منډيګک
افغان تاريخ

مستوفي حبیب الله خان، تدبر او دیپلوماتیکې هڅې

مـحـمـد نبي ساحل

د ګندمک رسمي ناسته... می۱۸۷۹میلادی له ښي اړخه: اول: حبیب الله مستوفي، مايار وردګ دوم: جنرال داوود شاه دريم: امیر یعقوب خان څلورم او پنځم: جانکینز او ملګري ګندمک تړون څه دی؟ کوم وخت چي امیر شیر علي خان په مزار شریف کي وفات سو او پر ځای یې امیرمحمد یعقوب خان د افغانستان د امیر په توګه وټاکل سو، په دې وخت کي انګریزانو پر افغانستان ددریو خوا یر غل راوړ. د خیبر له لاري، د کرمې (خوست) له لاري او د کندهار سپین بولدک له لاري. یعقوب خان چي د خپل پلار امیر شیر علي خان له خوا د هغه د ناسکه ورور پر سر په بالاحصار کي ۷ کاله بند تېر او په رواني ناروغي اخته سو، کله چي امیر محمد یعقوب خان په هرات کي امیر وو، امیر شیر علي خان د خپلي ګراني میرمني [عایشې] زوی عبدالله چي د امیر محمد یعقوب خان کشر نا سکه ورور وو، د ولیعهد په توګه و ټاکه. د ا کار د یعقوب خان احساسات را وپارول او د پلار پر وړاندي یې بغاوت وکړ. له همدې سببه امیر شیر علي خان هغه په بالاحصار کي بندي کړ. له بنده تر خلاصیدو وروسته یې عقل او فکر د بعضي رواني ناروغیو له سببه کار نه کاوه . کوم وخت چي انګریزانو له دریو لارو پر افغانستان هجوم راوړ، امیر محمد یعقوب خان دې ته اړ سو چي د انګریزانو سره سوله وکړي. دا لنډ مهاله سوله د ګندمک په شرمونکي تړون را منځ ته سوه. امیر یعقوب خان د انګریزانو په غوښتنه د یوه هیئت سره د ګندمک سیمي ته ولاړ او هلته یې د انګریزانو سره یو تړون چي لس مادي یې لرلي، لاسلیک کړ. دا تړون د افغانستان له خوا یعقوب خان او د انګریزانو له خوا کیوناري لاسلیک سو.
0 121

له بده مرغه د هېواد د تاریخ پاڼې مو د افغان انسان په وینو ډکې دي او هره پاڼه یې د انسان د وینو د تویولو داستان لري. د تاریخ باب باب مو تر انساني ارزښتونو پر وحشیانه کړنو ډېر ډک دی. دلته هغه اتل دی چې ډېرې وینې یې تویې کړې وي او ډېر انسانان یې وژلي وي. د تاریخ په اوږدو کې د افغانانو د ژوند د شرایطو د ښه کولو د لارې اتل، کله هم و نه لمانځل شو او نه هم چا وپېژاند.

د معاصر تاریخ د ورور وژنې، زوی وژنې او خپل وژنې د لړۍ پر دوام د نولسمې پېړۍ په دویمه نیمايي کې د هېواد پر هسک د علم، پوهې او اصلاحاتو یو تت لمر وخوت، خو هغه هم ډېر ونه پایېده، بېرته ډوب شو او د ترسره شویو اصلاحاتو لړۍ یې هم غوڅه شوه.

د دغو اصلاحاتو نوښت امیر شیرعلي خان په ۱۸۷۴ ز کال هغه وخت پیل کړ چې په هېواد کې یې د لومړي ځل لپاره د یو عصري نظام د بنسټ ډبره کېښوده. حکومت د لومړي وزیر لخوا اداره کېده او لومړي وزیر کابینه جوړه کړه.

ټول کسان په کابینه کې د لیاقت له مخې وګمارل شول. لومړی وزیر یا لوی مختار سید نور محمدشاه خان فوشنجي و او هغه خپله کابینه په لاندې ډول له دغو پښتو القابو سره وټاکله: عصمت الله خان غلجی جبارخېل ملقب په حشمت الملک (لوی مُین د غرو) د کورنیو چارو وزیر، ارسلا خان غلجی (لوی مُین د باندې) د بهرنیو چارو وزیر، حسین علی خان سپه سالار (ټولی مشر) د ملي دفاع وزیر، مستوفي حبیب الله خان وردګ (لوی ملک) د مالیې وزیر، احمدعلی خان تېموري معیری (لوی ټولونی) د عمومي خزاندار په توګه، محمدحسن خان دبیرالملک (لوی کښل) د حضور د سرمنشي په توګه و ګمارل.

د تاریخ لیکوالو په باور له عصري نظام، غوره حکومتوالۍ او له پرمختګ سره د امیر شیرعلي خان د مینې ترڅنګ د سیدنور محمد شاه فوشنجي او مستوفي حبیب الله خان وردګ په څېر هوښیار او مدبر شخصیتونه د نوموړي په اداره کې په معاصر تاریخ کې د هغه دوره روښانه کړېده.

د وردګو ولایت جغتو ولسوالۍ د کمال بابا خېلو په کلي د مستوفي کلا

مستوفي حبیب الله خان هوښیار، ځیرک، پاک، زړور او مدبر شخصیت و چې امیر ورباندې تر بل هر چا زیات اعتماد درلود. نوموړی که څه هم امیر ته ډېر نږدې و، خو د هغه د یو شمېر کارونو پلوی نه و. کله چې امیر خپل کشر زوی شهزاده عبدالله خان ولیعهد ټاکلو، مستوفي حبیب الله خان امیر د موضوع په حساسیت پوه کړ او د مشرانو زامنو په ځانګړې توګه د شهزاده یعقوب خان د مستحق کېدو یې ورته ویلي و.

که څه هم مستوفي حبیب الله خان له امیر سره ډېر نږدې و، یعقوب خان یې هم ډېر درناوی کاوه. کله چې یعقوب خان د امیر په ضد پاڅېد، هغه مهال هم نوموړي له یعقوب خان سره ښې اړیکې درلودې او هغه یې ډېر زیات احترام او درناوی کاوه. نه یوازې یعقوب خان بلکې د امیر شیرعلي خان ټولو زامنو او کورنۍ د مستوفي حبیب الله خان ډېر درناوی کاوه او نوموړي تر اخره د دوی تر منځ په کورنیو شخړو کې ځان بې طرفه وساته او کاري لوری یې یوازې وطن او خلک و.
کله چې امیر شیرعلي خان شهزاده محمد یعقوب خان زندان ته واچاوه، د هغه سکنی ورور محمد ایوب خان یې د هرات په حکومت مقرر او د مقررۍ فرمان یې د مستوفي حبیب الله خان، محمد عمرخان د سردار محمد اعظم خان د زوی او وراره عطاوالله خان په لاس د کندهار له لارې د یو ټولګي عسکرو سره ولېږه؛ خو له دې کبله چې د ده د کارونو په اړه یې پوره ډاډ نه درلود، نو شاغاسي شېردل خان او میراخور احمدخان یې هم د ده د حال د مراقبت په غرض د هزاره جاتو له لارې هرات ته یو په بل پسې ولېږل او دا یې هم ورته ویلي وو چې شهزاده باید د امیر سره د مخالفت او سرکشۍ څخه لاس واخلي.

خو څرنګه چې شهزاده محمدایوب خان د خپل پلار نه د محمد یعقوب خان سره د بدې رویې د کولو له امله خپه شوی و، نو شاغاسي شېردل خان یې له رسیدو سره سم ونیو او بندي یې کړ او د غوراتو حاکم دین محمد خان یې چې د امیر له خوا مقرر شوی و، و واژه. میراخور چې له دغو پېښو نه خبر شو، په هزاره جاتو کې تم شو او د دغو واقعاتو څخه یې امیر شېرعلي خان ته خبر ورکړ. امیر شېرعلي خان سمدستي حسین علي خان سپه سالار له ډېرو عسکرو سره د کندهار له لارې هرات ته ولېږه، محمد ایوب خان چې د خپل پلار د لښکر کشۍ نه خبر شو، د وزیر فتح خان لمسی محمد حسن خان یې د خپل لښکر په مشرۍ وټاکه او د فراه خواته یې ور ولېږه او پخپله له نورو ځواکونو او عسکرو سره د مالان د پله په شاوخوا کې پاتې شو. محمد حسن خان د خپلو عسکرو سره د فراه په سیمه کې له شاهي لښکرو سره مخامخ شو. د مستوفي حبیب الله خان او سپهسالار حسین علی خان ځواکونه په ګرشک کې سره یو ځای شوي وو، محمدحسن خان ماتې وخوړه او د دوی د ماتې څخه پخپله محمدایوب خان هم خپل ځواکونه کافي ونه ګڼل د اېران خوا ته وتښتېد او مشهد ته ولاړ. په فراه کې د مخامخ شویو ځواکونو تر منځ جګړه سخته ونشوه، ځکه مستوفي حبیب الله خان تر خپل وروستي بریده هڅه وکړه چې مساله له جګړې پرته اواره کړي او محمد حسن ته قناعت ورکړي چې جګړه په وینې تويي کړي. هماغه و چې د نوموړي ځواکونه له کومې درنې جګړې پرته پر شا ولاړل.

د ګندمک رسمي ناسته…
می۱۸۷۹میلادی
له ښي اړخه:
اول: حبیب الله مستوفي، مايار وردګ
دوم: جنرال داوود شاه
دريم: امیر یعقوب خان
څلورم او پنځم: جانکینز او ملګري
ګندمک تړون څه دی؟
کوم وخت چي امیر شیر علي خان په مزار شریف کي وفات سو او پر ځای یې امیرمحمد یعقوب خان د افغانستان د امیر په توګه وټاکل سو، په دې وخت کي انګریزانو پر افغانستان ددریو خوا یر غل راوړ. د خیبر له لاري، د کرمې (خوست) له لاري او د کندهار سپین بولدک له لاري.
یعقوب خان چي د خپل پلار امیر شیر علي خان له خوا د هغه د ناسکه ورور پر سر په بالاحصار کي ۷ کاله بند تېر او په رواني ناروغي اخته سو، کله چي امیر محمد یعقوب خان په هرات کي امیر وو، امیر شیر علي خان د خپلي ګراني میرمني [عایشې] زوی عبدالله چي د امیر محمد یعقوب خان کشر نا سکه ورور وو، د ولیعهد په توګه و ټاکه. د ا کار د یعقوب خان احساسات را وپارول او د پلار پر وړاندي یې بغاوت وکړ. له همدې سببه امیر شیر علي خان هغه په بالاحصار کي بندي کړ. له بنده تر خلاصیدو وروسته یې عقل او فکر د بعضي رواني ناروغیو له سببه کار نه کاوه .
کوم وخت چي انګریزانو له دریو لارو پر افغانستان هجوم راوړ، امیر محمد یعقوب خان دې ته اړ سو چي د انګریزانو سره سوله وکړي. دا لنډ مهاله سوله د ګندمک په شرمونکي تړون را منځ ته سوه. امیر یعقوب خان د انګریزانو په غوښتنه د یوه هیئت سره د ګندمک سیمي ته ولاړ او هلته یې د انګریزانو سره یو تړون چي لس مادي یې لرلي، لاسلیک کړ. دا تړون د افغانستان له خوا یعقوب خان او د انګریزانو له خوا کیوناري لاسلیک سو.

مستوفي حبیب الله خان وردګ د دې تر څنګ چې پوخ سیاسي درایت درلود او په ټولو ډیپلوماتیکو نزاکتونو او مرویداتو پوه و، پراخ ولسي ملاتړ او نفوذ یې هم درلود. د نوموړي پراخ نفوذ انګریزي لوري هم درک کړی و او تل یې په خپلو مکالمو کې دغه ټکي ته اشاره کړېده. د نوموړي ولسي ملاتړ او نفوذ ښايي د هغه رښتینولي او د خلکو په منځ کې اوسېدل وي. نوموړي به د خلکو ستونزې او مشکلات ټول په خپله اورېدل او هڅه یې کوله چې حق حقدار ته ورسېږي او عدالت پلی شي. د شمس النهار جریدې یو لیکوال چې محکمه عالیه ته تللی د خپلو سترګو لیدلی حال داسې وايي: ((این حقیر بتاریخ ۲۶ شهر شعبان المعضم سال ۱۲۹۱ جهت ملاقات یک دوست بمحکمه علیجاه معلاجایکاه عظمت و جلالت انتباه مقرب بارګاه خاقانی جناب لوی ملک صاحب حضرت میرزا حبیب الله مستوفی الممالک ادم الله تعالی علمه و لیاقته رفته بوقت ملاقات دوست خود در یک ګوشه ای دربار و محکمه عالیه حاکم ممدوح نشسته عجایبات زمانه را مشاهده می کردم و بفکر ناقص خود خیال نمودم که حکام والانژاد مطبع ها را ازین باعث آزاد فرموده اند که مالکان مطابع برحال متوجه بوده معاملات حکام ما تحت و از غیره رعایانی که بالادست و یا ماتحت باشند بعضی ملاحظه و بعضی بکمال صداقت شنیده بلاکم و کاست آنحالات را درج صحفه اخبار کنند تا که حکام بالادست بموجب قواعد خود تحقیقات خفیه آن بعمل آورند…

بحضور جناب لوی ملک صاحب بیان میکرد و جناب لوی ملک از روی کمال واقفیت و باخبری خود تصدیق آن فرموده برات های هریک را بموجب دستور خود بهر یک عطا میفرمود و در صورت تنازع و تکرار بعضی اشخاص هر قدر تکرار و بسیار ګویی که از جانب آن بظهور میرسید انقدر از پیشګاه حاکم ممدوح حلم و بردباری بظهور رسید تا بحدی که از آن رعایا عارض را از روی تصدیق سندات و کیفیت رویداد فاتر باطمینان نمیرساند بحال معترض دویم متوجه نمیشد چنانچه بهمین قسم از ده بجه صبح تا چهار بجه شام کل عارضان را بحق خود رسانیده هر یک بکمال خشنودی و حق رسی به مرادهای خود رسیده بعد از حق رسی بدعای ازدیاد عمر و دولت و اقبال این پادشاه برداشته با کمال حق رسی مرخص شدند).

مستوفي حبیب الله خان هڅه کوله چې د کورنیو ستونزو د را پیدا کېدو مخه ونیسي. هغه پوهېده چې انګریز غوندې یو شیطان دوښمن ورته په کمین کې ناست دی او له معمولي کورنۍ ستونزې څخه به یوه ملي غمیزه جوړه کړي او په هېواد کې د شته ټیکاو او نسبي پرمختګ مخه به ډپ کړي.

نوموړي په کور دننه د سوله ییز ژوند او د ټیکاو د ساتلو ترڅنګ له برتانویانو سره هم د داسې اړیکو هڅه کوله چې د افغانستان وقار او خپلواکي پر ځای وي او په عین حال کې د هغوی له مرستو څخه هم ګټه واخیستلی شي.

مستوفي حبيب الله مايار وردګ، نوموړی لومړی افغان سياستوال وو چي انکلييسي ئې زده وه، دی په هند کي ومړ.
مستوفي حبیب الله په ۱۲۴۸ هـ ش کې د وردکو په جغتو کی زېږېدلی دئ میثاق او محاسبه ېې ښه زده وه او د سردارمحمد رفیق سره ئې نږدې اړيکي لرلې.
کال۱۸۷۹میلادی.
عکاس: بنجامین سمپسون

امیر شیرعلي خان چې د انګریزانو په کړو وړ بد ګمانه شوی و او د هغوی پر وړاندې یې اعتماد له لاسه ورکړی و، یو ځل بیا یې هم د ۱۸۷۶ ز کال د ډسمبر د میاشتې په اخر کې فیصله وکړه چې د لارډلیتن د سپکاویو او تهدیدونو سره سره او بله دا چې د امیر هېڅ یو نوی وړاندیز چې د امیر یوه هیله په ښه شان ترسره شوې وي، ونه منل شوه، بیا یې هم خپل صدراعظم د یو پلاوي په مشرۍ چې غړي یې میراخور احمدخان او میرزا باقر خان و، پېښور ته د کنفرانس لپاره ولېږل، چې د انګریزانو د ځینو غوښتنو د نه منل کېدو او همدا راز د خپلو ځینو هیلو لاملونه د وایسرا استازي ته څرګند کړي او د نوي تړون په اړه مذاکره وکړي. د پېښور کنفرانس د ۱۸۷۷ ز کال د جنوري د میاشتې په ۳۰ مه نېټه پیل شو. د دغو مذاکراتو اصلي موخه دا وه، چې انګریزانو خپل یو انګریز ټبره استازی په افغانستان کې غوښت او امیر په هېڅ ډول دا نه منله. نورمحمدشاه خان د دغې غوښتنې په ځواب کې انګریزانو ته وویل چې دا غوښتنه انګریزان د مرحوم دوست محمدخان له وخت څخه کوي خو افغانان له انګریز نژاده استازي څخه وېره لري او بدګماني رامنځ ته کوي، چې دا بیا هم د افغان دولت او انګریزانو لپاره ښه ندی. که هدف د اطلاعاتو د ترلاسه کولو وي دا خو بیا ستاسې مسلمان استازی دا کار ښه کولی شي چې هغه وخت عطا محمد خان سدوزی و.

دی ناکامو مذاکراتو شل ورځې ونیولې، خو تر پایله د انګلستان د وایسرای استازي افغان لوری قانع نکړی شو. په دې وخت کې سید نورمحمد شاه خان ناروغ شو، د دې لپاره چې خبرې قطع نشي امیر فیصله وکړه چې خپل بل هوښیار وزیر مستوفي حبیب الله خان وردګ خبرو ته ولېږي. حبیب الله خان د لوګر د کتب خېلو د ملا شاد محمد خان او محمد ظاهر خان په ملګرتیا د بریتانیا له استازي سره د نوي تړون د کولو په تړاو خبرو ته د ادامه ورکولو لپاره ولاړ.

ي پلاوي د امیر لخوا لوړ صلاحیت درلود. د امیر نوی استازی سرحد ته ورسید او د خبرو لپاره یې تیاری وښود، خو د مارچ په ۳۰ مه نېټه د وایسرا یو لنډ قاطع تلګراف لويیس پیلي ته ورسید چې د جرګې د ختمېدو هدایت ورته شوی و. لويیس پیلي پرته له دې چې د افغان پلاوي احترام وکړي هغوی ته وویل چې مذاکرات پای ته رسیدلي او د ورتلو حاجت نشته. پدې وخت کې د هند د چارو وزیر سالسبوري و او وایسرا لارډلیتن و چې دواړو سخته افغان دوښمنه روحیه درلوده.

افغان صدراعظم نورمحمدشاه خان هماغلته د ورپېښې ناروغۍ له کبله وفات شو او د امیر په امر یې مړی کابل ته را ولېږدول شو او د شاندارو مراسمو په ترڅ کې خاورو ته ورسپارل شو. د هغه له وفات څخه وروسته مستوفي حبیب الله خان وردګ د صدراعظم په توګه د امیر لخوا وټاکل شو. حبیب الله خان وردګ په داسې حال کې لومړی وزیر شو چې د امیر او انګریزانو ترمنځ اړیکي بیخي خړ پړ شوي و او امیر روسانو ته د نږدې کېدو هڅه کوله. د امیر دغه کار انګریز وایسرا سخت په غوسه کړی و. کابل ته د روسانو د سفیر له راتګ څخه وروسته لږ موده وروسته ولیعهد عبدالله خان وفات شو. پدې وخت کې وایسرا د ۱۸۷۸ د اګست په ۱۴ مه نېټه امیر ته یو لیک واستاوه او ویې ویل چې د بریتانیې نماینده (سرنويیل چمبرلین) به سمدستي د کابل دربار ته ورسي او د کابل او افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بیړنیو مسالو او وروستیو پېښو په اړه به له امیر سره خبرې وکړي.

امیر لا له دغې سترې صدمې نه په کرار شوی نه و، چې د ده ټولې هیلې او د دیارلس کلنو ټولو زحمتونو نتیجه یې خرابوله او حتا د رسمي عزادارۍ موده هم ختمه شوې نه وه، نواب غلام حسین خان د هغه حضور ته راغی او د ځواب غوښتنه یې وکړه، امیر په ځواب کې وویل چې زه لا تر اوسه پورې د خپل زوی د مړینې د غم او درد نه خلاص شوی نه یم تاسې باید زما د غم او مصیبت مراعات وکړئ. زه د پخوا په شان ستاسې دوست یم او کوم بد فکر نلرم، د روس نماینده زما په اجازه راغلی و اوس پخپله سفیر چې (جنرال ستولیتوف) نومېده بېرته خپل هېواد ته تللی دی، او هیات یې چې ژمی تېر شي رخصت به شي، تاسې مه پرېشانه کېږئ، د روس د سفارت راتګ یو عادي کار دی او د دوستۍ د ښکاره کولو په غرض دی او بس. مګر په دغه ډول چې تاسې په زور سره په ما باندې خپل سفیر منئ، زه هغه منلی نشم، پریږدئ چې یو څه موده تېره شي او دا وضعیت له منځه لاړ شي، زه به پخپله هغه ته اجازه ورکړم چې راشي.

دغه ځواب د سپټمبر په ۱۷ نېټه جنرال چمبرلین ته چې په پېښور کې د حرکت لپاره یوازې ځواب رسیدلو ته منتظر و ورسېد، په دغه ترڅ کې د پېښور کمشنر د دوستۍ او نزاکت له مراعات پرته د امیر شیرعلي خان د نوي صدراعظم مستوفي حبیب الله خان وردګ په نامه او هم یې د حاکمانو او د خیبر او کابل د لارې د قلعه دارانو په نامه سخته لهجه لیکونه رالېږل او د انګریزي هیات له راتګ نه یې خبر ورکړ او اشاره یې کړې وه چې که چېرې د ده د هیات په مقابل کې هر ډول مقاومت وشي هغه اقدام به د دوښمنۍ کار وګڼل شي.  دغو لیکونو امیر شیرعلي خان واقعاً په قهر کړ او امر یې وکړ چې انګلیسي هیات ته له سرحد نه د را تېرېدو اجازه ورنه کړئ، پداسې حال کې چې د سپټمبر په ۱۸ مه نېټه مستوفي حبیب الله خان د نواب غلام حسین خان سره د خبرو په ترڅ کې ویلي و چې امیر د انګلیس نماینده مني، چې سوءتفاهم له منځه لرې شي، پدې شرط چې ستاسې لخوا د هغه د تحمیلولو اقدام ونشي او تر هغه وخت پورې چې د هغه موافقه څرنګه چې معموله ده، حاصله نشي دغه سفیر دې لاړ نشي او که لاړ شي نو منع به شي او هم دغه وزیر د انګلیس استازي ته د هند د جریدو له خپرونو څخه چې لیکلي یې و امیر د روس سفیر ته بلنه ورکړې ده شکایت کړی او په اخره کې یې ویلي و چې زه یقین لرم د امیر او د انګلیس د استازي ترمنځ به چې راشي مستقیمه کتنه ټول سو‌ءتفاهمونه له منځه لرې کړي.

بالاخره انګلیسي پلاوی په نیرنګ او زور کابل ته راغی چې هماغه و پر وړاندې یې د ۱۸۷۹ ز کال د ډسمبر په دویمه ملي پاڅونونو په لسګونو انګریزان په کابل کې ووژل چې په وژل شویو کې د انګریز سفیر کیوناري هم شامل و.

وړاندې تر دې چې د انګلیس افغان دویمه جګړه ونښلي، مستوفي حبیب الله خان ډېره هڅه وکړه چی انګریزانو ته قناعت ورکړي چې په افغانستان برید ونکړي. د هغه ډیپلوماتيکې هڅې د هند د ملي ارشیف د یوه سند له مخې چې د مرکې په ډول دي، د بېلګې په توګه دلته وړاندې کوم. هېره دې نه وي چې دا سند په لومړي ځل ایستل شوی او خپریږي:

«لسمه ګڼه علي خېلد ۱۸۷۹ كال د سپټمبر ۲۳مه نېټه كابل ته د ګمارل شويو ځواكونو د قومندان ستر جنرال سر فريډريك  روبرټس لخوا، د هند د بهرنيو اړيكو د ادارې مرستيال اې.سي ليال ته، زما د نن ورځې د ټيليګرامونو پر دوام، وياړم چې له تاسې جلالتمآب نايب السلطنت او د كونسل عمومي مشر سره د هغه مجلس په اړه معلومات شریک کوم، چې له مستوفي حبيب الله خان او وزير شاه محمد خان سره مې پرون كړی دی.

د جنرال سر فريډريك رابرټس او د امير د استازیو؛ مستوفي حبيب الله خان او وزير شاه محمد خان ترمنځ په علي خېلو كې د ۱۸۷۹ زكال د سپټمبر په ۲۳ مه نېټه د یوه مجلس ياددښت.

له يو لړ لنډو خبرو وروسته جنرال رابرټس استازیو ته وويل چې د دوى په خوښه يې د دويم مجلس لپاره زمينه برابره كړې ده. هغه له دوى وغوښتل چې اوس نو په ازاده توګه هر هغه څه چې ويل یې غواړي، ووايي.
له هغې وروسته مستوفي خپلې خبرې داسې پيل كړې:

 افغانستان او انګلستان ګډې ګټې لري، امير او د هغه چارواكي په كابل كې د وروستيو پېښو له امله په ژوره توګه خواشيني دي. د دې ترڅنګ امير لېوالتيا لري، هر هغه څه وكړي چې د بريتانيې حكومت يې غواړي او په هر ډول چې  ممكنه وي د بريتانيې وقار بايد هماغه ډول چې نايب السلطنت يې هيله لري، خوندي وي. خو اعلیحضرت دا هم له پامه نشي غورځولى چې ياغيان او په مجموع كې خلك او سرتیري له تعصب څخه د ډک غچ په اړه وېره لري چې هر څه به تر خپل اغېز لاندې راولي. هغه هيله مند دى چې د دغې وېرې له امله د رامنځته كېدونكي ناورين مخنيوى وشي.

مستوفي پدې شېبو كې د جنرال رابرټس هغه مطلب ته اشاره كوي، چې د سپټمبر په ۱۵مه يې ياد كړى و. هغه وويل، خلك د تبليغاتو په كيسه كې ندي او ورپسې يې په لاندې ډول اوږده كړه چې:

يقيناً دا ممكنه ده چې دغسې كوم تركيب رامنځته نشي. افغانان خودپرسته او په ډلو وېشل شوي دي. خو بيا هم كه چېرې دغه ډول كوم څه كېږي، هغه بايد ګرم ونه بلل شي، امير فكر كوي چې تر وروستي توانه په دقيق ډول د بريتانيې حكومت ته دقيق معلومات وركوي. د يوه ګټور دوست په حيث د هغه مشوره دا ده چې كابل ته د بريتانوي ځواكونو مخكې تګ بايد تر يوې لنډې مودې (پنځو ورځو) وځنډول شي. پدې موده كې به هغه هڅه وكړي چې منظم ځواكونه بې وسلې كړي، نوي ماليات به پورته كړي او د هغو په مرسته به ټولې اندېښنې رفع كړي. د هغه مفكوره د شيرعلي د هغو لښكرو ماتول دي چې تل د يوه خطر په توګه واقع كېږي او د راتلونكي لپاره يواځې ۱۵۰۰۰ سرتيري وساتي (په دغو لښکرو کې یو شمېر وتلي غازیان لکه محمد جان خان او عبدالقادر خان تاجیک لوړپوړي منصبداران و) ژباړن. دا به ډېر ښه وي چې د شمېر په زياتولو كې تر هغې ځنډ رامنځته شي څو چې هغه خپل قدرت ترلاسه كړي. د امير موخه دا نده، چې هغه۵۰۰۰۰ افغان سرتېري، د بريتانوي ځواكونو مقابله كولى شي. د ياغيانو لښكرې نه نظم لري او نه هم مشر. خو د ياغيانو دغه لښكرې له بېلابېلو قومونو جوړې دي او كه چېرې بريتانوي ځواكونه هغوى له منځه يوسي،  يواځې د مقاومت په پايله كې امكان لري، ټول هېواد به د بريتانيې او امير پر وړاندې ودرېږي. همدا لامل دى چې هغه د يو څه ځنډ سلا وركوي او د مجازاتو مسووليت پر غاړه اخلي. نايب السلطنت به وروسته وګوري چې هغه هېڅ ترحم نه كوي. هغه به داسې يو مثال رامنځته كړي چې د لمر په شان به ټولې نړۍ ته روښانه وي. امير د بريتانيې حكومت په ملتيا ډېر داسې كارونه كړي چې اوس په كابل كې د كافر په نامه پېژندل كېږي.

سربيره پر دې ټول هغه څه چې وويل شول، كه چېرې ياغيان يو موټی مقاومت هم وكړي، ټول كارونه به سم پر مخ ولاړ شي. خو امير وېره لري چې ښايي داسې ونشي. ښايي هغوى تر ډېره بريده هلې ځلې وكړي چې ټول ولس پاڅون ته وهڅوي. پدې صورت كې به پر ګډو تاسيساتو ګڼ بريدونه وشي او اكمالات به هم ستونزمن وي. دوى به تر ډېره له غزني او د لوګر له يو شمېر سيمو څخه راټول شي. كه چېرې قبيلې او قومونه پاڅون وكړي، د دوى مخنيوى به ستونزمن وي. د ژمي راتلو ته يواځې يوه مياشت پاتې ده. يقيناً دا ستونزمنه ده چې د راتلونكو پېښو په اړه څه وويل شي. هېڅ مخالفت به نه وي موجود او امير چمتو دى چې د بريتانوي حكومت په خوښه هر كار وكړي. خو هغه پدې نظر دى چې دا د هغه مسووليت دى چې په اوسني نامساعد وضعيت كې د مخكې تګ په اړه خپل نظر وركړي.

جنرال رابرټس د دغو څرګندونو په ترڅ كې د نايب السلطنت په استازيتوب د امير له دغو دوستانه او نېكو مشورو مننه كوي. هغه وويل مساله ډېره مهمه ده، دقت بايد ورته وشي او د امير له استازیو یې پوښتنه وكړه چې نور كوم مهم ټكي د ويلو لپاره لري.

له دې وروسته مستوفي په لاندې ډول خپلې خبرې پيل كړې:
امير د ځواكونو د لېږد د ځنډولو مشوره د يوه نېك ملګري په توګه ورکوي او دا ټول هغه څه دي چې په توان يې پوره دي. خو كه چېرې بريتانوي لښكرې كابل ته ورننوځي، يوه بله مساله هم شته چې غواړم يادونه يې وكړم. بايد بريتانوي ځواكونه په دومره قدرت كابل ته ورننوځي چې د ياغيانو ټولې هيلې له خاورو سره خاورې كړي او په ټول هېواد كې يې پر ګونډو كړي. تاسې پياوړي كېدو انتظار نشئ ايستلى. كه تاسې راځئ نو بايد بيا په پوره قوت سره راشئ. په داسې يوه قوت چې ټول مخالفين مات كړئ. ښايي مخالفين موجود نه وي، خو تاسې نشئ كولى پر دې اټكل بسنه وكړئ.

جنرال رابرټس ځواب وركړ چې د امير مشوره له اهميته ډكه ده او بايد جدي پاملرنه ورته وشي. كله چې هغه د لومړي ځل لپاره په كابل كې د ماتې په اړه خبر وركړ او د مرستې غوښتنه يې وكړه، نايب السطنت ډېره لېوالتيا درلوده چې له كوم ځنډ پرته بريتانوي ځواكونه ورواستوي. ما ته یې امر وكړ چې په کورمه كې د دغو ځواكونو مشري پر غاړه واخلم. په عين حال كې كندهاري ځواكونو ته د يوه ټيليګرام له لارې امر وشو چې بېرته كندهار ته ستانه شي، چې له دې وروسته يې بايد کلات ته مخه كړې واى. دغه راز لارښوونه وشوه چې يو درېيم ځواك په پيښور كې را ټول کړی شي او دا هر څه له امير سره د مرستې لپاره په ممكنه لږ ځنډ سره پلان شوي وو. نايب السلطنت په لومړيو كې داسې فكر كاوه چې د امير د وېرې په مقابل كې دا هر څه داسې پلان شوي چې ټول افغانستان به يې د يوې شېبې لپاره هم د مقابلې توان ونلري. په كندهار كې مېشت ځواكونه په ډېر لږ وخت كې چمتو شوي او له كندهاره د كابل پر لور راروان دي. ياددښت (پدې شېبو كې د امير استازي حيران شول). د پېښور ځواكونه هم په چټکۍ سره منسجم او راخوځېدلي، امير بايد په بشپړه توګه ډاډه واوسي چې بريتانوي ځواكونه په پوره قوت سره عمل كوي. زه به د امير په مشوره په ژوره توګه فكر وكړم ځكه چې مهمه ده. خو اعلیحضرت بايد په ياد ولري چې كابل ته په ځنډ رسيدل يواځې  انګليسي افسران او هغه ۵۰ يا ۶۰ سرتيري چې په خاينانه توګه و وژل شول نه زيانمنوي. د بريتانيې وقار تر پوښتنې لاندې دى او تر هغې چې د دغو افسرانو مړي خاورو ته نه وي سپارل شوي او په كابل كې يې څوك پروا ونلري، زه فكر نه كوم چې د انګليسانو اطمينان دې ترلاسه شي. هغوى به د بريتانوي ځواكونو  د پرمختګ  او د دې پېښې عاملينو ته د وړ سزا غوښتنه وكړي. اوس هم د امير مشوره چې زه باور لرم يوه دوستانه مشوره ده، بايد په خورا دقت سره په پام كې ونيول شي او زه به پر دې له يو څه فكر وروسته تاسې ته ځواب دركړم.

مستوفي پدې ترڅ كې وويل:

هغه څه چې د بريتانوي ځواكونو د پياوړتيا په اړه وويل شول موږ پرې په دقيق ډول پوى شو. له شك پرته چې دا دقيق دي او ټول افغانستان يې پر وړاندې نشي دريدلى. خو هغه څه چې امير موږ ته ويلي او زموږ له ياده وتلي وو، دا دي چې په تركستان كې د وسلو ۲۴ جوپې ډيپوګانې دي چې ۶ يې د سپرلو او اسونو او ۵۶ يې د ټوپكونو دي.  دا لومړني ځواكونه دي چې په مزارشريف كې يې خپله روحيه نده بايللې او داخلي دوښمنان يې پر شا كړي دي هلته عبدالرحمن او د اعظم خان زامن خپل وار ته ګوري. هرات بيا هم شكمن حالت لري. كله چې دلته سرتېري د كابل د پېښې په اړه څه واوري نور نو ويلو ته څه نه پاتې كېږي. كه چېرې عبدالرحمن پر دغو خلكو ځان ومني، هرات او تركستان به كرار كرار د افغانستان له قلمرو څخه جلا شي. دا بل هغه دليل دی چې د بريټانوي ځواكونو د مخكې تګ د ځنډولو لپاره وړاندې كېږي او په عين وخت كې به امير د دې فرصت هم ولري چې په هرات او تركستان كې خپلې لښكرې وغځوي.

جنرال رابرټس ځواب وركړ:

دغه ټول دلايل به په پوره غور سره وڅېړل شي. د نايب السلطنت لومړنى امر دا و چې د امير د مرستې په موخه مخكې تګ وشي، خو زه باور لرم چې د اعليحضرت مشوره دوستانه ده او په هر صورت كې به له بريتانوي حكومت سره همكاري كوي. نو له همدې امله به كوم هغه ټول موارد په پام كې نيسو چې اعليحضرت يې تاسې د ويلو لپاره را استولي ياست.

مستوفي وويل: نايب السلطنت دې په دې ډاډه وي چې امير به هر كار د دوى په خوښه كوي.
وزير: كله چې امير د جنرال رابرټس په اړه هغه ليك  ترلاسه كړ چې د نايب السلطنت لخوا واك وركړ شوى، ډېر خوښ شو ځكه هغه د جنرال رابرټس د شخصيت په اړه چې مهربانه زړه لري، پوهېده.

جنرال رابرټس ځواب وركړ چې د امير پر وړانديزونو به فكر وكړي او بيا به يې ځواب وركړي. په عين حال كې هغه له استازيو غوښتنه وكړه چې تر يو-دوه ورځو دې د دې لپاره چې  د امير مشورې او وړانديزونه وڅېړل شي، په كمپ كې پاتې شي ځكه د افغانستان او بريتانيې د حكومتونو لپاره خورا اهميت لري.
مجلس تر دې وروسته پای ته ورسېد.
(Sd.) H.M. Durand  كابل ته د ګمارل شویو ځواكونو د قومندان جنرال رابرټس سياسي سكرتر»

«يوولسمه ګڼه د ۱۸۷۹ كال د سپټمبر ۲۵مه نېټه، علي خېل كابل ته د ګمارل شويو ځواكونو د قومندان ستر جنرال سر فريډريك  روبرټس لخوا د هند د بهرنيو اړيكو ادارې مرستيال اې.سي ليال ته، زما د ۱۸۷۹ كال د سپټمبر د۲۳مې نېټې له ليك سره تړلى دغه ليك په ډېر وياړ سره د جلالتماب نايب السلطنت او د كونسل مشر د خبرتيا لپاره او يوه كاپي يې په انګليسي او فارسي ژبو د اعليحضرت امير د هغو ليكونو په ځواب كې چې د سپټمبر په شلمه او نولسمه يې رالېږلي وو، در استول كېږي.

د علي خېلو كمپ، د ۱۸۷۹ كال د سپټمبر ۲۵مه نېټه كابل ته د اعزام شويو ځواكونو د قومندان ستر جنرال سر فريډريك  روبرټس لخوا د كابل اعليحضرت امير ته، له يو لړ لنډو خبرو وروسته – ما ستاسې اعليحضرت د سپټمبر د نولسمې او شلمې نېټې ليكونه (چې د شوال له لومړۍ او دويمې نېټې سره سمون لري) ستاسې د دوو اعتبار وړ استازیو مستوفي حبيب الله خان او وزير شاه محمد لخوا ترلاسه كړل.

زه له تاسې اعليحضرت منندوى يم چې خپل دوه باشخصيته او مشهور استازي مستوفي او وزير مو را استولي دي. دوى ماته ستاسې اعليحضرت د توقعاتو په اړه معلومات راكړل او هغه څه چې دوى راته وويل زه ښه سم پرې پوه شوم.
له بده مرغه چې اوس ډېر ناوخته شوی دی او ژر به ژمى راورسېږي، خو مخكې له دې چې هوا بيخي سړه شي د بريتانوي ځواكونو يو لښكر كابل ته پر لار دى.

د هند نايب السلطنت ستاسې د درېيمې او څلورمې ګڼې ليكونو له امله چې پكې مو د مشورو ترڅنګ د مرستې او همكارۍ غوښتنه كړې، ډېر اندېښمن دى  او د ژر اقدام غوښتنه لري. جلالتماب ژوره لېوالتيا لري چې بايد لښكرې په يوه وار كابل ته حركت وكړي ترڅو ستاسې شخصي امنيت او ستاسې په پلازمینه كې سوله تامين شي. له بده مرغه چې د ترانسپورټ او تجهيزاتو غوښتنه د دې لامل شوې چې څو اوونۍ تاخير رامنځته شي. كه له يوې خوا له دې امله چې ستاسې شخصي امنيت ته اوس كوم مستقيم خطر ندى متوجه، جلالتماب نايب السلطنت خوښي څرګندوي او باور لري چې كابل ته د لښكرو تر در رسېدو پورې تاسې اعليحضرت د دې وړتيا لرئ، چې د خپلې پاچاهۍ د تسلط له امله د خپل پايتخت چارې كنټرول كړئ.
زه خوښ يم چې تاسې اعليحضرت ته خبر دركوم چې پرون يو پام وړ لښكر د ماهرو افسرانو په تشكيل كې له كندهاره د كابل پر لور حركت دركړى او د جنرال برايټ تر قومندې لاندې يو لوى لښكر له پېښوره جلال اباد او بيا د ګندمك له لارې كابل ته د تګ تابيا لري.

هيله من يم چې زما خپل پوځ به له كوم ځنډ پرته حركت وكړي. لكه څرنګه چې تاسې اعليحضرت پوهېږئ، په شترګردن كې يو شمير مسوولينو ته دنده سپارل شوې چې د څو ورځو په اوږدو كې وسلې او تجهيزات برابر او په کورمه كې يې له هغو وسلو سره یو ځای كړي چې زه يې له ځانه سره لېږدوم او د نورو ځواكونو د اړتيا د پېښو مساله مې هم له پامه نده غورځولې. د هند جلالتماب نايب السلطنت ستاسې اعليحضرت د ساتنې او خونديتوب په موخه سخته توجه كړې چې د کورمې، خيبر او كندهار دغه درې واړه لښكرې بايد خورا پياوړې وي او ستاسې د مخالفينو د هر ډول ممكنه تعارض پر وړاندې مقابله وكړى شي. پدې كې شك نشته چې دوى په كافي اندازه پياوړي دي.

زه پوهېږم چې په کلات او غزني كې د هغو لښكرو پر وړاندې چې له كندهاره يې حركت كړى، كوم خنډ نشته او داسې كوم دليل نه ليدل كېږي چې كابل ته د ژر رسېدو مخه يې ډپ شي.

د خيبر قبايلو د سولې په اړه د هغو هلوځلو درناوى كوي چې ستاسې اعليحضرت او د بريتانوي حكومت لخوا په تېر مې مياشت كې پيل شوې دي او دوى به د خيبر لارې په اوږدو كې د هر ممكنه ګواښ په مخنيوي كې هر راز مرسته كوي. دوى له همدې امله حاضر دي چې خپل ټول نقليه حيوانات د بريتانوي قومندان په واك كې وركړي، چې په اډانه كې به يې لښكرې په وقفه يي ډول كابل ته در ورسېږي.

ستاسې اعليحضرت په مهربانۍ ما د هغو اندېښنو پر خلاف چې درلودې مې، كمې ستونزې تجربه كړې دي او اوس به زه د كندهار او خيبر دلښكرو له در رسېدو سره په يوه وخت له تاسې سره يم.

زه له تاسې اعليحضرت سره د ليدو لپاره په ډېرې خوښۍ سره انتظار كاږم او باور لرم چې تاسې اعليحضرت به د ترانسپورټ او وسايلو په برابرولو كې خپله مرسته نه سپموئ.

ما ستاسې اعليحضرت هغه وړانديزونه په دقت سره مطالعه كړل چې تاسې به پخپله ياغيانو او نورو ډلو ته چې پر بريتانوي كاروان يې ظالمانه بريدونه وكړل د هغوى د اعمالو سزا وركوئ او د كال پدې فصل كې به يې د ځوابيه بريدونو په ترڅ كې ځپئ.

زه د نايب السلطنت او د هند  د حكومت په استازيتوب ستاسې د دوستانه احساساتو قدردانی كوم. د فوق العاده حالاتو په پام كې نيولو سره دغه ډول وړانديزونه يقيناً چې د منلو وړ دي، خو له هغه څه نه چې پدې وروستيو كې رامنځته شول، زه باور لرم تر هغې چې بريتانوي لښكرې كابل ته نه وي رسېدلې او د وروستيو بريدونو عاملان هغه ډول چې ښايي په بد ډول مجازات نشي، بريتانوی ولس به اطمينان پيدا نكړى شي.

ما ستاسې اعليحضرت د ليكونو اصلي پاڼې نايب السلطنت ته استولې او د دغه ليك يوه كاپي به هم نن جلالتماب ته ور ورسېږي. په عين حال كې مې مستوفي حبيب الله خان او وزير شاه محمدخان ته اجازه وركړې چې حركت وكړي او بېرته ستاسې خوا ته درشي.

فكر كوم چې دا به تاسې دواړو لورو او ماته مهمه او له تاسې اعلیحضرت سره د راتلونكو ارتباطاتو ټينګولو كې مرستندوى وي كه يو له يادو شويو كسانو څخه يې له ماسره پاتې شي. كه دوى مخالف نه وي نو ښه به وي چې يو يې له ماسره تر هغې چې ستاسې اعليحضرت ځواب راځي، په كمپ كې پاتې شي. »

«څوارلسمه ګڼه د ۱۸۷۹ د سپټمبر ۲۶مه نېټه، علي خېل كابل ته د ګمارل شويو ځواكونو د قومندان ستر جنرال سر فريډريك  روبرټس لخوا، د هند د بهرنيو اړيكو ادارې مرستيال اې.سي ليال ته، زما د پروني ټيليګرام پر دوام، وياړم چې له تاسې جلالتمآب نايب السلطنت او د كونسل عمومي مشر سره له مستوفي حبيب الله خان او وزير شاه محمد خان سره د درېيم مجلس معلومات شريكوم. هغوى نن سهار وختي له كمپ څخه حركت وكړ.

د جنرال سر فريډريك رابرټس او د امير د استازیو مستوفي حبيب الله خان او وزير شاه محمد خان ترمنځ په علي خېلو كې د ۱۸۷۹ كال د سپټمبر په ۲۵مه نېټه د يوه مجلس ياددښت.

له يو لړ لنډو خبرو وروسته جنرال رابرټس له مستوفي وغوښتل چې اعليحضرت ته د ليك رسولو مسووليت پر غاړه واخلي. پدې ترڅ كې جنرال رابرټس ويلي، له اعليحضرت امير څخه د دغو دوو قدرمنو چارواكو د لېږلو له امله چې اوس په كمپ كې دي، مننه كوي او ډاډ وركوي چې پر هغو ټولو مواردو په بشپړه توګه پوه شوى چې اعليحضرت يې دغو استازیو ته د انتقال مسووليت وركړى و. خو دا د هغه لپاره سخته وه چې د امير ټول وړانديزونه ومني. د امير له لومړۍ غوښتنې سره سم د نايب السلطنت لخوا كابل ته درې لښكرې د رسېدو لپاره چمتو شوې دي. د پېښور او کورمې لښكرې اوس تقريباً چمتو دي او د كندهار ځواكونو لا د مخه حركت كړى دى. اوس د دغو لښكرو ځنډول د جنرال رابرټس په واك كې ندي. نايب السلطنت نه غواړي چې د بريتانوي ځواكونو د نه رسېدو له امله امير ته زيان ورسېږي او دغه راز د بريتانوي ولس د ډاډ لپاره بايد په كابل كې د وژل شويو افسرانو مړي راټول شي. نو له همدې امله بايد ځواكونه مخكې ولاړ شي. په عين حال كې جنرال رابرټس باور لري چې امير به له ځانه دفاع وكړی شي او په خپل پايتخت كې به امنیت تامين كړي. مستوفي په ځواب كې وويل چې امير دى او د ده همكار د دې لپاره رالېږلي دي چې جنرال رابرټس ته ډاډ وركړي چې اعليحضرت بريتانويانو ته وفادار دى. هغه څه چې جنرال رابرټس ته غوره ښكاري يقيناً چې هماغه به كېږي.

جنرال رابرټس له مستوفي څخه وغوښتل چې امير ته ډاډ وركړي، چې دى به د اعليحضرت مشورې په جدي ډول په پام كې نيسي. هغه وضعيت چې امير ورسره مخ دى، له ليك څخه يې ښكاري. جنرال رابرټس په ليك کې د ورکړل شوې مشورې ترڅنګ د اعليحضرت لخوا د دوو استازیو له لېږلو مننه وكړه او غوښتنه يې وكړه چې يو له هغوى څخه دې په كمپ كې پاتې شي. خو كه چېرې دغه دواړه غواړي چې اوس ستانه شي جنرال رابرټس به يې د لېږلو لپاره هرډول سهولت رامنځته كړي. خو بيا هم جنرال رابرټس هيله لري چې يو له دوى يا كوم بل د اعتبار وړ چارواكى ژر بېرته كمپ ته واستول شي. مستوفي ځواب وركړ چې دى د حکومت د چارو ترڅنګ د ماليې د وزارت مسوولیت لري او همكار يې د بهرنيو چارو وزارت مسووليت پر غاړه لري. د دې ترڅنګ ځينې نور درانه مسووليتونه هم د دوى پر غاړه دي چې ښايي ددواړو نه موجوديت امير له يو لړ جدي ستونزو سره مخ كړي.

جنرال رابرټس وويل پدې صورت كې نو دى نشي كولى د دوى په منځ كې د يوه د پاتېدو غوښتنه ولري خو د دې لپاره چې د كمپ او امير ترمنځ وړ ارتباطات موجود وي، ښه به وي چې د اعتبار وړ يو چارواكى ژر كمپ ته را واستول شي.
مستوفي وويل له كابله چې راغلى د امير يواځې يو ليك يې ترلاسه كړى او د تركستان او هرات له چارو هېڅ خبر نلري. كه چېرې جنرال رابرټس كابل ته راغى او هرڅه سم و نو امير به په شخصي ډول ورسره وګوري يا به خپل زوى راولېږي.»

د پورته لاسوندونو له مخې د مستوفي حبیب الله خان منطق او سیاسي پوخوالی داسې را نغاړلی شو:
– مستوفي هڅه کړې چې انګلیسي لوري ته دا پیغام ورکړي چې د ډسمبر د دویمې د پېښې په تړاو دوی باید غبرګون ونښيي، هر څه چې کوي هغه به افغان حکومت کوي نه انګریزان.

– نوموړي هڅه کړې انګریزانو ته قناعت ورکړي چې پر کابل برید وځنډوي. ښايي له ځنډ څخه د نوموړي موخه د غازیانو را ټولول، له روسانو سره د خبرو اترو او مرستو فرصت او جګړې ته ښه تابیا نیول و.

– هغه انګریز لوری ګواښلی چې که له یاغیانو سره ونښلي هغوی له بېلابېلو قومونو څخه جوړ ځواک دی، پدې صورت کې به ټول افغانستان د انګریزانو پرضد را پاڅېږي.

– – هغوی یې وېرولي چې یاغیان به یو موټی برید ونکړي، بلکې هر ځای به چریکي بریدونه وکړي، په تاسیساتو او اکمالاتو به هر چېرته تاړاک جوړ کړي.

–  هغوی ته یې دا پیغام ورکړی چې ستاسې اوسني ځواکونه کفایت نه کوي، که راځئ نو ښه په قوت راشئ. ښکاره خبر وه چې انګریزانو په کم وخت کې ځواکونه نشوی زیاتولی، نو ځکه افغان لوري ته کافي وخت او فرصت په لاس ورتلو، چې ځان منسجم او له شمالي ګاونډ څخه مرستې جلب کړی شي.

–   انګریزان یې ګواښلي چې په ترکستان کې زیات ځواکونه او مهمات شته، که برید وکړئ درته سخته به تمامه شي.
– په ټوله کې د مجلس له روحیې څخه د نوموړي انګلیس ضد نیت او نظام ته د هغه وفاداري له ورایه څرګندېږي.
د مستوفي له ډېر ټینګار سره سره انګریزانو خپله پرېکړه کړې وه چې په افغانستان به برید کوي.

تر دې وروسته د افغان انګریز دویمه جګړه پیل شوه چې افغان لوری یې د څو تنو غازیانو لخوا رهبري کېده چې په هغوی کې جنرال محمد جان خان وردګ، ملا مشک عالم، غلام حیدر خان څرخي او محمد عثمان خان صافی شامل وو. د دې تحرکاتو تر شا څو تنه نور سیاسي مخور هم وو، چې د غازیانو او خلکو په انسجام کې یې کلیدي رول درلود او د انګریزانو په وړاندې یې تحرکات کول. د دغو محرکینو مشر لومړی وزیر مستوفي حبیب الله خان وردګ او عبدالقادر خان تاجیک وو چې انګریزانو بیا ونیول او هند ته یې تبعید کړل.

اخځونه:

۱- رښتیا سید قاسم، افغانستان په نولسمه پېړۍ کې، دانش خپرندویه ټولنه، دویم چاپ ۱۳۸۹، ۴۲۴مخ-، ۴۸۲ مخ- ۴۹۴ – ۴۹۵مخونه-۵۴۳ مخ.
2- National Archive of India, N.A.I F.D – Sep. 1879-No.189
۳- شمس النهار، ۱۸۷۴ زیږدیز د اکتوبر ۱۳، ۱۲۹۱ ګڼه.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!