منډيګک
افغان تاريخ

سدوزي سلطنت کی د سردارپاینده خان د کورنی تاریخي رول

د رحمت اريا او پوهنمل نوزادي ژباړه

0 56

 

 د حاجی جمال خان رول د درانی احمدشاه په دولت کی:

دیولسمی هجري پیړی په پای کي ( د ۱۸میلادی پیړی پیل ) دهلمند په زرغونه وادي د نادعلی په کلا کی یو اغیزمن شخصیت ژوند کاوه چي د حاجی جمال خان پنامه پیژندل شوی وو. ده د بارګزو دقوم مشري پرغاړه درلوده او د وخت په تیریدو سره د (حاجي جمال نیکه) پنامه مشهور سو چی خورا زیات درناوی ورته کیدی. دقومی مشر په توګه دده شهرت دهغه مهال د هیواد د ملی قاید اومشر میرویس خان هوتکي د واکمنی دوخت سره سمون خوري . دحاجی جمال خان پلار حاجی یوسف خان ( توپجی باشی) وو چی ځان یی د (محمد نیکه) د اولادی ځخه ګاڼه .محمد نیکه د ( محمدزیانو) دقوم لوی نیکه کیږي اوقبر یی د کندهار په ارغستان کی دی[1].

مرحوم پوهاند حبیبی لیکی : محمدزیان د بارکزو قوم یوښاخ دی چي د محمد نیکه څخه ریښه اخلي . دغه محمد نیکه د ابدالی قبیلی مشر ملک سدو سره په یوه وخت کي ژوند کاوه .ملک سدو د کندهار په ارغستان کي د زرم هجری کال ( ۱۵۹۱م) په شاوخوا کي اوسیدی . محمد د عمر زوی د دارو اوبارک په قبیله پوري اړه درلوده چي دڅړبن پښتنو د قبیلی څخه یوښاخ دی . دمحمد نیکه اولادونو په کندهار کي د بارکزی قوم مشری پرغاړه درلوده .ددوی مرکز د هلمند پرڅنډو د ګرشک جنوب خواته دبارکزو د ناوی په نوم یادیږي چي د (ادی کلا) پنامه ځای د دی کورنی پخوانی ټاټوبی وو. [2]

دحاجی جمالخان بارګزی داستوګنی ځای او کلا دگرشک په نادعلی کی بلل سوی ده. د نادعلی کلی دبارګزو دناوی په سرکی واقع دی. دهیلمندپه ناوه کی د”لو ادی کلا” دخپل وخت دسرنوشت ساز سیاسی تصمیمونو مرکزوو او دهیواد مقدرات په همدغه کلا کی تاکل کیدل.

“لویه ادی”دسردار پاینده خان میرمن او دمشهور وزیر فتح خان مور او « دبارګزی کلان خان لوروه.[3]» په دغه کلا کی دلوی اختر دکیچړی پخول تر ډیره وخته پوری د محمدزیوپه کورنیو کی یو دود وو.ارواښاد بینوا لیکی :“دمحمدزیو په کورو کښی چه هرحای  وی، دلوی اختر په ورخ ضرور او هرو مرو کیچړی خوری. د دی کیچړی په فلسفه خینی خبر نه دی او تقلیدی روان دی، او خینی ئی داسی بیان کوی، وائی: دوزیرفتح خان تر مرگ وروسته«لویی ادی» خپل نور زامن دلوی اختر په ورخ راټول کړه او کچیړی ئی پوخ کړیئ و، چی ترهمدی کیچړی خورلو وروسته دوزیرفتح خان دانتقام اخیستلو په عزم ټول ملا ویتړیٍ  او لویه ادی دپښتنوالی مراسم«ډبره ایښوول» پرځای کوی، خو له دی ځایه څخه دمحمدزو دکورنی دسلالی تشکیل جوړیږی…[4]»

حاجی جمالخان د نادرافشار ( ۱۷۳۶-۱۷۴۷م) او ابدالی احمدشاه ( ۱۷۲۲-۱۷۷۲م) دواکمنی پر مهال یو متنفذ اوپیژندل سوی شخصیت وو. ده دسدوزی دولت په بنسټ ایښودلوکی د پام وړمرسته کړیده .

د نادر شاه افشار د لښکري یونونو په تأریخ کې راغلي کله چې نادر د کندهار د نـﯧـولو په تکل د سیستان له لارې گرشک ته ورسـﯧـد، د خپل لښکر یوه قطعه ېې د زمینداور او بله ېې د بـُـست او اړوندو سـﯧـمو د نــﯧـولو لپاره ولـﯧـږله او په خپله له هلمنده په تـﯧـرېدلو د کندهار پر لور پر مخ لاړ. د نادر سپاهیان د هلمند د سیند د غاړو له نـﯧـولو ، د ولجو او د ډېرو خوراکي توکو له راټولولو وروسته بـﯧـرته له نادر سره یو ځای سول. داسې ښکاري چې حاجي جمالخان بارکزی هم د نورو قومي مشرانو په شان یرغلگرو لښکرو ته د اطاعت له کولو وروسته د نادر په رکاب کې د چوپړ لپاره چمتو شوی او د خپلې قبیلې له کسانو سره یو ځای د نادر د سوبو په ډلې کې یو ځای او د هغه د مړېنې تر شـﯧـبـې پورې ورسره ملگری وو.

دسراج التواریخ د لیکونکی دنظرسرسم حاجی جمال خان دهغو څوارلسو تنوپیژندل سووکسانوله ډلی څخه دی چي دنادر افشار په واکمنی کي یی د سرداری رتبه درلوده او لمړی کس دی چی ابدالی احمدخان یی د باچا په توګه ومنی او هغه ته یی بیعت ورکړ. په جرګه نورو کسانو هم دده پر پله  قدم کښیښود او  احمدشاه د هیواد د ټولواک وګڼل شو. درانی احمدشاه هم دده دخدمتونوله کبله ده ته د سرداری لقب ورکړ. مګر داچي دبیت الله شریفي طواف یی کړی وو نو حاجی جمال یی باله او د سردار په نامه نه یادیده .فیض محمد کاتب په سراج التواریخ کي د حاجی جمال خان د نصب شجره داسي یادوي: جمال خان د یوسفخان زوی د یاروخان زوی د محمد زوی ( د محمدزی قوم له ده ریښه اخلی ) دعمر زوی دحضرخان زوی د اسماعیل خان زوی د داوود خان زوی د سفیل خان زوی د نورالدین زوی دبارک زوی . د همدغه کتاب له مخي بارک ،پوپل او الکو د زیرک زامن دی. او زیرک بیا د ترین زوی او د ابدال لمسی دی چي د ابدالیانو ریښه ورڅخه راغلی ده . دټولواک په توګه د ابدالی احمدشاه د ټاکلو پر وخت دکندهار شیر سرخ په لویه جرګه د حاجی جمال خان د رول او اغیزی یادونه نورو تاریخپوهانواو لیکوالانو هم کړیده او ویلی یی دی چي دده مرستي ټاکونکی اغیزه درلوده .دده په هوکی سره روحانی پیر صابر شاه داحمدشاه په سره د غنمو وږی کښیښود چي د شاهی تاج نښه وګڼل شوه اوپه جرګه کی ټولو ناستوکسانو ورته مبارکی وویله .

د شېر سرخ جرګې انځور، انځورګر: غفور برېښنا
دښاغلی پوپلزی په قول د شیر سرخ په جرګه کي دغو کسانو ګډون درلود : سردار عبدالله خان وکیل الدوله ، بګي خان بامیزی ( په شاولیخان مشهور وو) ،سردار جهان خان ،نورمحمد خان علیزی په ( میر افغان مشهور وو) عبدالغنی خان الکوزی ، شاه پسند خان اسحاقزی، سردار مرادخان پوپلزی، قلندرخان پوپلزی ،محبت خان پوپلزی ، موسی خان اسحاقزی، میرهزارخان الکوزی او نور

دښاغلی پوپلزی په قول د شیر سرخ په جرګه کي دغو کسانو ګډون درلود : سردار عبدالله خان وکیل الدوله ، بګي خان بامیزی ( په شاولیخان مشهور وو) ،سردار جهان خان ،نورمحمد خان علیزی په ( میر افغان مشهور وو) عبدالغنی خان الکوزی ، شاه پسند خان اسحاقزی، سردار مرادخان پوپلزی، قلندرخان پوپلزی ،محبت خان پوپلزی ، موسی خان اسحاقزی، میرهزارخان الکوزی او نور[5].

هـﯧـښـنده ده چې ولې ښاغلي پوپلزي ددغو سردارانو په ډلې کې د حاجي جمالخان بارکزي نوم نه دی یاد کړی حال دا چې ټولو تأریخي سرچینو د شیر سرخ په جرگې کې د حاجي جمالخان له حضور، د هغه له ونډې او له احمد شاه دراني د هغه له ملاتړه یادونه کړې ده.

فرانسوي جنرال، فریه، چې په ۱۸۴۶ ز کال کې ېې له کندهاره لـﯧـدنه

کړې او تر ېوې مودې پورې د سردار کهندلخان مـﯧـلمه وو لـﯧـکي : د هغو افغان سردارانو شمـﯧـر چې د نادر په لښکر کې ېې چوپړ کړی وو لس تنه ول. د همدې ډلې په جوړښت کې احمد خان سدوزی او حاجي جمالخان بارکزی او د سدو یو تن ملگری وو او د ډلې مخور او اغـﯧـزمن کسان ول.  

د نادر له مړېنې او کندهار ته د افغان قطعې له راستنـﯧـدو وروسته هغوی څو ورځې د خپلو هغو کورنـﯧـو او ټولنـﯧزو سکالو د وراشې پر سر تـﯧـروي چې د ډېر اوږد وخت لپاره ورڅخه لـﯧـرې پاتې ول، او اغتشاشي روحیه ېې کرارېږي؛ خو په ډېر لڼد وخت کې د خپل رﺌـیس پر وړاندې د ناخوښۍ له کبله ښورښ کوي او نور محمد خان [ علیزی] بې واکه کوي[6].  د نورمحمد خان له گوښه کولو وروسته د ابدالي او غلجیو قباﺌـیلو لوی او بنسټـﯧـز مشران د سره شیخ « یا شیر سرخ» په مزار کې سره راټولـﯧـږي او ددې لپاره غونډه کوي چې له خپله منځه یو تن د داسې یوه رﺌـیس په توگې غوره کړې چې ټول هغه ته مطیع وي او په ټولو پوځي عملیاتو او اداري چارو کې ور سره مرسته وکړي، ځکه ددغه کار له کولو پرته به د استقلال د ساتنې چانس ناشوی وي. دغه جوړجاړی او همغږي له ځنډ او خنډ او د ډېرو لویو ستونزو له گاللو پرته، په دومره آسانۍ نه دی تر لاسه شوی؛ د قباﺌـيلو د مشرانو تر منځ د جوړجاړي او همغږي رامنځته کول ډېر ستونزمن کار دی. هرې قبـﯧـلې غونډې ته د تاج او تخت د نـﯧـولو ادعا وړاندې کوله. احمد خان سدوزي چې کورنۍ ېې په هرات کې استوگنه درلودله، د غونډې په اتو لانجمنو ناستو کې گډون درلود او پرته له دې چې څه ووايي ټولو ادعاگانو ته ېې په ځیر غوږ نـﯧـولی وو. د سره شیخ ( شیخ سرخ) په مزار کې یو درویش د زیارت متولي ( مواجر) وو چې لـﯧـد لوري او نظر ته ېې تل په درندې سترگې کتل کـﯧـدل، درویش د احمد خان دغه محتاطانه چلند تر سترگو لاندې نـﯧـولی وو، په پای کې له اته ورځـﯧـنـﯧـو لانجمنو او تکراري وراشو وروسته د درویش د صبر کاسه نسکورېږي او سردارانو ته د مخ په اړولو وايي : « ولې دومره ډېرې اوږدې خبرې؟ خدایتعالی احمد خان دومره ستر پیدا کړی چې له تاسو ټولو زښت ډیر ستر دی؛ هغه د افغان کورنـﯧـو په منځ کې په نجیب ترېنې کورنۍ پورې اړه لري. خپل خدای په پام کې ولرئ، که تاسو هغه له پامه وغورځوئ، نو د خدای په قهر به ککړ سئ.» درویش دغه خبرې په زښت جدي لحن وویلې او وروسته ېې د غنمو یو وَږی د ورڅـﯧرمې سـﯧـمې له پټي څخه وشکاوه او د احمد خان پر سر ېې کښـﯧـښود او وېې ویل : « دا ستاسو تاج دی!»

حاجي جمالخان چې په دې غونډې کې تر ټولو ځواکمن سردار وو او ظاهرا ً د غونډو د گډونوالو ډیرۍ راﺌـیې د هغه پر لور وې، ناڅاپه د احمد خان په پلوۍ له خپلې ادعا څخه تـﯧـرېږي او په خپل قانع کوونکي فصاحت د احمد خان د غوره کـﯧـدنې ملاتړ کوي، دا هغه چلند وو چې حاجي جمالخان ته ېې د عمومو افغانانو په زړونو کې د منښت او درنښت دریځ ورپه برخه کړ. نورو سردارانو هم د حاجي جمالخان پر پله باندې پل کښـﯧـښود، ځکه پوهـﯧـدل چې احمد خان د ټولو سردارانو په منځ کې تر ټولو په خوله چوپ سړی دی، ددې ترڅنگ ، احمدخان هوښیار ترېنه سړی  وو چې د ځان لپاره ېې هـﯧـڅ ادعا نه درلودله او تر ټولو مهمه خبره دا چې دریمگړي سړي د احمد خان لپاره وړاندېز کړی وو.  همدا لامل دی چې احمدخان ته د نورو ټولو په پرتلې د معتدل ترېنه، بې پَرې ترېنه او وَړَند ترېنه سړي په سترگې کتل کـﯧـدل. احمد خان په  ۱۷۴۷ ز کال کې  ( چې د ۱۱۶۰ قمري کال د رجب د مـﯧـاشتې یا د ۱۷۴۷ ز کال د اکتوبر له مـﯧـاشتې سره سمون خوري) د کندهار په یوه جومات کې د شاه د نامه له تر لاسه کولو وروسته تاج پر سر ږدي او د خوښـﯧـو لویه غونډه جوړېږي. د احمد خان د تاج اېښودلو غونډه زښته ډېره ساده وه: یو ډیر ستر ملا د نوي شاه پر سر د غنمو څو دانې د ډالۍ په توگې ږدي او د غونډې گډونوالو ته وايي چې احمد شاه خدای او پرگنو غوره کړی دی. د شاهي ځواک لـﯧـږد دا ډول نښه ييز (نمادین) دود لا تر اوسه د افغان قباﺌـیلو په منځ کې هغه مهال پلی کـﯧـږي ( کله چې یو څوک د خپل رﺌـیس په توگې ټاکي)؛ ددغه دود مانا او مفهوم دا دی کله چې یو څوک د ځواک د امانتوال په توگې غوره کـﯧـږي نو د هغه له اقداماتو څخه سوکالي او برکتونه رامنځته کـﯧـږي.» [7]     

 داحمدشاه تر واکمن کیدو وروسته حاجی جمال خان د هغه په دربار  د ډیر مهم او صلاحیت لرونکی مشاور (سلاکار) دنده درلوده چي احمدشاه هم په ټولو چاروکی دده سره سلا مشوری کولی . ده هم تر ۱۷۶۵م پوري د احمدشاه په ټولو لښکرکښیو کي دخپل قومی لښکروسره ونډه اخیستی اود پام وړ خدمتونه یی کړیدی. حاجی جمالخان په ۱۷۷۰م کال پخپل طبعی مرګ په کندهار کی وفات شوی دی.

سردار جمال خان بارکزی

الفنستون یو وتلی انګریزی افغانستان پیژندونکی دی .دی( دکابل د سلطانیت بیان ) پنامه کتاب کي چي په ۱۸۱۵ م کی یی چاپ کړیدی په افغانستان کی دقومونو د توضیح شرح کی د حاجی جمال خان دقومی قوت په اړوند لیکي : « بارګزیان د دراني قومونو یو مهم قوم دی چي شمیر یی تر پوپلزیانو خورا ډیر دی .دوی د کندهار په  جنوب او جنوب ختیځ کی پاشل سویدی. ډیر یی په ارغسان او د هلمند په ناوه کی میشت دی. داچي ددغو سیمی ځمکی ډیر حاصل ورکوي نو په کرهڼه بوخت ، د رودونو او کاریزونو د اوبو په لګولو سره یی دښتونه او صحراګانی هم زرغونی کړیدی. بیا یی هم د دوی ډیره برخه یی کوچیان دی او مالداری لري. د پښتني قبیلو تر منځ ، دوی ډیر جنګیالی او زړور دی . دا ګړی وزیر فتح خان ددی قوم مشرتوب پرغاړه لري . لدی نه پرته په هیواد کي د دولتي مامورانو او لوی چارواکو ډیری ددغه قوم څخه دی . دوی خپلی ښیګڼی په وفاداری ، اتحاد او شجاعت کي ویني . د بارګزیانو شمیر تر دیرش زره کورنیو لږ ندی» [8].

فیض محمد کاتب د(نژاد نامه افغان) پنامه پخپل یوبل کتاب کی لیکي : « دبارکزی قوم ۴۳۷۵ کورنی د کندهار په جنوبی سیمه ارغسان کی ، د هلمند پر څنډو او خشک میدان( میوند) کی میشت دی . ډیری یی ددوی څخه په کرهڼه بوخت دی اویو شمیر هم په دښتونو کی په تکلیف او مشقت سره مالداری کوي او د خپل ژوند احتیاج ( اړتیاوی) ورباندی پوره کوي . امیر دوست محمد خان له دغه قومه راوتلی او تر امان الله خان پوري دده د اولادو څخه 7 نفره لکه : امیر شیرعلی خان ، امیر محمد افضل خان، امیر محمد اعظم خان ، امیر عبدالرحمان خان ، امیر حبیب الله خان او امیر امان الله خان د افغانستان ټولوا کان تیر سویدی . د سقاو د زوی  حبیب الله ( بچه سقاو) د انقلاب په پای کي د هیواد واکمني د محمد نادرخان په لاس ورغله. محمد نادر خان د امیر دوست محمد خان د ورور سردار سلطان محمد خان د اولادی څخه دی » . د ۱۹۳۳م کال څخه بیا د ( ۱۹۷۸ م ) کال تراپریل پوری د محمدزیو کورنی چي د بارکزی قوم یو ښاخ دی د افغانستان واکمني یی پرغاړه درلوده .

دالفنستون په عقیده د اڅکزیو قوم هم د بارګزیو یو ښاخ دی او احمدشاه درانی پدی خاطر چی د بارګزو قومی زوز کم کړی ، اڅکزی یی ځانته جدا قوم وګاڼه او په لښکرو کی یی ځانته جلا ونډه ورکړه .دا قوم چی دا اوس هم ځانونه  د بارګزیو تربوران بولي د کندهار په جنوب د خواجه عمران د غرونو په لمنو کي د سپین بولدک او کویټه په سیموکی میشت دی .  دخواجه عمران د غرونو د زنځیر په جنوب د مرغی په مقابله خواکی د( توبه )پنامه پراخه سیمه پرته ده چي لودیز یی په اڅکزیو پوری اړه لري . په ختیز کي یی تر (ږوب) پوری غزیدلی سیمه دکاکړو ده . دمرغی په شمال کی ارغسان پروت دی.د ارغسان نوم هم په همدغه نامه د رود څخه اخیست سویدی .الفنستون زیاتوی : ارغسان یوه نسبتاً حاصل خیزه دره ده چي د ګز  د ونو ډکو غرونو ترمنځ پرته ده .ځیني برخی یی کرهڼیزی دی چی هلته څو قعله وی د بازکزیو په خانانو پوری اړه لري . مګر اکثره اوسیدونکی دلته مالداران او چوپانان دی. دغه غرونه چی ډیر لوړ ندی په ختیځه برخه کی یی همدارنګه ابدالی درانیان میشت دی . د ارغسان رود لوړی برخي دغه سیمی خړوبوي. دلته د رمو دپاره ښه ځړځایونه لري. مګر کرهڼیزی مځکی یی لږ دي. [9]  فیض محمد کاتب د اڅکزو کورنیو شمیر ۷۵۰۰ کورنی ښودلی دی.[10]

جنرال فریه، چي د امیر دوست محمد خان د سلطنت په دوهم ځل په ۱۸۴۵-۱۸۴۶ م په کندهار ،هلمند او هرات کي ګرځیدلی دی وایی: دبارګزیانو یوشمیر د کندهاره تر هرات پوری پاشل شوی او د بارکزیانو ټول شمیر د ۴۵- ۵۰ زرو کورنیو پوری رسیږي . یوازی محمد زیان ۴-۵ زروکورنی دی[11].

مرحوم علامه حبیبی یادونه کوي چي د بارګزیانو ډیره برخه د پخوا زمانو راهیسی بیا تر اوسه پوري دکندهاریه ارغسان او معروف کی ، د هلمند په ګرشک او دلښکرګاه په جنوب لویدیز د بارګزیو په ناوه کي په وړو او یو بل ته نژدی پرتو کلیو کی اوسیږي. یوه د ډیرو وګړو لرونکی او شتمنه ولسوالی په هلمند کی د بارګزیو د ناوی په نامه یادیږي چي د لښکرګا او بست قلعه څخه نیولی د هلمند رود د ښی غاړه څخه پیل تر ګرمسیر تر هزار جفت اودرویشانو پوري غځیږي . لدی نه پرته په فراه ، نیمروز ،سیستان ،بلوچستان ، پیښور، جلال اباد ،ارزګان ( ترینکوټ) هرات او نورو ولایتونو کی هم بارګزیان پاشل سویدی. ښایی چی ټولیز (مجموعی) شمیر یی د ۲۰۰ زره کورنیو په شاوخوا کی وی.

لکه څنګه چی حاجی جمالخان د احمدشاهی دولت په ټینګښت او پراختیا کی د هیڅ ډول کوښښ څخه ځان ندی سپمولی ،همدارنګه احمدشاه بابا هم دده پوره درناوی کړی، دسیاسی پرمختیاووڅځه به یی خبراوه او دده د امکاناتو څخه به یی ګټه اختستله. ده نسبتا اوږد عمر کړی چی په سراج التواریخ کی د مړیني کال1184هجری (۱۷۷۰م ) ښودل سوی او وایی چی په ۸۶ کلنی وفات شو چي د کندهار ښار په جنوب د ذاکر په کلی کی ښخ دی . که چیري دده د مړینی کال رښتیا هم ۱۱۴۸ وی او په ۸۶ کلنی وفات شویوی ،نو باید په ۱۰۹۸م کی زیږیدلی وی(۱۶۸۷م) . مګر ښاغلی صدیق رهپو طرزی پخپله یوه لیګنه کی دده د زیږیدنی کال (۱۷۱۹م) او د مړنی کال یی (۱۷۷۰م) ښودلی چي دده د یادونی له مخي حاجی جمالخان تر هغه څه چي فیض محمد کاتب ښودلی ،۳۳  کاله لږ عمر کړیدی.

 صدیق رهپو طرزی وایی دحاجی جمالخان مور د غلجی قبیلی څخه وه او د احمدشاه بابا د واکمنی پر مهال ده د ( توپچی باشی) دنده درلوده .خو ډیری نوري سرچیینی لکه ان (احمدشاهی تاریخ) دده دغه دنده  یاده کړی نده. ښایی د صدیق رهپوطرزی موخه د جمال خان پلار وي چي علامه حبیبی صاحب د (توپچی باشی) پنامه یاد کړیدی. حاجی جمال خان چی ځان یی تر دی دندی لوړګاڼه ، فکر نه کیږي چی داسي دنده به یی ترسره کړی وی. ظفرکاکاخیل په خپل کتاب (پښتانه د تاریخ په رڼا کی ) راوړی دی : «داحمدخان د ټآکل کیدو پر مهال داسي پریکړه وشوه چی شاهی د سدوزیو په کورنی او صدارت به یی د بارګزو په کورنی پوری اړه لري[12]» مګر داحمدشاه د دولت په اداره کی د داسي پریکړی څرک نه تر سترګوکیږي .  که داسي پریکړه مو جوړه وای بیا پخپله احمدشاه بابا نشوه کولای دواړي دندی پخپله مخته بوزی.

حاجی جمال خان،دوی میرمني درلوده چي یوه یی غلجی او بله یی بارګزی وه . د دواړو میرمنو څخه یی څلور زامن او یوه لور زیږیدلی ده . لور یی تیمورشاه ته واده شوه چي شاه محمود د هغی څخه زیږیدلی دی.  زامن یی هارون خان ، رحیمداد خان ، پاینده خان او بهادرخان وو[13].

فیض محمد کاتب بیا دده د دوولومړیو زامنو نومونه نه یادوی او پرځای یی دوه نور نومونه اخلی لکه عبدالحبیب خان او حاجی درویش خان. دی زیاتوی چی حاجی عبدالحبیب خان ډیر سخي سړی وو او دعرفان د طریقت مینه وال وو [14].حاجی درویش خان دده سکنی ورور کیدی.

دسردار پاینده  خان رول دسدوزی په دولت کی

 پاینده محمد د حاجی جمالخان کشر زوی او د هغه د وفات پر مهال اوه کلن هلک وو . د خپل مشر ورور رحیمدادخان تر وزر لاندی لوی شو .کله چی ۱۶ کلن شو ، تیمورشاه دده د مشر ورور پر ځای د قوم مشر په توګه وټآکی او په دربار کی یی د پام وړ ځای ورکړ. رحیمداد خان د تیمورشاه په دربار کي د خپل قوم د سردار ځای درلود ، خو ددغه مقام وړتیا یی نه لرله . د نورو وړونو په خلاف دی یو ډیر متکبر او مغروره سړی وو . دی د سخاوت او میلمه پالنی سره هیڅ جوړ نه وو او غوړیدلی دسترخوان یی چا ونه لیدی .ښکاره ده چی افغانان دداسي ممسک سړی پرشاوخوا، نه راټولیږي. کرار کرار خلګو تری نفرت وکړ او د شکایت ږِغونه یی پورته شول .برسیره پردی چي پخپله یی دستر خان نه وو غوړولی ، د نورو قومی مشرانو میلمستیاؤ ته هم نه ورتلی ، پدی خاطر یی قوم د اطاعت نه لاس واخیست او دده کسانو ته یی د مالیی ورکولو څخه ډډه کوله[15] .

سردار پاينده خان
سردار پاينده خان (1758 ز. – اکتوبر، 1800 ز.)

داسی هم ویل کیده ، پدی خاطر چی رحیمداد خان د تیمورشاه همزولی وو او دواړو یوځای دماشومتوب لوبی کړی وو ، ځکه یی نو په دربار کي تشریفاتي دود او نظم په پام کی نه نیوی او تل یی د تیمورشاه او امرو ته په سپکه کتل .له دی کبله تیمورشاه د شاهي دفتر له چارو څخه لیری کړ(۱۷۷۴)،  او د جلال اباد د بهسود  سیمی ده ته د «تیول»(جاگیر) ه ډول ورکړ. پدی ډول یی د مرکز او دربار څځه دده لاس لنډ کړ[16]. د رحیمداد خان تر ګوښه کولو وروسته د ده ورورپاینده محمد خان دبارگزو په مشری وټاکل سو چي د ځینو روایتو له مخي ۱۶کله زلمی وو . سردار پاینده محمد خان هوښیار او زکی سړی وو ، د ټولو سره یی نیک سلوک کاوه او قوم پر راټول سو. د خپلو صادقانه خدمتونو له مخي تیمورشاه د«سرفرازخان» لقب ورکړ.

  لومړی کار چي د تیمورشاه پام  یی د پاینده محمد خان په لور واړاوه ،هغه په کندهار کی د درانیانو د ښورښ ارامول وه چی د تیمورشاه په وړاندی یی کړی وو . دا ښورښ د احمدشاه درانی د کاکا  عبدالخالق خان په مشری د کندهار څخه د کابل په لور ترسره شوی وو . پاینده محمد خان وکړای شو د  ښورښ کونکو له ډلی نه مهراب خان او دلاورخان اسحاقزی (ساکزی)راجلا او د تیمورشاه په پلوی یی ودروي . پدی ډول د عبدالخالق قواؤ ماته وخوړه او دی پخپله ونیول شو او وروسته د تیمورشاه په امر ړونډ کړل شو[17] . تیمورشاه ددی بری په وړاندی ، پایند ه محمد خان ته د«سرفرازخان» او دلاورخان اسحاقزی د «مددخان» لقب ورکړ او قاضی فیض الله خان ته یی د وزارت رتبه منظوره کړه. لدی نه وروسته سرفراز خان او مدد خان د کشمیر د یاغی شوی والی د ټکولو د پاره ولیږل شول . پاینده محمد خان په دومره  میړاني وجنګیدی چی ډیر ژر یی یاغی والی آزاد خان مغلوب کړ .کله چی دوی ددی بریالی ماموریت څخه کابل ته راغلل ، مدد خان تیمورشاه ته د پاینده خان د میړاني او زړورتوب کیسی وکړي ،ځکه نو  تیمورشاه هغه په بلوچستان کی د شال او کویټی د مالیاتو و ټولولو ته توظیف کړ. ده هلته د خلګو سره دومره ښه سلوک وکړ چی هغو یی ټول د دولت څخه خوشحاله کړل، ډیر ژر دده د لیاقت او استعداد کیسی د هیواد تر ګوټ ګوټه پوري ورسیدی او تیمورشاه باندی دومره ګران شو چي د غلجی قبیلی مشری او اداره هم ده ته ور وسپارله او اجازه یی ورکړه تر څو د شاه تخت ته نژدی ځانته ځای وټآکي.[18]

 کله چي د تیمورشاه زوی شهزاده عباس د ارسلان خان مومند په لمسون پیښورکي د خپل پلار په وړاندی بغاوت پیل کړ، پاینده محمد خان د یوه لښکر سره د هغه و مقابلی ته ولیږول شو . د کابل مست رود دواړو خواو تر منځ باډاسکی وهلی او پاینده محمد خان، ځان ورواچاوه او عسکرویی هم  د هغه په پیروي داکار وکړ .له نیکه مرغه بیله تلفاتو تر رود پوري ووتل ، همدستی یی ځان و لالپورته ورساوه .هلته ارسلاخان د مقابلی توان په ځان کی ونه لیدی او په تیښته بریالی شو .ارسلاخان ددی پیښي وروسته د پیښور په شاوخوا غرونو کی سرګردانه او پاینده محمد خان کابل ته راستون شو.

  لدی نه لږ موده وروسته د ازبکانو دښورښ له کبله د هیواد امنیت د خطر سره مخامخ شو. ددی ښورښ اوازه پوره جدی او ډارونکی وګڼل شوه چي تیمورشاه خپل جرئت دلاسه ورکړ او نیت یی وکړ کابل پریږدی او هرات ته ولاړ شي ، مګر پاینده محمد خان دی لدی ډارن کارنه منع کړ.هغه په کابل کی پاته شو او پاینده محمد خان د یو لښکر په مشری د بلخ په لور وخوځیدی . بلخ ته په رارسیدو سره بیله دی چي له توری کار واخلي د ازبکي مشرانو سره خبروته کښیناست او ټولي ناخوالی یی د سوله ایزی لاری حل کړي ، وروسته کابل ورغی او د شاه سره یوځای پیښورته ولاړي. پیښورته د تیمورشاه په رسیدوسره شهزاده عباس پرځان وډاریدی، د پلار په پښو کی ولویدی او بخښنه یی وغوښته. ارسلان خان مومند هم دشاه څخه د بخښنی غوښتلو په خاطر پیښورته راغی ، مګر په سبایی سر پریکړی بدن وخلګوته وروښودل سو او وروسته تیمورشاه د خپل زوی عباس سره کابل ته راوګرځیدی. [19]

  څه موده وروسته یووار بیا تیمورشاه ته خبر راورسیدی چي د بخارا پادشاه شاه مراد په تحریک ازبکانو ښورښ پیل کړیدی. شاه مراد دڅه وخت راهیسي په شمال کی د درانیانو پر خاوره تیری کاوه .هغه وخت چي تیمورشاه وبهاولپورته په جنګ تللی وو، دشاه مراد تیری دومره حد ته ورسیدی چي تیمورشاه مجبورسو دخپلو شمالی سیمودساتنی په موخه پریکنده تصمیم ونیسي، ځکه چي شاه مراد لدی نه مخکی پر مرو باندی برید کړی وو او د هغه ځای شعیه وګړی یی په زوره مجبوره کړی وه چي شعیه مذهب پریږدي او سني مذهب ته را واوړي او که چیری داکار ونه کړي نو سرونه به یی غوڅ کړي. داهغه ته ورته یو کار وو  چی صفوی   شاه اسماعیل دخپل واک پر مهال د ۱۵۰۲م کال وروسته د ایران د سني مذهبه وګړو اودهغو په ډله کی د مروی د سني مسلمانانو په هکله کړی وو.

   د۱۷۸۹م کال په پسرلی کي تیمورشاه دیوه لښکر سره چي الفنستون یی شمیر سل زره او غبار ۳۰زرو په شا وخوا کي ښودلی ، دکابل څځه دبلخ په لور روان شو . شاه څه موده په کندز کي پاته شو او وروسته د آقچي پرخوا چي ازبکانو لاندی کړیوه وځوځیدی . شاه مراد هم دآموتر رود راتیر سو او کلفت ته راغی. ده خپل ورور عمر قوش بیګي دیوه واړه پوځ سره اقچی ته ولیږه . الله وردی ته یی دنده وسپارل چي پر تیمورشاه باندی د خوراکي موادو د رسولو

لاره بنده کړي ، مګر د تیمورشاه پوځ چي سردار پاینده محمد خان یی محوری ټکی وو ، هر ځای چي به د دښمن سره مخامخ شو هغه به یی دړي وړی کړ. شاه مراد ډار ونیوی او یو شمیر ملایان او روحانیون د قران شریف سره تیمورشاه ته د بخښنی په خاطر ولیږل او پدی بهانه چي د مسلمانانو وینی توی نشي د سولی وړاندیز یی وکړ، پدی خبرو کی د آمـــو رود د پخوا په شان د افغانستان او بخارا تر منځ سرحد پاته شو او تیمورشاه کابل ته راوګرځیدی.[20]

تیمور شاه

دموهن لال په قول پر تیمورشاه باندی پاینده محمد خان دخپل ځان په ډول ګران وو. داسي ورځ به نه وه چي په انعام به یی نه ستایه . تیمورشاه په ۱۸۳۹م کال د می په شلمه د نړی نه سترګي پټی او په کابل کی خاوروته وسپارل سو. [21]

رښتیا خبره داده چي دبارګزیانو اقتدار دتیمورشاه په وخت په کابل کی ریښی وځغلولی او د سلطنت ترلاسه  کولو پوری وغځیدلی. پاینده محمد خان به هیڅکله هم دا فکرنه وه کړي چي دده تر ټولوکشر زوی دوست محمد  به یو وخت د کابل پر تخت ناست وي او د برتانیی سفیر به یی دربارته ورځي .  داحمد شاه دراني هغه تاج او تخت چي د حاجی جمالخان په مرسته یی ترلاسه کړی وو ، دده  د اولادی په لاس په پای کی رانسکوره شو. دا د پاینده محمد خان د هلوځلو میوه وه چي وروسته بچیانو ترلاسه کړه .

     لنډه داچي سردار پاینده محمد خان د تیمورشاهی دولت په ټینګښت او ټکاو کي نه ستړی کیدونکی هلی ځلی وکړی، دده پر ضدیی هغه توطیه چي دارسلان مومند په تحریک د ده زوی شهزاده عباس په لاره اچولی وه ، د بیخه خنډ کړه. د تیمورشاه دولت مخالفان یی په پیښور، کابل ،کشمیر ،بلخ اونورو ولایتونو کی ودی ته اړایستل سوتر څو  مرکزی دولت اطاعت ته غاړه کښیږدی. په پای کی پایند ه محمد خان د تیمورشاه ځای ناستی زمانشاه په امر اعدام شو.

د پاینده محمد خان رول دشاه زمان په واکمن کیدوکی:

په ۱۷93م کی کله چي تیمورشاه وفات شو ، دځان دپاره یی د ځای ناستی په هکله وصیت نه ؤ کړی . دده لویه کورنی او ډیرمیراث خوران پاته شول. دده د ۲۴ زامنو له ډلی نه شهزاده همایون په کندهار ، شهزاده محمود په هرات او شهزاده زمان چي پنځم زوی یی وو د پلار په ژوند کي د کابل صوبه دار ټاکل شوی وو. کله ناکله چي به تیمورشاه دکابل نه سفر وکړ، شهزاده زمان به یی د ولیعهد په توګه پریښود .دده اخلاق او کړه وړه درباریانو ته ډیر د منلو وړ وه . دده مور د تیمورشاه تر ټولو ګرانه ماندینه وه.[22]

دتیمورشاه تر وفات وروسته دغي ښځي د موقع نه ګټه پورته کړه، وپاینده محمد خان ته چي د تیمورشاه وزیر وو ورغله د خپل زوی لاس یی دده په لاس کی کښیښود او هیله یی تری نه وکړه چي د تخت په کښیناستلو کی مرسته ورسره وکړي .داچي پاینده محمد خان یو پښتون وو او د پښتونولی په دود ښه بلد وو ویی نه کړای شو ، دیوی ښځي هیلو ته چي هغه ملکه هم وي، منفی ځواب ووایی. پدی توګه یی ددی غوښتنه ومنل. دنورو دراني او قزلباشانو خانانو او قومی مشرانو څخه یی د شهزاده زمان د پاره یی بیعت واخیست او هغه پر تخت کښیناست.[23]

پاینده محمد خان د زمانشاه مورته د وعدی له مخي دقاضی فیض الله خان دولتشاهی هروی[24] ، ملا عبدالغفار چي د تیمورشاه وزیران او باوری کسان وه ، ورسره یی وکتل .  دوی په ګډه داسی پریکړه وکړه چی د شاه دمړینی تر اعلانولو دمخه باید ټول خانان او د قوم مشران و سلطنتی دربار ته ګویا د شاه په امر را وغوښتل شی ، کله چي دوی ټول حاضر شول ، ددربار د صالون دروازی وتړل شوی، وروسته یی دوی ته د تیمورشاه د وفات خبر اعلان کړ . پاینده محمد خان احساس کړه چی قاضی فیض الله خان په زړه کی د شهزاده عباس پلوی دی،کله چي پاینده محمد خان پدی پوه شو چي قاضی ښایی د شهزاده عباس پلوی وکړي، نو یی دخبرو لړي پخپل لاس کی واخیستله او ویی ویل :

 

« دمیت د ښخولو دمخه پکار ده چي دشاه د زامنو څخه یو نفر د پاچا په توګه وټآکل شی. داباید داسی یوڅوک وی چي ددغه مقام لیاقت ولری او تاج وتخت ورباندی ښکلی ښکاره سي. په یوه لاس دوی توری نسي کارول کیدلای . موږ چي شخصی اغراض او موخي نلرو ، یوازی اویوازی د هیواد ښیګڼي اوپرمختګ غواړو او د سلطنتی کورنی خیر مو ارزوده ،باید د شاهی دپاره د غسی د ښوصفتونو لرونکی څوک وټآکو. تاسی ټول چي پخپله هم د لوړی کورنی شهزاده ګان یاست باید په دغوغوښتونو کی زموږ سره همږغی اوسی . شهزاده زمان میرزا چي د ټولو دغوشمیرل شوو صفتونو اوشرطونو در لودونکی دی، دخپل علمیت ،لیاقت او په سلطنتی چارو کی د فعالیت له کبله تر خپلو نورو وړونو برلاسی دی ، باید د شاه په توګه وټآکل شي . دهمدی لامله زه پر تاسي باندی ږغ کوم چي وده ته بیعت ورکړي» .

دده تر وینا وروسته نورو وزیرانو هم هر یوه په نوبت سره د پاینده محمدخان د خبرو په تایید د زمان میرزا په پلوی نور دلایل هم چي دده دصفتونو ښکارندوی وه ، راوړل . دا ټولی خبری دناستو کسانو لخوا دتایید وړوګرځیدی او شهزاده زمان د پاچا په توګه وټآکل شو، وروسته فاتحه ولوستل شوه اود تیمورشاه دجنازی چاری پیل سوی .

پاینده محمد خان لکه څنګه چی مو ولیدل دشهزاده زمان سره پر تخت دده د کښیناستلو په چاروکی لویه مرسته وکړه ، مګر بیا هم پاینده محمد خان د شهزاده عباس لخوا بیغمه نه وو. دده دا تشویش پرځای راوخوت. د فاتحی مراسم لا پای ته نه وه رسیدلی چی شهزاده عباس ټول وړونه د چهلستون (داماڼي تیمورشاه جوړه کړی) په قصرکی راټول کړل، د هغوی څخه یی بیع

شاه زمان خان

ت واخیست او ځان یی پاچا اعلان کړ. کله چي پاینده محمد خان او نور دزمانشاه پلوه خانان خبرشوه ، دمیر اصلان خان جوانشیر او جعفرخان جوانشیر په مشری یی یوشمیر عسکر ولیږل څو د چهلستون ماڼي محاصره کړي. شهزاده عباس یی د ټولو وړونو سره ونیوی او د شاه زمان حضورته راویستل ، زمانشاه د خپل سکنی ورور شاه زمان خان پرته ( چي یوازی دری ورځی بندی وو) نور ټول وړونه تر غضب اوشکنجو لاندی ونیول. په پای کی مجبور سول چي بخښنه وغواړي او ده ته بیعت ورکړي. ده هم هغوی ټول وبخښل او په بالا حصار کی یی ځای ورکړ.[25]

د پاینده محمد خان نظامي خدمتونه دشاه زمان دپاره:

کله چی شهزاده همایون په کندهار او شهزاده محمود په هرات کی د زمانشاه د پاچا کیدو څخه خبر شول ، هریوه ښورښ ته ملا وتړله .همایون په کندها ر کی دپاچهی اعلان اوسکه یی پخپل نوم باندی ووهل. وروسته یی د شاه زمان سره د جنګ د پاره تیاری ونیوی. شاه زمان هم د پاینده محمد خان په مشری قوتونه د کندهار په لور ولیږل . دواړی قواوی د کندهار په څلور میلی واټن کی په (باغ ببرو) نومی  ځای کی سره مخامخ شوی. دهمایون د لښکرو قوماندان مهرعلی خان د مددخان اسحاقزی  د میرمني ورور(دده اخښی) وو، د جنګ تر پیلیدو وړاندي پاینده محمدخان دهغه سره اړیکی ونیولي او هغه یی د خپلو منطقی خبرو تر اغیز لاندی دومره راوست چی په ډیره خوښی سره د همایون د  پلوی نه واوښت او د زمانشاه د عسکرو سره یوځای شو. پدی کارسره همایون ماته وخوړل او بلوچستان ته وتښتیدی او هلته د بلوڅ  نصیرخان سره یوځای شو او پر کندهار باندی د راتلونکی برید په هیله کښیناست.

سردار پاینده محمد خان کندهارته ورغی ،خانان اومشران یی اړایستل څو زمانشاه ته بیعت ورکړي. دده دغو صادقانه خدمتونو دشاه زمان په وړاندی دده قدر او درناوی نورهم زیات کړ اوده ته یی د کاله ۸۰ زره روپی معاش وټاکه . دبارګزو او غلجو برسیره یی د قزلباش د قواوو مشرتوب هم دده پر غاره واچاوه.[26]

زمانشاه د کندهار د چارو د سمون وروسته خپل وړوکی زوی قیصر چی ۷ کلن ماشوم وو، دعبدالله خان نورزی تر سرپرستی  لاندی د کندهار حاکم وټاکه اوپخپله یی د قواوسره د هرات په لور حرکت وکړ. شهزاده محمود هم تسلیم شو. په هرات کی د چارو د سمون وروسته کابل ته راغی اوپه هند کی دفتوحاتو په هیله پیښورته روان شو. همایون چی د فرصت منتظر وو ، د بلوچستان څخه یی پرکندهار برید وکړ اوکندهاریی ونیوی. وړوکی قیصر یی زندان ته واچاوه ،مګر عبدالله خان دیحیی خان نسقچي باشي سره یوځای ځان په پیښورکی شاه زمان ته ورساوه .همایون یو وار بیا ځان پاچا اعلان اوسکه یی ووهل. په دغه وخت کی دعبدالله خان نورزی ورور احمد خان نورزی د خپلو قواوسره پر ښار حمله وکړه. مګر عبدالکریم خان(یا عبدالکبیرخان) دپاینده محمد خان د ورور رحیمدادخان زوی چي د همایون قوماندان وو، ودفاع ته راووت اوخونړی جګړه ونښته . په پای کی احمدخان زخمی اوماته یی وخوړل. دنښتی پر وخت یی ډیري وینی ضایع کړی، ضعف ورباندی راغی اود اس نه ولوید. ملا حسن درویش چی یوفقیر سړی وو ورباندی پیښ سو،کورته یی بوت اودرملنه یی ورڅخه وکړه . همایون ورباندی خبر شو، نفر یی ورپسی ولیږل اوځانته یی وغوښت. نیت یی و چي له منځه یی یوسي، مګر د یوشمیر درانی خانانو دمنځګړیتوب له مخي یی د وژلوڅخه تیرشواود خپلو قواوسرقوماندان یی وټاکه.

دهمایون لخوا دکندهار د نیولو څخه چي زمانشاه ته خبر ورسیدی ،هغه مجبورسو څو پیښور پریږدی ،کابل او وروسته بیا کندهارته حرکت وکړي. د دواو خواوو لښکری یوواربیا د کندهار په ۴۰ کروهی کی سره مخامخ سوی( ۱۷۹۴ پسرلی) . د زمانشاه د لښکروقوماندان داځل هم پاینده محمد خان وو،خو همایون بیا د شاه زمان پخوانی قوماندان احمدخان نورزی دخپلو قواوو قوماندان ټاکلی وو چي وروریی عبدالله خان نورزی دلته د شاه زمان په پلوی جنګ ته راغلی وو. داځل پاینده محمد خان جنګ بیله وینو تویولو وګټی . داحمد خان سره یی اړیکی ونیولی هغه یی خپلی خواته رامات کړ ، همایون بیا ماته وخوړل او وتښتیدی. همایون دا پلا هرات مخ ونیوی څود شهزاده محمود سره یوځای شي. فتح خان بارکزی (د پاینده محمدخان زوی) تر ګرشک پوری دهغه پسی ولاړ،خو ګیر یی نګړ او بیرته کندهارته راستون شو.[27]

 شاه زمان وکندهارته د رارسیدو سره سم شهزاده محمود ته یولیک واستاوه چي همایون ونیسي او لاس تړلی یی وده ته راولي، مګر همایون د فراه څخه د ریګستان دلاری وبلوچستان ته تللی وو. دهغه ځایه دسند تر څنډو رسیدلی وو او دهغی ډلي سره مخامخ شو چی دده د نیولو د پاره ټاکل سوی وو. دلته یی ماته وخوړل اودسند و ختیځو غاړوته وتښتیدی، هلته یی ونیوی چی دشاه زمان په امرړوند کړل شو او پاته عمر یی په زندان کی تیرکړ.

د پاینده خان د میرمني لویه ادی سرښندنه:

لویه ادی د وزیر فتح خان مور وه چی هوښیاری او دلاوری کی تر خپل خاوند پاینده محمد خان کمه نه وه . اصلا دا د ګرشک اود نادعلی په یوی شتمنی کورنی پوری یی اړه درلوده . د نادعلی کلا د لښکرګاه لویدیز ته یوپیژندل سوی ځای دی . ددی ځای نړیدلی کلا  د« ادی قلعه » پنامه یادیږي . دګرشک د لویدیز په ۱۵ کیلومتری کی د«مالګیر» پنامه کلی کی د «ادی باغ» پنامه هم یوځای هلته سته چي نړیدلی دیوالونه یی تر اوسه هم پاته دی . پدی کلی کی هم بارګزی اوسیږي .هغه مهال چی خلګو لا د جنګ د پایلو په هکله خبر نه درلود ، دغی غیرتمنی ښځي خپله بوغره ( برقع) واغوستل او توره یی تر ملا وتړل، پراس سپره شوه ، د ښار پر زندان یی برید وکړ او ۸ کلن قیصر د شاه زمان زوی یی له زندانه ازاد کړ،بیرته یی د حکومت پر یوی چوکی کښیناوه ، پدی توګه نوموړی پتمنی ښځي د شازمان سره خپل ملاتړ وښود ، د قیصر ازادول یی د جارچی د لاری د خلګو تر غوږونو ورسول.

د پاینده خان بارکزایی مشره لور او د منصور خان خور اود وزیر فتح خان مور وه، دا ښځه سربیره پردی چی زړور او غیرتمن زامن یی روزلی وه، خپله هم یوه مدبره او سیاستدانه ښځه وه. په سخاوت اوبیوزلو ته په مدد کی مشهوره وه، خلک ورته خاصه عقیده درلوده، او خلکود زړنو محبوبه وه، نو ځکه لکه چی احمدخان ته «بابا»، زرغونی ته « انا» لقب ورکړی وه، دی مدبری ښځی ته هم خلکود « لویه ادی» لقب ورکړی وو. د لویه ادی د کار روایی له مخی نه یواځی هغی ته د محمدزایی د حاکمیت موسسه وه بلکه خپل میړه ته یوه ښه سلاکاره او خپلو زامنو ته ښهلارښوده وه.

دی میرمنی همدارنګه د جنګ د پایلی تر مالومیدو پوری د ښار امنیت ته پاملرنه وکړل چي په غلا او چپاول لاس پوری نسۍ، یوځل دی ته خبر ورسیدی چی ددی زوم مرتضی خان غواړی په ښار کی تجارتخانی او دکانونه چورکړي . لویی ادی هغه ددی کارنه منع کړ او اخطار یی ورکړ چي که دا کار وکړي نو سربه یی پری کړی . هغه ددی خبری ته غوږ ونه نیولی او په چور یی لاس پوری کړ .لویی ادی حمله پر وکړه او په توره یی داسي وواهه چي د مځکی راپورته کیدای نسو، وروسته یی زندان ته واچاوه . په پای کی یی دیوه روحانی سړی عبدالستار په شفاعت هغه وبخښی او له زندان نه یی راوایست. څوورځو وروسته شاه زمان د خپلو لښکرو سر د کندهار ښار ته ننوت .کله چي یی خپل وړوکی د همایون په جنګ کی زخمی سوی زوی قیصر ژوندی ولیدی ، ډیر خوشحاله سو ، د لویی ادی څخه یی مننه او درناوی وکړ . قیصر یی بیا هم په کندهار کی پریښود. دا زړه وره ښځه تر اوسه هم د درناوی سره ملګری ده . دګرشک د نجونو لیسه ددی په ویاړ نومول سویده .

لویه ادی د سردار پاینده خان میرمن او دمشهور وزیر فتح خان مور او دارواښادعبدالرؤوف بینوا له لیکنی سره سم”دبارکزی کلان خان لور وه”په دغه کلا(نادعلی) کی دلوی اختر دکیچړی پخول تر ډیره وخته پوری دمحمدزیو په کورنیوکی یو دود وو. ارواښاد بینوا لیکی دی:”دمحمدزیو په کورکښی چه هرخای وی، دلوی اختر په ورځ ضرور او هرومرو کیچړی خوری. د دی کیچړی په فلسفه ځینی خبرنه دی او تقلیدی روان دی، او ځینی ئی داسی بیان کوی، وایی: دوزیرفتح خان تر مرگ وروسته “لویی ادی” خپل نور زامن دلوی اختر په ورځ راټول کړه او کیچړی ئی پوخ کړی و؛ چی ترهمدی کیچړی خوړلو وروسته د وزیرفتح خان د انتقام اخیستلو په عزم ټول ملا وی تړی او لویه ادی دپښتونوالی مراسم” دبره ایشول” پرځای کوی څو له دی ځایه څخه دمحمدزو دکورنی دسلالی تشکیل جوړیږی.»[28]

 

دپاینده محمد خان په وړاندی د شاه زمان بی پروایی :

کله چی شاه زمان د کندهاره وکابل ته راستون شو اوسلطنت یی ټیکاو وموند ، دقومی مشرانو سره یی بی پروایی خپله کړه او کرار کرار یی د مطلق العنانی (زورواکی)لاره یی ونیول. شاه زمان ته چي خپل نظر ډیر پرځای ښکاریدی ،نه یی غوښته چی نور خلګ پرده باندی د خپلو خدمتونوپه خاطر منت واچوی اویا داچی د خپلی قومی ونډی له مخی د هیواد په اداره کی شریک او اغیز ولری. په همدی موخه یی د خپل سلطنت په دریم کال (۱۷۹۶م) کی سردار رحمت الله خا د سردار فتح خان پوبلزی زوی چی د ملتان د میشتو ابدالیانو څخه و، د افغانستان په لویو ښارونو لکه کابل ، کندهار او نورو کی یی قومی اغیز نه درلود، د«وفادارخان» په لقب سره خپل صدراعظم وټآکی. له بده مرغه پدی وخت کی دده وزیر هم یو عصبی او بد خویه قهرجن سړی وو چی د قومی مشرانوسره یی ښه سلوک نه کاوه اوتل یی ددغو مشرانو په وړاندی شاه زمان بد بینه کاوه.[29]

 ددغو سردارانو او قومی مشرانو په ډله کی یو هم پاینده محمد خان د بارګزو مشراو د دربار د نژدی کسانو څخه وو. سره لدی چي پاینده محمد خان د شاه محمود سکنی ماما وو، مګر په داخلی جنګونو کی یی د شاه زمان پلو ونیوی. ښکاره ده چي ده ددی ټولو خدمتونو په خاطر هیله درلوده څو د صدارت چوکی ورکړل شی. همدارنګه قزلباش مشرانو لکه میر اصلان خان جوانشیر او جعفرخان جوانشیرچی دده د سلطنت د ټینګښت په خاطر یی ډیری هلی ځلی کړی وی ، دوی هم د زمان شاه څخه ډیری هیلی درلودی.

 کله چی وفادارخان پدی پوه سو چی زمانشاه یی د مکاری په جال کی ګیر شویدی ، وده ته یی د درواغو راپورونه ورکول چي ګویا پاینده محمد خان د شاه شجاع پخاطر فعالیت کوی څو پرتخت باندی یی کښینوي. پدی توګه یی  شاه د ټولو قومی مشرانو په ځانګړی ډول د پاینده محمد خان په هکله بد بین کړ. دا خبره تر هغه ځایه ورسیده چی شاه به په څرګنده د نوموړی کسانو په وړاندی مخالفت کاوه . د همدی کبله سرداران او قومی مشران د شاه څخه ناراضه شول او غوښتل یی په مناسب وخت کی غبرګون وښیی.

دنظر خاوندان وایی چی شاه زمان یو په بل پسی دوی سیاسی تیروتنی وکړی: لومړی داچی دکم عقل وفادارخان په دسیسه او تحریک یی فرمان صادر کړ چی له مخی یی ټول بارګزیان ددولتی مقامونو او امتیازاتو څخه بی برخی کیدل، دوهم داچي هغه مقام چی د خپل خدمتونو په مقابل کی د پاینده محمد خان حق وو(وزارت اعظم) ،هغه یی وبی کفایته وفادارخان ته ورکړ.

 پیرس لیکی، چی وفادارخان یو حریص او ځان غوښتونکی سړی وو، ده کوښښ کاوه چی ټول د شاه اقتدار پخپل لاس کی ونیسی. دی د خپلو کښتو کسانو ( زیردستانو) په وړاندی ډیر مغرور اوتر ځان د لوړو کسانو (بالادستانو) په وړاندی ډیر نرم ،چاپلوس او ډارن وو. ده د هر چل او نیرنګ نه کار واخیست څو زمان شاه یی د خپل لاس آله وګرځاوه . لدی نه وروسته چی هر څه ده غوښته ، زمانشاه هم هغه کول.[30]

الفنستون وایی، پدی خاطر چي شاه زمان د خپلو عزیزانو له ډلی نه یو ډیر بی کفایته سړی ته واک سپارلی وو ، دا کار هم دده د برباد کیدو لامل شو او هم یی ملت د سترو بد بختیو سره مخامخ کړ.

 

سردار پاینده محمد خان او د مخفی انجمن جوړیدل :

له هغه نه وروسته چی زمانشاه پاینده محمد خان او نور قومی مشران له دندو لیری کړل، پاینده محمد خان ګرشک او په نادعلی کی د ادی قلعه ته راغی چی د شاه او د بد غوښتونکو رقیبانو څخه لیری وی. داچی ده غوښته یانه غوښته ، په هلمند کی دبارګزو د ناوی مشران به یی مجلس ته راتلل. وفادار خان داخبره و زمانشاه ته ورسول او دده ذهنیت یی لا نور هم د نوموړی په هکله خړپړ کړ.

دقومی مشرانو په اړوند دشاه دی ډول نارضایتونو هغه ولسي متل ور یاداوه چی (خدمت کرده ګناه لازم) یا ( هندو ستړی ، خدای ناراضه . ژباړ. ) . داحالت د دوی د پاره د منلو وړ نه اوباید د حل یوه لاره یی لټولی وای.

په(۱۷۹۹م) کال، کله چي شاه د خپلو لښکرو سره کندهارته راغلی وو، قومی مشرانو پخپلو کی مشوری سره کړیوی او پریکړه یی وکړه چي زمانشاه له تخته راوپرزوی او وزیر یی له منځه یوسي.

نوموړی قومی مشران د میا غلام محمد هندی په کورکی چی یو روحانی سړی وو( دځینو روایتونو له مخی دی یو هندی سوداګر وو . ژباړ. ) سره راټولیدل. دغه هندی میا غلام محمد چی په کندهار کی اوسیدی ، پاینده محمد خان دده په اجازه څو پټي جلسي د نوموړی په کورکی وکړی او لازمی پریکړی هم ونیولی شوی. ددغه پټ ( مخفی) انجمن غړی لاندی کسان وه :

۱- پاینده محمد خان بارکزی ،

۲ محمد رحیم خان علیزی،

۳- اسلام خان پوپلزی،

۴- حکمت خان سرکاڼی،

۵-سلطان خان نورزی،

۶- میراصلانخان جوانشیر،

۷- محمد عظیم خان الکوزی،

 ۸- جعفرخان جوانشیر،

۹- زمانخان رکاب باشي،

۱۰- خضرخان علیزی.

دتاریخ سلطانی لیکونکی د زمان خان رکاب باشی پر ځای د یوسف علی خان خواجه سرا نوم اخلی او د زمانشاه خسر نورمحمد خان بابری چی د امین الملک لقب یی درلود هم د نوموړو کسانو په ډله کی راولی [31].

دهغو پریکړو په لست کی چی دمخفی سازمان غړو د پایند ه محمد خان په مشري د هغه هندی روحانی په کورکی د جلسی په وخت کړی وی ، یوه پریکړه یی داوه چی د تاج وتخت د پاره به  شاه پسله دی نه په انتخابی ډول غوره کیږی او میراثی دود به نور د منځه یوسی. بله پریکړه داوه چی دشاه انتخاب به یوازی د سردارانو حق وی او که چیری شاه بی کفایته ثابت شو، د هغه لیری کول به همدارنګه د سردارانو لخوا تر سره کیږی. دجلسي غړو د سردار پاینده محمد خان دا وړاندیز هم تایید کړ :

 لومړی باید ترهرڅه دمخه ډیر ژر وفادارخان اعدام سی ،

دوهم – شاه زمانشاه به د سلطنت نه لیری کیږي ،

 دریم – دزمانشاه ورور شاه شجاع به دسلطنت پر تخت کښینول کیږي.[32]

ددی پریکړو د عملی کولو د پاره سبا ورځ چي پنجشنبه وه وټآکل شوه

او محمد عظیم الکوزی ته د وفادار خان وژل ور د غاړی شوه . نوری چاری پایند ه محمد خان پرغاړه واخیستی.[33]

 

دشاه زمان په فرمان د پاینده محمد خان او نورو قومی مشرانو وژل کیدل :

دبشپړ احتیاط سره سره بیا هم د انجمن راز افشا سو. منشي باشي میرزا محمد شریف خان قزلباش چي پخپله  یی هم په دغه توطیه او تړون کی لاس درلود ، ده و وزیر اعظم ته راپور ورکړ او هغه شاه ته . شاه زمان لومړی خپل ساتونکی ګارد بدل کړ او پر ځای یی نور کسان وګمارل .هر یوه ته یی یوه اندازه پیسي بخششي ورکړی چي دد ه ښه ساتنه وکړي . په راتلونکی ورځ  یی د انجمن غړی یو یو په جلا ډول په شاهی ماڼي کي خپل حضورته راوغوښتل . وروسته یی دوی پدی بهانه چي د وزیر د وژلو دپاره یی پلان جوړ کړی وو، اعدام کړل او امر یی وکړ ددوی جسدونه د نورو د عبرت او ډار پخاطر د ښار په څلورلاری کی تماشا ته کښیږدی. وروسته یی هندی میا غلام محمد هم ونیوی او اعدام یی کړ. داعدام شوو مړي دری ورخي تماشا ته پراته وه او هیچا جرئت نه کاوه څو هغوی ښخ کړي. په پای کی قاضی محمد سعید خان بازګزی دشاه په اجازه د پاینده محمد خان مړی واخیست ، د ذاکر کلی ته یی یووړ او هلته یی دده د پلار حاجی جمالخان د قبر څنګ ته ښخ کړ.

تاریخ پوهان لیکي، محمد عظیم خان الکوزی ددی ډلی تر ټولو خطرناک ګنل کیدی ، دده تر نیولو وروسته یی یو صاحب منصب د پاینده محمد خان د نیول د پاره دهغه کورته واستاوه .د تصادف له مخی صاحب منصب پر فتح خان پیښ سو او صاحب منصب ته یی وویل چي پلار یی په کور کی  نسته ،خو بیا به هم یوځل ولاړسي څو پوښتنه وکړي چي هغه چیری دی. کله چی فتح خان کورته ولاړ او پلار یی په موضوع پوه کړ، ده ته یی مشوره ورکړه چی وتښتی او ځان پټ کړي. فتح خان داهم ورته وویل چی زه به صاحب منصب د  ورسره راغلو ملګروسره ووژنم.[34]

پاینده محمد خان د زوی خبره ونه منل او ویی ویل چي ښه خبره داده چي شاه ما ووژني ،نه داچي خلګ ما ډارن وبولي، بچیانوته می پیغورونه ورکړی او هغوی تل زما په خاطر خجل وګرځي.  پاینده محمد خان داچي روژه یی وه او ماښام نژدی وو، د ماښام لمونځ یی وکړ او د روژه مات په خاطر یی اوبه وغوښتی . دوست محمدخان چی ۷ کلن هلک وو ،د اوبو ظرف ئی راوړه. لاسونه یی ریږدیدل ، پاینده محمد خان ظرف تری واخیسته، لږ اوبه یی و څکلی او دوست محمد ته یی د خیر دعا وکړه . وروسته دصاحب منصب سره د زمانشاه دربار ته ولاړ،هلته جلادان ورته منتظر وه اود زمانشاه په اشاره سر ی ورڅخه پریکړ.[35]

د پاینده محمد خان او نورومشرانو اعدام اودا موضوع چي جسدونه یی دری ورځي تماشا ته پراته وه ، د هغوی کورنیو او پاته کسانو ته خورا ډیر تشویش پیداکړ.

پیرس لیکی، شاه زما ن پدی کار سره یو ډیر احمقانه عمل وکړچي د خپل یوه وزیر په خاطر یی نور قومی مشران اعدام کړل. دده دی کار دومره ناوړی پایلي درلودی چي نه یوازی یی دده له سره شاهی تاج وتخت واخیست بلکه په هیواد کی د لویی غمیزی لامل  وګرځیدی.

        دزمانشاه لویه تیر وتنه پدی کی وه چي د ځان څخه یی د قومی مشرانو د نارضایت دلاملونو او ریښو په هکله فکر ونکړ او دخپل دی کار پایلی یی تر اعدامولو د مخه ونه سنجولی . وروسته یی پدی خاطر چي د انتقام څخه مخنیوی وکړی، امر یی ورکړچي د بارکزو ټول سرداران او مشران ونیول سي . ددی نه یی اصلی موخه دفتح خان اود هغه د وړونو نیول وه.[36]

په رښتیا هم زمانشاه د پاینده محمد خان او دده د ملګرو په وژولو سره یو ناوړه او نه سنجونکی کار تر سره کړ . ځکه چی هغه داسی سړی نه وو چی مرګ یی بی انتقامه پاته سي. شاه زمان او وزیر یی په بیغمه زړه سلطنت وکړي. دپاینده محمد خان قومی زور د زمانشاه تر قومی زور زیات وو .دده دغه کا ر دبارګزو ټول قوم ناراضه کړ او دده شل زامن یی چي تکړه جنګیالی وه خپل پر ضد راوپارول.

دسردار پاینده محمد خان داعدام په خبریدوسره دده زامن ، دوستان او خپلوان د کندهاره ووتل او د ګرشک نادعلی ته یی ځانونه ورسول څوپه هلمند کی د ناوی د بارګزیانو څخه د پاینده محمد خان په غچ اخیستلو کی مرسته وغواړی . دلته بارګزیانو ترهرڅه دمخه د پاینده محمد خان مشر زوی فتح خان دخپل  قوم دمشر په توګه وټآکی او وروسته یی پریکړه وکړه چي دده د هر تصمیم په عملی کولو کی به مرسته ورسره کوي. فتح خان که څه هم لا شل کلن سوی نه وو، خو ددی کار د پاره مناسب سړی او پوره وړتیایی درلوده . هغه پلان چي ده د غچ اخیستلو په موخه په پام کی درلود ، ډیر ژریی نتیجه ورکړه . د غچ اخیستلو بشپړجزئیات به په وروستیو برخوکی ولولو. خو اوس به ښه داوي څو پخپله د پاینده محمد خان د شخصیت په اړوند څوخبری وسي.

سردارپاینده  خان د خپل قوم یو متنفذ او پیژندل شوی سړی وو چي په ۱۶کلنی کی د قوم په مشری وټاکل شو. دخپلی پوهی او لیاقت له مخي یی د تیمورشاه په دربار کي لوړ مقام تر لاسه کړ. ده د سلطنت د ټینګښت په لاره کی ډیری سرښندنی وکړي اود تیمورشاه په وړاندی یی په کندهار ،پیښور ،کشمیر

او بلخ کی دده ضد ښورښونه شنډ کړه او یاغیان یی واطاعت ته اړایستل .

دتیمورشاه تر مړینی وروسته دده  دتخت دپاره د شهزاده زمان په غوره کولو کی پوره مرسته وکړه، په کندهار، کابل او هرات کی یی دده ضد ښورښونه وځپل چی ددی ټولو خدمتونو په وړاندی یی ځان دقدر وړ مقام ته ځان مستحق ګاڼه، مګر زمانشاه دا ټوله هیر کړه او د خپل صدراعظم په دسیسه یی لومړی دی د دولتی دندو څخه ګوښه او وروسته یی دده د سپکاوی څځه هم مخ نه اړاوه . د زمانشاه دی ډول کړنو ، دی اړایست څو د نورو قومی مشرانو سره په ګډه یوه دحل لاره پیداکړی. په پای کی تصمیم ونیول شو چی شاه راوپرځوی او پر ځای یی د هغه ورور کښینوي . له بده مرغه دا پلان افشا شو او زمانشاه پدی پلان کی ټول ګډ کسان په یوه نا سنجول سوی عمل سره د وفادار په تحریک سره په بیړه اعدام کړل . دی کار د زمانشاه او هیواد د پاره ډیري ناوړی پایلی درلودی. ددغو دوو لویو کورنیو (بارکزو او سدوزو) تر منځ د دښمنی او کورنی جنګ داسی اوربل سو چي نژدی دری لسیزی یی دوام وکړ. پدی اورکی نه یوازی د شاه زمان تخت وسوځیده بلکه د سدوزو د ټبر څخه سلطنت د محمد زو و کورنی ته واوښت.

 

د زمانشاه  تیر وتنی :  

تاریخ پوهان دده لومړنی تیروتنه د صدراعظم په توګه د جاهل او بی کفایته وفادار خان ټاکل بولي چي دقومی مشرانو او سردارانو ناخوښی یی منځ ته راوستل او د شاه څځه یی دوی مړیجن کړل. دوهمه تیروتنه یی چي د نوموړي څخه ریښی اخلي ، هغه دپاینده محمد خان او نورو مشرانو بیړنی اعدام کول وه . دریمه تیروتنه یی داوه چي خراسان یی بیله دفاع څخه و فتحعلی شاه قاجارته دلاسه ورکړ. ددی ټولو تیر وتنو سرچینه هم هغه لومړی تیروتنه ده چي په پایله کی یی خپلی سترګی او سلطنت هم دلاسه ورکړ.

دالفنستون په اند زمانشاه سره ددی چی په سیاست کی تیروتنه وکړه ، که یی یو کار نه وای کړی ، دومره تاوان به ده او ملت ته رسیدلی نه وای . هغه کار داوو چي بی کفایته وفادار خان ته یی چي دده د قریبانو څخه وو ، د ډیرو صلاحیتونو او اختیارونو سپارل وه .

وفادارخان یو سدوزی سردار وو چي په مرموزو او ارامو کړو وړو سره یی کرار کرار د شاه اعتماد پر ځان باندی ترلاسه کړ. ده د شاه د اعتماد او باورڅخه دسرفرازخان( پاینده محمدخان) اود نورولوړ رتبه کسانو په کمزوری کولوکار واخیست . ښکاری چي ده د شاه روحیات درک کړی وه ، دهغه د ټول غرور سره سره به یی په غوړه ژبه او چاپلوسیو کار کاوه . دی پوهیدی چی فعالیت او هلی ځلی د شاه ډیری خوښیږي خو په چاروکی د جزئیاتو دښه تنظیمولو د پاره پوره حوصله او زغم نلری .

وفادارخان ډیر ځان غوښتونکی وو. هرڅوک چی په نظر به یی حریف ورغی ، دښمنی به یی ورسره کول، مګر په مجلسونو کی یی چي کله به د خطر سره مخامخ کیدی، غرور او پرځان باور یی په ډار او بی جرئتی اوښت او پدی سره به یی  حقارت او نفرت هم تر دی ځانګړتیاو برسیره شول. ومقام ته د رسیدلو وروسته ، دده د کړنو له مخي درانیان ورڅځه بیزاره شوه . ده هم داچی درانیان یی خپل حریفان ګڼل نو کوښښ یی کاوه د شاه او د درانی مشرانو ترمنځ درزونه راولی . دده حریصوالی هم دده تر ځان غوښتنی د دولت د پاره لږ تاوان نه د رلود. په دولتی ادارو او سیمه ایزو ارګانو کی به یی پخپله ګټه کار کاوه . داچی دده ګمارل شوو کسانو به تل اختلاس کاوه ، ددولت عایدات او شتمنی دومری کمی شوی چي دزمانشاه د سترو پلانو دلګښتونو دپاره بس نه وو . زمانشاه د خپل پلار په شان نه وو چي اقتصادی چاری یی ډیری ښی تنظیمولی، ځکه نو پخپلو پلانونو کی د ستونځوسره مخامخ کیدی. [37]

شاه زمان په دی توګه د خپل دربار او دراني مشرانو تر منځ واټن زیات کړ، دخراسان په ساتلو او دفاع کی یی جدی عمل ونکړ. د هند د فتوحاتو کوښښونه یی هم بی وخته وه او هم یی ښه تنظیم کړی نه وه ، ځکه یی نو په زړه پوری پایلی نه درلودی . ددی ټولو پړه دده په هغه تیروتنه کی وه چی وفادارخان ته یی دده د کفایت نه لوړ صلاحیتونه ورکړی وه . شاه زمان ته په کار وه چي د قومي مشرانو اعتماد یی تر لاسه کړی وای. داکار د فتوحاتو په هکله دده سترو پلانونو ته ګټور تمامیدلای شو. که یی داکار کړی وای هر څه به سم سوی وای. خراسان ته باید په خارجی سیاست کی لومړی ځای ورکړه شوی وای، ځکه چی د ایران شاه ډیر فعال سړی وو او د خراسان نیولو ته یی ملاتړلی وه . په لویدیز کی د خراسان ساتل په ختیځ هم دده د لښکرکښیو په ګټه وه. لنډه داچی ده باید د قومي مشرانو باوردلاسه نه وای ورکړی او د دربار سره یی د هغو واټن زیات کړی نه وای. خراسان یی باید په ټینګه ساتلی وای او د هند دفتوحاتو پلانونه یی ښه تنظیم کړیوای او وفادارخان ته یی ډیر صلاحیت نه وای ورکړي.

دامهال د احمدشاه بابا د وخت په پرتله هم په هندوستان او هم په ایران کی ډیر بدلونونه راغلي وه . په هندوستان کی فتوحاتو د اوږده وخت دپاره اوپرله پسی لښکر کښیوته اړتیا درلوده. په ډهلی کی نوری هغه خزانی پاته نه وی چی د دومره لښکر کښیو په رنځ اوعذاب وارزی . دپنجاب نیول بیا په تلوار سره اسانه کار نه وو. د احمدشاه بابا پر وخت د پنجاب سیکانو تاکتیک داسی وو، کله چی به د احمد شاه پوځ راورسیدی ،سیکان به د پنجاب نه وتښتیدل او کله چی به نوموړی پوځ تر فتحی وروسته بیرته خپل هیواد ته روان شو ، سیکان به هم بیرته راوګرځیده او پنجاب به یی لاندی کړ. پدی توګه د پنجاب د ساتلودپاره یوه پوځ ته اړتیا وه چي باید هم هلته پاته او میشت اوسي. داکار هغه وخت امکان درلود چي د هیواد  لویدیز سرحدونه خوندی وای او د هغه ځایه د حملو او تیریو امکان شتون نه درلودلای[38] .

 تاریخ پوهان لیکی چي شاه زما ن یو زړور، مغرور  او د قوي ارادی خاوند وو. ده زړه سوی نه درلود ،په بیړه به یی تصمیم نیوی او عملی کاوه به یی . «  ده د بشری عاطفی او کرامت څخه لیری جزاګانی چي په هند او ایران کی رواج وی ، مګر سدوزی شاهانو په افغانستان کی نه کارولی، دلته عملی کولی. دبیلګي په توګه خپل ورور همایون یی ړوند کړ. د درة الزمان  کتاب لیکوال د«تاریخ احمدشاهی » او «حسین شاهی» له قوله لیکی چی زمانشاه «به دګیډی د څیری کولو ، پزی پریکولو او سترګو کښلوجزاګانی هغو کسانو ته ورکولی چي تمرد به یی کاوه او عامه نظم به یی ګد ود کاوه. په  مذهبي چاروکی یی هم زمانشاه دومره متعصب اوسخت ګیر ووچي په هر ځای کی به یی محتسبان مقرر کړیوه او امر یی کړی وو چي هندوانو ته پر اس باندی د سپریدو اجازه ورنه کړي  چي په ښار اوشاوخوا سیموکی وګرخي …. اوکه چیری دوی پر اس باندی سپریږي نو د سپریدو اس یی باید زین ونلري[39]» . دده فیودالی ضد سیاست چي په بیړه یی خپل کړی وو ، دی یی د سلطتنت نه راواچاوه او د سترګو د دید څخه یی هم خلاص کړ[40].

 

دپاینده محمد خان د قبر پر تخته ویرنه ( مرثیه ) :     

دهغه وخت یو معاصر شاعر د پاینده محمد مرګ یو نړیوال ماتم ، پخپله دی یی د میړانی نړی او دمرګ لامل یی د یاغیتوب یو تور بللی دی .نوموړی شعر په لاندی ډول دی :

جهان زماتم پاینده خان فغان برداشت        که آن جـهان مروت جهان نواز آمد

چه خوانی آنکه زتیمورشه لقب او را        نــدیم دولـت سردار”سر فراز” آمد

چه بود باب وزارت وزیر شاه زمان         بـه او زحـب ریاشد به کینه باز آمد

غرض که از پی تمهید قتل او در دل         به جمعی از امراءهم به کینه بازآمد

شهید ساخت همه را بجرم تهمت بغی        ولی چـوشمع خودش نیزدرگداز آمد

بزرگوارخدایا به بی نیازی خــویش         به او ببخش که سویت بصد نیاز آمد

ز سال رحلــت او گفت هاتـف غیبی        “شهید اکبر و پاینده سرفــراز آمـد”[41]

په لوړ شعر کی د ( شهید اکبر و پاینده سرفراز امد ) نیم بیتی که د جمل په حساب وشمیرل شي نو به ۱۲۱۴ورڅخه جوړشي چی دا سنه د میلادی (۱۷۹۹) سره سمون خوری ( دجمل حساب چي ابجد یی هم بولي په شعر کی د یوی نیټی د را وړلو پخاطرکارول کیږي  . پښتو ژباړونکی)علامه حبیبی د پاینده محمد خان د اعدام نیټه د همدغه ۱۲۱۴کال د روژی د میاشتی ۱۳یاد کړیده[42] .

سردار پاینده محمد خان د مرګ پر وخت د ژوند یو څلویښتم پسرلی ته رسیدلی وو. په اوه کلنی کی د پلار د میني څخه بی برخی سو . سردار رحمدل خان دسردار پاینده محمد خان زوی په ۱۲۴۱کی دسنده راغی او په کندهار کی د خپل ورور سردار شیردلخان تر وفات وروسته په ( دهله ) کی حاکم وټآکل شو. ده د خپل بل ورور سردار مهر دلخان مشرقی څخه هیله وکړه چی د پلار د قبر پر ډبرینه تخته باندی د لیکلو په موخه یو ویرنه ( مرثیه شعر) ولیکي . سردار مهر دلخان مشرقی هم چی یو پیاوړی شاعر وو ، پنخه بیتونه یی د پلار د پاره مرثیه او دوه بیتونه یی هم د رحمدلخان په خاطر ولیکل اوده ته یی وسپارل چي پر نوموړی تخته باندی یی حک کړی . هغه بیتونه دادی:

از سعی وتلاش سرور دین پرور          سردار زمانه رحمـدل کان هنر

شد ساخــته این لوح مزار انــور         یارب تو نگهدارش از رنج خطر

* * *

زپا فتاد چـو بر خاک سرفراز جهــان        بلند ناله و افــغان شد از هــمــه افغان

شهید خنجر بیداد ظلم گشت افسوس        بدور و عصر وفـادارعهد شاه زمــان

نشان لطف وسخاوت شدازجهان معدوم        نمانـد درهمه افـغان مـروت واحسان

زبهـرماتم این کان جود و بحــر سخـا        سیاه پـوش شدنـد اهل هند وترکستان

ز آتـش غم  رویش  جـگر کباب شـده        ز شـور ماتم او دیـده ها بسی گریان

امیر دوست محمدخان چي د پاینده محمد خان وروستی زوی وو ، دده سلطنت پر وخت دده د سپینو زرو(نقری) په سکوکی لاندی بیت نقر شوی وو:

سیم وطلا به شمس و قمر میدهد نوید

وقـت رواج سکـــۀ پاینده خان رسید

پاینده خان د هغه درناوی له مخي چی د تیمورشاه په اړه یی درلود ،پرخپل مهر باندی یی یوبیت لیکلی دی چی هلته یی خپل لقب «سرفراز» د تیمورشاه نوم اوخپل نوم ورپکښی یاد کړیدی:

تا که مهر طالع از اوج شرف تابنده است

«سرفراز» خدمت «تیمورشاه» پاینده است

 

دزمانشاه اوسردار پاینده خان شجره نسب

 

__________________   زیرک  __________________

پوپل                                           الکو                                       بارک

حبیب                                                                                   نورالدین

بامی                                                                                        سیفل

گنجی                                                                                 دارو نیکه

بهلول                                                                                        نیک

معروف                                                                                اسماعیل

عمرخان                                                                             خضرخان

اسدالله(سدوزی له دغه سړی نه ریشه اخلی)

خواجه خضرخان                 محمدخان (محمدزی له دغه سړی نه ریشه اخلی)

شیرینخان                                                                           اختیارخان

سرمستخان                                                                        یعقوب خان

دولتخان                                                                             سرورخان

محمدزمانخان                                                                     یوسف خان

احمدشاه بابا                                                                   حاجی جمالخان

تیمورشاه                                                                            پاینده خان

زمانشاه                                                                         وزیرفتح خان

 

    دسردار پاینده خان اولادونه :

 

1-وزیر فتتح خان (۱۸۱۸-۱۷۸۰م) اصلی نوم یی فتح علی وو د(نوای معارک) دکتاب له مخي دی له یوی پیښوری میرمني څخه چي د قاضی خیلو د قوم وه دسربلند په نامه یو زوی او یوه لور درلوده . زوی یی په وړکتوب کی مړ شو او لور یی نواب زمانخان ته واده وه.

وزيرفتح خان؛ د واک نېټه: ۱۷۸۰- ۱۸۱۸ز | انځورګر: برېښنا | سرچينه: ملي آرشيف

د فتح خان مور د ګرشک د بارګزو دنصرت خیلو څخه وه چی دلوی ادی په نامه  مشهوره وه.

2-تیمورقلی ( ۱۷۸۱-  -۱۸۸۲م) ـ  دی د فتح خان سکنی ورور وو.د( تاریخ معاصر افغانستان)له مخی دده زوی سردار محمدسرورخان سیا د دری ژبی پیاوړی شاعر تیرسویدی(۱۳۰۰ش).

3-محمد عظیم خان(۱۷۸۵ – -۱۸۲۳م)  ـ دی هم د وزیر فتح خان سکنی ورور وو. زامن یی:حبیب الله خان ،سمندرخان،سلطان احمد خان سرکار،محمداکرم خان او محمد عمرخان.  د فاروق  عثمان کورنی د محمد عظیم خا په کورنی پوری تړاو لری او ډاکتر رسول زلمی د اولسمشر کرزی دخارجه چارو وزیر هم د سلطان احمد خان سرکار د زوی سردار عبد الله خان دلاری د محمد عظیم خان سره تړاو لري .

لوړ دری واړه وړونه دیوی مور څخه وه.

4-نواب اسد خان ـ دده مور یی بارګزی وه، زامن یی نواب محمد زمانخان (دانګریزانو په لومړی جنګ کی د مجاهدینو مشر وو) ده دوه زامن درلوده : شکرالله او شجاع الدوله ( دا هغه شجاع الدوله دی چي په ۱۸۴۲م کال یی د انګریزانو ګوډاګی شاه شجاع دسیاه سنګ په جبه زارکي وواژه ) .شکر الله دوه زامن درلوده : جنرال غلام حسین خان او غلام علی خان.

5- نواب عبد الصمدخان (۱۷۸۵ – -۱۸۲۷م) ـ دنواب اسد خان سکنی وروردی . زامن یی : محمد غوث خان او عبدالقادرخان نومیدل . د عبدالقادر خان  زوی محمد نادرخان نومیدی او دده زوی بیا عبدالرزاق حامد د ډاکتر صمد حاد پلار وو.

6- نواب طره باز خان  ـ ددغو درو واړو وړونو مور بازګزی وه چی د ملک دین زایی د ښاخ څخه وه.

7- کهندلخان (۱۷۹۷- -۱۸۵۵م) ـ دی په هرات کی وفات سوی اود «جامی» په مزارکی ښخ دی .(زامن یی: محمد صدیق خان ، سلطانعلی خان،محمد عثمان خان،محی الدین خان،عبد الله خان او محمد عمرخان.) ددی کورنی پاتی شونی دهلمند په ګرشک او میوند کی میشت دی. دده مور غلجی وه اود هوتګوپه قوم کی د ایدوخیلو د ښاخ څخه وه.

سردار کهندل خان

8- پردلخان(۱۷۸۵- -۱۸۳۰م) ـ دکهندلخان سکنی وروردی. (زامن یی : میرافضل خان، عبدالرسول خان او عبدالاحد خان دی.) سردار عبدالوهاب خان او دده زامن عبدالرحمن خان اوحبیب خان د امانی د وخت د دوهمی مشروطه غوښتونکو څخه وه. احمد رحمانی او رحمت رحمانی د افضل خان د اولادی څخه دی.

9-مهردلخان(۱۷۹۳- -۱۸۳۴م) ـ تخلص یی مشرقی اود فارسي ژبی تکړه شاعر اود مثنوی مولوی بیتونه یی شرح کړیدی . زامن یی خوشدلخان ،منورخان اوشیرعلی خان دی . د پردلخان سکنی وروردی .

10- رحمدلخان (۱۷۹۶- -۱۸۶۰م) ـ دی هم د پردلخان سکنی وروردی په فارس کی وفات شوی اوپه نجف کی ښخ سوی دی. زامن یی : محمدعلم خان ،محمدسرورخان او غلام محمد طرزی د محمودطرزی پلاردی.

11- شیردلخان ـ دپردلخان سکنی وروردی.

12-عطا محمد خان (۱۷۸۶- -۱۸۲۹م) ـ دده مور الکوزی وه .

13- یار محمد خان (م۱۷۹۰–۱۸۴۸م)  د عطا محمد سکنی ورور دی.

14- سید محمد ( ۱۷۷۹-………) ـ دی یی هم سکنی وروردی.

15- پیر محمد خان (۱۸۰۰- -۱۸۷۱م) ـ دعطا محمد سکنی وروردی.

16- سلطان محمد خان ( ۱۷۹۰- -۱۸۴۸م) ـ دی په «طلایی » مشهوردی. دعطا محمد سکنی وروردی . زامن یی : یحیی خان او ۴۹ تنه نور . سرداری یحیی خان د سرداریوسف خان پلاردی. نادرخان، شاولیخان ، محمد عزیزخان ، محمد هاشم خان او غازی شاه محمود خان دیوسف خان زامن دی. وروسته نادرشا ( ۱۹۲۹- -۱۹۳۳م) پوری او دده زوی محمدظاهرشاه (۱۹۳۳- -۱۹۷۳م) د افغانستان پاچا وو .سردار محمد داود خان د سردار محمد عزیزخان زوی د ( ۱۹۷۳- -۱۹۷۸م) دافغانستان لومړی جمهور رئیس تیر سویدی.

17- نواب جبار خان (۱۷۸۲- -۱۸۵۴م) ـ دی د پاینده محمد خان د یوی کوهستانی صورتی مینځي څځه زیږیدلی دی . زامن یی : محمداکبرخان ، محمد افضل خان ،عبدالغنی خان ،عبدالغیاث خان او حبیب الله خان دی.

18- جمعه خان ـ موریی یوه تاجکه صورتی مینځه وه . زامن یی رحمت الله خا ن او نوردی.

19- اسلم خان ـ مور یی یوه نورستانی صورتی مینځه وه .

20-دوست محمد خان (23 دسمبر۱۷۹۲ –9جون ۱۸۶۳م ) ـ دده مور د سیا منصور فارسی د خلګو څخه وه او د هرات په (ګازرګاه ) کی خاوروته سپارل سویده. دوپنځوس اولادونه ، زامن او لورګانی یی درلودی.[43]

21-امیر محمد خان ـ دامیر دوست محمد خان سکنی وروردی .زوی یی سردار شمس الدین خان درنجیت سنګ سره یی د جمرود په جنګ کی  او د انګریزانو سره یی د افغانانو په لومړی جنګ کی ډیره میړانه کړیده. سردار محمد عزیز خان د سردار شمس الدین خان زوی په ۱۳۱۰ش کی د دری ژبی یوتکړه شاعر وو.

لکه څنګه چی موهنلال روایت کوی ، وزیرفتح خان دپاینده محمد خان لومړنی زوی وو  .فتح خان ، تیمورقلی او محمدعظیم خان دری سره د بازګزی د قوم څخه دیوی مور دی . نواب اسد خان ،نواب صمد خان او نواب طره باز خان هم د بلی موردی چي همدارنګه بارګزی وه . د پاینده محمد خا ن اوم زوی عطا محمد خان وو چی یار محمد خان ،سلطان محمد خا ن ،سید محمد خان او پیر محمد خان دده سکنی وړونه دی او مور یی الکوزی وه . دوولسم زوی یی پردلخان وو .دده سکنی وړونه شیردلخان ،کهندلخان ،مهردلخان او رحمدلخان دی چی مور یی دهوتکو د ایدوخیلو څخه وه  . جمعه خان هم د پاینده محمد خان بل زوی دی او دده مور هم مینځه وه .اسلام خان یی هم د یوی صورتي مینځی  زوی دی ، دوست محمد خان یی شلم زوی دی او امیر محمد خان دده سکنی ورور دی چی ددوی مور د سیاه منصور د کورنی څخه ده چی د فارسی قوم یوښاخ ګڼل کیږي. ټول یی  ۲۱  زامن دی [44].

د بارکزایی سردارانو شجره
ترتیب کوونکي: (حاجی شناخته)

دنوموړو کسانو د نسب نوری سجری د دغو سرچینو څخه تر لاسه سویدی : سراج التواریخ، حیات افغانی، درزوایای تاریخ افغانستان ، افغانستان در قرن ۱۹، زندګی امیر دوست محمد خان ، د ښاغلی صدیق رهپو طرزی

یاداښتونه ( از اعقاب سردار پاینده محمد خان  بارګزي) .                      

[1] – معصوم هوتک، کندهاری وړونه ۳ مخ

[2] – حبیبی، دافغانستان معاصر تاریخ۲۷۹مخ

[3] -عبدالرؤوف بینوا:پشتنی میرمنی،137 مخ

[4] -معصوم هوتک،دناوی دانشور،دکندهارمنور،دزنگاوات مخور،د علامه رشاد خپرندویه تولنه،چاپ 2012/1391ش،ص11

[5] – تیمورشاه درانی ۱۳۳۳ ش کال ۱۱۱-۱۱۲مخونه

[6] – مگر دغه ادعا زمونژ په نور وملی تاریخونوکی نه لیدل کیژی ، معلومه نده چی فریه ، دامالومات د کومه کړی ده؟

[7]  – فریه، تأریخ افغانها، ژباړه :  سهیل سبزواري، دویم څپرکی،د آریائی ویب سایت (آرشیف تاریخي)

[8] – الفنستن، د کاکر ترجمه،ج۲، ص۸۷، دفکرت ترجمه، افغانان، ۳۵۶- ۳۵۸مخونه

[9] – الفنستن، دکاکرژباره،ج۲، ص۸۷، فکرت، افغانان، ۳۵۶- ۳۵۸مخونه

[10] – فیض محمدکاتب،نژاد نامه افغان، ۵۷مخ

[11] -الایس پیریس،عروج بارکزایی ،۴مخ

[12] -ظفرکاکاخیل،پشتانه د تاريخ په رناکی ، طبع ۱۹۶۵، ص ۸۵۷

[13] – د پاینده محمد خان د اقتدار پر مهال د ده ورور هارون خان د ګرشک حاکم وو. دی د دری ژبی شاعر وو خو اوږد عمر یی ونکړ . دده څخه  دوه زامن پاته شوی لکه شهنوازخان او امیرالدین خان . بهادرخان بیا یو صوفی ډوله سړی وو .د دنیایی کارو سره یی مینه نه درلوده ، تل یی د خپل رب عبادت کاوه. (پیرس، ص۲۱،ح ۳)

[14] – فیض محمدکاتب، سراج التواریخ،ج۲، ص ۱۹۷

[15] – موهن لال، زندګی امیر دوست محمد خان د داکتره هاشمیان ژباره ، ص۶۰، پیرس،6  مخ

[16] -عزیزالدین وکیلی پوپلزی ،تیمورشاه درانی جلد ۲، ۶۴۶مخ، دموهنلال په قول:د رحیمداد خان ترمرګ ووسته اته زامن ورڅخه پاته شول: عبدالخان ، عبدالحمید، عبدالکبیر ، عبدالسلام ، عبدالحکیم ، عبدالله ، عبدالواحد خان (موهن لال جلد ۱، ۶۰مخ)

[17] – الفنستون، دکابل سلطنت بیان ،ج۲، ۲۷۱- ۲۷۲مخ

[18] – موهن لال، زندگی امیردوست محمدخان،ددکتورهاشمیان ژباره،،ج۱ ،۶۲مخ، پیرس، عروج بارکزائی، ۸مخ

[19] – موهن لال، همغه اثر، ج۱ ص ۶۴،الفنستون، همغه اثر،ج۲، ص ۲۷۷، تیمورشاه درانی،ج۲، ۶۳۷مخ

[20] -پیرس ،عروج بارګزایی ۸-۹مخ ، غبار- افغانستان در مسیر تاریخ ،۳۷۶مخ ،الفنستون – افغان ،ترجمه فکرت تر ۵۰ مخ پورته

[21] – دکابل سلطنت بیان، دداکترکاکرژباره،ج۲ ، ۲۷۷مخ، موهن لال ،زندگی امیردوست محمدخان، ج۱، ۶۴مخ

[22] – فریه دشهزاده زمان مور دیوسفزو له قومه بللی،مګر اصف اهنګ بیا دا ښځه د چنداول د قزلباشانود قوم نه بللی ده او وایی چی ددی پر مهر باندی دابیت لکل شوی وو :

فلک رشک برد بر بزرګی جاهم —  کنیزفاطمه ومادرزمان شاهم

[23] -پیرس، همغه اثر

[24] – دیادونی وړده چی قاضی فیض الله خان د تیمورشاه استاد او د لمانځه امام یی هم وو ، ده په فقه او حدیثو کی لوی لاس درلود ،ډیر خوش طبیعته او زړور سړی وو . داحمد شاه بابا د مرګ نه وروسته کله چی شاولی خان خپل زوم شهزاده سلیمان پر تخت کښیناوه ، فیض الله خان پدی کار راضی نه وو او د تیمورشاه هرکلی ته چي د هراته راځوځیدلی وو، فراه ته ورغی . د احمدشاه بابا د وخت وزیر شاولیخان هم دده سره ملګری وو . په بکواکی یی هغه د نوموړی د یوه دښمن پلاس وواژه او پخپله د تیمورشاه خدمت ته حاضر شو .قاضی فیض الله پر تیمورشاه باندی ډیر ګران وو. ده په کابل او شاوخوا کی ډیری ځمکی درلودی او اوس هم ( ګذرقاضی) ا و( قلعه قاضی) سیمی دده په نوم یادیږي . د اولادو څخه یی ځینی کسان په ګذرقاضی اودکابل چاردهی کی میشت دی. دده قبر په عاشقان او عارفانو کی دی. دده ورور ملا ادریس هم یو عالم او فاضل سړی وو. ده د احمدشاه په اردو کی د قاضی دنده درلوده .یوځل هم تر شاولیخان بامیزی وروسته د ( دیوان اعلی وزارت ) مقام د څه مودی د پاره وده ته سپارل شویدی اما یو کال وروسته په ۱۱۷۹ کال کی وفات شو. (تاریخ احمدشاهی، د محمودالحسینی تالیف، ص ۴۶۵،و۵۷۴)

[25] -پیرس ،هم هغه کتاب ،۱۲مخ.

[26] -موهن لال، دامیر دوست محمدخان ژوند .لومړی ټوک ، ۶۵مخ ، پیزس – ۱۲مخ.

[27] -پیرس،هغه کتاب، ۱۲-۱۳ مخونه

[28] -معصوم هوتک،دناوی دانشور، دکندهار منور،دزنگاوات مخور،گاپ کندهار2012،ص 11

[29] -فرهنګ، افغانستان درپنج قرن اخیر ، چاپ ایران، ۱۹۵مخ

[30] – پیرس ، هم دغه کتاب

[31] – فرهنګ، هغه کتاب تر ۱۹۶مخ پوری او تاریخ سلطانی ۱۶۸ مخ

[32] -پیرس ، هغه اثر، ۲۱مخ

[33] – تاریخ سلطانی،  ۱۶۸مخ، پښتانه د تاریخ په رڼا کي ، ۹۰۴مخ

[34] -پیرس، هغه اثز،۲۱مخ، فرهنګ هم هغه کتاب.

[35] – سراج التواریخ ،ج۱، ۵۹ مخ، پیرس ،هم هغه کتاب ،حیات افغانی -۱۲۸ مخ

[36] – پیرس ، هم هغه کتاب

[37] – الفنستون، افغانان،د فکرت ترجمه، ص ۵۰۶- ۵۰۷

[38] – الفنستون، افغانان،ترجمه فکرت، ص ۵۰۶- ۵۰۷

[39] – پوپلزائی، دره الزمان فی التاریخ شاه زمان، ص ۲۴۲، طبع ۱۳۳۷ش کابل

[40] – فرهنگ،افغانستان در پنج قرن اخیر،ج1، ص196- 199

[41] – سراج التواریخ،ج 2،196 مخ وروسته

[42] -حبیبی،تاریخ مختصر افغانستان، ص 279

[43] – تاریخ مختصر افغانسان،۲۸۷مخ

[44] – موهن لال، زندگی امیردوست محمدخان، ج۱، ص۷۰- ۷۱ ،۷۳

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!