منډيګک
افغان تاريخ

د کندهاري سردارانو فرهنګي اړخ ته کتنه

ژباړه: پوهنمل نوزادي

0 45

 

سره ددی چي کندهاری سراداران دسیاست اونظامي چاروسره پخپل ټول وخت کي لاس او ګریوان وه ، د فرهنګي چاروڅخه هم ډیرلیری ندی پاته شوي. ددوی د پاته شونوڅخه ښکاري چي د شعری ذوق او د ښکلي خط لیکلو (خطاطی ) سره یی خپلي اړیکي ساتلي دي او داکار یی د ستایني وړ دی .

په فرهنګي اړخ کي ددوی وړتیا کولای سي ددوی دسیاسي اړخونو نیمګړتیا ورته پوره کړي. ددوی دغه وړتیا  یی دوی  له پیښوری او کابلي سردارانو څخه بیلوي اوپدی ارزي چي افغانی ټولني ته ور وپیژندل شۍ.

ددوی وسیاسي اړخ ته په پام اړولو سره داسي فکر کیږي چي دوی ټول عمر په سیاسي تربګنیو ، زور ازمایلو او دقدرت په غوښتلو کي په فیوډالی رقابت اوسیالیو بوخت وه . مګر دوی سره له دی ټولو پخپل بیکار وخت کی شعر ویل ، نستعلیق خط لیکل او د نورو د شعرونو دیوان تنظیمول هم له یاده ندی ایستلی .

ددوی دډلی نه داسی کسان د یادولو وړ دي چي شعري اوهنري استعدادونه یی درلودل لکه سردار مهردلخان اوسردار غلاممحمد خان طرزی او دده زامن لکه محمود طرزي د نستعلیق خط زبردست ماهر ، دغلام محمد طرزی ددیوان لیکونکي (خطاط) او د یو شمیر نورو لیکوالانو د لسګونو ادبي کتابونو مهتمیم.

ښاغلی معصوم هوتک د خپل کتاب (کندهاری وړونه )په ۲۶۸ مخ کي لیکي :

« د(کندهاری وړونو) سیاسی رول چی هر راز و، ښه او که بد، هغه دتاریخ په کتابونوکی په تفصیل سره بیان سوی او ما یی هم پخپله همدی لیکنه کی یوه اندازه جاج اخیستی دی. خو له دی واقعیت  څخه هیڅوک انکار نسی کولای چی په دی کورنی کی دسردارمهردلخان مشرقی غوندی عارف شاعر، د سردار غلام محمدخان طرزی غوندی کثیرالابعاد شخصیت او دپارسی ژبی دویاړ شاعر، دعلامه محمودطرزی په شان پرافغانیت مین سیاستمدار، لیکوال، شاعر، ژورنالیست … تیرسوی دی چی دافغانی تاریخ او فرهنگ ویاړلی شخصیتونه دی. ماهڅه کړی ده چی د دغی کورنی فرهنگی او سیاسی شخصیتونه خپلو وطنوالو ته دخپلی مطالعی په حدود کی وروپیږنم. »

دلوړکتاب لیکونکی د کندهاری سردارانو د نیکه حاجي جمال خان بارکزي په را پیزندلو سره کتاب پیل کوی . دسردار پاینده محمدخان د ورور ، سردار هارون خان یادونه کوي چي د فارسي ژبي یو ښه شاعر تیر شویدی او د شعرونو دیوان یی د ۴۵۰۰ بیتونو سره را پاته دی. معصوم هوتک په خپل کتاب کي د کندهاری وړونو له ډلي نه دفرهنګي شخصیتونو ستاینه کوي او د داسي سیاسي څیری لکه دشاغاسي کورني په هکله  د پام وړ مالومات د لوستونکو مخ ته ایږدي.   په لاندي کرښو کي به د یو شمیر کسانو څخه ددغو سردارانو له ډلی چی شعری او هنري استعدادونه یی درلودل یادونه وشي :

سردار هارون خان :

دی د حاجی جمال خان زوی او د کندهاري سردارانو کاکا وو. د (۱۱۵۰ش یا/ ۱۷۳۷م) په شاوخوا کي زیږیدلی او تر (۱۷۸۶م ) پوری ژوندی وو.کله چي د جمال خان وروسته پاینده محمد خان دبارکزی قوم مشروټاکل شو،هارون خان ته د ګرشک د حکمران دنده وردغاړي شوه . ده برسیره پردی چي په کابل ، کشمیر ،سند او هرات کی یی هم دندی درلودلی دی خو د ژوند ډیره برخه یی په ګرشک کي تیره کړی ده. دی په فارسي ژبه یو دیوان لري چي د بیتونو شمیر یی ۴۵۰۰ ته رسیږي . په غزل کی دی د حافظ پر لاري روان دی . دغزل یوه بیلګه یی داده :

چـو آرم در خیال خود شب آن لب هـای میـگـون را

بجای بــاده نــوشــــم تــا سحرگه سـاغــر خــون را

شود خــورشیـد تا از شــــرم در ابـر ســیه پـنـهـان

مـۀ من دورکـــن از چهـره یکره زلف شب گون را

روی  ای ســرو قــامت  تا بــسیر بـوسـتــان روزی

بخاک تـــیــره بنشانی زشــوخی ســرو مـوزون را

شبـی گـر بگـــذرد در دل، خـیــال بــرق رخــسارت

چـراغان از شـــرار آه  ســازم سـقـــف گــردون را

بروز عـــــیــد قــربان میکــنـم قــــربان ترا گفــتی

سرت گردم مده از دست خویش این روز میمونرا

ز احــوال رقــیــبان یک بـــیک  از ناز پرســـیـدی

نمیپـرسی چرا؟ ای سنگ دل احوال “هارون” را

سردارمهردلخان مشرقی :

دی د کندهاري سردارانوکشرورور وو چي په کړو وړوکی یی دمعنوي شخصیت پله تر سیاسي درنه وه . دی په افغانستان کي د ۱۹پیړي په هندی سبک کي د فارسي ژبي پیاوړی شاعر ګڼل کیږي. پښتو شعرونه یی هم ویلي دی. ځانته یی د «مشرقی» تخلص ټاکلی وو. دی د دری هومره قوی شاعر وو چی د مولوی مثنوي بیتونه یی په شعري ژبه شرح کړیدی. د مولانا د شعرونو څخه دده تعبیرونه ډیر ژور او داسي هر اړخیز دی چي پدی اړوند یی د خپل عصرد فارسی ژبي شاعرانو لاسونه تر شا ور تړلي دی .ده نیت کړی ووچی د مولوی د بیتونو شرح په همدی سبک کي تر پایه ورسوي. له بده مرغه یی دا ارمان پوره نشو.ده وکړای شوه چي د (شاه او مینځي – شاه وکنیزک)تر کیسی پوري په زرو بیتونو کي د نوموړی مثنوی شرح په شعري ژبه وکړي. خپل دا اثر یی د ( شرح بیتین مولوی) یا د مولوي د بیتونو شرح پنامه یاد کړیدی. ده په تصوف کي د(جمع الجمع) په نامه یوه رساله هم لیکلی ده .ده همدارنګه د (اشارات و موازات میا عبدالحکیم کاکړ) (دمیا عبدالحکیم اشاری اورمزونه ) پنامه یوه رساله شرح کړیده.

سردار مهردل خان مشرقي

مشرقي په نثر او نظم کي د هندي سبک پلوی ووچي په فارسي ادبیاتو کي دا یوخورا مشکل سبک دی.خدای بخښلی علامه حبیبي وایی:« مشرقی په رښتیا سره په هندي سبک کي دبیدل د سبک پلوی دی. مګر دده مثنوی ګاني د مولوی د شعر خوند لري. [1]»

معصوم هوتک یادونه کوي چي دسردار مهردل خان کور به تل دپوهانو د اندونو د ادلون بدلون مرکز وو. پدی مرکز کی دپښتو شعر وتلي شاعران لکه میرزا حنان بارکزی ، حاجی عبدالله پوپلزي، حاجي جمعه بارکزي ، ملا میران ، صدیق اخوندزاده هوتک، سردار غلام محمد طرزی او نور د هغه مهال ادیبان راټولیدل. سردار مهردل خان د خپل وخت د پیژندل شوو پوهانو لکه علامه حبیب الله کاکړ(حبو اخوند زاده ) او قاضي غلام محمد خان هوتک سره هم علمي او عرفاني اړیکي درلودی. لکه  څنګه چي علامه حبو اخوند زاده د (نقد القات فی التزییف الموضوعات ) پنامه خپل یو اثر دسردار مهردلخان په غوښتنه لیکلی دی [2].

ددی د پاره چي د غزل په برخه کي دمهردلخان مشرقي د تخیل په توان باندي پوه شو، داڅو غزل به یی د بیلګي په توګه راواخلو:

غزل

بس که از شور دوعــالم درد سر داریم ما

زاضطراب هستی خـود کی خـبر داریم ما

روزگاری شد که اندر وادی صحرا بشوق

رفته از خویشیم و سـودای دگــر داریم ما

آب چشم از دیدۀ خونبار ریزان هــرنفـس

ز انفعال هستی خود چــون سحر داریم ما

تا قیامت شب نگــیرد دامــن صبح  امـیــد

گـرنــقـاب از ماه روی خویش برداریم ما

مشرقی ازسیل چشم خون فشان ما مپرس

مــوج طــوفان دگـر از چشم تــر داریم ما

دا هم دده یو بل غزل

برق آهم سـوخت امشب سبـزۀ کشمیر را

آب چشمم کـرد ویــران  خــانه  تعمـیر را

ماه من درمکتب چشم سیاهت روز وشب

نیست جــــزدرس تحـیر دیـدۀ  نخجیر  را

باغبان من بیا  از سعی بی جا دست کـش

آب نتوان  داد هـرگـز غنـچـۀ  تصویر را

معصیت گرکردۀ  واعظ نخـواهم روسیاه

سرخ رو گشتم چـو نوشیدم می تقصیررا

ما که با پـیریم از رنج دوعـالم رسته ایـم

ای صبا بـرگـو حکایــت مردم بی پـیر را

مهردل،تاچند گـردی بـهــر روزی دربدر

کـس دگر گون کی تواند نسخۀ  تقـدیر را

یو بل غزل یی

سـرو آزاد است گــویا  مـصرع  مـوزون ما

بـوی گـل شد منفـعل از نگهت  مضمـون ما

زاده شد چون کهربا گوهرزخجلت درصدف

تا بیرون از بحـر دل شــد گـوهـر مکنون ما

می توان دانست خاک بی کسـان از داغ  دل

لاله شمع  روشن است بر تربــت مجنون ما

یک سـرمــــو با خبــر از نـشـۀ مــعـنی نشد

گربخـون چون داد می بنشست افــلاطون ما

زخــم ها بر دل زنوک نـاوک مژگان کیست؟

کین چنین گلگون شد از خون دلـم هامون ما

چاره ام نبود بغیر از جان سپاریهای خویش

لشکرغـم” مشرقی” بگــرفته پــیرامون ما [3]

او دا هم دده د نثر یوه بیلګه :

“… چنین گوید ذرۀ بیمقدار خاکسار بستۀ اغلال وسلاسل تعلقات این عالم آب وگل اعنی مهردل بسمع ملازمان کمال کامل که مهردل از تنعمات ذخارف عاجل برتافته، بتحصیل سعادات آجل شاغل و مایل شده اند، میرساند، مدتی میشود که خوشه چینی خرمن این طایفۀ علیه یعنی صوفیه را که فی الحقیقت فرقۀ ناجیه ایشانند، مینماید وبحکم :من تشبه بقوم فهومنهم، امید که بواسطۀ پیروی ایشان بایشان محسوب ومحشور شود. دراین زمان باستصواب رأی موافق واستدعای احباب صادق اتفاق افتاد که بر بیتین مثنوی مولوی معنوی شرحی بقئر وسع برهمان بحر در سلک نظم آورده شود.بعد از حصول این مامول چون در معنی باز بود لاجرم سلسلۀ سخن دراز شده تا اینکه تمامی ابیات آنجناب را تا ابتدای قصۀ شاه و کنیزک باتمام رسانید مبعونه وتوفیقه.سوال از جناب ارباب قبول آنکه اگرسهوی وخطائی مطلع شوند د

اصلاح آن کوشند و پردۀ عفو پوشند. [4]

دمولوي د بیتونوشرح ښاغلي مشرقي په لاندي بیتونوسره پیل کړیدی:

ابــتـــــدای نــام دانـــای  قــــدیــم            شــد زبسم الله الــــرحمن ورحــیم

ذات پاک او زبـس بی چــون بـود           شرح اوصافش زحـــد بـیرون بـود

قــل هـــــوالله آیـــتی در شـــأن  او          زانکه وصف خویش گویدخود نکو

بر بـــــزرگی جلال و بــــرجـمـــال           خـود بخــود زیبـد ثــنای ذوالجـلال

زان زبان نــــاطـــقه گــــردیـد لال            در ثــــــــــنای ذات پاک ذوالجلال

تا نگــــــویــد خود ثـنای خویشتن           مــی نــیابد وصــف او از ما و من

زان سبـب در وصــف ذات کـبـریا            شـــد دلـــــیــل عجزلا احصی ثــنا[5]

سردار مهردلخان مشرقي د ۱۲۱۲ش د محرم په میاشت یا( ۱۷۹۸م جون)په کندهارکي سترګي پرانیستی او د ۱۲۷۱ کال د جمادی الثاني په میاشت کی چی د( ۱۸۵۵م کال دمارچ د اتمي نیټی سره سمون لری )، لدی فاني نړي نه سترګي پټي کړی او د حضرتجي بابا په زیارت کي خاوروته وسپارل شو.

سردار خوشدل خان کندهاری :

دی د سردار مهردلخان زوی وو چي په دری ژبه یی د شعرویلو ښه استعداد درلود . دا هم دده د شعر یوه بیلګه :

بسی تپــیـدم، الـم کــشیدم،رُخت نـدیـدم، در این جـدایی

غمت خـریدم، بـدل گـزیـدم، بجـان رسـیـدم، اگــر نیایی

قسم برویت، بتارمـویت، که من بکــویـت، بجستجویت

اگربسویت، رسم بــبـویت، زبیم خـویــت، کــنم گــدایی

بخال هندو، بــدام گیسو، بــچشم آهـــو، بــقـوس ابــرو

زدی بهرسو،خــدنگ جادو، بت پری رو،چـه دلـربـایی

برم نشستی، بعــین مستی،زبـزم جستی، زجمله دسـتی

دلم شکستی،بزلـف بستی، بغمزه خستی، چه جانگزایی

زجورهجران،شدم پریـشان، به آه سوزان،بچشم گریان

بروی جـانان، زدرد هـجران،کنم صد افغان،اگــر نیایی

باین شمایل، نمودی مایل،ربوده یی دل،بگوچه مشکل؟

اگربه خوشدل، بلطف شامل، بــشوق کامل،نظر نمایی[6]

سردار خوشدلخان د ( ۱۸۷۸م کال) د اپریل پر ۲۷  وفات شو.  دده د کاکا زوی سردار غلام محمد طرزي دده په مړیني سره لاندي ویرنه (مرثیه ) ویلی ده :

چنان درغمــش خـونم از دل بر آمـد           که مـوجش ز دامـان قــاتـل بـرآمـد

زبس خاک غم ریخت غربال گردون           سـراپای این بحـــرســاحل بـر آمـد

چه نسرین ودرو چه گل های رنگین          که از لای این دهــر پـــرگل بـرآمد

مجو مــیــوۀ  خـوشــدلی از درخـتـم           که نخــل امـیـدم زحاصل بــر آمــد

چـسان غـنـچۀ خـوشــدلی گل برآرد           کــزین باغ سردار خــوشدل بـرآمد

فغان، زیرگِــل رفـت  پــای گـل مـن           بگلشن اگـرچــه گــُل از گِـل بـرآمد

بمــاه ربــــــیـع دوم  روز شنـــبـــه          مهی مهــردلجــو زمــنـزل بـر آمـد

ز مـه بود بیست وسوم آنکـه نــاگـه          میان  پـــردۀ مــرگ حـائــل بر آمد

چنین گــفت طـرزی بـناریـخ فوتـش

که ازچــاه انــدوه خوشـدل بــرآمد[7]

سردار غلام محمد خان طرزي  :

دی دسردار رحمدل خان زوی او د سردار پاینده محمد خان لمسی دی چي په (۱۲۴۵ش یا ۱۸۲۹م کال ) کي په کندهار کي زیږیدلی دی . سردار غلام محمد طرزی د علامه محمود طرزی پلار دی. په هندي سبک کي د فارسي ژبي یو وتلی او زورور شاعر او د ښکلی خط لیکلو په چارو کي یی لوی لاس درلود چی ډیر ښکلی خط یی وو. دی کندهاری سردار چي ښکلی ذوق یی درلود، یو صوفي ډوله هنر پال وو. دخپل کاکا سردار کهندل خان د واکمني پرمهال یی په شعر ویلو او ښکلی خط لیکلو (خوش نویسی) باندي وخت تیراوه او د سیاسی او نظامي چاروسره یی هیڅ ډول مینه نه درلوده .لدی سره سره به کله ناکله ودی ته اړوت چي د کاکا د زامنوسره پخپل منځي شخړو کي د خپلي کورني د عزت او شرف څخه د دفاع په موخه لیڅي راونغاړي ، هغه وخت چي کندهار په کابل پوری وتړل شو او پلار یی سردار رحمدل خان ایران ته ولاړ، دی په کندهار کي د خپل پلار د جایداد دوصي او وارث په توګه پاته شو.

ده په ډیروچارو کي د امیردوست محمد خان سره مرسته کول چي له کبله یی د هغه پام او درناوی ورته کیدی. امیر په دی خاطر د ( ارجمند دانشمند) پنامه یاداوه . دځانه سره یی کابل ته بوت او د کاله یی ۱۲۰زره روپي مستمري معاش ورته وټاکه . ویل کیږي چي طرزی د امیر دوست محمد خان سره په هغه جنګ کی هم ګډون درلود کوم چي دسلطان احمد خان څخه د هرا ت د نیولو او په کابل پوري د هغه نښلولو پخاطر په ۱۸۶۲م کال کي ونښت. د امیر دوست محمد خان تر مړیني وروسته امیر شیرعلی خان ، سردار محمد افضل خان او سردار محمد اعظم خان هم د غلام محمد خان طرزی عزت او درناوی کاوه. مګر د امیر شیر علیخان د دوهم ځل سلطنت پر مهال دی د امیر د پام نه ولوید او ان څه موده زنداني هم شو. دزندان څخه تر راوتلو وروسته پر کور کښیناست او تقاعد شو[8].

سردار غلام محمد خان طرزي

پر هیواد باندی د انګریزانو ددوهم ځل تجاوز وروسته کله چي د کابل د واکمني په خاطر د سردار محمد ایوب خان او سردار عبدالرحمن خان تر منځ تربګنی او رقابت روان وو،غلام محمد خان طرزی د سردار ایوب خا ن پلوی کول. هغه وو چی غلام محمدخان یی و هند ته تبعید او دده ټول جایداد یی مصادره کړ. ویل کیږي چي دامیر عبدالرحمن چارواکو دغلام محمد طرزی کورني د خپل ۳۶ تنوغړو سره په  بیرحمانه ډول و کویټی او کراجي ته تبعید کړل .

وایی چي د امیر جاسوسانو وامیر ته راپور ورکړی وو چي ګویا غلاممحمد طرزی په یوه مجلس کي یوه هراتي  ته ویلی وه : « تاسي انتظار وباسي چي سردار محمد ایوبخان به ډیر ژر د ایران څخه بیرته راستون شي » په همدی خاطر امیر دی او دده کورنی د هیواده وشړل او هغه هراتی یی په یوه قفس کي واچاوه . دغوریانو په سرحدی سیمه کي یی پر یوه ونه  و زړاوه اوورته یی وویل چي دلته منتظر اوسه څو د ایوبخان لښکری ووینی چي څنګه به د ایران څخه بیرته راګرځي .

دغلامحمد خان طرزی د تبعید پر وخت دده د کورنې په ډله کي دده نوی زلمی زوی ۱۶ کلن محمود هم ورسره وو چي لوړ فرهنګي استعداد یی درلود . دوی د ۱۸۸۱ څخه تر ۱۸۸۵م پوري په کراچي کي اوسیدل او وروسته په کښتې کي  بغداد او له هغه ځای نه په ۱۸۸۶ کي دمشق ( سوریه) ته کډه شول.

معصوم هوتک لیکي چي سردار غلام  محمد طرزی دکندهاری وړونو په کورني کی داستعداد ،میړاني، اخلاق،علم اوادب کي دبرلاسي له مخي دخپل وخت تر ټولوسردارانو وړاندي وو . ده په شعر او ادبیاتو کي لوی لاس درلود  چي ددیوان په لوستلوسره یی ددی خبري رښتینوالی ترلاسه کیږي. دده د علم اوفضل انګازی  هغه وخت تر هندوستان، ایران، عراق اوترکستان پوري رسیدلی وی. داشعارو دیوان یی ډیرپنډ کتاب دی. په ۱۳۰۹ق – ۱۸۹۱م په کراچي کي چاپ شویدی. ددی دیوان خطاطي دده زوی محمد زمان خان کړی او د چاپ چاری یی دده وراره محمد انورخان پر غاړه اخیستی وی.  غلام محمد خان طرزی دخپل زوی محمود طرزی پلاس د سیدجمال الدین افغان د پاره یوپیغام واستامبول ته لیږلی او یوه قصیده یی دنسیم په ستایني کي او د سیدجمال الدین د صفاتو په هکله ویلی چي خورا په زړه پوري اوخوږه ده . دادی هغه قصیده:

 

دسیدجمال الدین افغان په ستاینه کي :

نسيم صبح در گلشــــن وزيد از جانب صحرا

عبير آميزو عنبربيز و روح انگيز وجان افزا

طراوت بخش روى گل، پريشان سازبوى گل

موافـــق همچـــو خـوى گل ، بطبع مردم دانا

ازو طبع چمـن تازه ، وزو بر روى گل غـازه

چوبوی لاله جان پرورچوعطرگل روان پرور

دمادم گلستان پــرور،ســراسر بوستان پـیــرا

حبیب ویاور گلشن، رقـیـب و رهـبـــر گلشـن

خطیب منبــر گلشن، حسیــب دفــتر صــحـرا

ازو طبع چمن تازه، و زو بر روی گال غازه

ازو درگلشن آوازه، وزو در بوستان غـوغـا

بطــــــفل غنچه او دایه، بچنگ لالـه او مـایه

بفــــرق زاغ او سایه، بــدوش بـــاغ او کـالا

بسورى رنگ وآب ازوى بسنبل پيچ وتاب ازوى

شده سرمست خواب ازوى دوچشم نرگس شهـلا

بطرف باغ کوشیده،بگل چون رنگ جوشیده

بقــــــــد شـــــــاخ پوشیده زغـنچه دیـبۀ دیـبا

رخ چـون گل عرق کرده جواهر درطبق کرده

قبای غنچه شـــق کرده چو جیب لالۀ صحرا

بشاخ سرو وتخت گل، نشسته قـمـری وبلبـل

یکی در شیــون وغلـغــل، یکی درناله و آوا

رخ گل دربهارستان بدانسان کـرده کارستان

که مانی در نگارستان، زنـقش دلکـش زیـبا

بجسم لالۀ نعمان،چنان از لطـف بخـشد جـان

که برطـبع خرد منـدان ، کـلام نـغــز موليـنا

جمال الدين نام او، سخن فهم و سخـن پـرور

خردمند هنر گستر، فلک قـدر و ملـک سيـما

فلاطـون ازغم رویش کند تب لرزه درکویش

اشارات دو ابرویش، شــفـای بــوعلی سیـنا

ترا طــرزی ثــنا گــوید،هزاران مرحبا گوید

بصدق دل دعا گويد چه در سّرا، چه درضّرا

توئى عالم توئى عامل توئى عارف توئى کامل

توئى فاضـل توئى باذل توئى عاقل توئى دانا

فصاحت را توسبحانى، بلاغت را تو حسانى

عـرب را شيــره جـانى ، عـجـم را ديـدۀ بينا

توئى کشف نکوکارى توئى برهان دينـدارى

توئى فرهنگ هشيارى توئى قاموس استغـنا

توئی برسالکان رهبر توئی برکاملان مهـتـر

توئی برسروران سرور توئی برخواجگان مـولا

توشــــــــــــمع بـزم ایقانی، دلیل راه ایمانی

تو اندر بحــر عـرفانی درخشان گــوهر والا

کدامین قطـره آبستی، که رشــک دُرِنابستی

نکوتر زآفتابـــستی،چــه باشد لوء لـوء لا لا

نه ماه روم وشامستى که خورشيد تمامسـتى

قبول خاص وعامستى، بجا بلـقـا و جابـلـسا

تونورستی جهان اخگر،توعودستی جهان مجمر

توجانستی جهان پیکرتوروح استی جهان اعضا

الا تا نوبهــــــارآیــد درخت گل بــه بـار آیـد

زخاک مرغــــــزار آید، شمـیـم عنــبر سارا

بهار خـاطــــرت خـــرم،مبــرا از خـزان غم

چوبوی نافۀ مشکین چوبوی غنچه روح افزا

(کليات طرزى ، از قسم قصايد صفحه ١٧ )

 

لکه څنګه چي وینو ، په لوړه قصیده کي تخیل په  لوړه کچه کارول سویدی چي په قصیده ویلوکي دده لوړ استعداد ښیی . لاندي به دده  دوه غزل راواخلو چي دابوالمعاني بیدل په سبک یی لیکلی اوپه نازک خیالې کي دشاعر دزورورو مټآنو ښکارندوی دی:

 

بگلشن چون زشوخی آن چـــمن پرواز می آید

چو بــلبــل گـــل ببال غنچه در پــرواز می آید

زشرمش رنگ وبوی گل بپهلو میخوردهردم

که درگوش ازشکست رنگ وگل آواز می آید

ز رفـــت و آمـد ذوق تمـاشایم چه می پرسی؟

باستقبالـــش ازخـــود رفــتن مـــن باز می آید

چو چشم او اشارت کرد سویم با سرمـــژگـان

بشارت ســوی دل بـردم که اینک باز می آیـد

بروی رنگ گل نگهت چو شبـنم آب میگـردد

مگـــــرســـوی گلـستان آن بهــار نـاز می آیـد

زمـــرغ دل نــیم واقـف ولی باز اینقـــدر دانم

که ازبال پـــرشـــــــاهـین بگوش آواز می آید

بطرف گلشن از باغ عـــدم بــردامـن گلچــیـن

بذوق دیـــدن او دیـــده چــــشـم بــــاز می آیـد

مگر”طرزی” چو بیدل ذوق گردپای او دارم

که مشت خاک من چون چشم در پرواز میآید

(دیوان، صفحه 365)

 

دا هم دده یو بل غزل :

ازین زمانۀ پـــرفـتـنه جای فـــریاد است

که هرکه هرچه کند در محـل ایـراد است

اگر نماز کنی گـــویـــدت کـه صـوفی شد

وگرقـــمار کنی گــویـــدت که نـراد است

به بتکده چــو روی گــویدت که کافر شد

به صومعه چو روی گویدت که شیاد است

بدست سبحه چــو گیری بیکــدگــر گویند

که سبحه نیست برم دام ودانه بنهاد ست

چـو با سلام روی گـویــدت کـه طامع شد

چـو بی سلام روی گویدت که شداد است

چـــو بخششی نکنی برکسی هــمی گـوید

که این خسیس عجب دادممسکی داداست

چــو خلعـــتـــش بدهی از منافـقت صدجا

سحر بخنده بگــوید که دست بر باد است

چو کهـنه پـــوش شوی از قفا همی گوید

که این حـریف نگرسخت تر زفولاد است

خوش آنکسیکه ز رد و قبول خلق جهان

بسان “طــرزی افغان” بکـلی آزاد است[9]

سردار غلام محمدخان طرزی د ۱۳۱۸ق/ د برات د میاشتی په ۱۵ نیټه چي د۱۹۰۰م کال دډیسمبر د ۲۸ سره سر خوري دجلا وطني پرمهال په دمشق کي  دنړې نه سترګي پټي کړی اوهم هلته ښخ شو. ده یوولس زامن درلوده : محمد زمان، عبد الله ، ګل محمد ، عبد الخالق، محمود بیګ، محمد امین ، عند الیب، او شیرمحمد . دشپږو تنو لورګانو نومونه یی همدم ، ساحره، منوره، عایشه اوخورشید دي.

د معصوم هوتک په کتاب کي دده د ټولو اولادونو بشپړه شجره د جزئیاتوسره راغلی ده[10].

د دغی کورنی غړی ټوله د شعر او ادب او مطبوعات اوصحافت سره ئی مینه در لودل اود هر یو څخه علمی او ادبی آثار پاته سوی دی.

علامه محمود طرزي :

دی د پلار د مړیني پر مهال ۳۵ کلن وو.په ادبیاتو، حقوق ، سیاست، ټولینزو علومواو طبیعي علومو کي یی پراخي زد کړی اومطالعی کړی وی. دی یو زورور سیاست پوه، قوي شاعر اوبرلاسی لیکووال وو. د دري او پښتو برسیره یی ترکي ،عربي ، اردو اوفرانسوي ژبي هم  ښه زده وی. محمود طرزی په ۱۹۰۲م کال کي کابل ته راغی او په ۱۹۰۵ کال کي دامیر حبیب الله خان د ژباړني چارو د اداري رییس وټاکل شو اود ترکي ژبي څخه یی فارسی ته د قوانینو( نظامنامو) په ژباړلو پیل وکړ. وکابل ته تر راتګ وروسته دی په محمود بیګ مشهور شو. نه میاشتي یی په کابل کي تیري کړی.

داچي دی دامیر حبیب الله خان په اجازه راغلی وو نود خپلي کورني د راوستلو پخاطر بیرته دمشق ته ولاړ او په ۱۹۰۵م کال کي د خپلي کورني سره  بیرته کابل ته راوګرځیدی.

کابل ته دده دبیرته راتګ وروسته ، دده دوی لورګاني دامیر حبیب الله خان د دوو زامنو، شهزاده عنایت الله (۱۸۸۸-۱۹۴۶) او شهزاده امان الله خان (۱۸۹۲-۱۹۶۰م) ته په نکاح او واده شوی. پدی کار سره محمود طرزی په دربار کي دپام او اعتبار وړځای وموند او ددغي لاری یی دا امکان ترلاسه کړچي د « سراج الاخبار» جریده په کابل کي نشر کړي.

سراج الاخبارپه کال 1290دمیزان میاشتي په۱۶ نیټه (د ۱۹11 میلادی کال داکتوبر په اتمه) خپل دنشریدوچاري پیل کړي .ددی جریدی موخه (ځوانوترکانو) ته ورته وه چي نیشنلیزم یی دپان اسلامیزم سره ګډ په پام کي نیوی او د استعمار پرضدیی مبارزی ته داولسونو رابلل وه . برسیره پر دی د معارف( پوهني) پراخول ، دخرافاتوو پرضد مبارزه اوپه پښتو ژبه یی هم د  جریدی په اصلي موخو کي  راتلل.

دسراج الاخبار ځانګړتیاوی

دمحمود طرزي تر مشری لاندی دسراج الاخبار په جریده کي د اخبار لیکني ډیري ځانګړتیاوي او ارونه (اصول) په پام کي نیول کیدل. ټولو نشر شوو ګڼو یی د سرمقالو او د منځپانګي د سرلیکونو یو لړلیک (فهرست) درلود. فارسي شعرونو ته به په اړینو مخونو کي مهم ځای ورکول کیده .خبرونو په جریده کي اړینه برخه درلوده . طنزونو ، ټوکو او کاریکاتورونو ته لږ ځای ورکړه شوی وو او ډیره پاملرنه نه ورته کیدل.

سراج اخبار

جریده په لومړي کال په نستعلیق خط سره چاپیدل او وروسته په نورو کلنو کي یی خط چاپی سو.ددوهم کال په لومړي کي ، د عکسونو چاپول هم په سراج الاخبار کي رواج شوه .دجریدی لوستونکي تر ډیره حده د دولت باسواده کارکونکي وه. دسراج الاخبار دفتر ته په فارسي ، اردو ، ترکي ، عربي ، انګریزي او روسي ژبو د نورو هیوادونو نشریی رارسیدلی چي منځپانګو به یی د نوموړي جریدی په پاڼو غبرګون موندی.

په جریده کي د نثر څرنګوالی داسي وو چي د پخواني فارسي او په افغانستان کي د مروجي فارسي یوه ګډوله( مخلوط) یی جوړول. دایران ا و ماوراء النهر فارسي او همدارنګه د عربی لغاتونو اغیز هم تر سترګو کیدی، هلته لغاتونه په ډیروښکلو ترکیبونو سره کارول شویدی، لکه دل اګاه  ، ترقی ګستر، نکته دان ، هیچ مدان ، فسون انګیز ، رزمګاه ، بود وباش او نور.

محمود طرزی

وطن او وطنپالنه د محمود طرزی له نظره:

په ۲۰۰۸م کال ،ښاغلی ډاکتر سپنتا چي په هغه مهال د افغانستان اسلامي جمهوریت د خارجه چارو وزیر وو، په نړیواله کچه د محمود طرزی د خدمتونو په اړه دیوه لیکوال ، ژورنالیست ، پوه سیاستوال او د افغانستان لومړنی د خارجي وزیر په توګه یوه  یاد غونډه جوړه کړه . دغه یاد غونډه د افغانستان د استقلال د بیا تر لاسه کولو د ۸۹ کلیزي او همدارنګه په افغانستان کي د خارجي چارو د وزارت د بنسټ  ایښودلو د ۸۹ کلیزي سره په یوه وخت کي برابره شوی وه. ددی غونډي جوړول یو ډیر پرځای کار وو او په دی هکله یی باید ښاغلی سپنتا ته شاباسی وویل سي.

البته پدی غونډه کي  د تبعید د وخت نه تر بیرته راتلو  او په وطن کي د علامه محمود طرزی د مطبوعاتي او سیاسي فعالیتونو ، ددوهم مشروطیت بنسټ ایښودني چي پایله یی د سیاسی استقلال بیا تر لاسه کول  وه ، په اړه پوره خبري وشوي. پدی یادوونو کی هغي موضوع ته خورا ډیر پام واړول شو چی دمحمود طرزی د ژوند ، کار او فعالیت بنسټیزه برخه جوړوي. دا د وطنپالني هغه درسونه دی چي طرزی به روڼ اندو ( روشنفکرانو) او مشروطه غوښتونکو ته ورکول.

په افغانیه سراج الاخبار کي چی د« اسرافیل صور» (د اسرافیل شپیلې) حیثیتی لرله، د نورو بیلابیلو ټولنیزو ، سیاسي او اخلاقی موضوعاتو تر څنګ ځانته جلا ځلا درلوده . هلته د «وطن» او «وطنپالني» پر کلمو باندي ډیر فشار اچول کیدی تر څو د ازادي او ملي حاکمیت په غیږ کي ددی کلمو بیلا بیلي برخي روښانه شوی وای .

دسراج الاخبار د لوستونکو څخه دا په ډاګه څرګنډیږي چي محمود طرزی خپله ټوله پوهه، تجربه او ما لومات د وطن او وطنپالني د قدسیت د ځلیدو په لار کي په کار اچولي وو ، تر څو د ځوانانو په وینه کي د وطنپالني ارزښت ،د وطن ساتني او وطندوستي احساس او د استقلال دتر لاسه کولو قدر و روزي . دده چي څومره توان وو، پدی اړه به یی لیکني کولی او داسي شعرونه به یی ویل :

چـو گشت حـب وطــن، جاى در دل ملت

عــدو به لـرزه فتد، ميشود هـلاک وطن

وطن به حب وطن قايمست وهم محفوظ

کــه هست حب وطن تير سهمناک وطن

بحـفـظ  وحـب وطن  لحظۀ  مشو بيباک

بـنـوش بـادۀ حـب وطـن ز تــاک وطــن

زحق نيــاز کــند عـاشق وطـن ” محمود”

کـــه دشمـنان وطــن باد زيرخاک وطـن

 

محمود طرزی پدی باور وو چي : که څوک د خپل وطن سره مینه لري، هغه د خپل دین سره مینه لري، څوک چي د خپل دین سره مینه لري، هغه د خپل وطن سره مینه لري او وطن ورباندی ګران دی. د طرزی په اند «ناسیونالیزم ، اسلامي اصلاحات ،عصری کول ، پان اسلامیزم ، پان اسیائیزم او د امپریالیزم ضد چاري باید د اصلاحاتو په ډله کي ترسره شی. [11]».

علامه پوهاند عبد الحی حبیبی په منني سره د خپلي یوی خاطري یادونه داسي کوي : په کندهار کي د لومړې مدرسی د پرانیستلو وروسته (۱۳۰۱ش) چي ما هلته لوست زده کړ او باسواده شوم ، دلومړي ځل لپاره د وطن پالني په مفهوم د طرزی د لیکونو څخه پوه شوم ،هغه احساس تردا اوسه چي ۷۵ کلن یم ،هم راسره ژوندی دی چي له کبله یی ورڅخه منندوی یم . طرزی ویلي وه :

اى خاک پاک و اى وطن خوش زمين من

معشـوق من حبـيـب مــن و دل نشين من

شبـها به ياد وصل تو، بیخـواب مانده ام

در روزهـا بـــفـکر تــو در تـاب مانـده ام

پس عشـق توچـسان زسـر من بـدر شود

با شــير انــدرون شد و با جان بـدر شود[12]

محمود طرزي سره لدی چي یو آزاد روڼ اندی سړی وو، ده په فارسي ژبي کي د احساس نه ډک شعرونه هم ویلي دی. د «وطن مینه » (عشق وطن) پنامه دده د ښکلی مثنوي دده د وطن پالني احساسات څرګندوي او په هر

لوستونکي کي همدا احساس راپاروی. دنوموړي مثنوي څو بیتونه دادي:

اى خـاک پـاک، عاشــق افـــتـــادۀ تـــوام

بـا جسم و جـان فـــدائى و دلـــدادۀ تـــوام

مـجبور حـب تــسـت حــواس و قواى من

عشـقــت ز بهـرهـرمـرض مـن دواى مــن

عشق وطن حواس و دل وجسم وجان من

مـربـوط کـرده است بـخـود بـا هــزار فــن

چـون فـطــــرت و نســب و قــوم و مــلتـم

چون جسم و جان ورنگ وزبان شکل وهيئتم

چـون آب و جد وجـده ومادر زهفـت پشت

از تـست و در تو بوده ودرخاک تو بخفـت

پس عشق تو چسان ز سر من بــدر شـود

با شيـر انــدرون شـد و با جان بــدر شـود

شد سال هـا کــه داغ جــدائى و فــرقـــتـت

میسوخت همچو شمع دل و جان عاشقــت

شب هـا بـياد وصل تو بیخواب مــانـده ام

در روز هــا بـفـکر تو در تـاب مـانـــده ام

هرعلم وفــن که خوانده وتحصيل کرده ام

نيـت براى خـــدمت  و نـفــع تــو بـوده ام

اى خـاک پاک واى وطن خوش زمين من

معـشـوق مـن، حبـيـب من و دل نشين مـن

مسعـود باش و شــاد بـزى تـا ابـد بـمـان!

درحـفـظ و در تـرقى  و مـعـمورى و امـان

رشــک آور بــــلاد تــمــدن نــشـان شـوى

درشرق همچوشمس درخشان عيان شوى

طرزی پخپل یوه شعر کی هم وطن د یاده ندی ایستلی . ان په هغو شعرونو کي چي ده د پسرلي او پاچا په سلطنت کي هم ویلي دی ، ده د وطنمینه یی ورسره ګډه کړیده . په هغه لیکلي شعر کي چی ده د قااني دیوه شعر پر اقتفا(پیروی) ویلی په هلته یی وامیر ته د وطن په اړه داسي اشاره کړیده :

بيا ببين که در جــهـان چـگونه گشته کارها

جهان جـهان ريل شــد، زمـان زمـان تــارها

چه بحرها که بـرشد، چه خــشکه ها بحارها

چه کوه ها شگاف شد،گذشت از آن قطار ها

جهان جهان علــم وفــن، زمان زمان کار ها

بس است صيد بـودنــه، ميان کشت  زار هـا

***

درين زمـانه هـر طرف، به فـن سراغ داردا

زبحــر راغ مـلک خـود، هــواى بـاغ  داردا

پى تــرقى خـودش، بکـــف چـــــراغ  داردا

براى ضبط ملــکـهـا چـــه در دمـاغ داردا !

خورند روم و فــــرس را، بــمـا بلاغ داردا

تو وقت را عبث مکن، به ميله و شکار هـا

***

حيات را چـه ميکنم وطــن حـيات من تويى

بـراى هـرسعادتـم وطـن ، بـرات مــن تويى

اگر تو رفتى از کفــم  وطن ممات من تويى

براى دين وهم شـرف وطن همات من تويى

وطن تو کعبۀ منى، وطن صلوات من تويى

محبتــت  بجان مـن، چو پــودها  به تـارها

 

په یوه بل ځای کی طرزی داسي وایی:« وطن ونه ده او ملت یی میوه ده ، وطن سترګه ده او ملت یی د لیدلو توان ، وطن کښت دی او ملت یی غله داني، وطن خزانه ده او ملت یی ارزښت دی. لکه څنګه چي ونه بی میوه ،سترګه بیله لیدو ، کښتونه بیله غله دانو او خزانه چي د ارزښت اود ګټی د معاملو څخه بی برخي وي. همدارنګه وطن د ملت پرته او ملت د وطن پرته هیڅ معنا نلري »[13].

طرزی همدارنګه «دوطن مانا او د وطن فلسفه »(وطن و معنا و فلسفه وطن) یوه رساله لیکلی او د سراج الاخبار د شپږم تلین په ویاړ یی د ۱۲۹۶کال

د سرطان (چنګاښ) پر ۲۰ نشر کړیده چي ډیره روزنیزه او ګټوره ده .

د محمود طرزی د وطن پالني کچه کولای سو دده د لیکونو دمنځپانګي

نه اټکل کړوچي د وطن او استقلال په تړاو یی  لیکلی دی. دده د شخصیت معنوی لویوالی  او دده ملي او علمي دروندوالی دده د لیکونو څخه ښه څرګندیدلای شي چي سراج الاخبار دده د وطنپالني یوه ډیره روښانه هنداره ده .

طرزی اولسونه راویښوی او یون (حرکت) ته یی رابولي  . د ۱۲۹۴کال د جدي په ۱۶ نیټه د سراج الاخبار په ګڼه کي د (حی علی الفلاح) مقاله ډیره روزونکی او د استعمار ضد بڼه لري. د سراج الاخبار دغه ګڼه سمدستي د دولت

د خوا سانسور شوه. د مقالی په یوه برخه کي  لولو :

 

“حى على الفلاح !

…. اى ملت نجيبه افغانيه! شرافت ملى، عظمت قومى خود را محافظت کنيد! استقلال وحاکميت دولتى خود راصيانت نمائيد! افغان که به ديانت و ديندارى، به شجاعت و بهادرى، بغيرت و ناموس شعارى در تمام دنيا مشهور و معروف شده باشد، آيا اين را بر وجدان و ايمان و شرف و ناموس خود چسان گوارا کرده مى تواند که نام حمايت و تابعيت دولت اجنبى غير دين و غير ملت براو باشد ؟

حاشا ! حاشا ! کُلاً کُلاً! افغان به بسيار آسانى و خوشگوارى مرگ را قبول کرده ميتواند، ولى هيچگاه، به هچ صورت قطعاً، قاطباً کلمات متعفنۀ معده بشور آورندۀ تابعيت و حمايت را هضم کرده نمى تواند، معنى صاف و صريح تابعيت و حمايت اينست که، يک دولتى بديگر دولتى بگويد : بغير از من، ديگرى را نشناس! بغير ازمن، باديگر دولتى حرف مزن ! بغير از من با ديگر دولتى عقد معاهدات يا رابطه مناسبات و معاهدات مکن ! بغير از من، بديگر دولتى نه سفير بفرست و نه سفير قبول کن ! معنى صاف و صريح استقلال تامه و آزادى کلمه نيز اينست که، هردولت در همه چيزهايى که در بالا مذکور گرديد، مستقل و آزاد باشد …تا به حال هرچه که بود، بود! هرچه که شد، شد! ليکن بعد

از اين افغان آن افغان نيست که از حقوق خود چشم پوشى بتواند …. [14] »

ژباړه :  «  …. ای د افغانستان سپڅلي ملته ! دخپل ملي شرافت او اولسي عظمت ( لویوالی) څخه ساتنه وکړه ! خپل استقلال او دولتي حاکمیت ګران وبوله. هغه افغان چي په ټوله نړې کي په دیانت او دینداری ، په میړانه او زړه ورتوب ، په غیرت اوناموسداری باندی پیژندل شویدی، ایا دابه پر خپل وجدان، ایمان شرف او ناموس څنګه ومني چي د خپل دین اوملت څخه پرته دبل دولت تر تابعیت  اوحمایت لاندي  ژوند وکړي.

حاشا  حاشا ! کلا کلا ! افغان په اسانې او خوښي سره مرګ منلای

شۍ مګر هیڅکله هم په هیڅ بڼه د پردیو د کرکي او نفرت وړ تابعیت او حمایت قبلولای نشي. د پردیو د تابعیت او حمایت رڼه او ښکاره مانا داده چي یو دولت وبل دولت ته ووایی : بیله ما څخه بل څوک په رسمیت مه پیژنه ! بیله ما څخه د بل دولت سره خبري اتري مخ ته مه بیایه ! بیله ما څخه د بل دولت سره تړونونه مه لاسلیک کوه او اړیکی مه ورسره ټینګوه ! بیله ماڅخه به نه بل دولت ته سفیر لیږي  ا و نه به د  هغه سفیر مني ! د بشپړ استقلال او ازادي دکلمو رڼه او ښکاره مانا داده چي یو دولت د ټولو کړنو په هکله چي لوړ یی یادونه وشوه  مستقل او ازاد وي …. تر اوسه چي هرڅه وه هغه وه ، چي څه شویدی هغه شویدی، مګر له دی نه وروسته افغان نور هغه افغان ندی چي د خپلو روا حقوقو څخه سترګي پټي کړي» .

طرزی پخپلو  لیکونو کي د استعمار په وړاندي په دومر څرګنده لهجه ښودلو سره امیر حبیب الله خان ولرزاوه او د هغه پام یی د روڼ اندو او خلګو په منځ کي د استقلال غوښتني  و احساس ته راوګرځاوه . له همدی کبله وو چي د سراج الاخبار دغه ګڼه سمدستي سانسور شوه او پخپله طرزی یی د ۲۶زرو روپیو په ورکولو محکوم کړ. امیر په همدی اړه وویل : هغه چرګ چي بی وخته اذان وکړي سر یی د پریکولو دی.[15]».ښکاره خبره ده چي هغه وخت ۲۶ زره روپي خورا ډیري پیسی وی او طرزی یی د ورکولو وس نه درلود، ځکه نو دده زوم شهزاده امان الله د خپلي شخصي شتمني څخه نوموړی پیسي د طرزیجریمه تحویله کړه.

دسراج الاخبار دلیکونو له مخي محمود طرزی لومړی سړی وو چي دژبي مسله یی دسیاست په غیږ کي مطرح کړه. دی لیکي:« زموږ په ښوونځیوکي باید د زده کړي په موخه د پښتو ژبي زده کولو ته ډیره پاملرنه وشي. د پښتو ژبي زده کړي ته باید تر انګریزي، اردو ، ترکي او ان فارسي ژبي اهمیت او لومړیتوب  ورکړل شی . زما د کمزوري فکر سره سم د ( انجمن عالی معارف) یوازنې دنده باید دا وي چي په وطني ملي افغاني ژبه اصلاحاتو او پراختیا ته پام واوړي» .

په دربار کي د طرزي اندونو او نظریاتو ډیر اغیز او پلویان درلوده ، دده اندونو و دولتي سیاست ته د ورننوتو لاره پرانیستله . له هر څه نه یی زیات اغیز موږ کولای شود هغه وخت په درسي نصاب کي ووینو. نوی والی او پرمختګ ،د پوهني عام  کول ، د پوهني پراختیا ، د مدرسو پرانیستل ، دجهالت او خرافاتو په وړاندي مبارزه ،دا ټول هغه څه دی چي د سراج الاخبار په پاڼو کي لوړ ځای لري.

د محمود طرزی صادقانه او وطنپال کوښښونه او د ده  مدبر شخصیتاوهلو ځلو د سراج الاخبار تر نشریدو وروسته لاره ودی ته پرانیستل چي په هیواد کي د مشروطیت غورځنګ منځ ته راشي . په ۱۹۰۹م کال کي ددی غورځنګ ټول غړي په وینو کي ولمبیدل او زندان په ډک شوچي بی شمیره قربانیان یی درلودل. دمشروطیت (مشروطه غوښتني) د غورځنګ په بیا را  ژوندی کولو کي د محمود طرزی هوښیاری اوويښتوب دا وو چي دی پدی کار وتوانیدی څو د سلطنتي  کورني په دننه کي ددی غورځنګ زڼي شیني کړي. پدی توګه په دربار کي د بدلون خوښوونکو کسانو په منځ کي دا اندونه وروزل شوه او وروسته یی لمن د دربار د باندي وغځیده . ددی غورځنګ د غړو د هلو ځلو پایله داوه چي د هیواد بشپړ استقلال ترلاسه شو. دمحمود طرزی د غوښتنو او نظریاتو سره  سم دشاه امان الله او نورو ټولو مشروطه غوښتونکو نظریات د انګریزانو ضد سیاست پر محور باندي راڅرخیدل. پدي ډول د استقلال او ازادی غوښتونکو ږغ د ښاری روڼ اندو  څخه نیولی بیا تر کوچیانو او کلیوالو پوري د هر ستوني څخه را وتي. محمود طرزی چي پر دوهمو مشروطه غوښتونکو باندی یی د استادې حق درلود ، د مشروطه غوښتونکو په لومړي حکومت کي د خارجي چارو د وزیر په توګه وټاکل شواو د افغانستان د استقلال د بیا تر لاسه کولو په خبرو اترو کي ( د ۱۹۲۰م کال د اپریل میاشت) یی چي د هند په میسوری او په (۱۹۲۱م) کال په کابل کي ترسره کیدی ،د افغانی ډلي مشرتوب پر غاړه درلود. ده په لندن او پاریس کي د افغانی سفارتونو خښته کښیښوده او د افغانستان د خارجي سیاست اساسي ټکي یی په ګوته کړه. ده خپل ځای ناستي او شاګردان ددغسي سیاست د پاره و روزل . له بده مرغه دغه پر وطن مین شخصیت د خپلو وطنپالو د ښورښ په پایله کي د هیواد څخه په وتلو محکوم او په پای کی د ترکیی په استامبول کي د ۱۹۳۳م کال د نومبر په ۲۲ ( ۱۳۱۳ د عقرب ۳۰) د ۶۸ کلني په عمر د وطن څخه لیري سترګي پټي کړي. دغه پر وطن مین د ژوند تر اخرنې سلګې پوري وطن له یاد ه نه وو ایستلی او ویل به یی :

مرغ دلم ز کوی تو دوراست وروز وشب

فــــریاد میکند که خدایا وطــن وطــــن !

 

د محمود طرزی لیکلی اثار :

علامه محمود طرزی په سراج الاخبارکي دزیاتو مقالو برسیره خورا زیات کتابونه لیکلی او ژباړلی دي. ډاکتر روان فرهادی دده چاپ شوو او نا چاپو اثارونوم لړد هغي رسالی په پای کی راوړی چي ( په سراج الاخبار کي د طررزی د مقالو ټولګه ) نومیږي. ددغو اثارو شمیره و ۳۱ ته رسیږي چي تر ټولو مهم یی په لاندی ډول یادولای شو :

ا : مجموعه صنايع (گزيده اشعار استادان سخن) ،

٢ : منتخبات اشعار سردار غلام محمد طرزى به کتابت نستعلق محمود طرزى ،

٣ : مجموعه اخلاق ،   ٤ : از هردهن سخنى ،

٥ : روضه حکم ،        ٦ : معلم حکمت ،

٧ : مختصر جغرافياى عمومى ،

٨ : بيست هزار فرسخ در زير بحر،

٩ : جزيرۀ پنهان ،   ١٠ : سياحت در جو هوا ،

١١ : ترجمه تاريخ حرب ،

١٢: سياحتنامه استانبول

١٣ : ديدنى ها و شنيدنى ها ،

١٤ : سياحتنامه منظوم ،

١٥ : افغانستان (جغرافياى منظوم )،

١٦ : تو حيد ،  ١٧ : ادب در فن ،        ١٨ : پراکنده ،

١٩ : ترجمه ناول هاى ژول ورن ،

٢٠ : ژوليده و پژمرده (خاطرات)،

٢١ : ترجمه رومان علمى ،

٢٢ : سراج الاطفال ،    ٢٣ : فلسفه وطن ،

٢٤ : علم و اسلاميت ،      ٢٥ : آيا چه بايد کرد؟ ،

٢٦ : سراج الاخبار افغانيه و برخى آثار ديگرى که تا کنون بچاپ نرسيده اند.

لنډه دا چي محمود طرزی خپل ټول ژوند فرهنګي خدمتونو او په هیواد کي د ځوانانو او اولس و راویښولوته وقف  کړی وو. ترڅو چي ژبي او قلم یی کار کاوه ، ده د وطنپالو ځوانانو روزنه او د استعمار پر ضد د هغو د عقیدی او ایمان ټینګول خپله دنده ګڼل . ده انګریزي استعمار د هیواد ډیر پخوانی دښمن ګاڼه .

بیله شکه په سراج الاخبار کي د انقلابي مقالو لیکل ددی لامل شوه چي د بدلون غوښتونکو کسانو او هڅیدلو ځوانانو ولولی را وپاریږي . ددی کار پایله د مشروطیت غورځنګ بیا را ژوندي کول او بشپړ استقلال تر لاسه کول دي.

پریږدی چي د علامه محمود طرزی نوم د مشرطیت غورځنګ د مخکښ په توګه دتل د پاره زموږ د حق پیژندونکو هیواد والو په زړونو او خاطرو کی ژوندی پاته او د وطن ځوان نسل د هغه ویاړلي کارنامی  پخپل ژوند کي د ځان لپاره لارښود وګرځوی! ددي ستر شخصیت یاد دی تلپات وی !

د محمود طرزی اولادونه :                                                                  

محمود طرزی پنځه زامن درلودل چي نومونه یی :عبدالوهاب طرزی ، عبدالقادر ، عبدالعزیز ، عبدالتواب او عبدالفتاح طرزی دی . ده همدارنګه شپږ لورګاني درلودي :خیریه ، حوریه ، ثریا ، امنه ، روحیه او عزیزه . ددوی د ډلی نه ثریا د شاه امان لله ملکه او خیریه د شهزاده عنایت الله خان میرمن وه . امینه سردار عبید الله  خان د شاه امان الله سکني ورور ته واده شویده .عزیزه د سید قاسم خان میرمن ، حوریه چی ( بی بی حوریه ) یی بلل ، د عبدالروف طرزی ( د حبیب الله طرزی زوی) میرمن وه چي وروسته دده څخه جلاشوه او د غلام صدیق چرخي د خارجه چارو وزارت د کفیل سره یی واده وکړ. لا نور زیاتو مالوماتو په خاطر ( کندهاری وړونه ) کتاب ولولي.

[1] – معصوم هوتک، کندهاری ورونه، ص175

[2] – معصوم هوتک، کندهاری ورونه، ص175

[3] – معصوم هوتک، کندهاری ورونه، ص184

[4] – معصوم هوتک، کندهاری ورونه، ص180

[5] – معصوم هوتک، کندهاری ورونه، ص176، برای اطلاع بیشتر به کتاب “کندهاری ورونه” رجوع شود.

[6] – معصوم هوتک، کندهاری ورونه، ص191

[7] –  کندهاری ورونه، ص192،آقای هوتک مادۀ مرگ خوشدلخان رابحساب ابجد 1295ق حساب کرده است.

[8] – کندهاری وړونه ، ۷۴-۷۵ مخونه

[9] – معصوم هوتک، کندهاری ورونه، صص 94- 95

[10] – معصوم هوتک، کندهاری ورونه، ص 87، 97

[11] -ریاتالي ستیوارت ، اتش در افغانستان ،ترجمه نورمحمد کوهسار کابلي،د پیښور چاپ ،۲۰۳مخ.

[12] – دپوهاندحبيبى ،جنبش مشروطيت در افغانستان ،چاپ ۱۳۶۳ کابل، ١١٦مخ

[13] -ډاکتر روان فرهادي .د محمود طرزی مقالی په سراج الاخبار کي،۲۸۲ او ۳۳۴ مخونه

[14] – مقالات محمود طرزى در سراج الاخبار ، ص٣٧٧ – ٣٧٨

[15] -حبیبی ، جنبش مشروطیت ۸۲مخ

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!