ټول حقوق د منډيګک بنسټ سره محفوظ دي
د مذهبي تعصب شومه شوى بل کتابتون د نالندا پوهنتون کتابتون وو. دغه پوهنتون د ګوپتا کورنۍ (٣٢٠م) د واکمنۍ په زمانه کې د هند د ختيځ ايالت بيهار په راجګړ ښار کې جوړ شوى وو. دا د بودايي دين د زدکړو او علم مرکز وو، ځکه له هند او چينه زيات شمېر زده کوونکي ورته را مات شول. ويل کېږي چې کابو لس زره زده کوونکي په دې پوهنتون کې د بودايي دين او فلسفې د زدکړې لپاره شامل شول. د پوهنتون د کتابتون ودانۍ درې برخې لرلې، چې د “دهرم ګنج” (د علم پانګه) په نامه مشهور وو. د محمد غوري له غلامانو څخه بختيارالدين خلجي چې په ١١٩٣م کال پر بنګال يرغل کاوه، نو پوهنتون او کتابتون دواړه يې وسوځول او تباه يې کړل. ويل کېږي چې دغه اور څو مياشتې لګېدلى وو، چې د پوهنتون ودانۍ او کتابونه ټول په بشپړه توګه پکې وسوځېدل. نتيجه دا شوه چې نايابه علمي خزانه او د پوهنتون وجود پکې له منځه ولاړل، د علم تږي يې د زدکړې او څېړنې له مرکزه بې برخې کړل. د هند حکومت په دې وروستيو کې هلې ځلې پيل کړي، چې نالندا پوهنتون بيرته و رغوي او د هغه بايللى برم بيرته را ژوندى کړي.
په نورو کتابتونونو کې- چې يا چپاولګرو، مذهبي متعصبينو يا فاتحينو سوځولي دي- يو له هغو څخه فاطمي خليفه، الحاکم (٩٩٦- ١٠٢١م) جوړ کړى وو، ده له ټولې اسلامي نړۍ څخه ډېرې نايابه قلمي نسخې را ټولې کړې او د علم د مينانو لپاره يې د زدکړې مرکز جوړ کړ. په ١٠٦٨م کال کې کله چې فاطمي خلافت مخ پر ځوړ (زوال) شو او حکومت خپلو مامورينو ته په تنخا ورکولو کې ناکامه شو، نو مرورو او قهرجنو خلکو د کتابتون په شمول پر حکومتي ودانيو هجوم ورووړ او لوټ يې کړل. د بربرو د قبيلې خلکو چې کله د دې کتابتون کتابونه لوټ کړل، نو په دې نيت- چې ګواکې کفري ادبيات دي- ويې سوځول او په ايرو يې بدل کړل، حتى نن هم هغه ځاى- چې دغه کتابونه پکې سوځول شوي وو- د «طلال الکتب» يا «د کتابونو تپه» په نامه مشهور دى.
کله چې صليبيانو په يوولسمه ميلادي پېړۍ کې د يروشلم (بيت المقدس) د بيرته نيولو لپاره پر منځني ختيځ يرغل وکړ، نه يواځې يې د نيول شويو ښارونو خلک په ډله ييزه توګه و وژل، بلکې په لبنان کې يې د طرابلس کتابتون هم وسوځاوه.
مغولي يرغلګرو په ديارلسمه ميلادي پېړۍ کې د منځنۍ اسيا او منځني ختيځ ښارونه ويجاړ کړل. هلاکو خان (١٢١٨- ١٢٦٥م) لومړى د بخارا ښار او په هغه کې موجود کتابتونونه په بشپړه توګه ويجاړ کړل، بيا يې د اسماعيليانو پر «الَموت کلا» بريد وکړ، چې يو ډېر ښه کتابتون يې درلود او د دې کتابتون کتابپال يو اسماعيلي امام وو. تاريخ ليکونکي عطا ملک جويني (١٢٢٦- ١٢٨٣م)- چې د هلاکو خان ملګرى وو- پخپل تاريخ «جهانګشاى» کې د مغولي پوځ له خوا د ورانيو ذکر کړى دى. ده د کتابتون تر سوځول کېدو مخکې د هلاکوخان په اجازه څو کتابونه د خپلې مطالعې لپاره را اخيستي وو. تر بخارا وروسته يې په ١٢٥٨م کال پر بغداد يرغل وکړ او هلته يې د عباسي خليفه اتم «المعتصم بالله» تر وژلو وروسته د ښار لوى کتابتون «بيت الحکمت» يا «د فلسفې کور» وسوځاوه، چې زرګونه کتابونه او قلمي نسخې پکې پرتې وې. سوځېدلي کتابونه وروسته د دجلې سيند ته وغورځول شول، چې اوبه يې د قلمي نسخو په رنګ (سياهۍ) تورې شوې. د بخارا د «الَموت کلا» او د بغداد د «بيت الحکمت» د کتابتونونو ويجاړېدل يو نه را ګرځېدونکى زيان وو او اسلامي نړۍ د خپلو تېرو نسلونو له پېړيو- پېړيو پخواني علمي ميراثه بې برخې شوه.
په ١٤٩٢م کال کې چې عيسويانو تر يرغل وروسته د اندلس ښار ونيو، يهودان او مسلمانان يې له هسپانيې وايستل، نو هڅې يې پيل کړې چې ټول هسپانويان عيسويان کړي او د مسلمانانو د شتون يوه نخښه هم پرېنږدي. د کليسا چارواکيو ټول عربي کتابونه را غونډ کړل او د ښار پر څلورلارو يې وسوځول. هغه مسلمان اندلس- چې د خپلې واکمنۍ په مهال د اروپا د روشنفکرۍ سرچينه شو- د خپل علمي ميراث تر بايللو وروسته تيارو ته ور پورې وهل شو.
په ١٨٥٧م کال د هند د خپلواکۍ د جګړې په مهال چې انګرېزانو ډيلى ونيو، پوځونو يې د يوه منظم پلان له مخې په دې ښار کې چور او تالان ګډ کړ. دوى د اشرافو، عالمانو او د مغولو د شاهي کورنۍ شخصي کتابتونونه په نخښه کړل، ډېرې نايابه قلمي نسخې يې ځنې يووړې. د کتاب پېژندنې او توضيح پاڼې يې وساتلې، پاته قلمي نسخې يې ويجاړې کړې او ويې غورځولې. نوميالي شاعر ميرزا غالب (١٧٩٧- ١٨٦٩م) پخپل يوه ليک کې هم د نواب ضياءالدين د شخصي کتابتون پر ويجاړۍ خفګان څرګند کړى دى.
د کتابتونونو د سوځولو دود لا هم دوام لري او په وروستيو وختونو کې هم ګڼ شمېر داسې پېښې شوې دي، له دې مالومېږي چې له کتابتونونو سره دوښمني او کرکه لا هم ژوندۍ ده او هڅې کېږي چې د خپلو سيالانو، مخالفينو او دوښمنانو علمي او ادبي ميراث تباه کړل شي.
په ١٩٨١م کال د سريلنکا په جفنا ښار کې سنهاليانو د تاميل ولس کتابتون وسوځاوه، چې د ٩٧٠٠٠ کتابونو او قلمي نسخو په درلودلو مشهور وو.
په ١٩٨٢م کال چې اسرايلي پوځونو پر بېروت يرغل وکړ، نو د فلسطين د څېړنې مرکز (فلسطين ريسرچ انسټيټيوټ) يې تباه کړ، چې د اسرايلو په خلاف د فلسطينيانو د پاڅون په اړه ګڼ شمېر اسناد او ليکلي مواد پکې پراته وو، اسرايلو غوښتل چې د فلسطينيانو په ضد د خپل جبر او بې عدالتيو ټول ثبوتونه له منځه يوسي. د فلسطينيانو د خپلواکۍ سازمان (پي ايل او) بيا د دې څېړنيز مرکز پر هغسې بيارغونه ونه توانېد، چې د دوى په مبارزه کې يې ډېر ارزښتمن رول تر سره کړ.
د ١٩٩٠م کال په لسيزه کې سربيانو د منظم پلان له مخې د کروشيا ولسي او شخصي کتابتونونه د دې لپاره وسوځول، چې هغوى له خپل غني علمي ميراثه بې برخې کړي.
په ٢٠٠٣م کال کې چې امريکايانو پر عراق بريد وکړ او بغداد يې ونيو، د دې ښار کتابتون او نايابه زېرمتون (Archive) ته پکې زيات زيان ورسېد. انګرېز خبريال رابرټ فيسک پخپل يوه رپوټ کې ورته اشاره کړې ده، چې وايي د عثماني خلافت په اړه ليکلي مواد او اسناد پر مځکه پاشلي پراته وو او هيچا يې د خوندي کولو غم نه کاوه. په ٢٠٠٤م کال کې د توندلارې هندو مذهبي ډلې شيوسينا متعصبو کسانو د هند په پونا ايالت کې د نوميالي عالم راما کريشنا ګوپال بنډارکر (١٨٣٧- ١٩٢٥م) په نامه جوړ شوى «د بنډارکر د ختيځو څېړنو د مرکز» کتابتون تباه کړ، چې د سنسکريت ژبې د نايابه قلمي نسخو په درلودلو مشهور وو. د قهرېدليو هندوانو د غوسې علت دا وو، چې وايي د جېمزلېنګ په نامه يوه امريکايي مورخ پخپل کتاب کې- چې ماخذ يې د دې کتابتون يوه قلمي نسخه ده- د مرهټه هندوانو د کورنۍ د واکمن شېواجي (١٦٣٠- ١٦٨٠م) په اړه له دوښمنۍ ډکې څرګندونې کړې دي. مذهبي افراطيان د خپلې عقيدې د حق ګڼلو په ملاتړ د کتابتونونو د سوځولو د روايت پلوي کوي او په همدې لړۍ کې اسلامي افراطيانو په ٢٠١٣م کال د لوېديځې افريقا د مالي هېواد د ټمبکټو ښار کتابتون وسوځاوه او دې ته ورته پېښې په افغانستان، مصر، سوريه، عراق او پاکستان کې شوې دي.
له بده مرغه په اکثرو اسلامي هېوادونو کې کتابتونونه خوندي نه دي، فرقه ييز او مذهبي توپيرونه او مخالفتونه د خلکو جذبات را پاروي، چې کتابتونونه ويجاړ کړي او ويې سوځوي. نتيجه يې دا ده چې مسلمانې ټولنې دا موقع بايللې ده، چې د نويو علومو په مرسته له نورو ملتونو سره سيالي وکړي.