منډيګک
افغان تاريخ

د افغانستان په تاریخ کې د وزیر فتح خان تأریخي رول

د رحمت اريا او پوهنمل نوزادي ژباړه

0 27

 

 

وزیرفتح خان ( ۱۷۸۰- ۱۸۱۸ ز)
، انځورګر: غفور برېښنا

قرنها صبر بباید که تا مـــام وطــن

چون فتح خان وزیر باز بزاید پسری

«سیستانی»

(پیړۍ پیړۍ زغم  و پـﭕـڅ باید وگالل سي چې د هـﭕـواد مور ، د وزیرفتح خان په شان زوی نړې ته راوړي )

وزیر فتح خان د ابو مسلم خراساني د ټبر یو مـﭕـړنی:

وزیرفتح خان زښت فعال، نوښـتـگر، ټـﭕـنگ، سیال، په خبره ولاړ، دروند، پیاوړی، ژمن، هـﭕـواد پال، لاسپراخی، تورکښ او بې باکه جنگیالی شخصیت وو چې د سدوزي شاه محمود د واکمنۍ د پـَیر په کورنـﭕـو شخړو او جگړو کې ېې په سرلوړۍ او بریالـﭕـتوب سر پورته کړی او له همدې کبله ورته د شاه محمود د پوځي ځواکونو د نابغه اتل لقب ورکړل شوی دی.  وزیرفتح خان د خپل بَـرخـَـلـﭕـک له مخې له ابو مسلم خراساني ، بابـُک خــُرَمدین او د سـﭕمې له نورو سترو تأریخي څـﭕرو سره ېو شمـﭕر وَرته والي لري.

د بـﭕـلگې په توگې، ابومسلم خراساني د خپلې ځوانۍ د سباوون په شپو ورځو کې له امویانو څخه د خلافت واگې د خپلې تورې په زور واخـﭕـستلې او عباسیانو ته ېې ډالۍ کړلې خو په پای کې د ناشکره عباسي خلیفه (منصور دوانیقي) په لاس په خنجر ټوټې ټوټې شو، د پولادي هوډ خاوند وزیرفتح خان هم ، دوه ځله د سلطنت واگې له شاه زمان او شاه شجاع څخه د خپلې تورې په زور واخـﭕستلې او هغه ېې د سدوزي شاه محمود په ورغوي کې کښـﭕښودلې خو په پای کې د همدغه ناشکره پاچا په لارښوونې لومړی په دواړو سترگو ړوند او بیا بند په بند ټوټې ټوټې شو.

هماغسې چې ابومسلم خراساني په ۱۹ کلنۍ کې خپله پښه د سیاست پر ډگر کښـﭕښودله او ۱۸ کاله ېې د عباسي خلافت د واکمنۍ لپاره توره ووهله ، په ۳۷ کلنۍ کې ېې خپل سر د دغو ټولو خدمتونو په هیداد “پاداش” کې له لاسه ورکړ، وزیرفتح خان هم کټ مټ په ۱۹ کلنۍ کې د سیاست پر ډگر پښه کـښـﭕـښودله او د سدوزیو د واکمنۍ د ټـﭕنـگښت او تمرکز لپاره ېې ۱۸ کاله توره ووهله خو د کـﭕـنه کښ او ناپوهه شهزادگي کامران په لاس لومړی ړوند سو، ورپسې ېې د خپل پلار شاه محمود په لارښوونې د گڼيو “نیشکر” د لښتې په څـﭕر بند په بند ټوټې ټوټې کړ. فتح خان پرته له دې چې له ستونې کومه آه را پورته او یا ځـگـﭕروی وکړي اویا د چا د زړه سواندۍ غوښتنه وکړي، مرگ ېېله کوکارو پرته په مـﭕـړانې پر ځان ومانه.

سره له دې چې د وزیر فتح خان مړېنه د هغه د اوسپـنـیـز پیاوړي زغم او مـﭕـړانې له اړخه په درېمې پـﭕـړۍ کې د بابـُک خـُرَمدین او د خـُراساني خداش له مړېـنې سره ورته والی لري خو د هغه مړېنه زموږ د هـﭕـواد او د گاونډیو هـﭕـوادونو د تأریخ او پـﭕـښلـﭕک د پیاوړو مخورو څـﭕـرو له مړېـنې څخه لا هم پرتمـﭕـنه ده. د نړۍ په تأریخ کې به داسې څوک ونه موندل شي چې د وزیرفتح خان په شان دې له انساني هـﭕـڼې « طاقت » پورته د شکنجو او ځور په گالنې او  د بې ساري زغم جوگه وگرځي. د عیني شاهدانو له خولو روایت شوی : کله چې وزیرفتح خان ېې واژه، د لښکر ټول بولندویان او مشران د شاه محمود په لارښوونې په لـﭕـکه ودرېدل ، هر یوه په خپل وار لومړی د وزیرفتح خان د لاس گوتې بیا لاسونه تر اوږو پورې او بیا ېې د پښو گوتې تر زنگنو پورې بند په بند بـﭕـلې کړلې؛ خو وزیرفتح خان دغه ټولې له هـﭕـڼې او توان پورته شکنجې او ربړې په دومره مـﭕـړانې وزغملې چې له خولې ېې یوه وړوکي آه هم را ونه وتله؛ خو له دومره ربړ او ځور وروسته بیا هم ژوندی وو او له دې چې ژوندی وو نو ککره ېې ورته له غاړې پرېک کړه او په دې توگې ېې پـر ژوند د پای ټکی کـښـﭕـښودل شو. له دې پـﭕـښې څو مـﭕـاشتې مخکې کامران میرزا د فتح خان په سترگو کې ځکه دوه ځله خنجر وهلی وو چې د هغه له ړوند تابه څخه ښه ډاډمن سي ؟!

ښاېي دداسې وحشي وژنې وېل په وَیکو او غونډلو « جملاتو» کې آسانه وي خو د بند په بند پرېکولو او دداسې قصابۍ په څـﭕـر د یوې شډلې پـﭕـښې انځورول زښت گران کار دی. که د همدغې پـﭕـښې څرنگوالی ېـوازې د یوې شـﭕـبې لپاره په سترگو کې را وگرځوو چې څنگه د یوه ژوندي سړي د بدن بندونه پرېک کـﭕـږي، لومړی ېې یو لاس ۱۸ ځایه په چړې پرېک کـﭕـږي بیا ېې بل لاس ۱۸ ځایه بند په بند له یو بله بـﭕـلـﭕـږي ؛ بیا ېې وار پـښو ته را ځي او هره پـښه ېې په پــﭕـنځلسو ځایونو کې بند په بند پرېک کـﭕـږي او بیا ېې د غوږونو او شونډو د پرېکولو وار رسـﭕـږي او هغه هم په ډېرې شډلتیا ورڅخه پرېک کـﭕـږي او په پای کې ېې ککره د یوې چوغکې په شان  له غاړې بـﭕـله او پر ژوند ېې د پای ټکی اېـښودل کـﭕـږي، نو ددغه ناتار په تل کې به د شاه محمود او شهزادگي کامران په برمانټه گرۍ او شډلتابه ښه پوه سو. شرم دې وي په داسې زړه سَـړَولو او سخت زړۍ!

وزیر فتح خان د یوه زړَوّر او ویاړمن انسان په توگې ژوند وکړ او د خپل اعدام پر مهال ېې هم د یوه ننگیالي او سرلوړي افغان په توگې له شډلتابه او ځور سره جوگه مړینه د لښکر د هغو مشرانو له لاسه په نه مننونکې مـﭕـړانې او سرلوړۍ ومنله چې څومـﭕـاشتې مخکې ېې دده تر لاس لاندې کار کاوه او په خپلې مړېـنې ېې هغو کسانو ته چې دده د بدن غړي ېې بند پر بند په خنجر وربـﭕـلول څرگنده کړه چې په خپل پیاوړي اوسپنـﭕـز زغم کولای شي ټول دردونه او ټپونه  د البلو ، کوربلو او زاریو له وېـلو پرته وزغمي خو هـﭕـڅکله به د شاه محمود او کامران په څـﭕـر د ناپوه  پلار او زوی ځان مننونکو غوښتـنو ته سر ټـﭕـټ نه کړي. یوه شاعر ویلي دي:

در جهان نتوان اگر مردانه زیست

همچومردان می توان مـردانه مرد

ژباړه : که دنیا کې د نارینه وو په څـﭕـر ژوند نه سو کولای؛ نو د نر په شان خو مړه کـﭕـدلای سو.

پـه جــهان د نارینـــه دي دا دوه کاره

یا به وخوري ککرۍ یا به کامران شي

خوشحال خان خټک بابا

بابک خرمدین، مازیار طبرستاني، خداش خراساني، استاد سیس بادغیسي او نور به د عباسي خلافت د واکمنۍ پر وړاندې د خپلو اوږد مهالو جگړو او هڅو په ترڅ کې نـﭕـول شوي او د پردیو عربو له پلوه به ټوټې ټوتې شوي وي، خو وزیر فتح خان هـﭕـڅکله د نـﭕـولو، ړندیدلو او د بند په بند بـﭕلـﭕـدلو تر ورځې پورې  نه د ځان او نه د خپلې کورنۍ لپاره د واکمنۍ او پاچاهۍ د نـﭕـولو کومه هڅه نه ده کړې ؛ فتح خان ېـوازې د شاه محمود د پاچاهۍ او د سدوزي سلطنت د قلمرو د ځمکنۍ بشپړتیا لپاره توره وهلې مگر ددغو ټولو سرښندنو په بدل کې، پرته له دې چې کومه وړوکي دوکه او خیانت ېې کړی وي ېـوازې د دربار د یوشمـﭕـر رَخـَورو “کـﭕنه ناکو” ځانغوښتونکو او بد سترگو درباریانو په ځانگړې توگه د سردار عطا محمد خان بامیزي او شهزادگي کامران د رخي او سخې په کړس کې لومړی ړوند او بیا د خپلې ترورۍ ‘عمه’ د زوی شاه محمود له پلوه په ډېــرې بـﭕــرحمۍ بند په بند بـﭕـل او ووژل سو.

دشمن اگرمیکشد به دوست توان گفت

با که توان گفت که دوست مرا کشت؟

(که دښمن مې وژني نو خپلو ته به ووایم / چا ته به ووایم چې خپلو ووژلم ؟)

لوېدېځو تأریخپوهانو د سردار پاینده خان زامن د بارکزیو وروڼو په نامه یاد کړي دي، د بارکزیو وروڼو په منځ کې وزیر فتح خان د مشرۍ ، پوهې، کار، هوښیارۍ ، ځیرکۍ ، میړانې، زړورتیا، لوی لاسۍ، ژمنتابه، ټـﭕـنگښت او غچ اخـﭕـستنې  له اړخه چې ( د افغانانو یوه خصیصه ده) ځانگړې پوهه او وړتیا درلودله او د ټولو ورڼو په منځ کې مخکښ وو. فتح خان د فعالو او پـﭕـاوړلو روحیاتو څښتن وو، نوښتگر، له شور و ځوږه ډک هنگامه ېې او انقلابي وو . دغو ټولو ځانگړتیاوو چې په خټه کې ېې هـﭕـواد پالنه ، د هـﭕـواد له ځمکنۍ بشپـړتیا ننگه او د هیواد په کورنـﭕـو چارو کې د پردېــو د لاسوهنې له منځه وړل اخښل شوي ول، فتح خان ته داسې مشخصات وربخښلې ول چې انگلیسانو ” کینگ میکر” یا پاچا جوړونکی باله او کولای شو وزیرفتح خان ” تاج بخښونکی” وبولو، په دې مانا هر چا ته چې د فتح خان زړه غوښت  هغه ته ېې تاج ېې وربخښه او چې نه ېې غوښتل تاج ېې ورڅخه اخـﭕسته. او دغه ځواک او ځانگړتیا د دغه ملي سردار په چلند کې له سره تر پایه برېــښــنـده او روښانه وه.

د هلمند د دغه نومیالي بچي چې د خپلواکۍ غوښتـنې ، سرلوړۍ او افغاني پرتم وېنه ېې د هلمند د څپانده سیند د څپو په شان په هر رگ کې خوټـﭕـدله او په خټـې کې ېې  مـﭕـړانه، زړورتیا او لوی لاسی پروت وو ، سره له دې چې  نومیالیتوب ېې هر چـﭕرې په درنښت یادشوی ، بیا هم لا تر اوسه هغه په سمه نه دی پـﭕـژندل سوی. ددغه پولادي هوډمن او زغموال نومیالي د برخلـﭕـک بیا پـﭕـژندنه به زموږ راتلونکو حق پـﭕژاندو نسلونو ته له شک پرته د سترې زده کړې نوې کړکۍ پرانـﭕـزي او پوه به شي چې د هـﭕـواد د تأریخ او پرگنو لارښوونکو په څومره مـﭕـړانې او ویاړ خپل ژوند تـﭕـر کړی دی. په دغې شننې کې به هڅه وسي چې د هـﭕـواد د تأریخ ددغې ځلاندې او نومیالۍ څیرې بیا پـﭕـژندنه له ټولو اړخونو وکړو :

 

د زمانشاه پر وړاندې د فتح خان پاڅون

او د سلطنت پر گدۍ د شاه محمود ناسته

 

مخکې مو ولـﭕـدل چې د قوم د مشرانو پر وړاندې د وزیر او  په خپله د زمانشاه د نامطلوبه چلند له کبله د قوم د مشرانو او سردارانو په منځ کې نارضاﺌـیتي رامنځته شوې وه؛ د زمانشاه دغه چلند نورو قومي سردارانو او مشرانو ته د منلو وړ نه وو نو له دې کبله ېې په ۱۷۹۹ ز کال کې د هغه د پرځولو او د وزیر د وژلو هڅه تر لاس لاندې ونـﭕـوله؛ خو د مشرانو او سردارانو دا توطـﺌـه کشف او پرته له دې چې د هغوی د نارضاﺌـیتـﭕو لاملونو ته پاملرنه وشي ټول ېې له یوې مخې له منځه یووړل ؛ په دې ډلې کې یو ېې هم سردار پاینده محمد خان وو چې زمانشاه ېې د سلطنت تر گډۍ پورې رسولی وو او د بـﭕـلا بـﭕـلو پرگنو په ځانگړې توگې د دُراني سردارانو او د خپل قوم په منځ کې له ځانگړي گرانښت و منښته برخمن وو.

د سردار پاینده خان د وژنې د خبر له خپرېدا سره سم زوی ېې فتح خان، سره له خپلو ورونو او د بارکزیو له یو شمـﭕـر خانانو لکه : عبدالسلام خان، عبدالواحد خان، امین الملک محمدرحیم خان له دوه وو تنو نورو سره د اتو ساعتو په اوږدو کې د آس په سپرلۍ نادعلي ( د وزیرفتح خان مورنۍ کلا) ته چې د کندهار د لوېدېځ په ۱۵۰ کیلومتري واټن کې پرته ده ورسېدل او د بارکزیو د ټـبر نور مشران ېې د گرشک په نادعلي کې د زمانشاه له دغه گام څخه خبر کړل. د زمانشاه ددغې وحشې کړنې پر وړاندې په گرشک او د هلمند په ناوې کې د مـﭕـشتو بارکزیو په منځ کې د کرکې کچه زښته ډېره لوړه شوې وه نو له دې کبله ټول بارکزي له زمانشاه  څخه د غچ او د پاینده محمد خان زامنو ته د مرستې لپاره چمتو ول. زمانشاه د فتح خان او د هغه د وروڼو د نـﭕـولو لپاره یو شمـﭕـر سرتـﭕـري سـﭕـمې ته ولـﭕـږل خو د هغوی د هـﭕـڅ یوه په نـﭕـولو بریالي نه شول او بـﭕـرته تش لاس کندهار ته ستانه سول.

د سردارانو له وژنې وروسته د زمانشاه او د هغه د وزیر تر ټولو بد کار لا دا وو چې د بارکزيو سردارانو او د نورو د غچ له وېرې ېې د ټولو بارکزي سردارانو او قومي مشرانو د نـﭕـولو حکم هم ورکړ. د دغه حکم بنسټـﭕـزه موخه فتح خان او د هغه وروڼو ته نـﭕـغه وه؛ ځکه د سردار پاینده محمد خان له وژنې وروسته فتح خان د بارکزیو د قوم رﺌـیس پـﭕـژندل کـﭕـده.

هلمند مـﭕـشتو بارکزي سردارانو د سردار پاینده محمد خان مشر زوی فتح خان د خپل قوم د رﺌـیس په توگې وټاکه او بیا ېې خپل اختیار د هغه په پرېکړې او هوډ پورې تړلی وباله. فتح خان هم د بارکزیو د قبیلې د مشرتابه له آزمـﭕـښته بریالی ووت او له شاه او وزیر څخه د غچ اخـﭕـستنې لپاره ېې خپله طرحه شوې نقشه پلې کړه چې غوره پایلې ېې ترلاسه کړلې.

فتح خان خپله نقشه په دې توگې اېستلې وه چې د زمانشاه ورور شهزادگي محمود دې  بـﭕـرته خپل مرور ورور ته د ورورۍ لاس وغځوي؛ شهزادگي محمود په ۱۷۹۷ز کال کې د خپل ورور پر وړاندې پاڅون کړی وو خو هغه مهال ېې ماته خوړلې وه او له ماتې وروسته بخارا، خوارزم او  ( فارس – ژ) ایران ته تښـتـﭕـدلی وو. الفنستن لـﭕکي : شهزادگي محمود په لومړیو کې د خپل ورور واکمنۍ ته د وخت له غوښتنې سره سم غاړه کښـﭕـښودله خو کله چې خپل ورور ېې له کندهاره لـﭕـرې ولـﭕد نو پاڅون ته ېې لاس واچاوه او یو پیاوړی لښکر ېې د کندهار پر لور وخوځاوه. زمانشاه هم د ورور پر وړاندې د یوه پـﭕـنځلس زره کسـﭕـز لښکر په مشرۍ له کابله راووت. دواړه وروڼه د هلمند د روډ په دې غاړې کې د گرشک په سـﭕـمې کې له یو بل سره مخامخ سول؛ سخته جگړه ونښتله؛ نـﭕـږدې وو چې زمانشاه ماته وخوري مگر په پای کې سوبه د هغه په برخې سوله. محمود د جگړې له ډگره وتـښـتـﭕـد او ځان ېې روغ رمټ هرات ته ورساوه. زمانشاه د فراه د نـﭕولو لپاره یو ځواک ولـﭕـږه خو په خپله، لومړی کندهار او له هغه ځایه پـﭕـښور ته ستون سو.[1]

شهزادگي محمود په ۱۷۹۷ز کال کې ېـو ځل بیا پاڅون وکړ او له ماتې وروسته ( فارس – ژ)  ایران ته وتښتـﭕـد او ځان ېې د تهران دربار ته ورساوه چې فتح علیشاه ورته په ورین تندي تود ښه راغلاست ووېـل. محمود د ۱۷۹۸زکال په پسرلي کې کاشان او له هغه ځایه اصفهان ته لاړ او د ۱۷۹۹ زکال تر پسرلي پورې په اصفهان کې پاتې شو؛ په هماغه کال کې پر خراسان د تـﭕـري لپاره د ( فارس – ژ) ایران د پاچا بدرگه سو. له خراسانه د شاه له ستنـﭕدا وروسته محمود په خراسان کې پاتې شو او پرهرات باندې د یرغل لپاره ېې د هغه ځای د مشرانو د پام اړولو هڅه وکړه. په ترشیز او طبس کې بریالی نه شو خو وېې کولای شول د قاین او بـیرجند د حاکم مهرعلیخان ملاتړ ترلاسه او د هغه له لس زرو سرتـﭕـرو سره یو ځای د هرات پر لور را ودرومي. په سبزوار کې له یوه لښکر سره مخامخ شو. دغه لښکر د زمانشاه زوی شهزادگي قیصر له کندهاره د هغه د مخنـﭕـوۍ لپاره لـﭕـږلی وو خو لښکر هـﭕـڅ ونشو کولای او ماته ېې وخوړله او محمود په برېالیتوب پرمخ لاړ او هرات ېې کلابند کړ. وفادار خان یو چل وکړ چې محمود ېې پر مهرعلیخان شکمن کړ. شهزادگی د شپې په تیارې کې له لښکرکوټه وتښتـﭕده او د بخارا پرلور ېې ودرومل ؛ مهرعلیخان هم په نا چارۍ خپله مخه بـﭕـرته ونـﭕـوله او خپل قلمرو ته په شا سو.

شهزادگی محمود په بخارا کې په تودې غـﭕـږې ومنل شو او په یوې سلطنتي ماڼۍ کې ورته ځای ورکړل شو. محمود تر هغه مهاله دلته دېره وو چې د بخارا د پاچا،  شاه مراد دربارته د زمانشاه سفیر ورسـﭕـد؛ سفیر، د زمانشاه نـﭕوکه شاه مراد ته ورسوله چې ولې ېې محمود ته چې د خپل ولیمنعت پر وړاندې ېې پاڅون کړی په خپلې غـﭕــږ کې پناه ورکړې  او د محمود د سپارلو غوښتنه ېې وکړه. سفیر ته د محمود د سپارلو په بدل کې د بخارا پاچا ته د گران بـﭕـه سوغات د ورکړې واک هم ورکړل سوی وو. ډېـري کسان په دې باوَر دي چې نـﭕـږدې وو شاه مراد ، محمود، سفیر ته وسپاري خو محمود ووېل چې د حج د سفر تکل ېې کړی او په دغې دیني پلمې ېې د مذهبي پوهانو ملاتړ تر  هم لاسه کړی وو، خو ېـو بل روایت چې ډېـر رېـښتیا برېـښي وایي : شاه مراد نه غوښتل چې هم شاه زمان له ځانه خپه کړي او هم ېې نه غوښتل ځان مـﭕـلمه ته د خیانت په تور نوم بدی کړي.  له دې کبله ېې محمود ته په پـټـه د رامنځته شوي گواښ په اړه خبر ورکړ او ورڅخه ېې وغوښتل چې په خپل تگ دې د ټولو ستونزو ټغر ټول کړي. شاه محمود له بخارا څخه خوارزم (اورگنج) ته لاړ او له هغه ځایه بیا د « فارس – ژ» ایران پر لور وخوځـﭕـد[2].  په دغو شپو ورځو کې محمود د « فارس – ژ» ایران د کرمان په سوځندې تودوخې کې دېخوا آخوا لالهانده گرځـﭕده.

فتح خان له شهزادگي محمود سره د ېو ځا کـﭕـدلو په هـﭕـلې د « فارس – ژ»   ایران  پر لور و خوځـﭕد او د سیستان له لارې ېې د سیستان – کرمان تر منځ بې اوبو او وښو وچه دښته  د اته کروه (فرسخ) په واټن ووهله او کرمان ته چې محمود په کښې دیره وو ورسـﭕد او هغه ېې د زمانشاه پر وړاندې د سلطنت نـﭕـولو ته وهڅاوه. دواړو د قرآن مــخته سوگند وکړ چې له ېـو بل سره د همکارۍ په کولو به هـﭕـڅـکله یو بل ته خیانت ونه کړي. له سوگند وروسته دواړه له پـﭕـنځوس سپرو سره یو ځای د سیستان پر لور وخوځـﭕـدل.  دواړه په لنډې مودې کې د هغه وخت د سیستان مرکز ، جلال آباد ته ورسـﭕـدل. سیستان ته په رسـﭕـدلو د سیستان حاکم، ملک بهرام کیاني، افغانانو ته په ورین تندي غـﭕـږه پرانـﭕـستله او د ددوستۍ د لا زیاتـﭕـدلو په هـﭕلې ېې خپله لور د شاه محمود زوی شهزادگي کامران ته په نکاح ورکړه او ژمنه ېې و کړه چې د کابل د سلطنتي گدۍ په نـﭕـولو کې به عملا ً د شاه محمود ملاتړ وکړي. خو فتح خان سلا ورکړه چې په اوسمهال کې دغه ملاتړ د هغوی په گټه  نه دی او د محمود له لښکر سره د بهرام کیاني د لښکر له ېــو ځای کـﭕـدلو څخه لاس پر سر شو خو ملک کیاني د هغوی ملا، په وسلو او پــﭕـسو وتړله.

د کندهار په نـﭕونگ کې د فتح خان رول:

مخکې له دې چې فتح خان وخوځـﭕـږي خپل دوه وروڼه ېې له سیستانه د ۱۸ سپرو په بدرگې د دراني سردارانو په ځانگړې توگې د فراه د بارکزیو د ټبر د مشرانو د ملاتړ د راخپلولو لپاره فراه ته واستول. ورپسې فتح خان له محمود او کامران میرزا سره ېوځای فراه ته راغی.  محمود او فتح خان د شاه زمان او د هغه د ناتار او ځانغوښتـنې په اړه د فراه مشرانو ته کـﭕـسې وکړې؛ په پای کې د فراه د دُرانیو ېـو شمـﭕـر خلکو د فتح خان او محمود په رکاب کې د خپل چوپړ تیاری څرگند کړ.

محمود له دغو ځواکونو سره یوځای د کندهار پر لور مارش وکړ او څرگنده ده چې د گرشک او هلمند د ناوې د سـﭕـمې بارکزیو هم ددغه ځواک ملا لا پياوړې کړله. کله چې محمود د بارکزي سردارانو په ملتیا کندهار ته رانـﭕـږدې سو، د کندهار والي مهرعلیخان اسحاقزي چې د شاه پسند خان په لقب هم یادېده د څلور زرو سپرو په ملتیا د کندهار دفاع ته ودرېد، خو فتح خان له داسې ېـوې چلوټې کار واخـﭕـست چې د والي ځواکونه ېې د هغه پر وړاندې را وپارول او والي د خپل ځان له وېرې له ښاره وتښـتـﭕـد. فتح خان ښار کلا بند کړ او له ۴۲ یا ۴۳ ورځو کلابندۍ وروسته ېې ښار ونـﭕـو. شیرازي واېي چې فتح خان لومړنی سړې وو چې د ښارد دېــواله سر ته د څرمن د ېـوې رسۍ په مرستې وخوت او شاهي نغاره ېې په خپل بوټ و ډنگوله او په لوړ غږ ېې ووېل چې اوسنی دور، د محمود دور دی! دفتح خان په دغه غږ سره د ښار دروازې پرانـﭕـستل سوې او محمود سره له خپلو سرتـﭕـرو ښار ته ننوت او د ښار ساتونکو (ساخلو : تورکي ویی دی) محمود ته پوځي سلام وکړ [3].

خو الفنستن په دې باور دی چې فتح خان په ېـوازې سر ښار ته ننوت او د عبدالله خان په نامه د ښار له یوه تن مشرانو څخه ېې مرسته وغوښتله. عبدالله خان د محمود په پلوۍ را پورته او د ښار دروازه ېې د محمود پر مخ پرانـﭕـسـتله او مهرعلي خان له بلې لارې وتښتـﭕد او د کندهار د پرځـﭕدنې خبرېې په سندهـ کې شاه زمان ته ورساوه. [4]

د یو بل روایت له مخې دغه کار د یحیی خان بارکزي له پلوه ( ظاهرأ د قاضي محمد سعید خان بارکزي په سلا) ترسره شو چې وختي ېې ځان فتح خان ته رسـَولی وو او د هغه د سلا پر بنسټ ول چې فتح  خان پرېــمانه پوړۍ « زینې » را ټولې او بیا ېې پر ښار یرغل وکړ او ښار ېې په زور ونیو [5].

وزیرفتح خان پر دغه مهال ۱۹ کلن وو. شهزادگی حیدر له یارمحمد خان او د زمانشاه له نورو خانانو سره یو ځای بندیان شول.  فتح خان له شاه محموده وغوښتل چې عبدالرحیم خان سدوزی او د هغه پلار دې اعدام کړي او بیا دې خبرتیا خپره کړي چې د درانیو په کړو وړو به هغه مهال ډاډمن سي چې د زمانشاه له ملاتړه لاس واخلي او خپله پالوالي یا وفا دې عملا ً څرگنده کړي، شاه محمود کټ مټ همداسې وکړل . [6]

شاه محمود په دغه وخت کې فتح خان ته د وزیر څوکۍ ورکړه  او د ” شاه دوست” لقب ېې ورته غوره کړ او د کندهار قاضي القضات، قاضي محمد سعید خان ته ېې د ” خان علوم” لقب [چې د پوهاندي له رتبې سره برابره ده] ‌ډالۍ کړ.[7]   د فتح خان د مُـهـُر پسولنې ته ېې په لاندیني بیت رسمیت ورکړ :

طالع محمود را نازم کزوست           سرفرازملک ودولت شاهدوست

طالع محمود را نازم کزوست          سرفرازفتح ونصرت شاهدوست

او د قاضی محمد سعید بارکزي مهر ته ېې د لاندینۍ  بیت په  پسولنې :

محمدسعید از فضل حق مشهود شد      قاضی القضات شاه محمود شد[8]

د  کابل پرانـﭕـستـنه:

د کندهار له نـﭕـولو وروسته شاه محمود د خپل لښکر د پیاوړي کولو لپاره پـﭕـسو ته اړتیا درلودله. ددغه کار چاره ېې وزیر فتح خان ته پرېښودله. فتح خان د شاهی خزانې له ضبطولو وروسته د ښار له ېو شمـﭕـر مشرانو او شتمنو څخه پـﭕـسې را ټولې او د لښکر اړتیاوې ېې پرې برابرې او د خپلو جنگیالیو شمـﭕـر ېې پـﭕـنځوس زرو ته لوړ کړ. [9]

پر دغه مهال زمانشاه سندهـ ته نـﭕـږدې وو او پرهندوستان ېې د یرغل تکل درلود خو د مهرعلیخان اسحاقزي (ساکزي) له خولې ېې خبر تر لاسه کړ چې شاه محمود کندهار نـﭕـولی دی. زمانشاه خپل ورور شاه شجاع  په پـﭕـښور کې پرېــښود او په خپله ېې د سترگو په رپ کې د کابل پر لور د خوځـﭕـدا تکل وکړ، خو کابل ته له خوځـﭕـدا مخکې ېې د کشیمر د والي عبدالله خان الکوزي د غوږونو د تاوولو پرېکړه وکړه. زمانشاه د ډېـرو تلفاتو په گاللو وکولای شول عبدالله خان  ونـﭕـسي او لاس او پښې ېې په ځنځیر ور وتړي. د زمانشاه دغه خوځښت شاه محمود ته گټه ورسوله، ځکه د عبدالله خان الکوزي ورور سیدال خان الکوزی په کندهار کې وو او د زمانشاه د دغه گام په خبرېدلو له خپل ټبر سره یو ځای او د شاه محمود په چوپړ کې ودرېد  [10] .

زمانشاه په خپلې تـﭕـر وتنې کابل ته له رسـﭕـدا وروسته پوه شو او د دُراني سردارنو په اړوند ېې له خپلو تـﭕـرو کړو وړو څخه پښـﭕـمانې څرگندوله خو اوس وار له واره ورڅخه تـﭕـر وو او د پښـﭕـمانۍ څرگندولو نوره گټه نه درلودله. زمانشاه په ډیرې خوارۍ دوه لښکره جوړ کړل، یو لښکر ېې د احمد خان نورزي او د خپل زوی شهزادگي ناصر تر مشرۍ لاندې د کندهار پر لور او دوېـم لښکر ېې تر خپلې مشرۍ لاندې چې له لومړي لښکر څخه دوه منزله شا ته وو د غزني پر خوا وخوځاوه. احمد خان نورزي چې نه ېې له وفادار خان څخه کوم ښه چلند لـﭕـدلی وو او نه ېې له شاه زمان څخه ښه زړه درلود د کندهار لاره ېې په ځمـبـﭕـدو او پښـﭕـمانۍ زړه نا زړه وهله. فتح خان چې انگلیسي ” پیرس ” ېې د ” محمود د ځواک نابغه ” بولي، د احمد خان په زړه او رخه ښه خبر وو، ځکه فتح خان پوهـﭕـده که د جگړې له پـﭕښـﭕدلو مخکې نوموړی له ځان سره یو ځای کړي نو د شاه زمان لاسونه به له شا ور و تړي، فتح خان پوهـﭕده چې:

 

به شمشیری یکی تا صد توان کشت

به رأی، لشکری را بشکنی پشت

 

ژباړه : په تورې به له یوه تر سلو ووژنې

خو په پوهې به د لښکر ملا ورماته کړې

فتح خان دغې موخې ته د رسـﭕـدا لپاره د احمد خان د ورور عبدالله خان نورزي په اړه چې اوس د شاه محمود په لښکر کې وو او په احمد خان زښت گران وو ، سوچ وکړ او بیا ېې له شاه محمود سره سلا وکړه، څرگنده ده چې شاه محمود د فتح خان ددغه سوچ ملاتړ وکړ. فتح خان په بـﭕـړې عبدالله خان په یوې پلمې بندي او داسې ېې څرگنده کړه چې گڼې نوموړي،  پاچا ته خیانت کاوه او ښایي چې اعدام شي ، یوازې هغه مهال د مرگ له منگولو خلاصـﭕدای شي چې ورور ېې احمد خان د زمان شاه له لـﭕکو را بـﭕـل او له شاه محمود سره یو ځای شي. کله چې احمد خان نورزی د (غرني او مقر، قلات) ترمنځ د ” سر اسپ” سـﭕـمې ته ورسـﭕـد نو د شاه محمود له ځواکونو سره مخامخ او د خپل ورور له برخلـﭕکه خبر شو؛ احمدخان د سترگو په رپ کې  له خپل لښکر سره چې شمـﭕـر ېې پـﭕـنځلس زرو سرتـﭕـرو ته رسـﭕـده د فتح خان له لښکر سره یو ځای شو؛ شهزادگي ناصر دغه خبر، د جبهې د شا د لـﭕـکې له خوا خپل پلار زمانشاه ته ورساوه [11].

د فتح خان دغه تکتیک د زمانشاه پر روحیاتو مرگونې اغـﭕـزه وکړه؛ همدا چې د احمد خان نورزي او د هغه د زوی د تسلـﭕـمـﭕـدلو خبر ورته  ورسـﭕـد، نو زمان شاه او وزیر ېې وفادار خان په وېـره کې ولوېدل او د ځان د ژغورنې او تـﭕـښتې په فکر کې سول. د زمانشاه لښکر هم خور و ور او وتـښـتـﭕ-د. شاه او وزیر دواړه  لومړی غزني او بیا له هغه ځایه کابل ته په شا شول چې بل ځواک راټول کړي، خو د هغوی نقشې بدلون وموند او د نوي لښکر د راټولولو پرځای چې له وزیرفتح خان سره ېې جگړې ته چمتو کړي، خپل بدرگه لښکر ېې هم له لاسه ورکړ. خبره ان تر دې ځایه ورسـﭕـدله چې د زمان شاه د دربار له کړۍ څخه له وفادارخان او زمان خان پوپلزي (بامیزي) او له لښکره ېې له دوه سوه تنو سپرو او څلور سوه پليو جنگیاليو پرته، نور څوک ورپاتې نه سول. زمانشاه له همدغه شمـﭕـر سره یو ځای د جلال آباد پر خوا وخوځـﭕـد.

مخکې له دې چې شاه محمود کابل ته ورسـﭕـږي لومړی ېې فتح خان د دوه زورو سپرو په ملتیا کابل ته ولـﭕـږه؛ فتح خان هم د مقر ، غزني او کابل ترمنځ لاره په چټکۍ ووهله. د کابل دروازې د فتح خان پرمخ دوه وو تنو قزلباشانو : میر اصلان خان او جعفرخان جوانشیر پرانـﭕـستلې؛ دواړه قزلباشان په دې له شاه زمانه خوا بدي ول چې د هغوی دوه تنه سرکرده ېې وژلي ول ځکه له دې مخکې ېې له محمد زیو سره خپلوي کړې وه ؛ په دې توگې شاه محمود د کابل د بالاحصار په ماڼۍ کې د واکمنۍ پرگدۍ ډه ډه ووهله- ۱۸۰۱زکال ، جولای. [12]

له شاه زمانه غچ اخیستنه :

وزیر فتح خان ترهغو په کرار کښې نه ناست چې شاه زمان او د هغه بد چاری وزیر وفادار خان ېې د خپلو کړو وړو په سزا ونه ورَسول. وروسته له دې چې شاه محمود د کابل د واکمنۍ پرگدۍ ډه ډه ولگوله، د لښکر ېـوه برخه ېې د زمان شاه د پـَل د نـﭕـولو لپاره په زمانشاه پسې ولـﭕـږله. د شاه محمود د لښکر د مخکښ ‌ډلگي او د شاه زمان د ځواک ترمنځ د جگدلک د ” وچې پاڼې” په سـﭕـمې کې لنډه نښته ومښتله او څرگنده ده چې پایله ېې د شاه محمود په گټه وواښتله؛ د زمانشاه  ځواک هر لور ته خور او وور او په تـﭕـښتو وتښتـﭕد. لا لهانده زمان شاه له خپلو څو تنو پاتو ملگرو سره په گډه د پټنځي په لټون کې وو. ملا عاشق شینواري له وفادارخان سره  له پخوا پیژندگلوي درلودله او د جگدلک په سـﭕـمې کې د ېـوې کلا څښتن وو. بدمرغه پاچا دومره خوار شوی وو چې د لا لهاندۍ په نړۍ کې دې ته اړ شو چې د یوې شپې لپاره د ملاعاشق کلا ته پناه یوسي. ملا عاشق لومړی خپل وَر په ورین تندي د خپل مـﭕـلمه پر مخ پرانـﭕـست، خو کله چې خبرشو چې شاه محمود د کابل د واکمنۍ پر گدۍ ناست دی نو د شاه زمان د نـﭕـولو په هڅې کې شو ځکه بـﭕرېده چې سبا ورځ به شاه زمان ته د پناه ورکولو په تور د نوي پاچا د خوابدۍ او قهر تر مـَـتروکو لاندې وډبول سي، نو د کلا دروازه ېې د شا له لورې وتړله او د شپې په اوږدو کې ېې د خپلو زامنو له لارې شاه محمود ته پیغام ولـﭕ‎ږه چې یو څوک دې ور ولـﭕـږي او خپل بندي دې دده له کلا تسلیم سي [13].

زمان شاه او ملگري ېې په لنډ وخت کې پوه سول چې د ملاعاشق په منگولو کې یرغمل دي. شاه زمان او ملگرو ېې د خپل ځان د ژغورنې لپاره ډېره هڅه وکړه خو بریالي نه شول. نور نو راایسار شوي شاه زمان او ملگرو ېې ځانونه تقدیر ته سپارلي ول او سترگو ېې د هرډول پـﭕـښې د رامنځته کـﭕـدلو لارې څارلې. کله چې ددغسې ناببرې پـﭕښې خبر کابل او پـﭕـښـور ته ورسـﭕد، له یوې خوا شاه محمود د خپل سیال د نـﭕـولو لپاره مټې بډ وهلې ؛ له بلې خوا شاه شجاع د خپل ورور د ژغورنې په هڅې کې سو. له کابله د وزیر فتح خان ورور نواب اسد خان له یوه جراح سره وخوځـﭕـد او له پـﭕـښـوره عبدالکریم خان د بندي پاچا ژغورلو ته ودانگل. له دې چې د کابل او جگدلک تر منځ واټن لږ وو، نو نواب اسد خان له ټولو مخکې کلا ته ورسـﭕـد. زمانشاه د پاچاهۍ د پانگۍ ټول سره زر چې په هغه  کې د کوه نور الماس هم وو د کلا په یوه سوري کې پټ کړل او فخراج [ د یوه یاقوت نوم وو] ېې د کلا ترڅنگ ېوې ویالې ته وغورځاوه. د سباوون سپـﭕـدې لا نه وې چاودلې چې نواب اسد خان کلا ته ورسـﭕـد او پا چا ېې ونـﭕو او د شاه محمود په امر ېې د زمانشاه سترگې ړندې کړې، ورپسې ېې په سترگو ړوند سوی زمانشاه د هغه له نورو ملگرو سره یو ځای کابل ته سوټ موټ تړلی راووست. زمانشاه د کابل زندان ته ولـﭕـږل سو او د هغه وزیر او ورور ېې د کابل حاکم محمد خان د سردار پاینده خان په غچ کې اعدام او زمان خان پوپلزی د حاضر خان د وژنې په تورقصاص شو. [14]

دغه پـﭕـښه د ۱۸۰۱ ز کال د جولای په مـﭕـاشت کې ریکارډ شوې ده[15]. د شاه محمود د پاچاهۍ لومړی پړاو درې کاله وروسته په (۱۸۰۳زکال) کې د زمان شاه د میرې زي شاه شجاع له پلوه پای ته ورسـﭕـد، د شاه شجاع لومړنی کار، ملا عشق شینواري ته د سزا ورکول ول، هغه ېې راووست او له ستوني ېې و ځړاوه او د کوه نور الماس چې تردغه دمه د ملا عاشق د کلا په سوري کې پټ ول د شاه شجاع لاس ته ولوېد او کلا ېې ونړوله .[16]

شاه شجاع ته د ماتې ورکړه :

د کندهار د ښار د دېـواله پر لوړ غاښي باندې د فتح خان د پورته کـﭕـدنې له زړورتیا ډک گام او د خلکو غوږونو ته پيغام رسـَول چې دا دور د محمود دی! او په پای کې د شورشیانو پر مخ د ښار د دروازو یو په بل پسې پرانـﭕـستـنه ، ټول د فتح خان د لا گرانښت او منښت لامل سول. دا د فتح خان لومړنۍ بریالۍ جگړه وه چې د زړورتیا، مـﭕـړانې او پوهې انگازې ېې د شورشیانو او قومونو په منځ کې د هر چا په ژبې جاري او د شاه محمود په سلطنت کښې ېې د وزارت مقام ته لوړ کړ.

که د کندهار په پرانـﭕـستـنه کې د فتح خان مـﭕـړانه ېوې خوا ته کښـﭕـږدو نو د مُـقـُر په شاوخوا کښې د زمانشاه د ځواکونو پر وړاندې د فتح خان تدبـیر باید په یاد ولرو چې څنگه ېې د تورې له کارولو پرته د خپل مـیرڅمن ځواک ځانته تسلیم او دښمن ېې له محتومې ماتې سره مخامخ کړ. ورپسې ېې د مقر،غزني او کابل تر منځ لاره په بـﭕـړه ووهله او د شاه محمود پر مخ ېې د کابل د بالاحصار دروازې پرانـﭕـستلې او په هغې سلطنتي گدۍ ېې کښـﭕـناوه چې ژمنه ېې ورسره کړې وه. د وزیر فتح خان همدغه ځـﭕرکي او زړورتیا ده چې انگلیس تأریخپوه ېې د « د محمودي ځواک د نابغې» په نامه یادوي او هر ځای د هغه له زړورتیا، پوخوالي او مـﭕـړانې څخه یادونه کوي.[17]

شاه شجاع، د کابل د پـﭕـښو له خبرتیا وروسته، د لښکر په راټولو پـﭕـل وکړ او د پـﭕـسو په زور د لسو زرو سرتـﭕـرو له برابرولو وروسته د کابل پر لور وخوځـﭕـد. کله چې شاه محمود خبر شو نو وزیر فتح خان او شهزادگی کامران ېې د یوه درې زر کسـﭕـز لښکر په مشرۍ د هغه د مخنـﭕـوۍ لپاره ولـﭕـږل. دواړه لښکرې جلال آباد ته نـﭕـږدې د سُرخرود په سـﭕـمې کې له یوه بل سره مخامخ شوې. د شاه شجاع سرتـﭕـرو په دې گومان چې ددوی شمـﭕره د شاه محمود تر سرتـﭕـرو ډیره ده نو ځانونه ېې وار له مخه برلاسي سوبمن گڼل. خو د شاه شجاع سرتـﭕرو د هغه پر پانگې چې له پـﭕـښوره ېې له ځان سره راوړې وه ودانگل او لومړی ېې غوښتل خپل پاچا لوټ کړي.

وزیر فتح خان د شاه شاع د لښکر پر دغې په خپل سرۍ او گډوډۍ پوه شو او له همدغسې شـﭕـبـې څخه په گټې اخـﭕـستنې ېې خپل لښکر ته بولنه ورکړه چې د شاه شجاع پر گډو وډو جنگیالیو یرغل ور وړي. د شاه شجاع د لښکر لـﭕکې د سترگو په رپ کې ماتې شوې؛ د ځان بچونې په سوچ کې ډوب شجاع د سـﭕـمې نـﭕـږدو غرونو ته په ختـنې هلته پناه یو وړه،خو وسله او پانگه ېې د فتح خان د ځواکونو لاس ته ورغله. فتح خان د شاه شجاع له خزانې څخه تر لاسه شوې پـﭕـسې د خپلو جنگیالیو په منځو کې ووېـشلې او د پـﭕـښـور پر لور ېې خپل پرمختگ ته دوام ورکړ. د پـﭕـښـور دروازې په لنډې مودې کې د فتح خان د لښکر پرمخ پرانـﭕـستل سوې او له څـﭕرمو سـﭕـمو څخه ېې د مالـﭕـې راټولونه پـﭕـل کړه.

  د غلجیو اله گوله :

وزیر فتح خان په پـﭕـښـور کې وو چې له کلاته تر زابله او له زابله تر لوگره مـﭕـشتو غلزیو په اله گولې لاس پورې کړ. لومړی ېې عبدالرحیم خان چې یو آرام او بې پرې سړی وو د خپل پاچا په توگه وټاکه ، ورپسې د شهاب الدین خان توخي تر مشرۍ لاندې ېوې ډلې پر کندهار برېد وکړ. سره له دې چې د وزیر فتح خان د تره زوی عبدالحنان خان بارکزي او سیدالخان الکوزي د ښار د ساتنې لپاره ډېـر ساتونکي نه درلودل بیا هم د ښار د دفاع لپاره راووتل؛ د دواړو خواوو ترمنځ د کندهار د پل سنگی په سـﭕمې کې نښته پـﭕـل سوه ؛ په نـښتې کې له درانیو څخه دوه سوه تنه او له اله گوله کوونکو څخه زر تنه ووژل شول، په پای کې اله گوله کوونکي اړشول چې په شاي.[18]

د پاڅون بله ډله د عبدالرحیم خان غلجـي تر مشرۍ لاندې د غزني پر لور پرمخ لاړه؛ دې ډلې د خپلې لارې په اوږدو کې پراته کورونه ، بانډې، کلي او کلا گانې لوټ او د غزني پرښار ېې برېد ورووړ خو د غزني ښار له ځانه دفاع وکړه او پاڅونوال اړ شول چې د شلگرې او زرملې له لارې په لوگر واړوي. گڼ شمیر غلجي د لارې په اوږدو کې له هغوی سره ځای شول ، ویل شوي چې شمـﭕره ېې تر شلو زرو تنو ډېر وو.  شاه محمود له ډېـرو ستونزو وروسته درې زره تنه جنگیالي چمتو کړل او د ( شاه ولیخان بامیزي، د احمدشاه دراني د سر وزیر) زوی شیرمحمد خان مختارالدوله ېې له بند څخه خلاص[19]  او د اله گوله کوونکو د ټکـَونې لپاره ېې ولـﭕږه. دغه مجرب سړي د درو زره تنو اله گوله کوونکو په وژلو وروسته پاڅونوال له پـښو وغورځول، او د شاه محمود په امر ېې د بلخ غونډۍ ته نـﭕـږدې د هغوی له ککرو څخه کوپړۍ – منارونه جوړ کړل . [20]

د ۱۸۰۲ ز کال په مارچ کې ول چې له کلاته نـﭕـولې تر جلال آباده پورې مـﭕـشـتو غلجـیو بیا اله گولې ته لاس واچاوه او په پام کې ېې نـﭕـولي ول چې له درو خوا خواوو یعنی له لویدېځ، سویل او سویل ختـﭕـځه پرکابل یرغل ور وړي. د اله گوله چیانو شمـﭕـر پـﭕـنځوس زره اټکل سوی دی [21].  وزیر فتح خان او شهزادگي کامران دواړو په بـﭕـړې له پـﭕـښـوره د کابل خوا ته مخه کړه؛ د وزیرفتح خان د تره زوی عبدالواحد په خپل ټول ځواک او امکان سره د کابل د اله گوله چـﭕـانو په شا تمبولو ته ودانگل. په خپله وزیرفتح خان د غلجـیو د قوم د جبارخیلو او احمدزیو د ټبرونو د جنگیالیو پر وړاندې چې مشري ېې محمد خان بابکرخیل کوله او شمـﭕـر ېې لسو زرو ته رســﭕــده ودرېد، او هغوی ته ېې ټـﭕـنگه ماته ور کړه او بیا ېې خپل پام د اله گوله چـﭕـانو بلې ډلې ته چې مشري ېې عبدالرحیم خان کوله واړاوه؛ دې ډلې غوښتل له ختـﭕـځه پرکابل یرغل وکړي. عبدالرحیم خان د خپلو لسو زرو جنگیالیو په ملتیا د وزیر فتح خان مخې ته ودرېد (۱۸۰۲ ز کال د مې د مـﭕـاشتې ۱۱). په دې جگړې کې وزیر بیا پر خپلو مخالفینو لاس بری شو، عبدالرحیم خان سره له دوه وو زامنو ونـﭕـول شو او بیا اعدام شول .[22]

دا د ۲۲ کلن ځوان وزیر فتح خان پـﭕـنځمه بریالۍ جگړه وه. د درېـمې ډلې د ټکولو لپاره دواړه شیرمحمد خان او احمد خان نورزی گومارل شوي ول چې د کندهار او د هغه د ورڅـﭕرمو سـﭕـمو د ټـﭕکاو خوندیتوب وساتي. د لښکر دغو دوه وو مشرانو د خپلې لارې د اوږدو په دواړو غاړو کې د غلـجـیو ټولې کلا گانې وېـجاړې او له خارو سره ېې ېـَـو او د غزني، کلات او کندهار ترمنځ د پرتو سـﭕـمـو د ټـﭕـکاو له ټـﭕـنـگولو وروسته کابل ته راستانه شول .[23]

شاه محمود خپل ټول پام د کابل د ورڅـﭕرمو سـﭕـمو خوندېـتابه ته اړولی وو چې شاه شجاع ېـو ځل بیا د خـیـبر د وگړو له منځه یو شمـﭕر د پـﭕـسو او سوغاتونو په بدل کې ځانته راوهڅول او یو ۱۲ زرېـز لښکر ېې جوړ او پر پـﭕـښـور ېې یرغل ور ووړو خو د پـﭕـښـور ساتونکو د شجاع گڼ شمـﭕـر جنگیالي له پښو وغورځول او شاه شجاع  یو ځل بیا په تـﭕـښتې و تښتـﭕـد. د همدغه ۱۸۰۲ ز کال په لړ کې ول چې د آمو د سیند د بلې غاړې وزبکو پر بلخ  برېـد وکړ خو د بلخ په ورڅـﭕـرمو سـﭕـمو کې د وزیرفتح خان د لـﭕـږل شوي ځواک له پلوه ېې ماته وخوړله او اړ سول چې بـﭕـرته د آمو د سیند بلې غاړې ته په شا سي . [24]

له کابله د وزیر فتح خان لیرې کېدل او د شاه محمود پرځېدنه :

د وزیرفتح خان پرله پسې بریاوې د شاه محمود د دربار پر ېـوه نـﭕـږدې او مخـَور غړي اکرم خان الکوزي باندې ډېـرې درندې پرېـوتلې او له وزیر فتح خان سره ېې تربگني پـﭕـل کړه. وروسته پرېـکړه وسوه چې محمد اکرم خان دې په کابل کې پاتې سي او وزیر فتح خان دې پـﭕـښـور ته لاړسي. وزیر فتح خان پـﭕـښـور ته لاړ او د هغه ځای له پرگنو څخه ېې د خپل لښکر د لگښتونو لپاره مالیه را ټوله کړله. د کشمیر حاکم ورته پـﭕـنځوس زره روپۍ ولـﭕـږلې، بیا ېې د کوهاټ، بنو او دامان په لور ودرومل او له هغو ځایونو څخه ېې هم مالیه را ټوله کړه ، ورپسې ېې د وزیرستان د نـﭕـولو تکل وکړ. د وزیرستان له نـﭕـولو وروسته، د ۱۸۰۳زکال دوبی وو چې کندهار ته ستون سو [25].

وزیر، کندهار ته د ستـنـﭕـدا په لارې کې خبر سو چې شهزادگی قیصر د فارسیانو – ژ / ایرانیانو په مرستې پر کندهار د برېد تکل لري ، پر دغه مهال کندهار د کامران میرزا په لاس کې وو. وزیر په بـﭕـړې ځان کندهار ته ورساوه او له شهزادگي کامران سره ېې ېـو ځای د شهزادگي قیصر په تمبولو پـﭕـل وکړ. د دواړو خواوو ترمنځ په کوکران کې  ډېـره کلکه خونړۍ جگړه ونښتله چې په پای کې قیصر ماته وخوړله. د قیصر د لښکر بولندوی اکرم خان په دغې جگړې کې ووژل شو، قیصر ونـﭕـول شو او کابل ته ېې ولـﭕـږه. څه موده وروسته وزیرفتح خان له خپل ورور دوست محمد خان سره کابل ته راغی. شاه شجاع، کابل ته د فتح خان له ورتگ څخه په گټې اخـﭕـستنې چې ډگرېې تش لـﭕـدلی وو یو ځل بیا پر کندهار برېد وکړ خو وزیر فتح خان له خپل ورور سره ېـو ځای د کامران ملاتړ ته ودانگل او یو ځل بیا ېې شاه شجاع ته ماته ورکړه ، شاه شجاع بـﭕـرته پـﭕـښـور ته وتښـتـﭕـد. په دغه ځای کې  وزیر فتح خان د غفورخان بارکزي، سیدالخان الکوزي او خواجه محمد خان سدوزي پر پالیالۍ او صداقت باندې شــَکي شو او دواړه ېې زندان ته ولـﭕــږل [26].

د وزیرستان د سوبې  او د کندهار په کوکران کې د قیصر د ماتې په پام کې نـﭕـولو سره دا د شاه محمود د حکومت د مخالفینو پر وړاندې د وزیر فتح خان اتمه بریالۍ جگړه وه ؛ د فتح خان نهمه جگړه د کابل په قلعـﮥ قاضي کې د شاه شجاع پر وړاندې وه چې د شاه محمود د ژغورنې لپاره ېې تر سره کړه.

وزیر فتح خان په کندهار کې وو چې اکرم خان الکوزی په کابل کې مړ سو؛ له بلې خوا مختارالدوله شیرمحمد خان هم له شاه محموده د وزارت د څوکۍ غوښتونکی وو؛ خو شاه محمود دا څوکۍ د وزیر فتح خان حق گاڼه او په پر دغې څوکۍ ېې د شیرمحمد خان له گومارنې څخه ډډه وکړه. شاه محمود خپل زړه پر قزلباشانو باندې تړلی وو او هغوی هم د خلکو پر خـﭕـټو او برخـلـﭕـک باندې واک چلاوه؛ په دې توگې شاه د سنیانو په سرټکونو او شکایاتونو خپل غوږ هم نه گراوه.

د شاه محمود پر وړاندې د کابل د پرگنو سرکښي:

د شاه محمود او د هغه  پر شا و خوا د را تاو شوېو قزلباشو پر وړاندې د خلکو نارضاﺌـیتي د هرې ورځې په تـﭕـرېدلو مخ په ډېرېدو وه. په دې لړ کې مختارالدوله شیرمحمد خان د ښار له یوه ستر روحاني سید احمد سره اړېکه ونـﭕوله چې د شاه پر وړاندې ېې راوپاروي. سید احمد د میرواعظ آغا په نامه پـﭕژندل کـﭕده، د هغه د علمیت او قدسیت انگازې د هـﭕواد په هر گوټ کې خـپـرې وې.

میرواعظ څو ځلې د حج په سفر تللی وو او د کابل په وگړو کې ېې د یوه پاک لمني روحاني په توگې دروند نوم درلود ؛ هغه د سنیانو په منځ کې ډېــره پـﭕـاوړې اغـﭕـزه درلودله؛ میرواعظ چې له پاچا وېره نه درلودله په روڼا ورځ به ېې پر شاه گوت نیونې کولې. میرواعظ  به وگړو ته وېـل چې پاچا له قزلباشانو څخه ملاتړ کوي او سنیان سپکوي. په دې ډول د شاه پر وړاندې د پرگنو کرکه ورځ په ورځ ډېرېدله او خبره د سنیانو او شیعه گانو ترمنځ د نښتو او جگړو د پـﭕـل کچې ته په رسـﭕـدلو لوړه سوه.

د تأریخ سلطاني لـﭕـکوال لـﭕـکي : یوه قزلباش، یو سُـني مذهبه تنکی ځوان خپل کاله ته مـﭕلمه او ورپسې ېې ور سره لواطت وکړ؛ تنکی ځوان کاله ته له سـتـنـﭕـدا وروسته، پـﭕـښه خپلې کورنۍ ته ووېله. د ځوان هلک پلرگنۍ شاه محمود ته د سرټــَکونې لپاره خپل گرﭕـوان څـﭕـري او پاچا هم پـﭕـښه د ښار قاضي ته ورسپاري. قاضي د جرم د زباد لپاره شاهدان غواړي چې دا کار د مدعي لپاره نا شونی وو، د هلک پلرگنۍ د جمعې په ورځ د پل خشتي جومات ته ځي، هلته ېو ځل بیا خپل گریوانونه څـﭕـري او له میرواعظ آغا څخه د مرستې غوښتنه کوي. میرواعظ د قزلباشانو پر کورنو د ېـرغل او د هر قزلباش د وژنې بولنه ورکوي. خلک د پل خشتي له جوماته راپاڅـﭕـږي او پرچنداول چې د قزلباشانو استوگنځی وو ور اوړي، او د چنداول په لارو او کوڅو کې چې هرڅوک ېې مخې ته ورځي په تورو، چړو او سوټـیـو وهي ، یا ېې وژني او کورونو ته ېې اور  ور اچوي .  [27]

خو الفـنستن په ۱۸۰۹ز کال کښې داسې روایت کـوي : د یوه قزلبـاش پر لاس په روڼا ورځ د یوه تـنکي کابلي ځوان وژنې، د وگړو خوابدي خپلې لوړې کچې ته ورسوله. ناورینوالو د وژل شوي هلک مړی د یوه شـهـیـد په توگـې بدرگه کاوه چې د قزلباشانو یوې ډلې د مړي پر بدرگې ناورینوالو باندې ډزې وکړې ؛ دغه سپکاوي د وگړو ډېــره ترخه کرکه را و پاروله او د پاچا د مرییانو (قزلباشانو) په نشتوالي کې چې د پاچا په چوپړ کې ول، د قزلباشانو پراستوگنځایونو ېې برېد وکړ او د هغوی سـﭕـمه ېې له لږ مقاومت وروسته لوټ کړله. په سبا ورځ ېې جگړه لا توده شوه. د کابل له نورو ورڅـﭕرمو سـﭕمو څخه خلک د سنیانو مرستې ته را ودانگل؛ په دې کې د کوهستان د پـیرانو له ډلې څخه د یوه تر مشرۍ لاندې د کوهستان گڼ شمـﭕـر توپکوال هم په همدې موخې پر کابل را مات سول. مختارالدوله او د درانیو نور مشران د رامنځته سوې اله گولې په منځ کې لـﭕدل کـﭕدل چې په برالا ېې خلک جگړې ته هڅول. میرواعظ خلکو ته د جنت ژمنې کولې او د مشرانو پر مخونو ېې سپـﭕـڅلې اوبه (زمزم) شـﭕـندلې او سنیان ېې جگړې ته هڅول. خو د کابل د دوبي د لمر د سوځندو وړانگو له کبله د جگړې دواړو ستړو ستومانو خواوو لنډ مهاله اوربند غوښت. دغې خونړۍ نښتې د ۱۸۰۳ ز کال د جون د مـﭕـاشتې په ۴ او ۵ نـﭕټې ( د غبرگولې د مـﭕـاشتې په نـﭕـماﭕـيو کې) تر دوه وو ورځو پورې دوام وکړ. د شاه سترگو د وزیر فتح خان د راتگ لارې څارلې چې له خپل لښکر سره یو ځای له کندهاره د کابل پر لور را خوځـﭕدلې وو، له بلې خوا د مختارالدوله  سترگو دشاه شجاع د راتگ لارې څارلې چې د پاچاهۍ د گدۍ نـﭕـولو ته ېې رابللی وو.[28]

د غبرگولي د مـﭕـاشتې ۱۵ نـﭕـټه وه چې  وزیر فتح خان کابل ته ورسـﭕد او د هغه له راتگ  سره سم د دواړو خواوو ترمنځ د جگړې د اور په وژلو، سوله وسوه. د سراج التواریخ لـﭕکوال په دې باور دی : ” کله چې د قزلباشانو د برخـلـﭕک  لمر نور د ډوبـﭕـدا ژۍ ته نـﭕږدې سو وزیرفتح خان له خپلو وروڼو سره ېو ځای د سلطنت د ساتلو او د فساد د له منځه وړلولپاره  ملا وتړله، د دواړو خواوو پر وړاندې ېې خپلې تورې له تـﭕـکې را واېـستلې او د تورې او مټ په زور ېې د شرگـډي اور لمبې ووژلې او قزلباشان ېې د شوني گواښ له قهرژلو لومو څخه وژغورل. [29]

په مجردې چې وزیر فتح خان له کابله د بامیانو پر لور د مالـﭕـې د راټولو په تکل ووت ېو ځل بیا په کابل کې د شرگـدي اور لمبې بلې سوې. شاه محمود د شر گـډي اور د وژلو لپاره دواړه مختارالدوله او احمدخان نورزی ولـﭕـږل؛ خو هغوی په خپله ددغه اور پر سر نورې خځلې ماتې کړلې؛ شاه محمود غوښتل چې شیرمحمد ونـﭕسي خو نوموړی د شاه په تکل خبر سو ( د جولای ۸ ، ۱۸۰۳ ز کال) او میر واعظ ته ېې د اور د بلولو لارښوونه ورکړه او میر واعظ هم کټ مټ هماغسې چې ورته وېل سوي ول وکړل، پـﭕـنځه ورځې وروسته ( د ۱۸۰۳ ز کال د جولای په ۱۳ نـﭕټې) شیرمحمد خان له شاه شجاع سره یو ځای کابل ته راغی. [30]

الفنستن وايې : مختارالدوله چې په سیاست او پوځ کې ېې لوړ دریځ درلود، د خپل شخصیت د ځانگړتیا له اړخه هم په خلکو گران او منلی سړی وو. ان د هغه په وزارت کې ټیټ درېــځو خلکو هم د هغه کاله یا دیوان ته په آزاده سر تگ راتگ کاوه او په آسانۍ ېې کولای سول هغه ته ورسي. ډېري وختونه به له ساتونکو پر ته دباندې راووت، کله کله به د باندې پلی په پښو روان وو. تـل د نورو مرستو ته چمتو وو. که ېې نه سوای کولای خپل مقابل لوری په زغم و پـﭕـڅ خوښ وساتي نو د ژمنې په ورکولو به ېې کار پای ته رساوه. که له چا سره ېې ژبه او ژمنه کوله نو له هغه ېې د پالیالۍ یا د وفا پروا هم نه کوله. له دښمنانو سره ېې ټوکې او نرمښت کاوه؛ نه یوازې د مـﭕـرڅمنو پخوانۍ گناهانې به ېې وربخښلې بلکه پر هغه مهال چې دده په منگولو کې ول پرته له دې چې کومه سزا ورکړي هغوی ته به ېې د مزاحمت پيدا کولو شـﭕـبه هم ورکوله. دغو ځانگړتیاوو دده پر شپول هغه کسان ځانته راکاږلي ول چې په آسانۍ ېې نه سوای کولای د هغه پر ځواک -غوښتـنې، بې انظباطۍ، د سیسه گرۍ او چلوټو باندې پوه سي. هغه له مذهب څخه په گټې اخـﭕـستـنې د اله گولو په راپارولو کې ځانگړی استعداد درلود. نوموړی د خپل پلار شاه ولي خان له مړېنې سره سم اړ شوی وو چې بلوڅستان ته پناه ېوسي، خپلې ورځې او شپې ېې له کور کهوله لـﭕرې په زده کړو تـﭕرې کړې وې چې وروسته د افغانانو په منځ کې نامتو عالم سو. له دُرانیو سره په پرتلې، د عباداتو په بڼو کې بې پروا وو، مگر تل ېې له ځانه د اهل سنت د مذهب پر وړاندې تعـصب ښکاره کاوه ، یا ښاېې همداسې احساس به ېې کاوه. علم او روحانیونو ته ېې درناوی درلود او د ” میرواعظ” په نامه سید احمد سره ېې چې هم عالم او هم روحاني وو، ملگرتوب درلود.

مخکې له دې چې شاه محمود د رامنځته سوي کړکـﭕـچ پر وړاندې خپل چمتووالی ونـﭕـسي پر هغه باندې د ډار ورېـځې له ورایه خپرې سوې وې. هغه د خپل ځان امن یوازې د مختارالدوله په نـﭕـولو کې لـﭕـده خو نوموړی د شاه محمود په نیت خبر سوی وو. مختارالدوله د جولای په اتمې له کابله وتـښتــﭕـد، خو له تـﭕـښـتې مخکې ېې سید احمد ته د شرگډي اور د بیا بلولو لارښونه وکړه او میر واعظ هم له لارښوونې سره هماغسې وکړل چې ورته وېل سوي ول. خو د خلکو د خښم او قهر مخه په ډېــرې هوښیارۍ له شیعه گانو څخه د شاه پر لور چې د هغوی ملاتړی او ساتندوی وو راتاو سوه. دا گامونه په دومره هوښیارۍ پورته شوي ول کله چې د جولای د مـﭕـاشتې په دیارلسمې نـﭕـټې مختارالدوله له شجاع الملک سره یوځای کابل ته راستون سو نو شاه محمود ېې په بالاحصار کې د خلکو د کلابندۍ په کړۍ کې ولـﭕـد. خو نه دی او نه شاه شجاع کابل ته ننوتل . [31]

په خپله شاه شجاع واېي :

” لومړی مې د بابُـر په بڼ کې استوگنه غوره کړه ورپسې قلعـﮥ مدد خان ته لاړم. شاه محمود مې په بالاحصار کښې کلابند کړ.” مگر شاه شجاع دې ته اړ وو چې لومړی له وزیر فتح خان سره خپل زور وازمايي او بیا دې د کابل پر سلطنتي گـدۍ ډډه ووهي، وزیر فتح خان په دې مهال بامیانو او ډایکنډۍ ته د مالیاتو د راټولو لپاره تللی او د راستنـﭕـدا په درشل کې وو. وزیر فتح خان د خپل ورور دوست محمد خان په ملتیا د اتو زور سپـرو په بدرگې له بامیانو او ډایکنډۍ څخه د کابل پر لور راروان وو؛ کله چې د کابل د ښار په ( څلور مایلۍ واټن کې) د قلعـﮥ قاضي سـﭕمې ته ورسـﭕ-د د شاه شجاع له ځواکونو سره مخامخ سو. د دواړو خواوو تر منځ خونړۍ جگړه ونښتله، دا جگړه د سباوون له سپـﭕـده دمه تر ماښامه روانه وه، داسې برېـښـﭕـدله چې سوبه د فتح خان د لښکر په برخې ده، ځکه د جگړې په وروستـﭕـو شـﭕـبو کې فتح خان له خپلې ځلاندې تورې سره راووت او پر دښمن ېې یرغل ورووړ، دښمن ونه سو کولای ځان ټـﭕـنگ کړي، نو فتح خان او د هغه بدرگه جنگیالیو ته ېې لاره ورکړه او د ښار پر لور ېې خپل پرمختگ ته دوام ورکړ، خو په همدې لړ کې د فتح خان د لښکر یوه مشر د جبهې له شا د شاه شجاع په پلوۍ د فتح خان له لـﭕـکو ووت او د فتح خان د لښکر شاتینۍ برخه له گډوډۍ سره مخامخ سوه. کله چې وزیر د نوموړي افسر له خیانته خبر سو دې ته اړ سو چې له خپلو وروڼو او یو شمـﭕر بدرگه ملگرو سره په گډه ددښمن لـﭕـکه د تورې په زور ماته او د کندهار پر خوا وخوځـﭕـږي . [32]

که څه هم وزیر فتح خان په دې جگړې کې ماتې وخوړله مگر دې ماتې ونه شو کولای د هغه پر پـﭕـاوړو روحیاتو او ټــﭕـنـگ هوډ باندې کومه ناوړه اغـﭕـزه وشـﭕـندي، ځکه فتح خان د پـﭕـاوړو روحیاتو څښتن وو او دې ماتې ونه سو کولای د واکمنۍ په بیا لاسته راوړنه کې ېې نهیلی کړي.

شاه محمود د وزیر فتح خان د تورې او تدبیر تر سیوري لاندې د درو کالو لپاره په بالا حصار کې سلطنت وکړ خو له دې چې نوموړی چړچه مار، آرام خوښی او ضعیف النفسه سلطان وو، وگړي د وزیر فتح خان په نشتوالي کې د هغه پر وړاندې راپاڅـﭕـدل او شاه شجاع ېې د پاچهۍ پرگدۍ کښـﭕناوه (۱۸۰۳زکال ، جولای)

په هغه مهال کې چې وزیر په پـﭕـښور او کندهار کې وو، د هغه په نشتوالي کې پرگنو له شاه څخه دومره کرکه کوله چې د هغه په کړۍ پورې له څو تنو په گټو مینو او شرگډو راتاو وو کسانو پرته بل هـﭕـڅ چا له شاه څخه ښه زړه نه درلود. له همدې کبله ېې شاه شجاع په شور او ږوږ د سلطنت ر گدۍ کـښـﭕـناوه او مختارالدوله شیر محمد خان د هغه د وزیر په توگه وگومارل سو. شاه محمود زندان ته ولوېد او شاه شجاع پرېکړه وکړه چې د شاه زمان د ړندولو په جرم نوموړی هم ړوند کړي خو شاه محمود د ځان د شفاعت لپاره قرآن وړاندې کړ او له شاه شجاع ېې د بخښنې غوښتنه وکړه. شاه شجاع هم د مختارالدوله شیرمحمد په منځگړېتوب له خپلې کړې پرېکړې څخه لاس په سر سو او د کابل په بالاحصار کې ېې د شاه محمود پر حبس بسنه وکړه . [33]

د سلطنت پر گدۍ د شاه شجاع ناسته او له فتح خان سره د هغه د پیوستون او بیلتون لاملونه :

شاه شجاع له ډېرو کړانوونو، جگړو او ماتو وروسته د لومړي ځل لپاره د کابل د سلطنت پر گدۍ ډه ډه ولگوله اوتر شپـږو کالو  له ۱۸۰۳ز تر ۱۸۰۹ز کال پوری ېې سلطنت وکړ. د هغه لومړنی گام د ملاعاشق شینواري او د هغه د نـﭕـږدو خپلوانو او انډیوالانو نیول ول. ملا عاشق ېې اعدام کړ او ورپسې ېې د کوه نور د الماسو د تر لاسه کولو لپاره د ملا عاشق کلا ونړوله او الماس ېې ترلاسه کړ. د فتح خان ورور نواب اسد خان چې د زمانشاه د نـﭕـولو دنده ېې په غاړه درلودله،  بندي سو. خو د شاه شجاع د وزیر مختارالدوله شیرمحمد خان لومړنی کار دا وو چې له شاه غوښتنه وکړي چې نواب اسد خان له بنده خوشې کړي. دهغه غوښتنه ومنل سوه او نواب اسد خان د وزیر له پلوه په ډېــر درنښت اودرناوي وپالل شو. وزیر غوښتل د بارکزیو او سدوزیو د دوه وو سترو  کورنیو ترمنځ د کـﭕنې پر اور باندې د پای د ټکي په اېښودلو دښمني ورکه کړي نو په همدې هـﭕـلې ېې د دوست محمد خان خور (وفا بیگم) د شاه شجاع په نکاح کې راوستله. خپلوي رامنځته سوه ، شاه شجاع له نواب اسد خان او د خپل د وزیر له ورور گل محمد خان څخه وغوښتل چې کندهار ته لاړ سي او فتح خان کابل ته راولي او ورته وایي چې د شاه شجاع په دربار کې به د خپل پلار په شان له سرلوړۍ او درنښته برخمن اوسې. په دې پلاوي کې شهزادگي حیدر، احمدخان نورزي او عطامحمد خان بارکزي هم  گډون درلود ، شاه شجاع د وزیرفتح خان د ډاډینې لپاره یو ژمنلـﭕک هم د پلاوي په لاس ولـﭕـږه.

کله چې پلاوی په کندهار کې دېره فتح خان ته ورسـﭕـد او د شاه شجاع د درنښت او هـﭕـلوسلامونه ېې ورته وړاندې کړل نو فتح خان هم کابل ته مخه کړه او د کابل پر لور راوخوځـﭕـد؛ له بلې خوا کامران میرزا د وزیر فتح خان دغه  گام د اړﭕکو د پرﭕکون په توگې وگاڼه او دهرات پرلور وتښـتـﭕـد او د هغه پرځای د زمانشاه زوی قیصر د کندهار د حاکم په توگه وتاکل شو. [34]

له دې خوا، وزیر شیر محمد خان واورېدل چې وزیرفتح خان د کابل په تکل را خوځـﭕـدلی نو د هغه مخې ته تر غزني پورې د ښه راغلاست لپاره ورغی او وزیر فتح خان ېې په ډېـر تاوده هرکلي کابل ته د پاچا دربار ته راووست. خو شاه شجاع له خپلې کړې ژبې او ژمنې پښـﭕـمانه او منکر سو. په ځانگړې توگې شاه شجاع هغه مهال له خپلې ژبې واوښت چې  گوري فتح خان له وزیر شیرمحمد خان سره په ېـوه کور کې ژوند کوي. اکرم خان چې د شاه شجاع بل وزیر دی، پاچا ته وړاندېز کوي چې دی دې پـﭕـښـور ته ولـﭕـږي؛ شیر محمد خان او فتح خان به هم له ځان سره بوزي او دی به ېې هلته بندیان وساتي او په دې توگې به شاه د هغوی له سرخوږۍ خلاص سي. شاه شجاع  هم دغه وړاندېـز ومانه او پـﭕـښـور ته د تگ او تابیا امر ېې ورکړ. خو شیرمحمدخان له هر سوري چې وو خبر شوی وو چې پاچا ورته کوم پخلی په پام کې نـﭕـولي دی؛ شیر محمد دغه خبره له فتح خان سره گډه کړه او پرېکړه وسوه چې فتح خان دې په کابل کې د پاتې کـﭕـدلو لپاره یوه پلمه جوړه کړي او د پاچا د نه شکمنـﭕـدلو لپاره به شیرمحمد خان له اکرم خان سره پـﭕـښـور ته لاړ سي.

شیر محمد خان له فتح خان سره ژمنه وکړه چې د وزیر فتح خان دوست به دده دوست او دښمن به ېې دده دښمن وي او تل به له ېـو بل سره په سلا ددښمن پر وړاندې په گډه جنگـﭕـږېږي. بیا ېې وزیر فتح خان ته اویا زره روپۍ ورکړې چې د خپلو موخو د پلي کولو په لارې کې ېې د اړتیا پر مهال ولگوي. شاه شجاع تیزین ته رسـﭕـدلی وو چې د خپل وزیر له دروهې “دسیسې” څخه خبر سو او وبـﭕـرېد چې ښایي یاده دسیسه د وزیر فتح خان له پلوه پلي نه سي.

شاه د خپلو سرتـﭕـرو یوه ډله په بـﭕـړه کابل ته ولـﭕـږله چې فتح خان له نورو سردارانو سره په ده پسې د بندي په توگې پـﭕـښـور ته راولي. کله چې فتح خان د پاچا له دغه  گام څخه خبرېږي د سترگو په رپ کې بندي سرداران له زندانه خلاصوي او له هغوی سره یو ځای د لوگر له لارې د کندهار پر لور خوځـﭕـږي. [35]

شاه شجاع

د فتح خان د له منځه وړلو لپاره د قیصر او زمانشاه دسیسې:

د شپې په نـﭕـماېـیو کې ول چې وزیر کندهار ته ورسـﭕـد، کله چې د ښار دروازې ېې تړلې ولـﭕدلې نو د دروازې ساتکونو ته ېې بډې ورکړې او د شهزادگي قصیر له خواجه سرای ” آغا ادراک” سره  ېې ولـﭕـدل. خواجه سرای په بـﭕـړې قیصر ته ورغی او له خپلې کتنې څخه ېې قیصر ته کـﭕـسه وکړه؛ وزیر غوښتل چې د کابل د واکمنۍ د گدۍ په نـﭕـولو کې له قیصر سره مرسته وکړي. شهزادگی د دغه په زړه پورې خبر په اورېدلو د فتح خان مخې ته د ښه راغلاست لپاره د ښار دروازې ته ورغی او ور سره ېې ولـﭕدل.

فتح خان له قیصر سره په دې شرط ژمنه وکړه چې که له احمد خان نورزي څخه لاس پر سر او ژمنه و سپارې نو فتح خان به د ژوند تر وروستۍ سلگۍ پورې د شهزادگي په گټه جگړه وکړي او که شهزادگی د ده له مرستې ډډه وکړي نو له کامران میرزا سره  به یوځای سي.  شهزادگی قیصر له دغې ژمنې ډیر خوښ شو. وروسته فتح خان امر وکړچې د دوست محمد خان تر مشرۍ لاندې دې دوه زره سرتـﭕـري چمتوکړي او احمد خان دې ونـﭕـسي. په خوب بـﭕـده احمدخان تر تلتک لاندې خرناس واهه چې کور ېې کلا بند اولاس او پـښې تړلی ېې په څښـﭕدلو د قیصر د دروازې شا ته ودراوه. کله چې د احمد خان سترگې پر وزیر فتح خان ولگـﭕدلې پوه شو چې له وزیر سره د ماتې شوې ژمنې او ژبې په سزا له هغه څخه غـچ اخـﭕـستل کـﭕـږي.  احمد خان د قیصر زندان ته ولوېـد او په سبا سهار چې سردارانو او خانانو فتح خان د قیصر تر څنگ تر ټولو نـﭕـږدې ولید نو په خپلو ځانونو وډار سول او له هرې لارې چې ورته شونې ول قیصر ېې له وزیر فتح خان سره له یو ځای کیدنې وډار کړ او هغه ېې و هڅاوه چې وزیر فتح خان ونـﭕـسي. قیصر هم خپله د پرون شپې کړې ژمنه هـﭕـره کړه او ېو پلان ېې جوړ کړ؛ قیصر ، فتح خان ته ووېل چې خانان غواړي په یوه بڼ کې ستا مـﭕلمانه سي ؛ قیصر د همدې مـﭕـلمسـتـیا په پلمې د فتح خان د نـﭕـولو تابیا ونـﭕوله. فتح خان چې د قیصر په کړو وړو شکمن شوی وو د مـﭕـلمستیا د چمتووالي لپاره ېې دوه ورځې وغوښتلې ؛ له دغه ځنډ څخه د هغه موخه دا وه چې د ځان او د خپلو وروڼو د ژغورنې لپاره لاره وپلټي. له دې کبله ېې سردار دوست محمد خان ته دنده وسپارله چې ښه تکړه ساتونکي برابر او د مـﭕـلمستیا د سبمالښت چارې په خپله په لاس کې واخلي.

دوست محمدخان هم د ښه خرپ او درب مـﭕـلمستیا تابیا په لاس کې ونـﭕـوله او ځان ېې له سره تر پښو په وسلوسمبال او د پـﭕـنځه سوه وسله والو مشري ېې په لاس کې واخـﭕـستله او د شهزادگي قیصر تر سترگو لاندې ېې مـﭕلمنو ته ښه راغلاست ووېل. د هغه همدغه هوښیاري او وېـښتوب بس وو چې شهزادگی قیصر پوه کړي چې هغوی د هر ډول پـﭕـښې د رامنځته کـﭕـدلو لپار بشپـړ چمتووالی لري. له دې کبله شهزادگي او ملگرو ېې وزیر فتح خان ته په ډاگه کړه چې د احمد خان نورزي د خلاصون په بدل کې به ورته سل زره روپۍ ورکړي. فتح خان دغه وړاندېـز ومانه او بیا ېې د خانانو د یوه وړاندیز پر بنسټ د بندي احمد خان یوه لور  قیصر ته ور په نکاح کړه او احمد خان له زندانه خلاص شو او یو ځل بیا د کندهار د ښار د ساتنې په دندې و گومارل سو.

له هغه وروسته شهزادگی قیصر، فتح خان ، دوست محمد خان، خواجه محمد خان او عطا محمد خان نورزی له خپلو لښکرو سره په گډه د کابل پر لور وخوځـﭕدل، خو کله چې کلات غلزاﺋـي ته ورسـﭕـدل، عطا محمد خان نورزی له یو شمـﭕـر نورو خانانو سره بـﭕـرته کندهار ته ستون سو؛ فتح خان له دغه ناڅاپه بـﭕـلتانه او ژمنې ماتـﭕـدنې څخه ونه بـﭕـرېد او د کابل پر لور ېې خپل پرمختگ ته دوام ورکړ. پر دغه مهال شاه شجاع له پـﭕـښـوره بـﭕـرته کابل ستون سوی وو او د کابل په قلعه قاضي کې ېې د کندهار د لښکر د راتگ لپاره لاره څارله. کله چې فتح خان د توپ کلا ته ورسـﭕـد د شپې په نـﭕـماېـۍ کې د فیض الله خان پوپـلزي په نامه یو بل ځمکوال، سره له خپلو پـﭕـنـځـو زرو جنگـﭕـالیو د فتح خان له لښکره جلا او له شاه شجاع سره ېـو ځای سو. دغې پـﭕـښې د فتح خان پر لښکر بده اغـﭕـزه وکړه او د خپل ورور دوست محمد خان په سلا ېې پرېکړه وکړه چې بـﭕـرته کندهار ته ستانه سي. خو کله چې ښار ته نـﭕـږدې سو، ورته خبر ورسـﭕـد چې کامران میرزا پرښار منگولې ښخې کړي او ښار ېې په لاس کې دی، له دې کبله فتح خان اړ سو چې بـﭕـرته کامران ته ورسي. کامران یا دلـﭕـونتوب یا د ناپوهې او یا د کـﭕـنې له مخې د فتح خان او د هغه د وروڼو په سپکاوي پـﭕـل وکړ. دغه چال چلند فتح خان کلک خوا بدی کړ ، دلته بیا فتح خان د قیصر په گټې له خپلې وړتیا څخه کار واخـﭕـست او دوې مـﭕـاشتې وروسته ، فتح خان ، کامران میرزا، له ښاره تـﭕـښتې ته اړ کړ او د هغه پر ځای ېې قیصر د ښار حاکم کړ.

لږ وخت وروسته شاه شجاع د یوه ځواک په مشرۍ د کندهار پر لور وخوځـﭕد ؛ کله چې د چشمـﮥ شادي کلي ته ورسـﭕـد، فتح خان او وروڼه ېې فراه ته په شا سول، قیصر لومړی په ډ َهلې ( ډالې) کې او له هغه ځایه ېې مرکزي غرونو ته پناه ېـوړه. شاه شجاع د کندهار ښار ته راغی ؛ ډېـره هڅه ېې وکړه چې قیصر ونـﭕسي، خو گوتو ته ورنغی. په پای کې شاه شجاع له بارکزيو وروڼو سره سوله غوره وبلله او فتح خان او وروڼو ته ېې پیغام ولـﭕـږه چې له هغه سره دې یوځای سي. فتح خان او دوست محمد خان بـﭕـرته کندهار ته را ستانه سول اوله هغه ځایه د پـﭕـښـور د یاغیانو د ټکولو په تکل د پـﭕـښـور پر لور ېې خوځـﭕـدا پـﭕـل کړه. د ۱۸۰۵ز کال په اپریل کې پـﭕـښـور ر ته ورسـﭕـدل، په دغه وخت کې شاه شجاع د غازيخان په دېـرې کې میرعلم خان له واکمنۍ گوښـه او پر ځای ېې عطا محمد خان نورزی وگوماره. فتح خان د پاچا مخې ته ودرېـد او وېې غوښتل چې دا کار ونه کړي خو پاچا ونه منله. د پاچا دغه کار بارکزي وروڼه خوا بدي کړل او په خوابدي زړه د هرات پر لور وخوځـﭕـدل. د هرات والي حاجي فیروزالدین داسې سړی نه وو چې په کابل کې د سلطنت د نـﭕـولو لپاره ملا وتړي، له دې کبله فتح خان او ورور ېې دوست محمد خان یو ځل بیا کندهار ته ، قیصر ته ورغلل .[36]

دا ځل قیصر د خپل ړانده پلار زمانشاه په لارښوونې د هغوی د له منځه وړلو هڅه وکړه. ددې توطـﺌـې داستان هم په زړه پورې دی چې په گډه به ېې ولولو.

 

د زمانشاه د توطـﺌـې پر بنسټ د فتح خان زنداني کـﭕـدل

مخکې مو وویل چې  وزیر فتح خان او دوست محمد خان دواړه له هراته، کندهار ته قیصر ته ورغلل خو دا ځل فتح خان او دوست محمد خان د قصیر په دربار کې د خواجه محمد او میرعلم خان له پلوه سپک او سپـﭕـره سول. دغه ژبنۍ شخړه او سړه جگړه د قیصر د پلار د زمانشاه ددسـﭕـسې له کبله په لاره اچول سوې وه. له دې کاره د زمانشاه موخه د فتح خان د نـﭕـولو لپاره د لارې چارې جوړل ول. زمانشاه میرعلم خان او شهنواز اڅکزي ته دنده سپارلې وه چې فتح خان ته ووایي چې شهزادگی غواړي د هغه مـﭕلمانه شي، خو چابک دوست محمدخان دومره بې خبره نه وو چې د شاه له دې پلانه دې ناخبری پاتې سي. دواړو وروڼو وکولای سول ددې فرمایشي مـﭕـلمستیا په اړوند د شاه د رالـﭕـږلي پلاوي پر وړاندې خپله بدگوماني پټه وساتي ؛ هغوی ظاهراً پلاوي ته څرگنده کړه چې دوی به د شاه له دغې پاملرنې او پـﭕـرزوینې څخه زښت خوښ سي.

وروسته وروڼو درې اړخـﭕـزه تیارۍ ونـﭕـولې. یوه برخه دواړو (فتح خان او دوست محمد خان) ته سپارل کـﭕـدله. دوېـمه ېې نواب اسد خان ته او درېـمه ېې محمد عظیم خان ته وسپارل سوه. فتح خان د ملـﭕـمستیا تابیا د مرجان په ښاېـسته بڼ کې ونـﭕـوله. دوست محمد خان  د خپل ځان او د فتح خان د ساتــنې او څارنې دنده په غاړه واخـﭕـستله. له دې کبله ېې د پـﭕـاوړي گارډ د ځواک را ټولولو ته مټې بډ وهلې ؛ په دې لړ کې ېې د نابلل شویو مـﭕـلمنو خوځښت تر څارلاندې ونـﭕـو. دوست محمد خان په مـﭕـلمستیا کې له دومره ځـﭕـروالي او احتیاط څخه کارواخـﭕست چې د شهزادگي قیصر او زمانشاه دواړو زړونه ډاډه او پوړه سول چې د زوی او پلار راز نور بربنډ سوی دی. له دې کبـله له هرې هغې هڅې څخه لاس پر سر شول چې دواړو ورڼو ته ېې په پام کې نـﭕـولې وې؛ زوی او پلار داسې وښودله چې د هغوی په دوستۍ او ملگرتوب کې د ېو بڅرکي په اندازې خرخښنه او شک نه سته. ددې خبرې د زباد لپاره پرځـﭕـدلي شاه هغوی ته شاهانه خلعتونه ورکړل ؛ شاه په تش لاس او خوړین زړه بـﭕـرته ستون سو، خو زمانشاه او قیصر د بلې لارې چارې په لټه کې سول.

د مـﭕـلمستیا په سبانۍ ورځ ېې امر وسو چې وروسته له دې هـﭕـڅ څوک نه سي کولای ماڼۍ ته له پـﭕــنځو تنو ساتونکو زیات کسان له ځانه سره راولي، خو له دې سره سره فتح خان د شاه د امر پروا ونکړه او تر شلو ورځو پورې  له سلو تنو ساتونکو سره یو ځای ماڼۍ ته ور روان وو. د زمانشاه اوبه له ترخځه وواښتلې او د بلې دروهې په لټه کې سو. هغه خپل ساتونکي د ماڼۍ د ونو په یوې گوښې کې ځای پرځای کړل او بیا ېې امر وکړ چې قومي سران او مشران دې د شاهي احترام او سلام لپاره د شاه لـﭕـدنې ته راسي. کله چې د فتح خان وار ورسـﭕـد او د ماڼۍ دننه ېې په درشل پښه کښـﭕښودله، نو سیف الدوله میرعالم خان د شا له لوري پر فتح خان را ودانگل او پرځمکه ېې ووېـشت. د ونو تر شا پټو کسانو د سترگو په رپ کې په فتح خان برېد وکړ، فتح خان په زړورتیا د ځان دفاع او مقاومت کاوه. په دغه اخ وډب کې د فتح خان دوه غاښونه مات سول. نواب اسد خان او د فتح خان ملگري میرزا محمد رضا او آقا مهدي چې له فتح خان وروسته ماڼۍ ته ننوتلي ول هغوی هم د فتح خان په برخلـﭕک واوښتل او زندان ته ولوېدل.

د فتح خان د ژغورنې لپاره د دوست محمد خان زړورتیا :

دوست محمد خان چې پـوه او هوښـیـار وېـښ زلمی وو، له خپل مشر ورور سره یوځای د پاچا لـﭕدنې ته لاړ نه سو او خپل تگ ېې لږ شاته وغورځاوه؛ د دوست محمد خان دغه لـﭕـرلـﭕـد او عاقبت سنجونه د هغه د ځان او د پـﭕـنځـو سوو نورو بدرگه ملگرو د ژوند د ژغورنې لامل شو. کله چې دوست محمد خان د خپل ورور د نـﭕولو له دروهې خبرشو، خپل بدرگه ملگري ېې د فتح خان ژغورنې ته وهڅول او د یو زړور او بې باکه برېد په ترڅ کې چې د ماڼۍ له هرې لوړې څنډې پرې پرله پسې ډزې کـﭕدلې وکولای شول د ماڼۍ لومړۍ دروازې ته دننه لاره ومومي، فتح خان د زندان په دېــوالونو کې د ډېــرو ساتکونکو تر څار لاندې وو او ساتونکو د ماڼې له کنگرو څخه په پرله پسې ډول پر دوست محمد خان ډزې کولې، نو ځکه اړ شو چې کرار کرار شا ته سي. خو ماڼۍ ېې تر کلابندۍ لاندې ونـﭕـوله؛ په دې لړ کې قیصر، خواجه محمد خان او نورو کسانو ته دنده وسپارله چې د ښار ټولې دروازې دې وتړي او ساتونکي دې په کلکه د ټولو دروازو ساتنه او څارنه وکړي ، ورپسې دې دوست محمد خان او د هغه بدرگه ملگري ونـﭕـسي.

محمد عظیم خان د خپل یوه ملگري له لارې خپل ورور دوست محمد خان ته د قیصر له دغه گامه خبر ورکړی وو. دغه خبر د دوست محمد خان په پياوړو روحیاتو هـﭕـڅ اغـﭕـزه ونه کړه او په داسې گواښجنې شـﭕبې کې ېې خپله زړورتیا له لاسه ورنه کړه. خپل وروڼه او ملگري ېې را وغوښتل او ورته ېې وویل : اوس موږ په خپله کلابند یو، د ماڼۍ کلا بندي نه زموږ په گټه ده او نه زموږ د ورور فتح خان د ژغورنې لپاره کومه گټه کولای سي. له دې چې قیصر زموږ د تباهۍ او یا د نـﭕـولو تکل لري نو یوازېـنـی کار چې کولای سو دا دی چې د خپل ځان د خلاصون لپاره له سرښندنې ډک یوه کار ته لاس واچوو او هغه دا چې په ډله ېـیزه توگه به د ښار پر دروازې یرغل وروړو او هر څومره ساتونکي چې زموږ د لارې خنډ گرځي باید د خپلو تورو او چړو له خولو څخه تـﭕـر او بیا به د گرشک پر لور وخوځـﭕـږو.

د دوست محمدخان ملگرو د هغه خبره ومنله؛ ورپسې دوست محمد خان خپله  توره له تـﭕـکي را واېستله او په خپل ټول زور او زړورتیا د خپلو انډیولانو په سر کې ودرېد او د ښار پرېوې دروازې ېې برېد وکړ. د هغه بدرگه انډیوالانو هم په گډه له ساتونکو سره د لاس او گریوان جگړه پـﭕـل کړه. دوست محمد خان چې د ۱۵ – ۱۶ کلونو ځوان وو، د ښار د دروازې څو تنه ساتونکي له چړو تـﭕـر کړل ، په پای کې په دې بریالی شو چې دروازې پرانـﭕـزي او له هماغې دروازې ېې د گرشک پرلور تـﭕـښته وکړه. [37]

زمانشاه چې د فتح خان او د هغه د وروڼو د نـﭕـولو لپاره خپل پلان نـﭕـمگړی ولـﭕد، نو قیصر ته ېې امر وکړ چې فتح خان دې دهغه د پاچاهې د ړنگولو او د سترگو د ړندولو په غچ کې ووژنی، خو د هغه وزیر، مختارالدوله شیرمحمد خان، ددغه کار مخه ونـﭕـوله او قیصر ېې ددغه بې باکه گام له پایلو څخه خبر کړ او ورته ېې ووېـل چې ښایي په راتلونکي کې د فتح خان د وروڼو له ورته غچ سره به مخامخ سي او اړ ېې کړ چې د دغسې ناسنجول سوي گام له اوچتولو څخه لاس پر سر سي.

دوست محمدخان او وروڼه ېې په گرشک کې د خپل مشر ورور د ژغورني په لټه کې ول خو د لښکر د برابرولو لپاره ېې پـﭕسې نه درلودلې. یوه ورځ د هغوی له بخته ېـو کاروان له فارسه د کندهار پر لور روان وو چې باید له گرشکه تـﭕـر سوی وای. دوست محمد خان له خپل ورور محمد عظیم خان سره سلا وکړه چې په داسې یوې تـنـگسې کې داسې ناڅاپه غیبي پانگه یوازې خدای دوی ته ورکړې او باید را خپله ېې کړي، دواړه وروڼه په ېـوې سـﭕمې کې په پټه کابو کښینستل او ناڅاپه ېې پرکتار چاپه ووهله او له هغه څخه ېې څلورلکه روپۍ وشکولې. [38]

دوست محمد خان په همدغو پـﭕسو یو لښکر جوړ کړ او د کندهار پر لور وخوځـﭕد او ښار ېې کلابند کړ. کلابندي تر درو مـﭕـاشتو پورې وغځـﭕدله ؛ د ښاریانو او د قیصر د سرتـﭕـرو ټولې زیرمې پای ته ورسـﭕـدلې. شهزادگی قیصر له روان کلابند حالته اَوتر اَوتر وو ؛ نه پوهـﭕده چې د ځان او د ښاریانو د خلاصون لپاره څه وکړي؟ وزیر شیر محمد خان قیصر ته سلا ورکړه چې که فتح خان له بنده خلاص کړئ نو ښار به له کلابندۍ وژغورل سي ، پرته له هغې به دوست محمد خان ټول ښار دړې وړې کړي. همدا ډول شیرمحمد خان شاه شجاع ته خبر ورکړ چې قیصر ته دې د فتح خان د خوشې کـﭕدلو امر ورکړي. شاه شجاع شرط کښـﭕښود چې دا کار هغه مهال شونی گرځي که محمد عظیم خان او غلامخان دواړه کابل ته د تضمین په ډول ورولـﭕـږل سي؛ په دې توگې فتح خان له بنده خوشې سو.[39]

خو الفنستن په دې باور دی چې فتح خان قیصر په ېـوې غونډې کې ولـﭕد او د خپلو پخوانیو خدمتونو په یادونې او د راتلونکو ژمنو په کولو، قیصر ېې دومره تر خپلې اغـﭕـزې لاندې راووست چې نه یوازې هغه ېې له زندانه خوشې کړ بلکه خپلې ټولې پخوانۍ اړیکې ېې له سره ورسره ژوندۍ کړلې. د فتح خان په خلاصـﭕدلو د کندهار ښار هم له کلابندۍ خلاص سو او فتح خان له خپلو وروڼو سره یو ځای گرشک ته لاړ چې له شاه شجاع سره د یوې بلې جگړې لپاره د چمتووالي لـه نـﭕـولو وروسته پر کابل یرغل وروړي. کله چې ټولې چارې سمې او سمبال شوې، فتح خان د کندهار پر خوا وخوځـﭕـد، کندهار ته له رسـﭕـدا سره سم پـوه شو چې (سیف الدوله) میرعلم خان پرکابل باندې د برېـد لپاره د قیصر سوچ او دریځ په بل مخې اړولی دی. فتح خان د قیصر له ژبې ماتولو څخه خوابدی سو او پرېکړه ېې وکړه چې کامران له فراه څخه را وغواړي او د قیصر پر ځای ېې کښـﭕـنـوي.

فتح خان، د کندهار نـﭕـولو ته کامران راوباله او کامران هم د کندهار پر لور په خوځـﭕـدو سو. په دې ترڅ کې یوه شپه یوه هـﭕښده پـﭕـښه رامنځته سوه چې پـﭕـښو ته ېې بل رنگ ورکړ. قیصر چې د کندهار پر لور د کامران په خوځـﭕدا او له فتح خان سره په یوځای کـﭕدا خبر سوی وو ، غوښتل وتښتي. قیصر د شـپې په تـﭕـارې کې د یوه شهلیت (مشال) له څنگه په پټه  تښتـﭕده ، په همدې شـﭕـبـې کې فتح خان هم ناببره له همدغه ځایه تیرېده. په لومړیو کې ېې ېو بل وپـﭕژندل او د ښکنځلو، سپکو او سپورو په وېلو ېې ېـو بل ته ښه راغلاست ووېـل خو کله چې د تراخې ژبې او سپکو سپورو د وېـلو له اوره ساړه سول، خبرې ېې تودې او ېـو بل ته په گـﭕلو سول.

قیصر، فتح خان ته ووېـل آیا په دې ارزي چې ېــوازې د خپل ځان د ژغورنې او د کامران په ملاتړ کولو، ما تـﭕـښتې ته اړ کړې؟  فتح خان د قیصر پر مخ  د هغه ژمنه او ژبه ماتول او د هغه ډارنـتوب را واېـست. قیصر دا ځل بیا سوگند او لوړه وکړه چې نور به د فتح خان له نظر او سلا څخه پرته بل هـﭕـڅ کار ونه کړي او اوس هر څه چې دی واېې هماغسې به وکړي. په دې توگې دښمني او کـﭕنه په سولې او پخلاېـنې واوښتله او قیصر ته ېې ډاډ ورکړ چې د کندهار د حکومت واگې به بـﭕـرته ده ته ورستـنې کړي. ډېـره موده لا نه وه تـﭕـره سوې چې کامران میرزا د ښار د دروازو شا ته لښکرکوټ واچاوه. فتح خان کامران ته خبر ورکړ چې له خپلې پخوانۍ  پرېکړې لاس پر سر شوې او دی باید بـﭕـرته فراه ته ستون سي، کامران د فتح خان خبره ونه منله  نو ځکه فتح خان اړ شو چې پر کامران برېد وکړي؛ له کامرانه لاره او گودر دواړه ورک ول ، د فراه لاره ورڅخه هـﭕـره سوې وه چې کوم لور ته ده، لنډه دا چې کامران له ډېـرو ستونزو او کړاوونو وروسته ځان فراه ته ورساوه. [40]

فتح خان د شاه محمود د بیا واکمنولو په لټه کې :

فتح خان چې قیصر ټکنی او زړه نا زړه ولـﭕـد نو ېو ځل بیا ېې کامران ته د پیغام په لـﭕـږلو نوموړی پر کندهار او کابل برېد ته وهڅاوه. کامران میرزا چې د فتح خان په پوهې او پیاوړتیا ډاډمن وو، لومړی ېې په هرات کې له خپل اکا څخه مرسته وغوښتله، اکا ېې هم خپل زوی ملک قاسم د درو زرو جنگیالیو په بدرگې کامران ته ولـﭕـږه. کامران او فتح خان له خپلو ځواکونو سره یو ځای د کندهار پر لور وخوځـﭕـدل. د کندهار له لوري، قیصر هم له خپلو څلورو زورو جنگیالیو سره یو ځای ددوی مخې ته راووت. دواړه ځواکونه د محمد عظیم خان د کلا په شا وخوا کې له یو بل سره مخامخ سول او خونړۍ جگړه پـﭕـل سوه؛ قیصر په داسې حال کې د جگړې له ډگره وتـښـتـﭕـد چې د دواړو لورو دوه زره وژل شوي جنگـﭕـالي د ځمکې پر مخ پراته ول، په دې توگې قیصر ماته وخوړله او کندهار د کامران منگولو ته ورغی.

ددې پـﭕـښې خبـر په لنډ وخت کې په پـﭕـښور کې شاه شجاع ته ورسـﭕـد. شاه شجاع نـوی له کشمیره راستون شوی وو؛ شاه شجاع د مختارالدوله شیرمحمد خان په لاس، کشمیر د عبدالله خان الکوزي له منگولو ( چې د یار محمد خان الکوزي پلار وو) خلاص کړی وو؛ شاه شجاع کندهار ته د تگ لپاره خپل وزیر شیر محمد خان ته پیغام ورکړ چې ډېر ژر دې له خپلو ځواکونو سره یو ځای د کابل پر لور وخوځـﭕـږي. خو وزیر په هره خبره چې ول له دغه لښکري یون څخه غاړه وغړوله او شاه شجاع اړ سو چې په ېـوازې سر دکندهار پر خوا وخوځـﭕـږي. [41] .

په دې مهال کې فتح خان او د کندهار لښکر  ټولو په گډ غږ وړاندېز وکړ له دې چې دوست محمد خان په جنگي عملیاتو کې له ځانه زښته ډېره وړتیا ښودلې نو د لښکر د بولندوی په توگې دې وگومارل سي، او بیا دې د کابل پر لور مارش وکړي. دواړه لښکرې د غزني په قره باغ کې له ېو بل سره مخامخ سوې. ېوه بې باکه او ټـﭕـنـگه جگړه ومـښتله ؛ گڼ شمیر جنگیالي په وېـنو او خاورو کې لیت پیت رغښتلي ول چې ېـو ناڅاپه دواړه ځواکونه د ېـو بل پر وړاندې چوپ او ساړه ودرېدل. لامل ېې دا وو چې ( فارسیانو – ژ) ایرانیانو پر هرات برېـد کړی وو او د هرات  په دفاع کې د هرات حاکم فیروزالدین خان د فارسیانو پر وړاندې د خپل لـﭕـږل شوي لښکر د ملاتړ لپاره له کندهاره مرستندوی لښکر ته کلکه ړتیا درلودله؛ له دې کبله خپل زوی ملک قاسم ته ېې د پيغام د لـﭕـږلو په ترڅ کې امر کړی وو چې ژر تر ژره دې هرات ته راستون سي. نوموړي بگاري/ قاصد د هرات د حاکم پیام د غزني په قره باغ کې د هغه زوی ته ورساوه او ملک قاسم هم له خپلو ځواکونو سره ېـو ځای د هرات پر لور وخوځـﭕـد. په همدې لړ کې احمد خان نورزی هم له خپلو ځواکونو سره ېـو ځای د جگړې له ډگره ووت. څرگنده ده چې دوست محمد خان او فتح خان هم د لږو ورپاتې شویو جنگـﭕـالیو په مټ نه شوای کولای کوم کار تر سره کړي، له دې کبله اړ سول چې خپل پلرني ټاټوبې گرشک ته په بـﭕـرته سـتـنـﭕـدلو بلې شونې شـﭕـبې ته شپې – ورځې وشماري. په دې توگې شاه شجاع پرته له کوم خنډه کندهار ته راغی، او وروسته له دې چې د کندهار اداري چارې ېې د زمانشاه بل زوی محمد یونس ته وسپارلې خپله له قیصر سره یو ځای کابل ته ستون سو.

د فتح خان او شاه شجاع بیا پیوستون او بیلتون

شاه شجاع له کندهاره کابل ته په رسـﭕـدلو پوه سو چې وزیر ېې شیر محمد خان د ښار له نامتو روحاني میرواعظ سره په گډه د هغه پر ضد د پردې تر شا کار کوي. له دې کبله شاه شجاع د فتح محمد خان او دوست محمد خان د همکارۍ په فکر کې سو او د مدد خان اسحق زي (ساکزي) او احمد خان نورزي په گډون د شاهي کورنۍ د ېـو شمـﭕـر غړو په بدرگې ېې یو پلاوی په دې هـﭕـلې فتح محمد خان ته گرشک ته ولـﭕـږه چې گرشک ته له رسـﭕـدا سره سم بارکزي وروڼه له ځان سره راگډ کړي. له کابله رالـﭕــږل شوی پلاوی له یو شمـﭕـر خانانو او مخورو سره د بارکزيو وروڼو د ډاډمنولو لپاره کندهار ته لاړ او د فتح خان په مشرۍ ېې له بارکزيو وروڼو سره وکتل؛ پلاوي ژمنه وسپارله چې هـﭕـڅکله به له بارکزيو وروڼو څخه خپل ملگرتوب او همغږي ونه سپموي او د دغه هوډمن تکل د ريښتونولۍ په موخې فتح خان ېې ” د سردارانو سردار” ونوماوه او دوست محمد خان ته ېې ېـوه جوړه ویاړمنې خلعتې، د سرو زور له لاڼۍ ( یراق) سره یو ځای ېـو خاصه آس، او یو لک نغدې روپۍ د لگښت لپاره ورکړې . [42]

وزیر فتح خان چې یو ځل بیا له شاه سره یو ځای شوی وو، شاه ته ېې سلا ورکړه چې که غواړي د افغانانو په منځ کې درنښت او گرانښت ومومي نو فعاله پوځي ژوند دې غوره کړي، مگر شیر محمد خان د فتح خان ددغه لـﭕـدلوري مخالف وو. هرگوره، شاه د فتح خان وړاندېز تاﺌـید کړ او له بارکزيو وروڼو او ( د شیر محمد خان له بل مخالف) سردار محمد اکرم خان سره یو ځای د پـﭕـښور پر لور وخوځـﭕـد چې د سندهـ له آمرینـو او نورو سـﭕـمو څخه مالیه راټوله کړي.

په کابل کې پاتی سوی شیرمحمد خان په دې لټه کې سو چې د قیصر په زړه کښې د کابل د سلطنت د واگو د راخپلولو هـﭕـلې او غوټۍ وغوړوي، له دې کبله د شاه شجاع پر ضد ېې په کارونو کې د خنډ او ځنډ په رامنځته کولو پـﭕل وکړ. کله چې شاه شجاع سندهـ ته ورسـﭕد سندهیان چمتو ول چې یوازې پینځه لکه روپۍ ورکړي او له هغه پورته د مالـيې ورکړه ېې رد او د شاه شجاع پر وړاندې ېې مقاومت پـﭕل کړ او د  شاه د  ټاکل شوې مالـﭕـې له ورکړې څخه ېې غاړه وغړوله.

اکرم خان شاه ته سلا ورکړه چې له سندهیانو څخه دې ( د پخوانۍ ټاکل سوې ماليې) د پـﭕـنـځو لکو روپــﭕـو په اخـﭕـستنې بسنه وکړي او له جگړې دې ډډه وکړي، مگر فتح خان او دوست محمد خان د اکرم خان د نظر مخالف ول او له شاه ېې وغوښتل چې دا خبره  دې د هغوی زړورتیا او پوهې ته ورپرېږدي چې له سندهـ څخه به دیرش لکه روپۍ د وسلې له کارولو پرته ترلاسه کړي، مگر شاه د اکرم خان په سلا عمل وکړ او هغه ته ېې اجازه ورکړه چې له سندهیانو سره خبرو اترو ته کښـﭕـني. اکرم خان د سندهیانو کمپ ته لاړ او بـﭕـرته پـﭕـنځه لکه روپۍ په لاس راستون سو.

وروسته له دې چې د فتح خان گټوره سلا د شاه له خوا ونه منل سوه، فتح خان له شاه خوابدی او کندهار ته د بـﭕـرته سـتـنـﭕـدا په فکر کې سو. بارکزیو وروڼو حیدر آباد ته په رسـﭕـدا خپله لاره د شکارپور پر لور کږه کړه. شاه شجاع له خپلې تـﭕـروتنې پښـﭕـمانه سوی وو او شکارپور ه لاړ، په شکارپور کې ېې له بارکزیو وروڼو څخه بخښنه وغوښتله او یو ځل بیا ېې ژمنه وکړه چې د هغوی له سلا مشورو څخه به غاړه ونه غړوي. د دوست محمد خان زړه چې په مـﭕـړانې مین وو د شاه له دغه المتاس او بخښنې څخه په ولولو سو او وېې منله چې د شاه په چوپړ کې به پاتې سي. شاه له شکارپوره خپله پاملرنه د غازيخان د دېرې پر خوا واړوله. په همدغه ځای کې شاه واورېدل چې د شیر محمد خان او قیصر کسان د شاه پر ضد پاڅـﭕـدلي او پـﭕـښور د هغوی لاس ته لوېدلی دی. په دې لړ کې شیر محمد خان، فتح خان ته یو لـﭕـک و لـﭕـکه او په لـﭕک کې ېې له خپلې پخوانۍ ملگرتیا او د شاه شجاع له لاڼۍ / بدژمنۍ څخه یادونه کړې وه. له دې کبله ول چې فتح خان او وروڼو د کندهار لاره ونـﭕـوله او د کندهار پر لور وخوځـﭕـدل. شاه شجاع هم د خپل بخت په ازمویلو په پـﭕـښور برېد وکړ او پـﭕـښور ېې بـﭕـرته ونـﭕو. (۱۸۰۸ ز کال)

د کابل له بالاحصاره د شاه محمود ژغورنه :

وزیرفتح خان څو ځله له شاه شجاع سره یو ځای شو او بیا ېې ورسره پرېکون وکړ. هـﭕـڅ شک نشته چې له دغو یوځای کـﭕدنو او پریکونونو څخه د وزیر موخه د سدوزیو په کورنۍ کې د داسې یوه وړ او پوه سړی موندنه وه چې د احمد شاه دُراني په څـﭕـر د هـﭕـواد د چارو د پرمخ بیولو لپاره پیاوړي وړتیا په کښې نغښتې وي. او دا هغه ځانگړتیاوې وې چې نه د شاه شجاع ، نه د کامران ، نه د قیصر او نه د حاجي فیروزالدین خان په ځان کښې لـﭕدل کـﭕـدلې. له دې کبله د کار چاره ېې د شاه شجاع له زندانه د شاه محمود په خلاصون او یو ځل بیا د کابل پر گدۍ د هغه په کښـﭕـنولو کې ولـﭕـدله.

وزیرفتح خان هـﭕـڅـکله ستړیا نه منله او خپلې موخې ته د رسـﭕـدا په لارې کې ېې د هر راز گواښ په منلو وېره نه درلودله، له همدې کبله د شاه محمود له پرځـﭕـدا  وروسته، وزیر په یوه ځای کې نه تم کـﭕـده. کله به کابل، کله کندهار، کله فراه او هرات او کله پـﭕـښـور، سندهـ او شکارپور ته د آس پرشا لالهانده په تگ راتگ وو؛ د همدغه تگ راتگ په لړ کې به کله له لښکر او کله به له خپلو وروڼو او ملگرو سره د کابل او فراه ترمنځ خنډونه د خپلې لارې له سره لـﭕرې کول؛ په پای کښې ېې محمود له زندانه خلاص کړ او د کابل پر تخت ېې کښـﭕـناوه. فتح خان، پرته له دې چې د سلطنت په لاس ته راوړنه کې خپله وړتیا او ځواک د ځان لپاره په کار واچوي ، خپل ټول ځواک او توان ېې د سدوزیو د سلطنت د ټـﭕـنگښت په لارې کې په کار اچولی وو ، تر دې چې په همدې لارې کې ېې خپل سر هم بایلود.

په هغو شپوورځو کې چې د مختارالدوله شیر محمد خان له لاسه د چارو واگې واخـﭕـستل سوې او گوښه په کور کښـﭕـنول سو او له میرواعظ سره یو ځای د شاه شجاع د راپرځولو لپاره ېې هلې ځلې پـﭕـل کړې وې، فتح خان خپل ورور شیردل خان ته دنـده وسپارله چې د قزلباشانو په مرستې دې د کابل له بالاحصاره د شاه محمود د ژغورنې په لارې کښې کوښښ وکړي. څرگنده ده چې له بالاحصاره د شاه ژغورنه دومره آسانه نه وه او زښتې ډېرې چابکۍ او ځـﭕـرکۍ ته ېې اړتیا درلودله.

د بارکزیو وروڼو په منځ کې له وزیرفتح خان وروسته شیردلخان په ډېرې پوهې، پوخوالي او ځیرکتابه سمبال وو، هغه وکولای شول د ۸ ساعتو په اوږدو کې د کارپوهو ورهڼگرو ” ماهرو کاسبینو” په مرستې، د کابل تر بالاحصار لاندې ېـو کـینـدوَی / نقب ووهي او بندي پاچا ورڅخه را خلاص کړي. شاه محمود تر ېـوې مودې پورې په شهدای صالحین کې د ېـوې مقبرې تر څنگ تر هغې شـﭕـبې پورې پټ سو چې ښاري گزمه د هغه له لټون څخه نومـﭕـده شوه. شاه محمود د شـپـې په تـﭕـارې کې پر آس کښـﭕناست او له څو تنو سره ېې ېو ځای په تـﭕـښـتـې د هرات پر لور ودانگل. شاه محمود ته په هرات کې د هغه ورور فیروزالدین په خوښۍ ښه راغلاست وواېـه، خو ورور ېې په لنډ وخت کې خپل چلند بدل کړ؛ ښاېي فیروزالدین په ځان بیرېدلی وي چې ورور ېې هرات دده له منگولو ونه باسي.

شاه محمود د خپل ورور په چلند کې د بدلون په لـﭕـدلو له هراته فراه ته راغی او په کندهار کې د فتح خان او د هغه د وروڼو د راتلونکي په پام کې نـﭕـول سوي گام اوچتولو ته سترگې په لارې کښـﭕـناست. په حقیقت کې بارکزیو وروڼو په کندهار کې د ځواک له راټولولو سره سم شاه محمود ته پیغام ولـﭕـږه چې کندهار ته راسي، بیا ېې د کابل پر لور تگ ته ملا وتړله. کابل ته د لارې په اوږدو کې په کلات کې له شاه محمود سره د بدرگه لښکر په منځ کې بـﭕـلتون رامنځته سو، نورمحمد خان او عطامحمد خان بامیزی د شاه محمود له لښکره بـﭕـل سول؛ له شاه محمود سره یوازې فتح خان او دوست محمد خان سره له خپلو نورو وروڼو پاتې شول، بارکزي وروڼه پوه سول چې له لښکر پرته نه شي کولای کوم کار تر سره کړي، له دې کبله دوی هم خپله مخه بـﭕـرته د گرشک خواته تاو او په گرشک کې دېره سول.

شاه شجاع چې تر کلاته مخته راغلی وو، له هماغه ځایه بـﭕـرته پـﭕـښور ته لاړ چې د الفنستن تر مشرۍ لاندې انگلیسي پلاوي ته ښه راغلاست وواېـي. انگریز پلاوی د ۱۸۰۹ ز کال د فبرورۍ د مـﭕـاشتې په ۲۵ نـﭕـټـې پـﭕـښور ته ورسـﭕـد او د شاه شجاع له پلوه ورته په تودو ولولو هرکلی ووېـل سو، پلاوی ځکه راغلی وو چې شاه د روسـﭕـې او فرانسې له نوې گـډې ټـلوالې څخه خبر کړي ؛ له همدې کبله ول چې د بریتانوي هند او د کابل د سلطنت تر منځ لومړنی گډ دفاعي تړون لاسلـﭕک شو ؛ د تړون تر ټولو مهمه موخه دا وه چې د کابل له لارې دې هند ته د فرانسویانو د ورتگ مخه ونیول شي . [43]

په ۱۸۰۹ ز کال کې ول چې شاه محمود یو ځل بیا د وزیرفتح خان د زړورتیا، پالیالۍ او کارپوهۍ او د هغه د وروڼو دوست محمد خان او شیردلخان په میړانې اووړتیا په مټ په دې بریالی شو چې د دوېـم ځل لپاره د واکمنۍ پرگدۍ ډه ډه ووهـي. لومړنی گام ېې دا وو چې فتح خان او د هغه ورور محمد عظیم خان دې د کابل پر لور د شاه شجاع مخه ډب کړي. د محمد عظیم خان د لښکر شمـﭕـره لږ وه او د جلال آباد په بالاباغ کې د شاه شجاع له ځواک سره  مخامخ شو، مقاومت ېې ونه شو وکولای او بـﭕـرته په شا سو.

د کابل د سلطنت پر گدۍ د شاه محمود بیا ناسته

شاه شجاع په پـﭕـښور کې وو چې بارکزي وروڼه له گرشکه تر فراه او سبزوار پورې پرمخ لاړل؛ په سـﭕـمې کې دېره بارکزيو او دُرانيو قومونو ته د مخ په اړولو ېې نـﭕـږدې درې زره جنگیالي راټول کړل، بیا ېې په خاشروډ کې په درو کاروانونو چاپه ووهله او له لاسته راغلو پـﭕـسو ېې خپل جنگـﭕـالي په وسلو سمبال او د کندهار پر خوا ېې مارش وکړ. د کندهار والي شهزادگی یوسف وتـښـﭕـد او د کندهار عسکري بولندوي میرعلم خان تسلیم سو. له هغه وروسته ېې د فتح خان ورور پردلخان د کندهار د والي په توگې و گوماره او د کابل پر لور پر مخ لاړل. په کابل کې هم له کوم مقاومت سره مخامخ نه شول او شاه محمود د ۱۸۰۹ ز کال د اپریل د مـﭕـاشتې په ۱۷ نـﭕـټې د کابل بالاحصار ته راغی او د دوېـم ځل لپاره ېې خپل سلطنت اعلان کړ. [44]

په دې توگې شاه محمود په ۱۸۰۹ ز کال کې یو ځل بیا د وزیر فتح خاناو د هغه د وروڼو دوست محمد خان او شیردلخان د پالیالۍ، زړورتیا او کارپوهنې په مټ د کابل د سلطنت د تاج او گدۍ په بیا نـﭕـولو بریالی شو. د فتح خان لومړنی کار د شاه شجاع  پر وړاندې د خپل ورور سردار محمد عظیم خان لـﭕـږل ول چې کابل ته د هغه د راتگ مخه ونـﭕـسي. مگر سره له دې چې محمد عظیم خان مرستندویه ځواک په خپل واک کې درلود، د جلال آباد په بالاباغ کې دده او د شاه شجاع د ځواکونو په لومړنۍ نښتې کې ېې مقاومت ونه شو کولای او اړ شو چې بـﭕـرته په شا شي.

د شاه محمود د ځواکونو شمـﭕـره له درو زورو پورته نه وه، مگر د شاه شجاع د سرتـﭕـرو شمـﭕـر ۲۵ زرو تنو ته رسـﭕـد چې په یوې توپخانې هم سمبال ول. دوست محمد خان په کابل کې د شاه محمود د پوځي ځواک د بولندوی په توگې وگومارل شو. موهن لال واېې : فتح خان، دوست محمدخان او د پوځ څو تنو نورو مشرانو د شاه محمود په کـﭕـږدۍ کې یوه غونډه جوړه کړله. دوست محمد خان چې ” په تــَـدَبـُر ، سیاست او زړورتیا ېې تل ډاډمنه ډډه لگول کـﭕـدله  [45]” مشرانو ته وړاندېز وکړ : تر هغه مهاله چې دښمن په بشـپړ ډول نه وي خوځـﭕـدلی او نه وي رانـﭕـږدی شوی، باید په وَړو ډلو ونه وېشل شي، ددښمن پوځ باید ېو ځای او په ېو بل راټول وي او نه دې پر دښمن د لوټ او تالا برېد وشي، ځکه دا کار زموږ په لښکر کې هم زړه نازړه توب او گډوډي رامنځته کوي او دښمن له دغه حالته گټه اخلي. هغه زیاته کړه که دښمن تر دوی برلاسی ښکاري دوی نه باید له دې خبرې کومه وېره ولري او نه دې له دښمن سره ېـو ځای سي، که څوک له دښمن سره یو ځای کـﭕـږي نه یوازې ځان او خپل قوم شرموي بلکه زموږ د لښکر روحیاتو ته به هم کلک تاوان ورسوي. موږ باید پـﭕــاوړی ایمان ولرو او ومنو چې زموږ لښکر به گټونکی او سوبمن سي. ددوست محمد خان ویناوې او سلاوې د شاه محمود، فتح خان او په غونډې کې د نورو ناستو خانانو له خوا په خوښۍ ومنل سوي او د سولې او جگړې دډگر ټولې چارې ېې هغه ته وسپارلې.” دشاه شجاع د لښکر پر چنډاول/ پیشقراول باندې د گندمک په ورڅـﭕـرمو سـﭕـمو کې د دوست محمد خان له پلوه څو پرله پسې برېدونه تر سره سول او دروند تاوان ېې ور واړاوه. 

موهن لال وایي : “ د جگړې په ډگر کې ښـکـﭕـلـو کسانو را ته ویل : په دغسې سـتـرې جگړې کې د دوست محمد خان د پوځي پوهې ستاینه لکه چابکي، هوښیاري، زړورتیا، ټـﭕـنگوالی او مقاومت، لارښوونه او سرمشري دومره ډېــره ده چې هر څوک به ېې په ستاېـنـې ستړی سي. جنگـﭕـالـﭕـو په سترگو لـﭕدل چې دوست محمد خان به د دښمن پر ېــوه کتار ور ننوت، ددښمن نفودي لـﭕـکه به ېې ماته او بـﭕـرته به په شا سو او خپل جنگیالي به ېې ېــرغل او جگړې ته هڅول. بله شـﭕـبـه به مو لـﭕدل چې دوست محمد خان به د ېو شمـﭕــر بې دسپلــیـنـو سرتـﭕـرو  په بـﭕـا سمبالولو بوخت وو او د یوه لارښود او مشر په توگې به ېې کار کاوه. مدد خان او اعظم خان چې د لسو زرو سرتــﭕــرو مشري ېې په غاړه وه، په خپل لښکر کې د خپل پوځي مقام او درېځ نري والي ته په پاملرنې په وحشت کې لوېدلي ول چې څنگه دوست محمد خان د دښمن د لښکر ډېــر سرتـﭕـري وژل. په پای کې دوست محمد خان په دې بریالی شو چې د دښمن سرلښکرې او مخکښه برخه دړې وړې او شا تگ ته ېې په دې توگې اړباسي چې د پوځي توکو او ځاني تلفاتو د شمـﭕـر له اړخه ېې درانده تاوانونه ور رسولي ول.” [46]

ورپسې جگړه په نملې کې رامنځته شوه په دې جگړې کې فتح خان په خپله دومره زړورتیا او مـﭕــړانه وښودله چې شاه شجاع ته ېې ماتې ورکړه او شجاع ېې تـﭕـښـتـې ته اړ اېـست، د هغه وزیر اکرم خان ووژل شو او د شاه شجاع ټول پوځي توکي د فتح خان د لښکر لاس ته ورغلل، هغه سره زر او د گرانبـﭕـو کاڼو او ډبرو پانگه چې د فتح خان د ځواک لاس ته ورغلې وه دوه میلیون پــَونده اټکل شوې ده. [47]

له هغه وروسته فتح خان جلال آباد ته لاړ او خپل ورور محمد عظیم خان ته ېې چې لومړۍ دنده وسپارله له شهزادگي کامران سره یو ځای پـﭕـښور ته تگ وو چې د شاه شجاع له منگولو ېې خلاص او مالیه راټوله کړي. محمد عظیم خان او شهزادگی کامران د پـﭕـښور پر لور لاړل او ښار ېې ونـﭕو. محمد عظیم خان د پـﭕـښور د حاکم په توگې پاتې اوشهزادگی کامران کابل ته راستون سو. په دغه ټول اړودوړ کې فتح خان د یوې شـﭕـبـې لپاره د خپل لښکر له پالنې او غمخورې څخه بې خبره نه وو، د همدې پالنې او ساتنې په مټ ول چې د کورنـﭕـو مخالفانو او باندنـﭕ‎ـو دښمنانو پر وړاندې اکثریتو جگړو کې بریا دده په برخې وه.

شاه شجاع په نملې کې له ماتې خوړولو وروسته د خـﭕـبر پرلور وتښتـﭕد ، موده وروسته ېې د لښکر د راټولولو تکل وکړ چې پرکندهار برېد وکړي. شاه شجاع همداسې وکړل؛ د نورزیو له خانانو سره یو ځای ېې پرکندهار برېد ورووړ؛ په دغو خانانو کې د میرعلم خان پلار، عبدالله خان هم وو چې د شاه محمود له پلوه زنداني او بیا وژل شوی وو. سره له دې چې پردلخان د کندهار له ښاره په زړورتیا دفاع وکړه بیا هم ښار د شاه شجاع لاس ته ورغی، له دې پـﭕـښې وروسته د وزیر فتح خان په امر ېــو لښکر د شهزادگي کامران په ملتیا په لنډ وخت کې د کندهار پرلور وخوځـﭕد؛ د دواړو خواوو ترمنځ جگړه ونښتله، په پای کې شاه شجاع د وزیرفتح خان له لاسه بیا ماتې وخوړله او شجاع راولپنډۍ ته وتښتـﭕـد. وروسته د کشمیر حاکم عطا محمد خان چې د کوه نور الماسو ته ېې سترگې غلې کړې وې شاه شجاع ته ژمنه وکړه چې پـﭕـښور به بـﭕـرته د محمد عظیم خان له منگولو څخه خلاص او ده ته به ېې وسپاري، سره له دې چې پـﭕـښور د یوې لنډې مودې لپاره د محمد عظیم خان له منگولو ووت مگر محمد عظیم خان وکولای سول  بـﭕـرته پـﭕـښور د شاه شجاع له لاسه وژغوري.

شک نشته چې که د کابل د واکمنۍ پرگدۍ مین شاه شجاع چې د هغه لپاره ېې بې شمیره لالهاندۍ او سربدلاۍ ولـﭕـدلې ، د شاه محمود له بندي کـﭕـدلو او له وزیر فتح خان سره له یوځای کـﭕدنې وروسته، وزیر فتح خان ېې له ځانه نه وای خوا بدی کړای او پرېـيــښي نه وای چې وزیر فتح خان د هغه له دښمنانو او سیالانو سره یو ځای شي، نو شاه شجاع کولای سوای د کابل د سلطنت واگې تر ډېـرې اوږدې مودې پورې په لاس کې ولري. خو شاه شجاع گومان کاوه چې کولای سي فتح خان په آسانه وغولوي او ددې پرځای چې فتح خان ته ارزښت ورکړي، بارکزي خانان ېې له ځانه خوابدي کړل چې ددغه سیاست بـﭕـه په خپله شاه شجاع ته گرانه پرېـوتله.

خو شاه محمود چې د خپل سلطنت دوېـم پړاو ېې هم د فتح خان او د هغه د وروڼو د هڅو په مټ گټلی وو، د هیواد د ادارې ټولې واگې ېې وزیر فتح خان او دهغه وروڼو ته چې ورته د ډېــر ډاډ وړ کسان ول، وسپارلې. شاه محمود، وزیرفتح خان د سر وزیر په توگې وټاکه او له درنښت ډک د (اشرف الوزراء) لقب ېې ورکړ. د پاچا د همدغه ډاډ له کبله بارکزیو وروڼو هم تر وسې وسې هڅه وکړه چې د افغانستان د ستر احمد شاه بابا د پړاو ځواک، برم و پرتم بـﭕـرته راژوندی کړي. دغې مو خې ته د رسـﭕـدا لپاره وزیر فتح خان د افغانستان د گڼ شمـﭕـر ولایتونو د ولایتي چارو واگې د خپلو وروڼو په منځ کې چې خپل ټول ژوند ېې د شاه محمود د سلطنت د بیا ترلاسه کولو په لاره کې په سرښندنې ډالۍ کړی وو وسپارلې، هغوی هم په نه ستړې کـﭕـدونکې توگې د هـﭕواد اړوندې چارې په زړورتیا پر مخ بوتللې.

پردلخان د کندهار د ولایت والي، سلطان محمد خان د پـﭕـښور والي، شیردلخان او کهندل خان د بامیانو او غزني والیان، رحمدلخان چې ‌ډېري وختونه په شکارپور کې اوسـﭕـده د بلوڅستان د ولایت د والي په توگې وټاکل سول. نور وروڼه یا د نوموړو والیانو تر لاس لاندې او یا د مشر ورور فتح خان  تر لاس لاندې په کابل کې په کار بوخت شول. دوست محمد خان چې د مــﭕـړانې ، زړورتیا او ټـﭕــنگوالي ځانگړې ځانگړتیاوې ېې درلودلې او په جنگي چارو کې د جلا خصوصیاتو لرونکو نوښتگر جنرال وو او د چارو په ادارې او د پـﭕـښو په وړاند ویینې ، متانت او سیاست کې د نورو وروڼو په منځ کې ممتاز وو، له وزیر وروسته رتبه ېې درلودله، په کابل کې د وزیر د چارو اداره، او د سردار محمد عظیم خان، نواب اسد خان او د نواب جبارخان د کورنـﭕـو د پالنې او ساتنې چارې ده ته ور په غاړې وې.

هرات یوازینی ولایت وو چې د سدوزیو له کورنۍ څخه د شهزادگي فیروزالدین په لاس کې پاتې وو او هغه هم له دې کبله ول چې د فتح خان ځواک په ختـﭕـځو ولایتونو کې د ټیکاو او امن او د چارو په بیا سمبالولو بوخت وو ځکه تل د شاه شجاع او رنجیت سنگهـ له پلوه پکې خنډونه رامنځته کـﭕـدل.

د پـﭕـښـوراو کشمیر د نـﭕـولو لپاره لښکري یونونه:

شاه شجاع خپل د سلطنت لومړی پړاو له ۱۸۰۳ تر ۱۸۰۹ ز کال پورې پرمخ بوت او په (۱۸۰۹ ز / ۱۲۲۴ ق) کې د نملې په جگړې کې ېې ماته وخوړله؛ د شجاع له دې ماتې وروسته شاه محمود د وزیر فتح خان د سرښندیو هڅو په مټ د کابل د سلطنت د چارو واگې د دوېـم ځل لپاره په لاس کې واخـﭕـستلې. چړچه مار شاه محمود چې خپله ناوړیتا ېې د خپل سلطنت په لومړي پړاو کې په زباد رسولې وه، د دوېـم ځل لپاره د سلطنت د واگو له اخـﭕـسـتلو سره سم ېې ېو وار بیا یو شمـﭕر خلک له ځانه خوابدي کړل او د سلطنت پر وړاندې ېې ودرېدل. د هغه سیال، شاه شجاع چې د نملې له ماتې وروسته د خټکو کوهستان ته تښتـﭕدلی وو د کابل د نـﭕـولو لپاره د کندهار له لارې را وړاندې سو (۱۸۱۰ ز- ۱۲۲۵ ق)، خو بیا ېې د وزیر فتح خان له لاسه ماتې وخوړله او هند ته لاړ او له هغه ځایه ېې پر پـﭕـښور برېد وکړ او پـﭕـښور ېې د څو مـﭕـاشتو لپاره په منگولو کې ونـﭕـو، خو د وزیر فتح خان ورور، سردار محمد عظیم خان بـﭕـرته پـﭕـښور د شجاع له لاسه خلاص کړ. شاه شجاع دا ځل د ملتان، راولپنډۍ او لاهور پر خوا لاړ او شاه محمود یو ځل بیا په چړچو بوخت سو او فتح خان اړ سو چې د هـﭕواد ټولې چارې هم له اداري او هم له پوځي اړخه پر مخ یوسي.

وزیرفتح خان هم، په خپلې پوهې او ځـﭕـرکوالي د افغانستان د چارو په سم پرمخ بـﭕـولو بوخت شو او د هـﭕوادنیو چارو په پرمخ بـﭕـونه کې ډیر ښه وځلـﭕد. د وزیر فتح خان د بریا اړخ د هغه په پوهې ، سیاست، لیرلـﭕـد او په خپلو وروڼو په ډاډ او دوه اړخـﭕز درناوي پورې تړلی وو، نورو وروڼو ورته د مشر ورور په سترگو ډېر درناوی کاوه او خبرو ته ېې غاړه اېښودله.

هـﭕوادنۍ چارې په دې ډول پرمخ تللې خو په کشمیر کې عطا محمد خان بامیزي د څو کلنې واکمنۍ له شامـِـته ځان د پیاوړي واکمن په هـﭕـنداره کښې لـﭕده، هغه دومره ځان پـﭕـاوړې گاڼه چې شاه محمود ته ېې د درناوي سر نه ټیټاوه  او کابل ته ېې د مالـﭕـې له رالـﭕـږلو ډه ډه کوله، نوموړی ان په دې فکر کې هم ولولـﭕـد چې پـﭕـښور د شاه محمود له سلطنتي کړۍ څخه بـﭕـل او ځان خپلواکه سلطان اعلان کړي. له دې کبله فتح خان خپل وروڼه سمندرخان او جهانداد خان  د یوه درې زره کسـﭕـزلښکر په مشرۍ پـﭕـښور ته ولـﭕـږل چې پـﭕـښور ونــﭕـسي، د دواړو خواوو تر منځ جگره ونښتله، عطا محمد خان ماته وخوړله او پـﭕـښور بـﭕـرته د سمندرخان او جهانداد خان لاس ته ورغی.

د یادونې وړ ده چې عطا محمد خان بامیزي د کشمیر د څوکلن حکومت واگې د شاه شجاع د فرمان له امله ترلاسه کړې وې مگر اوس هغه مهال رسـﭕـدلی وو چې نوره د شاه شجاع واکمني ړنگه او بې نوم او بې نښانه په لاهور کې لالهانده گرځـﭕده، خو عطا محمد خان لا تر دې دمه د کشمیر خپلسرې او خپلـچاری والي وو. کـﭕـدای شوای چې شاه شجاع او عطامحمد خان یو بل ته نـﭕـږدې سوي وای خو د دواړو ترمنځ د پلاروژنې تربگني پرته وه، د عطا محمد خان پلار مختارالدوله شیرمحمدخان او تره ېې خواجه محمد خان د قصیر د اله گولې پر مهال په پـﭕـښور کې د شاه شجاع په لاس وژل شوي ول.

هر گوره، له یادې شوې تربگنۍ سره سره عطامحمد خان د ېوه لـﭕک په لـﭕـږلو، شجاع الملک و هڅاوه چې له لاهوره ووځي او د پـﭕـښور تاج او تخت دې ونـﭕـسي. شاه شجاع هم د سلطنت د نــﭕـولو په هـﭕـلې پـﭕـښور ته راغی، خو عطا محمد خان، سمندرخان او جهانداد خان ته ېې په پټه خبر ورکړ چې د هغه د پلار وژونکی، شاه شجاع دې بندي او کشمیر ته دې لاس او پښـې تړلی ورولي. همدا وو چې  هغوی هم شاه شجاع د یوې مـﭕلمستیا په ترڅ کې ونـﭕـو او عطا محمد خان ته ېې ور ولـﭕـږه؛ عطا محمد خان، شاه شجاع د کشمـﭕـر په بالاحصار کې بندي کړ. (۱۸۱۲ز) [48]

په نملې کې د شاه شجاع له ماتې نـﭕـولې، په بالاحصار کې د هغه د بندي کـﭕـدلو تر پړاوه پورې د پـﭕـښـور د واکمنۍ دریځ په درو ټکـیو د درو ځواکونو : د شاه محمود ځواک ( مرکزي دولت)، د ( کشمیر د حاکم) عطا محمد خان بامیزی او ( په لاهور او راولپنډۍ کې) د لالهانده شاه شجاع  تر منځ پــﭕـچـلې اوبدل سوی وو او تل له ادلون بدلون سره مخامخ وو؛ له دې کبله دلته غواړم همدغې سکالو ته د « واقعات شاه شجاع» د لـﭕـکوال له انده په لنډېر یوه کتنه وکړم.

شاه شجاع په نملې کې له ماتې خوړلو وروسته پـﭕـښـور ته په شا تگ وکړ او له هغه ځایه د کندهار پر لور وخوځـﭕـد؛ شهزادگي ایوب خان او اسد خان بارکزي د شاه شجاع  پر وړاندې مقاومت ونه شو کولای، شاه شجاع ښار ونـﭕـو، خو د ښار له نـﭕـولو وروسته کندهار ته ورڅـﭕـرمه د چکان د سـﭕـمـې په جگړې کې ېې بیا ماتې وخوړله او له هغه ځایه دېره جات ته په شا سو او له دېره جاته ېې د راولپنـډۍ پر لوړ مخه تاو کړه. دلته یو شمـﭕـر بلوڅ خانان لکه خان اڅکزي، یحـیی خان بامیــزي او غلام احمــــد خان، شاه شجاع ته واېې چې پـﭕـښور د سردار محمد عظیم خان له منگولو چې د شاه محمود له خوا هلته حاکم گومارل شوی، په آسانه نـﭕـول کـﭕـدای شي، ان غلام محمد خان له خپل ورور عطا محمد خان څخه له کشمـﭕـره زر تنه سپاره راغواړي او د پـﭕـښور پر لور خوځـﭕـږي او له یوې لنډې جگړې وروسته پـﭕـښور نـﭕـسي. شجاع پـﭕـښـور ته راځي خو محمد عظیم خان له کابله له خپل نوي ځواک سره راځي او شاه شجاع یو ځل بیا له پـﭕـښـوره شړي او اړ کـﭕـږي چې د راولـپـنـدۍ لاره ونـﭕـسي. دا ځل د عطامحمد خان بل ورور جهانداد خان او سمندر خان بامیزی له درو زرو سپرو سره شاه شجاع ته راځي او د پـﭕـښور نـﭕـولو ته ېې هڅوي، شجاع د سردار محمد عظیم خان له ځواکونو سره مخامخ کـﭕـږي، د سردار محمد عظیم خان ورور عطا محمد خان بامیزی په دې نښته کې وژل کـﭕـږي، له دې سره سره شجاع د پـﭕـښور په نـﭕـولو نه بریالی کـﭕـږي او له ماتې وروسته بـﭕـرته د راولـپـنـدۍ پر خوا تـښـتي.

د کشمیر ناظم عطا محمد خان بامیزی یو ځل بیا خپل ورور غلام محمد خان له خپل معتمد نوکر آنندرام سیکهـ سره د دوه نیم زرو سپرو او پلیو جنگیالیو په ملتیا شاه شجاع ته ورلـﭕـږي. د شجاع او سردار محمد عظیم خان تر منځ جگړه نښلي او په دې جگړې کې سردار محمد عظیم خان ماته خوري او د کوهاټ او بنگـښـو له لارې کابل ته راځي، په دې توگې پـﭕـښور ظاهرا ً د شاه شجاع لاس ته ورلوېږي خو عملي واگې ېې د کشمیر د حاکم د عطا محمد خان د واک او اغـﭕـزو په کړۍ کې پاتې کـﭕـږي. شاه شجاع خپل زوی شهزادگی حیدر دېره جات ته د نواب جبار خان پر وړاندې جگړې ته لـﭕـږي، په دغې شـﭕـبې کې چې د شجاع زوی حیدر خان  په دېره جات کې په جگړې بوختـﭕـږي جهانداد خان او سمندر خان بامیزی د کشمیر د حاکم عطا محمد خان په لارښوونې او امر شاه شجاع بندي کوي، لومړی ېې د اټک کلا ته راولي او له هغه ځایه ېې کشمیر ته لـﭕـږي او د کشمیر د کوه ماران په کلا کې بندي کـﭕـږي . [49]

په دې توگې د بارکزیو وروڼو او شاه محمود پر وړاندې عطامحمد خان دریم لاس شمـﭕـرل کـﭕـده او څرگنده ده چې عطامحمدخان له خپل شته پیاوړي درېځ څخه په گټه اخـﭕـستلو کابل ته د مالـﭕـې له ورکړې څخه غاړه غړوي. وزیر فتح خان د ولایتونو د حاکمانو په چارو په ځانگړې توگې د هغو ولایتونو په چارو کې چې د پردېو اغـﭕـزو ته نـﭕـږدې پراته ول زښت ډېــر حساس وو؛ وزیر فتح خان د عطا محمد خان په لاس د شاه شجاع د بندي کـﭕـدلو خبره د شاه له غوږه تـﭕـروي او په پای کې شاه هم دې ته چمتو کـﭕـږي چې له وزیر فتح خان سره په گډه د یوه ستر لښکر په ملتیا د کشمیر پر لور وخوځـﭕـږي.

ددغه خبر په اورېدلو جهانداد خان او سمندرخان وتښتـﭕـدل او شاهمحمود پـﭕـښور ته راغی. کله چې د کشمیر والي د شاه محمود له پرېکړې خبر شو، پاچا ته ېې پيغام ولـﭕـږه چې د کشمیر د والي د پاتې کـﭕـدو په آړ/شرط ، په کال کې د درو لکو روپــﭕـو د مالـﭕـې ورکړې ته چمتو  دی. پاچا او وزیر دواړو دغه وړاندېـز ومانه او د مالـﭕـې د راوړلو لپاره ېې خپل کسان کشمیر ته ولـﭕـږل. د پاچا کسان بـﭕـرته په تشو لاسونو راغلل او د عطا محمد خان له ناوړي، ناخوښي او سرغاړي چلنده ېې وزیر فتح خان ته سرټکونه وکړه. په دغه وخت کې پاچا په ملتان کې وو او کله چې د عطا محمد خان چال چلند ېې د خپلو کسانو له خولې واورېد، هک پک شول، له دې کبله پرېـکړه وشوه چې کشمیر ته لاړ شي او د عطا محمد غوږونه کلک ور تاو کړي. [50]

په هغوشـﭕـبو  کې چې لښکر د اټک پر لور د خوځښت په حال کې وو، ناببره هر څه سرنسکوره شول، ځکه خبر ورسـﭕـد چې سید اشرف او سید عطا د کوهستان  له ېـو شمـﭕـر وگړو سره د شاه محمود د ورور شهزادگي عباس گرد چاپیـﭕـره را ټول او د هغه د پاچاهۍ غوښتونکي دي، څرگنده ده چې دغه خبر د کشیمر پر لور د تللو پر وړاندې خنډ را منځته کړ. د هغه ترڅنگ د شاه محمود د سرتـﭕــرو په منځ کې گنگوسې خپرې شوې وې چې د شیعه گانو او سنیانو ترمنځ جگړې رامنځته شوي ده؛ د دغه خبر په اورېــدلو په لښکر کې د قزلباشو سرتـﭕـرو برخه سخته وېرېدلې وه او له پاچا ېې وغوښتل چې بـﭕــرته دې کابل ته ستانه شي تر څو له خپلو کورنیو سره مرسته وکړي.

په پای کې پرېـکړه وشوه چې پاچا او وزیر به پـﭕـښور ته لاړسي او دوست محمد خان او محمد عظیم خان دې د اله گولې د غلې کولولپاره کابل ته وخوځـﭕـږي. دوست محمد خان او محمد عظیم خان دواړه په شوني چټک وخت کې کابل ته ورسـﭕـدل، شهزاد گی عباس ېې زندان ته واچاوه او د لسو ورځو په لړ کې ېې ښورښ غلی کړ. سید اشرف او سید عطا چې د اله گوله پاروونکو پــﭕـژندل شوې څـﭕـرې وې ونـﭕـول شول او د فیل تر پښو لاندې ووژل شول.

دا دوېـم ځل دی چې پاچا د کشمیر د والي د را پرځولو او له هغه سره دحساب او کتاب د چاڼولو لپاره له کابله خوځـﭕــږي او تر پـﭕـښوره رسـﭕـږي خو د هـﭕــواد په پلازمـﭕـنه کې د ناڅاپو پــﭕـښو د رامنځته کـﭕـدلو له کبله بـﭕـرته پلازمـﭕـنې ته په ستـنـﭕـدلو اړ کـﭕــږي. لومړی ځل کشمیر ته د خوځـﭕـدلو خبره د شاه شجاع او امین الملک محمد اکرم له پلوه وه خو هغه مهال و ځنډول شوه چې کابل د فتح خان په لاس وپرځـﭕـد او شاه محمود پاچا شو، مگر دا دې دا ځل شاه محمود او وزیر فتح خان په خپله  د شهزادگي عباس د ستونزې له کبله اړ کـﭕـږي چې د عطا محمد خان

خبره په کشمیر کې پر خپل حال پرﭕـږدي او بـﭕـرته د هـﭕـواد پلازمـﭕـنې ته راستانه شي.[51]

 

په لومړي ځل شاه شجاع او امین الملک محمد اکرم خان، هغه مهال کشمیر ته د تگ خبره وځنډوله چې کابل د فتح خان په لاس راوپرځول سو او د کابل په گندمک کې شاه محمود د سلطنت پر گدۍ کښـﭕـناست. دا ځل دا دی شاه محمود او فتح خان د شهزادگي عباس د ستونزې له کبله اړ کـﭕـږي چې د کشمیر خبره شاه ته پرېـږدي او پلازمـﭕـنې ته راستانه سي. کله چې وزیر فتح خان کابل ته ورسـﭕـد سرغاړو اله گوله کوونکو ته ېې سزا په لاس ورکړه او پلازمـﭕـنـه خپل عادې حالت ته وگرځـﭕـدله، مگر بیا هم په کوهستان کې اوضاع نا آرامه وه. وزیر فتح خپله پاملرنه د یوه لښکر په مشرۍ کوهستان ته واړوله. وزیر لومړی د نرمښت ، د پـﭕـسو، انعام او اعـزازي القابو د ورکړې د هڅې له لارې له خلکو وغوښتل چې آرامه سي، مگر کله چې دا چلند اغـﭕـزمن او گټور ونه خوت، نو دوست محمد خان ېې د کوهستان د حاکم په توگې وگوماره او خپل بل ورور نواب اسد خان ېې له دوست محمد خان سره په نوې دندې ولـﭕـږه.

 

دوست محمد خان په دې سـﭕــمې کې د ټـﭕـکاو د ټـﭕـنگښت په لارې کې خپله ټوله وسه په کار واچوله، د نرمښت، لـَور او پـﭕـرزوېنې، پـﭕـسو، بخشش، سوگند، ودونو او خپلوۍ او قهر له لارې وکولای سول په کوهستان کې امنټـﭕـنگ کړي. [52]

په بل کال ېې (۱۸۱۲ز)  وزیرفتح خان او دوست محمد خان د یوه ۸ زره کسـﭕز لښکر په مشرۍ د کشمیر د ستونزې د هوارلو لپاره له کابله د کشمیر پر لور وخوځـﭕـدل.  د ۱۸۱۲ز کال د نوامبر په وروستـﭕـو کې افغان لښکر د اندس له سـﭕنده تـﭕـر شو. وزیر له هرڅه لومړی له رنجیت ینگهـ سره د خپلو اړیکو ښه کول اړین بلل. له دې کبله ېې له خپلو وروڼوسره چې شمـﭕـر ېې ۱۸ تنو ته رسیده سلا – مشوره پـﭕـل کړه. د وزیر یوه ورور وړاندېـز وکړ چې د رنجیت سینگهـ ټغر دې په هماغې لومړۍ شونې شـﭕـبې کې ورټول کړي خو وزیر وړاندېز ونه مانه او هغه ېې د یوه ناسم او بې سنجشه گام په گڼلو د کشمیر پر لور د خپلې نقشې پر وړاندې یوه گواښجنه کړنه وبلله. وروسته ېې د خبرو اترو لپاره یو بگاری /قاصد رنجیت سینگهـ ته ولـﭕـږه. رنجیت سینگهـ خبرو اترو ته د چمتووالي په ښودلو د افغان لوري خبرو ته غوږ ونـﭕـو او هـﭕـله ېې څرگنده کړه چې خبرې اترې به د پام وړ پاېلې ته ورسـﭕــږي. خبرې پـﭕـل سوې او رنجیت سینگهـ ومنله چې د سیکهانو تر ولکې لاندې سـﭕـمو کې افغان لښکر ته د تـﭕـرېدلو د آسانتیاوو د برابرولو تر څنگ به د خپل پوځ یوه برخه د افغانانو د مرستې لپاره په افغان لښکر کې ورگډه کړي خو شرط ېې دا دی چې د کشمیر له سوبې وروسته دې د کشمیر د مالـﭕـې یوه پر دریمه برخه سیکهانو ته ورکړل شي. په عاقبت پوه او ځیرک وزیر د اوسمهال لپاره د دغه وړاندېز په منلو د کشمیر د نـﭕــولو په موخې د کشمیر پر لور وخوځـﭕـد. [53]

وزیر فتح خان د سیکهانو بدرگه لښکر ته سترگې په لاره پاتې نه شو او د ۱۸۱۳ز کال په فبرورۍ کې کشمیر ته ورسـﭕـد. د دواړو خواوو تر منځ څو خونړۍ جگړې ونښتلې، په پای کې عطا محمد خان ” د بامیزیو د خانانو په سلا د خپل ځان د ژغورنې لپاره ، د سپـﭕـڅلي او مجید قرآن مصحفات شفیع راوړل، په لوڅ او بربنډ سر ، رسۍ په غاړې او توره په لاس د فیض دستور (شاه شجاع) حضور ته ودرېد او د عرض اقدس غوږ ته ېې ورسول چې قبله عالم او عالمیان دې د همدغه الهي کلام په تصدیق او پیرزوینې ددغه خطار کار عذر په خپل فیض خپروونکي نظر منظور کړي. [54]

هر گوره، عطا محمد خان ځان وسپاره او وزیر فتح خان د عطا محمد خان د پلار مختارالدوله شیرمحمد خان د هغو مرستو په بدل کې چې په کندهار کې ېې د قیصر پر لاس د ده د وژلو مخه نـﭕـولې وه، وبخښه او تاوان ېې ور ونه رساوه او هم د قوم د مشرانو په شفاعت او په خپله د شاه شجاع د مختورتوب په پـﭕڅې ېې آزاده پرېـښود او ورته ېې وویل چې هرچـﭕـرته چې ځي، لاړ دې شي.  لنډه دا چې عطا محمد خان له کشمیره ووت او د دېره جات له لارې په کندهار کې کامران ته ورغی او د هغه په زړه کې ېې د نومیالي وزیر پر وړاندې د رخې او سخې اور دوه ځله نور بل کړ؛ د نوموړي راتلونکې کړه وړه څرگندوي چې په هـﭕـوادنـﭕـو چارو کې د یوگړو کسانو لاسوهنه او رخه او سخه تر کومې کچې په خپله هغه ته او د هـﭕـواد گټو ته تاوان ورساوه.

د کشمیر د چارو له سمبالولو وروسته اشرف الوزراء فتح خان ، محمد عظیم خان چې په جگړو کې د وزیر ترڅنگ ولاړ وو، د کشمیر د والي په توگې وټاکه او سیکهـ سرتـﭕـري ېې چې د کشمیر د سره ژمي  په واورو پوښلو غرونو کې هـﭕڅ کار نه وو تر سره کړی، د سوغاتونو په ورکولو رخصت کړل. رنجیت سینگهـ چې ژمنې شوې ونډې ته سترگې په لارې وو څه ترلاسه نه کړل نو د یوه لک روپـﭕـو په بدل کې ېې د اټک کلا د عطا محمد خان بامیزي له ورور جهانداد خان څخه وپــﭕــرودله او سیکه سرتـﭕــري ېې هلته ځای پرځای کړل.[55]

وزیرفتح خان، شاه شجاع ته وړاندېز وکړ چې شاه محمود ته غاړه کښـﭕـږدي او یو ځای دې کابل ته ورسره لاړ سي، خو بد مرغه پاچا د افغان وزیر دغه وړاندېزو نه مانه او د سیکهانو له سرتـﭕـرو سره  یو ځای لاهور ته لاړ. کله چې شجاع لاهور ته ورسـﭕـد، د رنجیت سینگهـ منگولو ته ورغی او ښه ېې وزبیښه چې د عطا محمد خان له زندانه د هغه د ژغورنې په بدل کې دې د کوه نور الماس ده ته د سوغات په توگې وروسپاري چې تر دغه دمه د ده یا هغه د میرمنې په ولکه کې وو. خو شجاع د کوه نور د الماسو له ورکړې ډه ډه وکړه. رنجیت سینگهـ شاه شجاع ته د مرگ د گواښونو او شهزادگي تیمور ته د وهلو او ټکولو تر څنگ ژمنه وکړه چې په پنجاب کې به ورته جاگیر ورکړي او د کابل د سلطنت په لاس ته راوړلو کې به ورسره مرسته وکړي؛ په دې توگې ېې د کوه نور الماس ورڅخه واخـﭕـست. په دې ډول شاه شجاع په لاهور کې د یوه نـﭕـمه یرغمل په توگې شپې ورځې سبا کولې او رنجیت سینگهـ هڅه کوله چې له شاه شجاع څخه پاتې د سرو زرو پانگه او پـﭕسې چې له سوداگرو سره وې، راخپله کړي. په پای کې شاه شجاع په دې وتوانـﭕـد چې خپله میرمن له لاهوره، لودهـﭕـانې ته ولـﭕــږي او په خپله د یو هندي جوگي په جامو کې له لاهوره ووت او د کشمیر او تبت له لارې لودهیانې ته لاړ. (۱۸۱۶زکال) [56]

د اټک د کلا د  بیا نیولـو لپاره د فتح خان لښکري یونونه:

په هغو شـﭕـبو کې چې د سیکهانو د لښکر سردار ملکهم چند له وزیر فتح خانه د کشمیر له سوبې وروسته بـﭕـلـﭕـده هـﭕـله وښودله چې د عطا محمد خان ورور، غلام محمد خان پوپلزي ته دې اجازه ورکړي چې له ده سره لاهور ته لاړ شي. فتح خان د سیکهانو د سرلښکر دغه غوښتنه و منله او هغه ېې خوشې کړ، خو دوست محمد خان د غلام محمد خان په خوشې کـﭕـدلو خوښ نه وو او پاېـله ېې وزیر ته گواښجنه بلله. د دوست محمد خان دغه اټکل پر ځای وو، ځکه،  کله چې غلام محمد خان خپل ورور، د اټک د کلا حاکم، جهان داد خان ته ورسـﭕـده، هغه ېې وهڅاوه چې د اټک کلا دې د جاگیري ( تیول) په بدل کې پر سیکهانو و پلوري. هغه هم کټ مټ همدغسې وکړل او رنجیت سینگهـ د اټک کلا د یو لک روپـﭕــو په بدل کې ونـﭕـوله. د اټک د کلا د بیا نـﭕــولو لپاره د وزیر فتح خان د لښکري خوځښت په تړاو د تأریخې سرچـﭕـنو خبرې تر یوه برېده له یو بله توپـﭕــر لري.  پیرس، د “عروج بارکزاﺋـي” کتاب لـﭕـکوال  په دې باور دې چې فتح خان د کشمیر له سوبې وروسته، پـﭕـښور ته د راستنـﭕــدلو په لارې کې، د رنجیت سینگهـ له دغې معاملې په خبرېدلو، گواښ کوي چې د وسلو له کارولو مخکې دې سیکهان بـﭕـرته د اټک کلا افغانانو ته ورپرېــږدي، خو سیکهانو د لوی لښکر په راټولولو ځانونه جگړې ته چمتو کړي ول. افغان لښکر د اټک کلا ته نـﭕــږدې د لښکر کوټ په اچولو کلا تر ټـﭕــنگې کلابندۍ لاندې ونـﭕوله. رنجیت سینگهـ د اټک د کلا بولندوی ته بولنه ورکړه چې له کلا دې دباندې ووځي. د جولای د مـﭕـاشتې پر ۱۲ نـﭕټـې سیکهان د اټک له کلا ووتل او د اټک د سیند د غاړي په څنډو کې ېې خپل خوځښت ته دوام ورکړ.

وزیر فتح خان خپل ورور دوست محمد خان ته دنده وسپارله چې د دوه زرو افغان ملیشو تر مشرۍ لاندې دې د سیکهـ د لښکر پر چنډاول/ پیش قراول یرغل ور وړي. دوست محمد خان حیدر آباد ته نـﭕـږدې د سیکهانو پر لښکر پیاوړی یرغل ور ووړ چې له ټــﭕــنگې ماتې وروسته ېې تـﭕـښتې ته اړ کړ. یو شمـﭕــر وسلې د دوست محمد خان لاس ته ورغلې. افغانان په دې گومان چې بشپړه سوبه ېې ورپه برخه شوې، نو د ولجو په را ټولولو بوخت شول. په دې شـﭕـبې کې چې افغان جنگیالي د ولجو په راټولولو بوخت دي د سیکهانو د لښکر سردار چې دوه توپک ېې په لاس او پر فیل باندې سپور وو پر افغانانو گولۍ و وَرَولې. د توپک د ډزو له کبله د دوست محمد  خان ځواک خور و وور شو.

دوست محمد خان خپل ورور ته چې اټک ته نـﭕـږدې وو پیغام ولـﭕـږه او د مرستې غوښتنه ېې وکړه. بگاري / قاصد لاره ورکه کړه او خبر هـﭕـڅکله وزیر ته ونه رسـﭕــد. له بلې خوا وزیر ته خبر راغی چې دوست محمد خان او افغان جنگیالي وژل شوي دي. وزیر هم د پـﭕـښور د هماغې ورځې د بوږنوونکي تودوخې په ترڅ کې د دښمن د ناببره برید له کبله په شا شو. له بلې خوا دوست محمد خان ته خبر ورسـﭕـد چې وزیر وژل شوی دی. هغه هم په لنډ وخت کې ځان د خپل ورور لښکرکوټ ته ورساوه. له دې چې د افغان لښکر وسلې او بارونه د اور د لمبو او لوگیو په منځ کې له منځه تللي ول، دوست محمد خان هم د څو دانو وسلو په را اخـﭕـستلو کابل ته وخوځـﭕـد. دواړه وروڼه د لارې په اوږدو کې د رنجیت سینگهـ له چلوټې خبر شول؛ له دې چې دواړه ژوندي ول، بیا هم خوښ ول او له رنجیت سینگهـ څخه د غچ اخـﭕـستنې چاره ېې بل وخت ته په شا وغورځوله ؛ کله چې کابل ته ورسـﭕـدل، شاه محمود ور ته تود ښه راغلاست وواېه. [57]

په راتلونکي کال ېې چې رنجیت سینگهـ د کشمـﭕـر نـﭕـولو ته شونډې څټلې، د مالـﭕــې د ېوې برخې د اخـﭕـستلو په پلمې ېې د ۱۸۱۴زکال د جولای (۱۲۳۰ ل) په مـﭕـاشت کې د سردار محمد عظیم خان پروړاندې لښکر راواېست. په لومړي یرغل کې چې په یادې پورتنۍ نـﭕـټې وشو، شپږ زره سیکهان ووژل شول؛ ورپسې د سیکهانو یو یا دوه نور برېدونه هم په شا و تمبول شول او په کشمیر کې د سردار محمد عظیم خان حکومت پیاوړی سو. وزیر فتح خان چې د رنجیت سینگهـ د پراختیا غوښتنې له نقشې څخه خبر وو د اټک د کلا نـﭕـونه ېې د افغانستان په خاوره کې یوه لاسوهنه بلله.

فتح خان د یوه ملي ولسي مشر په توگې د بهرنیو لاسوهنو په وړاندې تـل د ډېــرو کوټلو او عملي گامونو اوچتولو ته چمتو وو او په خپلې خاورې کې ېې د پردېــو  یوه وَړوکي لاسوهنه نه سوای زغملای. د اټک پر کلا باندې د سیکهانو برلاسي د هغه تر پښو لاندې سور اور بل کړی وو او سترگو ېې د وَړندې شـﭕـبې لپاره لارې څارلې، تر څو چې پر کشمیر باندې د رنجیت سینگهـ د برېد خبر ېې تر غوږو سو.

وزیرفتح خان یو ځل بیا په ۱۸۱۴ز کال کې، له رنجیت سینگهـ سره د جگړې په موخې لښکر چمتو او تر ملتانه پرمخ لاړ؛ د غازیخان په دېرې کې شاه شجاع ته له ماتې ورکولو او د غازیخان د دېرې د حاکم په توگې د خپل ورور نواب جبار خان له گومارلو وروسته ېې د اټک کلا ته د نـﭕـولو په تکل مخه تاو کړه. مگر له دې چې غړغړانده سیند په څپو وو افغان جنگـﭕـالیو ته له سینده تـﭕـرېدل ناشوني وو؛ له دې کبله پرته له دې چې جنگـﭕـالي ېې د رنجیت سینگهـ له لښکر سره مخامخ شي، بـﭕــرته کابل ته ستون سو. [58]

وزیر فتح خان په ۱۸۱۶ زکال کې د افغانستان په خاورې کې د رنجیت سینگهـ لاسوهنه  د اغـﭕـزمنو مخورو قومي مشرانو مخې ته کـښـﭕـښودله او له هغو مشرانو ېې چې د مرستې هـﭕـله درلودله، د مرستې غوښتنه وکړه. دا سکالو د هغه لـﭕـک له مخې ښه څرگنده ده چې وزیرفتح خان ناﺌـب امین الله خان لوگری ېې د لـﭕـک د لـﭕــږلو له لارې مرکز ته د قومي جنگـﭕــالیو په استولو او په ملي او دیني جگړې کې د ونډې اخـﭕـستلو لپاره رابللی دی؛ د لـﭕـک د کلماتو له مخې کولای سو ددغه ملي لارښود په ملي احساساتو ښه پوه سو. دا دی ناﺌـب امین الله خان لوگري ته د وزیر فتح خان لـﭕـک :

 

” عالیجاه رفیع جایگاه دوستی آگاه امین الله خان، قرین صحت وعافیت بوده به کام باشد. بعد ها مشهود میدارد که چون رنجیت سنگ نقض عهد ومیثاق نموده مصدر فساد وتعدی مسلمانها شده، محض حمایت ورعایت مسلمین کمر همت برتخت بتان کفر ضلال وانهدام اساس مخالفان شقاوت خصال بسته در جمع آوری مردم ولشکر اطراف وجوانب ساعی می باشم.از آنجا که آن عالیجاه مسلمان وننگ دین براو لازم است باید کمر همت ومردانگی بسته موازی سیصدسوار وچهارصد پیاده از طایفه لهوگردی جوانان قچاق مکمل یراق اسپ واسلحه وتفنگچی کاری زبده سرانجام موجود ومهیا نموده به زودی به اتفاق عالیجاهان رفیع پایگاه هان اخوی ام طره بازخان وارجمندی محمدزمان خان که بادیگر لشکر طلب حضورنموده ایم روانه نماید که بدون ملاحظـﮥ گرما وسرما خود را برسانند که وقت  همت ومردانگی ودوستی وخدمت واخلاص همین وقت است واز این وقت بهتری به دست  آن عالیجاه نخواهد آمد که هم نفع دنیا وهم ثواب آخرت هردو حاصل وعاید او خواهد شد ودر فرستادن این مردم آنچه آن عالیجاه خرچ کند وبدهد به او مجری داده خواهد شد ودرعوض این خدمت به نوعی به او مهربانی وشفقت خواهیم نمود که بین الامثال والاقران سرفرازخواهد شد ودراین باب  به هیچ وجه اهمال ومسامحه وخود داری ننمایئد وبه همه وجوه مطمئن وخاطرجمع باشید،زیاده چه قلمی گردد.مهر شاه دوست.” [59]

ژباړه :

” هـﭕـله مند یم په دوستۍ خبر ښاغلی امین الله خان دې روغ رمټ او بریالی اوسئ. غواړم ور څرگنده کړم له دې چې رنجیت سینگهـ ژبه او ژمنه ماته کړې او پر مسلمانانو ېې تـﭕـري او ناتارونه پـﭕـل کړي نو ما د لار ورکو کفارو او د شقاوت خصالو مخالفانو د بنسټ د ړنگولو لپاره ملاتړلې ده او له هرې خوا د پرگنو او لښکر د راټولو په لارې کې هڅې کوم. له دې چې تاسو ښاغلی مسلمان یاست او د دین ننگ پر تاسو لازم دی باید د همت او مـﭕـړانې ملا وتړئ او ورسره د لهوگردي طایفې له منځه درې سوه سپاره او څلور سوه زړور ځوانان چې اسونه ېې په بشپړ یراق سمبال وي، زبده توپک وېشتونکي راټول او چمتو کړئ او ډېر ژر ېې زما ښاغلو او منلو وروڼو طره باز خان او گران محمد زمان خان ته چې له هغوی مې نور لښکرونه غوښتې دي راولـﭕـږئ او سړې او تودې هوا ته په نه کتلو دې ځانونه راورسوي، همدا وخت د زړورتیا، مـﭕـړانې، دوستۍ، چوپړ او اخلاص دی او تاسو ښاغلي ته به تر دې بل ښه وخت په لاس در نه شي چې هم به د دنیا او هم به د آخرت گـټه او ثواب در په برخې شي؛ ددغو خلکو په لـﭕـږلو کې که هر څومره لگښت تاسو ښاغلی لگوئ د هغه مجری به درکړل شي او ددغه چوپړ په بدل کې به په دې ډول پر تاسو پـﭕـرزوېنه او مهرباني وکړل شي چې بین الامثال والاقران به سرلوړي شئ او په دې اړوند هـﭕـڅ ډول ناغیړي او ځان سپمونه ونه کړئ او له هرې خوا ډاډه او زړه پوړه اوسئ، نور څه د لـﭕـکلو نه سته. د شاه دوست مُهر.”

 

په دې لـﭕـک کې وزیر فتح خان، د رنجیت سینگهـ برېدونه او د کشمیر د حاکم د سردار محمد عظیم خان پر وړاندې د هغه له دښمنۍ ډک گامونه ” ژمنې و ژبې / عهد و میثاق” ماتونه بللې او د هـﭕـواد له گوټ گوټه د لښکر په راټولو کې د هغه د هڅو څرگندونه کوي. وزیر فتح خان او دوست محمد خان دا لوی لښکر له ځان سره واخـﭕـست او د پـﭕـښور پر لور وخوځـﭕـدل.

پـﭕـښور ته له رسـﭕـدا سره سم وزیر فتح خان د خپل لښکر د لا سمبالښت او چمتو کولو په موخې نواب اسد خان کشمیر ته د مالـﭕـې د راټولونگ لپاره چې شمـﭕــر ېې څه له پاسه شلو لکو روپیو ته رسـﭕـده ولـﭕـږه او ورته ووېل شول چې د مالـﭕـې له راټولونگ وروسته دې ډېر ژر راستون سي. سردار محمد عظیم خان د رنجیت سینگهـ پر وړاندې جگړه پلمه او د مالـﭕـې له ورکړې څخه ېې ډډه وکړه؛ دې خبرې نـﭕـږدې وو د دواړو وروڼو ترمنځ وروري خرابه کړي؛ له دې کبله ېې سردار دوست محمد خان ته له کشمیره د مالـﭕـې د راوړلو دنده وسپارله. دوست محمد خان هم کشمیر ته لاړ او له خپل ورور سردار محمد عظیم خان څخه ېې۱۳ لکه روپۍ ترلاسه او بـﭕـرته پـﭕـښور ته راستون سو. وزیر فتح خان د خپل لښکر له رغښت او پیاوړي کولو وروسته بولنه ورکړه چې د اټک کلا دې په هره بـﭕـې چې وي د سیکهانو له منگولو خلاصه کړي. زښته خونړۍ جگړه ونښتله او سیکهانو ته درانده تاوانونه واوښتل، سیکهان اړ شول چې د اټک کلا افغان ځواک ته تشه کړي. له همدغې جگړې وروسته رنجیت سینگهـ تر هغه مهاله چې وزیر فتح خان ژوندی وو، بیا ېې دا زړه ونه کړ چې بیا دې پر اټک یا کشمیر برېد وکړي، خو همدا چې په ۱۸۱۸زکال کې ېې د شاه محمود په لاس د وزیرفتح خان د وژل کـﭕـدا خبر تر لاسه کړ نو سمدلاسه ېې پر کشمیر برېد وکړ او هغه ېې د محمد عظیم خان د ورور سردار نواب خان له منگولو راخپل او وېې نیو (۱۸۱۹ز/۱۲۳۵ ل).[60]    او پر دغه ښکلي ټاټوبي ېې د وروستني افغان واکمن دواکمنۍ لاس لنډ کړ.

 

د هرات پر لور د فتح خان لښکري یون او د ( فارسیانو) پر وړاندې جگړه :

کله چې وزیرفتح خان د هیواد (ختیځه دروازه) د سیکهانو له منگولو بـﭕـرته ونـﭕـوله، فارسیانو -ژ /ایرانیانو د هـﭕواد پر (لویدېځې دروازې) د یرغل په لړ کې د هرات د نـﭕـولو تکل کړی وو. وزیرفتح خان په چـټکۍ ځان له خـﭕتځو پولو د هـﭕـواد لوېدېځو پولو ته ورساوه، د هرات والي حاجی فیروزالدین ېې له کاره گوښه اوهرات ېې له کابل سره ونښلاوه او په غوریانو کې ېې د ایرانیانو مخه ډب کړه.

ددې پـﭕـښې جزﺌـیات په دې ډول دي چې پر کال ۱۸۱۸ز/۱۲۳۳ل کښې ایرانیانو یوځل بیا هرات کلابند کړ. د هرات والي د شاه محمود ورور حاجي فیروزالدین ایرانیانو ته د غوریانو د کلا په ورسپارلو ، د ېو شمـﭕر غراماتو په ورکړې او د فارس د شاه « فتح علیشاه قاجار» په نامه د سکې او خطبې په منلو غوښتل فارسیان د هرات د ښار له کلابندۍ څخه منصرف کړي. حاجي فیروزالدین خپل ورور شاه محمود ته مخه کړه او له فارسیانو څخه د غوریانو د کلا په بـﭕـرته اخـﭕـستنه کې ېې ورڅخه د مرستې غوښتنه وکړه شاه محمود د هرات د مرستې لپاره وزیر فتح خان ولـﭕـږه.

وزیر فتح خان د یوه ۱۲ زره کسـﭕز لښکر په ملتیا د هرات پر لور وخوځـﭕد؛ په کندهار کې له لنډې تم کـﭕدنې او شهزادگي کامران سره د اړیکو له نـﭕـولو وروسته ېې خپل خوځښت ته د هرات پر لور دوام ورکړ؛ کله چې هرات ته ورسـﭕـد، د ښار په دوه مایلي واټن کې ېې کـﭕـږدۍ ووهله. حاجي فیروزالدین چې له وزیرڅخه په ډېره وېره کې وو، په چټکۍ وزیر او د هغه ملگرو ته د تاوده ښه راغلاست وېلو لپاره راووت. د وزیر فتح خان لس ورځې ، له ښاره د باندې، د هرات له مشرانو او خانانو  سره د ” فارسانو- ژ” / ایرانیانو پر وړاندې د جگړې د څرنگوالي په اړوند په خبرو اترو ولگـﭕـدلې.

وزیر چې لا مخکې ېې د همداسې ېوه لښکري خوځښت موخه ټاکلې وه، یوه شپه ېې د هرات ټول خانان او د حاجي فیروزالدین پــَـلــَويان خپلې کـﭕـږدۍ ته را وبلل. کله چې خانان محرمې او د وزیر ځانگړې کـﭕـږدې ته وروستل سول ، وزیر فتح خان، دوست محمد خان او نور وروڼه ېې له یو شمـﭕـر جنگیالیو سره د ښار پر لور وخوځـﭕـدل ؛ کله چې د حاجي فیروزالدین ماڼۍ ته ورسـﭕـدل نو د هغه ساتونکو ته ېې وویل چې د حاجي فیروزالدین د لـﭕـدنې او د هغه د مـﭕـلمه پالنې د مننې لپاره دده ماڼۍ ته راغلي دي. کله چې وزیر او ملگرو ته ېې ماڼۍ ته د ننوتلو اجازه ورکړل شوه، حاجي فیروزالدین اسیر او ماڼۍ د وزیر د کسانو گوتو ته ورغله.

هرات، ۱۸۰۰ع

دوست محمد خان او څو تنه خدمتگاران ېې چې “جایي سنگ” هم ورسره ملگری وو، د حاجي فیروزالدین په حرمسرای ننوتل او د حرمسرای ښځې ېې لوټ کړلې [61]. له دې کار وروسته، پرته له دې چې له خپلو عملیاتو څخه وزیر ته خبرورکړي، د وزیر له وېـرې له خپلو څو تنو خدمتگارانو او له هغو شیانو سره یو ځای چې له حرمسرای څخه ېې ترلاسه کړي ول د کشمیر پر لور وتښتـﭕد. کله چې وزیر د خپل ورور له ناپوهۍ ډک کار څخه خبر شو نو ډیر سخت په قهر شو او خپل ورور سردار محمد عظیم ته ېې لـﭕـک ولـﭕـږه چې دوست محمد خان ونـﭕـسي او زندان ته ېې وغورځوي. سردارمحمد عظیم هم همدغسې وکړل او دوست محمد خان ېې دکشمیر د ماران پزندان کې بندي کړ[62] .

د حاجي فیروزالدین په نـﭕـولو او کابل ته د هغه په رالـﭕږلو ، د وزیر فتح خان لومړنۍ هـﭕله چې کابل سره د هرات نښلونگ وو تر سره سوه. ورپسې، وزیر له فارسانو – ژ / ایرانیانوسره د جگړې لپاره د جنگي وسایلو په راټولو تیاری ونـﭕـو او په بـﭕـړه  ېې په ترخې تدافعي ژبې فارسانو / ایرانیانو ته خبر ورکړ چې شاه محمود هغه یوازینی پاچا دی چې په هرات کې به سکه په خپل نامه وهي او مالیه به راټولوي او په خطبو کې به ېې نوم یادېږي نه د فارس/ ایران د پاچا او یا د بل چا نوم… !

د مشهد حاکم، شجاع السطنه حسن علي میرزا، دغه خبره د جگړې د رابلنې په توگه وگڼله او له مشهده د یوه ۱۴ زرېـز لښکر په مشرۍ د هرات د غوریانو پر لور راوخوځـﭕـد. له دې خوا وزیر فتح خان له خپل دیرش زره کسـﭕـز لښکر سره یو ځای د غوریانو پر خوا وخوځـﭕـد[63] . کله چې شهزاد گی حسن علي د هرات پولو ته ورسـﭕـد، خپل یو بگاری / قاصد ېې وزیر فتح خان ته چې لا وختي غوریانو ته رسـﭕـدلی وو ولـﭕـږه او له وزیر فتح خانه ېې وغوښتل هغه شرایط چې مخکې حاجي فیروزالدین منلي ول، دی دې هم ومني؛ مگر وزیر فتح خان په کلکه وغندل. وروسته، دواړه لښکرونه رامخته شول او د کهسان د کلي په څنډو کې ېې د ېـو بل پر وړاندې مورچلونه ونـﭕـول.

وزیرفتح خان چې تورې جامې ېې اغوستې او پر یوه مست غښتلي آس ناست وو، د لښکر په زړه کې و درېد ، له بل لوري شهزادگی حسن علي په سلطنتي جامو کې د خپل لښکر په منځ کې ځای پرځای شو. مخکې له دې چې جگړه پـﭕـل سي، وزیر د عمل نوښت په لاس کې واخـﭕست او حسن علي میرزا ته ېې خپل بگاری ولـﭕـږه او ورته ېې وویل چې که د غوریانو له کلا څخه په شا شي، نو دی به ورسره جگړه ونه کړي. ټولو فارسي – ژ / ایراني مشرانو له ذوالفقار خان پرته ، دغه وړاندېـز ومانه، د هغوی له منځه یو تن د میرزا عبدالوهاب په نامه ووېـل موږ ټول موافق یو. وزیر ته ېې دا ځواب راووړ، ورپسې وزیر فتح خان قاجاریانو ته بل پیغام ولـﭕـږه او هـﭕله ېې وکړه چې قاجاري سرتـﭕـري دې له  مورچلونوڅخه هم په شا شي. بیا هم میرزا عبدالوهاب ځواب ورکړ چې باید همداسې وشي. خو ذوالفقار خان له دغو خبر په تنگ راغی او په ترخه ژبه ېې ووېـل چې دا د فارسیانو ننگ او پرتم ته سپکاوی دی او (افغانانو ته د څو سپکو سپورو) او ښکنځلو په وېلو ېې قاجاري توپچي ځواک ته د افغانانو پر وړاندې د اور د ډزو بولنه ورکړه. له څلورو قاجاري توپونو څخه د ډزو غړمبهار پـﭕـل سو او بگاری په چـټـکـۍ افغانانو ته راستون سو. څرگنده ده چې افغان لوري هم قاجاري لوري ته په ډزو ځواب ورکړ او د سترگو په رپ کې جگړه پـﭕـل شوه. سردار شیردلخان، سردار کهندلخان، او سردار پردلخان له سردار یار محمد خان الکوزي سره یو ځای، هر ېـو د افغان لښکر په مشرۍ کې د تالندې او برېـښنا په څـﭕـر او په ځلاندو تورو د قاجاري لښکر پر کـﭕـڼې ډډې باندې چې ذوالفقار خان ېې مشري کوله برېـد وکړ او د وېـنـې بهوونکي اخ و ډب یوه ویرَونکې ننداره ېې رامنځته کړله. قاجاري توپچي ځواک مدافعه پـﭕـل او یوشمـﭕـر افغانان ېې له پښو وغورځول. خو د قاجاري توپچي ځواک گولۍ خلاصې شوې او لاره ورڅخه ورکه سوه. د نوای معارک په وینا، شیردلخان د ېـوه قهرژلي زمري په شان د دښمن پر لـﭕـکو برېد وکړ او د هغوی څو توپونه ېې ونـﭕـول. [64]

د قاجاري لښکر ښی اړخ د افغان ځواکونو د سپاره ځواک د برېــد له امله خور او وور شو او په تـﭕـښتې ېې لاس پورې کړ. د شهزادگي حسن علي آس ټپي شوی وو او ژغورنه ېې تر بــږرکي گواښ لاندې راغلې وه ؛ سره له دې چې نوموړي د خپلو سرتـﭕـرو د تـﭕـښتې په مخنـﭕـوي کې ډېره هڅه وکړه ،خو هـﭕـڅ گټه ېې ونه کړه. په پای کې یو قاجاري سرتـﭕـری د هغه د ژغورنې لپاره راغی ، خپل آس ېې ورته ورکړ او شهزادگي هم په تـﭕـښتې ځان مشهد ته ورساوه.

افغان سپاره ځواک د مخ په تـﭕـښـتې قاجاري لښکر شا ونـﭕـوله،د جگړې په دې غاړې کې ېوه خواشـﭕـنوونکي پـﭕـښه رامنځته سوه، ېــوه ناڅاپه گولۍ چې ددوست یا د دښمن وه د وزیر فتح خان په خوله کې ومښـتـله ؛ وزیر د گولۍ د ناببره درانده ټکان له کبله بې هوښه سو او د زین له سره پرځمکه پرېــوت. د افغان جنگیالیو جرﺌـت په دې گومان کم سو چې گڼې لارښود ېې ووژل سو او د دښمن له تعقیب او جگړې څخه لاس په سر سول، مخه ېې د هرات پر لور راتاو او وتښـتـﭕـدل.

په دی توگې د افغانانو د سوبې څرگنده او ځلانده فضا د ماتې او تـﭕـښتې په تـتـو وریځو کې توره او ډوبه سوه. وزیر فتح خان څو شـﭕـبـې وروسته بـﭕـرته په هوښ راغی او د خپلې تورې په ښورولو ېې خپل جنگـﭕـالي او سرتـﭕـري جگړې او مقاومت ته را وبلل خو هـﭕـڅ چا هغه ته پام ونه کړ ؛ هغه هم له ناچارۍ ښار ته راغی او د قاجاریانو د ماتې او د افغانانو د سوبې خبر ېې هراتیانو ته راووړ.

سره له دې چې له قاجاري لښکر څخه د جگړې د ډگر پر مخ لس زره مړي پاتې ول نورو تښـتـﭕـدلو جنگـﭕـالیو په مشهد کې د بریا په نامه جشنونه ونـﭕـول؛ په هرات کې هم بـﭕـرې او وحشت خپل ځای، خوښــﭕـو، اتڼونو او خوشالیو ته پرېـښود، اوښار ېې د سوبې د لمانځنې په څراغونو روښانه کړ[65]. ددغې بریا زېری شاه محمود ته ورسول سو او هغه هم له کابله د هرات په تکل وخوځـﭕـد.  وزیر فتح خان هم پوه شو چې نور نو قاجاریانو د فارس له دولت سره د هرات د نښلولو په اړوند خپل فکر بدل کړی دی، له دې کبله ېې خپله پاملرنه د ښار د استحکاماتو ټــﭕــنگولو او د اداري او مالي چارو سمون ته واړوله.

افغان څیړونکي باري جهاني په خپل کتاب کې په دې اړوند داسې لـﭕـکي :” فریر چې د فارسانو ـ ژ / ایرانیانو پر وړاندې له جگړې څو کاله وروسته هرات ته تللی وو ددغې جگړې په تړاو ېې له وزیر فتح خان او عیني شاهدانو سره مخامخ خبرې اترې کړي ، او د وزیر د شخصیت په اړه داسې واېـي : هغه چې یو منور او عادل حکمران وو په لنډې مودې کې ېې د هرات د پرگنو زړونه لاس ته راوړل. ما له هغو هراتیانو سره خبرې اترې کړي چې وزیر ېې له نـﭕــږدې پـﭕــژانده، هغوی ټولو خپل وزیر په زښت درنښت یاداوه. هماغومره چې نوموړی زړه ور او توریالی وو، هماغومره سپــﭕــڅلی، پاک لاسی او پاک لمنی هم وو. خپل ټول ژوند ېې د هـﭕـواد د گټو، پرتم او سرلوړی لپاره ځار کړی وو. پر فارسانو – ژ / ایرانیانو باندې د هغه وروستۍ بریا د وزیر نومیالیتوب تر آسمانونو لوړ کړ او د خراسان د سوبې لپاره ېې ځان چمتو کاوه. خو په خواشـﭕـنۍ یوې بوږنوونکې پـﭕـښې افغانستان د یوه پوه  او وړ انسان له شتون څخه بې برخې کړ  او هغه عالي نقشه چې ده د هیواد لپاره په پام کې درلودله، له منځه لاړه. که د فتح خان نقشه پلې شوې وای نو افغانستان به یو ځل بیا د احمد شاه بابا د دور پرتم او عظمت ته رسـﭕـدلی وای.[66]

انگلیس څیړونکی پیرس وایي : د هرات له پرگنو سره د وزیر فتح خان ښه چلند او د هغه د ادارې او واکمنۍ د چـَلـَولو بڼه له دومره دروندوالي او وقار سره ملگرې وه چې ډېر ژر ېې د هرات د قدر پـﭕـژاندو پرگنو په زړونو کې لاره وموندله ؛ هراتیانو وزیر ته د هـﭕـواد د بې سارې سرښندویه بچې په سترگو کتل او د هغه اوامرو ته ېې د زړه له تله غاړه اېــښـودله. وزیر د قاجاریانو پر وړاندې د بلې جگړې په فکر کې ولوېد غوښتل ېې د فارس له دولته د خراسان په بـﭕـرته نـﭕولو کې خپله توره او بخت وازمیي، ددغې موخې د ترسره کـﭕـدا لپاره ېې لښکر را ټول او هوډ ېې کړی وو چې ډېر ژر به د خراسان او مشهد پر لور مارش وکړي ؛ خو په  خواشـﭕـنۍ چې بخت له افغانانو سره یاري ونه کړه، شاه محمود په کندهار کې د حاجي فیروزالدین له خولې د هغې کرغـﭕـړنې پـﭕــښې په هکله خبر شو چې د دوست محمد خان له پلوه د هغه کورنۍ ته ور اوښتې وه او ورته څرگنده شوه چې د فتح خان ورور د نغدو او ښځـﭕـنه وو سرو گاڼو د تر لاسه کولو لپاره د شاه محمود لور د رقیه بیگم په گډون ېې د فیروزالدین د حرم کالي له ځانه اېستلي ول. ددغه خبر په اورېدلو شاه وترهـﭕـد او شهزادگي کامران ته ېې امر ورکړ چې هرات ته لاړ سي او وزیر ته سزا ورکړي [67].

 

د اشرف الوزراء فتح خان د ړندېدلو  څرنگوالي :

 

کامران میرزا چې له پخوا ېې د وزیرفتح خان پر وړاندې له کـﭕـنې ډک خوړین زړه درلود او هغه ېې د خپل پرمخـتـگ او ځانغوښـتـنې پر وړاندې ېـو خنډ گاڼه ژر تر ژره د هرات پر لور وخوځـﭕـد؛ هرات ته له رسـﭕـدا سم ېې له شاهي ارگه دباندې ، باغ شاه ( شاه لمار) کې استوگنـځی غوره کړ، وزیر فتح خان به هره ورځ د درناوي د دود د پرځای کولو او لارښوونو لپاره لـﭕـدلو ته ورته. سره له دې چې وزیر ته د خپلو پلویانو له خوا توصیه کـﭕـدله چې  له شهزادگي کامران څخه دې ځان لیرې ساتي، خو وزیر د خپلو دوستانو خبرو ته غوږ نه نـﭕـوه او پرله پسې به د خپل درناوي د وړاندې کولو او د لارښوونو د ترلاسه کولو لپاره هره ورځ د کامران لـﭕـدلو ته ورته؛ وزیر د خپلو لـﭕـدنو کـتـنو او خبرو له لارې غوښتل شهزادگي ته ډاډینه ورکړي چې  دده له صادقانه سرښندنو څخه موخه د سدوزیو د کورنۍ له لوړوالي او پياوړتیا پرته بله موخه نه لري، مگر برعکس د کامران له پلوه ېې لږ درناوی لـﭕـده.

په همدې لړ کې کامران د خراسان له والي شجاع السطنه (حسن علي میرزا) سره د لـﭕـکونو د راکړې ورکړې لاره پرانـﭕـستله او د منصور خان په نامه ېې یو تن حسن علي میرزا ته ولـﭕـږه او پيغام ېې ولـﭕـږه چې د « فارس –ژ» ایران د دولت پر وړاندې وروستنۍ جگړه د شاه محمود له رضاﺋـیته پرته د وزیر په نوښت تر سره شوی ده. اوس پاچا چمتو دی چې هغه سکـﭕـنده / جبران او د « فارس –ژ» ایران له دولته بخښنه وغواړي. فتح علیشاه قاجار چې په دې وخت کې مشهد ته راغلی وو د کامران بگاری ېې رخصت او په ځواب کې ېې کامران ته پیغام ورکړ چې د دښمنۍ د پای ته رسولو لپاره دې وزیر فتح خان چې د دواړو هـﭕـوادونو ترمنځ د جگړې پازوال دی یا دې محبوسا ً د « فارس –ژ» ایران دربار ته راولـﭕـږل سي او یا دې هماغلته په افغانستان کې دواړه سترگې ور ړندې سي. [68]

کامران همدغه غوښتنه پلمه کړله؛ په هرات کې له درې مـﭕـاشـتـﭕــنۍ استوگنې وروسته، یوه ورځ چې وزیر فتح خان  دده لـﭕـدو ته راته، په بې خبرۍ کې ونـﭕـو او د (ایران د پاچا په غوښتنې او لارښوونې) ېې د هغه دواړه سترگې ړندې کړلي.[69]

د (عروج بارکزاﺋـي) د کتاب لـﭕـکوال پیرس لـﭕـکي : ” وزیر فتح خان د پخوا په شان د خپل درناوي د وړاندې کولو لپاره د کامران لـﭕـدلو ته ورغلی وو، عطا محمد خان ( د کشمیر پخوانی حاکم چې د وزیر فتح خان په لاس خلع شوی وو) هم هلته وو. خبرې اترې پـﭕـل سوې او په ترڅ کې د « فارسیانو» / ایرانیانو پر وړاندې د جگړې خبره رامنځته سوه. د سردارانو په منځ کې یو تن په سپکه ژبه د جگړې له ډگر څخه د وزیرفتح خان د تـﭕـښـتې خبره د فتح خان پر مخ ووېــشـتله او پیغور ېې ورکړ، بل سردار هم د لومړي سردار خبره تاﺌـید او نورو، کامران ته خپله غوړه مالي په خندا او مسخرو څرگنده کړه. 

وزیر چې هره شـﭕـبه ېې وقار او حیثیت ته سپکاوی کـﭕـده هر ېوه ته په توندو او ترخو کتل او سپکې او سپورې ېې زغملې. په دې لړ کې کامران راوړاندې سو او وزیر ته ېې په پـﭕــغور وویل : څنگه دې د یوه بـﭕـرېــدونکي لښکر پر وړاندې چې ستا تر لښکر کم زوری او کم جرﺌـته وو د افغان نـژاد نوم پر ځمکه وواهه؟ وزیر د شهزادگي ځواب په ډیرې ترخې ژبې ورکړ او ورته څرگنده ېې کړه چې هـﭕـڅکله ېې د افغانانو نوم  پر ځمکه نه دې وېـشـتلی او د افغانانو د تـﭕـښـتې او هغوی ته د رسـﭕـدلي تاوان پازوالي یا مسوؤلیت هم نه لري. وزیر په ترخې او قهرژلې ژبې شهزاد گي ته په ځواب ویلو ووېـل هـﭕـڅـکله ېې د افغانانو پت او حیثیت پر ځمکه نه دی غورځولی او د افغانانو د تلفاتو اوتـﭕـښـتې پازوال هم نه دی. وزیر شهزادگي ته ور په یاد کړه چې د قیصر پر وړاندې د کورنـﭕـو جگړو په لړ کې  ېې ځـﭕـنې وختونه د کامران په وړاندې کله نا کله جگړه کړي خو په ډېرېو وختونو کې ېې خپله توره دده او د هغه د پلار په ساتنه کې وهلې ده. دغو یادَونو او پـﭕـغـورونو کامران را وپاراوه او د وزیر د نـﭕـولو بولنه ېې ورکړه. ټول، کامران – پلوي سرداران یو ناڅاپه په یوه وار راپورته  او د برېد په لړ کې ېې وزیر ونـﭕو. عطا محمد خان د کامران په نغوتې را وړاندې او خپل خنجر ېې د وزیر په سترگو کې ننه اېست[70] ( یو کال وروسته د عطا محمد خان سترگې په کابل کې د دوست محمد خان په امر د وزیر فتح خان د سترگو په غچ کې له گاټې را واېــستل سوې) [71].

تأریخ د کامران د جنایت دغه نـﭕـټه ۱۲۳۳ ل/ ۱۸۱۸ ز کال ریکارډ کړې ده [72]. کامران میرزا د خپل ژوند په ورستـﭕـو کې د خپل وزیر یارمحمد خان په لاس ډېر دردناک وهل، ځورول او ټکول  ولـﭕـدل، په داسې حال کې چې دده په ژوند ښځې او لوڼې ېې د دولت د مشرانو تر منځ ووېشل شوې او ورباندې تـﭕـري وسول، دې په خپله له ډېرو شکنجو او وزیر یار محمد الکوزي ته د خپلې پاڼگې او  شتمنۍ له ښودلو وروسته د هرات د ارگ په زندان کې له ستوني زندۍ او د شاه محمود د کورنۍ ټغر هم ورټول سو [73].

د وزیر فتح خان د ړندېدلو پر مهال، پردلخان او شیردلخان دواړه د هرات د شاهي ماڼۍ په چارباغ کې د شطرنج په لوبې بوخت ول چې پر ورور باندې ېې د راغلي ناورین خبر د هغوی د یو تن خدمتگار له پلوه راوړل سو. د دې خبر په اړوند د وروڼو باور لا نه وو بشـپړ شوی چې د کامران کسانو د هغوی د نـﭕـولو لپاره د چارباغ او شاهي ماڼۍ چاپـﭕــره سـﭕـمې په چـټـکۍ کلابندې کړلې. د وروڼو په لاسونو کې یوازې یوه توره او سـَـتوه « پیش قبضه» وه او په کلک شدت ېې په گډه پرساتونکو چې ددوی د نـﭕـولو تکل ېې درلود برېد وکړ او په دې ډول ېې ځانته د ماڼۍ تر یوه کوره د تـﭕـښتې لاره پرانـﭕــستله. ورپسې ېې ځانونه په بـﭕـړې په وسلو سمبال او پر گړندیو آسونو کښـﭕـناستل او له ښاره د وتلو د دروازې پر لور ېې ودانگل؛ خو هلته د کامران میرزا له یوې دوسوه کسـﭕـزې ډلې سره مخامخ شول چې ددوې د نـﭕـولو لپاره ېې لـﭕـکه جوړه کړې وه. پرته له دې چې د هر سپاره زړه ته کومه خرخښنه او وېره ولوېږي یا د ېـو بل شا ته سي، په گډه ېې د کامران میرزا پرسرتـﭕــرو یرغل ور ووړ، ددوی په منځ کښې ېــوازې پردلخان چې لږشانته ناروغه وو د روان اخ وډب په دوړو کې ېې آس  د توپک په گولۍ ټپي سو ، آس ېې پرځمکه پریوت او دی په خپله یرغمل سو؛ مگر پاتې دوه تـنـو وروڼو د خپلې تورې او مـﭕـړانې په څرگندونې ځانونه وژغورل او خپل مورني ټاټوبي ، د گرشک لویدیځ د ناد علي کلا ته وتښـتـﭕـدل.

یرغمل سوی پردلخان د کامران مخې ته ودرول سو، لومړی بندي او بیا خوشې شو خو خوشې کـﭕـدل ېې د کامران د ځانگړو شرطونو پر بنسټ ول، مگر پردلخان هم چې غیرت او همت ېې د خپل ورور وزیر فتح خان خبرو راپاراوه وکولای شول له هراته وتښتي او له خپلو وروڼو سره په هلمند کې یو ځای شي.

فریه لـﯧـکي : « شیردلخان او ورور ېې له هراته په تـﯧـښتي وروسته، ځان د گرشک په ۲۳ مایلي واټن کې د نادعلي پیاوړي ستراتیژيک کلا ته، چې د وزیر فتح خان د مور، لویې ادې استوگنځی دی، رسوي. دواړه ورونه له همدغه ځایه د سـﯧـمې ټولو قومونو ته چابک او گړندي بکارۍ (پیکونه[74]) لـﯧـږي چې د شاه محمود او کامران میرزا پر وړاندې پاڅون وکړي. گڼ شمـﯧـر بارکزي د هغوی غوښتنې ته مثبت ځواب واېي او د یوه وَړوکي لښکر هسته جوړوي، د شاهي ځواک له لـﯧـکو څخه ډیري سرتـﯧري تښتي او د نوموړې لښکري هستې کړۍ لا پسې پراخوي.

په دې لړ کې شهزادگی کامران په چل او دوکې پښه وړاندې کوي، پردلخان له بنده خلاصوي او ورته واېي چې د وزیر لوړ مقام به ورته ورکړي خو په دې شرط چې شیردلخان او کهندلخان یو ځل بیا خدمت ته چمتو شي. پردلخان د شهزادگی کامران له دې وعدې څخه مننه کوي خو پر شهزادگي شک لري چې ورباندې ډاډ وکړي؛ له دې سره سره پردلخان خپله بشپړه پالیالي شهزادگي ته څرگندوي او داسې ښيي چې گڼې په خپلې ژبې او ژمنې ولاړ دی مگر دوه ورځې وروسته تښتي او په ناد علي کې له خپلو وروڼو سره یو ځای کـﯧـږي. هلمند ته د پردلخان رسـﯧـدل د پاڅوانوالو د روحیې د لا پیاوړي کـﯧـدلو لامل گرځي او د پاینده خان په زامنو کې ورته د لوړ استعداد او د لوړې وړتیا د خاوند په سترگه گوري؛ هرکله که د قومونو تر منځ کومه ناندرۍ یا شخړه رامنځته کـﯧـدله نو پردلخان به تل د یوه منځگړي په توگې پښه وړاندې کوله. په همدې لړ کې د حاجي فیروزالدین خان وزیر میر افضل اسحاقزی نوی له پارسه هلمند ته راستون شوی وو او په هلمند کې د خپلو قومونو تر منځ ېې « خان نشین» ته نـﯧـږدې ژوند کاوه، د میرافضل اسحاقزي او د پردلخان د مشر ورور تر منځ پخوانۍ دښمني پرته وه، پردلخان پرته له دې چې له دغې دښمنۍ کومه اندېښنه په زړه کې ولري، میرافضل اسحاقزي ته ورځي او ورڅخه مرسته غواړي، میرافضل خان هم دغه غوښتنه مني او له محمدزیو سره یو ځای کـﯧـږي.  [75]»

کله چې کامران د پردلخان په تـﭕـښتې خبرېږي، تر پښو لاندې ېې سور اور بلـﭕـږي او د خپل غضب د اور د سړولو لپاره امر کوي چې د وزیر فتح خان په سترگو کې دې چې ټپونه ېې لږ مخ په ښه کـﭕدو راغلي ول یو ځل بیا خنجر ووهي او هغه غوښې چې دده د سترگو په گاټو کې پاتې دي را ودې باسي. ددغه جنایت دنده د قاسم په نامه یوه تن ته وسپارل شوه ؛ هغه هم خپل خنجر د وزیر په ټپي سترگو کې بیا دننه ور ووړ او د سترگو له گاټو څخه ېې پاتې غوښتې راواېــستلې.

پیرس لـﭕـکي :

 

”  ننگـﭕـالي او پـﭕـڅـﭕـالي (صبور) وزیر خپل برخلـﭕـک ته په چوپه خوله ، پرته له دې چې کومه آه له خولې وباسي او یا ېې ېـو وییکی یا کلمه  له خولې ووځي، هر کلی وواېـه.” [76] 

 

له دغه جنایت وروسته، کامران وزیر فتح خان او د هغه وراره امین الملک  له ځانه سره کندهار ته راووستل. د تأریخ سلطاني د لـﭕکوال په وینا، په کندهار کې نامتو خانِ علوم قاضي القضات (ملا محمد سعید خان بارکزي) د هغه پالنه کوله.

له بلې خوا کله چې شاه محمود پوه شو چې په کابل کې د وزیر وروڼه د هغه د حکومت د راپرځولو لپاره ټـﭕـنگه پرېکړه کړې نو د ېـو لوی لښکر په ملتیا له کندهاره د کابل پر لور وخوځـﭕـد. همدا چې شاه محمود له خپل لښکر سره د کندهار له ښاره ووت بارکزیو وروڼو له خپلو ځواکونو سره یوځای د کندهار پر ښار برېد وکړ. د کندهار والي گل محمد خان پوپلزي ، بارکزیو وروڼو ته وړاندېز وکړ چې لږ تر لږه دې د کابل د برخلـﭕـک تر څرگندېـدلو پورې ورته وخت ورکړي، که پاچا کوم بریالیتوب تر لاسه نه کړ نو ښار به له جنگ و جگړو پرته دوی ته ور وسپاري. د وزیر وروڼو دغه وړاندېـز ظاهرأ ومانه او تر ېوې لنډې مودې پورې سترگې په لاره پاتې سول خو پر کلا باندې ېې د برېد هڅه وکړه.

وروسته له دې چې د وزیر وروڼو د ښار پر دېـوالونو او لوړو مورچلونو باندې د پورته کـﭕـدلو لپاره پرېـمانه پوړۍ یا زینۍ کښـﭕـښودلې، نو ناڅاپه ېې یوه شپه پر کلا کلک برېد وکړ او د سترگو په رپ کې ېې د ښار دېـوالونه ونـﭕـول. لومړنی تن چې د کلا پرسر وخوت میرداد خان نومـﭕـده، چې د بارکزیانو په شاه برج پورته وخوت او ورپسې نور ورشـﭕـوه سول. کله چې والي گل محمد خان له رامنځته شوې پـﭕـښې خبر شو پرته له دې چې مقاومت وکړي ، وتښتـﭕـد او ځان ېې په غزني کې شاه محمود ته ورساوه او هغه ېې د کندهار له پـﭕـښې خبر کړ.  شیردلخان د کندهار د چارو واگې پر غاړه واخـﭕــستلې او میرداد خان ته چې له ځانه ېې مـﭕـړانه او سرښندنه څرگنده کړې وه، د ایشیک اقاسي[77]  لقب ورکړ[78] . دغه سړی وروسته له امیر دوست محمد خان سره بخارا ته لاړ خو هـﭕـواد ته د راستنـﭕـدا پرمهال د بخارا د پاچا له سرتـﭕـرو سره په یوې نښتې کې ووژل شو[79].   نوموړی د کابل د شاغاسیانو غور نـﭕـکه دی.

 

د اشرف الوزراء فتح خان د وژل کـﭕـدلو  څرنگوالي:

 

کله چې شاه محمود د وزیر د وروڼو له پاڅون او په کابل او کندهار کې د هغوی له بریاوو څخه خبر شو د کابل او غزني د لارې په اوږدو کې ېې هڅه وکړه چې وزیر فتح خان روغې جوړې ته اړ باسي. له دې کبله شاه او شهزادگي دواړو وزیر تر دباو لاندې ونـﭕـو چې په کابل او کندهار کې دې خپلو وروڼو ته لارښوونه وکړي چې له جگړې او پاڅون څخه لاس واخلي، مگر وزیر چې زړور او مغرور سړی وو د شاه او د هغه د زوی د ژمنو او د ربړجن زبـﭕـښ پر وړاندې مقاومت وکړ او ځواب ېې ورکړ چې دی نور ددنیا او سیاست له چارو سره کومه لـﭕـوالتیا نه لري او نه له خپل مرگ او عقوبت څخه کومه وېره.

کله چې شاه او لښکر ېې د ودرگو سعید اباد ته ورسـﭕـدل یو ځل بیا ېې وزیرفتح خان تر زبـﭕـښ او کړاو لاندې ونـﭕـو چې خپلو وروڼو ته لـﭕـک ولـﭕـکي او له جنگ او مخالفت څخه ېې منع کړي. شاه ژمنه کوله چې ده او وروڼو ته به ېې هماغه پخواني درېـځونه او منصبونه ورکړي او خپلو پخوانـﭕـو حکومتونو ته به ېې ولـﭕـږي. وزیر د پاچا په ځواب کې وویل :”  ته هغوی ته هغه څه ورکوې چې ستا په لاس کې نه دي ، او نه ستا مال دی، خو په دوه وو سترگو ټپ ړوند سړی ېې کولای ټول مال خپل کړي. مخکې له دې چې د وزیر فتح خان سترگې دې له روڼا بې برخې کړې وای تا  ېې باید عاقبت سنجولی وای، او هغه څه چې ته اوس کوﺉ ، د هغه توپان لپاره چې تا په خپله راپارولی دی څه گټه کوي؟ خو ما له هرڅه او له هرې پایلي چې را منځته کـﭕـږي نور لاس مـﭕـنځلی او هغه څه به په ورین تندي ومنم چې په تقدیر کې مې لـﭕکل شوي وي.” [80]

ورپسې شاه امر ورکړ چې د لښکر ټول سرلښکر او مشران دې د وزیر فتح خان په وژنه کې برخه واخلي او هر ېـو دې په خپل وار د وزیر فتح خان د بدن ېـو  ېـو غړی له هر بند څخه پرېـک کړي.  شاه په خپل دغه کار غوښتل چې سرداران له بارکزیو وروڼو سره له هر ډول نـﭕـږدې والي څخه لـﭕـرې وساتي او د هغوی ترمنځ د دښمني ابدي تخم وکري. کـﭕـدای شي یو شمـﭕـر سردارانو په خپلو زړونو کې له وزیر څخه څه ناڅه خوابدي درلودله او یو شمـﭕـر ېې ښايي د وزیر په وړاندې هـﭕـڅ ډول کـﭕنه ، خوابدي یا زړه بد والی نه درلود ؛ کـﭕـدای سي ېـوازې د  حُب ذات د ساﺌـقې له کبله ېې په دغسې بې ساري تأریخي جنایت کې برخه اخـﭕـسـتـې وي. [81]

د تأریخ سلطاني لـﭕـکوال لـﭕـکي : ” کله چې شاه محمود د دوست محمد خان له پلوه د کابل په نـﭕـولو خبر سو نو ډېر نهیلی سو او له ځان سره ېې فکر وکړ داسې نه سي چې له دوست محمد خان سره د مخامخ کـﭕـدلو پر مهال ځـﭕـني قومي مشران او د لښکر ېــو شمـﭕـر سران وزیر فتح خان وژغوري او دوست محمد خان ته ېې وسپاري او له دښمن سره ېــو ځای سي. له همدې کبله او ددې لپاره چې د بارکزیو وروڼو او د لښکر د مشرانو تر منځ ېې ابدي کـﭕـنـه رامنځته او ددښمني تخم ېې شـﭕـندلی وې، د لښکر ټول مشران، که چا غوښتل یا ېې نه غوښتل، راټول او هغوی ېې د وزیرفتح خان وژنې ته اړ اېستل. بې ساری وزیر ېې، د گنیو ( نیشکرو) د لښتې په شان بند پر بند پرېـک کړ خو زړَوُر زمري له خپل  ډېره غیرته ان یوه آه له خولې را ونه اېـستله او د شهادت او د طیبې د سپڅلي کلمې په وېلو ېې خپله خوله جاري وساتله او د شهادت درجه ور په برخې سوه. [82]

پیرس وایي : “ فتح خان په میړانې ، زړورتیا او زغم دغو شکنجو او ځورونو ته ځان وسپاره او د مرگ تر دمه ېې یوه وړوکې آه له خولې ونه وتله او نه ېې له چا بخښنه وغوښتله او نه ېې په خپلې سزا کې د کمښت غوښتنه وکړه او له سره تر پایه ېې خپل وقار او پرتم تر پښو لاندې نه کړ او د خدای له نامه پرته ېې بل څه ونه ویل او د ویاړلي مرگ غـﭕـږې ته ېې ځان وسپاره. [83]

« فریه » وايي : « د فتح خان سترگې د هغه له وژنې اته مـﯧـاشتې مخکې له گاټو اېستل شوې وې» کله چې شاه محمود د ړانده فتح خان د وژلو امر ورکوي نو کامران میرزا تر ټولو لومړی پرې وردانگي، او د وزیر پر ځان خپل خنجر ننه باسي، له هغه  وروسته، نور هم خپل خنجرونه راباسي او زښته ډېر شکنجه ورکوي. هغوی فتح خان ژوند له پوسته کړ، د بدن غړي ېې یو په یو له تنه ور پرېک کړل، په پای کې د هغه سر له تنه بـﯧـلوي او په دې توگې د هغه پر رنځ او کړاو د پای ټکی ږدي. د هغه جسد چې د بدن له پرېک شویو غړو پرته بل څه نه وو عمومي جلادانو ته سپارل کــﯧـږي چې نور ېې هم ټوټې ټوټې کړي، بیا ېې په یوه جوال کې اچوي او غزني ته ېې لـﯧـږدوي او خاورو ته ېې سپاري. فتح خان د دغو ټولو وحشتناکو شکنجو په لړ کښې له خپلې خولې د یوې آه په اندازې کومه چیغه نه باسي او نه کوم شکایت کوي؛ فتح خان دغه ټولې شکنجې د یوه اتل په زړه ورتیا او د سپـﯧـڅلي وجدان په آرامۍ زغمي.

ددغه ستر مـﯧـړني د وژونکو پر وړاندې د افغانستان په گوټ گوټ کې د

عمومي خښم کړېکې پورته کــﯧـږي ، هغه کسان چې سدوزيو ته پالیاله پاتي

شوي ول، هغوی هم ورته شا کوي؛ ان د شاه د شخصي دوستانو « زړه سواندي هم راپارېږي» او دداسې پالیاله سړي په دې ډول وژنې ځانونه له شاه لـﯧـرې او یوازې ېې پرېږدي؛ یوازې څو تنه سرداران پاتې ول چې رخه او سخه ېې د فتح خان د ژوند په داسې دردناکه پای باندې بیا هم پای ته نه وه رسـﯧـدلې .»  [84]

د ” حیات امیردوست محمد خان” د کتاب لـﭕـکوال موهن لال لـﭕـکي چې : ” زموږ په پـَـیر کې هـﭕـڅ بله داسې تراژیکه پـﭕـښه نه سته چې په خپلې شډلتیا او وحشت کې دې د وزیرفتح خان له وژنې سره پرتله سي. ړوند ، بې وسه او کړېدلی  وزیر ېې په تړلو لاسونو، ځنځیرونو کې پـﭕـچلی او په غرب او غـُراب تړلی د شاه محمود دربار ته راووست- دی هماغه وزیر وو چې همدغه پاچا ېې د سلطنت پرگدۍ کښـﭕـنولی وو- پاچا وزیر ته امر وکړ چې خپلو سرغاړو او باغي وروڼو ته ولـﭕـکي چې پاچا ته غاړه کښـﭕـږدي. وزیر په جرﺌـت د پاچا غوښتنه وغندله او وېې وېل: زه اوس ړوند او یرغمل یم او پر خپلو وروڼو هم کومه وسه او کنترول نه لرم. شاه محمود قهرژلی سو او امر ېې وکړ چې ودې وژل شي. له دې سره سم د [ پاچا او شهزادگي په مخکـﭕـنۍ ویل شوې نغوتې] سلطنتي درباریانو، وزیر فتح خان په ډېرې شډلتیا په داسې بڼې قصابي کړ چې لومړی ېې د لاس گوتې، بیا ېې لاسونه او پښې بند په بند ور بـﭕـل کړل ، بیا ېې غوږونه، پوزه او شونډې ور پرېـک کړې. د وزیر مـﭕـړانه او زورتیا دومره لوړه وه چې نه ېې د زجر او درد له کبله کوم ځگـﭕـروی وکـﭕـښ او نه ېې له قصابانو څخه د زړه سوي غوښتنه وکړه، او په همدې ډول ېې تر هغو وکړاوه چې له ټوټې ټوتې بدن څخه ېې سر هم جلا کړ. [85]” 

 

په دې توگې ېې بې وسې او کړېدلی وزیر بند پر بند ټوټې ټوټې کړ؛ له دې چې په دې هم وزیر په دغه کار مړ نه سو، نو د ټول بدن پاتې برخې ېې د یوه پسه په شان له یو بل څخه بـﭕـلې او ټوټې ېې په یوې لوېې کڅوړې کښې واچولې. د وزیر ټوټي ټوټې شوی مړی د (علومي د کورنۍ د نـﭕـکه) قاضي محمد سعید له پلوه [86] غزني ته یووړل سو او د شیخ رضی الدین علي لالا د زیارت ترڅنگ خاورو ته وسپارل سو.[87]

 

د وزیرفتح خان د شخصیت پرتم:

وزیر فتح خان په ۱۹ کلنۍ کې د خپل پلار سردار پاینده محمد خان له وژل کـﭕدلو وروسته د سیاست ډگر ته راودانگل او په ۳۸ کلنۍ کې ووژل سو. په دې شمـﭕـرنې، وزیر فتح خان د خپلو سرښندوېـو هلو ځلو په لړ کې ۱۹ کاله د هـﭕـواد د ټـﭕـنـگښت او پرتم لپاره زښت اړین کارونه تر سره کړل. په ټول هـﭕـواد کې ېې ټیکاو یو ځل بیا ژوندی کړ؛ د بلوڅستان، سندهـ، کشمیر او هرات په څـﭕـر د لـﭕـرې پرتو ولایتونو والیان ېې اړ کړل چې مرکز ته غاړه کښـﭕـږدي او له مالیاتي گټو څخه دې د مرکز ونډه مرکز ته ولـﭕـږي.

وزیر فتح خان د ملي واکمنۍ د ټـﭕـنگښت او د هـﭕـوادنۍ ځمکنۍ بشپړتیا په لارې کې سرښندویه هلې ځلې کړي دي؛ هر کله چې د هـﭕـواد پر سپـﭕـڅلي حریم باندې د پردیو د لاسوهنو، د هـﭕـواد د دفاع او د ولس د ننگ او شرف خبره را پورته شوې نو خپله توره ېې د هـﭕـواد د دښمنانو، یاغیانو او باغیانو پر وړاندې په مـﭕـړانې له تـﭕـکه را اېـستلې چې له کشمیر، سندههـ او بلوڅښتانه نـﭕـولې د هرات تر وروستــﭕــو پولو پورې سـﭕـمې، د هـﭕـوادنۍ ځمکنۍ بشپړتیا او د ملي گټو د خوندېــتابه په لارې کې، دده د ځلاندې تورې ډگر او د هغه د مـﭕـړانې زانگو وه.

د وزیر فتح خان په شخصیت کې د مـﭕـړانې او لوی لاسۍ/ سخاوت دوې ځانگړتیاوې را ټولې وې، پرگنې ېې تر دې کچې ځانته راوکاږلې وې چې ان د پاچا او د هغه د کورنۍ نوم، پرتم او درېـځ ېې پـﭕـکه کړی وو. د ” فریه” په وینا د فتح خان نوم په منځنۍ آسیا کې د پرگنو په ژبو خپور وو، افغانانو فتح خان ته ځانگړې لـﭕـوالتیا درلودله، خوپه بل اړخ کې ېې پاچا ته په سپکو کتل.[88]

وزیر فتح خان هـﭕـڅکله د سلطنت ادعا ونه کړه خو دومره واک او ځواک ېې درلود چې یا به ېې پاچاهان د سلطنت پرگدۍ کښـﭕـنول یا به ېې را کوزول. شک نسته چې د هغه د بریاوو یوه برخه ، د بارکزیو د سردار په توگې د هغه په ټولنـﭕـز درېځ پورې اړه لري چې د خپل شمـﭕــر او اهمیت له مخې د درانیو یو ډېــر مهم ټـبر دی؛ مگر د وزیر فتح خان شخصي ځانگړتیاو او خصایلو هم د هغه په بریا او ولسمـنـلي درېځ باندې بنسټـﭕـزه اغـﭕـزه شـﭕـندلې وه.

وزیرفتح خان چې د سلطنت گدۍ ته د شاه محمود په رسونه کې لومړنۍ او بنسټـﭕـزه ونډه لوبولې وه د وزارت مقام ېې د ځان او خپلې کورنۍ څرگند او پرېـکند حق گاڼه. ددې ترڅنگ، له دې چې ډېر فعال، ځیرک او ټولمنلی مشر وو نو د شاه  له چړچه مارۍ او لټ توب څخه په گـټـې اخــﭕــــستـنې ېې سلطنتي ځواک وزارت ته را ولــﭕـږداوه . وزیر هڅه کوله هغه پرتمین ځواک بـﭕـرته راژوندی کړي چې هـﭕـواد د احمدشاه په پـَـیر کې درلود .

نومیالی پوه ارواښاد علامه حــبـیـبـي د وزیرفتح خان د شخصیت په اړه لـﭕکي :” فتح خان یو غښتلی ، هوښیار او اغــﭕـزمن شخصیت وو چې د دُرانيو د قباﺌـیلو په منځ کې له فراه تر کندهاره پورې یوازېــنی غـښـتـلی تورکـښ او د پرگنــﭕـز ځواک خاوند بلل کـﭕـده. فتح خان، گڼ شمــﭕــر وروڼه درلودل، فعال وو ، له شاهي کورنۍ وروسته، د افغاني ځواک یوازېـــنۍ سرچـﭕـــنـه وه. [89]

انگلیسی الفنستن چې له وزیر فتح خان سره هممهاله تـﭕـر سوی، د هغه په اړه داسې لـﭕـکي : د عالي روح څښتن وزیر فتح خان، د لوړې مـﭕـړانې او افغاني غرور خاوند دی او تر دې دمه د دُرانیو په ټولو وزیرانو کې تر ټولو نومیالی او مخور مشر دی. له دې چې په یوه کار کې ناکامي وزیر نه نهـﭕـلی کوي او اطاعت ته ېې نه اړ باسي، نو تل د پــﭕــاوړو معنویاتو په لرلو په اعلی حد خوځښت او فعالیت سمبال دی. ټول د هغه په کفایت، اهلیت او جرﺌـت اعتراف کوي، پلویان ېې په ځوانۍ ، مـﭕـړانې او سخاوت کې د حاتم طاﺋـي په نامه یادوي ؛ له دې چې د خپلې ډلې پر اوږو باندې هـﭕـڅ ډول خنډ او بندېــز په زوره نه بارَوي نو هغوی ېې زښت ډېر ځانته نـﭕـږدې کړي دي. هـﭕڅکله د خپلې ډلې په گـټو کې بې پروایي نه کوي او که داسې پــﭕــښ هم شي نو په چــټــکۍ ېې په سکینده / جبرانولو کې هڅه کوي. وېل کـﭕـږي چې ډنگر، د لوړې ونې خاوند او زښته ښکلې څـﭕـره لري، نرم او له تواضع ډک چلند لري، دغه ځانگړتیا د هغه له کره طبیعت اوخټې څخه چې له وېـرې، شرم او حیا سره پردیتوب کوي تضاد لري. [90]

د تأریخ سلطاني د کتاب لـﭕـکوال چې له امیردوست محمد خان سره هممهاله تـﭕـر سوی، د وزیرفتح خان د سرښندنو او سخاوت په اړوند داسې لـﭕـکلي : ” نیک چاری وزیر فتح خان په خپلې زړوتیا کې دومره بې ساری وو چې د مقاتلې په مقابله کې ېې زال رستم ورته د زال په شان ښکارېده، هر کله چې د بخشش او سخاوت لاس ېې پرانـﭕـسـته، هماغسې چې په زباد رسـﭕـدلې څـﭕـړنې ښيي، هرات ته د هغه سفر چې تگ او راتگ ېې د هلال نهه مـﭕـاشتې ونـﭕـولې، د سرتـﭕـرو پر ټاکلې مـﭕـاشتـﭕـنۍ تـنخوا سربـﭕــره د هغه د سخاوت د لگښتونو شمـﭕـر، چې محاسبانو د وزیرفتح خان له بندي کـﭕـدلو وروسته د شهزادگي کامران په فرمان ولـﭕـکل، ۹۹ لکه روپۍ او دوه مثقاله سول.[91] ”   

فریه، د وزیرفتح خان په اړه لـﭕـکي :” د لوړې وړتیا څښتن وزیرفتح خان د فوق العاده نبوغ ترڅنگ د حکومت کولو او جنگـﭕـدلو وَړ توب هم درلود… په فعالیت کې ېې ساری نه درلود… افغانانو، فتح خان ته په خورا درندو سترگو کتل، حال دا چې خپل شاه ته ېې په سپکو کتل.” [92]

افغان شاعر او څـﭕـړونکی ښاغلی باري جهاني د وزیرفتح خان د شخصیت په اړه لـﭕـکي : “ فتح خان په افغانستان کې هوښـﭕـار ترینه مشر تـﭕـر سوی دی. هغه یو زړور جنرال وو او له هغې ورځې چې د عمل پر ډگر او د تأریخ پرپاڼې ېې گام اېـښی ېـوه ورځ په کرار نه دی ناست. هغه د خپل پلار ( پاینده خان)  ټول اوصاف په ځان کې په ارث راغونډ کړي ول او د پلار په شان د هوښـﭕـارۍ ، زړورتیا او خپل وَړتوب په گناه ووژل سو. فتح خان د یوه افغان هـﭕـواد پال په توگې ، ښه پوهـﭕـده چې د هغه د هـﭕـواد کره دښمن د فارس / ایران دولت دی. او فارس – ژ / ایران هم د شاه محمود په بې کفایته دربار کې خپل دښمن ښه پــﭕــژندلی وو؛ له همدې کبله ول چې په لومړنۍ ممکنې شـﭕـبـې کې ېې له شهزادگي کامرانه وغوښتل چې سترگې ېې د روڼا له نعمته بې برخې کړي او یا دې په بندي ډول مشهد ته ور واستوي. کامران دغسې یوه پلمه له خدایه غوښتله او د فتح خان په ړندولو ېې په حقیقت کې افغانستان له هغو دوه وو ځــلانــدو سترگو بې برخې کړ چې د ډېرو لږو افغانانو په سترگو کې ځلـﭕـدلې.

باري جهاني د فریر له قـَوله لـﭕکي : ” شاه محمود پوهـﭕده چې دوه ځله د وزیر فتح خان د تورې په شرنگ د سلطنت پر گدۍ ناست دی، له دې کبله له پاچا کـﭕـدلو سره سم ېې د دولت د پوځي او اداري چارو واگې د هغه په لاس کې ورکړې او په خپله د چړچو او بنډارونو پر ټـغـر په چړچو، خوندونو او شخوندونو کښــﭕـناست او ځان ېې له نورو چارو بې غمه کړ. څومره چې وسه ېې کـﭕـدله هماغومره ېې په چړچو کې ان د ېوې شـﭕـبـې لپاره هم بسنه ونه کړه. سره له دې چې د جنگ او سیاست چارې دواړه د فتح خان په لاس کې وې، خو وزیر هـﭕـڅکله د ځان په گټې ورڅخه ناوړه گټه پورته نه کړه. فتح خان په لنډ وخت کې هـﭕـواد د احمدشاه بابا د مهال پرتم او ځواکمنتیا ته چې د تیمورشاه له وخته مخ په ځوړي روان وو، ورساوه. د فتح خان نومیالی نوم په ډېر لږ وخت کې په ټولې منځنۍ آسیا کې خپور سو او هر افغان د هغه نوم په ډېــر درنښت یاداوه او پاچا ته ېې په سپکو سترگو کتل. خو په هغو وختو کې سدوزیو ته دومره په درنښت کتل کـﭕـدل چې هـﭕـڅ چا د شاه د پرځـﭕـدلو او د هغه د لایق سپهسالار د ځای ناستي کـﭕـدلو فکر هم کاوه. ځـﭕـنې کسان واېـي چې فتح خان یو څوکۍ پال او ځانمنونکی سړی وو، خو کله چې فتح خان شاه ته اطاعت کاوه نو په خپل اطاعت کې صادق وو او په ټـﭕـنگې گروهنې ېې اطاعت کاوه او په هر هغه مقام قانع وو چې شاه ورته ورکاوه. که وزیر فتح خان پاچا سوی هم وای نو له نامه پرته ېې بل څه نه تر لاسه کول، ددې پر ځای به ېې ځانته نورې سختۍ رابوټـَولې وای، هر څومره چې واک ېې ډېرېده هماغومره ېې دښمنان هم ډېرېدل.” [93]

جهاني د خپلې دغې وراشې «بحث» په دوام زیاتوي ” …. که شاه محمود د افغانستان د پاچا کـﭕـدلو حق درلود ، نو فتح خان چې له پاچا سره په پرتلې کې په عـقـل، تدبـیـر او تورې کې سل ځله لایقه وو ولې دا حق نه درلود؟  په افغانستان کې د ډیموکراسۍ رژیم واکمن نه وو چې فتح خان تر ټاکنو پورې سترگې په لارې ناست وای. په افغانستان کې واک د تورې په شرنگ اخـﭕستل کـﭕـده، او د فتح خان توره تر هر چا تـﭕـره وه او په عقل او تدبـیـر کې هم تر هر چا زښت ډېر هوښیار وو. د هغه د وروڼو په منځ کې لږ تر لږه شـپـږ تنه ېې هغه کسان ول چې خپل لیاقت او خپله وړتیا ېې د جگړې او ژبې په ډگر کې په زباد رسولې وه . فتح خان خپل لیاقت په هر ځای کې د امن او ټیکاو په ټـﭕـنـگښت، د مالي چارو په سبمالښت، او د مخالفانو د اله گولو په ټکولو کې په زباد رسولی وو او په پای کې د همدغه لیاقت او صداقت په جرم ووژل شو.”[94]

وزیرفتح خان د هـﭕـواد د ځمکنۍ بشپړتیا او د ملي واکمنۍ د ټـﭕـنگښت لپاره خپل ځان ، وروڼه او پلویان له کشمیره تر سندهـ او له بلوڅستانه د هرات تر وروستــﭕـو پولو پورې ډال گرځولي ول چې هـﭕـواد له تباهۍ  او د تـجـزېـې له گواښه وژغوري او د سدوزي دولت مخالفان او باغیان ېې سره پورته کولو ته نه پرېــښودل ؛ ان د افغانانو پخواني دښمن رنجیت سینهگـ تر هغو چې  فتح خان ژوندی وو دا جرﺌـت نه درلود چې دُراني قلمر ته دې د طمعې او بدو په سترگو وگوري. په خواشـﭕــنۍ چې د هـﭕـواد دغسې یو ملي او تأریخي شخصیت د یوه ناپوهـه شهزادگي د رخې او سخې او کـﭕـنې له کبله په ډېرې بــﭕــړې ړوند او بیا د هغه د پلار په لاس ووژل شو او په دې توگې پر هـﭕـواد باندې د سدوزیو د اتیا کلن سلطنت غوړېدلی ټغر هم نور ټول سو.

 

د وزیر فتح خان اولاده :

 

وزیر فتح خان درې مـﭕـرمنې درلودلې، دوې ېې د پـﭕـښـور پـښـتـنې او درېمه ېې د کابل فارسي ژبه ( قزلباشه) وه. له درېواړو مـﭕـرمنو ېې پـﭕــنځه زامن او ېـوه لور درلودله. د وزیر فتح خان لور د نواب محمد زمان خان ماندېنه وه او د زامنو نومونه ېې په لاندې ډول ول :

۱ – محمد قلیخان ( درې زامن درلودل او نومونه ېې دا دي

: سردار محمد یوسف خان، سردار محمد سرور خان او سردار

محمد حسن خان)

۲ – سربلند خان

۳ – شاه سرور خان ( په ځوانه ځوانۍ کې مړ سو)

۴ – انشاء باز خان

۵ – احمدقلیخان، د تور محمد حسن خان په نامه ېې یو زوی درلود، تور محمد حسن خان شعري استعداد هم درلود او د ېـو وخت لپاره د جلال آباد حاکم هم وو. ( محمد حسن خان د محمد رضا خان وزیري او محمد صدیق خان وزیري په نومونو دوه زامن) درلودل. محمد صدیق خان وزیري په ۱۹۵۹ ز کال کې د سردار محمد داؤود خان د صدرات په پـَیر کې د کندهار والي وو، نوموړي درې زامن او څلور لوڼې درلودلې، چې نومونه ېې په لاندې ډول دي :

۱ – محمد امین خان وزیري

۲ – ډاکټر عتیق وزیري

۳ – رفیق خان وزیري

او د لوڼو نومونه ېې دا دي : مهریه، نوریه، برېـــښــکۍ او فوزیه چې ټــولې د بچـیانو مـﭕـندې دي.

[1] – الفنستن ، افغانان، آصف فکرت ژباړه ، د مشهد ایران چاپ ، ۵۰۴ پ

[2] –  الفنستن ،افغانان، ۵۱۱ پ

[3]-تاریخ سلطاني، سلطان محمدخالص بارکزی، تاریخ سلطاني، چاپ ۱۲۸۹هجری =۱۸۸۱ز، بمبئی،١٢٣ پ، پیرس، عروج بارکزائی، ژباړه :  پژواک اوصدقي، پ ۲۴، ۳ ټوک

[4] – الفنستن،افغانان، دَري ژباړه فکرت، ۵۱۴ پ ، پشتو ژباړه لومړی ټوک ؛ حسن کاکر،د افغانستان د علومو د اکاډیمۍ چاپ ، ۱۳۶۱ل  پ ۲۹۴

[5] – موهن لال ، حیات امیردوست محمدخان، لومړی ټوک ، ۲۷ پ

[6] – پیرس،عروج بارکزائی،  ۲۴ پ

[7] – عزیزالدین وکیلي پوپلزائي،تیمورشاه دراني،۲ټوک، ۳۲۶- ۳۲۷ پ، تاریخ سلطاني له ۲۰۱ پاڼې وروسته.

[8] – پوپلزائي، هماغه اثر، ۶۶۵- ۶۶۷ پ

[9] پیرس،عروج بارکزائی ،۲۴- ۲۵ پ

[10]– الفنستن، بیان سلطنت کابل، ۲ ټوک،۲۹۴پ، پښتو ژباړه نصرالله سوبمن، دري – فارسي ژباړه فکرت، د مشهد ایران چاپ ، ۵۱۴ پ

[11] – الفنستن، هماغه اثر، پ ۵۱۵

[12]– تأریخ سلطاني،پ ۱۷۳، الفنستن،هماغه، پ۲۹۶

[13] – پوپلزائی، دره الزمان فی التاریخ شاه زمان، چاپ  ۱۳۳۷ل ، مخ۱۸۲

[14] – تاریخ سلطانی، ۱۷۲- ۱۷۳مخ، کهزاد، رجال ورویدادهای تاریخی،۱۳مخ

[15] – پیرس،هماغه اثر، ۲۶- ۲۸ مخ

[16] -کهزاد،رجال ورویدادهای تاریخي، پ ۱۵،علیقلی میرزا، تاریخ وقایع وسوانح افغانستان، ۶۱ پ ، چاپ۱۳۷۶تهران

[17] -کهزاد، رجال ورویدادهای تاریخی، پاڼې ۲۴- ۲۸

[18] – کهزاد،هماغه اثر، ۳۱ پ

[19] –  داسې بـرېـښي چې له شاه شجاع سره د پټې اړېکې د لـرلو په جرم نـﭕول او بندي سوی وو. (الفنستن، ۲  ټوک ، ۳۰۱- ۳۰۴ پاڼې )

[20] پیرس، هماغه  اثر، ۳۱ پ ، الفنستن، ۲ ټوک ، ۳۰۴- ۳۰۵ پ

[21] پیرس، هماغه ځای، پوپلزائی،درة الزمان،  ۲۰۲ پ

[22] – پیرس، هماغه اثر، ۳۲- ۳۳ پ ، الفنستن، ۲ ټوک، ۳۰۵ پ

[23] – هماغه  آثار، هماغه ځایونه

[24] – پیرس ،عروج بارکزائی، ۳۴ پ

[25] – الفنستن، د آصف فکرت ژباړه ،  ۵۲۲ پ

[26] – موهن لال،حیات امیر دوست محمدخان، ۱ ټوک، ۸۱ پ

[27] – تاریخ سلطانی، ۱۸۲-  ۱۸۳ پ ، واقعات شاه شجاع، ۱۳۳۳ل، ۹- ۱۱ پاڼې

[28] – الفنستن، د فکرت ژباړه ، ۵۲۴ پ

[29] – د درة الزمان پر بنسټ، ۲۱۴ پ

[30] – الفنستن،د  فکرت ژباړه ، ۵۰۷ پ

[31] -الفنستن،افغانان،ژباړه فکرت،  ۵۰۷  پ

[32] – الفنستن، افغانان،  ژباړه فکرت، ۵۲۵ پ ، واقعات شاه شجاع، ۱۱ پ

[33] – تاریخ سلطاني، ۱۸۴ پ ،کهزاد،بالاحصارکابل، ۲ ټوک، ۱۴۲ پ

[34] – الفنستن،هماغه، ۵۲۷ پ ، پیرس، عروج بارکزائی، ۴۷ پ

[35]– موهن لال، زندگی امیردوست محمدخان، ۱ ټوک ، ۸۷ پ

[36] -موهن لال،حیات امیردوست محمدخان،ژباړه داکترهاشمیان، ۱ ټوک، ۹۰- ۹۳ پاڼې

[37] – موهن لال،حیات امیردوست محمدخان،ژباړه داکترهاشمیان، ۱ ټوک ، ۹۰- ۹۳ پاڼې

[38] پیرس،عروج بارکزائی، ۴۸ پ

[39] – الفنستن، ژباړه فکرت، ۵۲۹ پ

[40] -موهن لال، زندگی  امیردوست محمدخان،۱ ټوک، ۵۷- ۵۸ پاڼې

[41] – الفنستن،افغانان ، د فکرت ژباړه، له ۵۱۳ پاڼې وروسته

[42] -موهن لال، زندگی امیردوست محمدخان،د علمی ژباړه ،۱ ټوک، 57- 58 پاڼې

[43] – الفنستن،افغانان، د فکرت ژباړه، ۵۳۴ پ

[44] -پیرس، پ ۶۱، الفنستن،ت پشتو ژباړه، ۲ ټوک، ۳۲۳ پ

[45] – موهن لال، زندگی امیردوست محمدخان، ژباړه، داکتر هاشمیان، 1 ټوک، 100پاڼه

[46] – موهن لال،زندگی امیردوست محمدخان ، ۱ ټوک، ۱۰۱ پاڼه

[47] پیرس، هماغه اثر، ۶۱- ۶۲ پ

[48] -نوای معارک، 8 پ

[49] – واقعات شاه شجاع، چاپ 1333، 40 – 50 پاڼې

[50] -همان اثر، ۶۶- ۶۷ پاڼې

[51] – پیرس ، هماغه اثر، ۷۴- ۷۵ پ

[52] – موهن لال ،زندگی امیر دوست محمدخان، ۱ ټوک ، 57- 58 پاڼې

[53] – موهن لال،هماغه اثر، ۵۷- ۵۸ پ

[54] – تاریخ سلطاني، ۱۹۳- ۱۹۵ پاڼې

[55] – واقعات شاه شجاع، ۴۲ پ ،کهزاد، در زوایای تاریخ معاصر افغانستان، ۴۰ پ

[56] – پیرس، عروج بارکزائی، ۷۹ پ

[57] – فرهنگ، افغانستان درپنج قرن اخیر، ۱۴۹ پاڼه ،نوای معارک، ۱۰- ۱۱ پاڼې -پیرس ، ۸۶ پاڼه

[58]  – تأریخ سلطاني، 197 پ ،پیرس،87 پ

[59] – کهزاد، در زوایای تاریخ معاصر افغانستا، چاپ ۱۳۳۱ ل، ۴۷ پ، چې په افغان جرمن آنلاین انترنتي متن کې له ۴۴ پاڼې سره سمون خوري.

[60] – هماغه اثر، هماغلته

[61] – پیرس، عروج بارکزائی، ۸۸ پ، وېل شوي چې دوست محمد خان هغه سره گاڼه چې د حاجي فیروزالدین ښځو، لوڼو او ننگورې د شهزادگي کامران خور د ( ملک قاسم ښځې) رقیه بیگم اغوستې وه واخـﭕـستله او ان د رقیه بیگم له ملا څخه ېې یو دانه نښانه کمربند چې ارزښت پینځوس زره تومانه کـﭕـده خلاص کړ، جامې ورڅـﭕـرلې وې او سپکاوي ېې کړی وو.

[62] – میرمحمدصدیق فرهنگ،افغانستان درپنج قرن اخیر، د امریکا چاپ  ۱۴۹ پ

[63] –  کله چې وزیرفتح خان د  جنگ په موخې د هرات له ښاره دباندې وت ، د ښار کیلي ېې د حیدر آباد د حاکمانو وکیل میراسماعیل اوحاجی شیرمحمدخان د سندهـ  د حاکمانو وکیل ته وسپارله.(نوای معارک، ۶۵ پ )

[64] – میرزا عطا محمد شکارپوری، نوای معارک ،چاپ 1331 ۲۰ پ ، پیرس، ۹۶- ۹۷ پاڼې د سلطاني تأریخ  په ( ۱۹۹ پاڼې کې ) د جگړې د پيل نـﭕـټه د ۱۲۳۳ هـ ل کال د ذی الجې د مـﭕـاشتې ۲۸ ورځ ښيي  چې د ۱۸۱۸ ز کال د اکتوبر له ۲۹ سره سمون خوري.

 

[65] – پیرس،197 پ تأریخ سلطاني،۱۹۹ پاڼه

[66] – عبدالباری جهانی، هرات، پښتانه او ستره لوبه ، ۲۲۷ پ

[67] – تأریخ سلطاني، ۲۰۰ پ

[68] – فیض محمد کاتب، سراج التواریخ، ۱ ټوک ، ۹۷ پاڼه

[69] – فرهنگ، هماغه اثر، ۱۴۷ پ ،سراج التواریخ،۱ ټوک، ۹۷ پاڼه

[70] – پیرس،هماغه اثر، ۹۹- ۱۱۰ پاڼې

[71] – پیرس، هماغه اثر ، ۱۰۱- ۱۱۰ پاڼې

[72] – پیرس، هماغه اثر ، ۱۰۱- ۱۱۰ پاڼې

[73] – پیرس، هماغه ، ۱۰۱- ۱۱۰ پاڼې

[74] پیک : په اوستا کې پدیکا ویل شوې چې د پلي  یا پیاده تلونکي په مانا ده. او مجازا ً د بکاري یا قاصد په مانا هم کارَول کــږي. که د پښتني شاعر له سترگو ورته ووینو نو پتنگ یا کاغذ باد ته ېې هم  پیک ویلي دي. – ژ

[75] – فریه، تأریخ افغانها، ژباړه : سهیل سبزواري، دولسم څپرکی

[76] پیرس، هماغه، ۹۹- ۱۰۰ پاڼې

[77] – ایشیک اقاسي چې ایشک اقاسي هم لـﭕـکل کـﭕـږي یو گـډوله تورکي وییکی دی چې ایشیک د دروازې او اقاسي د سردار په مانا کـﭕـږي. او له ایشیک اقاسي څخه موخه د باندنۍ دروازې رﺌـیس یا د دربار حاجب ده. ژ

[78] – فیض محمد،سراج التواریخ،۱ ټوک، ۱۰۲ پاڼه

[79] حمید کشمیری،اکبرنامه،۱۳۳۰، له ۱۶۵ پاڼې وروسته

[80] – پیرس،عروج بارکزائی، ۱۰۹ پ

[81] – سراج التواریخ،۱ ټوک ، ۱۰۰ پاڼه

[82] سلطان محمدخالص بارکزائی، تأریخ سلطاني، چاپ۱۲۸۹ هجری =۱۸۸۱ ز، بمبئی، ۲۰۳ پ

[83] پیرس،هماغه اثر، ۱۰۹ پ

[84] – فریه، تأریخ افغانها، ژباړه :  سهیل سبزواري، دولسم څپرکی

[85] – موهن لال،حیات امیردوست محمدخان،۱ ټوک، ۱۲۶ پاڼه

[86] – د وزیر فتح خان د پلار جسد هم همدغه قاضي محمد سعید خان بارکزي د زمانشاه په اجازې د کندهار ذاکر ته یووړ او خاورو ته ېې وسپاره. فرهنگ، ۱۳۳ پ)

[87] – د وزیر فتح خان د مزار د ډبر لـﭕـکې پر مخ یو شمیر شعري بیتونه کـﭕـندل شوي چې د هغه د ژوند د تأریخ د لوړو ژورو څرگندونه کوي او والامقامه شهید اکبر ېې بللی دی. دغه ابیات دا دي :

آه از جــور فـــلک که نــواب  فــتـح خـان        ساخت ســاقی اجـل آخـرزمرگش تلخ کام

بــود بـارکــزائی و درانی وســـردار قــوم          چــون پـدر بـُـد پادشاه و بود از نسل کرام

ساخت چون بعدازپدرمحمودشه راشهزمان        از هــرات آواره و صبح  امیدش  شد تمام

آن وزیرنامـــورانــدرعـراق و فـارس بـود         در بـدر صحرا بصحرا در رکاب او مـدام

آخـر ازتـــائید حــق آن مصدر فتح و ظـفـر        آمـــد و آورد شـــه را در مقـــام انــتــقــام

قــنـدهار و کابل و ســنـد وخراسان راهـمه        بستد از اعــدا به تیغ  و داد ازعـدل انتظام

شاهمحمودش وزیراعظم وشهدوست خواند        کرد ایاز خاص موسومش ز روی احـترام

بهـــر ده سال دگـــر از بهــر تسخیر عراق         در حـــدود مشهـــد آمــد با کمـــال احتشام

بخششی در آن ولایت کــرد آن کـان عــطا         کـــز زبان ها  نام حاتـم محـو شـد مالاکلام

کـرد با قـاجاریان حـربی که اهــل آن دیــار        نــام رســـــتم را نـمی گیـرند مادام الـقـیام

با غنایم بـعـد فتـح آمـد چـو در ملک هرات        دشمنان بـــد درون تـیــره روز خــیــره فام

ساختند از تهـمـت طغـیان به بغـیـش متهم         الغــرض شهــزاده از گفـتار از اهل اهتمام

هردو چشم اوکشیدازخدمتش پوشیده چشم         بخــت سـودای دوام سلطنـت زان فکر خام

هـمـره آوردش به نــابینایی انـدر چشم شاه         در سعـید آباد از مشهد شـهــادت یافت کام

داشت نواب صمد خان و از احوالـش خـبـر       آنکه باشـد با محمــددوسـت در کابــل مدام

یارب آن جاچشم او بگشای با دیدارخویش       جا دهــش  از مـرحمت درسایۀ خـیـر الانام

سال فــوتـش هاتــف غیـبــی بـمــد آه گـفـت        شد بسان آب شهید اکبرآن والامقام(۱۲۳۴

آن اســـیــرنادر و این نــــادره تـــاریــخ او        کـس ندید وکس نگویددرجهان خاص وعام

(دونابغه سیاسی- نظامی افغانستان، ۱۱۵ پ)

[88] – پیرس، ۶۶ مخ

[89] – حبیبی، تاریخ مختصرافغانستان،۱۳۴۹کابل،۲ ټوک ، ۱۰۴ پ

[90] – الفنسن، بیان سلطنت کابل ۲ ټوک ،۲۹۹ پاڼه

[91] – تأریخ سلطانی، ۲۰۳ پ، خو سراج التواریخ د ۱ ټوک ، په ۹۲ پاڼې کې دغه شمـﭕـره ۹۶ لکه روپۍ ریکارډ کړې ده

[92] –  پیرس، عروج بارکزائی،  ۶۶ پ

[93] – باري جهاني،هماغه اثر، ۲۳۱- ۲۳۲ پ

[94] – باري جهاني،هماغه اثر، ۲۳۱- ۲۳۲ پ

 

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!