منډيګک
افغان تاريخ

د بحث بايللى هنر

ډاکټر مبارک علي; ژباړه: بارکوال مياخېل

0 193

بحث يو هنر دى چي د تمدن په بهير کې مهذب کېداى او وده کولاى شي او په ټولنه کې د محبوبيت د موندلو په نتيجه کې د تخليقي ادبياتو، هنر او سياست د توليد سبب کېداى شي. بحث د يوې ژبې د بډاينې انځورګري کوي، د مناسبو کلماتو، شوخۍ او د بيان بېلابېل طرزونه کارول د اورېدونکي او مخاطب پام ځان ته را اړولاى شي. سټيفن ميلر پخپل کتاب (بحث، د ورکېدونکي هنر تاريخ Conversation, a history of Declining Art) کې له لرغونې زمانې تر نن ورځې د بحث په زړه پورې تاريخ ورکړى دى، دى وايي د ښکار او ډلګيو په زمانه کې- چي لا ژبې بشپړه وده نه وه کړې- د خبرې د رسولو لپاره له نخښو او علامتونو کار اخيستل کېده. د وخت په تېرېدو سره چي انساني ابادۍ ښکاره شوې، په ژبه کې توري زيات شول، رزمي شعرونه او داستانونه وليکل شول، د ليک دې لرغوني طرز د مکالمې بڼه واخيسته.

د سومېري تمدن له ٥٠٠٠ ميلادمخکې پېړۍ څخه را پاته نمونه د يوه خادم او بادار تر منځ مکالمه ده. خادم ورڅخه غواړي چي ده ته دي د برابرۍ په سترګه و کتل شي، خو بادار يې په ځواب کې ورته وايي چي ته خو زما خادم يې، زما تر لاس لاندې او زما په اجاره يې. ځکه نو بادار حتى د هغه د وژلو حق هم درلود. د خادم ځواب وو، چي تر څو يې بادار د ده خدمتونو ته اړ وي، نه شي کولاى چي بې ده ژوند وکړي او په درو ورځو کې به و مري.

موږ په پخواني هند او د يونان په ادبياتو کې هم د بحث او مکالمې بڼه موندلاى شو. سوکرات (مړ. ٣٩٩م م) د آتن په ښار کې مکالمه ډېره مشهوره کړه، چي له خلکو يې د پېچليو فلسفي تصوراتو په اړه په ساده ټکيو کې پوښتنې کولې او پر هغوى يې ټينګار کاوه چي ځواب ورکړي. دا ډول مکالمې سوکرات او د هغه مخاطبين فکر کولو او د ورځنيو اخلاقي ارزښتونو په پلټنه اخته کړل، همدا يوناني روايت وو چي په ګډو غونډو کې برخوالو بېلابېل موضوعات و څېړل، بحثونه او ويناوې يې پر وکړې. اپلاتون (شاوخوا. ٣٤٨ م م) هم پخپله «جمهوريه» کې د مکالمې همدا بڼه خپله کړه.

روميانو هم پخپل کلتوري ژوند کې د يونان د بحث روايت خپل کړ. سيسرو (مړ. ٤٤م م) پخپل يوه ليک کې- چي خپل زوى ته يې ليکلى- هغه ته توصيه کوي، چي څنګه بايد خپل نظر څرګند کړي او خپل بحث ته پام وکړي. په منځنيو پېړيو کې- چي پر ورځني ژوند د مذهب غلبه وه- چاته اجازه نه وه، چي له مذهب پرته پر بله موضوع بې ډاره خبرې وکړي. دې کار د بحث هنر د مذهبي تعليماتو تر خپرولو محدود کړ، چي په نتيجه کې يې د فلسفي نظرياتو د بيان او د ادبي تخليقاتو چينه وچه شوه. د رنېسانس په راتګ سره د کليسا واکمني پاى ته و رسېده او د بيان ازادي واکمنه شوه، د بحث هنر وده وکړه او په اروپا کې ګڼ شمېر کتابونه خپاره شول، چي خلکو ته د بحث کولو چل ور زده کړي.

په پېرس کې رستورانونه د علمي مرکزونو په توګه و پېژندل شول. دغه رستورانونه د شتمنو ښځو وو، چي ليکوال، هنرمندان، سياسيان او موسيقاران به ورته راتلل. روسو (مړ. ١٧٧٨)، دېنس ديدرو (مړ. ١٧٨٤)، مونتسکيو (مړ. ١٧٥٥) او نور نوميالي پوهان به بې ناغې دې رستوران ته راتلل او تر خپل منځ به يې پر هنر، ادبياتو، فلسفې او سياست باندې بحثونه کول. انګرېز ليکوالان ايډورډ ګيبن (مړ. ١٧٩٤) او ادم سميت (مړ. ١٧٩٠) به هم د پېرس دغو رستورانونو ته راتلل، چي د ښار په کلتوري ژوند کې يې ډېر ښه رول تر سره کړ.

بلې خواته په انګليستان کې قهوه خانې د علمي فعاليتونو په مرکزونو بدلې شوې. لومړنۍ قهوه خانه په ١٦٥٠م کال په اکسفورډ کې جوړه شوه، چي ډېره مشهوره شوه او وروسته بيا په لندن کې هم په سلګونو قهوه خانې پرانيستل شوې، چي د ډاکټر سيمويل جانس (مړ. ١٧٨٤) او جېمز بازويل (مړ. ١٧٩٥) په شمول نور ليکوالان، هنرمندان او ساينسپوهان به په ډېره تنده او لېوالتيا ورته راتلل. ګيراکانو به په يوه شاهي سکه د يوې پيالې چايو تر څنګ هملته په ارامه فضا کې ورځپاڼه هم لوستله او په ګېنټو به يې له خپلو ملګرو سره بحثونه کول.

کلبونه بيا يوه بله اداره وه چي د علمي ناستځايونو په توګه را څرګند شول. د بېلابېلو خلکو د ناستو لپاره بېل کلبونه جوړ شوي وو او ښځو ته د دغو کلبونو د غړيتوب اجازه نه وه. دغه کلبونه به ډېر پراخ وو او نارينوو پکې له يو بل سره ليدلاى شواى، شراب يې پکې څښلاى شواى، ډوډۍ يې پکې خوړلاى شواى او د خپلې دلچسپۍ پر بېلابېلو موضوعاتو يې بحثونه کولاى شواى.

په اوسنۍ نوې او پرمختللې زمانه کې د بحث هنر د ټيکنالوجۍ د نويو ايجاداتو له امله کم شوى دى. کله چي رېډيو د ژوند برخه شوه، خلکو غوره وګڼله چي په کورونو کې پاته شي او د رېډيو خپرونې واوري، چي خبرونه، موسيقي، ډرامه او سياسي بحثونه به پکې خپرېدل. د ټيلويژن له ايجاد سره ټولنيز ژوند په بشپړه توګه بدل شو او د کورنۍ له غړيو سره د ټيلويژون کتل عادي خبره شوه، دې کار له کوره بهر له ملګرو او خپلوانو سره د ليدو مخه ونيوله. په وروستيو کلونو کې خو موبايل ټليفون او انټرنيټ خلک په کور کې دننه هم په کوټو (خونو) کې بنديان و ساتل. له يوه بل سره د ګډو ناستو او بحثونو پرېښوولو د ژبو لغوي پانګه او د اظهار روش ډېر زيات اغېزمن کړل.

په هغو هېوادونو کې- چي زورواکي او نظرياتي ګوندونه پکې واکمن وو- د بحث هنر د نورو سببونو له امله تر اغېز لاندې وو. د سټالن په روسيه او د هيټلر په جرمني کې خلک د هر څه په ويلو کې محطاط وو، ځکه چي د دوى خبرې د پټو استخباراتي ادارو له خوا رپوټ کېدلې او دوى ته يې سرخوږى جوړولاى شو. د ډار او ترهې په داسې فضا کې د خلکو د بحثونو چينې و درېدې او وچې شوې. موږ په پاکستاني ټولنه کې هم د مذهبي افراطيت له ورته سختدريځۍ سره مخامخ يو، چي د خلکو پر احساساتو مو د ډېرې وړې غلطفهمۍ په نتيجه کې هم تور پورې کېږي.

موږ د ټيلويژنونو په سياسي بحثونو کې هم د بحث د زوال ننداره کولاى شو، چي ګډونوال پکې د بحث او مکالمې پر ځاى په نورو د خپل نظر د منلو لپاره تر خپل منځ جګړې کوي. په دغو بحثونو کې په اردو ژبه کې د انګرېزي توريو او جملو په کارولو سره د ژبې د تحريف او خرابۍ ننداره کولاى شو، چي په بشپړه توګه د اردو ژبې بڼه ور بدلوي او د عامو خلکو له پوهېدلو يې باسي. د دوى د بحث عمومي انګېزه دا وي، چي څنګه د خپل حريف مخته په لوړ ږغ د خپل دريځ دفاع وکړي او هغه پرېنږدي چي د ده پر نظرياتو و ږغېږي، ځکه نو د مکالمې او مذاکرې پر ځاى د يوه تن وينا يا برغزو ځنې جوړه شي. د زغم او تهذيب نشتوالى د ژبې ښايست او د بحث هنر بدرنګه کړي.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!