منډيګک
افغان تاريخ

د بارکزي وړونو پاڅون او سدوزی دولت پای

د  نوزادی، ژباړه

امیر دوست محمد خان
0 30

 

د حاجي جمال خان او سردار پاینده محمد خان په کورنی کي وزیر فتح خان او دده شل تنه وړونه د هیواد د هغو ملي او تاریخي شخصیتونو په ډله کي راځي چي په ۱۹ او ۲۰ پیړیو کي یی د هیواد په تاریخ او سیاسي جغرافیه کي د پام وړ رول لوبولی دی .همدا دوی ول چي د هلمند نه تر سینده پوري ،د کشمیر د شنو درو څخه تر هرات پوري یی د هلمندي ، کندهاری او کابلي جنګیالیو په رابللو او د وطن  و دفاع ته د هغوي د اماده کولو په کار کي یی پوره زیار ګاللی دی.

وزیر فتح خان د خپلي زیرکۍ ، زړورتیا او جنګیالي توب له مخي د خپلو ټولو وړونو او د وخت د سیالانو په سرکي ځای درلود. دده او یو شمیر نورو وړنو د خاړپوڅو ځای د هلمند د پشت رود سیمه یاني ګرشک [1]دی.

داسیمه تل د علم او توری والا سیاسي –نظامي څیرو زانګووه .

د سراج التواریخ د لیکوال له قوله ، نورمحمد خان علیزی او حاجي جمال خان بارکزی د هغو  څوارلسو وتلو او پیژندل شوو شخصیتونوپه ډله کی راغلل چي په ۱۷۳۵ م کال کي دنادرافشار په مټ د کندهار د نیولو وروسته  ورته د سردارې او جنرا لي رتبی ورکړل شوي.درانی احمدشاه هم ددغه نورمحمد خان علیزی تر نظر لاندی چي په میر افغان مشهور وو،د نادرافشار تر څنګ د لښکرکښي او د هیواد د اداری چاري زده کړی دي .

نادرافشار د هوتکي سلطنت د نسکورولو وروسته ، ددغي کورني او د هغه حکومت مشرانو ځمکي او جایدادونه د افغاني لښکرو قوماندانانوته چي د دده پر څنګ دریدلی وه د «تیول»(جاگیر) په نامه ورکړی، داسي ښکاري چي ددغه وخت څخه به نور محمد خان میرافغان او حاجي جمال خان د هوتکي کورني د مشرانو د ځمکو د تر لاسه کولو وروسته په کندهارکي میشت سوی وی. د دوی قومونه د هلمند پر څنډو د موسي قلعه ( موسی کلا) او د با رکزیانو د ناوی په سیمو کي میشت پاته شول.

مرحوم علامه حبیبي د خپلی ( شل مقالی) نومي لیکني په (۵۳) مخ کی وایی چي د حاجي جمال خان بارکزي د کورني د خاړپوڅو ځای  د هلمند رود څنډی او په ځانګړی ډول د بارکزو ناوه او د نادعلی تاریخی کلا ده[2]. پدی توګه ویلای شو چي بارکزی سرداران کومو چي وروسته د محمدزو پاچهي په کابل کی جوړه کړه ، د هلمند د سیمي سرښندونکی بچیان وه .

کله چي د زمانشاه د واکمنی پر مهال سردار پاینده محمد خان د شاه د نظره ولوید او پر کورکښیناست ، ډیر وخت په ګرشک او د لویه ادي په کلا کي میشت وو. همدارنکه کله چی د زمانشاه ، شاه محمود او شاه شجاع تر منځ    وا ک لاس په لاس کیدی ، د لښکرو د کمښت د پوره کولو د پاره به وزیر فتح خان ګرشک ته ځان را ورساوه ، ځوانان  به یی ورسره مل او پر کندها به یی یرغلونه کول.

لکه څنګه چي به وروسته هم ووینو ، دا ډول پیښي ډیری تکرارسوی ، مګر یوځل هم داسي نده شوی چی ده به د خپلو قواوو د پوره کولو په موخه د ارغستان یا معروف خپلوانو ته مخ اړولی وي.

په هر حال د سردار پاینده محمد خان زامن معمولاً د بارکزي وړونو په نامه یاد شویدی. ددوی د پلار تر وژلو او په ځانګړی ډول د فتح خان تر ویرجني وژني وروسته ، کله چی یی د سدوزی واکمنانو سره لکه شاه محمود ، کامران او شاه شجاع سره په کابل ، کندهار او هرات کي شخړی وی ، کرار کرار یی د خپلی کورني رقیبان له منځه وایستل تر څو  د سدوزو واکمني یوازی په هرات کی راټوله شوه او نور ولایتونه لکه فراه ، هلمند ، کندهار ، زابل ، کابل ، پیښور او ان تر کشمیره پوري د بارکزو وړونو په لاس کښیوتل ( ۱۸۱۹ م).

د سردار جمال خان بارکزي شجره

هغه مهال چی واکمني په غیر محسوس ډول د یوی کورني څخه تربلی پوري لاس پر لاس کیده ، بارکزی وړونه تر ډیره په درو سیمو کی لکه کندهار ، کابل او پیښورکی سره را ټول او هري ډلی یی د ښار په څنډوکی ځانته د واکمنی بنسټ کښیښود. دا کار داسي پر مخ ولاړ چي یو شمیر یی لکه کهندل خان ، پردل خان ، شیردل خان ، رحمدل خان او مهردل خان د غلجي مور ( هوتکی ) زامن د کندهاری سردارانو ، یارمحمدخان ، سلطان محمد خان ، پیر محمد خان ، محمد سعید خان او عطامحمد خان د یوسفزی مور زامن د پیښوری سردارانو به نامه شهرت و موند. کابل چی ددی دوو سیمو تر منځ بروت وو ، د فتح خان او سردار محمد عظیم خان د نفوذ سیمه وګرځیدل  کوم چی د بارکزی مور زامن وه . برسیره پر دي سردار دوست محمدخان ، نواب جبار خان ، نواب صمد خان او  نواب اسد خان  هم کابل له نظره نه ایستی .د ټولو هغو  وړونو په منځ کی چی په کابل کی راټول وه ، تر فتح حان وروسته محمد عظیم خان او دوست محمد خان تر ټولو فعال  او تکړه وه.

د ایرانی لښکرو تر شړلو وروسته ، کله چي فتح خان د عاقبت نه سنجونکي او کم عقل شاهزاده کامران  په لاس ړوند او په ۱۸۱۸م  کال د وردګو په سید اباد کي د شاه محمود په لاس په ظالمانه ډول ووژل سو ، وړونو یی دده د غچ اخیستلو پخاطر ښورښونه پیل کړل ، په دی کار سره  دوی داسي اور بل کړ چي له کندهاره تر کابله ، د کابله تر پیښوره او د پیښوره تر کشمیره پوري یی د سدوزویانو امپراتوری په لمبو کی وسوزیدل.

وزیر فتح خان د هیواد د زیرکو او زړه ورو کسانو له ډلي څخه وو چي د خپل پلار پاینده محمد خان په شان یی د سدوزویو د دولت په ټینګښت کی د هر ډول سرښنندو څخه ځان نه سپماوه . سره ددی چي د زمانشاه په تیروتنه سردار پاینده محمد خان ووژل سو او نژدی وو د بارکزي وړونو د پاڅون له مخي د سدوزو دولت له پښو ولویږي، مګر د فتح خان د هوشیاری  له برکته یوار بیا د هیواد د ښه اداره کولو د پاره د همکاری او ګډ کار امکانات برابر شول. خو له بده مرغه  د شاه محمود د بی کفایتي او د شاهزاده کامران د کم عقلي او حسادت له کبله چی د وزیر فتح خان ړندول او بیا وژل یی  پایله شوه ، نه یوازي د سدوزو واکمني ړنګه شوه بلکه ټوله غوړیدلي امبراتوري یی هم دړی وړی او په سنګر کي ناستو دښمنانو ( سیکانو او بیا انګریزانو)هر یوه ځانته خپله برخه تری نه بیله کړه.

د وزیر فتح خان سکه ورور ، سردار محمد عظیم خان د کشمیر والی کله چي د کامران په لاس د فتح خان د ړندولو له فاجعی نه خبر سو،د سردار دوست محمد خان په مشری یی لښکر د کابل په لور ولیږل او پخپله یی هم د کشمیر د چارو د سمولو وروسته په هغه پسی حرکت وکړ. دوست محمد خان په چټکی سره ځان کابل ته ورساوه . لومړی کار چي  باید کړی یی وای ، هغه  د عظا محمد خان بامیزی څخه غچ اخیستل وه ، خو دا کار باید څنګه تر سره سوی وای ؟

ددوست محمد خان نظامي مهارت:

په بارکزو وړونو کي تر فتح خان وروسته ، دوست محمد خان تر ټولو وړونو فعال ،زړه ور او جنګیالی وو چي له هیچانه یی ډار نه درلود او د مخالفانو په وړاندي دده دغه صفتونه ددی لامل  ګرځیدل چي د جنګ په ډګر کي پر هغو باندی بریالی شي.

موهن لال لیکي چِي دوست محمد خان د 14-15 کلنی څخه جنګي مهارت اوتاکتیکونه زده کړل: « هغه وخت چي وزیر فتح خان په هیواد کی د ښورښونود ارامولو په کار بوخت وو،دوست محمد خان به تل دده سره ملګریتوب کاوه. دده استعداد ، ابتکارونه او زیرکي د فتح خان لپاره د ستایني وړ وه.همدغه د فتح خان سره دده نژدی والی دنورو وړونو حسادت را وپاراوه. دی دا مهال ۱۴ کلن وو .لکه  څرنګه چي دده زړه ورتیا د جنګیالیو خوښیدل،همدارنګه یی هوښیارتوب او ظاهری ښکلا  هم د هغه وخت د میړنیو د پاره د پام وړ وه. [3] ».

ددراني سردارانو یوه ځانګړتیا داوه چي خپل نوي ځوانان به یی د ۸ کلنې وروسته د جنګ ډګرته دځان سره بیول ، تر څو جنګی وړتیا او زړه ورتیا تر لاسه او دا توان په ځانو کی و روزی چي تل پر دښمن باندی بری ومومي. دبیلګي په توګه دراني احمدشاه خپل 8کلن ځوی تیمورشاه د پاني پت په جګړه کي له ځانه سره اخیسیتي ووچي په ډګر کی د جنګ تماشا وکړي.

همدارنګه وزیر فتح خان د شاه محمود د پاچهی له پیل نه خپل وړوکی ورور دوست محمد خان چي ښایی ۸- ۹ کلن  به وو ،  تل یی د جنګ ډګر ته له ځانه سره بیوه (۱۸۰۱م) . وروسته امیر دوست محمد خان هم د خپلو ځامنو په هکله همدا کار کاوه.

وزیرفتح خان ( ۱۷۸۰- ۱۸۱۸ ز)
، انځورګر: غفور برېښنا

په دی توګه دوست محمد خان د ۱۴- ۱۵ کلني عمر څخه جنګي شجاعت زده کړ او فتح خان ددی کارنه ډیر راضي وو. موهنلال دخپلو لیکنو په یوه بل ځای کي دوست محمدخان (د فیلډ مارشال) په نامه یاد کړي او د شاه شجاع سره یی په جنګو کي د ډګر یو وتلی جنګیالی بللی دی.دی لیکي : « فیلډ مارشال دوست محمدخان په خوش خویی، ټینګار او تدبیر سره لښکر د شاه شجاع په وړاندي ولیږل چي د غزني په قره باغ کي د هغه د لښکرو سره مخامخ شوه . سخت جنګ پیل سو او دواړي خواوي په ډار او تشویش سره جنګیدلی، مګر د شاه شجاع د لښکرو قوماندان سردار احمد خان نورزی منځګړیتوب وکړ. ددی په پایله کي میدان یو دم په دوستې واوښت. دوست محمد خان د کندهار او شاه شجاع د کابل په لور وخوځیدل. داپیښه تر هغه وروسته منځته راغله چي دوست محمد خان د کندهار والی شاهزاده قیصر په یوه بل جنګ کي د محمد اعظم خان قلعه ته نژدی مات کړي ا و د ۲۰۰۰تنو جنګیالو د وینو په تویولو سره یی کندهار د شاهزاده قیصردلاسه ایستی وو »[4]

موهنلال بیا هم د شاه شجاع په وړاندي په یوه نابرابر جنګ کی د دوست محمد خان د بری یادونه کوي چي د فتح خان او وړونو په لاس یی د کندهار او کابل د بیا نیولو وروسته چي شاه محمود یی د دوهم ځل لپاره پر تخت کښیناوه ، شاه شجاع د   ۲۵۰۰۰نفری لښکر په مشری د پیښورڅخه دکابل په لوروخوځیدی. فتح خان د خپل وررور محمد عظیم خان په قوماندانې یو شمیر عسکرد شاه شجاع مقابلی ته ورولیږل.محمد عظیم خان د شاه شجاع د لوی لښکر سره د جګړی توان په ځان کی ونه لید او د سیمی غروته ېې پناه یووړه  چي کابل یی د حاله خبر کړ. فتح خان او دوست محمد خان د یو شمیر قومي مشرانو او قوماندانانو سره د شاه محمود په حضور کي په سرخاب کی یوه مشورتي غونډه وکړه. دوی وویل چي زموږ اوردو یوازي درو زرو تنو ته رسیږي او د شاه شجاع پوځ ۲۵۰۰۰ تنه دی، یوه د سپرو او یوه هم د توپچي فرقه لري، ځکه د هغوی په وړاندي دریدل عاقلانه کار ندی. دوی دا هم یاده کړه: ددی د پاره چی زمو ږ د جګړه ایز توان وشهرت ته تاوان ونه رسیږي، باید د مخامخ جنګ نه لاس واخلو او په احتیاط سره پټي حملی ورباندی وکړو.

دوست محمد خان چي تل یی د زړه ورتیا اوسیاسي تدبیرنه کار اخیست، قوماندانانو ته یی وړاندیز وکړ:ترڅوچي دښمن رانژدی سوی نه وي، موږ باید په وړو دلګیو ونه ویشل شو اوسره یوځای پاته شو.همدارنګه موږ باید ددښمن سره د جنګ پر وخت ځانونه د دوی د مالونو په چورولو او غارت بوخت نه کړو. ځکه چي دا کار زموږ په خپل منځ کي جنجالونه را زیږوي او دښمن تری ناوړه ګټه پورته کولای سي . ده زیاته کړه ، پدی خاطر چي ددښمن توان ډیر دی، موږ نه باید ددوی نه دومره وډاریږو چي د هغوی خواته ور واوړو.که د هر قوم استازی دا کار وکړي نو به هم د خپل قوم نوم بد کړي او هم به د پاتي لښکر ومورال ته زیان ورسوي . موږ باید پدي باور او ایمان جنګ ته ولاړ شو چي بری مو په برخه دی.

موهنلال زیاتوي: « ددوست محمد خان وړاندیزونه او مشوری د شاه محمودخان ،فتح خان او نورو خانانو د تايید وړوګرځیدی او په اوږدو چکچکو بدرګه شوی .وروسته یی د جنګ او سولی ټولی چاري وده ته وسپارلی. دوست محمد خان لدی وروسته ټوله ورځ د ونو او لوخو په منځ کی ځان پټ کړ.کله چي شپه راورسیده  خپل لښکرته یی د حرکت امر ورکړ. دشپی په تیاره کي یی اوږد واټن وواهه. دسهار نژدی پنځه بجی وی چی د سردار مددخان ، اعظم خان او غفور خان پر پوځ یی برید وکړ. دا پوځ د دښمن د پیشقراول ډله وه چي لس زره عسکر یی د سپرو د فرقی سره یوځای درلودل. هغه کسان چي په جګړه کي حاضر وه، ما ( موهنلال) ته یی کیسه وکړه چي ددوست محمد خان زړه ورتوب، چټکي، ټینګار او جګړه ییزه وړتیا دومره لوړه وه چي د هیچا ژبه به یی د صفت توان ونه لري.سپاهیانو ولیدل چي دوست محمد خان به په یوه حمله ددښمن په لوی قطار کي درز راوست او له پښو به یی واچاوه، وروسته به راوګرځیدی او پوځ به یی وبلی حملی ته  و هڅاوه . مددخان او اعظم خان خپل نازک حالت ته چي دوست محمد خان یی ډیری عسکر وژلي وه ،پام واړاوه او وارخطا شول.پدی ډول دوست محمد خان وتوانیدی د دښمن پیشقراول د خپلو ټولوامکاناتو سره تیت او پرک کړي .[5]» کله چي شاه شجاع له دی پیښی نه خبر شو،ډیر په تشویش کی ولوید او د خپل وزیر اکرم ځان څخه یی چې ۱۵۰۰۰لښکر یی درلود ، چاره وغوښته . هغه شاه ته اطمنان ورکړ چي دوست محمد خان به د خپلو دری زره تنو سره دړي وړي کړي. دیادوني وړده چي دوست محمدخان د جنګ میدان تل ګټي او یوازی یی هغه وخت میدان پریښودیچي سیاسي او نظامي مصلحت به دا غوښتنه کول. [6]

شاه شجاع اکرم خان پوه کړ چي «  ترڅو دوست محمدخان نیول شوی نه وی،دبري هیله کمه ده اودشاهي تاج به دده پر سر ارام ونه لري »[7] . په پای کی د مخا مخ کیدو وخت راورسیدی. په یوی خونړې جګړی کي په سل ګونو کسانو چي هیڅکله یی یو بل هیڅ لیدلی هم نه وه ژوند د لاسه ورکړ. اکرم خان د دوست محمد خان د توري له واری نه پر مځکه پریوت او عسکر یی هري خواته سره وپاشل سوه.پدی جنګ کي هم شاه شجاع ماته وخوړل . پسله دی نه شاه خپلي پښی سپکی او وتښتیدی.عسکرویی ددی حالت په لیدو سره د هغه د خزانو په لوټولو لاس پوری کړ.تردی ماتی وروسته فتح خان او دوست محمد خان دبری په ترلاسه کولو سره کابل ته راغلل او لوی جشن یی جوړ کړ. [8]

ددوست محمدخان په وړاندی د شاه محمود ماته خوړل:

کله چي دوست محمدخان د خپل ورور فتح خان د ړندولو د غچ اخیستني په موخه  کابل ته راورسیدی، ترهرڅه دمخه یی د عطا محمد خان بامیزی څخه د سترګو روښنا یی واخیستله او هغه یی ړوند کړ.

عطا محمد خان د کامران د زوی او شاه محمود د لمسی جهانګیر شاهزاده د لښکرو قوماندان وو. د فتح خان د ړندولو وروسته کابل ته راولیړل سو چي د فتح خان وړونه تا رومار کړي، مګر پخپله د دوست محمد خان په لاس ورغی او د سترګو لید یی د لاسه ورکړ.

هغه وخت چی دوست محمد خان د پیښور څخه د جلال اباد په لور وخوځیدی د شیر محمد خان مختارالدوله زوی عطا محمد خان ته یی پیغام واستاوه او ښه غوړي وعدی یی ورکړی. ده هغه ته ولیکل چي موخه یی د خپل ورور غچ اخیستنه ده او که چیري دی د شاهزاده نه لاس واخلي او دده سره مرسته وکړي ،نو تر بری وروسته به کابل ده ته وسپاري او پخپله به د کندهار په لوردشاه محمود سره جنګ ته ورودانګي.

وجلال اباد ته په رارسیدوسره د عطا محمد خان د هوکړي ځواب ورته راورسیدی او بیله ځنډه یی د کابل په لورحرکت وکړ. کابل ته په رارسیدو سره،وخواجه رواش ته راغی او ددی ځای نه یی بیا عطا محمد خان سره اړیکي ټینګي کړی. په برج وزیر کی یی چي د کابل په چارباغ کی پروت دی،د عطا محمد خان سره د لیدو وعده وټاکل. کله چي هغه و نوموړي ځای ته راورسیدی، ددوست محمد خان وړونو دستي حمله پر وکړه،دده په امر یی هغه ړوندکړ اوبیا یی زندان ته واچاوه څو په راتلونکي کي بیا هم دده د شتون نه ګټه واخلي . باید وویل سی چي دا هغه عطا محمد خان دی چي یو کال مخکي یی په خپل خنجرسره د وزیر فتح خا ن سترګي ړندی کړي وی.

له دی نه وروسته دوست محمد خان د کابل بالاحصار محاصره کړ، دکامران زوي شاهزاده جهانګیرد غزني پر خوا وتښتیدی او بالا حصار د دوست محمد خان په لاس ورغی. دوست محمد خان خبر سو چي شاه محمود د کندهاره دکابل په لور راخوځیدلی دی. په کار وه چی د ښار څخه د باندي د هغه مخنیوی وسي نه د شیر دروازی د غره په لمنو کي. دی د خپل هغه وړوکي لښکر سره چي ورته پاته وو د ښاره ووت او په قلعه قاضی کی یی دشاه محمود د مخنیوی دپاره سنګر ونیوی. کله چي شاه محمود ددی کارنه خبر سو،هغه بله لار ونیوله اود اوزبک آباد د لاري یی ځان و چاراسیاب ته ورساوه او هلته ځای پر ځای شو.

دوست محمد خان هم د قلعه قاضي څخه د چهلستون هندکي ته راغي، یوه ورځ وروسته د دوی تر منځ یو وړوکی جنګ منځ ته راغی چي هیڅ یوه هم بری نه درلود. دلته دوست محمد خان د یوه جنګي چل نه کار واخیست. د ړانده سوی عطا محمد خان له  خوا یی د هغه د ورور غلام احمد خان په قلم یو لیک شاه محمود خان ته  ولیکي . په لیک کي یادونه شوی وه چي دده د مالوماتو له مخي د شاه محمود قوماندانانو د دوست محمد خان سره داسي جوړجاړی کړی چی د هغه سره یوځای کیږی ، شاه او شاهزاده به دجنګ نه وړاندي ونیسي او دوست محمد خان ته به یی لاس تړلی وسپاري . په دی لیک کي یی هغه ته مشوره ورکړی وه چي هرڅه ژر ځانونه وباسي او دا جنګ بل مناسب وخت ته پریږډي . په لیک داسی ښودل شوی وه چی عطا محمدخان ګویا دالیک یی یوازي د هغه درناوی له مخي چی د شاه کورنې ته یی لري، وده ته لیکلی دي. دوست محمد خان دا لیک د شپی په تیاره کي د خپل یوه باوری نوکر پلاس شاه ته ولیږه او هغه یی پوه کړ چي د هغي لاری د کمپ خوا ته ورسي څو د پیشقراول د عسکرولخوا ونیول شي. نوکر همداسي وکړه او ونیول شو.عسکرو دده څخه نوموړی لیک ترلاسه او بیله ځنډه یی شاهزاده کامران ته یووړاو په حال یی خبر کړ. شاه او شاهزاده  دواړه وارخطا او پر خپلو لښکرو بدګومانه شول.[9]

تصویر از سردار دوست محمدخان

دبلی خوا نه صالو خان چی په شاه پسند باندي مشهور وو،ودوست محمد خان ته یی امیدواري پیدا سوی وه ، وشاه محمود خان ته یی خبر ورکړچي دده د خوا دراني خانان غواړي د دوست محمد خان سره یوځای شي ، ځکه به نو دده دپاره ښه دا وي مخکي له دی نه چي د دوست محمد خان په لاس ورسي، باید لدی ځای نه ځان و باسي. په همدی وخت کی چي شاه محمود لاس او پښه وو، شاغاسی دلاورخان د یوشمیر نورو خانانو سره لکه نوروز خان او اکبر خان د خپلو کسانو په ملګرتیا چي شمیر یی دری زرو نفرو ته رسیدی د شاه محمود خان څخه جلا او د دوست محمد خان سره یوځای شول.[10] دی کارد رارسیدلی لیک اغیز نورهم زیا ت کړ. کامران هم امر وکړ چي شاهي اسونه هر څه ژر زین او د خیمی څنګ ته یی تیار کړي. په دی توګه د شپی په تیاره کي بیله دی نه چي خانان او سرداران خبر کړي، پلار او زوی د خپل څو خاصو نوکرانوسره وتښتیدل او دجنوب پرخوا ولاړل. سهار مهال نورو خانانو او قوماندانانو هم دده لار غوره کړه او ځانونه یی وایستل. په غزني کي دوی د عیاش شاه محمود او کم عقل شاهزاده سره یوځای شول اوروسته پدی وپوهیدل چي دوست محمد خان دوی غولولي وه. پدی توګه د شاه محمود ټول تجهیزات او مهمات د دوست محمد خان په لاس ورغلل اوپه بریالیتوب سره  دکابل خواته راوګرځیدې .

دوست محمد خان په کابل کي د تیمورشاه یو نوم ورکی زوی چي چنداني چا نه پیژندی ، شاهزاده سلطان علي پر تخت کښیناوه او پخپله یی دده د وزیر په توګه دچارو واګي تر لاسه کړي. دبلی خوانه سردار محمد عظیم خان د کشمیر څخه د کابل په لور په لاره کي دشاهزاده ایوب په نامه د تیمورشاه یوبل زوی دکابل د تخت د پاره وټاکه. کله چي کابل ته راورسیدی ،دوست محمد خان یی اړایست څو د وزارت څخه تیر سي اود غزني په والی توب باندی غاړه وباسي .ایوبشاه یی پر تخت کښیناوه اوپه خپله یی  د وزارت دنده پرغاړه واخیسته.

کله چي شاه محمود او زوی یی قلات ته را ورسیدل ،پدی پوه سول چي نور کندهار هم ورته د امن کور ندی. ځکه نو د روزکان د لاري هرات ته ولاړل. کامران په هرات کي خپل پلار تهدید کړاو پخپله یی د حکومت چاري پر غاړه واخیستی او یار محمد الکوزی یی خپل وزیرو ټاکه. کامران څه موده په هرات کی حکمرانی وکړه او وروسته د خپل وزیر یارمحمد خان پلاس چي د کشمیر د پخواني والي عبدالله خان الکوزی زوی وو، د قدرت نه لیری اوله منځه ولاړ، پدی کار سره  د هرات حکمراني د یار محمدخان پلاس ورغله، ترڅو چي په ۱۸۵۰م کي وفات شو.

 

د وزیر فتح خان ځای ناستی سردار محمد عظیم خان:

ترفتح خان وروسته دده سکنی ورور سردار محمد عظیم خان د کشمیر حکمران اود پیښور حاکم د بارکزي وړونو ترمنځ یو پوخ او د تجربی سړی ګڼل کیدی. دا امکان ووچي د کابل په نیولوسره پر تخت کښیني. مګر سرداردوست محمد خان چي یو موقع پیژندونکی اوهڅاند سړی وو، دځان دپاره یی د لاری پرانیستلو تکل درلود .

ترهغه وخته چي فتح خان ژوندی وو، محمد عظیم خان اودوست محمد خان دواړو د هغه د لارښووني سره سم کار کاوه. کله چي فتح خان و شاه محمود خان ته ددوهم ځل پاچاهي نیولو نیت وکړ، سردار محمدعظیم خان یی د پیښور خواته ولیږه چي شاه شجاع د  ۱۵زره کسیز پوځ په وړاندي و دریږی ، مګر ده د دریدلو توان له لاسه ورکړ او دسپین غره پر خوا وتښتیدی. وروسته فتح خان او دوست محمد خان د شاه محمود سره ځانونه راورسول، شاه شجاع ته یی په نمله کی ماته ورکړه او شاه محمود د دوهم ځل لپاره سلطنت تر لاسه کړ .

شاه محمود د سلطنت ټولي چاري فتح خان خپل اشرف الوزرا ته وسپارلی او هغه هم دده سره د مرستي پخاطر ټول مهم کارونه او د ولایتونو حکومتونه د خپلو وړونو پلاس ورکړل.سردار محمد عظیم خان د پیښور حاکم وټاکل سو. پدی وخت کي پيښور د سدوزو د حکومت ډیر مهم ولایت ګڼل کیدی. ځکه چي د یوه طرفه عطا محمد خان بامیزی د کشمیر حکمران دومره اقتدار په لاس راوړی وو چي غوښته یی پیښور هم د کشمیر سره وتړي. دبلي خوا د سدوزو بی تخت او تاجه پاچا ، شاه شجاع چي په لاهور کي کډوال وو،تل یی د کشمیر د حکمران په هڅونه د پیښور د نیولو د پاره حملی کولی.

شاه شجاع یوځل هم وکړای سوه ،چي د بامیزیانو په مرسته لکه د عطا محمد خان ورور غلام محمد خان او یحیی خان ،پیښور د ۴ میشاتو دپاره ونیسي. سردار محمد عظیم خان د نورو قوماندانانو سره د شاه محمود دولت له خوادپیښورد بیرته نیولو په نیت حرکت وکړ.که څه هم د ده ورور عطا محمد خان بارکزی په جنګ کی ووژل شو، خو پیښوریی بیرته پلاس راوړ.بامیزیانو د شاه شجاع په مرسته بیا پر پیښور حمله وکړه،محمد عظیم خان ماته وخوړل،د کوهاټ او بنګښ د لاري کابل ته راستون شو. پیښور که په ښکاره د شاه شجاع په لاس کښووت،مګر په حقیقت کي د غلام محمد خان ، سمندرخان اوجهانداد خان بامیزي په واک کي وو. وروسته یی د عطا محمد خان په امر شاه شجاع ونیوی او زنداني یی کشمیر ته ولیږی. پدی توګه د عطامحمد خان واک دکشمیرنه ترپیښور پوري پراختیا ومونده.[11]

وزیر فتح خان دیاغي حکمران عطا محمد خان دا ډول کړني د هیواد د لوړوګټوسره په تضاد کي ګڼلی . دشاه او خپلو وړونو محمدعظیم خان او دوست محمد خان په ګډون یی دوه ځله د کشمیر پر خوا د حرکت عزم وکړ. په لمړي ځل یی یوازی پیښور اوپه دوهم ځل یی په ۱۸۱۳م کال کشمیر هم د عطا محمد خان بامیزي له واکه وایست. داچي پدی جنګ کي سردار محمدعظیم خان میړانه ښودلی وه ، نویی  هغه یی د کشمیر د حاکم او ناظم په توګه وګمارل. له دی نه وروسته بامیزیانو په یوه خوراشرمونکي کار لاس پوري کړ. دعطا محمد خان ورور جهانداد خان د اټک قلعه په یو لک روپیو پر رنجیت سنګ باندي خرڅه او سیکانو وکړای شوه  د سدوزی دولت په ختیځو برخو کي یوه حساسه سوق الجیشي سیمه پلاس راوړي. په پایله کي د ۱۸۱۴م کال د جولای په میاشت کي رنجیت سنګ د کشمیر په ښکلی دره کي د محمد عظیم خان په وړاندی تقویه شو.

دی کار د سیکانو د مداخلی د پاره د هغوی زړورتیا ورځ تر بلي زیاتوله ، چی فتح خان ته نور د زغملو نه وه . په ۱۸۱۶م کال دکابل نه د مالیاتو د ټولولو په نیت ووت. د خپل ورور محمد عظیم خان څخه یی د کشمیر د مالیی په خاطر ۱۶لکه روپي وغوښتی. داچي هغه ددی پیسو ورکول وځنډول، نو نژدی وه چي ددواړو وړونو تر منځ مناسبات خراب  شي. ددوست محمد خان په منځګړیتوب داستونزه په ښه توګه حل او محمد عظیم خان د۱۳ لکو روپیو په ورکولو سره پر خپله دنده په کشمیر کي پاته شو. دغي دندي یی تر هغه وخته دوام وموند، ترڅو چي وزیرفتح خان یی ړوند کړ.

پدی توګه د فتح خان په ړند ولو اووژلو سره د بارکزواوسدوزو کورنیو تر منځ مناسبات یو وار بیا په ۱۸۱۸م کال کي خراب شول. دبارکزي وړونود غچ اخیستني په پاڅون سره ، شاه محمود او زوی یی کامران  لکه څنګه چی یاده شوه د چهلستون په هندکي سیمه او قلعه قاضي کي بیله دی چي جنګ پیل سي ماته وخوړل او تیښته یی تر پاته کیدو غوره وګڼل. په همدی وخت کي پردل خان او وړونو یی دشاه محمود خان د حاکم ګل محمد خان پوبلزي د لاسه کندهار هم وایست. شاه محمود خان او زوی یی مجبور شول د ارزګان او فراه د لاری هرات ته ولاړسي. دا هغه وخت دی چي شاه محمود په هرات کي حاکم او شاه شجاع د وطن نه بهر په لودیانه کي سرګردانه ګرځي. پدی سره د سدوزو واکمني عملا ختمه اود محمدزو(بارکزو) واکمني پیل شوه.

 

په یوه ښار کي دوه پاچهان او دوه وزیران په یوه وخت کی:

سردار محمد عظیم خان چي د وزیر فتح خان وروسته ځان تر ټولو حقدار ګاڼه، نواب جبار خان ته یی د کشمیر چاري وسپارلي. دا چي د کابل وزارت خپل حق باله، دیو شمیر عسګروسره پیښورته راغی او د هغه ځای نه یی دوست محمد خان ته یو لیک ولیږه چي سلطان علي لیري، کابل وده او شاهزاده ایوب ته چي له پیښوره یی له ځان سره اخیستی وو، پریږدي. دوست محمد خان هم دده غوښتنه ومنل. ددی سره سم یی شاهزاده ایوب پر تخت کښیناوه.سردار محمد عظیم یی وزیر او دوست محمدخان ته یی د غزني حکومت وسپاری.

محمد عظیم خان چي هغه وخت لاپه کشمیر کي وو، دپیښور پر خوا د حرکت نه مخکي و نایب امین الله خان لوګري ته دری لیکونه واستول او د هغه نه یی وغوښتل څو د فتح خان د قاتلانو په وړاندی د بارکزي وړونو تر څنګ ودریږي، له نیکه مرغه دا دری واړه لیکونه اوس هم پاته دی چي یو یی د بیلګي په توګه رانقلوو :

 

« عالیجاه رفیع جایگاه دوستی وموالات آگاه خصوصیت نشان، امین الله خان قرین جمعیت فروان باشد. بعد از شوق موفور واضح آنکه حقایق و روداد آن حدود به نحوی است که دراین نزدیکی متواتر و متوالی به قلم آمده از آن قرار حالی آن عالیجاه خواهد بود. حال این صورت دارد که عالیجاه امیر الامراء العظام اخوی ارجمند دوست محمدخان با جمعیت بسیاری روانۀ الکای پشاور  که وارد آنجا گردیده باشد و نیز مقرر است که ار جمندی نواب جبار خان را با سوار لشکر و پیاده دراین چند یوم مرخص و مامور آن حدود خواهیم نمود، لازم که آن عالیجاه حق اشرف الوزرا را مرعی داشته در رفاقت عالیجاهان مذکور بدل وجان سعی موفور بکار برده  با بچۀ خود یا برادر با جمعیت شایان روانۀ پشاورنموده  وخود آن عالیجاه کمر همت و مردانگی وغیرت و فرزانگی را برمیان جانان بسته منتظر هرگونه نامه و پیام عالیجاه اخوی یار محمدخان و دوست محمدخان بوده باشند، زیرا که این وقت  وقت خدمت و اظهار حسن اخلاص است و بندگان اشرف الوزراء برای چنین روزی دوستان وهواخواهان خود را می خواست وبرخود شما معلوم است که اشرف الوزرا  از گروه برادران خاطر داری شما را می فرمود. الحمدالله، اگر یک وزیر گرفتاراست صد وزیر دیگر موجود و برای جان نثاری آماده وحاضر، به همه باب خاطر جمع داشته بنده  درگاه را با تمام برادران به جان ومال دراین مقدمه سرگرم وساعی دانسته ان شاء الله تعالی عنقریب مخالفان را شرمندگی و ندامت حاصل وخاطر هواخواهان اشرف الوزرا  از گرد و کلفت مصفی خواهد گردید و آن عالیجاه خدمت های خود را ضایع و بیجا ندانسته هرسعی و اهتمامی که دارند در خدمت و جانفشانی به ظهورمی رساند و احوالات با هرگونه مرجوعات به قلم آرید چون بعد  از روانه شدن اخوی نواب جبار خان خود بنده درگاه عازم آن حدود و به فضل خدا در این نزدیکی وارد آنجا خواهد گردید. دوستان و اخلاص کیشان را فراخور خدمت و غمخواری ها، مورد اشفاق وعنایت دانسته در خیر و خوبی آنها به وجهی کوتاهی نخواهد بود وبه همه باب خاطر جمع داشته سرگرم دوستی بوده باشد.»   [مهر یا عظیم]   »

 

دوه نور لیکونه یی هم  یوبل ته ورته منځپانګه لري چي ښاغلي کهزاد د خپل (درزوایای تاریخ معاصر افغانستان)نومي کتاب په ۱۲-۱۴مخونو کي راوړي دي.

کله چي دوست محمد خان د خپل ناسکه ورور، سردار محمد عظیم خان په امر دشاه محمود څخه د غچ اخیستلو په نیت د کشمیر څخه د پیښوراو کابل په لور روان وو، په پیښور کي یی شاهزاده ایوب د تیمور شاه زوی د خپل طرف نه پادشا وټاکه او پخبله د کابل پر خوا وخوځیدی.له دی نه وروسته شاه شجاع د محمد عظیم خان په بلنه پیښور ته راغي ، سمدستی  یی ایوب شاه یی وشاړه او دهغه ځای یی اشغال کړ . هغه وخت چي محمد عظم خان پیښورته راورسیدی، دشاهزاده ایوب ملاتړ یی وکړ.

دوست محمد خان چي کابل د کامران د زوی شاهزاده جهانګیر نه ونیوی، بیله ځنډه یی د تیمورشاه بل زوی شاهزاده سلطان علي پر تخت کښیناوه او ځان یی د هغه وزیر اعلان کړ. دغه شاه او وزیر لکه څنګه چي وویل شوه، شاه محمود او کامران یی د چاراسیاب نه د غزني په لورتیښتي ته مجبورکړل او پدی سره یی په کابل او غزنی کی خپل نفوذ ټینګ کړ. سردار محمد عظیم خان کابل ته په رارسیدو سره، شاهزاده ایوب د پاچا په توګه راویست او خپل ځان د هغه  وزیر وټاکه . پدی توګه نو د تیمورشاه دوه نوم ورکي زامن شاهان وه او دوه بارکزي وړونو په همدغه ښار کي د وزیرانو په نامه حکمونه چلول.

ددی کار چي له نیکه مرغه ډیر وخت دوام ونه موند، لامل داوو، چي بارکزي وړونو پدی هکله د پخوا نه جوړه شوی طرحه او پلان  نه درلوده ، دوی یوازی د غچ اخیستلو په موخه پاڅون کړی وو او خپلو ځانونو ته لا د واکمني په فکر کي نه وه . یوبل ډیر مهم لامل داهم وو چي د پاینده محمد خان د زامنو څخه هره ډله سکني وړونه د خپلي مور د قومي اړیکو له مخي سره یوځای وه ، بلي ډلي ته یی دومره اهمیت نه ورکاوه ،ځکه نو دوی د د لوړ مقام پر ټاکلو باندي یو دبل سره واحد نظر ته رسیدلای نشوه چی دخپل منځ نه یو پوه سړی د شاه په توګه وټاکی .

سردار عظیم خان چي له فتخ خان وروسته تر ټولو وړونو مشر او تر ټولو ثروتمند وو، په کابل کي یی وزارت خپل انکار نه منونکی حق ګاڼه. سردار دوست محمد خان چي د فتح خان په لاس روزلی شوی ، په سیاست او د هیواد په اداره کولوکي پوه او تر نورو وړونو زیرک وو، ځان یی تر ټولو مستحق ګاڼه. په ښکاره یی خپله دا غوښتنه پټه ساتله خو د پردی شاته یی دواک تر لاسه کولو پخاطر شپه او ورځ هلي ځلي کولی. ودی موخي ته یی د رسیدو د پاره دسیاسي ډګر نه د سردار محمد عظیم خان دلیري کولو پخاطر فعالیت کاوه. پدی ډول دواړو وړونوغوښته چي د سدوزو د کورنی څخه یوبیکاره شاهزاده د شاه په نامه پر تخت کښینوي او دهغه تر سیوری لاندي د چارو واګي پخپل لاس کي ونیسي. دغو دواړو د شاه په نامه ټاکل شوو شاهزادګانو دخپلو وزیرانو په ملاتړ یو دبل په وړاندي تحریکات کول . په پای کي سلطان علي شاه د ایوب شاه د زوی محمد اسماعیل پلاس دکابل په بالاحصار کي د خپل خوب په خونه کی خفه او ووژل شو. پدی سره دیوه لاسپوڅي تش پنامه شاه ټغر ټول سو. محمد عظیم خان دخپل کښینول شوی شاه تر سیوري لاندی څه موده حکمراني وکړه. دوست محمد خان ته یی د غزني حکومت وسپاره. خو دهغه ټول کړه وړه یی تر نطر لاندي نیولي وه. محمد عظیم خان مجبور وو چي د هیواد په ختیځ او لویدیځ کی جنګي سوقیات هم وکړي. دا یوداسي نازک حالت وو چي د سدوزو د کورنې واکمني د نړیدو په حالت کي وه او بارکزي وړونه لا هم تر اوسه پوری پدی توانیدلی نه وه چي له خپل منځ نه یو شخصیت د بدیل په توګه راوړاندي کړي. ددغه ناوړه حالت نه په ګټه اخیستلو سره رنجیت سنګ وکړای شوه چي کشمیر د نواب جبار خان څخه ونیسی(۱۸۲۳ م کال) او د پیښور ونیولو ته ځان تیار کړي.

سردار عظیم خان

دپیښور حاکم سردار یار محمدخان د کابل نه مرسته وغوښتل. سردار محمد عظیم چي بی شمیره ثروت یی ټول کړی وو، پر هیچا باندی  یی  دهغه د پریښودلو اعتماد نه درلود، نو مجبور وو هری خواته چی سفر کوي، باید ورسره نقل یی کړي او تر خپل نظر لاندی یی وساتی. دهمدی لامله ده ونه کړای شوه دخپلو ورور و مرستي ته ورودانګي او د رنجیت سنګ له شره یی وژغوري. دبل پلوه رنجیت سنګ ویار محمد خان ته وعدی ورکړي وی چي که پیښور ده ته وسپاري، نو دی به د پخوا په شان همدلته حاکم پاته شي. دی کار هم د نوموړی سردار ایمان متزلزل کړی وو او په ټینګه یی دفاع نه کول.

د وزیر  فتح خان وژل او پر کشمیراو پیښور باندی د رنجیت سنګ واکمني  تر هغه وخته چي فتح خان ژوندی وو ،د پنجاب واکمن رنجیت سنګ په ځان کی دا توان نه لیده  چي دافغانستان   د ځینو برخو و نیولو ته زړه ښه کړي. د فتح خان تر وژولو او دده د وړونو تر پاڅون وروسته په افغانستان کي ګډوډی او اړو دوړ رامنځ ته شو. رنجیت سنګ ددی موقع نه په ۱۸۱۸م کي ګټه پورته کړه او پر ملتان یی برید وکړ. په ملتان کي افغانی حاکم مظفر خان د ملتان په قلعه کي دوی میاشتي مقاومت وکړ. په پای کي دی او زامن یی د رنجیت سنګ پلاس ورغلل او ووژل شول. ملتان د سیکانو په لاس کښیووت. تر ملتان وروسته رنجیت سنګ د پیښور د نیولو په هیله شو . له دی نه یی وړاندي د سفید رود په لودیز کي د خیر اباد قلعه هم نیولی وه . پر پیښور یی حمله وکړه ، سردار یارمحمد خان چي دده د مقابلی توان یی نه درلود ، نو یی د یوسفزو قبایلو ته پناه وروړه او پیښوریی رنجیت سنګ ته پريښود. رنجیت سینګ هم د پیښور اداره ویوه افغان ته وسپارل او پخپله پنجاب ته ستون شو. دده تر وتلو وروسته یار محمد خان بیرته پیښور ونیوی.

یوکال وروسته په ۱۸۱۹م کي رنجیت سنګ پر کشمیر حمله وکړه  او دا ولایت یی  د نواب جبار خان څخه ونیوی . دوه کاله یی پس په (۱۸۲۱م) کي  دغازیخان دیره د نواب زمانخان څخه تر لاسه کړه او بیا یی د اسماعیلخان دیره هم ونیول. پدی توګه د وزیر فتح خان تر وژني وروسته د دروکالو په موده کي دسند د پوري غاړي ټولي سیمي چي د سدوزو د امپراطورې برخي وی د پنجابي سیکانو پلاس ورغلی.

انګریزانو پدی وخت کي د خپلو قواوو یوه ټولګې د دریایی غلو د نیولو په پلمه سند ته ولیږل. د سند میران د انګریزانو دی خوځښت وډارول او د افغانستان څخه د مرستي په فکر سول. پدی موخه یی هم د شاه شجاع او هم د سردار محمد عظیم نه مرسته وغوښته . محمد عظیم خان د دوی غوښتنه ومنل او د خپلو قواووسره د کابله د کندهار په لور وخوځیدی. د غزني څخه یی دوست محمد خان هم ورسره واخیست او په کندهار کي کندهاري وړونه ورسره ملګري او د سند په لور روان شول. پدی وخت کي انګریزان د سند څخه وتلي وه اود افغانانو مرسته په کار نه شوه. د سند میرانو یوه اندازه پیسی د خرڅ د جبرانولو په موخه ،افغاني سردارانو ته ورکړي ، شاه شجاع بیرته هند ته ولاړ او نور سرداران افغانستان ته راوګرځیدل.

په ۱۸۲۲م کال  محمد عظیم خان د سیکانو مقابلی ته پیښورته ولاړ ،مګر د خپل هیواد داخلي پیښو دی ته اړ ایست چي په چټکې سره ځان بیرته کابل ته راورسوي. ددی خبر په اوریدو سره رنجیت سنګ د پیښور په نیت حرکت وکړ. یارمحمدخان یی تهدید کړ چي د پیښور مالیات هغه ته ورکړي . یار محمد خان څو راسه ډیر اعلی اسونه وده ته سوغات ور کړل . هغه هم د ا سوغات و مانه او بیرته پنجاب ته ولاړ. کله چی سردار محمد عظیم خان ددی سوغات نه خبر سو ، ډیر په قهر سره بیرته د پیښور پر خوا را روان شو. یارمحمد خان وډاریدی او د سوات په دره کي یی یوسفزیو ته پناه یووړه .

 

د سردار محمد عظیم خان جهاد دپیښور د ازادولو پخاطر:

سردار محمد عظیم خان په ۱۸۲۳م کال د سیکانو په وړاندي د جهاد ناره پورته او د قبایلو ډیری کسان ورسره یوځای شول. رنجیت سنګ هم د خپلو منظمو قواوو سره چی د اروپایی ماهرانو لخوا روزل شوی وه ، د سند تر رود را تیر شو. افغاني قواوی د کابل رود پر دووبرخو ویشلي وی .قبایلي قوتونه چي شمیر یی تر شلو زرو تنو پوري رسیدی د سید اکبر پاچا په مشری چی د پیربابا (سیدعلي ترمذی) داولاده څخه وو ، د رود په شمالي غاړو یی سنګر ونیوی. افغاني دولتی قواوی د محمد عظیم خان او دده د وړونو په مشري نوښار ته نژدی ځای پر ځای شوی وی.رنجیت سنګ پر قبایلو باندی حمله وکړه او سخت جنګ و نښت. د محمد عظیم خان قواوی ددی پرځای چي تر رود ور واوړي او د قبایلو سره مرسته وکړي ، د تماشاچیانو په توګه یی سیل کاوه .

قبایلیان که څه هم په میړاني وجنګیدل او ډیر تلفات یی ورکړل ، مګر ماته یی وخوړل .لدی نه وروسته محمد عظیم خان بیله دی نه چي جنګ ته ورودانګي، د پیښور نه ځان وکیښ اوله هغه ځایه یی د کابل پر خوا پښی سپکي کړی. [12]  د محمد عظیم خان ددی ناوړه عمل علت هغه غلط خبر وو چي سردار یار محمد خان ده ته وړکړی وو. هغه ده ته خبر ورکړ چي د رنجیت سنګ لښکرو په مچینی قلعه کي دده پر خزانو هجوم وړی دی. سردار د خپلو شخصي خزانو د ساتلو په نیت چي تل به یی د ځانه سره ګرځولی، د جنګ نه لاس واخیست او میدان یی سیکانو ته پریښود. سردار محمد عظیم خان د پیښور څخه د کابل خواته پر لاري ناروغ سو او په ۳۸ کلني کی یی له دی دنیا نه سترګي پټی کړی چي بی شمیره خزانو یی هیڅ درد دوانه کړ.[13] دده زوی حبیب الله خان چي یو بی باکه او عیاش ځوان وو ، دده پر ځای کښيناست.

په هر حال دغه جنګ د پیښور راتلونکي سرنوشت وټاکه ، رنجیت سنګ پیښور او اشنغر ونیول او ددی څای د چارو واګي یی د سردار یارمحمد خا ن او سلطان محمد خان پلاس ورکړی[14].

محمد عظیم خان د خپل ژوند په وروستیو ورځوکي خپل زوی حبیب الله خان را وغوښت او خپله شتمني یی چي څه باندی دوه میلیونه سکو ته رسیدل ، وده ته وسپارل .دده نه یی دا وعده واخیستل چي دا ټولي پیسی به دده د ماتي خوړلو په غچ اخیستنه باندي لګوي چي د رنجیت سنګ څخه یی خوړلی وه . دی پدی پوهیدی چي زوی یی ددی کار توان او لیاقت نلري  نو یی خپل ورور نواب جبار دده د پاره وصي وټاکه . دده تر مرګ وروسته دده عیاش او لیونی ډول زوی هیڅکله هم دده وصیت ته پام وانه ړاوه او تر سره یی نکړ[15]. د همدغي نیټی نه پیښور د تل لپاره د کابل له واکه ووت (۱۸۲۴م). په (۱۸۲۵م کال) کي د سند میرانو د سردار رحمدل خان په وړاندي ښورښ وکړ او هغه

مجبور سو چي کندهار نه ځان وباسي .

پدی توګه د فتح خان تر وژل کیدو وروسته او د هغه د وړونو د پاڅون په نتیجه کي د درانیانو هغه ویاړلی امپراطوری چي د ابدالي احمد شاه بابا په مټ جوړه شوی وه ، سره وپاشل شوه او له منځه ولاړه .ددی سره سم مرکزي حکومت هم له منځه ولاړ، یوه ناوړه ملوک الطوایفی منځته راغله . هرولایت د سیمه ایزو امیرانو لخوا اداره کیدی چي یوبل ته یی تن نه ورکاوه .پدی وخت کي هرات  د سدوزي شاه محمود او کامران پلاس کي و ،د هندوکش شمال خوا بلخ او اړوندي سیمي یی دهم هغي سیمي د امیرانو پلاس کښیوتي .کابل ، غزنی او جلال اباد د امیر دوست محمد خان لاس ته ورغلي او کندهار د کندهاري وړونو سره پاته سو.

 

د سید احمد بریلوی جهاد دپیښور د لاس ته راوړلو پخاطر

 

د ۱۸۲۰م کال په شاوخوا کي لمړی نظامي ډوله مذهبي وهابي غورځنګ د هند د نیمي وچي په شمال لویدیز سرحد کی د مسلمانانو تر منځ د سیکانو پر ضد راوټوکیدی چي مشری یی سید احمد بریلوی ( ۱۸۳۱-۱۸۷۶م ) کول . دسید احمد موخه داوه چي د انګریزانو سره ترجنګ وړاندي باید په شمال لویدیزو سرحدونو کي دپښتنو په منځ کي پایګاوي جوړی سي. بریلوی پدی موخه د عربستان څخه راوګرځیدی. وروسته یی کندهار او کابل ته سفرونه وکړل. سرداران یی د سیکانو پر ضد و جهاد ته راوبلل . داچي ددوی څخه یی هوکړه تر لاسه نکړه نو پخپله یی د قبایلو تر منځ د جهاد د پاره د تبلیغ کار پیل کړ. ده پدی نیت د (جماعت ) په نامه یو ګوند هم جوړ کړ چي د خلګو تر منځ یی تبلیغات کول اصلی موخه وه . ده په دغو تبلیغاتو کي خلګ ووسله وال جهاد ته رابلل. پدی توګه د لومړي ځل د پاره قبایلی مشرانو لخوا پرته د عام ولس نه جهاد اعلان سو.

پدی جهاد سره لومړی وسله وال پاڅون، د رنجیت سنګ او سیکانو په وړاندي په (۱۸۲۷م ) ترسره سو . مګر د یو شمیر خانانو د خیانت له مخي دا جنګ د ماتی سر مخامخ شو. دڅو نورو جنګونو په ترڅ کي، بریلوی یوځل پدی وتوانیدی چي په (۱۸۳۱م) کي د سیکانو څخه پیښور ونیسي، خو رنجیت سنګ حمله پر وکړه او په جنګ کي سید احمد بریلوي ووژل سو[16].

غلام محمد غبار لیګي : بریلوي په ۱۸۲۲ م د حج په سفر عربستان ته ولاړ. څلورکاله وروسته ډهلي ته راستون او د خلګو د رابللو په موخه یوسفزي قبایلو ته ولاړ . په ۱۸۲۷م کال کی ده وکړای شوه ، په بنګښ ، سوات او تیرا کي د رنجیت سنګ پر ضد خلګ راوپاروي ، مګر دا ښورښ د رنجیت سنګ د قواوو له خوا و ځپل سو. بریلوي« پنجتار » ته وتښتیدی. د رنجیت سنګ قوماندانانو د پیښور د خلګو د مالیاتو کچه لوړه کړه او د لاهور پر خوا وخوځیدل. په ۱۸۲۹م کال کی بریلوی د یوسفزیو، خلیلو او مهمندو قبیلو په مرسته پر سردار محمد سعید خان حمله وکړه . وروسته یی پر سردارسلطان محمد خان باندی هم حمله وکړه ، پیښور یی د سیکانو د واکه وایست، خو سلطان محمد خان یی پریښود. مګر د رنجیت سنګ د زوی شیرسنګ په مشری سیکانو په (۱۸۳۰م ) حمله وکړه . د «هزاره »  په جنګ کی یی د بریلوی د نفرو څخه شپږ زر تنه مړه او په پایله کي یی پیښور او اشنغر بیرته ونیول[17].

د پیښور د آزادولو پخاطر ، بریلوي څوځلی جنګونه وکړل تر څو چي د (۱۳۳۰م ) کال په مني کي یی دا ښار بیرته ونیوی. دوی میاشتي دده په مشری غازیانو دلته د حکومت او مستقل حاکمیت دعوا کول چي د سید احمدشاه عادل په نوم یی د بریلوی پنامه سکه هم نشر کړه . قبالو سره له دی چي په جنګ کي یی دده ملا وتړل ، مګر داچی دی یو هندوستا نی وو ، پښتنو دده مشری ځانته یو ډول توهین او سپکاوی باله ، نو یی د زغم وړنه وو.

دده د بریالیتوب لوی لامل داوو چي ده د کافرو سیکانو څخه د خلګو د نجات به موخه هغوی ته تبلیغ کاوه او را پاڅول یی . د پیر بابا د کورني څخه د سید اکبر پاچا سره دده دوستي او راشه درشه کیدلای سي دده د بریالیتوب یوبل لامل وي ځکه چی یوسفزیوهغه ته ډیر اخلاص درلود او خپل پیرخانه یی ګڼل. دوی دواړو یوبل ته صمیمیت او درناوی درلود . ښایی چي دواړه به ښه خلګ وه ، خو ددوی دغي دوستي ترپایه پوری دوام ونه موند .

کله چي بریلوي د جنګي چارو د تنظیمولو د پاره د خلګو ځخه د عشر او زکات عوښتنه وکړه، ملکانو او د قبیلو مشرانو چي پدی کارکی یی خپله ګټه نه لیدل نو یی د شکایت ناری پورته شوي. لدی نه وروسته چي کله بریلوی خلګ د نجونو په واده کولو کی د ولور پنامه د پیسو د اخیستلو څخه منع کول او ویل یی چي دا کار د انسان پلورل دي ، هم د مخالفتونو او شکا یتونوسره مخامخ شو، ځکه چي قبایلو دا کار د خپل دود په خلاف ګاڼه . ددوی په نظر ، د ولور د پاره چي هر څومره ډیری پیسي وغوښتلی سی، دا کار په واده کي د نجونو قدراو عزت زیاتوي . د پیسو نه اخیستل یا لږاخیستل یی د خپلو نجونو د پاره سپکاوی باله او د نجلی کورنی ته یی یوه د شرم خبره بلل .

دهمدی کبله په قبایلي پښتنو کي دا اوس هم د ولور اخیستل یو ښه او پر ځای کار بریښي . دلته پر سید احمد بریلوي باندی دا تورونه ولګول شول چي ګویا دی غواړی پدی توګه دخپلو هندوستاني مریدانو د پاره لاره خلاصه کړي تر څو د قبایلو پښتنی نجوني په مجاني ډول  ورته واده کړی . ځکه نو خلګو دده څخه مخ واړاوه . بریلوي دا ځل پیښور دیو لړ امتیازونو په بدل کي سردار سلطان محمد خان ته پریښود او په قبایلو کی د (هزاره ) سیمي ته ولاړ. هلته یی د سیکانو پر ضد څو نور جنګونه وکړل. سید احمد بریلوی په (۱۸۳۱م) د سیکانو سره د بالاکوټ په جنګ کي مړ شواو مریدان یی سید اکبر پاچا  د سوات په (سیتا کلا ) کی ځای پر ځای کړه  او د هري سنګ د حملو څخه یی وژغورل . پخپله سید اکبر پاچا هم د (۱۸۵۷م) کال د می په ۱۱ نیټه په سوات کي وفات سو.[18]

په ( ۱۸۳۴) کي رنجیت سنګ و توانیدی چي پیښور دتل د پاره د افغانستان له خاوري نه بیل کړي او د سند د رود د دواړو غاړو ټولی سیمی په پنجاب پوری وتړي . سردار سلطان محمد خان د سیکانو د مامور په توګه د پیښور حاکم وټاکل شو. دوست محمد خان دا وخت پر کابل باندی  حکمراني کول او په کندهار کی وشاه سجاع ته تر ماتي ورکولو وروسته ، بریالی راګرځیدلي وو . ده د رنجیت سنګ سره  د جنګ تکل وکړ چي به راتلونکی فصل کي به یی بشپړه یادونه وشي .

 

دبارکزی وړونو تر منځ د هیواد د ولایتونو ویش:

 

دمحمد عظیم خان تر مړني وروسته ، زوی یی سردار حبیب خان دده ځای ناستی سو. ایوب شاه چی تر اوسه لا پرتخت ناست وو، حبیب الله خان ته یی د رقیب په سترګه وکتل. دوی دواړه یو دبل د له منځه وړلو په فکر کی وه . داهغه وخت دی چی د بارکزو یو شمیر وړونه لکه  یارمحمد خان او سلطان محمد خان د سیکانو په خدمت کی پر پیښور حکومت کاوه او دوست محمد خان د دوی تر سیوری لاندي هلته شپی تیرولی . کندهاری وړونو بیا د کندهار څخه پر سدوزی واکدارانو باندي په هرات کي حملی کولی خو لایی په مغلوبولو باندی بریالی سوی نه وه .

د حبیب الله خان او ایوب شاه اړیکي نوری هم وراني شوی . ایوب شاه پدی نیت شو چی خپل زورور او شتمن رقیب د خپل زوی شاهزاده اسماعیل پلاس له منځه یوسي، مگرپردل خان پر ښه وخت د کندهاره کابل ته راورسیدی او خبره یی داسی حل کړه چی ایوب شاه یی له تخته لیري او دده زوی اسماعیل یی وواژه . پدی توګه حبیب الله خان په اسانی سره د کابل حکمران وټاکل شو او ورسره سم د هیواد په مرکز کي د سدوزو حاکمیت بیخي له منځه ولاړ.

اوس نو د محمدزو د سلطنت د پاره شرایط په بشپړ ډول اماده او هیڅ خنډ شتون نه درلود، ځکه چي دهرات ولایت نه پرته ټول هیواد د بارکزي وړونو پلاس کی وو. سردار پردل خان ددی پر ځای چي په کابل کی د یوه متمرکز سلطنت خښته کښیږدی ، د حبیب الله خان د شتمنیو څخه یی خپله یوه برخه پیسي تر لاسه او پدی یی بسنه وکړه ، بیرته  د کندهار پرخوا وخوځیدی . حبیب الله خان په خپلو پیسو سره یوازی عیاشی کوله. ده د سرداری او حکمراني وړتیا اصلا نه درلوده . برسیره پردی ده داسي لایق  اشخاص لکه نواب جبارخان خپل کاکا او نایب امین الله خان لوګری د اداری چارو څخه لیری کړل . هغه وو چي سرداردوست محمد خان د پیښورنه کابل ته پدی نیت راغی چي دحبیب الله خان قدرت او ثروت دواړه  ورنه تر لاسه کړي.

دکاکا او وراره اړیکو ډیري لوړی ژوري ولیدی. په ښکاره یی یو د بل درناوی کاوه خوپه پټه هر یوه دبل د ړندولو او وژلو په فکر کی وو. څو واره یی یو دبل سره شخړي هم وکړی. په پای کي د دوست محمد خان پلویان زیات شول ځکه چي نواب جبار خان او امین الله خان لوګري هم دده پر خوا ودریدل. په هغو شیبو کي پر حبیب الله خان باندی د دوست محمدخان بری حتمی ګڼل کیدی . یووار بیا د حبیب الله خان د ورور سردار اکرم خان د زاریو له مخي پردل خان د کندهار څخه د کابل په سیاسي ډګر کي راښکاره سو. مګربیله دی څخه چي ستونزه حل شي هغه بیرته کندهارته ولاړ. د دوست محمدخان او حبیب الله خان تر منځ ستونزی د ساړه او تاوده جنګ په شکل دوام وموند . هغه وو چي سردار شیردل خان کابل ته راغی . دی تر پردل خان د ستونزو په حل کي جدي او مصمم ښکاریدی. ده غوښته چي د دواړو پر نقشو خط وکاږي او د کابل واک پخپل لاس کي ونیسي . دا کاریی هم وکړ او پدی هڅه کي شو چي حبیب الله خان د کابله تبعید او لوګړ ته یی ولیږي، دوست محمد خان به د غزني ، کوهستان او میدان سیمو د حکومت په ورکولو او یو مقدار پیسو باندي ارام کړي. له دی نه وروسته یی په نیت کي وه چي د ټولو سردارانو یوه جرگه جوړه کړي او هلته فیصله وکړي چی ټول باید پخپلو حکومتونو او جاګریو ( تیول) باندی قناعت وکړي ،یود بل سره شخړي پریږدی او د خارجي حملو په وړاندي یو موټی پاته شي .

دده دا پلان عملي جامه وانه غوستل . دده او دوست محمد خان تر منځ د بالا حصار، شاه شهید ، بیني نیزار او مرنجان په سیمو کي جګړی وشوی. هغه وخت چی د دوی دواړو پلویانو یو بل تر ګریوان نیولي وه ،نور وړونه د نواب محمدزمان په خیمه کی سره را ټول سول ، تر ډیر بحث وروسته یی د پریکړی اخیرې خبره نواب صمد خان ته پریښودل . په پای کي یی سردار شیردل خان د ټولو بارکزي وړونو د مشر او رییس په توګه وټاکل سو او د پاته وړونو د واک سیمي په لاندی ډول ومنلي شوي :

داچي پیښور د پنځو تنو پیښوری سردارانو لپاره کفایت نه کاوه، نو یار محمد خان او سلطان محمد خان د کابل په حکومت کي شریک سول،عطا محمد خان او سعید محمد خان ته پیښور او اړوندی سیمي ورکړل شوی . دوست محمد خان ته کوهستان ، دده سکني ورور امیر محمد خان ته غزني، نواب جبار خان ته لغمان ، نواب اسد خان ته د دیره جاتو دحکومت پا تی برخي ، شیردل خان ، بردل خان ،کهندل خان او مهردل خان ته په ګډه کندهار او اړوندي سیمي یی ، رحمدل خان ته سند ، د نواب اسد زوی نواب محمد زمان خان ته جلال اباد او په پای کي حبیب الله خان ته د لوګر حکومت وسپارل سو [19] .

تر دی پریکړی وروسته سردار شیردل خان د کندهار په لور روان او یار محمد خان د کابل حکومت چاري پر غاړه واخیستی. پدی وخت کی سردار عطامحمد خان د پیښور حاکم وفات او یار محمد خان او سلطان محمد خان کابل اداره کاوه . سندیانو بیا ښورښونه پیل کړه . اول رحمدل خان او ورپسی یی شیردل خان د سند پر خوا حرکت وکړ . مخکي لدی چي شیردل خان هلته ورسیږي  ، ورور یی د حکومت چاری ویوه افغان یاني د الله داد خان زوی نایب سلطان محمد خان ته وسپارلي او حالات آرا م شول.

شیردل خان چي کله بیرته د کندهار پر خوا روان وو،په لاره کي ناروغ او د محرم میاشتي په (ق۱۲۴۲) (۱۸۲۶م) کي وفات شو. دده مړیني د سند او کابل دواړو حالات ګډوډ کړل. په سند کي سندیانو افغانی حاکم وشاړه او استقلال یی اعلان کړ. به کابل کي دوست محمد خان د سلطان محمد خان حکومت د خپل ځان د محرومیت او همدارنګه په مرکز کي د پیښوری اوکندهاري سردارانو د اغیز د زیاتوالي لامل ګاڼه، ځکه یی نو پرکابل حمله وکړه ، بالاحصار یی ونیوی او سلطان محمدخان یی له هغه ځایه وایستی . لدی نه وروسته ، ددی دپاره چی دشیردل خان سره پخوانی پریکړی هم په پام کی نیولی شوی وی او د وړونو ترمنځ دوستانه حالات بیرته منخته راشی ، په ۱۲۴۲ هق کی یی د ولایتونو دویش په اړه یوبل تړون پکار واچاوه . پدی تړون کی د وړونو او وراره ګانو هر یوه دپاره خپل حق وټاکل شو . ددی تړون اصلی نسخه د کابل موزیم د خطی اسنادو په ډله کی ساتل کیږی چی منځپانګه یی په لاندی ډول ده .

 

د ۱۲۴۲هق کال د تړون له مخی دهیواد دولایتونو بیا ویش :

 

کله چی دوست محمد خان کابل ونیوی نو د کابل حکومت یوار بیا د ټولو بارکزی وړونو د پام وړ وګرځید . ددی دپاره چی دلانورو وینی توئیدنی او مخالفتونو څخه مخنیوی شوی وی ، دوست محمدخان ټول وړونه راوغوښتل څو یوار بیا غونده وکړی ، دهرچا د واک سیمی وټاکی او پدی اړه یو تړون لاسلیک کړی . داتړون په ۱۲۴۲ هق یا ۱۸۲۶ م کی لاسلیک چی بربنسټ یی نواب عبدالصمدخان د کورنۍ مشر وتاکل شو . په تړون کی د وړونو دپاره د دوی دحاکمیت سیمی په لاندی ډول ومنلی شوی :

«  دا مهال د ۱۲۴۲ کال د ربیع الاول د میاشتی په لومړی لسیزه ده . تر هغه وروسته چی زموږ وړونو ترمنځ یو لړ شخړی او ناخوالی منځته راغلی او په پایله کی یی سردار دوست محمدخان دکابل دارالسلطنه اشغال کړه ، له همدی کبله موږ ټول وړونه او وراره ګان دسولی او خپلی کورنی دخیر پخاطر سره راټول ، د دولتی چارو دسمون او دخپلی کورنی دبنسټ دټینګښت په موخه مو پریکړه وکړه چی د کوهات او انکو اړوندی سیمی به نواب صمد خان ، پیښور ، هشنغر ، خالصجات او اړوندی سیمی به یارمحمدخان او وړونو ته  یی ، کابل ، کوهدامن ، خالصجات او ورسره تړلی سیمی به سرادر دوست محمدخان او  دده  سکنی ورور سردار امیرمحمدخان ، دغلجییو قومونو ( دکابل شاوخوا سیمی تر لغمان پوری ) مالیات به نواب جبارخان ، دجلال اباد او دلغمان تاجکی سیمی به نواب زمانخان او دده وړونو ته ، د لوګر حکومت ، څرخ ، میدان او غوربند به سردار حبیب الله خان او دده ورور سردار اکرم خان ته او کندهار به کندهاریوړونو ته وسپارل شی. »[20]

په تړون کی راغلی دی : « د نوی کال دپیل څخه به سردار دوست خان د نواب عبدالصمدخان په ضمانت د کابل د مالیاتو څخه هرکال یو لک روپی سردار یارمحمد خان ته په میاشتنی قسطونو باندی ورکوی . داچی نواب عبدالصمدخان سپین ږیری او د ټولو وړونو مشر دی ، هغه به د نورو د اصلاح او دکورنی دخیر په موخه د دوست محمدخان سره یوځای په کابل کی اوسیږی . که چیری سردار یارمحمدخان یا سردار سلطان محمدخان یا سردار محمد سعید خان یا سردار پیرمحمدخان او یا ددوی اړوند کسان په هغو سیمو کی چی و سردار عبدالصمدخان ته ځانګړی شوی دی ، لاسوهنه وکړی ، یا داچی سردار دوست محمدخان هڅه وکړی د سردار یارمحمدخان اړوند کسان په ښکاره یا پټ ډول و دی ته وهڅوی چی دده څخه مخ واړوی یا یی په مال کی لاسوهنه وکړی ، نو د  عهد  ماتونکی په توګه به د خدای او رسول ، ټولو وړونو او وراره ګانو دښمن وګڼل سی ، وړونه او وراره ګان به یی په وړاندی و دریږی او هر څوک چی  یی په وړاندی نه دریږی ، هغه به هم دخدای او رسول دښمن وی . د نوموړو یو لک روپو په اړه باید دا هم وویل شی چی دوست محمد خان دا خبره منلی څو داپیسی به په میاشتنی قسطونو سره و سردار یارمحمدخان ته پر ټاکلی وخت رسوی . که دا کار ونکړی نو دی به عهد ماتونکی ، د خدای او رسول او ټولو وړونو دښمن وی او ټوله وړونه باید دښمنی ورسره وکړی او که څوک دښمنی ورسره ونکړی نو هغه به هم د خدای او رسول دښمن وی . که چیری کندهاری وړونه دغه تړون او دسیمو منل شوی ویش و نه منی او یا له هغه څخه تیری وکړی ، ټوله وړونه به په ګډه د کندهاری وړونو په وړاندی دریږی او دښمنی به ورسره کوی . که چیری سردار یارمحمدخان وغواړی خپلو نوکرانو او اړوندو کسان ته چی په کابل کی اوسیږی ، دده پرځمکو باندی د کار له کبله تنخواه ورکړی ، د هم هغو یو لک روپیو په حساب یی ورکولای شی . که چیری زموږ د وړونو یا وراره ګانو له ډلی نه کوم څوک پدغه تړون کی دټاکل شوی ویش څخه تیری وکړی یا یی و نه منی ، دخدای په لعنت دی ککړ او درسول د نفرت لامل دی وګرځی ، د جناب مصطفی د دین څخه دی بیګانه ، کافر مطلق او په څلور  مذهبه دی نامسلمان وی . موږ ټول وړونه او وراره ګان ددغه تړون پر بنسټ یو دبل سره دوستان او هغه دښمنی او ناخوالی چی لدی نه مخکی زموږ تر منځ را پیدا شوی وی ، پسله دی نه موږ ورڅخه تیر او نور یو دبل سره په دوستی او صمیمیت کی ژوند کوو . دا څو کلمی د تړون په توګه په قلم سره ولیکلی شوی .  ربیع الثانی سنۀ 1242هجری قمری[21] »

څرنگه چی لیدل کیږی د دی تړون اصلی هدف اوموخه د دوست محمدخان او د پیښوری سردارانو ترمنځ بیرته اعتماد راژوندی کول دی. دا تړون وسردار دوست محمدخان دومره موقع په برخه کړه چی بالاخره دخپل امارت او د محمدزو سلطنت په کابل کی اعلان کړی.

بله خبره داچی ، امیر دوست محمدخان د ۱۸۱۸ – ۱۸۲۶ م پوری په کابل اوشاوخوا سیمو کی یی خپل اغیز په کرار کرار دومره زیات کړ چی دخبل امارت د اعلانولو دپاره یی لاره په ښه توګه پرانیستل . ده ددی دپاره چی هم یی ځان پاچا اعلان کړی وی او هم یی خپل کندهاری او پیښوری وړونه ځان ته په قهر کړی نه وی ، په ۱۸۳۶م کال یی د دینی علماوو په فتوا سره د پیښور دبیرته نیولو په موخه د سیکانو په وړاندی د جهاد ناره پورته کړه . دا پدی خاطر وو چی د فتوا د انفاذ دپاره د امیرالمومنین پرمقام باندی د امیرالمومنین شتون اړین وو . ده ځانته دا مقام ظاهرا د جهاد د فتوا اخیستلو پخاطر وټاکه او نورو وړونو ته چی پر دی مقام باندی یی دی مستحق نه ګاڼه ، داسی وښودل چی دخپل ځان د پاره یی دا کار نه دی کړی . ددی سره سم د یوشمیر کسانو په بدرګه پر آس باندی سپور، په سیاه سنګ کی د عیدګاه مسجد ته ورغی . د مرحوم میرواعظ زوی میرحاجی چی دښار یو ډیر متنفذ سړی وو، د اوربشو وږۍ یی دشاهی جیغی ( تاج ) په توګه دده پر لنګوته  کښیښوده او د امارت خطبه یی قرائت کړه .حاضرو کسانو یو موټ پیسی دده پر سر وپاشلی او دتاج

ایښودلو مراسم د توپ دفیر پرته په ډیر ساده ډول تر سره شول .

امیر دوست محمد به عزم جنګ و جهاد

کمر به بست و بزد سکه ناصرش حق باد

د دوست محمد خان دلومړی ځل ( ۱۸۲۶ م ـ ۱۸۳۹م ) په امارت کی د کابل دسلطنت قلمرو د هندوکش څخه تر غزنی او زرمت او دبامیان څخه دخیبر تر غرونو پوری پراختیا درلوده . پدغه وړوکی قلمرو کی د امیر دوست محمدخان زامنو حکمرانی کول او هغه پدی توګه وه : سردار محمد افضل خان په زرمت کی ، سردار محمداکبرخان په جلال اباد کی ، سردار محمد اکرم خان په بامیان او بهسودو کی او سردار غلام حیدرخان په غزنی کی، د دوست محمدخان دسکنی ورور امیرمحمدخان زوی سردارشمس الدین خان په کوهستان کی حکومت کاوه . ددغو ټولو سیمو مالیات په ګډه تر ۲۵ لکو روپیو نه زیاتیدل .

دهیواد په نورو سیمو کی حالات راز راز وه : په کندهار کی سردار کهندلخان او سردار مهردلخان ، په هرات کی سدوزی شاهزاده کامران د خپل زورور وزیر یارمحمدخان الکوزی سره حکومت کاوه . د هندوکش په شمال کی میرمرادبیګ ازبک د کندز څخه پراخی سیمی اداره کولی . ده دخپل زوی شاه مرادخان په مت پربدخشان او تالقان او دخپل ورور محمودبیګ لخوا یی پریوشمیر شمال لودیزو سیمو لکه فاریاب او جوزجان باندی حکومت چلاوه.[22]

[1] – دالاتر اوسه مالومه نده چي چا او کله  دی سیمي ته د ګرشک نوم ورکړیدی. ښایی چي دا به یوه فارسي کلمه وی چي د ایراني صفویانو د اشغال پر مهال دا نوم ایښودل شوی وی .کیدلای سی چي اصلا دا  کلمه «گیرش کن» وی،خو د وخت په تیریدو سره په « ګرشک » باندی بدلون موندلی وی.

[2] معصوم هوتکی ، کندهاری وړونه دریم مخ

[3] – موهن لال، زندگی امیردوست محمدخان،ج۱، ص ۸۱

[4] دموهنلال همدغه اثر،لمړی ج ،۹۴ مخ

[5] -هم هغه کتاب، ۱۰0 مخ

[6] – موهن لال، همان ،ج1،ص ۱۰1

 

[7] – موهن لال، همان ،ج1،ص ۱۰۲

[8] – موهن لال، همان ،ج1،ص ۱۰۲

[9] – دیوه بل روایت له مخي، دوست محمد خان څوجعلي لیکونه د خپلو باوري کسانو پلاس د شاه محمود تر نظام قراول پوري ورسول. هلته ویل شوی وه چي شاه محمود او زوی یی دخپلو قوماندانانو د خوا نیول شوی دي . دالیکونه تر شاه محمود پوری رسیدلي اوکله چي هغه له موضوع نه خبر شو، په ډارکی ولویدی، پر خپلو لښکرو بی باوره شواو دخپل ځان له ډاره یی تیښته غوره وګڼل)(سراج التواریخ،لمړی ټوک ۱۰۱مخ،تاریخ سلطانی ۲۰۶مخ)

[10]موهنلال،هم هغه کتاب ۱۰۴مخ

[11] میرزا محمدخان ښکارپوری نوای معارک،۸مخ

[12]–   صدیق فرهنګ، افغانستان در پنج قرن اخیر .ج   ا، ۲۳مخ. پښتانه (پټانز)د اولاف کارو اثر،د جنرال شیر محمد کریمي پښتو ژباړه ، ۱۳۷۸ش ګال ، پیښور، ۴۴۲-۴۴۳ مخونه .

[13]سردارمحمد عظیم خان د لته بند په کوتل کي ومړ(۱۸۲۳م کال).د هغه مړی یی کابل ته راوړ اوپه عاشقان وعارفان  مزار کي ښخ سو.

[14] – غبار، افغانستان درمسیرتاریخ،ج۱، ص ۵۱۲

[15]عروج بارکزایی، د ۱۲۸ مخ وروسته، د دپیرس په قول،سردار حبیب الله لیونتوب تر هغه ځایه ورسید چي خپله میرمن ، اولادونه او ټول خپلوان یی د سند رود ته واچول او له منځه یی یووړه ( پیرس،عروج بارکزایی) .

[16] -اولیور روی ، اسلا م ونو ګراتي سیاسي در دفغانستان ، ۹۰-۹۱ مخونه

[17] -غبار افغانستان در مسیر تاریخ ،   ج ۱، ۵۱۵مخ

[18] -اولف کارو ، پښتانه ، ۴۵۶-۵۴۰، ۴۵۷ مخونه

[19] -رشتیا،افغانستان در قرن 19، ص 25

[20] – کهزاد، در زوایای تاریخ معاصر افغانستان، ص 25

[21] – کهزاد، در زوایای تاریخ معاصر افغانستان، ص 25 -27

[22] – کهزاد ، بالاحصار کابل و پیشامد های تاریخی . ج ۱ ، ص ۲۲۲ ـ ۲۲۶

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!