منډيګک
افغان تاريخ

عبدالرؤف مخلص وپېژنئ

فريد ميوندي

عبدالروف مخلص
0 12

خدائ بخښلئ عبدالرؤف مخلص د حاجي ولي محمد مخلص زوئ او د سلطان محمدخان کاکړ لمسئ ؤ چه په ١٣٠١ شمسي كال د كندهار په ښار كي زېږېدلئ او په ١٣۴۶ شمسي كال وفات سو.
نوموړي تر اووم صنف پوري مكتب ويلئ ؤ خو د پلار د ناڅاپه مړيني په وجه يې كورني مسؤليتونه دغاړي سوله او رسمي زده كړي يې پائ ته ورسولې خو په شخصي توگه يئ نور تعليم ته تر زياته وخته دوام وركړ. د ژوند په آخرو كي يې په دولت كي هم ڂيني ماموريتونه كړي وه چه د علاقه دارۍ تر رتبې پوري رسېدلئ ؤ.
مخلص صاحب د پښتو ژبي يو نقاد او اجتماعي شاعر ؤ او د خپل پلار په شاني يې ظريفه طبع درلودله. د خلگو سره يې مينه درلوده او همېشه به يئ حتي د پرېشانۍ په وخت كي هم په مجلسو كي خنداوي كولې او مجلس به يې تود ساتئ. د شعر ژبه يې روانه او ساده وه او د شعر مضامين يئ عموما د اجتماعي نيمگړتياؤ په باره كي وه. د ده شعرونه به همېشه په ورڂپاڼو كي نشرېدله. د خدائ بخښلي بېنوا له قوله، چه وايئ ده د پښتونستان د خلگو د مرام او د ازادۍ د گټلو په باره كي دومره مضامين ليكلي وه چه كتابونه ڂيني جوړېږي. خو اكثره يې پر ملي مسايلو هم شعرونه ويلي دي.
یو څو هفتې ‍د مخه می د خدائ بخښلي عبدالرؤف مخلص يو شعر د (كندهار) مجلې په يوه زړه شماره كي تر سترگو سو چه ما داسي فكر وكړئ چه مخلص صاحب دي ۵۳ کاله ‍‍تر مخه د افغانستان د نن ورڂي د حالاتو په غبرگون كي ليكلئ وي، دا دئ په ډېره مينه يئ ستاسي ټولو علاقه مندانو او پر وطن مينو دوستانو سره شريكوم.
د عبدالرؤف مخلص او د هغه دخدائ بخښلي پلار (لوئ مخلص صاحب) ارواوي دي ښادي وي!

(خاماخا به جوړ سي دا د سپينو پښتنو وطن)

دا هيواد خو نه دئ بېگانه او د پردو وطن
څوك تابع كولائ سي، خپل ڂان ته د زمرو وطن
پاته دئ و موږ ته له نيكونو له پلرو وطن

دا باستاني مڂكه او دا پاك د مېړنو وطن
خاماخا به جوړ سي دا د سپينو پښتنو وطن

دا سپېڅلئ قوم خو په هيڅ وخت اسارت نه مني
خپل پر بازو زور كوي، د نورو قووت نه مني
خپل شرف به ساتي، د پرديو منت نه مني

گرد عمر ساتي په تېرو تورو په برچو وطن
خاماخا به جوړ سي دا د سپينو پښتنو وطن

نن د پښتنو په سر كه چور او ناتارونه دي
يا ددغه قوم چه پر هر ڂائ خراب كورونه دي
اووري چه، گولۍ دي او كه غټ درانه بمونه دي

دوئ به كورټ ژغوري د پرديو له پنجو وطن
خاماخا به جوړ سي دا د سپينو پښتنو وطن

پائ به سره ټول سي، پښتانه د خپل ټبر په ننگ
دلته به ولاړ وي دغه ټول په مال او سر په ننگ
تا به مدعي كړي، رېز مرېز، زېر و زبر په ننگ!

دا خو چيرته نه دئ ستا د شومو گومانو وطن
خاماخا به جوړ سي دا د سپينو پښتنو وطن

کندهار مجله کي د مخلص د ليکني بېلګه
کندهار ـ افغانستان ۱۳۴۱ هـ ش

څو وخته به پاڅي و دې ښكار ته په صياد كي ڂان [نوټ ۱]
ستا له اسارت څخه، آخر ته به، آزاد كړې ڂان
يا به سر بايلي پر يوه مخ يا به برباد كړي ڂان

خلاص به مخلصان كړي د پرديو له حكمو وطن
خاماخا به جوړ سي دا د سپينو پښتنو وطن

مرحوم عبدالروف مخلص د لوی مخلص زوی چي د مرګ خبر یې کندهار مجلی په هغه وخت کې خپور کړی دی.

[نوټ ۱]:
د دې بیت مفهوم دا دئ چه یعني په ښکاری (غلیم) کی به تر څه وخته ځان (روح) وی او تر څه وخته به ژوندئ وی او زموږ وطن ته به یې سترګی نیولی وی؟!

لوی مخلص څوک وو؟

ارواښاد حاجي ولي محمد خان مخلص (۱۲۵۹-۱۳۲۱ ش) د سلطان محمد خان کاکړ زوی او د کندهار ډېر مشهور ادبي شخصیت تېر سوی دئ. د ده انتقادي او اصلاحي اشعار او پر څنگ ئې د ده ظرافت هغه څه ول، چي د ده نوم ئې خپلو معاصرینو ادیبانو او شاعرانو او دغه راز خپل اولس ته ورپېژندلی وو. ارواښاد لوی مخلص د هغه ادبي خوځښت خورا پیاوړی ملگری وو چي په کندهار کي د پښتو ادبي انجمن تر جوړېدو دمخه او وروسته په دغه تاریخي علمي او ادبي حوزه کي خپور کښلی وو.

لوی استاد علامه عبدالحی حبیبي د ده په باب کښلي دي: “مخلص زموږ د ادبي مرکې روڼ څراغ او په کندهار کي د نوي فکر او تجدد پر آسمان ځلاند ستوری ؤ. دا سړی زما د څلوېښتو کالو خواخوږی اشنای او په ادبي حرکت او ژبني فعالیت کي تکړه ملگری ؤ”.
ارواښاد قیام الدین خادم چي د دغه ادبي خوځښت پر وخت په کندهار کي اوسېد او په دغه خوځښت کي شامل سړی وو د ارواښاد لوی مخلص په باب کښلي دي:
“که څوک گرځي گرځي چي داسي یو سړی پیدا کړي چي د هغه دوستي او بغض د وطنیت او ملیت په نقطه مبني وي نو گومان کوم چي ستړی به شي نو آخر به ئې زړه په مخلص خوږ شي”.

ارواښاد عبدالقدوس نجیب د لوی مخلص ادبي و هنري کمالونه داسي بیانوي:
“مرحوم مخلص خو زموږ د کندهار یو منلی شاعر ؤ چي شعر ئې پخوانی او سلاست ئې عوامو او خواصو منلی دئ. ده پخپلو اجتماعي اشعارو کي د رشوت، خیانت، ظلم او نورو اجتماعي معائبو په کلکه غندنه کړې (ده)… عشقي اشعار ئې هومره له سوزه ډک دي چي په بې میني زړو کي د میني جذبه پیدا کوي او د مینو زړو د عشق اور لا تازه کوي، د طنز او ظرافت مقولې ئې چي پر اجتماعي اصلاحاتو بنا دي، تر اوسه پوري له زړو څخه نه دي محوه شوي او د صداقت او وطنخواهۍ صفت ئې په هر محفل کي کیږي، د موسیقۍ استادان ئې د موسیقیدانۍ د مهارت یادونه کوي او وایي اکثره اشعار ئې د موسیقۍ پر اوزانو برابر جوړ کړي دي…”.

د لوی مخلص کلیات د غلام محی الدین ایوبي په اهتمام او تصحیح په (۱۳۵۱ ش) کال په کندهار کي د احمدشاه بابا د کتاب چاپولو موسسې له خوا چاپ سوي دي. د رباعیاتو مجموعه ئې هم تر کلیات دمخه په (۱۳۳۲ ش) کال د نوموړي ایوبي په همت د کندهار مطبعې له خوا چاپ سوې ده.

د لوی مخلص زوی ارواښاد عبدالرووف مخلص (۱۳۰۱-۱۳۴۶ ش) هم د پښتو ژبي نقاد شاعر وو. د ده په باب دي لوستونکي د اوسني لیکوال (۰۲۰۲مخ – نوی چاپ) وگوري.

د ارواښاد عبدالرووف مخلص درې زامن پاته سوي دي.

د لوی مخلص د کلام نمونه:
که ملګری سوې د بد سړي يو ګام
ته به هم سې د هغه په خوی بدنام
چي له لوړي سي پر مځکه را ارتاو
که ما نه سي ازانګه خو ځي د جام

ماخذ: د لوی مخلص په کلام کي لغوي زېرمه
محمدمعصوم هوتک

ارواښاد حاجي ولي محمد خان مخلص

 

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!