منډيګک
افغان تاريخ

شجره څه ته وايي؟

0 441

شجره يا په دقيقه توگه( نسبي شجره) چي ځيني پښتانه ئې د لهجوي ځانگړتياوو له مخي (سجره) بولي، يوه عربي كلمه ده او معنا ئې درخته (ونه) ده. په انسابو كي شجره هغي جينيټيكي نقشې Genealogical Chart ته ويل كېږي چي د كورنۍ د غړو تر منځ د ويني د گډون تسلسل پكښې بيان سوى وي. دغي نقشې ته په انگرېزي Family Tree وايي. استاد محمدانور نوميالي د شجرې تعريف داسي بيان كړى دئ:

  “نسبي شجره هغه څرگندونه ده چي د يو چا يا د يوې ټولۍ د منل سوي مبدې په باره كي ويله كېږي”.

 نوميالى – محمدانور – د پښتنو د ټولنيز تاريخ مبادي: ۳۷ مخ – مسكو – ۱۹۹۰م  .

  د نړۍ د زياترو ملتونو افراد د خپلو كورنيو چارټونو په ثبتولو سره غواړي خپله ايتنيكي لوړتيا يا اشرافيت ثابت كړي، د امريكا د متحده ايالتونو زياتره مخوري كورنۍ چي غواړي خپله خانداني لوړتيا او اصالت وښيي نو خپلي نسبي اړيكي هغو مسافرو ته رسويچي په ۱۶۲۰ع كال د Mayflower په بېړۍ كي امريكا ته راغليول(1). اروپايي اشراف د دې له پاره چي خانداني امتيازونه تر لاسهكړي، زيار باسي خپل ځانونه لرغونو اتلانو، حتى په خپل زعم خدايانو ته ورسوي. د عيسويانو په مقدس كتاب Old Testament كي هم د آدم، نوم او ابراهيم عليهم السلام شجرې راغلي دي.

             پښتانه د خپلو نسبي شجرو خوندي كول د خپل قوم او قبيلې يو منلى دود گڼي او زده كول ئې پر ځان لازم بولي. دوى ته د خپل قوم و گدۍ د سوچه توب مساله زيات اهميت لري. كله چي د قوم سوچه توب تثبيت سو، بيا ئې نو په كلي او اولس كي حيثيت، وقار او ټولنيز موقف ډېر دروند وي. سراولف كيرو د الفنسټون له خولې ليكي:

  “… قبيلوي شجرې زيات ازرښت لري او ټول وېشونه او قبيلوي داخلي حكومتونه پر همدې باندي متكي دي”. بل ځاى ورپسې زياتوي: “… پښتنو ته شجره د ژوندانه ساه ده او نور و ته ښايي د پاڼي اړول”.  دوى د خپل پلار و نيكه نومونه او د خپل قومي تسلسل روايتونه په سينو كي ساتي او هغوى چي بيا په ليك لوست پوهېږي، په ليكلې توگه ئې خوندي كوي. د كورنۍ  شجرې معمولاً پر اوږدو طومار ډوله كاغذي تراډو باندي ليكلي وي.

په ۱6۲۰م كال په اتلانټيك سمندر كي يو بېساري توپان پېښ سوى وو، چي 66 ورځي ئې دوام درلود. له دغه توپان څخه يوه كوچنۍ بېړۍ راووته چي سپرلي ئې مذهبي مبلغين ول. دغو مبلغينو په شمالي امريكا كي يوه ټولنه جوړه كړه چي زوزات ئې د امريكايي كلتور له مخي زموږ د ځينو پښتنو په شان ځانونه (ستانه) بولي.

شجرو د ليكلي ثبت دود زياتره په اشرافي كورنيو كي باب (رواج) دئ. ښاري پښتنو او تعليم يافته قشر دا دود تر ډېري اندازې خوشي كړى دئ. خو په هيواد كي د تېرو دوو لسيزو تراجيدۍ د پښتنو يو لوى جمعيت د نړۍ پر پنځو لويو وچو سره تيت كړ او په نويو مېنو كي د هغوى ټولنيز دريځ تر گواښ لاندي راغى نو د نسبي اصالت  مړژواندې دود ئې  بيرته راژوندۍ   كړاووارداتي دموكراسۍ بياښه پسې وپاله.

  هغسي چي د پښتنو د بني اسرائيليت نظريه د لومړي ځل له پاره په مخزن افغاني كي په مفصله توگه ثبت سوه، دغه راز د هغوى د نسبي شجرو لومړنى مفصل ثبت هم په دغه كتاب كي واردواره پيل سو. مخزن افغاني د پښتنو له عمومي عنعنوي روايت سره سم ټولي پښتني قبيلې او قومونه د بيټ، سړه بن او غرغښت له لاري قيس عبدالرشيد ته رسولي دي او لكه وړاندي چي وويل سول قيس د اسلام د اوايلو د زمانې سړى ښوول سوى دئ او دا لا هم وايي چي صحابي وو. زما په فكر كه د قيس نيكه صحابي توب ثابت هم وي، بيا هم دا درې پښې د ده زامن نه سي كېدلاى ځكه چي تر اسلامي عصر ډېر وړاندي نومونه دي. كه دا درې پښې موږ د قيس زامن وگڼو نو دژ وند زمانه به ئې د لومړۍ هجري پېړۍ شاوخوا وي يعني په دغه وخت كي بايد پښتانه د ټولنيز جوړښت له مخي د افرادو يا كورنيو په حالت كي وي او د قوم يا قبيلې سطحي ته بايد ډېر وروسته رسېدلي وي. پر دې خبره خو تقريباً اتفاق سته چې په دوو، درو پېړيو كې له يوه فرد څخه د زرگونو يا لكونو كسانو زېږېدل د عقل و عادت پر خلاف حكم دئ. خو تاريخ موږ ته وايي چي د پښتنو د دغو درو نيكونو تر زمانې دوې درېسدۍ وروسته پښتانه د يوه داسي جنگي ځواك په توگه منل سوي دي چي ستر واكمنان حساب ورباندي كوي. په دې برخه كي به بده نه وي چي دا څو بېلگې ولولو: 

  • وايي چي سبكتگين (د ۳66 ق شاوخوا) د خپل جنگي ځواك د پياوړتيا او د خپلي پاچهۍ د ټينگښت له پاره له پښتنو سره خېښي وكړه او د زابل (زاول) د پښتنو د يوه مشر لور يې ځان ته وغوښته. ارواښاد علامه حبيبي ليكي چي: “چون سبكتگين داماد افغانان شد، تمام افغانان در لشكر او ميجنگيدند(1)“. داسي يو ځواك چي سبكتگين غوندي برميالى پاچا دي ئې په زومواله پياوړى كېږي، بايد د شمېر په لحاظ هم زيات او مؤثر وي. خو د روايتي شجرو له مخي په دغه وخت كي نه د ابداليانو مورث اعلى (ملك اودل) زېږېدلى وو او نه د غلجيو د موجد اعلى بولگه وه! چې دا پښتانه به نو څوك ول؟ (د ابداليانو د مشر نيكه ملك اودل د ژوند زمانه د ۴۴۰ هـ ق حدود ټاكل سوي دي او په همدې اساس بايد د غلجيو د مشر نيكه زمانه هم د ۴۰۰ق حدود وي) د تېري پوښتني جواب دا دئ چي د سبكتگين خېښان د همدغو اوسنيو پښتنو اسلاف ول خو روايتي شجرو او د هغو پر اساس د قومونو د موجدانو د ژوند د زمانو اټكلي ټاكلو موږ ناسمي لاري ته رهنمايي كړي يو.

حبيبي –پوهاند عبدالحى – تاريخ مختصر افغانستان – ۱۴۱ مخ. 

  • د روايتي شجرو له مخي د بېټ نيكه د لور بي بي متو دوهزامن ول چي غلجى او ابراهيم (مشهور په لودي) نومېدل او د بېټزمانه بايد د دوهمي هجري پېړۍ شاوخوا وي ځكه وايي پلار ئېقيس عبدالرشيد په ۰۴ – ۴۱ ق كي مړ دئ او بېټ هم معمر سړى معرفي سوى دئ. د لودي او غلجي زېږېده هم بايد د دوهمي هجري پېړۍ حدود ومنو (كه څه هم روايتي شجرو په كتابو كي لودي د خپل تربور ابدال يا اودل همزولى ښوول سوى دئ او د ابدال د ژوند زمانه ئې د ۴۴۰ق ټاكلې ده). خو په حيرانتيا سره وينو چي د همدې لودي اولاده د خپل موجد تر زېږېدو په يوه حساب يو نيم سل كاله دمخه او په بل حساب اويا كاله دمخه د شمېر او قوت په لحاظ دومره پياوړي كېږي چي په ملتان كي پوره نيمه پېړۍ پاچهي كوي داسي پاچهي چي حدود يې شمالاً او جنوباً له لغمانه تر ملتانه ول. وايي ملتان په هغه وخت كي د يوه ښار نوم نه وو بلكي يوې پراخي سيمي ته ويل كېده، دومره پراخه سيمه چي يو سل شل زره كلي ئې درلودل(1). د دې پاچهۍ بنسټ ايښوونكى حميد لودي وو چي له سبكتگين سره ئې د دوستۍ تړون درلود او سبكتگين ئې پاچهي په رسميت پژېندلې وه(2).

  د نسب پوهني پ

مخزن اسلام کتاب دلته

وهانو يوه پېړۍ د دريو نسلونو له پاره ټاكلې ده او يوه نيمه پېړۍ له نيكه څخه تر كودي پوري زمانه نيسي يعني

(1) رشاد عبدالشكور – لودي پښتانه – ۱۳ مخ.

2() تاريخ سلطاني ۲۳ مخ، تواريخ خورشيد جهان:  مخ، لودي پښتانه: ۱۲ مخ، د تاريخ فرشته د لومړي ټوك ۱۸ مخ په حواله.

پنځه نسله. په پنځه نسله كي انساني زېږېدنه دومره نه سيډېرېدلاى چي له خپل ټاټوبي (كسي غر) څخه په زرگونو ميلهليري (ملتان) كي دي د يوې درنې پاچهۍ بنسټ كښېږدي، داسيپاچهي چي د سلطان محمود غزنوي د لښكرو په مخ كي خنډ وي او سلطان مجبورېږي هغه په زياته قوه له منځه يوسي (۴۰۱ق).

  • غوري پاچا علاوالدين (مشهور په جهانسوز) پر غزنوي دولت باندي په ۵۴۵ – ۵۴6ق كي برى وموند، او د بست و تخارستان تر فتح كولو وروسته له سلجوقي سلطان سنجر سره ونښت. خلك ځني خواتوري سوي ول ځكه ئې له لښكرو څخه شپږ زره تنه غلجي و تورك سلطان سنجر ته تسليم سول(1). كه د غلجي د ژوند زمانه لكه څرنگه چي د روايتي شجرو څېړونكو ټاكلې ده څلور سوه هجري قمري ومنو نو دلته بيا هم د تولد و تناسل له ناممكن ډېرښت سره مخامخ كېږو. په يو سل و پنځوس كاله كي له يوه فرد (غلجي) څخه دومره اولاده منځ ته راغله چي يوازي درې زره تنه ځوانان ئې سلطان سنجر ته تسليم سول. د دې ځوانانو كورنۍ (مور و پلار، خوندي و وروڼه) چي پر زيات كړې ،خبره لكونو ته رسېږي. عقل دومره زياته زېږېدنه په يوه لنډه زمانه كي نه سي منلاى.
  • په روايتي شجرو كي متوزي او كرلاڼي پښتانه (وصلي افاغنه) بلل سوي دي. د اصل و وصل خبره به وروسته وڅېړو، خو كه د اصل و وصل (جزء و كل) مفهوم په پام كي ونيسو نو بايد

                                                

           حبيبي – پوهاند عبدالحى – تاريخ مختصر افغانستان      ۱۵۷ – ۱۵۸ مخونه.

 

اصلي قومونه تر وصلي د شمېر له مخي زيات وي. مگر اوسنۍشمېرني موږ ته برعكس معلومات راكوي. د پښتنو د قبيلويتركيب په باب نسبتاً جامع څېړنه په يوه كتاب كي سوې ده چي د(پښتني قبيلې) په نامه د پښتنو څېړنو د نړيوال مركز له خوا په

۱۳۷۰ ش كال په كابل كي خپور سوى دئ. په دې كتاب كي د پښتنو قومونو په باره كي تفصيلي خبري سوي دي، تر يوې اندازې ئې د ډاډ وړ احصائيې وركړي دي او د اوسېدنو ځاى ځايگى ئې ښوول سوى دئ. ما چي دا قومونه وشمېرل نتيجه ئې په لاندي ډول راووتل:

 =  لوى قومونه.

             سړه بني (اصلي)

 = ۱6 لوى قومونه.

            غرغښتي (اصلي)

 = ۷۱ لوى قومونه.

         متوزي (وصلي)

 = ۲۹ لوى قومونه.

             كرلاڼي (وصلي)

  ارواښاد سرمحقق دوست شينواري په مخزن افغاني كي ټولي درج سوي قبيلې (۳۹۵) او په هغو كي ئې سړه بني (۱۰۵)، بېتني (۲۵)، متوزي (۵۲) او كرلاڼي (۱۲۰) شمېرلي دي(1). په دې ډول وينو چي د وصلي شمېر تر اصلي واوښت. دا كار خو له ناممكناتو څخه نه دئ، خو عادت و درايت ئې نه سي منلاى.

  د روايتي شجرو په عنعنه كي اساسي تېروتنه دا ده چي هلته د پښتني ټولني د جوړښت واحدونه د افرادو په توگه منل سوي دي په داسي حال كي چي دا واحدونه افراد نه بلكي د افرادو لويي لويي

شينوارى – سرمحقق دوست – پښتانه څوك دي؟ –  مخ، پېښور – ۱۹۹۸ مخ.

ټولۍ دي. ابدال، غلجى، وردك، ځاځى، منگل، اڅك، سليمان … او نور د افرادو نومونه نه دي بلكي د لويو لويو اتنيكي ټوليو نومونه دي. استاد نوميالى ليكي:

  “د پښتنو ايتنيكي مجتمع د يو بشپړ اورگانيزم په توگه تش د منفردو وگړو مجموعه نه ده بلكي يو اجتماعي – اقتصادي سيسټم دئ چي د مادي او معنوي عناصرو له تاريخي تركيبه څخه د اوږدې زمانې په دوران كي د تشكل او تكامل پر لار باندي منځ ته راغلى دى. د دې اورگانيزم واحدونه وگړي نه دي بلكي لويي لويي قبيلې يا تپې دي چي د هري يوې تشكل او تكامل د خورا ډېر وخت مولود دئ… (1)“.

             پوهاند دوكتور حبيب اﷲ تږى ليكي، چي:

  “… په پخوانو تاريخونو او آثارو كي رښتيا هم ډېر زيات داسي خيالي او جعلي روايتونه او خام مطالب راغلي دي چي يو ئې هم د اصولي كره كتني او منطقي استدلال تاب نه لري. يو مثال د پښتنو په باره كي د افغنه او قيص عبدالرشيد افسانه او د هغې په اساس باندي د پښتنو د نسب جوړه شوې شجره ده، چي هم د منطقې پخواني او ځيني اوسني تاريخونه پرې ډك دي، او هم په پښتنو كي له ډېر پخوا نه په شفاهي ډول رايجه شوې ده. خو كه دا او داسي ډېر نور د پخوانو تاريخونو او آثارو مطالب د اصولي ،اجتماعي او تاريخي كره كتني د معيارونو په اساس وڅېړل شي نو يقين دئ چي افسانوي اړخ به يې په واقعي اړخ دومره غالب شي

          نوميالى – محمدانور – د پښتنو د ټولنيز تاريخ مبادي       ۴6 مخ – مسكو ،۱۹۹۰م  .

چي دا ټول روايت به باد يوسي(1)“.

  سراولف كيرو وايي:

“د دې كيسي خيالي اړخ پوره څرگندسو. حتى د قيس او د ده د ملگرو نكل هم د ځينو باوري اسلاميمنابعو له خوا رد سوى دئ. مشهور سياح البيروني او درباري الُعُتبي (Alutabi) دواړه د محمود غزنوي د يوولسمي پېړۍ د زمانې خلك دي او د قيس نكل ردوي. د دوى ليكني ښيي چي له قيس څخه څلور پېړۍ وروسته د كابل ولايت لا مسلمان شوى نه وو”.

  نوموړى زياتوي: “… له دغو كيسو څخه د ډهلي د څراغ د تيلو بوى ځي. د دربار افغانانو خپلي شجرې بيانولې او ځان ته ئې كريډت وركاوه حال دا چي پښتو ئې نه وه زده او په پاړسي به غږېدل. دوى د مغول پاچا د خوشحالۍ او خندولو لپاره هر څه ويل(2)“.

  اوس به د پورتني حقيقت په پام كي نيولو سره د پښتون قوم يو شمېر ستري څانگي د مستندو تاريخي پېښو په روڼا كي وڅېړو او وبه گورو چي د دغو څانگو څرك د روايتي شجرو پر خلاف تر اسلامي عصر ډېر وړاندي موندلاى سو.

اودل – ابدال – اپتل – هفتل – يفتل:

  ابداليان د پښتنو يوه مشهوره قبيله ده د افغانستان په تاريخ كي د دغي قبيلې رول ډېر زيات دى. دې قبيلې د معاصر افغانستان د جوړېدو له وخته د دوه نيم سوو كالو په اوږدو كي واكمني كړې چي په هيواد كي د ټولو ميشته وو پښتنو او غيرپښتنو له خوا منله

(1) تږى – حبيب اﷲ – پښتانه: شپږ مخ، پېښور – ۱۹۹۹م  .

2() سراولف كارو – پښتانه (پټانز) – پښتو ژباړه – ۵۲ – ۲6 مخونه، پېښور – ۱۹۹۹م  .

سوې هم وه. د روسانو غير مستقيم او مستقيم تېري د دوىواكمني پاى ته ورسوله. د دغي قبيلې زياتره مشاهير د افغانانو اوټولو پښتنو گډ ملي وياړونه دي. د ابداليانو د نامه ريښه هغو سپينپوستي اريايي قبيلې ته رسېږي چي په تاريخ كي يې د اپتل Aptal يا هفتل په نامه پېژنو. اروپايان دغو اريايي هپتاليانو ته سپين هونان وايي. د( هون، هان) اوښتى شكل اوس په پښتو كي (خان) دئ چي ځيني پښتانه ئې د (خون) په بڼه هم تلفظ كوي. د( هـ) او (خ) د اوښتون نور مثالونه هم سته. د( خوارزم) پخوانى ثبت د

(هوارزم) په شكل هم ليدل سوى دئ. عربو دې قبيلو ته (هياطله) ويله. تاريخي څېړني ښيي چي دغه سپين پوستي اريايان د اوسني افغانستان سيمو ته تر راتگ وروسته د دې ځاى له لرغونو قبايلو (پكهت، پښت) سره گډ سوي دي. د هفتاليانو ژبه چي هر څه وه خو له پكتهانو سره له گډون وروسته ئې ژبه يو مخيزه (پښتو) سوې ده. د اپتل قبيلې د (۴۰۰ م) په شاوخوا كي په باختر او تخارستان كي يو پياوړى دولت جوړ كړ، له ساسانيانو سره ئې جگړې وكړې او كتيبې ئې د كندهار په شمال او ارزگان كي موندل سوي دي(1). د روايتي شجرو له مخي د ابداليو پښتنو نيكه (ابدال) نومېدى او په اسلامي عصر كي پيدا سوى دي. د ترين زوى، د شرخبون لمسى، د سړه بن كوسى او د قيس عبدالرشيد كودى وو. د ژوند زمانه ئې د ۴۴۰هـ ق شاوخوا ټاكل سوې ده. د اسلامي دورې دغه ابدال نيكه كه چيري عيني موجوديت هم ولري نو به د لرغونو

           حبيبي – پوهاند عبدالحي – تاريخ مختصر افغانستان       ۲۳۴ مخ.

اپتاليانو له زوزاتو څخه يو متاخر سړي وي. ځكه ابدالي قبيلې داسلام د مبين دين تر بعثت څه دپاسه دوه سوه كاله وړانديپياوړى دولت درلود. موږ د روايتي شجرو په گرافيكه نخشه كيپر ډېرو داسي نومونو پېښېږو چي له پوښتنو خالي نه دي. حضرت بېټ نيكه په هيڅ ډول هغه بېټنى نه دئ چي قوم ئې په نامه سته. د پټي خزانې بابا هوتك د هوتك قبيلې يو متاخر شخص دئ او په هيڅ راز ئې بايد هغه منبع ونه بولو چي د هوتكو پراخ قوم ورته منسوب دئ.

  ابداليانو ته د (دراني) لقب لوى احمدشاه بابا وركړى دئ. تر احمدشاهي عصر وړاندي ئې ټولو منابعو نوم ابدالي يا اودالي راوړى دئ.

الكو، اراكو، الكوزي، اراكوزي:

  د روايتي شجرو له مخي الكو د ځيرك په اولاده كي د بارك او پوپل سكنى ورور دئ. ځيرك د ابدال زوى د ترين لمسى د شرخبون كړوسى د سړه بن كوسى او د قيس عبدالرشيد كودى دئ. د ژوند زمانه ئې بايد د ۷۸۰ هـ ق شاوخوا وبولو ځكه د ورور (پوپل) د ژوند زمانه ئې تاريخونو د ۷۸۰ هـ ق حدودو ښوولي دي(1). يعني د اتمي هجري پېړۍ پاى يا له نن څخه نزدې 6۵۰ كاله وړاندي. د الكوزيو پښتنو ټاټوبى په مشخصه توگه د احمدشاهي كندهار شمال لوېديځ ته د ارغنداو ناوه ده. د زابل ولايت په جلدك او په فراه ولايت كي هم يو شمېر الكوزي اوسي خو اصلي مېنه ئې د ارغنداو د رود غاړي دي. د ارغنداو حوزه په

(1) تاريخ مختصر افغانستان: ۲۳۹ مخ – پښتانه د تاريخ په رڼا كښي: ۱۲۷۲ مخ.

 

تاريخي لحاظ د اراكوزيا سيمه ده. وايي كله چي مقدوني سكندر(تولد ئې ۳۵6 ق م) له اتيا زرو لښكرو سره د اسيا پر لويه وچهبريد وكړ، دريم داريوش ته ئې ماته وركړه، د هخامنشي سلطنتپلازمېنه (پايتخت) ئې وسوځله، مخ ئې پر خراسان ونيو، د هرات تر نيولو وروسته ئې د هيلمند ناوه او ورپسې د اراكوزي ناوه د اراكوزيانو له سخت مقاومت وروسته فتح كړه. د ۳۲۹ ق م په دوبي كي ئې د اراكوزي سكندريې ښار د اوسني كندهار په شاوخوا كي جوړ كړ(1). د اراكوزيا سيمه په ريگويدا كي د (سراسواتي) او په اوستا كي د (هراويتي) په نامه ياده سوې ده(2). دغه اراكوزيان چي د ارغنداو پر غاړو اوسېدل او له مقدوني سكندر سره ئې (سخت مقاومت) كاوه، څوك ول؟ دا خلك د همدا نننيو الكوزيو

(1) تاريخ مختصر افغانستان: ۴۰ مخ.

2() ريگويدا د ويدي سرودونو يو كتاب دئ. ويدي سرودونه له نن څخه نزدې څلورنيم زره كاله وړاندي ويل سوي دي. ويونكي ئې هغه اريايي قبايل ول چي د آمو سيند په شمال كي اوسېدل او خپله مېنه ئې (اريانا ويجه) بلله. (اوېجه اوس لا هم د كندهار په لهجه كي د (سرزمين) په معنا ژوندي او مستعمله كلمه ده). اريايي مدنيت د ويدا په څلورو كتابونو كي منعكس سوى دئ. له دغو څلورو كتابونو څخه د يوه نوم ئې ريگويدا دئ نور درې ئې سام ويد، اتهرواويد، يجورويد نومېږي.

ريگويدا ئې تر ټولو قديم دئ.

اوستا بيا د زردشتي مذهب مقدس كتاب دئ چي دوې لويي برخي لري. په لومړۍ برخه كي ئې دغه لاندي كتابونه راغلي دي: يسنا، ويسپرد، ونديداد. او دوهمه برخه ئې دوې څانگي لري: خورده اوستا او يشتونه د (يشت) معنا د (ستايني سرود) ده .كه د اوستا لومړۍ او دوهمه برخه په پام كي ونه نيسو، نو په مجموعه كي گويا پنځه كتابه كېږي: يسنا، ويسپرد، ونديداد، يشت او خورده اوستا.(وگورئ: افغانستان در شاهنامه د ارواښاد احمدعلي كهزاد ليكنه – ۹۳ مخ – كابل – ۱۳۵۵ ش).

اسلاف ول. د الكوزي او اراكوزي په نومونو كي د (لام) او (رې) اوښتون (ابدال) پېښ دئ. (رې) په (لام) اوښتې ده. د دغه راز ابدال نوري بېلگې هم سته لكه: دېوار = دېوال، غربېل = غلبېل ،قيطور = قيطول. (د كندهار ښار لوېديځ ته د سرپوزې د غره لوړه څوكه [قيطول] نومېږي). ما ته لا په( رې) او (لام) كي د (لام) ږغ لرغونى ښكاري او په (الكوزي) كلمه كي د پاى له خوا (زې) هغه سوفيكس نه بولم چي د نومونو په پاى كي ورلوېږي او د (زوى) معنا وركوي لكه د (بارك) او (محمد) د نامه و پاى ته چي ورلوېدلي او (باركزي) او (محمدزي) ځني جوړ سوي دي يعني د بارك زوى او د محمد زوى، الكوزى او اراكوزى د شخص نوم نه بلكي د هغه جمعيت نوم دئ چي د اراكوزيا اوسېدونكي ول.

اڅك – اڅكزي:

  په ابداليو پښتنو كي اڅكزي هغه قبيله ده چي د ژوند ډېري لرغوني لاري چاري، راشه درشه، رسم و رواجونه، دودونه و عادتونه ئې خوندي ساتلي دي. د پښتنو د ايتنيكي څېړنو له پاره دا قوم خورا غني مواد لري. د دوى دنگ دنگ قدونه، پياوړي بدنونه ،غښتلي موټي، گردي مخونه، مست اتڼونه، غېږي او نور ئې هر يو په خپل ذات كي د اريايي توب او لرغونتوب نخښي دي. د دې قوم د خېلونو نومونه هم خورا لرغوني علايم لري. د روايتي شجرو پر بنا اڅك او محمد دوه وروڼه دي چي د بارك له اولادې گڼل كېږي. د بارك د ژوند زمانه د ۷6۰ هـ ق شاوخوا اټكل سوې ده او په دې حساب بايد د اڅك نيكه وخت تر دې وروسته كلونه وي او تر ۸۰۰ هـ ق وروسته كلونه ئې وبولو. دا خبره مي لا بايد دمخه كړې واى چي د يوې قبيلې د جوړښت د پيل له پاره دغه شان دقيقه نېټه يا كال ټاكل پخپله د علم له موازينو سره سر نه خوري. د اڅك د پيدايښت كلونه كه د ۸۰۰ هـ ق حدود ومنو نو دا د اسلامي عصر هغه دوران دئ چي اسلامي تفكر د مسلمانانو او په تېره بيا پښتنو د ژوند په ټولو اړخونو كي ژوري ريښې ځغلولي دي. پر ژبه د عربيت ژوره اغېزه مسلطه سوې ده. نومونه ئې عربي، اصطلاحات عربي ،هر څه عربي سوي دي. دا خبره د منلو نه ده چي د اسلامي مجد و عظمت په دغسي يوه دوران كي دي د يوه مسلمان قوم نومونه غير اسلامي يا غير عربي وي او مسلمان اڅك دي پر خپلو زامنو (گجن) و( بادين) نومونه كښېږدي، لسمى دې د (څول) كړوسى دې د (سدى)، كوسى دې د (پايك) او كودى دې د (خودك) په نامه ونوموي. تاسي ته به زه د يوه اڅكزي شاعر شجره وړاندي كړم او تاسي به دا ټول غير عربي نومونه پكښي ووينى. دا شاعر ملا عبدالسلام اشيزى نومېږي او په اولس كي په سلام بابا مشهور دئ. نوموړى د ملا حبش زوى هغه د ملا صمد هغه د ملا برت هغه د جمال هغه د گلي هغه د غازي هغه د پيرعلي هغه د خودك هغه د پايك هغه د سدي هغه د څول هغه د گجن هغه د اڅك زوى دئ)[1](.

د دې شجرې د پاى شپږ نومونه خو په څرگند ډول تر اسلام دمخه نومونه دي(1). كه درې پښته يوه پېړۍ وگڼو نو شپږ پښته دوه سوه كاله كېږي او د دې معنا به دا وي چي د اڅك زېږېدنه بايد لږ تر لږه دوه سوه كاله تر اسلام وړاندي وبولو. روايتي شجرو ته د نېټې ټاكونكو د هغه عمر شپږ سوه كاله كړى دى. په دغه موده كي له يوه فرد څخه د اڅكزو د دومره پراخ اولس جوړېدل تر عقل وتلې خبره ده. ما د يوه اڅكزي شاعر شجره ځكه د بېلگې له پاره راوړه چي د دې قوم پر شجرو زيات باور كېدلاى سي. په ابداليو پښتنو كي د اڅكزو قبيله د نسبي اړيكو په خوندي كولو كي تر نورو قبيلو ډېره پابنده ده.  په دوى كي د قبيلې پوښتنه اساسي سوال دئ. له نابلده مېلمه څخه تر روغبړ وروسته لومړۍ پوښتنه دا ده چي څوك يې؟ يعني په قوم څوك يې؟

  د اڅك د ژوند زمانه ډېره قديمه ده. د شجرو جوړوونكو د كجن او اڅك تر منځ د پېړيو پېړيو فاصله غورځولې ده. ښاغلي دوكتور عبدالرازق پالوال په خپل درانه اثر (د پښتنو نوى پخوانى تاريخ) كي د يوناني آثارو پر بنسټ د (ارڅك) شاهانو په باب (چي مراد ئې اڅك شاهان دي) ډېر لرغوني شواهد او تازه و بكر معلومات وركړي دي. د دغه درانه او گران كتاب دوهم ټوك چاپ سوى دئ (۱۹۹۴م) پښتانه د دغه اثر د نورو ټوكونو د خپرېدو لار څاي.

(1) په وروستيو څو لسيزو كي پر پښتنو كوچنيانو باندي د غير عربي نومونو ايښوول باب سوي دي. زموږ زلمي پښتانه كوښښ كوي پر اولادو باندي پښتو نومونه كښېږدي. دغه تمايل د وروستيو لسيزو محصول دئ.

بړېڅ – پروټ – ډاسو – اپرېدي:

  د اريايانو په لرغونو سرودونو (ويدونو) كي موږ د ارغنداو په ناوه كي د پڼي، ډسه، پراوټه او بريسه قبيلو نومونه مومو چي له دوى څخه همدا نن پڼي په سيوۍ او كندهار كي سته، بريسه په يقين سره د بړېڅ قوم دئ، پروټ د الكوزيو يو ښاخ دئ، د اپرېديو نوم د اپاريتي په بڼه ثبت دئ او په سلېمانخېلو كي د ډاسو (ډسه) په نامه يو خېل سته(1).

ساك – سهاك – ساكزى – اسحاق زى:

  له تاريخي څېړنو څخه څرگندېږي چي ساك قبايل د آمو په شاوخوا كي تر ميلاد شپږ سوه كاله مخكي اوسېدل. وايي لوى كوروش د سيستان د فتح پر وخت همدغه ساكان د هغوى د ښو خدمتونو له امله (نېك كردار) بللي او نازولي ئې دي. ارواښاد علامه حبيبي ليكي كله چي دغه كوچي ساكان صحرانشين سول د باختر په سيمو او د آمو سيند په جنوب كي له پښت قبيلې سره گډ سول او د ساكه نوم د  دغو قبايلو په نومونو كي ځاى سو. لكه په زابل او كابل كي د سهاك او په هيلمند كي د ساگزي په پښتنه قبيله كي همدا نوم سته. له ساكانو څخه عبداﷲ محمد بن صالح ساگزي په سيستان كي د يعقوب ليث صفار پر خلاف پاڅون وكړ او مات سو (۲۵۹ هـ ق) مشهور انگرېز افغان پوه سراولف كيرو د گندهارا د ساك واكمنانو په نومونو كي خورا ډېر پښتو مشابهتونه

(1) حبيبي – پوهاند عبدالحى – تاريخ مختصر افغانستان۱۰ : مخ.

موندلي دي(1). ارواښاد دوست شينوارى خو لا ساكان د پښتنو قام په جوړښت كي يو اساسي عنصر گڼي. د ده په عقيده د پښتانه په خټه كي د (سلم، ساك او سامي) عناصرو بېلگې سته(2).پوهاند دوكتور زيار صاحب خو د پروفيسور مارگينستيرنه په پيروۍ د پښتنو  پرساكي منشاءباندي پنډ كتاب كښلى دئ.

  په پښتنو كي د عربي فرهنگ له خپرېدو سره سم خورا ډېري پښتو كلمې په عربي بڼه او وروسته په پاړسي شكل واوښتې لكه صرود (سردسېر)، جروم (گرمسير)، مستنج (مستنگ)، سجستان (ساگزستان)، سجزي (ساگزي)، قهستان (كوهستان)، مير واعظ (ميرويس)، ضحاك (سهاك)، لهوگرد

(لوگر)،       فوفلزايي     (پوپلزى)،     طوخى     (توخى)،      صدوزى

(سدوزى)،ارغستان (ارغسان)، سفيد روان (سپېروان) او نور. په دې ډول له سهاك څخه (ضحاك او اسحق) جوړ سو (لكه له ښرخبون او خرښبون څخه چي ئې شرف الدين او خيرالدين جوړ كړي دي!) او د ساگزو قبيلې نوم په اسحق زايي واوښت. دا لرغونې قبيله چي موږ ئې د موجوديت څرك (۲۵۰۰) كاله وړاندي لرو، د روايتي شجرو د مسخ كوونكو له خوا دوه ځايه سوې ده. يوه برخه ئې د سړه بن په اولاده كي د ابدال له لاري د پنج پاى په گروپ كي شامله سوې او بله يې د سهاك ولد ابراهيم ولد بي بي متو بنت بېټ بللې ده(3). كه د ابدال زمانه د ۴۴۰ هـ ق شاوخوا ومنو نو د سهاك = اسحق د ژوند عصر بايد د اوومي هجري پېړۍ سر

(1) پورتنى اثر: ۵۸ مخ.

2() شينوارى – سرمحقق دوست – پښتانه څوك دي؟ – ۱۹ مخ، پېښور – ۱۹۹۸م  .

(3) خلاصة الانساب: ۱۲6 مخ.

وي او په دې توگه به مو د يوې لرغوني قبيلې د عمر لږ تر لږه اتلس سوه كاله عمر خوړلى وي.

  د پنج پاى له گروپ سره د ساكانو يو ځاى كول ما ته مصنوعي ښكاري.


[1] () ملا عبدالسلام عشيزى – د مقدس خان معصوم ليكنه – پښتو اكاډمي ،بلوچستان – ۱۹۸۷م  .

دلته تاسي دغه شجرې وړاندي کېږي:

د ښاغلی حاجی میرویس خان نیکه شجره مرتب کوونکې: حاجی (شناخته)
د اعلی حضرت احمدشاه بابا شجره
ترتیب کوونکې: ( حاجی محمد حسین شناخته)

د بارکزایی سردارانو شجره
ترتیب کوونکي: (حاجی شناخته)
ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!