاکرم که مرا یک پادشاه عیش پرست، تنبل و کاهل نیافریده است تا خودم در خانه نشسته مشغول لهو و لعب و ساعت تیری بوده متسلی باشم که کار های مملکتم را وزراء میکنند، نی خداوند شاهد است (و کفی بالله شهیداً) خودم به نفس خود در هر وزارت طوری کار میکنم که یک وزیر بسیار جدی فعال کار کند از این رو این لفظ غیر مسئولیت در اینجا بی معنی است و من خودم را بهمین یک لفظ ازین بار گران امانت خالق منان سبکدوش و غیر مسئوول گفته نمیتوانم زیرا که مردن دارم و خداوند از من بروز حشر خواهد پرسید!»

همدا راز په قانون کې د صدر اعظم یاد هم و خو صدر اعظم عملاً وجود نه درلود، ده په لویه جرګه کې په دې باب په ډېر حرارت وویل:«بعضی از حضرات خواهند گفت که درین نظامنامه نام صدر اعظم است و نشانی از آن بنظر نمی آید، لهذا معروض میدارم چون خودم یک مرد جوان و شوق و محبت فوق العاده را نسبت بخدمات ملت و مملکت خود دارم و هم خواهشمند نیستم که بین من و ملت من یک سد و حائلی در میان باشد ازینرو فعلاً تا وقتیکه میتوانم اینکار را هم علاوتاً بر ایفای وظائف امارت بردوش خود گرفته ام چنانچه فعلاً اینکاریرا که در «لویه جرگه» با شما مینمایم حیثیت صدارت عظمی را دارد و اموراتیکه بعد از فراغ مجلس در شب و صبح و عصر اجراء میکنم از وظائف پادشاهی است و من شاکرم که اکثری از مامورین ما بهمین خیال و مسلک من رفتار داشته شوق مزیدی در انجام مهام مملکت خویش دارند…»

همدا له وطن او کار سره مینه وه چې د بېلابېلو وزارتونو د چارو د اجراء لپاره یې منظم ‍پروګرام جوړ کړی و او ددې تقسیم اوقات له مخې یې کار کاوه:

روز های هفته

شب های هفته

شنبه

تجارت

مالیه

معارف

مالیه

ملاحظه اوراقمخصوص یاکارهای ضروروزراء

یکشنبه

دخلیه

حربیه

داخلیه

حربیه

تشریح

هر وزیر که کار ضروری داشته باشد و تا ایام معینه کار شان در معطلی آن نقض واقع شود بعد استیذان حضور در یکی از شبها کار های ضروری خود را بحضور حاضر کرده میتواند.

دوشنبه

مجلس وزراء

مجلس وزراء

مجلس وزراء

مجلس وزراء

سه شنبه

کار های هر وزیر که در ایام معینه اتمام نشده باشد یا غیر آن و ضرور باشد تکرار بحضور ملاحظه میشود.

چار شنبه

خارجیه

خارجیه

خارجیه

خارجیه

پنجشنبه

زراعت

عدلیه

امنیه

اداره یاوری

د همدې شپې او ورځې د کار او زیار نتیجه وه چې د افغانستان ښکیلاک زبیښلی او استبداد کوټلی هېواد له نورو هېوادونو سره د سیالۍ جوګه شو، د نوي تمدن پر مختک په کې پېل شو، انساني حقوقو او آزادیو ته ارزښت ورکړ شو، د دوو استعماري ځواکونو تر منځ د مثبتې پالیسۍ چلول رامنځ ته شول او د افغانستان دولت یې د اسلامي ملتونو د یوه مستقل ځواک په حیث را منځ ته کول وغوښتل، د مشروطیت غوښتونکو هیلې تر سره شوې او شاهي رژیم د یوه جمهوري رژیم بڼه غوره کړه لکه د ایران د هغه وخت یو اخبار چې په دې باب لیکي:

«… امروز هیچ مملکت مستقلی نیست که اساس آن روی حکومت پارلمانی نباشد جز حکومت افغان که آنهم در دست یک پادشاهی است که محبوب عمومی بوده و بواسطۀ مجاهدات و مساعی که در تدارک وسائل آسایش مردم بکار برده قاید ملی و ناجی حقیقی و محیی واقعی ملت افغان شناخته شده و طرز حکومتش بمراتب از جمهوریت بهتر و وضع سلوکش با مردم از رفتار یک رییس جمهوری با ملت ملایم تر و رؤفانه تر است و با این طرزی که در حکمرانی مملکت افغان پیشگرفته مسلماً اگر روزی هم جمهوری بشود ملت افغان با طیب خاطر جز او کسی را لایق این مقام نخواهند دانست.»

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!