منډيګک
افغان تاريخ

د هلمند د ناوې (خلج) تاريخي شاليد

هلمند
0 233

د نني لښکرګاه پرمخامخ سويل لورته په شاوخوا لس کيلو مترۍ کي د تاريخي بُست پرمخامخ يو ځای سته چي تر اوسه دخلج او خلچ په نامه سره ياديږي. ([1]) دا چي موږ خلج ښه وپيژنو بايد خلجيان وپېژنو چي په تاريخ کي څوک دي:

په تاريخ بيهقي کي چی دليکلو يې شاوخوا زر کاله کيږي ددې ځای نوم درې واره راغلی دی او کاږي: ( دمحرم په نولسمه نېټه دپنج شنبې په ورځ ابوعلي کوټوال دغزني څخه خلج ته دخپل لښکر سره ولاړی….. ([2])

يوبل ځای هم د (خلاچ) په نامه سره په دې سيمه کي سته چی ابوالقاسم بن محمد ابن حوقل يې تربيهقي مخکي په (۳۶۶هــ ۹۷۶م) کي دزمينداور دناحيې څخه شمېري چی اصطخري هم د ابن حوقل دانظر تائيد وي.([3]) يو خلج په ازربايجان (هزاربايګان؟ ، اذر)کي هم شتون لري.

د خلج دنومونې وجه:

د خلج نوم په نورو کورني او بهرني تاريخوکي په دې ډول راغلی دی (( خلج ، خلچ ، غرج، غرچ، قالاچ، خالوخ، (Khallukh)خلوخ خولخ ، قارلق، خلخ،خولچ ، اخيرنی شکل يې همدا خلج (Xelej)دی .)) ([4])

دخلج قوم ياخلجيان ځينو بهرنيو ليکوالانو د هيتاليانو پاته شونو ته ويلي چي دوی يوه ترکۍ څانګه ده چي په (۵۵۵م) کلونو کي يې د (خولس) ترنامه لاندي ژوند کاوه چي د منلو وړ نه بلل کيږي. ([5])

يفتلي نژاد بياخپله تاريخپوهانو دکوشانيانو د څانګو څخه بولي يعني يفتليان يوه يوچي (کوشاني) څانګه ده له دې امله دکوشاني څانګي له حيثه يفتليان هم دهندو اروپايې کورنۍ جزګڼل کيږی او دتاريخپوهانو په وينا کيدای سي چي دکوشانيانو په څېردوی هم دهندو اروپايې (سيتي) يا (تخاری) کتلی جزوبلل سي.([6])

بار تولد دډېرو مدققو پوهانو دعقيدې له مخي يفتليان دکوشاني تخاری کتلي جز بولي چي په ( ۴۲۰ او ۴۲۵م) کلونو په منځ کي د جيحون له ښۍ غاړو راتېرسول اوپه تاهيا (باختر) او اوسني بلخ کي مېشت سول. ([7])

ابو اسحق ابراهيم بن محمد اصطخري په (۳۲۲هـ) شاوخواکي دخلجيانو ځای کابل بللی دی .

دپوهانو دڅېړني له مخي ښايې خلجيان اريايې نژاده او دساکانو له ډلې څخه وه او په منځنۍ اسياکي يې ترکي ژبه زده کړې وي ، دوی له آره پښتانه دي.

محمود کاشغري د پنځمي هجري پيړۍ په منځ کي په (لغات الترکی) نومي کتاب کي خلجيان د او غوز د قومونو څخه دايغورستان چي فعلاً دچين دسن کيانګ دايالت سره تړلي بللي دي.([8])

بياهم اصطخري خلجيان مهربان او دښه خوی خاوندان بللي دي.

فردوسي ، سعدي او فرخي سيستاني هلمندي يې هم پخپلو شعرونو کي يادونه کړې ده.

ځينو ليکوالانو په درېيمه او څلورمه هجري پيړۍ دخلج قوم دافغانستان په سهيل هلمند او سيستان کي استوګن بللي دي . ابن خرداذبه خلج د ترکي قوم څخه بللي دي چي د تامل وړ ده ځکه دوی پښتانه تَرَکَ دي نه تُرک.

خلجيانو دماوراء النهر په شمال او شمال ختيځ کي د جيحون پردې غاړه په غرب او جنوب (سهيل) کي ژوند کاوه.

د يعقوب ليث صفاري په حملو کي د درېيمي هجري پيړۍ په نيمايې کي ډېرخلجيان ووژل سو مګر دسامانيانو او غزنويانو په دورو کي په پوځ ورګډ سول.

ابن اثير ديقعوب ليث دمړيني په متن کي کښلي دي چی صفاري امير په فتوحاتوکي کاږي چي په افغانستان کي په زمينداور سيمه کي پرزنبيل (رتبيل) باندي حمله وکړه او خلجيان (الخلجيه) يې تابع کړل. ([9])

دا مطلب دتاريخ سيستان چي ليکوال يې نامعلوم دی هم د(يعقوب جګړې دترکانو او خلجيانو سره ) تائيدوي.

غوريانو په خپلو لښکر کښيو کي دخلجيانو ياخلج دقبيلي څخه ګټه واخيسته اوسلطان غياث الدين غوري د خلجيانو په مرسته فيروز کوه پرلاس ته راوړلو بريالي سو.

ځيني بهرني پوهان دخلج او خلچ نوم په (وږی اوګرسنه) باندي ماناکوي خو علامه عبدالحی حبيبي په دې اړه ليکلي چي دخلج کلمه دغره د کلمې څخه جوړه سوې ده، دبېلګي په توګه غور، غرچه، غرڅه، غرج، خلج او خلچ ټول د (غره) دريښي څخه جوړسوي دي .([10])

دپوهانو په رايه دغه ټولي کلمې چي مراد ځيني خلج دی د اريايې قبايلو نومونه دي چي د دوی دهستوګني ځايونه او په منځنۍ آسياکي موجوده وه.

اوبياليکي چي زموږ دهيواد په تاريخ کي دغلزی ياغلجی کلمې بيله کومه شکه (غرزي) دي چي دغره دزوی په مانا دي او غريوه زړه اريايې کلمه ده چي د اويستاپه هوم شِت کي (ګيري) راغلی دی او په خرده اوستاکي يې هم يادونه راوړل سوې، په سنګريټ کی هم داکلمه موجوده ده اوپه دغه ژبه کي (ګيري او ګير) راغلی دی.

ارواښاد مير غلام محمد غبار هم علامه حبيبي ته ورته نظر لري او دغور دکلمې په څرګندونو کي وايې چي دغوريا غرکلمه يو زړه پښتو کلمه ده چي ترننه پوري په پښتو ژبه کي ويل کيږي چي د وخت په تيريدو سره ددې کلمې بڼه او ښتې را اوښتي ده اوغرج ، غرچ او غرش ځيني جوړسوی د پښتو لوی قوم (غلجي اوغلزی) نوم هم همدې غور، غرج، غرج او غرجستان ته منسوب دی او ددې ځای اوسېدونکی دي چي ځينو تاريخپوهانو دخلج او خلجي په نامه ياد کړي دي.([11])

پوهنمل عزيز احمد پنجشيري هم د علامه حبيبي ، بار تولد، توماسک ، اويستا او سانسکريت ته ايشاره کړې او بيايې هم دپښتو د زړې کلمې غره سره ورته او يوشی ښيې اوليکي چي په اغلب ګمان يونانيانو دغر او غور کلمه په خپلو اثارو کي نه ده ذکر کړې د او يوازي يې د افغانستان دابرخه د     پارو پاميزاد په نامه ثبت کړې ده.([12])

داچي ځينو بهرنيو ليکوالانو پخپلو څرګندونو کي دخلج ، خلج او غرج اصلي ريښه نه ده موندلې نوسړی په پوره باور سره دکورنيو ليکوالانو لکه علامه حبيبي ارواښاد غبار او نورو څرګند وني تائيد ولای سي چي همدا د خلج، خلج، غرج ، خلج ، خولج او نورو اصلي ريښه همدا دپښتو ګير او غره کلمه ده او ددې سيمي دنامه وجه هم داده چي غلجی، خلجی ، غلزي ياغرزي په همدې يادو ځايو کي مېشت او اوسېدل او داځای د دوی په نامه نومول سوی لکه او س دهلمند دناوې ولسوالۍ او زينداور خلج اوښايې نورځايونه لاهم په همدې نامه موجوده وي او خلجيان پښتانه دي.

که لږ مفصل ولاړسو لرغونی خلج يا اوسنی ناوه يوه ښېرازه ولسوالي ده چي لرغونی نوم يې تردا مهاله چي په تاريخونو کي ثبت دی خلج (خلچ ، غرج،) دی ، دا نوم زر کاله له ننه پخوا په(۴۴۰هجري) کي د غزنوي دربار منشي (خواجه ابوالفضل محمد بن حسين بيهقي) کي کړی دی او کاږي:

(( … وپدرش ( سبکتګين)سواران بر افګند وشکر خواستن ګرفت وبسيار مردم جمع شد از هندو(مط: هند) ، (خلج) ، از هر دستي.)) بيهقي۲۶۰ مخ

بل ځای کاږي : (( روزی پنجشنبه ( سم يې سه شنبه) نوزدهم محرم بوعلی کوتوال از غزنی با لشکری قوی برفت برجانب خلج که ايشان فساد هاد رفته بود در غيبت امير تا ايشان را بصلح آرد بصلح يا بجنګ)) بيهقي ۸۹۲ مخ

او زياتوي : (( و بوعلی کوتوال ازخلج باز آمد و آن کار راست کرده روز دوشنبه ( اصل : يکشنبه)

همدا ډول سيف الدين بن محمد سيفي هروي ، په خپل کتاب ( تاريخنامه هرات ۶۸۱- ۷۲۰هجري) په (اميرنوروز وقتل او) په عنوان کي کاږي:

(( راوی چنين ګفت که چون امير نوروز با سيصد مرد نامدار به حصار دآمد ، ملک فخرالدين از کثرت ايشان متردد وشب با خواص مقرر ګردانيد که به سمع امير نوروز رسانيد که در اين شهر خلقي است مختلف ، بعضی سنجری، وطايفه ای بلوچ وقومی (خلج) و ګروهی مغول باش و فرقه ای بيوردی وسرخسی.)) پيراسته تاريخنامه هرات ۱۰۰ مخ

بل ځای زياتوي : (( جماالدين محمدسام از دليران غوري ومبارزان هروی وعياران سجزی(ساکزی) ، وبلوچ و (خلج) ، هزار و هفصد مرد آهن پوش رزم آزمای جان باز از شهر بيرون فرستاد (تاريخنامه هرات ، ۱۲۰مخ

همداسي د (حرب لشکر مبارکشاه) په عنوان کي کاږي ( ۷۱۹هجري)

(( ملک غياث الدين بفرمود تا رعايا او قُرايا ومواضع دور به شهر هرات درايند ومواشي خود را از رود نګذرانند وبه دروازه ها وبندها ومواضع جنګ مرد سپاهی از غوری و هروی ونکودری و سجزی(ساکزی) وخلج … نصب ګرديد.)) تاريخنامه هرات ۵۱مخ

په پورتنيو ټولو متنونو کي خلج د ځای په نوم نه بلکي د قوم په نوم باندي له ننه اوسوه کاله مخکي يادسوی دی.

غلزي ، خلجي يا غلجي له زابلشاهانو او هفتاليانو(ابداليانو) سره ټينګي اړيکي درلودې په دې مانا چي په دې مانا چي هفتليانو(عربي يې هياطله) هم په همدې زابلستان کي چي اوس هم غلزي قبايل پکښي اوسي واکمني لرله او دهغوی هغه انځورونه چي په مسکوکاتو کي کښل سوي دي کټ مټ دغلزيود اوسنيو ځوانانو په شان پلني اوږې ، بادامي سترګي ، ګڼ ورېښتيان ، برداره اوږې او ځواکمني بڼې لرلې.

جوزجاني په خپل کتاب کي د ملک اختيارالدين خلجي ، علی مردان خلجي ، محمد شېران خلجی ، احمد شېران خلجی او حسام الدين محمد عوض خلجي اړوند پراخ معلوماتونه ورکړي دي او وايي دوی دغور (زينداور خلج) او ګرمسېر خلج(اوسنۍ ناوې خلج) له خلجيانو څخه وه . په غوري عصر کي يې په هند او افغانستان کي لوړي رتبې او څوکۍ لرلې ، تر دې چي د هند په ډهلي کي دافغان شاهانو د واکمنۍ دوره له ۶۸۹هجري   تر ۷۲۰ هجري پوري ښودل سوې ده چي ټول شمالي هندوستان او بنګال په شمالي سيمو کي يې د اسلامي دين او خراساني(افغاني) فرهنګ په خپرولو لاس پوري کړی و ، طبقات ناصري يې د واکمنانو شمېر تر پنځلسو زيات ښوولی دی.

مشهور ختيځ پوه مارکوارت ليکي:

(( تر کومه چي ماته معلومات سته د (خلچ) په نوم په افغانستان کي دلومړي ځل لپاره په تاريخ کي د رخج (ارغنداب) او زابل په لور د يعقوب ليث صفاري دپوځي لښکر کښيو په وخت کي له ننه ( ۱۱۷۵ )کاله پخوا د ده له پوځ سره يو ځای سوه او بيا له هغه وروسته يې شتون خورا زيات په تاريخونو کي ليدل کيږي.

ځينو تاريخونو کي په بې احتياطۍ او نا خبرۍ سره افغان تَرَکَ ، تُرک بللي دي ،خو له علمي او مستندو منابعو څخه ښه څرګنديږي خلجيان تُرکان نه دي بلکي خلجيان او غلجيان دپښتون قوم يوه لويه تاريخي قبيله ده چي په افغانستان ، پارس او هندوستان کي يې لويي واکمنۍ جوړي کړي دي.

د دې قبيلې ريښه علامه حبيبي غرزی او غلزی ياده کړې ده چي ريښه يې دپښتو د (غره) له کلمې څخه راوتلې ده او تر دې چي د غرچ ، خلج ، غلج ټولو کلمو ريښې له همدې کلمې څخه را وتلي دي چي په منځني اسيا کي د ځاي او قبيلې لپاره استعماليږي لکه چي د(( هلمند د ناوې خلج چي د همدوی نامه ته منسوب دی او له اسلام وړاندي تاريخي قدامت لري. کېدای سي چي په تاريخونو کي په نورو نومونو هم ياد سوی وي خو زموږ سره يې مستند معلومات تر دا مهاله نسته.

د هلمند ناوه (خلج)

بارتولد هم زياتوي چي غرج ، غرچ يا عرش کلمه يوه پخوانۍ آريايي کلمه ده چي تر اوسه په منځنۍ آسيا کي د (خلج) په نوم او همداسي دمرغاب په ټاپو کي د آريايانو استوګنځي ته ويل کېده نو وايو چي په نسبتي (ی) سره خلجی يا غلجی د (غره زوی) په مانا دی چي دافغاني خلجيانو لومړنی نيکه هم اغلب په همدې نامه سره ياديږي ويل کيږي چي نوموړي درې زامن درلوده د( توران ، تولر ، بولر) په نومونو ، معلومه ده چي (تور) دهغو لرغونو اريايي نومونو له ډلي څخه دي چي په اويستا کي هم راغلی دی او دانوم په پښتو کي تر اوسه د( توريالي ، تورجان ،تورمل) او نورو بڼو په ريښو کي شتون لري.

په ورستي کي ويلای سو چي غلزی ، خلجی او غلجی د تُرکانو او غزانو له پاته شونو څخه نه دي چي په اسلامي دورو کي خراسان ته راغلی ، بلکي پېړۍ – پېړۍ پخوا له اسلام څخه د هفتالي نژاد آريايي قبايل چي په افغان تاريخونو کي د سپين هونانو په نامه هم ياد سوي دي ، په تخارستان ، زابلستان او هيتومنت ( هلمند) کي مېشت وه او هغه استوګن ځايونه هم د دوی په نامه ياديږي چي دوی پکښي مېشت وه د هغو ځايونو څخه يو هم همدا زموږ موضوع د هلمند دناوې لرغونی (خلج) دی چي په تاريخي او فرهنګي لحاظ د خورا ارزښت وړ دی. ناوې کي نور مهم تاريخي ځايونه هم تر سترګو کيږي چي څېړنه غواړي لکه : خسروآباد (خسروباد)،ګوهرګين(ګرګين؟) ، سرخدژ(سرخُدس= سره کلا) ،جمال خان کلی(کېدای سي حاجي جمال خان نيکه ته منسوب وي) ، پاينده خان کلی(سردار؟) ، مومن خان زيارت اونور…

اخځليکونه:
  1. [1] ــ جغرافيايې قاموس دوهم ټوک.
  2. [1] ــ دبيهقي تاريخ ، ابوالفضل بيهقي د دکتر علی اکبر فياض په زيار.
  3. [1] ــ اکاډميسين سيستانی ، سيستان سرزمين ماسه ها وحماسه ها.
  4. [1] ــ دوست شريف الله ، دهلمند نوميالي
  5. [1] ــ د هخدا لغت نامه.
  6. [1] ــ د افغانستان پخوانی تاريخ دوهم ټوک ۴۵۳مخ.
  7. [1] ــ همدا اثر. (۴۶۱) مخ.
  8. [1] ــ د هخدا لغت نامه.
  9. [1] ــ علامه رشاد د کندهار ياداښتونه.
  10. [1] ــ دعلامه حبيبي شل مقالې (۳۰۵)مخ.
  11. [1] ــ غبار ، جغرافيه ، تاريخي افغانستان ۱۳۸۶چاپ، ۱۴۶مخ.
  12. [1] ــ پنجشيري عزيز احمد جغرافيه تاريخي غور مخ (۱۴) چاپ کال ۱۳۶۰ هـ.
  13. حبيبي ، عبدالحی ، پوهاند ، علامه ، دافغاني خلجيانو اصل،ژباړن پوهاندبشيردوديال،۱۳۸۹ لمريز
  14. پيراسته تاريخنامه هرات ، سيفي هروي ، د محمداصف فکرت په زيار،۱۳۸۱لمريز
  15. طبقات ناصري ، منهاج السراج،لومړی ټوک ،۳۴۶مخ
  16. اطلس قريه های افغانستان ، دوهم ټوک د هلمند ولايت برخه.

[1] ــ جغرافيايې قاموس.

[2] ــ دبيهقي تاريخ .

[3] ــ سيستان سرزمين ماسه ها وحماسه ها.

[4] ــ

[5] ــ له ګوګل څخه معلومات.

[6] ــ د افغانستان پخوانی تاريخ دوهم ټوک ۴۵۳مخ.

[7] ــ همدا اثر. (۴۶۱) مخ.

[8] ــ ګوګل څخه معلومات.

[9] ــ ګوګل څخه معلومات

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!