منډيګک
افغان تاريخ

تاريخ او نصابي کتابونه

ليکوال: ډاکټر مبارک علي ژباړن: بارکوال مياخېل

0 18

د زدکړې په عمل کې نصابي کتابونه ځکه زيات ارزښت لري چي د همدغو کتابونو په وسيله زده کوونکى په لومړنيو ټولګيو کې خپل نظريات او خيالات خلقوي چي کله خو د هغه په ټول ژوند کې بيا نه بدلېږي، ځکه چي اکثر زده کوونکي له زدکړو تر فراغت وروسته د ژوند په بېلابېلو څانګو کې په دندو بوخت شي او په بېلابېلو مضامينو کې له تر سره شويو تحقيقاتو او نويو څېړنو ناخبره پاته شي، په دې خاطر نو د دوى مالومات د نصاب تر همدغو کتابونو پورې محدود وي چي دوى په کوچنيوالي کې په لومړنيو ښوونځيو کې لوستي وي.

د نصابي کتابونو دې ارزښت ته په پام سره په پرمختلليو هېوادونو کې د هر مضمون نصابي کتاب وخت په وخت بدلېږي او دغه نصابي کتابونه بېلابېل ليکوالان ليکي، چي په دې توګه د مضمون په اړه بېلابېل نظرونه پکې منعکسېږي، د دې نتيجه دا وي چي د زده کوونکي مالومات د زمان له سفر سره برابر وي.

د دې په پرتله زموږ په تعليمي نظام کې د نصاب د کتابونو په ليکلو کې ذکر شوې يوه خبره هم په پام کې نه نيول کېږي او دغه کتابونه د سياسي اړتياوو په اساس ليکل کېږي، په دې خاطر چي ګواکې هر سياسي نظام واکمن وي، د زده کوونکي ذهن هم بايد له هماغې مفکورې سره برابر جوړ شي، خصوصاً په دې برخه کې له تاريخ سره دا عمل زيات تر سره کېږي او له تاريخي واقعيتونو څخه په سرغړونې سره يوه ځانګړې مفکوره په ذهنونو کې ور ټکوهل کېږي، له دې پرته نور نظرونه بېخي له پامه غورځول کېږي. چي د نصاب په کتابونو کې دا ډول مواد وي چي  د زده کوونکي د مالوماتو لارې وتړي، نو په نتيجه کې يې تنګ نظري، کم علمي او له تعصبه د ډکو فکرونو پيدا کېدل فطري خبره ده.

نن سبا په ښوونځيو کې تاريخ د يوه بېل مضمون په توګه نه ور ښوول کېږي، خو کوم څه چي د تاريخ په نامه ور ښوول کېږي، هغه ډېر لږ له تاريخ سره تړاو لري، ځکه خو په زده کوونکيو کې له تاريخ سره هيڅ مينه پاته نه ده، تر څو چي زده کوونکى د تاريخ له اساسي تصوراتو سره اشنا نه وي، تر هغه وخته د تاريخ په عمل نه شي پوهېداى او هيڅ تاريخي شعور پکې نه شي پيدا کېداى، ځکه چي تاريخ يواځې د پېښو نوم نه دى، د دې تر شا د تهذيب د بشپړتيا، ودې او پرمختګ بشپړ عمل دى، له دې څخه سړى هله خبرېداى شي چي د انسان له پيدايښت، د تهذيب او تمدن له ودې او د ملتونو له عروج او زواله خبر وي. زده کوونکى بايد د نړۍ د غوره او لويو تهذيبونو په اړه مالومات ولري، هغه بايد خبر وي چي بشري تهذيب له کومو- کومو پړاوونو تر را تېرېدو وروسته د پرمختګ دې پړاو ته را رسېدلى دى. که زده کوونکي ته په لومړۍ مرحله کې د تهذيبونو د پيدايښت او ودې په اړه درس ورکړل شي نو د هغه ذهن به پراخ شي، له محدود نظره به را ووځي او دا به احساس کړي چي په نورو تهذيبونو کې هم د علم خزانې شته او موږ ډېر روايتونه له همدوى څخه اخيستي دي. زموږ په ښوونځيو کې د تاريخ نصاب دا اړتيا نه پوره کوي، چي له امله يې د نړۍ د تاريخ په اړه د زده کوونکي مالومات زښته کم وي.

د نصاب په کتابونو کې چي کوم مواد خپرېږي، هغه د نوي تحقيق په روڼا کې نه ليکل کېږي او د تاريخ په مضمون کې چي کوم بدلونونه هم راځي او نوي مواد پلټل کېږي، زده کوونکى ورڅخه ناخبره وي، ځکه نو د تاريخ مخکينۍ ناسمې پرېکړې تر ننه پورې د نصاب په کتابونو کې تکرارېږي. مثلاً د اکبر باچا په اړه د نصاب په کتابونو کې ليکلي دي چي هغه د دين الهى په نامه يو نوى مذهب اعلان کړى وو. دا رايه په يوه زمانه کې د يوه خاص ذهن او مفکورې له امله ورکړل شوې وه او هغه وخت لا په دې اړه بشپړه څېړنه نه وه شوې خو اوس چي د اکبر په اړه کومه نوې څېړنه شوې ده، له هغه ثابتېږي چي په اکبر کې مذهبي زغم هغه وخت پيدا شو چي هغه کلک مذهبي وو او له راجپوتو ملکو (شهزادګيو) سره يې هغه وخت واده وکړ، چي د خواجه معين الدين چشتي د مزار زيارت ته به پياده ورته. له نويو تحقيقاتو وروسته دا خبره اوس ثابته شوې ده چي د مغولو باچاهانو مذهبي افکارو د هغوى له عملي سياست سره هيڅ تړاو نه درلود. اورنګزېب سره له دې چي په مذهبي معاملاتو کې ډېر افراطي وو، خو په دربار کې يې د هندو منصبدارانو شمېر تر اکبر زيات وو. شيعه ګان يې پر مخالفت برسېره په انتظاميه کې پرېيښي وو او د سني علماوو او شتمنو پر غوښتنو برسېره يې هم هغوى له دندو ګوښه نه کړل.

اکبر چي کومه ګډه اعلاميه (محضرنامه) خپره کړې وه، وينسنټ سميت ورته د معصوميت عقيده نوم ورکړ. هغه چي دا ليکل په ذهن کې يې د مذهبي پېشوا (پاپ) مقام وو، چي د ده په نظر معصوم او په مذهبي معاملاتو کې خپلواک وي، که څه هم په دې محضرنامه کې اکبر داسې هيڅ ادعا نه وه کړې، خو د سميت دا نظريه دومره مشهوره شوه چي تر اوسه يې په کتابونو کې تصحيح نه ده شوې.

يوه بله فرضيه چي زموږ په درسي کتابونو کې راغلې ده هغه دا ده چي وايي د اکبر د ملحدۍ مقابله احمدسرهندي مجدد الف ثاني وکړه چي له تاريخي پلوه هيڅ سر نه سره خوري، د مجدد الف ثاني ذکر د جهانګير په زمانه کې راځي، د اکبر په اړه دا خبره هم- چي ګواکې پر هغه د لادينۍ تور لګېدلى وو- له تاريخي واقعيت  سره هيڅ تړاو نه لري.

همدارنګه زموږ د نصاب په کتابونو کې د طلايي دورې اصطلاح کارول کېږي مثلاً وايي چي د شاه جهان زمانه د مغولي واکمنۍ طلايي دوره وه، پوښتنه دا ده چي دا د کومې طبقې لپاره طلايي دوره وه، د باچا لپاره، د هغه د اميرانو لپاره او که د ولس لپاره؟، ځکه په همدې زمانه کې چي تاج محل، لال قلعه (سره کلا) او نورې ودانۍ جوړېدې، په هندوستان کې پرله پسې وچکالۍ هم وې او خلک له لوږې مړه کېدل، په دې سبب نو دا زمانه د وچکالۍ ځپليو او له لوږې د مړه کېدونکيو خلکو لپاره خو طلايي دوره نه شي کېداى.

د نصاب په کتابونو کې په عمومي ډول د مذهبي اشخاصو د عظمت د لوړوالي لپاره د واکمنو نقش په اوښتې او خرابه بڼه وړاندې شوى دى. د سيند د نصابي کتابونو د ادارې د اتم ټولګي د اردو ژبې په کتاب کې پر بهاوالدين زکريا باندې يو مضمون دى، ناصرالدين قباچه- چي د ملتان او اوچ واکمن وو- په دې مضمون کې باغي، غاصب او ظالم ښوول شوى دى او دا تاثر ورکړل شوى دى چي هغه د ډيلي له واکمنه بغاوت کړى وو. دا ټول مضمون له تاريخ سره د ليکوال نابلدتيا را ښيي. ناصرالدين قباچه د محمد غوري تر مړينې وروسته د هغه د نورو غلامانو غوندې د هغه وارث وو او څنګه چي قطب الدين په ډيلي کې او تاج الدين په غزنه کې په خپلواکه توګه واک تر لاسه کړ، ده هم په ملتان او سيند کې خپلواک حکومت جوړ کړ، ځکه نو چي التمش لومړى د ده پر واکمنۍ بريد وکړ، قباچه دا جګړه د ځان د ژغورنې لپاره وکړه، له دې پرته قباچه د هغو عالمانو، اديبانو او شاعرانو مرسته او ملاتړ وکړ چي د منګوليانو د بريدونو په نتيجه کې له ايران او منځنۍ اسيا د ده دربار ته په تېښته ورغلي وو. ده د هغوى لپاره په اوچ او ملتان کې تعليمي ادارې جوړې کړې او د هغوى مالي ملاتړ يې وکړ. له بده مرغه تاريخي واقعيتونه له پامه غورځول شوي او ټول حقايق په ډراماټيک ډول ليکل شوي دي چي له امله يې د قباچه په اړه د زده کوونکي زښته خراب نظر جوړېږي.

په عام ډول د نصاب په کتابونو کې ليکوال د اشخاصو او پېښو په اړه خپلې پرېکړې کوي، چي څوک ښه وو او څوک بد وو، د دې نتيجه دا وي چي زده کوونکى په لومړي سر کې لا په دې روږدى شي چي تاريخي شخصيتونو ته د دغو پرېکړو په روڼا کې وګوري او بيا تر پايه په همدې نظر وي. په اصولي توګه په لومړنيو ټولګيو کې زده کوونکى بايد له تاريخي پېښو خبر شي او په هغه کې د تحليل او پلټنې تنده پيدا شي چي هغه د تاريخي پېښو په روڼا کې خپله رايه پخپله قايمه کړي.

د هند د کوچنۍ وچې د تاريخ په اړه په اردو ژبه کې د ښو نصابي کتابونو د نشتوالي له امله تر اوسه د هغو انګرېزي کتابونو غوښتنه کېږي چي د هند تر وېش مخکې ليکل شوي وو. په دغو کتابونو کې نه يواځې دا چي پخواني تاريخي مطالب پکې شته، بلکې دا د يوې ځانګړې مفکورې له مخې ليکل شوي دي چي د وخت په لحاظ يې خپل ارزښت اوس بايللى دى، خو دا چي د نويو موادو په روڼا کې په اردو يا انګرېزي ژبه کې نوي کتابونه نه شته، نو له همدغو کتابونو استفاده کېږي.

د نصابي کتاب د ليکلو لپاره دوې خبرې زښته ډېرې مهمې دي، لومړى د معاصر تاريخ يا ماخذونو لوستل ضرور دي چي نتايج ورڅخه واخيستل شي، دويم دا چي تر دې مهاله څومره نوى تحقيق هم شوى، هغه بايد د نصاب په کتاب کې شامل شي. په پاکستان کې د هند د کوچنۍ وچې د تاريخ په اړه د دې مفکورې په اساس نصابي کتاب نه دى ليکل شوى او د داسې نوي نصاب د کتاب د نشتوالي له امله د تاريخ په اړه زموږ مالومات زښته ناقص دي او زموږ د زده کوونکيو ذهنونه تر اوسه له داسې ناسمو تاريخي پرېکړو او فرضيو ډک دي. په کالجونو او پوهنتونونو کې نن سبا د دې خبرې ارزښت زياتېږي چي يو مضمون بايد د معاصرو ماخذونو په روڼا کې تدريس شي، د دې مقصد لپاره بايد له ماخذونو استفاده وشي او هغه وڅېړل شي چي زده کوونکي د اوسنۍ زمانې له روح سره اشنا شي او په ښه توګه په تاريخي عمل پوه شي. دې اړخ ته هم زموږ په ټولنه کې تر اوسه پورې هيڅ توجه نه ده شوې. په پارسي ژبه نه پوهېدنې هم زده کوونکي د معاصرو ماخذونو له استفادې بې برخې کړي دي.

د تاريخ له مضمونه د بې پروايۍ په برخه کې دا ناسم پوهاوى هم لوى لاس لري چي ګواکې تاريخ نه بدلېږي او يوه پېښه چي په تېر وخت کې وشي، هغه په تاريخ کې هماغسې ثبت شي، ځکه نو وايي چي تاريخ هم بې حرکته دى او د تاريخ کتاب چي يو ځل وليکل شي، بيا پکې د بدلون هيڅ امکان نه وي، خو حقيقت دا دى چي تاريخ هم بدلېږي را بدلېږي. پېښه هماغه وي، خو چي په اړه يې نوي مالومات تر لاسه کېږي، نو د پېښې کيفيت او بڼه هم بدل شي.

پېښه چي د کومې مفکورې په اساس بيانېږي، د پېښې انداز هم ورسره بدل شي. د وخت له بدلانه سره د هندوستان د ١٨٥٧م کال بغاوت د ازادۍ په جګړه بدل شو او د دې جګړې باغيان اوس ملي اتلان دي، ځکه نو تاريخ هم له وخت او نظرياتو سره سم بدلېږي. که دا خبره په ذهن کې وساتو، نو دې ته اړتيا ده چي د نصاب کتابونه دي هم پرله پسې د نويو نظرياتو او نوي تحقيق په روڼا کې ليکل کېږي، چي د تاريخ علم پر يوه ځاى ولاړ پاته نه شي او تاريخي عمل بې حرکته ونه ګڼل شي. د تاريخ د مضمون په بې ارزښته کولو او بې تمايله کولو کې زموږ نصابي کتابونه لويه ونډه لري چي له بدلېدونکيو حالاتو سره سمون نه خوري او نه هم نويو چيلنجونو ته اغېزمن ځواب ويلاى شي.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!