منډيګک
افغان تاريخ

د مير غلام محمد غبار لنډ ژوند ليک

محمد اکبر کرگر محمد اکبر کرگر

0 17

د هجري شمسي کليزي د څلويښتمي لسيږي وروستي کلونه وو. هر وخت چه به د کابل  د ولايت په واټ تیريدم د واټ‌ به خټين ديوال کي دزړي جونگري دزړي دروازي په کين اړخ که په يوه ډبره به له سترگي لگيدلي. پر هغي يو نوم کښل شوه وو. دا نوم په ښه څرگند دول په ښکلي ‌‌‌‌‌‌‌‌خط کښل شوي وو. داسي لکه چي خطاط دغه نوم په تاريخ که د ثبت او دوام لپاره کښلي وي، لکه چي د زمانو په اږدو کي يي د پيښو او حادثو په سينه کي يي لاري کړي وي. دبره لکه زموږ د اولسونو سرنوشت او لکه زموږ د اولسونو هويت داسي وه. په هغي باندي د مير غلام محمد غبار کور کښل شوي وو. کور د کابل ولايت نه دومره په ليري واتن که نه وو. بيخي سره خوا په خوا او نژدي وو. ان چي د زندان د سپاهي د لښتي شړک هم اوريدل کيده.

زه د ابن سينا د ليسي زده کوونکي ووم.د يوه مله دوست سره پر لاره تيريدم. نوموړي زما پام هغه دبري، هغه نامه او هغه جونگړي ته راواړاوه. وي ويل راځه چي دلته د افغانستان يو لوي شخصيت او مؤرخ اوسيږي، لږي د هغه خبري واورو هغه ته ټول تاريخي حقايق لکه د لاس ورغوي مالوم دي. له ما سره يي هم د ليدو تنده وه. زما تنده نوره هم زياته شو. د کور زنځير مو وشرنگاه. يو څوک له کوره راووتل وي ويل: سپين ږيري چيري تللي دي.په هغه شيبه کي زموږ د ليدو او ملاقات نصيب نه وو. هغه مو و نليد. خو له هغه وخته وروسته مي په وار وار او کلونه کلونه تل د هغه زيارت کاوه. تل مي د سترگو او ذهن په وړاندي مجسم کيده. خبره دا وه چي موږ د خپل تقدير فال کاته او ددي فال کتني دي ته اړکولو چي د افغانستان د تاريخ په بهير کي اثر وگورو. البته يوازي زه نه، بلکه ز موږ تول نسل چي په لالهانديو کي يي سر راپورته کړ، اړوو چي د خپل تقدير فال د هغه په اثر کي وگوري. ځکه نو په هر کور کي د هر ميز له پاسه او په هر دفتر کي او په هر روښان فکره ذهن کي مير غلام محمد غبار لاره پيدا کړه.

نن چي له هغه څخه د لومړي اجازي پرته د هغه ملاقات ته راغلي يو. په واقعيت کي د يوي اساسي پوښتني ځواب دي. يعني د افغانستان د هويت پوښتنه. او موږ دغه هويت په عمده توگه دنورو مشرانو په څير او د روښانفکرانو له پاره په خاص ډول د مير غلام محمد غپار په شخصيت کي ميندلي شو. موږ خپل ورک وطن په هماغه دبره کي، د افغانستان د تاريخ په بهير کي او د خپل افغاني ذهنيت په دښتو او ورشگانو کي چي د غبار پري ناست دي وينو: نو راځي چي ددغه سپين ږيري لند ژوند ليک ته لږ تم شو.

مير غلام محمد غبار د ميرزا مير محبوب خان زوي او په (١٨٩٨ ع) کال کي په کابل کي زيريدلي دي. د هغه مطالعات او څيرني او خصوص زده کړي د تاريخ، ادبياتو، فلسفي او تولنيز پوهنو په برخه کي وي.

سید محمد خان دهقان، میر غلام محمد غبار و گل پاچا الفت (اول تا سوم از راست، ردیف اول) از روشنفکران مشهور در دوره هفتم شورا بودند.

د مير غلام محمد غبار ځواني او ځلميتوب د پيښو او حوادثو له آهنگ سره تړاو درلود. نوموړي په داسو شرايطو که سر راپورته کړ چي افغانستان په ورو ورو د يو ټولنيز بدلون په درشل کي ولاړ وو. په کابل جريده خپره شوه. شخصي کتابتونونه منځ ته راغلل او د روښانفکرانو يا د وخت د منورينو د پټو او ښکاره ډلو ليکي جوړيدلي. د لومړي ځل لپاره د افغاني منورينو يو ځوان دولت يعني امانيه دولت منځ ته راغي. د آزادي له پاره د جنگ په ترڅ کي افغانستان سياسي خپلواکي تر لاسه کړه. افغان روښانفکرانو په همدي دور کي د خپلو هڅو ثمر وليده او د لومړي وار له پاره يو روښانفکري قشر سياسي واک تر لاسه کړ. همدا دور چي د ځوان دولت په څير د مير غلام محمد غبار د ځواني دور هم وو په نه ستري کيدونکي کار او زياريي پيل وکړ. مرحوم غبار له (١٩١٩ م) نه تر (١٩٢٠ م) پوري په جبل السراج او پروان کي د ستاره افغان جريده چاپوله. له (١٩٢٠ م) نه تر (١٩٢١ م) پوري د امنيي په وزارت کي د يوي برخي مشر وو. وروسته د هرات ولايت د تنظيمه هيات غړي او د مسکو په نندارتون کي د امانيه شرکت د سوداګري د تصدي مرستيال او بيا په پاريس کي د افغانستان په وزارت مختاريه کي يي د محرر په توگه کار کاوه. وروسته د قطغن او بدخشان د گمرکاتو مدير او په (١٩٢٨ م) کي د پغمان په لويه تاريخي جرگه کي دکابل د ښاريانو نماينده وټاکل شو.

د ځوان امانيه دولت له سقوط نه وروسته په (١٩٣٠ م) کال کي په برلين کي د افغانستان په وزارت مختار کي د سر محرر په توگه وټاکل شو خو ژر يي استعفا وکره او کابل ته راستون شو. ارواښاد مير غلام محمد غبار په (١٩٣١ م) او (١٩٣٢ م) کلونو کي د کابل د ادبي انجمن غړي په (١٩٣٣ م) او (١٩٣٥ م) کي سياسي بندي او له بند څخه وروسته د فراه او کندهار ولاياتو ته د تبعيدي ډول واستول شو. هغه د (١٩٤٢ م) کال پوري هلته پاتي شو. په  (١٩٤٣ م) او (١٩٤٨ م) کي يي په کابل کي د تاريخ د تولني د غړي په توگه کار وکړ. ارواښاد غبار د خپل سياسي او فرهنگي اثرو رسوخ له مخي د (١٩٤٩ م) نه تر (١٩٥١ م) پوري د ملي شورا په اومه دوره کي يي په کابل کي د ښاريانو انتخابي وکيل وو. په (١٩٥١م) او(١٩٥٢م )کي يي د وطن په نوم گونډ جوړ او د وطن د جريدي د امتياز خاوند وو. نوموړي جريده د افغانستان په سياسي-فرهنگي تاريخ کي يوه بي ساري پيښه ده. ارواښاد غبار د خپلو سياسي فعاليتونو له امله له (١٩٥٢م) نه تر (١٩٥٦ م) پوري د فردي او وجداني آزادي په خاطر د سياسي مظاهري د لارښووني په سبب سياسي بندي شو. مرحوم مير غلام محمد غبار د (١٩٥٦ م) نه تر (١٩٧٨ م) يعني ددغو شلو کالو په دوران کي د يوه هيواد پال، آزادي غوښتونکي، ورځپانه ليکوونکي، ليکوال او مؤرخ په ټوگه اړ شو چي په خپل کور کي په سياسي فعاليتونه مشغول او تأليف او څيړني وکړي. په همدي واټن کي يي د افغانستان د تاريخ په بهير کي اثر لومړي ټوک چي (٨٣٠) مخونه کيږي په کابل کي چاپ او د ليکوال په څير هغه هم زندانو تير کړل. تر اوسه پوري ددغه اثر په زرگونه نسخه چاپ اولا دوام لري. زړښت نه لري او د زيات وخت له پاره د ورځي او زمان اثر دی. د دي اثر دوهم ټوک په (١٩٧٣ م) کال په کابل کي بشپړ شوي او په امانت داري سره د حشمت خليل غبار له خوا د امريکن سپيدي په مطبعه کي په (١٩٩٩ م) کي له چاپ راووت. د ليکوال نور آثار په لند دول دا دي: افغانستان او د هغه تاريخ ته يو نظر، افغانستان په هندوستان کي، د افغانستان لنده تاريخچه، د احمد شاه بابا تاريخ، د خراسان رساله، د افغانستان سيمه ييز حاکمان، د اسلام ظهور او په افغانستان کي د اعرابو نفوذ، د لومړيو پيړيوتاريخ، افغانستان په يو نظر، د محمد زايي دوري ادبيات، يو لړ سياسي، ادبي، تولنيزي او تاريخي مقالي او د افغانستان د ادبياتو تاريخ او نور زيات آثار، راتلونکو نسلونو ته پريښودل او د خپل عظيم روښانفکرانه نقش له لوبولو وروسته يي له دي فاني نړي څخه د (١٩٧٨ م) کال د فبروري په پنځمه  نيټه سترگي پټي کري.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!