منډيګک
افغان تاريخ

د افغانستان د خپلواکی داستان

🔶#له_آرشيف_څخه: 🔹د مومند لښکر د خپلواکۍ اخيستلو په جګړه له برياليتوب وروسته... ••• ═══ ༻✿༺═══ ••• نېټه:۱۹۱۹ع | عکاس: | ځای: خيبر | سرچينه: فرانسوي آرشيف #AfghanistanHistory #دافغانستان_تاريخ🇦🇫 #Afghanistan_history
0 12

واورﺉ اې ددغې ځمکې اوسېدونکو

له اسمانه چې آواز راځي د څه دی ؟

د آزادیو ساعت ژوند په آزادۍ کې

د غلام تر دایمي ژوندون نه ښه دی!

«افغانستان او سیام د نړی هغه هیوادونه دي چې هېڅکله یې د اروپایانو مستقیم واک او ښکېلاک ته غاړه نه ده کږه کړې او د خپلواکۍ سر لوړی ژوند یې کړی دی.»

د ګران هیواد دا خپلواک او سر لوړی ژوند د چا سوغات او بخښنه نه ده، دا ژوند د وینو په قیمت ساتل شوی او ددې هېواد میړني او اتل ملت له هر زورور یرغلګر او تېري کوونکي سره د ډګر مبارزه کړې او د هېواد له هرې لوړې او ژورې نه یې د سنګر کار اخیستی دی.

د افغانستان پنځه زره کلن تاریخ په حقیقت کې د پنځه زره کلو مبارزې او جهاد تاریخ دی او په دې ټوله موده کې زموږ زړور ملت چاته سر نه دی ټيټ کړی او نه یې د چا بې سره زور ته د تسلیم سر خوځولی دی.

انګریزې ښکیلاک د نولسمې پېړۍ یو مغرور ځواک و، په آسیا، افریقا او اروپا کې یې ډیر ملکونه لاندې کړي وو او هر هیواد ته به چې انګرېزي لښکرې وردننه شوې، بیا به یې د وتلو اراده نه وه او هغه هېواد به د انګرېز دایمي مستعمره ګڼله کېدله، دا وخت د انګرېزانو د لاندې کړو ملکونو ساحه دومره پراخه وه، چې د سترواکۍ په اوږدو کې یې لمر نه ډوبیده او مستعمرې یې پسې هر خوا زیاتیدلې او پراخېدلې. د ناوېشلي هندوستان په لاندې کولو سره دا بې سره ښامار د افغانستان پولو ته هم راورسـید، څویې د(۱۸۳۹)ع کال له پیـلیدو سـره د افغانسـتان د لاندې کولو اراده هم وکړه او ددې کال په فبرورۍ کی له ښکار پور څخه د شاه شجاع په ملتیا پر کندهار راغلل او د اپریل په شلمه نېټه یې کندهار لاندې او شاه شجاع یې هلته د لاس پوڅي یا پاچا په توګه پر تخت کښیناوه انګریزانو په دې تېري کې د کندهار او ننګرهار له لارو له شاه شجاع سره د کومک په پلمه څلور پنځوس زره یو سل او پنځوس تنه عسکر او افسران افغانستان ته راوستل او ددې عسکري قوت په ډاډ یې افغانستان هم د خپلو مستعمرو په لړ کې وشمېره.

په افغانستان کې د انګرېزي ځواک او واک ډیرې لږې ورځې شپې تېرې شوې وې، شاه شجاع، مکناټن او ورسره پوځ یې له کندهار نه د کابل په لور را روان شوي وو چې په لاره کې مجاهدینو حملې پرې وکړې د غزني ښار دولتي قواوو او د شاوخوا مجاهدینو له انګریزانو سره میړنۍ مبارزه او مقابله وکړه، تلفات یې ور واړول او تلفات یې ورکړل کابل ته د انګریزي قواوو په رارسېدو سره ملي قیام د قوام لاره ونیوله  محلی پاڅونونه په ملي پاڅون واوښتل او د(۱۸۴۱)کال د نومبر په دوهمه نیټه په کابل کې مجاهدین را پاڅېدل او په انګریزانو یې وسله وال برید وکړ. د مجاهدینو وسله کمزوری خو ایمان او اراده یې پیاوړي وو، په دوو میاشتو کی دننه یې انګریزان له رسوا ماتي سره مخامخ کړل او د سولې له لارې یې ځان ته نجات ورکول غوره وبلـل. د(۱۸۴۲)کال په جنورۍ کې له کابله روان شول؛ خو تر ننګرهار پورې له رسېدو سره یې ټوله اوولس زریزه عسکري قوه تس نس شوه او یوازې ډاکتر برایډن وکړای شول چې د انګریزانو د ماتې خبر تر برتانوي هند پوری ورسوی.

انګریزانوله دومره رسوا او عملي ماتې سره سره بیاهم دا نه شوای منلی چې یو ډېر کوچنی او بې حکومته ملت دی یوه لوی نړیوال طاقت ته ماته ورکړي. د انګریزي سیاستوالو له نظره دا ماته یو تصادف ګڼل کېده، دوی فکر کاوه چې له یوی خوا مکاني او موسمي شرایط او له بله پلوه د انګریزانو د تاکتیکونو کمزورۍ دا ماته دوی ته ورواوړو له، له دې امله انګریزانو د یوې بلې داسې حملې تیارې پېل کړ چې خپل حتمي پری یې په کې سنجولی ؤ ددوی په دې تیاري دېر وخت ولګید څو چې یې د(۱۸۷۸)ع کال د نومبر په(۲۲)نیټه یو ځل بیا پر افغانستان وسله وال تېری وکړ، امیر شېر علي خان د روسانو د مرستې په هیله شمالي ولایاتوته ولاړ  او په مزار شریف کې مړ شو. انګرېزانو له امیر محمد یعقوب خان سره د ګندمک فاتحانه معاهده لاسلیک کړه او دا ځل یې نو افغانستان خپله نه خلاصیدونکې مستعمره وګڼله. انګرېزانو د(۱۸۷۹)کال په جولای کې کابل لاندې کړ او انګرېزي سفیر کیوناري ددې میاشتې په(۲۴)نیټه کابل ته راغی او د لومړي جنګ د سفیر مکناټن غوندې یې په کابل کې حکمراني پیل کړه.

تاریخي پېښو یو ځل بیا د تکرار مخه ونیوه، خلک بیا را پاڅیدل، قیام او غورځنک یې وکړ، کیوناري یې د دسمبر په (۳)مه نیټه په بالا حصار کې وواژه او پر پرنګیانو یر غلونه پیل شول جګړې دوام وکړ، د(۱۸۸۰)کال په جولای کې د میوند تاریخي جنګ ونښت او په نتيجه کې انګرېزانو دوولس زره لښکر تباه شو او دوی پوه شول چې په لومري جنګ کې هم د دوی ماته تصادفی نه وه او دا ځل يې هم شرمېدلې ماته حتمي ده نو ځکه دوی د تل لپاره له افغانانو سره د جنګ پروګرام فسخه کړ، د سولې پیشنهاد یې وکړ. د سولې په کنفرانس کې دهېواد د بې درکه واکمانانو د بې کفایتۍ له امله يو ځل بيا «مفتوح» دښمنان فاتح ښکاره شول او دهېواد اداره د پخوا په شان فاسده پاتې شوه.

د سولې په خبرو کې د انګرېزانو د دواړو بریو علت په هېواد کې د وسله وال تشکل د موجوديت تر څنګه د روشنفکري تشکل نه موجودیت ؤ او له همدې خلا نه په استفادې سره انګریزانو د افغانستان د نیولو په برخه کې خپل تاکتیک بدل کړ، د مستقیم استعمار پر ځای یې د غېرمستقیم ښکېلاک لاره ونیوه او د تحت الحمایه حکومت په را منځ ته کولو یې لاس پورې کړ، ددې کار لپاره یې سردار عبدالرحمان خان خوښ کړ، ملا یې وروتړ له او د افغانستان پرتخت یې کښیناوه، دی لکه څومره چې د انګرېزانو مطیع ؤ هماغومره له خپل ملت سره سختګیر و، د یوه قوي مرکزي حکومت د ټینګولو په تکل یې خانۍ او خانخانۍ ورانې کړې، سرغړونې یې سرکوب کړې او د ډېر واړه مخالفت سزا وحشیانه شکنجې او اعدامونه وو.

له مستقیم ښکېلاک نه د غېر مستقیم ښکېلاک په لور د انګرېزانو تاکتیک بدلېدو له افغانانو نه هم تاکتیک بدلېدل غوښتل او د وسله والې مبارزې پر ځای د فکري او روشنفکري مبارزې اړه لیدل کېده. تر دې وخته د استعمار پر ضـد د سـید جمال الدین افغان فکري او روشنفکري قیام او غورځنګ په اسلامی نړۍ کې پیاوړی شوی و، هر ځای یې لارویان او پیروان موندلي وو او ښکېلاک ته یې مرګوني ټکانونه ورکول، څرنګه چې دده دفکري نهضت لومړني زړي په افغانستان کې کرل شوی وو؛ نوځکه په افغانستان کې هم د استبداد د تورې پردې شاته د روشنفکرۍ تتې ډیوې په بلېدو او ځلېدو وې او دلته هم فکري بهیر پر یوه مرکز د تمرکز تکل او هڅه درلوده. خصوصاً کله چې د شلمې پیړۍ له پیلیدو سره د (۱۹۰۱) ع کال په اکتوبر کی عبدالرحمن خان دا د استبداد مجسمه رانسکور شو په هېواد کې د امیر حبیب الله غوندې عیاش پاچا په رامنځ ته کېدو سره د نسبي سیاسي تنفس زمینه برابره شوه او همدا وخت ؤ چې د هېواد روشنفکرانو فکرونه، لاسونه او ګامونه سره یو کړل او د افغانستان د بشپړې آزادۍ او آبادۍ لپاره یې په متشکل روشنفکري غورځنګ  لاس پورې کړ او د اسلام د مقدس دین د اساساتو په رڼا کې یې د اسلامي افغانستان د خپلواکۍ او متشکله روشنفکري مبارزه پیل کړه.

د انګرېزانو د استعمار له تاکتیک سره د افغانانو د مبارزې تاکتیک هم بدل شو، د انګریزانو مستقیم ښکېلاک په غیر مستقیم ښکیلاک بدل شوی و او د افغانانو وسله واله مبارزه په روشنفکري مبارزه بدله شوه، د افغانستان روشنفکرو مبارزینو خپلې مبارزې ته خاصه کولتوري بڼه ورکړه او په دربار کې دننه یې «د سراج الاخبار د ټولنې» په نامه د مبارزې یوه ډیوه ګۍ بله کړه، دوی ظاهراً یو اخبار راوویست او یو ټولنځی یې ځان ته جوړ کړ؛ خو لوی هدف یې د روشنفکري افکار و د تبادلې یو سنګر جوړول وو. د انجمن جوړیدل د (۱۳۲۳هـ ق)کال د صفرې په (۲۵) نیټه (۱۹۰۵ ع کال) د سردار عبدالقدوس خان اعتماد الدوله له خوا تصویب شول او اخبار یې شپږ میاشتې وروسته د «سراج الاخبار افغانستان» په نامه د(۱۳۲۳)هـ ق کال په ذیقعده کې نشر کړ؛ خو ځیرک او مکار دښمن پوه شو، په خپل لاس پوڅي حکومت یې فشار راووړ او دا د اخبار وړومبۍ ګڼه وروستنۍ ګڼه هم شوه او انجمن خور وور کړای شو.

د اختناق نتیجه انفلاق وي او کله چې د ښکاره مبارزې مخنیوی وشي؛ نو زیر زمیني بڼه غوره کړي، ځواک او پیاوړتیا پیدا کړي او تر پخوایې زیات د انقلابي روشنفکري غورځنګ لپاره لاره هواره کړه، دا و دافغانستان د لومړي مشروطیت غورځنګ- ددې غورځنګ په  سر لارو کې ښاغلی غلام سرور خان واصف و چې د سراج الاخبار د انجمن مهم غړی هم و، په دې توګه دا غورځنګ د هغې مبارزې ادامه وه. د مبارزې دا لاره له درې کاله تفکر نه وروسته غوره او دا غور ځنګ د(۱۳۲۷)هـ ق کال په صفره کې په منظم او منسجم ډول پیل شو. په لږ وخت کی د مشروطه غوښتونکو ځوانانو شمیر درې سوه کسانو ته ورسېد چې په وړو وړو جرګو کې سره ووېشل شول او په هره جرګه کې به هغه ملګري چې ښه به یې سره پېژندل یو ځای کېدل او بیا به یې د ځان لپاره یو رییس او یو منشي ټاکه، دا وړې وړې جرګې احتیاطاً یو له بل نه بېخي بېلې وې؛ خو د ټولو عمومی رییس مولوي محمد سرور واصف و. د مشروطيت د غور ځنګ مرکزي شورا په یوه غونډه کې د پاچا په نوم عریضه ولیکل او په واضحو ټکو یې ورته ولیکل چه ته باید «مطلقه شاهي» په «مشروطه شاهي» بدله کړې، پاچا د درباري چاپلوسانو په مشوره د مشروطیت دا حرکت ناوړه وباله او ددوی څو ملګري يې ځای په ځای اعدام کړل او کله یې چې ددې ډلې مشر مولوي محمد سرور واصف توپ ته تاړه ده په ډیر لږ مهلت کې په ډیرو آرامو اعصابو یو کاغذ ولیکه او پکې ویې لیکل:

«در حالیکه به آمنت بالله و ملئکته… ایمان کامل داشتم به حکم امیر کشته شدم:

روزیکه شود اذا السماء انفطرت

وندر پی آن اذا النجوم انکدرت

من دامن تو بگیرم اندر عرصات

گویم: صنما! بای ذنب قتلت

توصیه من به اخلاق اینست:

ترک مال و ترک جان و ترک سر

در رۀ مشروطه اول منزل است»

دا منزل په دې ډول طی شو، د وی په خپل مرام سرونه ورکړل؛ خو له هدف نه تېر نه شول، دوی خپل مرام د قران کریم د «تلک عشرﮤ کامله» په اساس لس ټکي ټاکلي وو، چې مهم یې د اسلام د مقدس دین ټول احکام منل، د ملي حقوقو تر لاسه کول او د مشروطه رژیم رامنځ ته کول، د معاشرې اصلاح، ملي وحدت پېاوړی کول، د پوهې عامول، د ملي شورا جوړول، د افغانستان بشپړه خپلواکي تر لاسه کول او د مدنیت راوستل… وو.

د لومړي مشروطیت د شهیدانو پاکو وینو مبارزه سرخرویه کړه او دا لاره یې روڼه او روښانه.

دوهم مشروطیت تر پخوا هم توند، انقلابی او مدبرانه و. د دوی په تګلاره کې هدف ته د رسیدلو لپاره د وسلې استعمال هم روا و، دوی هم ظاهراً د محمود طرزي د سراج الاخبار افغانیه په حلقه کې راغونډوو؛ خو خپل پټ او انقلابي کارونه یې هم وړاندې بیول، په شور بازار کې یې د امیر حبیب الله خان په موټر فیرونه وکړل خو خطا ولاړل او د پیښې په جرم عبدالرحمان خان لودین ونیول شو. یو کال ورسته د آزادیخواهانو د یوه مدبرانه پروګرام په اساس د ژمي په یوه یخه، سړه او غلې شپه کې د تومانچې يوه ډز سکوت مات کړ، د پاچا له استعماري فکره ډکه ککرۍ وشیندل شوه او ددې شپې له ختمیدو سره د آزادۍ سپېدې هم په چاودیدو شوې او دا د (۱۹۱۹) کال د فبروری (۲) شپه وه.

۲- د خپلواکۍ اعلان:

د افغانستان د مشروطه خواهانو د روشنفکري نهضت په نتیجه او قوام کې د روشنفکرانو یوه بله ډله جوره شوه چې د دربار سري ګوند بلل کېده په دې ګوندکې د دربار روشنفکران د پاچا د زوی عین الدوله امان الله خان په شمول راغونډ شوي وو دوی د تحت الحمایه پاچا د وژلو نقشه داسې وخت طرح کړه چې پاچا د خپل هرکلن پروګرام مطابق په لغمان او جلال آباد کې د ژمي شپې ورځې تیرولې او له معمول سره سم عین الدوله امان الله خان په کابل کې دده د وکیل په حیث دولتي چارې تر سره کولې، دده له وژل کېدو سره ددې سري ډلې غړي هم په جلال آباد او هم په کابل کې فعال شول. د پاچا تر خښېدو وړاندې نایب السلطنه نصرالله خان د درباریانو له خوا د افغانستان په پاچاهۍ وټاکل شو او له حاضرینو نه بیعت واخیستل شو. د نوي امیر له خوا د هند وایسرا ته هم د امیر د مرګ او د خپل ځان د پاچا کېدو خبر ورکړ شو او انګرېزانو ته یې ډاډه ورکړ چې د امیر حبیب الله خان د تحت الحمایګۍ په لاره به روان وي. نوي امیر کابل ته هم شجاع الدوله خان راولیږه چې د امان الله خان په وسیله له خلکونه بیعت ورته واخلي.

څرنګه چې د امیر وژل کېدل د یوه روشنفکري مدبرانه پاڅون له مخې شوی وو او مشهوره ده چې پاچا د همدې شجاع الدوله په تفنګچه وژل شوی و او امان الله خان هم د همدې ډلې یو فعال غړی و  نو امان الله خان په دې بهانه چې سردار نصرالله خان یې د پلار په قتل کې لاس لري ده ته له بیعت ورکولو نه نټه وکړه

د کابل د عیدګاه په لوی جومات کې یې خلک را غونډ کړل، د پلار د مرګ خبر یې په ډېر «تأثر» ورته واوراوه او بیا یې د خپل تره سردار نصرالله خان او د خپل ورور سردار عنایت الله خان په بې تفاوتۍ چې دده د پلار د مرګ تحقیق یې نه دی کړې رڼا واچوله او ور پسې یې خپله پاچاهي اعلان کړه او له خپلې پاچاهۍ سره یې د افغانستان آزادي هم اعلان کړه او په داسی حال کې چې د سفر برۍ دریشي یې اغوستې وه د یوې مؤثرې او اغېزمنې وینا په ترڅ کې یې وویل:

« زه شاهي تاج په دې شرط په سر ږدم چې دافغانستان بشپړه خپلواکي تر لاسه کړم تاسو باید د خپلې آزادۍ له دښمنانو سره وجنګیږﺉ او پر دښمن غور ځنګ وکړﺉ…»

« زما ګرانه ملته! زه به تر هغې د سر تېري دا جامې له  ځانه لرې نه کړم څو د وطن مور ته د استقلال جامې وروانه غوندم، زه به دا توره تر هغې تېکي ته وانه چوم څو

د خپل ملت د حقوقو غاصبین په خپل ځای کښینوم!…»

«ای ګرانه ملته! او ای زما فداکارو سر تېرو! راوړﺉ خپله وروستۍ شتمني د خپل وطن د خلاصون لپاره! را ځئ چې خپل له غیرته ډک سرونه د خپل وطن د خلاصون لپاره قربان کړو!…»

دا د (۱۲۹۷) هـ،ش کال د کب (۹) نیټه وه چې د (۱۹۱۹ع) کال د فبرورۍ له (۲۹) مې نېټې سره سمه وه او دا وه د افغانستان د بشپړې خپلواکۍ د اعلان ورځ. له همدې اعلان سره انګرېزانو ته خبر ورکړ شو چې د افغانستان بشپړه آزادي ومني او د افغانستان له پخوانیو حکومتونو سره د تحت الحمایګۍ شوي تړونونه منسوخ وګڼي!.

۳- د ښکېلاکګرو جنګ غوښتنه:

د انګرېزي استعمار خونړی ښامار د افغانستان د آزادۍ له اعلان او غوښتنې سره تاو را تاو شو، سره له دې چې دوه ځله یې د افغانستان د میړني ملت له لاسه نه هېرېدونکې ماته خوړلې وه او سره له دې چې د مستقیم ښکیلاک داړي یې ز موږ مومن ملت ماتې کړې وې بیا هم حاضر نه و چې د افغانستان له غیر مستقیم ښکېلاک نه تېر شي او داسې په آسانۍ ز موږ آزادي ومني.

امان الله خان د (۱۹۱۹ع) کال د مارچ په درېیمه نېټه د هند وایسرا ته د افغانستان د آزادۍ رسمي خبر ورکړ او په دې بناﺀ یې له انګرېز سره د نوي تړون چې په مساوي حقوقو ولاړ وي پېشنهاد وکړ او مخکې له دې چې د انګرېزانو د هو! یا نه! ځواب واوري د یوه آزاد دولت په توګه یې ملي چارې عیارې کړې او د نړۍ هېوادونو ته یې د افغانستان هیأتونه ولیږل څو له یوې خوادې هېوادونو ته د افغانستان د آزادۍ خبر ورکړي او له بله پلوه د سیاسي اړیکو د ټینګولو په باب ورسره وغږیږی.  انګرېزانو هم بې له دې چې ددې مکتوب دپلوماتیک ځواب ورکړي په برطانوي هند کې یې په نظامي سوقیاتو لاس پورې کړ، د افغانستان په پولو یې لښکرې راغونډې کړې او په دې عمل سره یې افغانستان ته د جنګ ټټر وواهه. امان الله خان هم له یوې خوا عسکرې راغونډې کړې او له بله پلوه یې د افغانستان مسلمان، اتل او زنځیر ماتوونکي ملت ته د جهاد اعلان وکړ او په دې ترتیب ز موږ د آزادۍ د حق غوښتنه د انګرېزي ښکېلاک په توپونو، ټانکونو، الوتکو او د ټوپک په خوله ځواب شوه او د افغان انګرېز درېیمه جګړه ونښته.

ددې تحمیل شوي جنګ له پاره ز موږ عسکر لږ، د جنګ وسایل محدود او د انګرېزانو تر نظارت لاندې زموږ نظامي نظام ګډ وډ او نا مرتب و؛ خو زموږ د مؤمن اولس ایمان او اراده پیاوړې، غښتلې او د تیري په مقابل کې د «نه تسلیم» په ټینګه روحیه مجهزه وه. چېر ته چې عسکر رسېدلي وو هلته عسکرو جهاد پېل کړ او چېر ته چې عسکر لا نه وو اولس د جهاد چارته لاس اوږد کړ او یو ځل بیا هم د نړۍ له یوه لوی قدرت سره د ډغرې وهلو ایماني تيارې پېل شوه.

د افغانستان او برطانوي هند په اوږده سرحد له ختیځ نه تر جنوب لویدیځ پورې ټوله پوله د جنګ لپاره چمتو کېده، انګرېزانو ټول نظامي تجهیزات درلودل، درې لکه څلوېښت زره لښکر یې له یو سل پنځه اتیا زرو څاروو سره، د ریل او سړکونو له لارو سرحد ته رسول کېدل او د افغانستان او برطانوي هند تر زر میله زیات سرحد باندې ځای په ځای کېدل. دوی منظمې مخابرې درلودې، توپونه، ټانکونه او جنګي الوتکې یې  په ملاتر روان وو. له بلې خوا افغانان تش لاس، نامنظم په کږو وږو لارو سرحدونو ته راتلل، د ارتباط وسایل سې نه وو، د خوړو تنظیم یې نه وو، د وسلو کمی یې محسوس و؛ خو ایمان یې پیاوړی و، اراده یې ټینګه وه او په بري یې بشپر ایمان درلود، انګرېزي لښکرې په ناکام او مجبورۍ د سرحد په لور خوځېدې؛ خو افغاني نظامي او ملي قواوې په جوش خروش مینه او حرارت سرحد ته راتللې. انګرېزانو خپلې لښکرې د (۲۳) تنو پیاوړو او جنګ لیدلو جنرالانو تر قوماندې لاندې تنظیم کړې وې؛ خو افغان لوري د جهاد لپاره درې لوی محاذونه وټاکل او د درېو قوماندانانو په قومانده یې قواوې تنظیم کړې. افغانان په مادي لحاظ واقعاْ کمزوري وو؛ خو په معنوي لحاظ د افغانستان له ملت سره د صوبه سرحد او بلوچستان پښتانه او د برطانوي هند ټول مسلمانان ولار وو او په خپل ـ خپل وس یې د دوی ملاتړ کاوه. ټولو خپله په لاس کې وسله راواخیسته او د انګرېز په مقابل کی را ولاړ شول. د صوبه سرحد نه د جهاد مشران لکه د تورنګزو حاجی صاحب او ځینې نور جلال آباد ته ورسېدل او همدا راز په پېښور کې د انقلابیونو یوه (۳۲) کسیزه کمېټه جوړه شوه چې نهه سوه کسه ځوانان یې درلودل او د افغاني پسته خانې له رییس میرزا غلام حیدر خان سره په ارتباط کی وو، د هند پښتانه او مسلمان عسکر په قشلو کې هم په دې تیاري کې وو چې په انګرېزي لښکرو باندې به له منځ نه برید کوي. په لاهور کي خلک را پاڅېدل او په تش لاس له انګلیسي پولیسو سره وجنګېدل، د پنجاب په وزیر آباد کې خلکو پر مهمو انګرېزی سټیشنونو حملې وکړې، په ګوجرانواله کې د لاهور په امرتسر او کاسوش کې پاڅیدنې وشوې خو انګرېزانو دا ټول د وسلي په زور غلي کړل اما خلکو بیا هم خپل انګرېزي ضد فعالیتونه جاري وساتل.

۴- درې لویې جبهې:

د افغانستان د جهاد لوی قوماندان د افغانستان دفاعي سنګرونه په درېو عسکري واحدونو وویشل: شرقي جبهه، جنوبي جبهه او جنوب غربي جبهه، چې هرې جبهې بېلابېل دفاعي لوی او واړه سنګرونه درلودل.

لومړی: ختیځه جبهه:

د ختیځې جبهې د جنګي سمبالښت له پاره د افغانستان د دفاع نوی وزیر سپه سالار صالح محمد خان وټاکل شو. ده له خپلو منصبدارانو او عسکرو سره په بیړه ځان سرحد ته ورساوه، بې له دې چې له ملي مشرانو سره سلا مشوره وکړي او ملي لښکرې له خپلو عسکرو سره ملې کړي او یا هغه پروګرام تطبیق کړي چې د دولت له خوا ورته ټاکل شوی او ویل شوی وو چې ټولو جبهو ته قوماندانان ورسېږي تعرض دې پېل کړي. د پکتیا او کندهار قوماندانان لا په لاره کې وو چې صالح محمد خان د جنګ تر رسمي اعلان وړاندې د (۱۹۱۹) کال د مۍ په درېیمه نېټه تعرض پېل کړ. انګرېزانو بشپړه تهیه درلوده یوه یې د پیښور پلې فرقه (۱۴۱کنډکه) یو یې د سپرو غونډ (درې کنډکه) له (۶۶) توپونو، (۱۰۴) میله ماشیندارو، څو بم غورځوونکو الوتکو (۴) ټولیه مېن اېښودونکو، یو کنډک مخکښانو، دوو فرقو احتیاطي پلو عسکرو او دوو لېوا و اوو سپرو سره د جنګ ډګر ته راغلي وو. په مقابل کې زموږ دولتي لښکر ډېر لږ، تش لاسی او بې تهیې و، عسکر یې دوه غونډه پلي (۶ کنډکه)، يو کنډک سواره، یو کنډک توپچی وو چې (۴۸) توپونه یې درلودل.د جبهې لوی قوماندان صالح محمد خان له يوې خوا تدبیر نه درلود او له بله پلوه یې مورال ډیر کمزوری و او په دښمن باندې یې بې تهیې حمله وکړه، ده فکر کاوه چې د خط د دواړو خوا ؤ اوسېدونکي د انګرېزانو پر ضد پارېدلي؛ نو دوی به ډېر ژر تر پېښوره پورې فتوحات وکړي او د سوبې ویاړ (؟) به یې په برخه شي. په لومړي قدم کې یې فتوحات وکړل، کافر کوټ یې د لنډي کوتل په جنوب کې لاندې کړ او ځینې نورې سیمې یې ونیولې؛ خو کله چې د مۍ په اوومه او نهمه نیټه انګرېزي لښکرې د دوی مخې ته راغلې او د جنګ اعلان یې ورکړدی او عسکر یې چې ملي لښکرې  یې تر شانه وې ډېر وارخطا کړل، الوتکو بمبارۍ پرې وکړې، توپونو اورونه بل کړل او دوی یې په شاراتګ ته اړ کړل. د پېښور د ښار خلک چې پر انګرېزانو را پاریدلي وو د نوښار د انګلیسی  قوا وو له خوا محاصره شول او د مۍ په (۱۱) نېټه یې د افغاني قوا وو په مقابل کې زورور جنګ پېل کړ؛ سره له دې چې عسکر په میړانه جنګېدل؛ خو قوه یې ډیره لږ او کمزورې وه؛ موږ د افغاني قوا وو کمزوري او وارخطایي له هغه لیک څخه معلومولی شو چې د کافر کوټ د عسکرو قوماندان مرحوم کرنیل ګل محمد خان د (۱۳۳۷) هـ،ق کال د رمضان المبارک په دوهمه نېټه د اعلیحضرت امان الله خان په نامه لیکلی دی. دی په خپل لیک کې د قوا وو انډول دا سې بیانوي:

« فدای حضور مبارک اعلیحضرت والا شوم کیفیت محاربۀ کافر کوت که همرای دشمن مقابل شدم عرض میدارم!

1-       برای فدوی دولت از طرف جناب سپه سالار صاحب امر شد که به همرای یک تولی اردلی تعلق نظام الدین خان کپتان کوچ کرده حدیکه خود فدوی دولت ملاحظه کرده بود رفتیم و خیمه ها را به اصول نظامداری برپا نمودیم. مدت سه یوم در آنجا بحال مدافع بودیم و احوالات سرحدی از هر قسم که اطلاع یافتیم بذریعۀ خط برای جرنیل صاحب و سرحدار صاحب اطلاع میدادیم.

در باب کمبودی نفری خود و نا بودن توپ همه وقت عرض نمودیم همان بود که دو ضرب توپ (9) پنی قاطری و دو تفنگ ماشیندار و پنجاه و یک نفر تفنگ دست تواقف دکه از تولی (2) اردلی که همرای فدوی برای خدمت رفته بود در موضع کافر کوه رسیدند برای خود سنگر گرفته و استحکام خود را گرفتند. په لاره کې د پکتیا قومي لښکرې ورسره ملې کېدې او کله چې د برطانوي هند پښتني قبایل له دې غورځنګ نه خبرېدل نو دوی هم ځانونه جهاد ته چمتو کول او د دښمن په مقابل کې یې تیاری نیوه. په انګرېزي قشلو کې هم مسلمان او پښتانه عسکر او ملیشه په تیاري کې وو چې د افغاني مجاهدینو په ور رسیدو له دوی سره له مهماتو او وسلې سره مله شي. هر ځای به چې افغاني قواوې ورسېدې هلته به اولس ورسره ملګری شو او مسلمان او پښتانه عسکر او ملیشه به د دښمن له صفه رابېل او له دوی سره مله شول، مسودو او وزیرو  د دښمن په نظامي قشلو پرله پسې حملې کولې، د سپین وام، واڼه او سرو کي نظامي اډې فتح شوې او دښمن په تېښته په شا ولاړ، په توچې کې هم د انګرېزانو نظامي تأسیسات فتح شول، ورپسې د دته خېلو، شپانه، خیسوري او نري توت تاڼې مجاهدینو او اولسي غازیانو لاندې کړې، د هنګو او میرانشاه ملېشې د پت خان صوبه دار او ترین خان جمعه دار په مشرۍ بغاوت وکړ د چاوڼۍ په دېوال کې یې نغم (نقب) وواهه، له وسلې سره ووتل او د باندې له خپلو مجاهدو وروڼو سره مله شول.

د افغاني عسکرو، قبایلي ځوانانو او د سیمې د اوسېدونکو او ملیشې همکارۍ افغاني قواوې د دښمن له پاره دومره مهیبې کړې چې انګرېزي جنرالانو او قوماندانانو ته زموږ لږې قوا وې تر اصلي شمېر او تجهیزاتو له لسهاوو ځله زیاتې ښکارېدې د نمونې په ډول له نادر خان سره د پکتیا په جبهه کې د رسمي تجهیزاتو احصائیه په دې ډول وه:

پنځه کنډکه پیاده، یو کنډک او دوه ټولیه سپاره، یو کنډک توپچي چې لس توپونه یې درلودل او له دې جملې نه یې دوه هاوتزر توپونه ووخو انګرېزي مسؤلینو ته دا قوه درنه ښکارېده  او داسې مرعوب شوي وو چې د برطانوي هند حکومت ته یې په راپور کې ولیکل:

نادر خان له یو کنډک رسالې، (۱۴) پیاده غونډونو او (۴۸) توپونو سره زموږ په محاذونو باندې د برید په حال کې دی.

په دې اساس زموږ لږو؛ خو ایماندارو قواوو د دښمن په ډیرو مجهزو؛ خو بې ایمانه قواوو کې ژوره وېره پیدا کړه، هر ځای ته چې به افغاني قواوې رسیدې له هغه ځایه به انګرېزي قواوو په تېښته پښې سپکولې او له انګرېزانو به یې پر له پسې سیمې لاندې کولې.

د استقلال دا جبهه ډېره پراخه او کامیابه جبهه وه، له پاړاچینار او ټل نه تر میرانشاه، واڼه، ګل کڅ او تر ږوب او قلعه سیف الله پورې غځېدله، ددې جبهې له یوه غازي جرنېل یار محمد خان وزیري سره مې په (۱۳۴۷) کال کې داسې وخت چې سن یې پنځه نوي کلنۍ ته رسېدلی و یوه مرکه وکړه، ده د خپلې قوي حافظې په وسیله ددې جبهې په باب ډیر زیات معلومات راکړل او کله ـ کله به د پېښو په حکایت کې  داسې احساساتي شو لکه اوس چې هم د جنګ په ډګر کې ولاړ وي.

ارواښاد جرنېل یار محمد خان وزیري په خپله مرکه کې څرګنده کړه چې موږ له انګرېزانو نه ددې لویې جبهې په اوږده خط کې پنځوس چوڼۍ ونیولې او له نادر خان نه مو وغوښتل چې دا چوڼۍ د بېلابېلو غازیانو په نامه ونوموي خو دوی یوازې د ټل چوڼۍ له خپل نامه سره یاده کړه او د نورو چوڼیو په باب یې دا لورونه ونه کړه، غازي یار محمد خان هغه چوڼۍ چې ورته یادې وې په دې ډول یادې کړې: قمر دین، سره څا، سره دره، ګوست، څڅوبی، زیارت حسین بابا، ګلکڅ، شین باژی، میراري خېل، مغل کوټ، احدي درګه، برج، شارد اکوزي، سلېزي، ماڼي خوا، مغل کوټ ثاني، سره چوڼۍ، ګرده، نکه، بابړي چوڼۍ، کلا سیف الله، تحصیل ږوب، توی، کجیره، نیلی، سپینکی کڅ، خورمه، مرتضی کوټ، بزارګی، بټي کوټ، ډبره، وړه، تنایي، مانجي ګره، مانجي، شېرنه، سروکۍ، جنډوله، دنګه، منځۍ، سپین وام، رزمک، نور آشا، توتاخېل، کجیرۍ، ټل.

د غازي یار محمد خان ته د خپل سنګر د ځینې پیاوړو غازیانو او قومي مشرانو نومونه هم یاد وو چې ځینې یې داسې معرفي کړل: د احمد زي وزیرو مشران: انګور خان فرقه مشر، شیر محمد خان فرقه مشر، عبدالله جان خان غونډ مشر، سید خان، حاجی امیر محمد، حاجي ګل خان خوني خېل، قاضی صاحب، دلباز خان فرقه مشر، عصمت خان، جلات خان توچي خېل، زر معین ګنګلي خېل، اسلم خان غازی کجیخېل.

د مسودو مشران: موسی خان جرنېل، عبدالحی مسود، موسی خان، شاه بران خان فرقه مشر، سدو خان، شاهزاده صاحب د ملا پوونده زوی.

د شېراڼیو مشران: مشوخان (غازی او شهید)، … مندوخېل، اجمیر خان صوبدار (غازی او شهید).

د خروټیو مشران: نعمت خان (غازی او شهید)، شېر جان خان (غازی او شهید)، مارزک خان.

د سلیمانخېلو مشران: سردار فتح خان خدایداد خېل، موریاڼی حسن خېل، جرنېل یار محمد خان وزیري.

د کابل خېلو وزیرو مشران: زرخان نایب سالار، زقیم خان سیفلی کابل خېل، نقیب خان سیفلی کابل خېل، ګرخان سیفلی کابل خېل، ګل اترانی خان.

د احمد زي وزیرو مشران: ملا حمزالله اخوند، قایم خان غازی، ماما خان، مهربان خان تاجخېل، صلاح شاه غازي.

د کاکړو مشران: قایم خان، سردار کلا خان، سردار رحیم خان، شیریک خان، حسن خان، امیر شاه قریش مسعودي.

انګرېزانو د مجاهدینو په خورو ورو لیکو بې رحمانه بمباري هم کوله؛ خو مجاهدینو ته سره له دې چې الوتکې یو نوی څیز ؤ، د دوی روحیات یې خراب نه کړای شول او پخپلو ټوپکو به یې ډزې پرې کولې چې حتی ددې ډزو له امله یوه هغه برتانوي الوتکه چې د پټان په بندر یې بمباري کوله د یوه مجاهد په ګولۍ ولګېده چې د همدې ډز له امله خپل ځای ته له رسیدو مخکې رانسکوره شوه.

د جنوبي جبهې په اوږده لیکه او ټولو سنګرونو کې افغاني قواوو تعرضي دریځ درلود او په بیړه مخ په وړاندې روانې وې، انګرېزان ووېرېدل چې مبادا د برتانوي هند پښتني حتی مسلمانې سیمې سقوط وکړي نو په ډیره وارخطایۍ یې افغانستان ته د متارکې پیشنهاد وکړ. د افغانستان پر حکومت باندې د متارکې غږ داسی وخت شوی و چې شرقي جبهه بې غیرته منصبدارانو د صالح محمد په مشرۍ دښمن ته خوشې کړې وه او مرکز یې د نورو جبهو د بري په باب هم اندیښمن کړی و؛ نو ځکه د افغانستان حکومت د انګرېزانو دا پیشنهاد ومانه او د نورو جبهو په شمول یې د پکتیا جبهې ته هم د متارکې خبر ورکړ او بریالي غازیان چې په بیړه د دښمن په مورچو ورختل او نوي سنګرونه یې نیول په مایوسۍ له جنګ نه راغبرګ شول او د دښمن مورچې یې خوشې کړې.

درېیمه: د کندهار جبهه:

په کندهار کې یو پیاده غونډ (۳کنډکه) دوه کنډکه سپاره او توپچي د غلام نبی خان ناصري تر قوماندې لاندې موجود وو او د جهاد لپاره لښکر د صدراعظم عبدالقدوس خان اعتماد الدوله په مشرۍ ولېږل شو؛ خو اعتماد الدوله لا په لاره کې و او کندهار ته نه ورسېدلی چې په شرقي جبهه کې له دښمن سره جنګ پیل شو. انګرېزانو د خپل پروګرام له مخې په بولدک هم برید وکړ او زموږ په سرحدي تاڼه یې حمله وکړه، له افغاني محافظینو نه یې و پوښتل چې تسلیم شي؛ خو هغوی له کمښت سره ـ سره په دفاع پېل وکړ او پنځه ساعته یې میړنۍ جګړه ورسره وکړه او عسکري کلا هغه وخت د دښمن لاس ته ولوېده چې د کلا ساتونکي عسکر (۱۵۰) تنه شهیدان او د قوماندان په شمول یې پاتې (۱۵۰) تنه سخت ټپیان شوي وو؛ کندهار ته ددې خبر په رسېدو سره خلک وپارېدل او د کندهار غونډ مشر غلام نبي خان د سفر برۍ امر صادر کړ؛ خو د کندهار والی خوشدل خان لویناب چې د امیر حبیب الله خان له وخت نه پاتې و د انګریز په مقابل کې د لښکر کشۍ مخه ونیوله؛ اعتماد الدوله په لاره کې ؤ چې د جهاد اعلان یې کاوه او خلک پرې راماتېدل، کندهار ته له رسېدو سره یې خاین والي بر طرف کړ، پخپله یې کفن واغوست او په زر هاوو کسان یې له خپلو وسلو او توښې سره په لښکر کې راټول شول او د دولتي عسکرو تر څنګ یې یو لوی ملي پوځ تنظیم کړ. د جهاد «علم» یې وتاړه  او له زر ها وو لښکرو سره د افغاني سرحد په لوري روان شو، انګرېزانو د سني او شیعه په نامه د جبهې شاته د خپلو عمالو په وسیله فتنې ولاړې کړې خو کامیابې نه شوې، افغاني لښکرې له افغاني پولو راو اوښتې او یو نیم میل په انګلیسي برید وردننه شوې او د چمن د اوبو منبع یې لاندې کړه، انګرېزانو د اوبو د منبع د تر لاسه کولو لپاره له اعتماد الدوله سره مکاتبه پېل کړه خو ده نه یوازې د چمن عسکري پایګاوې تهدید کړې وې بلکې کوټه یې هم تر تهدید لاندې ونیوه؛ خو همدا وخت د متارکې او د انګلیسي خاورې د بیرته پریښودو خبر ورته راورسېد، ده متارکه ومنله خو په شا راتګ ته یې غاړه کینښوده او ویې ویل یې زه غواړم چې له خپل ټول لښکر سره په مخ ولاړ شم څو د هندوستان له لارې د بیت الله شریف په حج ځانونه مشرف کړو په دې ترتیب د جهاد دا جبهه هم بریالۍ او کامیابه وه او د دښمن په مقابل کې یې افغاني شهامت وښود.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!