منډيګک
افغان تاريخ

د ميرويس نيکه د زيارت ودانۍ ته د لرغونپوهني له اړخه لنډه کتنه

0 94

سر بيره پر دې چي د ميروېس نيکه پر زيارت نوې  جوړه شوې ودانۍ لا تر اوسه سل کلنه شوې نه ده خو د خلکو له نظره ښايې  زياته تاريخي او لرغونې وبريښي . د دې لاميل  دادۍ چي افغان اولس  د خپل هغه باتدبيره مشر دا حق ګڼي چي  د زيارت  ودانۍ يې بايد د رحلت سره يوځای جوړه شوې وي . په داسي حال کي چي  دا اوسنۍ ودانۍ په ١٣١١ لمريز شپوږميز کال جوړه شويده ، چي ورسته به يې د جوړيدو په اړه يادوني  وړاندي شي .

   لرغونپوهان د خپلو څيړنو لپاره په بنسټيزه توګه درې ډوله اخځونه او منابع کاروي ، چي د ارتيفکت ( Artifact  ) يا جوړ شوي وسايل ، منومينټ ( Monument   )يا تاريخي ودانۍ  او اسامبليج ( Assembleg  ) يا ګډي  ټولګي په نومونو ياديږي .، په دې ليکنه کي د منومينټ يا ابداتوپه اړه مطالب وړاندي کيږي  ، چي  منځپانګه به يې  د ميرويس نيکه  زيارت  او د هغې ودانۍ د پيژندلوپه باب  به اړيني يادوني وي  . لرغونپوهان د ودانيو د هر اړخيزو څيړنو په نيت  هغو  دريو برخو ته چي د ودانۍ جوړښت ،  ډيزاين    او ټا ټوبۍ ( موقعيت  ) ، دۍ  پام اړوي  ، چي دا ميتود به د دې ليکني لپاره هم  په نظر کي ولرو .

د ميروېس نيکه د زيارت ودانۍ

لومړۍ : د ودانۍ جوړښت يا ساختمان :

تاريخي ودانۍ او د هيواد د تاريخي شخصيتونو زيارتونه  څو اړخيزه ارزښت لري ، د دې ډول ځايونو لومړنۍ ارزښت په دې کي پروت دۍ چي  د يوه تاريخي پير استازيتوب کوي ، دويم دا چي  د خپل پير د ودانيو جوړولو دودڅرګندوي ؛ او دريم  هغه هنر را پيژني چي د ودانۍ د جوړيدو پر مهال موډ او يا ځانګړۍ وو . له همدې امله   دا ډول  تاريخي ودانۍ  او زيارتونه د هيواد شتمني او د ګرځندوۍ بهير او توريزم  لپاره د پام وړ او ارزښتمن ټاټوبي دي .د دې تر څنګ  داسي هم شوي  ، چي يوه تاريخي ودانۍ او يا ديوه تاريخي شخصيت زيارت او مزار د اړوند  هيواد لپاره  دا سي ملي سمبول ګرځيدلۍ چي نړيوال يې د تفصيل او تشريح پرته  پيژني ، چي ښه بيلګي يې د مصر هيواد اهرامونه ، د چين  ستر ديوال  ، د هند تاج محل او يوشمير نور دي . او د دې تر څنګ يو شمير ودانۍ  بيا په خپلو هيوادونو کي د ميشتو اولسونو د ملي باور او  يووالې  د يوې   بيلګي  بڼه غوره کوي  ، چي زموږ په هيواد کي يې څرګندي بيلګي  د ميرويس نيکه  ، احمد شاه بابا  ،  حضرت علې کرم الله وجه زيارتونه   د هرات  جامع جومات  ، په غور کي د جام څلۍ او يو شمير نور يادولای شو .

په مزار شريف کي د حضرت علی کرم الله وجهه روضه

د اسلامي  خلافت په لومړيو کي د ښکلو بنګلو او سترو ودانيوجوړول بي ګټي کار ګڼل کيدۍ او کله به يې د نه کولو سپارښتنه هم کيدله . د اسلامي خلافت  په لومړيو پيړيو کي  د هديرو او متبرکه ځايونو د پاسه د ودانيو جوړول هم منع وه ، د څيړونکو له نظره  دهغه پير د ودانيو چارو پوري اړوند ټول هنرونه او لاس ته راوړني دجوماتونو او په هغوۍ پوري تړلو ودانيو کي ليدلای شو ، چي په زياته پيمانه سره ورته او يوشان جوړيدل . د همدې امله څيړونکي داسي اسناد او يا د ودانيو  پاتي شوني په خپل واک کي نه لري چي د هغه  مهال د ودانيو د ډيزاين او سبک په اړه په پوره روښانتيا خپله را يه څرګنده کړي  . ، خو له هغه وخته چي اسلامي امپراتورۍ  پرا ختيا وکړه ، د نړۍ د بيلا بيلو اولسونو سره يې اړيکي  وغزيدې  ، ور سره سم يې د ودانيو د جوړولو چاروته هم پام وکړ . دا پاملرنه تر ټولو لومړۍ په جوماتونو او بيا د متبرکه او ارزښتمنو ټاټوبو لوري ته وګرځيده  ، چی څيړونکي يې  تر دريو سر ليکونو لاندي پيژني :

لومړۍ: د هديرو له پاسه د څلور څنډو ساده ودانيو جوړول  ؛ دا ډول ودانيو ته کنوبی هديري هم وايې  ، چي په اسلامي نړۍ  کي د خپل ډول  لومړنۍ ودانۍ  شميرل کيږي ، په نوموړو ودانيوکي  د هديرې له پاسه   دودانۍ لپاره څلورکونجه ( مربع )   بنسټ  ايښودل کيدۍ  او بيا  پر هغه  څلور څنډي بنسټ  د پاسه  ودانۍ جوړيدل  . دا ډول ودانۍ دوې برخي لري چي  لاندنۍ برخه يې هديرې ته ځانګړي شوې   چي  ضريح  ورته ويل کيږي . او پورتنۍ برخي ته يې ګمبذ يا ګومبته وايې .    د ضريح او ګومبتي   تر منځ را بطه  د يوې زينې په وسيله  کيږي ، چي  د ضريح  برخه يې اکثرا د مځکي لاندي  خوني ( زير زميني  )  بڼه لري  . د ضريح سر بيره ودانۍ کي د يوې هديرې  تمثيل کيږي ، چي رښتنې هديره نه بلکي  هغه لاندنۍ هديرې  ته ورته  ځای دۍ . دا ډول ودانۍ د اسلامي نړۍ په لومړيو مهالونو کي دود وې ، چي يوه څرګنده بيلګه يې په بخارا کي د ساماني اسماعيل هديره ده چي  په ٩٤٥ ميلادي کال جوړه شوې  او تر اوسه  په خپل پخوانې ډول ساتل شويده .

د اسلامي ودانيو دويمه بيلګه  اته څنډي ( اته ضلعي ) ودانۍ دي چي د مودل په څير يې په ورستيو ودانيو خپل اثر پريښۍ دۍ  . د دا ډول ودانيو دوو بيلګو  تر نورو پخوانيو زيات اثرښندلۍ ، چي يوه يې  په يورشلم کي  د السخره ودانۍ او دويمه يې  په  سلطانيه کي  ده الجايتو ودانۍ دي   . په اسلامي نړۍ کي تر ټولو سپيڅليو دريو ودانيو ( مکه معظمه ، مدينه منوره او بيت المقدس ) راوروسته  د  السخره ودانې سپيڅلتوب د زيات پام وړ دۍ چي د قبت السخره په نوم  هم ياديږي  . ، ددې ودانۍ په اړه  ويل کيږي چي حضرت محمد ( ص ) له هم ها غه ځايه معراج ته لاړ او اوه اسمانونه يې طۍ کړل  . هغه څه چي د دې ودانۍ تاريخي ارزښت زياتوي ، هغه  د نوموړي ودانۍ د جوړيدو ډول دۍ چي  د اسلامي نړۍ  په  راوروسته  ودانيو کي يې  اغيزه څرګنده ده  . دالسخره ودانۍ چي  يورشلم ته څيرمه  په موريه غرونوکي جوړه شوې ښايې  هغه چومات وي چي د زبور د رواياتو له مخي حضرت سليمان ( ع)  د عبادت لپاره   کي جوړ کړۍ وه .

 د اسلامي امپراتورۍ د همدې اته ضلعي ودانۍ يوه بله نامتو  بيلګه چي د مودل په څير يې په ورستيو ودانيو خپل اثر پريښۍ دۍ هغه په سلطانيه کي  د  اولجايتو د هديرې  له پاسه جوړه شوې ودانۍ ده چي په ١٣٠٧ ميلادي  کال يې د ودانولو چاري پای ته رسيدلي دي .  د اولجايتو    ودانۍ هم  داتو څنډو ودانيو په څير جوړه شوې ده ، چي ښکلا او ډيزاين يې  زياتي   ځانګړتيا وې لري  .  د دې ودانۍ زياتي اغيزي د هندي مسلمانو واکمنو پر ودانيوشته، او په ځانګړي توګه د لودي کورنۍ په دوران کي جوړي شوي ودانۍ د دې سبک تر بشپړي  اغيزي لاندي دي ، خو د مغولې واکمنانو پر مهال دا ډول ودانۍ د شان او دبدبې لوړو پړاونو ته ورسيدل .

د يوشمير څيړونکو له نظره په اسلامي  ودانيو او په ځانګړي توګه د هديرو او زيارتونو د پاسه جوړي شيوي ودانيو کي ځکه د اته ضلعي  سيستم  ودانۍ جوړول دود وه،  چي په اسلامي معنويت کي اته د پام وړ شميره ده . دا ډول تعبير د اروپايې هيوادونو د يوشمير ختيز پوهانو سره شته چي د بيلګي په توګه د د (   ريتا پلو  ) يادونه کولای شو. نوموړي  د همدي نظر د ثبوت لپاره  خپل  يونامتو اثر د ( اته ضلعي ودانۍ په اسلامي هديرو کي يو تاريخي اړتياو او متافزيکي سمبول دۍ ) تر سر ليک لاندي ليکلۍ دۍ . خو تر کومه ځايه چي په متافزيکي سمبول  پوري اړه لري زما په اند  د اتو( ٨ )  تر شميرې ، په اسلامي سمبوليکو پنځونو کي  د اوو ( ٧ ) شميره ارزښتمنه او سمبوليکه بڼه لري،  او د دې لپاره په عقيدتي احکامو کي د  ( ٧ ) او شميرې زيات شتون ښايې د دې  سمبول تر ټولو ستر لاميل وي ، د بيلګي په توګه  ، اوه اسمانونه ، اوه مځکي ، اوه جنتو نه ، اوه ورځي او اوه نور . په هر صورت  زما په  اند دا تعبير لا نورو زياتو  څيړنو ته اړتيا لري.

 د اسلامي ودانيو دريمه  غوره بيلګه  د هديرو له پاسه د برجونو جوړول دي ؛ د هديرې له پاسه د  دايروي  اوڅلور يا زياتو څنډو لرونکو ودانيو تر څنګ د لويو برجونو د جوړولو دود په ترکيه او دمنځنۍ اسيا په يوشمير نورو سيمو کي  زيات په ستر ګو کيږي  . دادود په ترکيه کي د  ((  قبت ګنبد )) د جوړيدو څخه را پيل شويدۍ  .  قابوس ابن وشمګير د خپل ځان لپاره  په ١٠٠٧ ميلادي کال  په خپل ژوند کي دا هديره  ودانه کړل  .  د داډول برجونو ودانول  په سيمه کي  د سبک له مخي د ميشتو اولسونو د پخواني ائين سره  هم تړاو لري

دې  لنډو يادونو ورسته  په څرګنده ويل کيدای شي چي ، د ميرويس نيکه زيارت هم د اته ضلعي ودانيو په دود جوړه سوې ودانۍ ده ، چي د جوړښت او تاريخ په اړه به يې وروسته لنډ او اړين مطالب را ياد شي .

دويم : د ودانيو د ډيزاين او ښکلا ارونه: 

د ودانيو په جوړولو کي د ګچ برۍ  ميتود، بيلا بيل تصويرونه او ګرافيک روش او ليکونه   د ودانيود ښکلا او ډيزاين لپاره تر ټولو معمول او دوديزي  لاري دي .  د ګچ بري ميتود د ودانيو په جوړښت کي  ځانګړۍ ځاي لري ، دا ميتود  په ودانيو کي د جوړښت يوه څرګنده برخه جوړوي ، چي  له يوې خوا د ودانۍ بدنه بشپړه وي او له بيلي خوا ودانۍ ته ښکلۍ ډيزاين او شکل بخښي . خو د ودانۍ په ښکلا کي د  د بيلا بيلو رنګونوکارول  ، د هندسي او غير هندسي رسمونو ليکل  ، د طبيعي منظرو انځورول   ، د ګلانو او الوتونکو تصويرول  او نور د ودانۍ په جوړښت کي رول نه لري يوازي  د ښکلا لپاره  کارول کيږي .

د اسلامي نړۍ د ودانيو په ښکلا کي  په زياته پيمانه د موزائيک ، لين ګرافيک ، او کاليو ګرافيک روشونو څخه کار اخستل کيږي ، چي بيلګي يې په زياتو تاريخي ودانيو کي شته . مثلث ډوله رسمونه ، متساو الاضلاع کرښي  ، څلور ګنجه او دايروي انځورونه د يادشويو روشونو لپاره د ودانوونکو ( بنايانو ) د اندونو د پلي کولو لپاره تر ټولو زيات کارول شوي  ډولونه دي . د يوشمير څيړونکو په باور د ودانيو نزئيني څيړنه په دريو اړخو نو کي تر سره کيږي :  لومړۍ د بنسټ او تهداب برخه ، دويم د ودانۍ بهرنۍ او پورتنۍ برخه او دريم يې د ودانۍدنننۍ برخي دي .

د ښکلا پيژندني دا پوهنه ځان ته ځانکړي اصول او موازين لري چي  د هر اړخيزي څيړني زمينه يې په  دې لنډه ليکنه کي نه شته ، ځکه  يوازي  د ځنوبيلګو په يادولو بسنه کوو .يوه ستر مميزه چي  د اسلامي ودانيو   په ښکلي کولو کي  زيات دود ده ،  هغه د ودانيو دننه د چت په برخه کي د اوه پوړه ايزو انځورونو تر سيم او تزئين دۍ . د دې اوه پوړه ايزو نقشونو پيل له وړې مرکزي نقطې څخه کيږي او په دايروي ډول اوه پوړه انځور جوړيږي ، چي لومړۍ انځور يې وړوکۍ دويم يې لږ ارت او دريم يې تر هغه دويم زيات او په دې تر تيب تر اوم پوړ پوري يو تر بل زياتيږي . د دې اوه پوړه ايزه انځور ځانګړتيا دا ده چي د ودانۍ پورتنۍ برخه په موزون ډول داسي  ويشي او  احاطه کوي چي د ودانۍ له هري برخي يې د ليدلو پر وخت توازن يوشان وي  . په دې مميزه کي دا اړينه نه ده چي د ټولو ودانيو پورتنۍ برخه يا چت بايد وا حد او يوشان انځور ولري ، خوهغه څه چي دود ګرځيدلې هغه په ټولو ودانيو کي د چت د برخي تزئين او تقاشي کول دي ، چي په زياتو اسلامي ودانيو کي ليدل کيږي .

يوه بله زيات دود شوې بيلګه په اسلامي ودانيو کي  د محراب ډوله شيشک او طاقونو شتون  دۍ . دا ډول شيشکونه يا طاقونه د ښکلا او زينت په نيت ودانيو ته ورکول کيږي .دا شيشکونه د هغه محرابو نو څخه بيل دي چي د جوماتونو د ودانيو ستره او ځانګړې بيلګه شميرل کيږي  ، ولې د ښکلا دې ډيزاين ته  يوازي  د شيشک او محراب څيره  ورکول کيږي ، په دا ډول شيشکونو کي تر ټولو وړاندنۍ موخه د ودانۍ ښکلا ده ، نه هغه ځانګړتيا چي د جوماتونو لپاره منل شويده . د دا ډول شيشک او محراب سره په زياته پيمانه دوه ستونو نه جوړيږي  ، چي دا ستونونه يا ستني  په لاندنۍ برخه کي هم ځانګړې بنسټ يا بنياد لري او د ستون د سرپه برخه کي  هم همداسي ځانګړۍ جوړښت ورکول کيږي ، چي سر ستوني او زير ستوني  هم ورته وايې . دا ځانګړي فورمونه غالبا د ليتوس د ګلونو په څير د ګچو څخه جوړ شويدي ، چي د يوشمير پوهانو په اند ښايې د يوناني  پيره را پاته ودانيزه بيلګه وي .

د اسلامي ودانيو او په ځانګړي توګه د هديري او زيارت له پاسه ودانۍ ،  يوه بله ځانګړتيا هم لري ، او هغه د موزونو تاخچو  ( تا قچو ) جوړول دي . د ودانيو جوړونکي هڅه کوي او يا يې هڅه کړيده چي د ودانۍ په تناسب او د ودانۍ  ښکلا ته  په پام داسي تاخچي  د ودانۍ په دننه کي جوړي کړي او يا يي جوړوي چي د منځنۍ وني خاوند څوک هم  په اسانۍ سره په هغه تاخچه کي د شي په ايښودلو وتوانيږي . په دې ډول تاخچو کي په زياته پيمانه هغه ديني او مذهبي کتابونه او پارې په دې نيت ساتل کيږي چي د زيارت کونکو د اړتيا په صورت کي ورڅخه ګټه واخستل شي . د دې بيلګو تر څنګ په زيات شمير دا ډول ودانيو کي  ، کولک يا هواکښ هم په نظر کي نيول کيږي ، دا هواکښونه يا د ودانۍ د ضلعي ديوال په نسبتا لوړه برخه کي ورته ورکول شويدي او کله داسي هم ليدل شوي چي د ودانۍ په ګمبده کي  ورکول شوېدۍ  .  په اسلامي ودانيو کي  هوا کښې يا کولک ،    داسي پياوړې ځانګړتيا نه شميرل کيږي لکه  په ودانۍ کي د شيشک او محراب دود ،  او يا د ودانۍ په دننه کي د انځورونو او نقاشيو ځانګړتياوي .

 دريم : دمتبرکه او ارزښتمنو  ودانيو د ټاټوبي  ( موقعيت ) :

د دود له مخي هديرې او متبرکه ودانۍ ځانګړي ځايونه او ټاټوبي لري ، په  لوړو تپو او غونډيو کي د نورو هديرو تر څنګ زيارتونه هم ليدل کيږي ، او يا په بله وينا د زيارتونو تر څنګ هديرې ليدل کيږي ، د منځنۍ اسيا او بيا په ځانګړي توګه زموږ هيواد افغانستان کي د هديرو لپاره لوړي غونډۍ کارول کيږي ، چي ستر لاميل به يې د طبيعي پيښو او په ځانګړي توګه د باران او سيلابونو څخه  ژغورنه وي    . او د دې تر څنګ  ښايې دا هم ديوه لاميل په توګه يادشي  ،  چي د متوفا د کورنۍ هيله هم دا وي چي تر وسه وسه د خپل کلي  څخه ورته د هديرې ليدل شوني وي .  په ځينو فکولوريکو لنډيو کي دا هيله برملا ده لکه چي وايې :

مومن پر لوړه غونډۍ کښيږدۍ

چي خواره مور يې هر سهار ديدن کوي نه

او يا په دري کي وايې :

تابوت مرا بر بلندي بګذاريد

تا باد برد هوای من بر وطن من

د ځانګړو زيارتونو خبره بيا د دې عام حکم لاندي نه شي څيړل کيدلای ، يو شمير زيارتونه چي د اولسونو لپاره ارزښتمن  وي او يا اولسونه  ور سره خواخوږي ولري ، هغه بيا د هديرو سره يوځای نه وي  . په ځانګړي توګه ودانۍ ورته د زيارت په څير جوړيږي او د ساتني او پالني لپاره يې  اړيني چاري تر سره کيږي ، د ملنګ ، مجاور  او ايشان په نوم کسان ورته د چوپړ لپاره ګمارل  کيږي  . يو شمير داسي زيارتونه هم  شته چي په اولسونو کي د زيات  درناوي له کبله يې د ساتني او پالني چاري   د حکومتونو او دولتي ادارو پر غاړه وي  . دا ډول ودانۍ  چي د ملي شتمنيو په څير ورته کتل کيږي ، د اړوندو هيوادونولپاره  د لوړتيا ، سپيڅلتوب او وياړونو سمبول وي ، زموږ په هيواد کي د مير ويس نيکه ، احمد شاه بابا او سخې صاحيب زيارتونه ، د ګوهر شاد جومات ، د جام څلۍ ، د بست کلا او يو شمير نور د همدې ډلي  اثارو څخه دي  .

د ميروېس نيکه  د زيارت وداني:

 د ميروېس نبکه زيارت يو له هغو ودانيو څخه دۍ چي د اسلامي پير د ودانيو يادشوي مميزات او بيلګي له ورايه پکښي برملا دي . دا زيارت چي د کوکران په سيمه کي ودان شويدۍ  ، د جوړښت له مخي اته ضلعي جودړه شوې ، چي د يو شميرڅيړونکو په باور د اسلامي  ودانيو يو جوت سمبول دۍ .  د ميروېس نيکه د زيارت  اوسنۍ ودانۍ په ١٣١١ لمريز سپوږميز کال  ، له سره جوړه شوه ، په هغه کتيبه کي چي د کندهار ښاروالۍ له لوري د دې ودانۍ د بيا رغوني پر مهال حک شويده ، ليکل شوي چي ، د جګړو او فتنو له  امله  هغه پخوانۍ لوحه ورکه شوې ،  او دا دۍ بيا يې د ودانۍ د رغولو پر وخت لوحه جوړه شول .

د ميرويس نيکه مقبره د جوړېدو پر مهال

دزيارت دا وداني  اته ضلعي  او د لويې احاطې په منځ  کي جوړه شويده . د ننوتلو دروازه يې د سهيل پر لور پرانيستې او د دروازې وړاندي د صحن تراس په نيمه مربع  کي داسي ودان شوۍ، چي د راغلو زيارت کونکو لپاره د زيارت کولو د لومړي تياري ځای  په توګه  کارول کيږي  . د ودانۍ  اوه  ضلعي برابري خو د مخ دروازې ضلعه يې دوه کنګرې زياته جوړه کړيده .  د هري  ضلعي په بهرنۍ خوا کي د دوو ، سر پر سر محراب ډوله شيشکونو شته والۍ د دې ودانۍ بله ځانګړتيا ده    .  د هري ضلعي د پيژندلو لپاره د ضلعي پر کونج  د يوه وړوکي  منار بيلګه شته ، چي تر منځ يې د کنګرو( کټارو )  شتون د ودانۍ بهرنۍ ښکلا څو ځله زياته کړيده . پر اتو ضلعومتکي لومړنۍ دايروي  چت  د زياتو منارو نو په وسيله د هغه لوړ او پورتني ګومبذي څخه بيل شويدۍ چي د دې ودانۍ د بهرنۍ نما تر ټولو ستره بيلګه  ده . د ودانۍ پر بيلا بيلو برخو د شنه او ابي رنګونو زيات کارول پر دې زيارت  د اسلامي دود برلاسۍ ښيې .

د زيارت دننه جوړښت هم د اسلامي ودانيو په دود ښکلۍ شوۍ دۍ . د اضلاعو کونجونه داسي يو له بل سره پيوند شويدي چي ، د ليدونکي پام دهغې ودانۍ کونجونو ته نه بلکي کارول شويوانخورونو او رنګونو ته اوړي .  د ودانۍ په منځ کي د هديرې تمثال دۍ او شا او خوا يې په بيلا بيلو ضلعو کي محرابونه او د محرابونو تر منځ تاقچې جوړي شوي ، اود دود له مخي هلته د قران عظيم الشان ريلونه او پارې ايښودل شويدي  ، چي زيارت کونکي يې د زيارت  کولوپرمهال لولې او يا يې په سمبوليکه توګه مسح کوي . د چت برخه په منظمو هندسي ليکو تزئين شوې اود ضلعو پر مخ بيلا بيل انځورونه ، چي  د سلطاني ،  تيموري او مغولي هندي سبک ګډ شکل دۍ  ، کښل شويدي . د لين ګرافيک او کاليوګرافيک روشونو څخه په زياته پيمانه کار اخستل شويدۍ  ، چي همدي روشونو د ودانۍ دننه برخه زياته ښکلې  او ځانګړې کړيده .

د ميروېس نيکه د زيارت دننه د انځورونو بيلګه

 د مير وېس نيکه د اوسنۍ  ودانۍ د جوړيدو مهال  په هغه ډبرليک کي ښه څرګند دۍ چي  پر هغه مزار لا تر اوسه شته .  دا لوحه په پښتو او دري ژبو ليکل شويده ، په دې برخه کي د دې لو حې د پښتو متن څخه  يوه برخه کټ مټ را وړم ،  چي  هلته  د جوړيدو چارو ته  هم پام ساتل شويدۍ :

( دا مرقد د ښاغلي توريالی پښتون او محرک د ازادۍ د پښتانه  مرحوم حاجي ميرويس خان نيکه  هوتک ده ی چه پره دی  ئئ له خپلی ښادمنی مينی په ميرانه وويستل او پښتانه يې له استيلا څخه د متجاوزينو ازاد کړه . اته کاله ئې حکومت وکۍ او په کال ١١٢٧ ه.ق يوزراوويشتم کال قمري کي د هجرت وفات سوه ی ده ی دا جانب او جګړو لوحه ورکه سوه په کال ١٣٥١ ه.ق . ١٣١١ ه . ش . کی په دريم کال د سلطنت د اعليحضرت پښتون محمد نادرشاه په توجه  د ښاغلی پښتون  محمد ګل خان مهمند  رئيس تنظيمه د قندهار  په ياد ګار د رحميت او لوړو خدمتونو د دی ننکيالی پښتون او ښاغلی نيکه او د پاره د احيای ملی افتخاراتو بيا دا مرقد نوه ی ودان او تعمير او احاطه ارت او يوه باغچه ورته سازه کړه سوه .  دا لوحه د رياست بلديه له خوا وليکل سوه . )

د پايلي په توګه يو څو اړيني يادوني :

د ميروېس نيکه دا اوسنۍ زيارت لا سل کلن شوي نه دۍ ، خو د جوړيدو او ودانولوداسي پړاو را ښيې چي د پخواني دود او نوي سيستم تر منځ د پيوند کړۍ ده .  په ښکلا او ډيزاين  کي  يې د سيمه ايزو جوړونکو  ( بنائيانو ) خيال او هنر  څرګند دۍ ؛د انځورونو په جوړولو کي زيات پام شوي ، په داسي حال کي چي  دلوحو او ډبر ليکونو برخي ته نه يوازي داچي زيات پام نه دي اړول شوې ، بلکي يوشمير بنسټيزي تيروتني هم پکښي ليدل کيږي  ؛ که يې د پښتومتن  او ليکدود څخه راتير شو چي زياتي تيروتني لري ، ديوې بيلګي په توګه به د هغي  تاريخي  نيټې  يادونه وکړو چي سمون يې اړين دۍ . د کتيبې په ليکنه کي په عددې ليک ١١٢٧ ه. ق . کال ليکل شويدۍ ، خو په حرفي ليک کي يوز او اويا ليکل شويدي . په دې ډول د سل کالو زماني واټن په حرفي ليک کي له پامه ليري شويدۍ .  د دې ياودونو تر څنګ  ديوې بلي اړيني  او ورستۍ يادوني په توګه غواړم وليکم چي ستر پښتون محمد ګل خان مهمند د دې ودانۍ په جوړولو د حاجي ميروېس خان نيکه د نوم سره خپل نوم تل پاتۍ او هميشنۍ کړيدی.

د میرویس خان نیکه د مقبرې د ګنبده د رغیدو کار چي د شهید محمد داؤد د حکومت ولی په دوره کښي یو ځل بیا ورغول سول۔
١٩ د حوت ١٣٥٢
د میرویس خان نیکه د مقبرې د ګنبده د رغیدو کار چي د شهید محمد داؤد د حکومت ولی په دوره کښي یو ځل بیا ورغول سول۔
١٩ د حوت ١٣٥٢
د میرویس خان نیکه د مقبرې د ګنبده د رغیدو کار چي د شهید محمد داؤد د حکومت ولی په دوره کښي یو ځل بیا ورغول سول۔
١٩ د حوت ١٣٥٢
د میرویس خان نیکه د مقبرې د ګنبده د رغیدو کار چي د شهید محمد داؤد د حکومت ولی په دوره کښي یو ځل بیا ورغول سول۔
١٩ د حوت ١٣٥٢
د میرویس خان نیکه د مقبرې د ګنبده د رغیدو کار چي د شهید محمد داؤد د حکومت ولی په دوره کښي یو ځل بیا ورغول سول۔
١٩ د حوت ١٣٥٢
د میرویس خان نیکه د مقبرې د ګنبده د رغیدو کار چي د شهید محمد داؤد د حکومت ولی په دوره کښي یو ځل بیا ورغول سول۔
١٩ د حوت ١٣٥٢
د میرویس خان نیکه د مقبرې د ګنبده د رغیدو کار چي د شهید محمد داؤد د حکومت ولی په دوره کښي یو ځل بیا ورغول سول۔
١٩ د حوت ١٣٥٢
۱۳۲۹ ل کال. قندهار
د ميرويس نيکه مقبره لومړيو کلونو کي

اخځونه

١ _ باوري ، رسول . د منځني ختيځ لرغونپوهنه .  ( کابل : کابل پوهنتون ) ١٣٦٧ .

٢_  پلو ، ريتا .  ،، هشت ضلغی در مقبره ها سمبول ميتافزيکی ،، مترجم :کيوان . باستانشناسي افغانستان . شماره دوم ، سال دوم . ( کابل : مطبعه دولتي  )  ١٣٥٩ .

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!