منډيګک
افغان تاريخ

سر تور فقير

0 24

د پُښتون قام د اتلانو نوملړ بلها اوږد او پراخه دی. قُدرت وخت پهٔ وخت پهٔ دې قام کې داسې ښاغلي او نوموړي پيدا کړي دي چې هر يوهٔ پهٔ خپل وخت کې يؤ ستر تاريخ جوړ کړی دی. د مېړانې، غيرت، ننګ او تورې بلها څښتنان پهٔ دې اولس کې زېږېدلي دي. پهٔ دغه وياړلي نوملړ کې يؤ نوم د سر تور فقير هم دی د چا مېړانه، غيرت، توره او ننګ چې د وخت د ستر سامراج او يرغلګر پيرنګي سره پهٔ تش لاس جنګېدلی او د عمرا خان جندولي نه وروسته يې پهٔ سيمه کې تر ډېرې مودې د پيرنګي خوبونه تښتولي وو. د 1897م د ملاکنډ پاڅون د دغه ستر اتل مېړانه او زړورتيا د پيرنګي بلها ليکوالانو پهٔ خپلو کتابونو کې پهٔ ډکه خُلهٔ ستايلې ده او د دې سيمې پهٔ تاريخ کې يې هغهٔ ته پوره ځانګړتيا ورکړې ده.
د پُښتون قام دغه ستر اتل د پښتونخوا د بونير پهٔ سيمه کې پهٔ رېګه/رېګا نومې کلي کې د ملک حمیدالله خان کره زېږېدلی ؤ، د زېږون کره نېټه يې نهٔ ده مالوم خو اټکل کيږي چې د 1820م او 1830م ترمنځه کلونو کې زېږېدلی ؤ. ځيني خلک يې د زېږون نېټه 1837م کال ښايي خو پهٔ دغه اړه کره مالومات نشته. پهٔ خټه ابازی، ملیزی يوسفزی ؤ.
د ځوانۍ پهٔ وخت کې يؤ ډېر پياوړی کبډمار ؤ، ويل کيږي چې يؤ ځل يې خپل ورور پهٔ يوه کورنۍ جګړه کې لهٔ لاسه مړ شو، خو ځينې نور وايي چې پهٔ اصل کې دغه مړی د هغهٔ ورور زرداد خان کړی ؤ چې د کبډي د لوبې پهٔ وخت يې خپل ورارهٔ پهٔ سوک وهلی او وژلی ؤ خو دغه وژنه اتفاقي وه، سرتور فقير هم پهٔ دغه وخت کې دغه ځای موجود ؤ نو ځکه د خپل ورور سره د دغه مرګ پهٔ تور د بونير نه هغه هم شړونکی شو. وړومبی هند ته لاړو، هلته يې پهٔ بېلا بېلو ښارونو کې مذهبي او عصري زدکړې وکړې څهٔ موده يې پهٔ اجمير کې تېره کړه او بيا څو کلونه پهٔ منځنۍ اسيا، مزار شريف، جلال اباد او کابل کې د تېرولو نه پس د 1895م شا و خوا خپلې پلارنۍ سيمې بونير ته راستون شو او د امر بالمعروف و نهي عن المنکر پهٔ کار بوخت شو خو د سيمې موليان يې خلاف شول او دغه کار هغه ډېر زړهٔ ماتی کړو.
هغه وخت دود دا ؤ چې مذهبي مشرانو، موليانو او عالمانو به پټکی يا خولۍ خامخا پهٔ سر کوله خو سعيدالله خان به سر تور ګرځېدلو نو خلکو پهٔ سرتور فقير مشهور کړلو. د ليونتوب تر بريده د پيرنګي د واک خلاف ؤ نو ځکه ورته ځينې خلک او پهٔ خاصه توګه پيرنګيانو ليونی مولا ويلو د دې تر څنګ يې تاريخ د مولا مستان، مستانه مولا او ليوني فقیر پهٔ نومونو هم پېژني. پيرنګيانو د Mad Mullah, Mad Fakir of Swat, Great Fakir, او Mad Fakir پهٔ نومونو هم پهٔ خپلو کتابونو کې ياد کړی دی.
د سوات پهٔ بيلا بېلو سيمو کې د لږې ډېرې مودې تېرولو نه پس پهٔ 1897م کې پهٔ لنډاکي کې مېشته شو. هلته يې د ځوانانو يوه ډله جوړه کړله او د پيرنګي خلاف د جهاد لپاره يې پهٔ باقاعده توګه کار پيل کړو. هغه وخت به د سيمې خلکو دا سندره هر ځای زمزمه کوله چې:
پهٔ لنډاکي ورته دېره سرتور فقير دی
ډين پــيرنګــی، د ځـــــان پهٔ وير دی
پهٔ اتلسمه جولايي 1897م د پيرنګيانو يؤ جاسوس هغوی ته خبر ورکړو چې پهٔ لنډاکي کې يؤ ناشنا فقير مېشته شوی دی او خلک د پيرنګيانو خلاف جنګ ته هڅوي.
د هغه وخت د مالاکنډ پوليټيکل ايجنټ ميجر هیرالډ ډين د سیمې د خانانو نه، چې د انګریز نه يې مراعات اخیستل د سرتور فقير پهٔ اړه پوښتنې پېل کړې نو هغوی مشوره ورکړه چې پام پرې مهٔ کوئ. د سوات میاں ګل خو انګریزانو له ډاډ ورکړو چی دی به سرتورفقير د مالاکنډ نه وباسي. یو چا هغه ” ليونی “وبللو نو انګریز افسر کلکتې ته خبر ورکړو چې دغه ملا ”مېډ “یاني په ریښتیا لیونی دی. کهٔ څهٔ هم دا خبره د عقل او حقيقت سره څهٔ تړاؤ نهٔ لري خو بیا هم د سرتور فقير پهٔ اړه پهٔ اولس کې دا ګنګوسی ؤ چې ګنې د هغهٔ سره غيرمرئي يا ناڅرګنده طاقتونه او يؤ شمېر کرامات هم ورسره دي او د دغه ګنګوسي نه د دير، سوات، باجوړ، بونير او شا و خوا نورې سيمې خلک ډېر زيات متاثره وو، ونسټن چرچل ليکلي چې کهٔ څهٔ هم خلکو پهٔ مالاکنډ کې پهٔ خپلو سترګو د هغهٔ ماتې وليدله، هېڅ ناڅرګنده قوتونه د هغهٔ مرستې له نهٔ وو راغلي خو د سيمې خلکو بيا هم پوخ یقين لرلو چې ګنې سرتور فقير رشتيا هم د ناڅرګنده طاقتونو او کراماتو څښتن دی او د خلکو دغه يقين تر اخيره پهٔ خپل ځای ؤ.
کله چې پيرنګيانو د سيمې د خانانو، نوابانو او موليانو پهٔ مرسته غازي عُمرا خان له ماتې ورکړه او د هغهٔ تحريک يې ناکامه کړو نو تر ډېرې مودې پهٔ شا و خوا سيمه کې د سر راپورته کولو او د پيرنګي مخې ته د ودرېدلو څوک پاتې نهٔ وو. پيرنګی پهٔ خپله خوښه پهٔ ارتو تڼو دلته ګرځېدلو او هېڅ یره ترهه يې نهٔ وه. د دير او مردان نوابان، خانان، سوات مياں ګُلان، د چترال مهتران او د سميې ګڼ شمېر مذهبي مشران د پيرنګيانو پلويان وو او د هغوی مرسته به يې کوله.
کله چې پيرنګيانو چترال ته پرله پسې تګ راتګ پېل کړو نو د چکدرې د پُل او سړک د ساتنې لپاره يې دلته پهٔ مُستقله توګه شا و خوا خپل درې زره فوځيان کښېنول چې پکې 200 کسان پياده، پنځويشت تنه سوارهٔ او ګڼ شمېر نور وسلوال شامل وو.
تر ډېرې مودې دلته قلاري او سړه سمخه وه خو کله چې سرتور فقير راپورته شو نو د پيرنګي لينګي يؤ ځل بيا پهٔ رپېدو شول او دغه سړی ورته د سر درد جوړ شو. د ځايي دلالانو، جاسوسان او واکدارانو لخوا کهٔ پيرنګي ته هر څومره ډاډ ورکړی شو خو هغوی بيا هم خطر احساسولو او هر وخت يې خپل لښکر چمتو ساتللو.
بلخوا سرتور فقير هم خپلې هسې کولې او ګڼ شمېر زلمي يې وروزل چې د جهاد، سرښېدنې او خپلواکۍ پهٔ جذبه مست وو. پهٔ 26مه جولائي 1897م د بونير ګڼ شمېر ځوانان د سرتور فقير، د شانګلې خلک د غوربند د حنظله خان(حمزله خان) او د سوات خلک د فتح پور د سيد محمد خان پهٔ مشرۍ کې د لنډاکي نه د مالاکنډ پهٔ لور روان شو او پهٔ مجموعي توګه سرتور فقير د دغه خلکو سرلښکر ؤ، د سوات، بونير، دير، مالاکنډ، چکدرې، اله ډهنډ، مردان، پېښور(تنګي) او شا و خوا نورو سيمو ګڼ خلک د سرتور فقير پهٔ ملاتړ راپاڅېدل او پهٔ درې ورځو کې دغه لښکر شل زره کسانو ته ورسېدلو. خو د پيرنګي لخوا د خپرېدونکي امپيريل ګزټير ترمخه پهٔ دغه جنګ کې د پُښتنو قبايلو شمېر د درې زرو نه زيات ؤ.

د سر تور فقير توره, پګړۍ او بړستن چه د فرنګيانو خلاف د مبارزې په وختونو کې به يې استعمالول

د شپې چې کله دغه لښکر چکدرې ته ورسېدلو نو څهٔ برخه يې هم هلته پاتې شوه او يوه برخه يې مالاکنډ ته روانه شوه، سرتور فقيرخپلو غازیانو ته امر وکړو چې پهٔ لاره به شنهٔ پټي نهٔ خرابوئ، د سیند د پاسه پُلونه به نهٔ ورانوئ او پهٔ اسونو او خچرو به ډزې نهٔ کوئ. هم پهٔ دغه شپه ناوخته د غازيانو دواړه ډلو پهٔ يوهٔ وخت پهٔ چکدره او مالاکنډ کې پهٔ پيرنګيانو بريدونه وکړل، کوارټر ګارډ يې ونيولو او بلها اسلحه او نور سامانونه يې قبضه کړل. د ليوي يوهٔ جمعدار ميجر هیرالډ ډين راپاڅولو چې قبايل خو تر مونږ راورسېدل. د پيرنګي فوځيانو چې ځانونه خپلو ټوپکونه ته رسول د هغې نه وړاندې يې پُښتانهٔ مجاهدين پهٔ سر ولاړ وو او رؤ ګودر يې ترې خطا کړو. د هيروز آف دي ايج نومې کتاب ليکوال ډيوډ بي ايډورډ وايي چې زمونږ جاسوسانو مونږ ته ويل چې د سرتور فقير لښکر به د شپې د درې بجو شا و خوا مالاکنډ ته رارسي خو هغه د شپې لس بجې راورسېدلو چې زمونږ پهٔ خاطر کې هم نهٔ وه چې هغه به دومره زر راورسي.
کهٔ څهٔ هم هغوی لهٔ وړاندې نه ځان دغه احتمالي بريد ته چمتو کړی ؤ خو سرتور فقير يې د وخت نه وړاندې پهٔ سر ودرېدلو. د مالاکنډ د پيرنګي فوځ د کومک لپاره ډګروال ”میکرای “ د څلور ميله په واټن د بټ خېلې پهٔ امان دره کې ؤ. ډيوډ بي ايډورډ وايي چې د سرتور فقيرغازیانو ليفيټيننټ مينلی او ګڼ شمېر نور پيرنګيان ووژل او ليفټيننټ کرنل ليمب، ميجر هربرټ، ميجر ټيلر، ليفټيننټ واټلنګ او يؤ انجنئير يې سخت ژوبل کړل. نیمه شپه د چاوڼۍ جنګ بس شو خو بره پهٔ غرونو کې ناستو پښتنو غازیانو ډزې کولې. د 27مې جولايۍ پهٔ سهارجنګ لږه شېبه سوړ شو او د لمانځهٔ نه وروسته پښتنو خپل شهيدان او ټپيان لهٔ میدانه وویستل. د انګریز پوځ مشري اوس د “کلایمو” پهٔ لاس کې شوه. د بونېر باجوړ او سوات نه نور پښتانه هم پهٔ ګڼ شمېر کې غزا ته روان وو. سهار اتهٔ بجې دوی بیا بريد وکړو او څو ساعته دغه جنګ روان ؤ. پهٔ ۲۸مه جولایي انګریزانو د شمال چاوڼې خوشې کړه، د مالاکنډ بازار يې وسیزلو او هغه ټولې ونې يې پریکړې چې د دوی مخه يې نیوله. پهٔ ۲۹مه جولايي د کرنل ریډ پهٔ مشرۍ کې لهٔ نوښاره نوی کومک راورسیدلو. چې پکې د 1000 تنه پياده، 250 سوارهٔ، 50 انجینیران، دوه توپې، یؤ ګرځنده روغتون او پهٔ 250 خچرو بار درې لاکهه کارتوس شامل وو. پهٔ ۳۰مه جولايي سهارغازیانو تازه بريدونه پېل کړل او ټوله ورځ سخته جګړه وشوه.
پهٔ 31مه جولایي 1897م غازیانو پهٔ چکدره زور راوړو. انګريزانو د جنرل بينډن بلډ پهٔ مشرۍ کې د مالاکنډ فيلډ فورس پهٔ نوم يؤ تازه لښکر راولېږلو کوم چې د نوښار نه د اګست پهٔ وړومبۍ نېټه چکدرې ته راروان شو. میکل جان د توپو او نور ضروري سامان سره او د کیپټن بالډوین پهٔ مشرۍ کې د سوارو یوه دسته د دوی نه وړاندې روانه وه چي پهٔ لاره کې پرې غازیانو بريد وکړو او هر څهٔ يې ترې قبضه کړل دوه لوړ پوړي افسران، شپاړس سپايان او شپږويشت اسونه/اسپې يې ووژل شوې.
انګریزانو پهٔ چکدره د فشارکمولو لپاره څو میله لیرې یؤ نوې کیمپ جوړکړو. تر 5م اګست دلته جګړه روانه وه خو ورو ورو پښتانهٔ ووتل ځکه چې د پيرنګی ډېر زورور ؤ، پرمخ تللې او پرېمانه اسلحه او روزل شوی فوځ ورسره ؤ او پُښتانهٔ يې پهٔ مقابل کې بيخي تش لاس وو. د شپږ ورځې پرله پسې دغه خونړۍ جګړې انګازې تر شمله او لندنه ورسېدلې، پهٔ دغه جګړه کې دواړه غاړو ته بلها مرګ ژوبله واؤړېدله.
د مالاکنډ په جنګ کې د انګریز تاوان بې څارې ؤ، خان روشن خان ليکي چې پهٔ دغه جګړه کې پهٔ مالاکنډ کې د پُښتنو د لښکر نولس تنه مشران شهيدان شوي او ګڼ شمېر ټپيان شوي وو او د پيرنګي د فوځ يؤ کرنل، يؤ ميجر، يؤ ليفټينينټ او پنځهٔ سوه يؤويشت تنه سپايان وژل شوي وو او يؤ زر او درېويشت تنه يې سخت ټپيان شوي وو. بلخوا د چکدرې پهٔ وړومبي بريد کې د پيرنګي لښکر دوه لوړ پوړي افسران، شپاړس پياده سپايان او شپږويشت سوارهٔ مړهٔ وو او پهٔ دويم بريد کې يؤ پيرنګی صوبيدار، يؤ ميجر، يؤ ليفټينينټ او يؤ سل لس سپايان وژل شوي او شپږ شلې ټپيان شوي وو. خو د امپيريل ګزټير ترمخه د پيرنګي د لښکر دېرش تنه وزل شوي او يؤ سل او اتيا تنه ټپيان شوي وو. خو جيمز سپين ليکي چې د دواړه غاړو نه پهٔ شمېر يؤ څو سوه تنه مړهٔ او ژوبل شوي وو خو ازادې سرچينې وايي چې پيرنګي ته پهٔ دغه جګړه کې بلها مرګ ژوبله او مالي زيان رسېدلی ؤ.
او همدا لامل ؤ چې د اګست پهٔ دويمه نېټه پيرنګي امان دره ونيوله او پهٔ چکدره او بټ خيله کې پيرنګيانو او سيکهانو د پُښتنو بې درېغه ټول وژنه وکړه. وايي چې پهٔ دغه جګړه کې سرتور فقير پخپله هم سخت ټپي شوی ؤ او د لاس يوه ګوته هم پرېکړی شوه خو هغه بیا هم پهٔ نره جنګېدلو.
د پُښتنو د ماتې خوړولو نه پس پيرنګيان لا مست او مغروره شول او د شا خوا سيمې بلها کلي يې ړنګ کړل. هغوی غوښتل چې پهٔ زور او جبر پُښتانهٔ خپل اطاعت ته مجبوره کړي خو دا خبره يې لهٔ پامه وغورځوله چې کوم قام لهٔ پېړيو راسې چا پهٔ زور نهٔ دی خپل کړی هغه به پيرنګيان څنګه پهٔ زور او جبر خپل کړي. کهٔ د څهٔ لږ وخت لپاره چا دا قام لهٔ خپله مټه لاندې کړی هم دی خو پهٔ زور يې خپل کړی هېڅکله هم نهٔ دی.
د سوات خلکو د جنګ توان نهٔ لرلو نو ځکه يې پيرنګي ته د سولې او روغې جوړې خواست وکړو خو پيرنګي ورسره و نهٔ منله او پهٔ شپاړسم اګست 1897م جنرل بينډن بلډ د یؤ ستر لښکر سره پهٔ لنډاکي يرغل وکړو. او بلخوا يې د بونير پهٔ پُښتنو د یرې پرېستلو لپاره د مردان پهٔ رُستم کې يؤ ستر لښکر چمتو ودرولو. پهٔ لنډاکي کې پُښتانهٔ بريالي شول. جنرل بينډن بلډ لهٔ تاوه پهٔ سبا ورځ بيا برييد وکړو خو د تاڼې د جلاله سره نژدې پُښتنو د پيرنګي د لښکر مخه ونيوله او ستر زيان يې ورواړلو خو د توپو مخې ته بیا هم ټينګ نهٔ شول او پهٔ شا شول. پيرنګيان ورپسې وو خو پُښتانهٔ پرې يؤ ځل بيا راوګرځېدل او تر لنډاکي يې وزغلول.
پهٔ اتلسم اګست يې يؤ ځل بيا ورختې وکړه، پُښتنو غازيانو پرې ځای پهٔ ځای بريدونه کول خو پهٔ نولسم اګست پيرنګيان مينګورې ته ورسېدل. خو غازيانو هلته هم ساه اغيستلو ته نهٔ پرېښودل. پهٔ يؤويشتم اګست لهٔ مينګورې بېرته روان شول، پهٔ ۲۴م اګست يې پهٔ بريکوټ کې دمه وکړه او بيا بېرته خپل کيمپ ته لاړل.
د مالاکنډ پهٔ دغه جګړه کې د برتانيې پخواني وزيراعظم ونسټن چرچل د يوهٔ خبريال پهٔ توګه ګډون کولو. د پېښور نه چې سړی دير يا سوات ته ځي نو د چکدرې د پُل نه پهٔ ګس اړخ د دهم کوټ د غرهٔ پهٔ سر اوس هم يوه وړه شان کوټه ده چې چرچل پيکټ ورته وايي، دا هغه ځای دی چې ونسټن چرچل به ترې د جنګ د ميدان ننداره کوله او د اخبار لپاره به يې خپل راپور ليکلو.
کهٔ تاريخ وګورو نو دا خبره پهٔ ډاګه کيږي چې کله هم د پښُتون پهٔ خاوره د بهرنو يرغلګرو او سامراجي طاقتونو پر ضد پهٔ دې قام کې څوک راپاڅېدلی دی او مزاحمت يې کړی دی نو کله يې هم د خپل مخالف نه پهٔ ميدان ماتې نهٔ ده خوړلې. د پُښتون وطن د هر قامي تحريک مخې ته هم پهٔ دې قام کې دننه خپل بې حسه، قام خرڅي او بې پته پُښتانهٔ ودرېدلي دي او خپل قامي تحريکونه او خوځښتونه يې ناکامه کړي دي او دغه بې حسي، بې ننګي او بې غيرتي د هر قامي تحريک او هر اتل سره شوې ده. د سرتور فقير سره هم خپلو جفا کړې وه، همدا پُښتانهٔ ؤ چې هغه يې پيرنګي ته د پښو نه ونيولو او د هغهٔ مبارزه يې ناکامه کړله. کله چې پيرنګي ته د سرتور فقير د زور اندازه وشوه نو د سیمې خانانو ته يې پېسې او مراعات زیات کړل.
د سوات مياں ګُلانو د موسا خېلو د خانانو پهٔ مرسته د سرتور فقير مُبارزې ته تر ټولو ستر زيان رسولی ؤ او تل يې دا هڅه کوله چې هغه د سيمې نه وشړي او د دغه غرض لپاره يې پسې ډېر ځلې خپل نوکران لېږلي هم وو خو بريالي شوي نهٔ وو.
د سوات د مياں ګُلانو د مالاکنډ د پوليټيکل ايجنټ سره ډېره نژدې ملګرتيا او راشه درشه وو نو ځکه يې تر اخيري ورځې د سرتور فقير خلاف هر راز پيرنګيانو ته رسولو. تر دې چې پهٔ نهمه مۍ کال 1908م کې مياں ګُل عبدالودود سرتور فقير ته پهٔ سيدو شريف کې د مېلمستيا بلنه ورکړه خو پهٔ پټه يې انګريز پوليتيکل ايجنټ خبر کړو چې سرتور فقير د خپلو ملګرو سره عزيخيل ته راورسېدلی دی او يؤ ځل بيا خلک ستاسو خلاف راپاروي، کهٔ تاسو يې نيول غواړئ نو زهٔ به درسره پوره پوره مرسته وکړم.
ځینو سواتیانو سرتور فقير ته د دیر پهٔ نواب شریف خان د بريد کولو مشوره ورکړه ځکه چې د هغهٔ نه د دير اولس ډېر تنګ ؤ. خو داسې ښايي چې د دې تر شا د سوات د میاں ګل لاس ؤ او غوښتل يې چې د سرتور فقير مخه د پيرنګيانو نه بلخوا واړوي. د نومبر په 30مه نېټه 1897م ماښام سرتور فقير د سواتیانو د لښکر سره د دير د پنجکوړې د سیند غاړې ته ورسېدلوخو د شپې پرې د رباط عبدالله خان د خپلو 1200 جنګیالو سره پهٔ ناخبرۍ کې بريد وکړو او پوره زيان يې ور واړلو. ويل کيږي چې عبدالله خان د انګریز نه پېسې اخستې وې.
د سرتور فقير خلاف د سواتیانو یو بل لښکر لنډاکي ته نږدې ”هیبت ګرام“ ته ورسیدو. پښتانهٔ چې پهٔ خپلو کې سره ونښتل نو غازیان هم خپلو کورونو ته لاړل او دا غزا ختمه شوه. انګریزانو د سوات د میاں ګل پهٔ منځګړي توب، د دیر د نواب، شامیزو، شموزو، سیبوجني او نیکپيخيلو سره یوه لوظنامه وکړه چې د انګریز حکومت دشمن به خپلې سیمې ته نهٔ پریږدي.
سرتور فقیر کوهستان ته لاړو او یؤ کال هم هلته ؤ. پهٔ کال 1900ء کی انګریزانو ده ته د ملګرتیا لاس وغځوو او د سوات د نوابۍ وړاندیز يې ورته وکړو خو هغهٔ دا و نهٔ منل. او د سوات پهٔ میاں دم کې پهٔ ”پېتۍ“( فتح پور) کی میشت شو. هلته ورله عبدالرحیم نومې يؤ کس خپله لور پهٔ نکاح کړه. د دهٔ دوه نورې میرمنې او اولادونه پهٔ ریګه او کوهستان کې وو.
ويل کيږي چې پهٔ چارباغ کې ورله پيرنګيانو د ځايي خانانو پهٔ مرسته د يوې ښځې پهٔ لاس پهٔ خوراک کې زهر ورکړل چې پهٔ نتيجه کې يې هغه ډېر سخت ناروغه شو او بيا پهٔ 1917م کې هم د دغه ناورغۍ لهٔ امله مړ شو او پهٔ فتح پور کې خاورو ته وسپارل شو.
انګریزان وايي چی سرتور فقير ډېر هوښیار او اصولي کس ؤ. هغوی دا خبره مني چی پهٔ پُښتونخوا کی سرتور فقيرد دوی یؤ سخت دښمن ؤ چی مقابله ورسره ګرانه وه. د هغهٔ لهٔ کبله پهٔ دې سیمه کې د خپلواکۍ او جهاد جذبه ژوندۍ پاتې شوه.

کتابيات/حوالې:
1. دا خاوره دا خلک ــ ليکوالان: مک میهن او ریمزې ژباړه: ډاکټر خالق زيار
2. يوسفزئی قوم کی سر گزشت (اُردو) ــ مصنف:خان روشن خان
3. يوسفزئی اُردو) مصنف: الله بخش يوسفي
4. ریاست سوات 1915ء تا 1969ء (اُردو) مصنف: ڈاکٹر سُلطان روم ترجمہ: پروفیسر احمد فواد
5. پُښتانهٔ (دي پټانز) ــ ليکوال: سر اولف کيرو (ژباړه: الحاج شير محمد کريمي)
.6. افغانستان د تاریخ په بهیر کې ــ ليکوال: میر غلام محمد غبار. ژباړه اورنګزیب ارشاد
7. د آغلې صفيه حليم، ښاغلي بختور شاه صېب او اُستاد ياد صېب ليکونه.
8. Heroes of the Age by David B. Edward.
9. The Story of the Malakand Field Force by Winston S. Churchill.
10. Gun Running & the Indian North West Frontier by the Hon. Arnold Keppel.
11. The Pathan Revolt in North West India by H. Woodsman Mills.
12. Report on the tribes of Dir, Swat, and Bajour together with the Utman-Khel and Sama Ranizai by A.H McMahon & A.D.G Ramsay.
13. britishbattles.com/Malakand Rising 1897
14. The Pashtun Question by Abu-Bakr Siddique

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!