منډيګک
افغان تاريخ

د افغانستان لرغونې پاڼې به څوک ولولي؟

0 14

په تېرو دېرشو کالو کې د افغانستان نه په سوونو داسې اسناد غلا شوي او نورو ملکونو ته وړل شوي دي چې د دې هېواد تاريخ روښانه کيدېشي.
تر اوسه د ١٥٠ نه زيات اسناد چې باختري ( ارين) گندهاري يا خروشتي او عربي ژبو کې دي، ولوستل شوي دي.
اصل اسناد دهوسۍ پر څرمنې يا د ونو پر پوټکو چې خاص د ليکنو لپاره کاريدل، ليکل شوي دي. يو څو پکې په ټوکر او ځينې په لرگيو ليکلي دي. د ډبرو او د سيکو د پاڅه کنده شوي او د قيمتي ډبرو د پاڅه ليکنۍ چې د مهر لپاره کاريدل ورباندې دا ژبه ليکلې ده. د باختري ژبې اسناد ټول د افغانستان د شمالي سيمو او زيات يې د بلخ شاو خوا نه موندل شوي دي. ځايي مشرانو پخپل لاس يا خو بهرنيانو ته ډالۍ کړل او يا ممکن خرڅ يې کړل. د داسې اسنادو راټولوونکې د بريطانيې يو ايراني نژاد ډاکټر ناصر داود خليلي دی او د يو نادر ليکنې لپاره ډېرې پېسې ورکوي.
خو د دې سره سره بې شميره جعلې يا بدل اسناد هم جوړ شوي دي چې يوناني او داسې نورې زړې ژبې پرې ليکلي وي او د ځينو خلکو کاروبار پرې تود دی. که يو کس باختري ژبه زده کړې وي نو هغه په اصل او بدل کې توپير کولې شي. خو داسې افغانان چيرته دي چې لرغونو ژبو زدکړې ته زړه ښه کړي.


په دې کې ترټولو مهمه هغه ليکنه ده چې پکې په لومړي ځل د افغان نوم ذکر شوى دى. دا ليکنه د ٤٦٠ ميلادي کال نه را پاتې ده او په اصل کې د افغانانو او د “روب” د خلکو تر مينځ د يوې جگړې په اړه ده. روب اوس د روى په نوم د سمنگانو د ولايت په جنوب کې ولسوالۍ ده.
يو بل په زړه پورى سند د ٣٦٠ ميلادي کال يوه نکاح نامه ده چې په دې کې يوه ښځه په يو وخت کې د دوو ورونو سره د واده لپاره خپله خوښي ښايي.
زياتره اسنادو کي د سمنگان د ځينو برخو نومونه ليکل شوي دي. په يوه برخه کې د جوزجان د ځينو سيمو ذکر دى. د عربي ژبې په اسنادو کې .
د ماليې رسيدونه او د هغه وخت د سرکاري معاملو اسناد دي. په دوې کې د ځينو داسې کسانو نومونه دي چې په باختري اسنادو کې يې هم ذکر شوى دى. ځينې اسناد د اتمي پيړى دي او ډېر پکې د يوه سړي د کورنۍ پورې اړه لري چې يو د “بيک زوى” نوميږي. دا سړى بايد خپله ماليه ورکړي، نوى عربو واکمنو ته د ماليې ورکول او دوې سره معامله په عربي ژبه کې کيږي. په باختري ژبه کې هم داسې ليکنې هم شته چې د دې سړي د کورنۍ پورې تړاو لري، نو په يوه لنډه موده کې د سيمې اداره د باختري ژبې نه عربي ته کډه کوي.
دا د لومړۍ عيسوي پيړۍ د سر نه واخلۍ د اسلام تر لومړۍ دورې غځيدلى وخت دى چې دوهمه هجري پيړۍ ده. ډير شيان په دې وخت کې نه يواځې په سياسي، بلکه په مذهبي او کلتوري نوگه هم بدل شوي دي. د باختري ژبې يو پوهه د بريطانيې د کيمبرج پوهنتون پخوانې استاد نيکولا سيمز ويليم دی. هغه په ٢٠٠٥ م کې کابل ته ولاړو او هلته يې په موزيم کې د رباطک ډبرليک ولوستلو. د دې نه وړاندې د سرخ کوتل ډبر ليک په ۱۹۵۰ م کلونو کې هم هغه سيمې کې موندل شوې و.
يو بل کس چې باختري ژبه يې زده کړې يا پرې پوهېږي، د کلکتې د پوهنتون استاد بي- اېن- مکرجي دی. هغه د رباطک دبر ليک د لوستلو نه وروستو د سيمز ويليمز ژباړه کې تېروتنې په نښه کړې. د سرخ کوتل ډبر ليک هم د کابل په موزيم کې ايښي دی. هغه وخت دا د باختري ژبې د لوست او د پوهې لپاره لومړنۍ کيلي وه.
په کابل کې د کوشاني څېړنو يو پورا مرکز جوړ دی چې پکې څو استادان په څېړنو بوخت وي او هر کال څو کتابونه يا راپورونه خپاره کړي. خو د دوي په ټولو څېړنو کې د سيمز ويليم او يا د ” هېننگ” د ليکنو ذکر وي. هيننگ هغه لرغون پوهه و چې په لومړي ځل يې د باختري ژبې کيلي وموندله.
د خواشينۍ خبره دا ده چې د بريطانيې او د اروپا په يو پوهنتون کې هم اوس د افغانستان د لرغوني تاريخ يو استاد هم نشته چې څوک ورسره څېړنې وکړي. ايا داسې ځوانان شته چې پخپله باختري ژبه زده کاندي او هغه ټول ډبر ليکونه او اسناد بيا د سره ولولي چې پکې څه ليکلي دي.

اړوند پوسټونه

سرچينه

د ډاکټر سيمز ويلمز مرکه په ٢٠٠٧ کال د اگست مياشت.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!