منډيګک
افغان تاريخ

د کندهاري سردارانو واکمني

ژباړه: پوهنمل نوزادي

کندهار
0 33

 

 

 

درشل :

ما پنج برادران کـه ازیک پشتیم

دردست زمانه همچوپنج انګشتیم

چــون فرد شویم درنظرهاعلمیم

چون جمع شویم بردهانها مشتیم[1]

دسردار پاینده خان د شلو زامنو له ډلي نه پنځه تنه د غلجي ( هوتک ) مور نه زیږیدلي وه لکه شیردل خان ،پردل خان ،مهردل خان ،کهندل خان او رحمدل خان . داچي دوي په کندهار کي سره راټول وه ، د اغیز سیمي یی د ارغنداب ، ترنک او هلمند د رود څنډی وی ، ځکه نو په تاریخ کي د «کندهاري سردارانو» پنامه یاد سویدی . ددغه نوم له کبله ، دوی د یوی بلي ډلی ناسکه وړونو څخه چي د اغیز سیمه یی پیښور وو او د «پیښوری سردارانو» پنامه یادیدل ، جلا کیدل.

پدی کي شک نسته چي د ۱۹پیړې په افغانستان کي د با رکزي وړونو لوړتیا او پرمختګ په ټولیز(کلي) ډول یوه د پام وړموضوع ده. دا هغه وخت دی چي واکمني د یوی کورنی(سدوزیانو)څخه وبلي کورني(محمدزیانو) ته په کرار کرار لیږدول کیده ، هیواد یی د بهر او دننه څخه په ژورو او اوږدوستونزو اخته کړ. ددغو ناوړو ستونزوله مخي په هیواد کي ملوک الطوایفی منځته راغله، ختیځ، جنوبی او جنوب لویدیز ولایتونه یو دبل څخه بیل شوه.

یود ډیرو په زړه پوري اثار وڅخه چي پدی وروستیوکي دیوه هڅاند کندهاري څیړونکي محمد معصوم هوتک په قلم په ۲۶۸مخونوکي لیکل شوی او د علامه رشاد د خپرندویه مرکزلخوا چاپ سویدی د « کندهاري وړونو» پنامه یادیږي. پدغه کتاب کي د پنځو وړونو د هر یوه شجره په څو جدولونو کي راوړل سویده . د دی سردارانو و کارنامو ته په لاندي کرښوکي پام اړول کیږي:

د کندهاري سردارانو د اغیز (نفوذ ) سیمه:

تر هغه وروسته چي وزیر فتح خان په هرات کي د کامران پلاس ړوند شو (۱۸۱۸م)، شیردل خان او پردل خان دهرات نه پښی سپکی او وتښتیدل. ځانونه یی خپلو قومونوته په ګرشک کي راورسول او د فتح خان د غچ اخیستني په موخه یی د خپل قوم او نورو خواخوږو له منځ نه جنګیالي راټول کړل. ډیر ژر یی د شاه محمود د نایب الحکومه کل محمد خان پوپلزي دلاسه کندهار وایست. دهمدغي نیټی څخه په کندهار او د هغه په اړوندو سیمو کی دکندهاري سردارانو اغیز مخ په زیاتیدو شو. او د واک چاري د سردار شیردل خان پلاس ورغلی[2]. داهغه وخت دی چي یو شمیر نورو بارکزي وړونو لکه سردارمحمد عظیم خان اوسردار دوست محمد خان د ختیځ  له خوا دکشمیر څخه پاڅون پیل کړی وو.،کابل یی د سدوزي شاه محمود له واکه وکیښ اوهغه یی دهرات په لور و تیښتي ته اړ کړ. پدی توګه کابل او ختیځ ولایتونه د دوی پلاس ورغلل.

شیردل خان د کندهار تر نیولو وروسته خپل وتلي جنګیالی کسان ونازول ،هغوی ته یی سوغاتونه اومقامونه وسپارل. له دی ډلي نه یو هم میرداد خان بارکزی ووچي په جنګ کی یی توره کړی وه د«ایشیک اقاسې»مقام ورته ورکړه شو[3].

دی د لویناب شیردل خان بارکزي پلار وو چي کورنی یی د امیر دوست محمد خان او امیر شیرعلي خان ددولت په ټینګولو کي ډیر خدمتونه او سر ښندنی کړی وی. پدی اړه به وروسته بشپړه یادونه وشي.

کندهار د کندهار سردارانو پر مهال

په ۱۸۲۲م (۱۳۳۸هجری)کی شاهزاده کامران پر فراه حمله وکړه ، هغه یی ونیوله او پر کندهار باندي د برید په لټه کي شو. شیردل خان ددی خبر په تر لاسه کولو سره دیوشمیر مشرانو په ګډون لکه عبد الله خان اڅکزی، تاج محمد خان بارکزی، نایب ملا مومن خان غلجی، رمضان خان هوتک، هوت خان غلجی، یونس خان بارکزی، میرزا احمد خان عمله باشي او نورو په ګډون دری زره تنه سپاره زره پوښ او ۱۵۰۰ پیاده د ۷میله توپونو سره  فراه د بیرته نیولو په موخه ولیږل . کامران هرات ته وتښتید او خپل زوی سلطانعلي یی په فراه کي پریښود. ده هم د مقابلی توان په ځان کي ونه لید او هرات ته یی پښی سپکی کړی. شیردل خان چي د خپلو لښکرو په مخ کي روان وو، دفراه ښار یی بیله جنګه ونیوی. دفراه خانان او مشران ورته راغلل ، اطاعت یی وکړ او مالیات یی ورکړل.

کندهاري وړونه پخپلو کی جرګه شول، ځینو وړاندیز وکړ چی په فراه کی یو حاکم وټآکي اوبیرته کندهارته وګرځي. مګر شیردل خان فکر کاوه چی د فتح خان د غچ اخیستلو د پاره همدا ښه فرصت دی څو د کامران غوږونه تاوسي. نورو وړونو او خانانو دده د نظر تایید وکړاو د هرات په لور وخوځیدل.

دبلي لوري د هرات خانان اومشران چي د کامران شاه او دده د زوی شاهزاده جهانګیرد بی باکیو او ظلم څخه تر سږمو راغلي وه ، جهانګیر یی د ښاره وایست او پرځای یی حاجي فیروزالدین د هرات حاکم وټآکه. کله چي کامران د فراه څخه په تښته هرات ته ورغی ، هغه ته یی د ننوتلو اجازه ورنه کړه. کامران څه موده په شاهي باغ کي پاته سواوکله چي د کندهار دلښکر په راروانیدو خبرشو، ډیر په تشویش کي ولوید. ده شمان اخوندزاده د شیردل خان خوا ته د منځګړیتوب په خاطر ولیږه، اخوندزاده د فرا ه په خاک سفید کی شیردل خان ته ورسیدی، دسولی وړاندیز یی وکړ او یاده یی کړه چي کامران حاضردی د فراه کلا ودوی ته پریږدی، پدی هکله سوګند وخوري، سل زره روپي ددوی د لښکر لګښتونه د(نعل اسپ) پنامه ورته ورکړي اوددی نه برسیره خپل یو زوی هم هغوی ته د یرغمل په توګه پلاس ورکړي. پدی ډول یی غوښته چي یو سولي قرارداد لاسلیک سي څوله مخي یی پسله دی نه ددښمنی نه لاس واخیستل سي.

کندهاري وړونو ورته وویل چي وزیر فتح خان او موږ ټولو وړونو دده د کورني په خدمت کی دهیڅ ډول سر ښندونو څخه ځاڼ نه وو سپمولي، مګر دوی څه ورسره وکړه ؟ ددی ټولو خدمتونو په بدل کي دوی وزیرفتح خان ړوند او په وحشیانه ډول وواژه. ددی ټولوسره سره دکامران پر وعدو باندی باورکول بیځایه کار او یوازی توره ده چي د جنګ په ډګرکي به پدی هکله پریکړه وکړي. شمان اخوند زاده وهرات ته تر راګرځیدو وروسته کامران د حال نه خبر کړ،هغه ډیروارخطا دلاښ او جوین دقلعه په لور وتښتیدی. دهرات خانانو او قومي مشرانو پخپل وار وکندهاري سردارانو ته وړاندیز وکړ چي سردار کهندل خان په هرات کي پریږدي، دهرات ټول مالیات به څلور برخي سی ، دوی برخی یی و فیروزالدین شاه، دریمه برخه به یی په هرات کي امیرانو او څلورمه برخه به یی وکهندل خان ته ورکړل شي . کندهاری سرادارانو دا وړاندیز ونه مانه او تصمیم یی ونیوی څو د جنګ د لاری هرات ونیسي[4].

کله چي کندهاری سرداران اسفزارته ورسیدل، د بنیادبیګ هزاره لخوا شیردل خان یود ښه راغلاست لیک تر لاسه کړ.هلته ظاهراً ده دهرات په نیولو کي خپل د ملاتړ وعدی ورکړی وی، خوپه پټه یی نوري موخي درلودی چي تر لاسه یی نه کړای شوی. ده داهڅه هم کړی وه چي د هرات خانانو سره پټی اړیکي پدی هکله ونیسي،مګر هغوی ورته ویلي وه چی موږ ستا پر وعدو باور کولای نشو. بنیادبیګ بله چاره ونه لیدل بیله دی چي د کندهاریانو سره یوځای شی.

هغه وو چي په میرداود کي د هغوی مخ ته ورغی او ورسره یوځای شو. دده لښکرو په (پل مالان) کي سنګر ونیوی او د کندهار لښکري دهرات کلا په ختیځ کی ددوی په نیم فرسنګ واټن کي ځای پرځای شول. حاجي خان کاکړی ته یی دنده وسپارل، څود ښار د ځنډوڅخه خلګ په جنګ کي د مرستي د پاره راوبولي. وروسته یی د شپی په تیارو کي دښار د هري دروازی په وړاندي دتوپک دیوه فیر په واټن د مراقبت برجونه جوړکړل چي ددغو ځایونو څخه وهرات ته د ښاریانود ننوتلو او وتلو مخه ونیسي.

دهرات ښار په دی توګه د کندهاریانو لخوا ۴۰-۵۰ورځي محاصره پاته شو، دشپی پر مهال به کله ناکله تیت او پرک جنګونه هم د دواړو خواوو ترمنځ سرته رسیدل . پدی وخت کي دمحمود خان کوهي پنامه یوه خان کندهاري سردارانو ته یوپيغام ولیږه او ورته ویلی یی وه چي که چیري دوی بنیادبیګ ونیسي او دوی ته یی وسپاري، دی به هم د ښار د دروازو کلی دوی ته ورکړي. نوموړي خان همدارنګه د کندهاري سردارانو په ویاړ یوه میلمستیا جوړه کړه اوغوښته یی چي پدی توګه دوی ونیسي، مګر شیردل ددوی ددی نیت نه خبر او د ۵۰۰ تنو جنګ ازمایلوعسکروسره وهغی میلمستیا ته د ګډون د پاره ولاړ. ده ځان د هری غیر منتظره پیښی دپاره تیار کړی وو. کوهي ونه کړای شوه چي خپله نقشه عملي کړي، نو یی خپل کسان ولیري سیموته دقوتونو د راټولولو په خاطر ولیږل.

کندهاری سرداران ددی د پاره چي غافلګیر نشي، خپل توپونه یی د تخت سفر څخه د میر داود خواته ترشاه کړل، اوپر ښار باندی یی د حملی تیاری ونیو. پدی وخت د کندهار څخه خبر راورسیدی چي سمندرخان بامیزی او ګل محمد خان پوپلزی کندهار محاصره کړی، که ډیر ژرمرسته ور ته راونه رسیږي نو دا امکان سته چي کندهار ددښمنانو په لاس ورسي. ددی خبر په اوریدو سره شیردلخان مجبور شو هرڅه ژر کندهارته ځان ورسوي. کندهاري اردو د شیندنډ و اسفزار ته په رسیدو خبر شول چي د کامرانشاه زوی سلطانعلي و اسفزارته راغلي، قوتونه یی ټول کړي، غواړی چي هرات ته ولاړشي اوپردوی حمله وکړي.داچي دلته یی د مقابلی توان په ځان کی ونه لید، دشاوخوا غرونوته وتښتیدل. شیردل خان ددی خبرپه اوریدو سره یو بلد سړی ورسره واخیست او دشپی یی سلطانعلي تعقیب کړ. ډیر ژریی دوی په یوه دره کي په خوب ویده پیداکړه اوسخته حمله یی ورباندي وکړه. سلطانعلي د ډیری وارخطایی نه لوڅي پښی په غره کي په تښته سو، په لویدو او پورته کیدو سره تر هغه ځایه ورسیدی چی نورنو د تلو لاره نه وه. ده ولیدل چي د شیردل خان دعسکرو تر تعقیب لاندی دی او نیولوته یی ډیر وخت ندی پاته، د مجبوری نه دی اړسوچي فریادونه یی پورته کړی ، دخپل ځان د ژغورلو پخاطر قرانکریم یی شفیع کړ. شیردلخان د قران مجید د دررناوي پخاطر دده دنیولو څخه تیرسو ، خودده ټول مالونه یی تر لاسه کړه، ښارته را وګرځیدی او دا مالونه یی دخپلو کسانو تر منځ وویشل. وروسته دفراه پرخوا روان شو. دفراه د رود څخه د تیریدو پر وخت یی آب بازان وګمارل چی هغه څو کڅوړي پیسی پیدا کړي چی هرات ته د تلو پر وخت ورڅخه په فراه رود کي لویدلی وی. هغه پیسی یی پیداکړی او مخ پر کندهار رهي سول . کندهارته ددوی په رارسیدو سره دکندهار محاصره ماته اوکندهار وژغورل شو[5].

دکابل په چاروکي دکندهاري سردارانو لاسوهنه:

هغه بی شمیره شتمني چي سردار محمدعظیم خان خپل زوی سردار حبیب الله خان ته په میراث پرییښی وو،اود کابل په بالاحصار کي ساتل کیده، هم یی دکندهاري سردارانو ، هم یی د پیښوري سردارانو اوهم یی د کابلي سردارانو او په ځانګړي توګه ددوست محمد خان پام د کابل خواته اړولی وو.له دوی نه پرته ایوبشاه او زوی یی شهزاده اسماعیل هم دی شتمنیوته سترګی نیولی وی

څودخپل قدرت په ټینګولو کي هغه وکاروي.

په کندهارکي دهغو پیښو له مخي چي یادي موکړی، کندهاري وړونه د هرات په نیولو ونه توانیدل اوبیرته کندهارته راوګرځیدل. پیښوری سردارانو لکه سلطان محمدخان او یار محمدخان د رنجیت سیګ لخوا په پیښورکی حکومت کاوه. سردار حبیب الله خان او ایوبشاه هر یوه د کابل واکمنی ته ځان تر نورو مستحق ګاڼه او یو دبل پرضد یی ددښمنی څخه لاس نه اخیست. کندهاری وړونه هم لاس تر زني نه وه ناست او د فرصت انتظاریی کیښ. هغه وو چی دسردار حبیب الله خان په غوښتنه پردلخان دخپل ورور مهردل خان سره کابل ته راغلل. دایوبشاه زوی شهزاده اسماعیل چي لاسونه یی د سلطانعلی په وینوهم لړلي وه، پلاریی یو په بل پسی تحریکاوه څو د پردلخان تر رسیدو د مخه د حبیب الله خان سر ور پریکړي او شتمني یی ترلاسه کړي[6].

پردلخان کابل ته په رارسیدو سره، سمدستي دایوبشاه سره د لیدو غوښتنه وکړه او شاه دده غوښتنه پدی شرط ومنل چي یوازی به راځی اوبل څوک به ورسره ملګری نه وي. کله چي د بالاحصار دروازه پرانیستل شوه، دپردلخان یوشمیر ساتونکي هم ورسره ننوتل اود (محله عربها) پنامه ځای یی اشغال کړ. د شاه د اوسیدلو په ځای کي هم د دروازی په خلاصیدو سره همداکار ترسره شواو پردلخان دشاه دربارته هم د دخپل ساتونکوسره یوځای ننوت. ایوبشاه او زوی یی هرکلي ته انتظارکیښ. ددوی تر منځ عادي خبري په لوړ ږغ پیل شوی. دسردارانو او ورسره کسانو ترمنځ ځینواشارو پلار او زوی لا نورشکمن کړل. داچي دوی دهري پیښي د پاره پوره تیاری نیولی وو، سمدستي شهزاده اسماعیل د خپل توپک میل د سردارپردلخان پرسینه برابر کړ. سردارپردلخان په چتکی سره دده دتوپک میل پربلی خوا ټیله کړ چي له کبله یی دپذیرائی سالون په یوه قتلگاه واوښت. دیوه بل ساتونکو دفیر له کبله د سردارانو یوساتونکی مړاو یو زخمي شو. حالات ګډوډ شول اوسرداراو ساتونکی  پرشاه او شهزاده حمله وکړه. اسماعیل ځای پرځای مړ اوپلار یی اسیر،او دبالاحصار په زندان کي پریوت. ده ته یی ډول ډول شکنجی ورکړي ترڅو یولک روپی پردلخان  ته ور کړه اوخپل آزادی ورڅخه ترلاسه کړ. وروسته د حاجي علي پنامه یوه نفر په بدلو جاموکي، هغه د بالاحصار دمحبس نه وقلعه وزیر ته بوت. وروسته د نواب محمد زمانخان په مرسته وپنجاب ته ورسیدی. پدی کارسره دسدوزو دکورني اخیری څراغ د پردلخان په لاس مړسو[7].

دا خو تر لمر سپینه ده چي دسدوزیو د سلطنت پای ، دکابل وتخت ته د رسیدو په خاطر  محمدزو ته لاره خلاصه کړه . مګر که داکار هرڅه ژرترسره شوی وای ، دهیواد په ګټه تمامیدی. له بده مرغه پردلخان ددی پرځای چي د هیواد عمومي ګټي په پام کي ونیسي اوپه کابل کي دیوه متمرکز سلطنت بنسټ کښیږدي، دسردارمحمد عظیم خان دشتمنیو څخه د خپلی یوی برخي په اخیستلو بسنه وکړه، حبیب الله خان یی د ایوبشاه پرځای کښیناوه، بیله دی نه چي د سلطنت ستونزه حل کړي، د کندهار پر خوا وخوځیدی او په لوی لاس یی د ملوک الطوایفی دپاره لار خلاصه کړه.

حبیب الله خان چي کله میدان خالي ولید،تر وسه وسه یی د ایوبشاه ماموران دکاره وایستل او خپل شخصي انډیوالان یی پرځای ورته وټآکل. ان داچي نواب جبارخان او امین الله خان لوګری چي پوه اوکاردان اوازمایل شوی کسان وه هم یی دځانه لیری کړل. دپلاره څخه ورپاته دبی شمیره شتمنيوپه مټ حبیب الله خان وعیاشیوته او بی باکیو ته ملاوتړل. خودی کار ډیر دوا م ونه موند. دوست محمد خان چي دده د پلار سره یی هم دکابل  پخاطر جنګونه کړی وه، دیوه زورور رقیب په توګه سر راپورته کړ. دی دا وخت چی په پیښورکي د خپل یوه واړه جاګیر سره اوسیدی، دکابل د مساعد حالت نه یی ګټه پورته او را روان شو. حبیب الله خان د ده د را رسیدو ښه هرکلی وکړ، مګر دلومړی سرنه دا معلومه وه چي هریو خپلی نقشی په سرونوکي لري. ډیرژر د دوست محمدخان پرشا وخوا یو زیات شمیر پلویان راټول شوه. حبیب الله خان تصمیم ونیوچي هغه ونیسي اوړوند یی کړي. کله چي دوست محمد خان د بالاحصار تالار ته ننوتی، حاجي خان کاکړی خپلي ګوتي پرخپلو سترګو کښیښودی او پدی پټه اشاره سره یی دی د حاله خبر کړ. دوست محمدخان چي په اصلي موضوع خبر شو، لمړی کوهستان او بیا د هغه ځایه غزنی ته ولاړ اود هغه ځایه یی پرکابل بریدونه پیل کړل[8].

دا دوه رقیبان چي کاکا او وراره وو، څوځلی یی دجنګ په میدان کي دیوبل و وژلوته ور ودانګل، ترڅو چي د ځینو مقتدرو کسانو په ملاتړ لکه نواب جبارخان او امین الله خان لوګري، ددوست محمد خان پله درنه شوه. په همدی وخت کي د حبیب الله خان او دده د ورور اکرم خان په غوښتنه دکندهار څخه سردار شیردل خان دکابل و سیاسی میدان ته راننوت.

شیردل خان د جدی تصمیمونوسره کابل ته راغلی وو. ده غوښته چي دواړه رقیبان د میدانه وباسي اودکابل واکمني پخپله ترلاسه کړي. طبیعی ده چي د هیواد په دغه څپڅپانده حالت کي دده نقشه د هیواد په ګټه وه، ځکه چي ده غوښته هر ورور ته خپله برخه ورسیږي، د دښمنیو څخه لاس واخیستل شي او د خارجي تهدیدونو په وړاندي د هیواد توان زیات شي.

تر سردار محمدعظیم خان وروسته، شیردلخان تر ټولو نورو وړونو باتوره ، هوښیاراو مدبر سړی وو. کله چی یی ولیدل چی حبیب الله خان او دوست محمد خان دواړه د اصلاح وړتیا نلري، لمړی یی دواړه په بالاحصار کي وزندان ته واچول او وروسته یی دواړه را خوشي کړه. حبیب الله  خان یی د خپل ماما خداینظرخان په ضمانت لوګرته ولیږه او دوست محمد خان ته یی د محمدعظیم خان دشتمنیو څخه یولک روپی ورکړی، دکوهستان، غزني او میدان حکومت یی ورته وسپارل او هغه یی پدی کارسره خوښ کړ. ددی سره سره ستونزی په بشپړه توګه حل نشوی. لکه څنګه چي مخکي یاده شوه، دده او دوست محمد خان تر منځ یو لړ شخړی منځ ته راغلی. هغه وو چی دنواب محمد زمان خان د پریکړي له مخي سردار شیردلخان د ټولو بارکزی وړونو مشر ومنل شو او د هري ډلي سکني وړونو دپاره ددوی دحاکمیت سیمی وټآکلي شوی. لدی نه وروسته سردار شیردلخان بیرته د کندهار پرخوا روان شو.

امیر دوست محمد خان

          پر کندهار باندی دشاه شجاع حمله اودکندهاری وړونو دفاع:

کندهاري سردارانو د سردار محمد عظیم خان تر مړیني او د سردار حبیب الله خان د ځایناستي کیدو وروسته، لکه څنګه چي یادونه وشوه، دکابل په چاروکي هم ځان وردننه کړ. لومړی پردلخان اومهردلخان اوبیا پخپله شیردلخان دکابل په سیاسي ډکر کي راښکاره اودیوه تړون له مخي یی دهر ورور د پاره دهغه د سکني وړونو سره ددوی د واک سیمی و ټآکلی. په پای کي دوست محمدخان پدی وتوانیدی څو دکابل سلطنت د ځان د پاره خوندی کړی(۱۸۲۶م).

داچي د دوست محمدخان امارت د سردار شیردلخان لارنقشه ګډوډه کوله، ترهر څه دمخه کندهاري وړونه ورته په قهر شول او پردلخان د خپلو قواوو سره دکابل پرخوا وخوځیدی. دی دغزني تر قره باغه پوري رارسیدلی وو، چي دوست محمدخان یی مخامخ کیدوته را روان شو. پدی وخت کي د وبا ناروغی د دواړو خواوو په عسکروکی په چټکې سره مخ ته ولاړه چي له مخی یی دواړو وړونو د جنګ نه لاس واخیست. پردلخان ودی ته اړسو چي په کابل، غزني او کوهستان کي ددوست محمد خان واکمني په رسمیت سره ومنی [9].

دامهال د دوست محمد خان لومړنی هیله هم داوه چي کندهاری او پیښوري وړونه یی دده د حکومت سیمی ومني او د تجاوز څخه لاس واخلي. دوست محمد خان د خپل واک د ټینګښت او پراختیا د پاره هلي ځلی کولی. ده غوښته چي دیوی خوا تر زرمت او بنګښ پوري اود بلی خوانه ترتګاو، بالاباغ او جلال اباد پوری سیمي تر خپل واک لاندي راولي. لومړی یادی سیمی یی دخپل وزیر حاجی خان کاکړي په مرسته او دوهمي سیمی یی د نواب جبارخان په مټ دځان تابع کړي اود بالاباغ حاکم یی تر باج لاندی راوست[10].

پدی ترڅ کي ددوست محمدخان دوه وړونه لکه یارمحمدخان په پیښوراو پردل خان په کندهارکي دیوه کال په واټن یو په بل پسي وفات او په حق ورسیدل (۱۲۴۴هجری،  ۱۸۲۹م) او (۱۲۴۵هجری ، ۱۸۳۰م). پدی توګه دده د واک سیمه پراخه اووړونه یی په ختیځ کی د رنجیت سنګ او لودیز کي دکامران تر تهدید لاندی راغلل. لدی نه وروسته ، ده څو کاله  نسبتاً په ارامې کی تیر کړل، تر څوچي په (۱۲۴۸ ق/ ۱۸۳۲م) کی شاه شجاع یی پر کندهار لښکر مارش کړ.

په (۱۲۴۸هجری،۱۸۳۲م)کي شاه شجاع دکابل د تخت د لاسته راویستلو په موخه د رنجیت سنګ سره خبری اتری پیل کړی. دیوه تړون  له مخي یی هغه ته  وعده ورکړه چي پیښوربه په ۱۸۳۳م کي ده ته سپاري. ددی سره سم یی پرسند باندی برید وکړ،هغه یی ونیوی او دسند دمیرانو څخه یی مالیات ترلاسه کړه، وروسته یی د معصوم هوتک دلیکني له مخي د (۱۲۵۰هجري) کال د محرم په میاشت (۱۲۳۴م) بارکزي وړونه په کندهارکي قلعه بند کړه[11].

میرغلام محمد غبار د شاه شجاع د عسکرو شمیر ۲۲زره تنه ښودلی دی[12]. د(نوای معارک) لیکونکی بیا وایی چي دا شمیر تر ۷۰زروتنوپوري رسیدی چي د انګریزی افسرانو د خوا سوق اواداره کیدل. دوی په نیغه پر کندهار حمله وکړه او په زاړه ښارکي یی سنګر ونیوی. کندهاری وړونو جنګ او مقاومت ته دوام ورکړ اودسردار دوست محمد خان څخه یی مرسته و غوښته. دوست محمدخان پوهیدی چي د کندهار وروسته دده نوبت دی، ځکه یی نو د کهندلخان د غوښتني پرته هم د خطر د مخنیوی دپاره تیاری ونیوی . ده د وړونو او وراره ګانو د اطمینان په خاطر یوه لویه غونډه راوغوښتل. دپیښور حاکم سردارسلطان محمدخان او د جلال اباد حکمران نواب محمدزمانخان یی هم  پدی جرګه کي د ګډون دپاره کابل ته را و بلل. دوی دواړو بهانی وکړی اوخپل زامن یی وجرګی ته راولیږل. په پایله کي دوست ماحمدخان ددی پرځای چي د کندهار پرخوا وخوځیږي د جلال اباد پرخوا یی عسکر مارش کړل. دخپل زوی محمداکبرخان په مټ یی نواب محمد زامانخان ونیوی او کابل ته یی راوست. جلال اباد یی په کابل پوري وتړی. خپل ورورسردار امیرمحمد خان یی د جلال اباد حکمران وټآکه، محمدزمانخان ته یی دکاله۱۵۰زره روپی دجاګیر پنامه امتیاز ورکړ او بیرته کابل ته راستون شو ترڅود شاه شجاع د مخنیوي دپاره کندهارته ولاړشي[13].

کهندلخان، رحمدلخان او مهردلخان نژدی دوی میاشتي په نوي  ښار کي قلعه بند وه ترڅوچي د (۸۳۴ ۱م)په جولای کي ددوست محمد خان قوتونه کندهارته ننوتل . دشاه شجاع قوتونه ددی ویری چي ددوي پرلښکر باندی اوبه بندی نکړي، دزاړه ښاره ووتل او ښارته نژدی په باغونوکی ځای پرځای شول. دوست محمد خان دلودیز دخوا د ښار محاصره ماته کړه او وړونه یی وژغورل. میداني جنګ پیل او کندهاری سرداران هم له ښاره راووتل او جنګ ته یی سنګر ونیوی. ددوی د ډلی نه سردار رحمدلخان دخپلو قواوو( سپرواو پیاده) سره د باباولي د کوتل دلاری تیرشول، دجلیران، مرغان، ګوندیګان له لوری یی ددښمن د شاخواته سنګر جوړکړ[14].

سردار کهندل خان

یوځل دوست محمدخان پراس سپور او مخ په وړاندي یی اس په ټوپ واچاوه تریوه واټن وهلو وروسته یی شاته وکتل. ددی مانور څخه دده موخه داوه چي خپل د عسکروجنګي مورال وازمایی. سردار اکبرخان او سردار افضل خان هر یوه د پلار لاره ونیوله، سمدستي یی د شاه شجاع پر عسکروچي د کهندل خان په باغ کی یی سنګر نیولی وو، برید وکړ. خونړی جنګ زور واخیست . سردار افضل خان پرشاه شجاع حمله یووړه .پداسی حال کي چي د شاه شجاع قواوو په سختی سره مقاومت کاوه ، سردار اکبرخان انګریزي جنرال کمپبل پخپله توره سره زخمي او ویی نیوی. نوموړي جنرال دځان له ویري  سمدلاسه کلمه وویل او مسلمان شو. امیر دوست محمد خان د شیرمحمد نوم ورباندی کښیښود، هغه یی وبخښی او خپل په خدمت کی یی ومانه. دشاه شجاع قواوو ماته وخوړل او پخپله شاه شجاع دهرات په لور لاښ او جوین اوسیستان ته وتښتیدی. سردار دوست محمد خان بیله دی چي د خپلو وړونو څخه څه ترلاسه کړي، سمدستي کابل ته حرکت وکړ[15].  دوست محمد خان دوو شیانو  ډیر مایوس او په تشویش کی واچاوه : یوداچي د شاه شجاع ترماتي وروسته دده څخه په تر لاسه شوومالونو کی یی د(کلوداوید)له خوانه یولیک وموند چي د شاه شجاع څخه د انکریزانودملاتړ ښکارندوی وو. دی کار د انګریزانو څخه دده نفرت لا نور هم زیات کړ. بله خبره داوه چي دشاه شجاع سره د امیر دوست محمدخان د جنګونوڅخه  رنجیت سنګ فرصت ترلاسه کړی وو او پیښوریی دده د ورورسلطان محمدخان دلاسه ایستلی وو.

پر هرات باندی د ایرانیانو د برید تکل (۱۸۳۷م)

په (۱۸۳۰م) کال کي ارتور کونولی(Arthor conoly) دبرتانوي هند دڅارګري اداری ځوان افسر دستراتیژیکو مالوماتو د راټولولو دپاره منځنی اسیا ته لیږل شوی وو. دقفقاز د لیدو وروسته خیواته ورتلی چي د بخارا حالات د نژدی نه وڅاري. دی دخپل سفرپرمهال په لاره کي دغلوسره مخامخ شو. هغوی وغوښتل چی دی ووژني اومالونه یی لوټ کړي، خوهغه خپله پټه شتمني ودوی ته وښوده اوله مرګ نه یی ځان خلاص کړ. لدی نه وروسته  یی د خیوا څخه صرف نظر وکړاود استراباد دلاری مشهد ته راغي. دهمدی کال په سپټمبر کي هرات ته راورسیدی.هلته دری هفتی پاته اود هند په نیت دکندهار پرخوا روان شو. کونولی چي د ښاغلي ډاکتر زمانی د مالوماتو له مخي د(ستري لوبی) داصطلاح منځته راوړونکی دی، بشپړاو ګټور مالومات یی پرهند باندی د روسانو د احتمالی حملی په هکله چي په څه ډول اود کومي لاري ترسره کیدلای شی، دبرتانوی هند چارواکوته وړاندی کړي دی .

دکونولي د مالوماتو له مخي روسانو کولای شول د دوولاروڅخه پرهند باندي په بری سر حمله وکړي. لومړی لاره دا وه چي روسان به تر هر څه دمخه خیوا ونیسی، وروسته به تر آمو رود را واوړي اوبلخ به ونیسي، بیا به د هندوکش نه راتیر ، دستر سکندر ( سکندر کبیر ) پشان به پر کابل هجوم راوړي، دجلال اباد د وادي د لاری به دخیبر د کوتل نه راتیراو پیښورته به را ورسیږي. لدی وروسته کولای شي د سیند د رود نه را واوړي اوپر هند حملی پیل کړي. کونولی دا لار ډیره اوږده ، دستونزو اوجنګي خطرونوڅخه ډکه بللی وه چي دده په اند به ددی ټولي لاري پای کول دوه دری کالوته اړتیا ولري. دوهمه لاره د روسي جنرالانو د پاره د هرات نیول ، دهغه ځایه د کندهار د لاري بیا کویټی ته ځان رسول دی چی له دغه ځایه بیا د بولان د لاري پر هند بریدونه کولای سي.

کونولي وایی : روسان کولای سی ایران ورسره یوځای کړي، د وچی د لاری دکسپین څخه داستراباد نه تیرسي او هرات ته ځانونه ورسوي. که چیري یوځل هرات د روسانو لاسته ورسي اوبیا ایران پخپلی خاوري پوري ونښلوي ، بیانو د دوی اردو کولای سي داوږدو کلونو دپاره هلته سوق الجیش وکړي او خپلي ټولی اړتیاوي دهغه ځای نه پوره کړي. هرات یاني د منځني اسیا د غله دانو ګدام . دخوراکي توکو او نورو لوژستیکي چار ودبرابرولو دپاره دلته بشپړ امکانات شتون لری[16].

کونولی ټینګار کړي چي هرات  نباید  دایرانیانو یا روسانو لاسته ورشي. په هر حال د روسانو د حملی په وړاندي افغانستان دریږي. دی وایی چي افغانان د روسانوڅخه هیڅ د خیر هیله نلري، مګر د روسانو د متحدینو یاني ایرانیانو سره بیاد مذهبي توپیر له مخي کرکه اودښمني لري. کونولي زیاتوی : « داسي افغانان چي له هغوی نه ګټه تر لاسته کړي، ډیر لږ مګرستاسو د ویرولو دپاره خورازیات دی. دوی د هغوکسانو په وړاندي چی د روسانو سره اړیکي لري لکه ایرانیان ، له حده زیاته کرکه اودښمنی کوي . که چیري افغانان د یوه ملت په توګه عزم وکړي چي د یوه یرغل په وړاندی ودریږي، پدی حالت کی به یرغلګرته داسي ستونزي پیښی کړي چي د حل توان به یی ونلري. دوی به دخپلي وروستي سلګي پوری مقاومت وکړي اوتر اخیرني څاڅکي ویني پوري به وجنګیږي. ددښمن پرکتارونو به حملی کوي څو د خوراکی توکو زیرمي ییله منځه یوسي او د شا دخوا داړیک ولاري پري بندی کړي. [17]»

که چیري افغانان سر وپاشل سي (لکه څنګه یي وروسته همداسي وسوه) ، بیا نو روسان په اسانی سره کولای شی چي یوه ډله یی د غوړو وعدواو نورو مادي امتیازاتو په ورکولو سره دبلي ډلي پرضد ودروي. کونولي سپارښتنه کوي او وایی، مخکي لدی نه چی هرات ددغو دوو زورورو کسانولاسته ورشی، باید دکامران سره دوستانه اړیکي ټینګي سي. بیله دی نه به دهند په لور دروسانو لاره پرانیستی پاته وي.  کونولي ددی د پاره چي انګریزي چارواکي یی دهرات ونیول وته هڅولي وي ، وایی چي په هرات کی ټول پدی پوهیږي چي کامران د انګریزانو پلوی دی[18].

امیر دوست محمد خان پسله دی نه چي لښکر یی دسیکانو سره تر جنګ وروسته د خیبر دلاري بیرته راستون شوی وو ، دهند وایسرا لارد اوکلیند ته یی چي تازه پردنده باندي ګمارل شوی وو (۱۸۳۶م) یولیګ ولیږه . دهغه نه یی پردنده باندي دګمارلو په اړه د مبارکي ویلو په ترڅ کي غوښتنه وکړه چي د پیښور په بیرته ترلاسه کولو کي، دده د دولت اود رنجیت سنګ ترمنځ په جنجال کي مداخله اوددغي ستونزي په حل کي ورسره مرسته وکړي. ده همدارنګه د ایران شاه ته یولیک واستاوه ،هلته یی په پیښورکي د مسلمانانو په وړاندي دسیکانو بیشرمانه کړنو اوظلم زور څخه یادونه کړیوه. ده همدارنګه لدی نه وړاندي په پطرزبورګ کي روسي امپراتورته یولیک لیږلی وو. پدی لیک کی یی چی د میرزا محمد حسین پلاس یی استولی وو، دنوموړي امپراتورڅخه د سیکانو دلاسه د پیښور په آزادولوکي د مرستي غوښتني کړیوی.

انګریزي جاسوس موهنلال چي د امیر دوست محمد خان په دربارکي یی د انګریزي هیات د رئیس الکساندربرنس دمنشي دنده درلوده ، لیکي:  «امیردوست محمدخان داسي فکر کاوه چي د هندوستان کلي دده په لاس کي ده، که چیری یوبل رقیب هم راپیداسي نو انګریزان به داکلي دده څخه په ډیره لوړه بیه رانیسي. په همدی هیله ده د هندی چارواکو، ایرانیانو او روسانو سره اړیکي ونیولی څوځان وروپیژني. داهغه وخت دی چی دده مشر ورورسلطان محمدخان د پیښور حکمران ژوندی وو، دکوهاټ اواشنغر سیمي چي د پیښور برخي وی، دسلطان محمدخان په موافقه،

امير دوست محمد خان (۲۳ د دېسمبر، ۱۷۹۳ ز. – ۹ د جون، ۱۸۶۳ ز.) د سردار پاينده خان چې د باركزۍ كورنۍ مشر وو ، زوى دى او د ۱۷۹۳ ز كال د ډيسمبر په ۲۳ زېږېدلى دى.

رنجیت سنګ لاندی کړیوی. په دغسی یو حالت کي چي د امیر دوست محمد خان دواړو رقیبانو، سلطان محمدخان او رنجیت سنګ دده څخه کرکه اوډار درلود، دی د پیښور دنیولو اوترلاسه کولو په فکرکي سو. په همدی موخه یی د درو لوړو یادو سوو دولتونو مشرانو ته لیکونه ولیږل او د پیښورپه بیرته ترلاسه کولوکي یی دهغوی څخه دمرستي هیله وکړه . ده پخپلو لیکونو کي هغوی ته دا یادونه هم کړی وه چی که چیري دده سره مرسته وکړي، نودی به هم که اړتیا پیداشی، دهغوی سره به د اړیني مرستي څخه ځان ونه سپموي [19]».

 

دکندهاري سردارانو تلواري اقدامات:

دکندهار سرداران چي د امیردوست محمدخان وړونه وه، کله چي د لیکونو دلیږلو په اړوند د امیر د کړنو څخه خبر شول ، د سؤتفاهم له مخي پرځان وډاریدل، سمدستي یی د ایران شاه اود روسیی امپراتورته لیک واستاوه اوځانونه یی دایران تر ملاتړ لاندي(تحت الحمایه) اعلان کړل . ددی سره سم د ایران استازی قمبر عليخان کندهارته راورسیدی اود سردارانو سره یی موافقه لیک لاسلیک کړ. پدی موافقه لیک کي راغلي وه چي که چیري ایران پر هرات حمله وکړي اوکندهاري سرداران پدی حمله کي دایران سره مرسته وکړي، نو ایران به هرات، دهرات د نیولو وروسته و کندهاري سردارانوته وسپاري.

ددی موضوع نور جزییات داسي وه : کله چي د ایران قاجاري شاه ودربار ته د امیردوست محمدخان او کندهاری سردارانو لیکونه راورسیدل، دفارس دولت سفیر قمبرعلیخان د امیر د استازي محمد حسین خان سره کندهارته راغلل. کندهاری سرداران چي د امیردوست محمدخان سره یی حسادت اوهم یی ډار ورڅخه درلود، دایران سفیر یی پری نښود چي د کابل دربارته ولاړسي. دوی نیت درلود چي د ایران دسفیر سره دیوه تړون دلاسلیک له مخي دایران دولت نه هغه ټول خیالی امتیازونه یوازي دوی ترلاسه کړي. موهن لال دنوموړي تړون منځپانګه داسي ښودلی ده :

« زه قمبر علیخان د ایران د پاچا اعلیحضرت محمدشاه (قاجار) په استازیتوب د محترموسردارانو کهندلخان ،رحمدلخان او مهردلخان سره لاندي تړون لاسلیک کوم :

که چیري سرداران صاحبان یو تن له خپلو زامنو څخه داعلیحضرت ودربار ته ولیږي، ددوی ددی کار په وړاندي زه دوی ته وعده ورکوم چي :

 

  1. دهرات قلمروکه دفارس دقواووپه مټ اویا هم پخپله د سردارانو دلښکرو په زور ونیول شي، په دواړو حالاتو کي به د سردارانو په اختیارکي پریښول شي اوشاهنشاه به دسردارانو څخه ددی کار په بدل کي دهیڅ شي غوښتنه ونکړي، مګر داچي د شاهنشاه خدمت او اطاعت وسي. شاهنشاه به همدارنګه په افغانستان کي ددوی په قومي چارو یا هیواد کي مداخله ونکړي.

  2. اعلیحضرت شاهنشاه به دافغانانو سره که دهر قوم اوقبیلی څخه وي که لوی یا وړوکی قوم وی، د ائتلاف جوړولو څخه ډډه وکړي.

  3. اعلیحضرت شاهنشاه به هیڅکله هم د شاهزاده کامران او یارمحمد خان سره دوستانه اړیکي ټینګي نکړي.

  4. دفارس ودربارته دسردار کهندلخان د زوی په رارسیدوسره به اعلیحضرت وخپلو قواو وته امر وکړي اودهرات پرخوا به یی مارش کړي. که چیری شهزاده کامران دکندهار د نیولو عزم وکړي، شاهنشاه به دخپل حضور په مرسته د هغه دحملی مخنیوی کوي او که چیري دوی دا ونه مني، شاهنشاه به پخپله وهرات ته شخصا راشي.

  5. شاهنشاه به کندهاری سردارانو ته د ۱۲زره نفری سپاره او پیاده لښکرو لګښتونه د ۱۲پایو توپونوسره پرغاړه واخلي. شاهنشاه به همدارنګه دهرات د نیولو په موخه دلښکرو اضافی لګښتونه ورکړي اوکه جنګ د اوږده وخت د پاره دوام وموند، ټول لګښتونه چي ددی کار دپاره ضروری وی حتما به یی ورکړي.

  6. که چیري ددغه جنګ له اثره دسردارانو په قلمرو کي ځمکو ته زیان ورسیږي، شاهنشاه به پخپل هیواد کي دنوموړي زیانمني شوی ځمکی معادل تاوان سردارانو ته ورکړي.

  7. دغه تړون چی ما همدا اوس لاسلیک کړ، پکارده چي د اعلیحضرت شاهنشاه د خوا منظورشي. همدارنګه ددی دپاره چي د سردارانو اطمینان او باورترلاسه شي، دغه قرارداد به د حاجي میرزا اقاسي، میرزامسعود(دخارجی چارو وزیر) ،د روسیی دسفیراو د انګلستان دسفیر د خوا هم لاسلیک شي. قمبرعلي.[20]»

 

کندهار او کابل ته دقاجاري دولت د سفیر رارسیدل:

دقاجاري دولت مقاماتو، قمبرعليخان ته د راتګ نه مخکي لاندي پټي دندي سپارلي وی :«  کله چی تاسی قمبرعلي دکیانیان(موخه یی سیستان دی) له سرحدونو تیرشي، هرځای ته چي رسیږي، لاندی مالومات به د خپل یاداښت په کتاب کی لیکي، اود بیرته راستنیدوسره سم به یی په تهران کي د اعلیحضرت حضورته وړاندي کړي: دښارونو او کلیو حالات ،هلته داوسیدونکو تخمیني شمیر، پدی هکله ستاسو خپل دسترګولیدلی حال، دهرقوم اوقبیلی قدرت لکه سیستانیان، بلوڅان، پښتانه ، قزلباشان، دخلګو عایدات او لګښتونه، دښارونو تولیدات او د کلیو مهم زراعتي توکي، دمالیاتو کچه، هغه تجارتي شیان چي له بهرنه واردیږي، ایاسړکونه کنډوکپر دی یا هوار اویا غرني دي چي تیریدل یی دلاری ستونزمن وی(صعب العبور).

کله چي تاسي د بلوچستان څخه تیریږي، باید داعلیحضرت د عطوفت ، سخاوت اوبخششیو په هکله د خلګو ترمنځ تبلیغ وکړي څو د بلوچستان اوسیستان خانان وهڅول شي. که چیري نوموړي خانان د کامران پلویان وي، باید تشویق سي چي له هغه نه ځانونه لیري اود فارس حکومت ته خدمت وکړي. دوي ته باید اطمنان ورکړه شي چي د فارس دحکومت سره به یی اړیکي په بشپړه توګه پټي وساتلي شي. په ځانګړي ډول د اعلیحضرت دسخاوت څخه به علیخان(سیستانی) ته زیری ورکړي او ورته ووایاست چي دده د خدمتونو خبر اعلیحضرت ته رسیدلی دی. ټول خانان باید سره یوځای شي، خپل جنګیالي اوتجهیزات باید داسي اماده کړي چی د شاهنشاه د بری راوړونکي لښکر په رارسیدو سره  سمدستي دهغه سره یوځای اوپه لیکو کي یی ورګډ شی.

تاسي به په کندهار کي د اعلیحضرت شاهنشاه له خوا نه فرمان، جامي اوافتخاري نښانونه وکهندلخان اود هغه وړونو ته ورکړي اود اعلیحضرت وسخاوت ته به دوی نورهم تشویق کړي. تاسي هڅه وکړي چي ځان کهندلخان ته نورهم نژدی اوتری نه پوښتنه وکړي چي د هغه مخکني لیک تر رسیدو وروسته مو ولي خپل ورور یا زوي تر اوسه پوري د اعلیحضرت دربارته ندی لیږلي؟ کهندلخان باید لومړی خپل ورور را ولیږي. پدی خبره باندي دی وپوهوي چي که چیری دی پر خپل دغه موقف باندي پاته شي نو د اعلیحضرت د لښکر انتظاردی ولري. دی باید خپل پوځ تیار او اماده کړي، هرڅومره سپاره کسان چي راټولولای شي، راټول دی یی کړي، ځکه پرهرات باندی به دی حمله وکړي. کهندلخان ته ووایاست چي که د فارس دولت ته د خدمت پرمهال وده ته تاوان ورسیږي، هغه ټوله د فارس دولت پرغاړه اخلي. تاسي به هلته د ټولو اغیزمنو کسانو سره دوستي ټینګه کړي. په ځانکړی ډول د پښتنو او قزلباش خانانوسره او په کلي ډول د ټولو شعیه ګانو سره اړیکي ونیسی اوهغوی د شاه وخدمت اود هغه له خوا وامتیازونو ته تشویق کړي. که د هغوی سره د شعیه او سني ترمنځ د مذهبي توپیر څخه ډار او تشویش وي، تاسي ډاډ ورته ورکړی چي اعلیحضرت به هیڅکله هم داسي  و نکړي چي ستاسي په هکله دمذهبي توپیر له مخي عدالت ترپښولاندی کړي. په عمومي ډول دا ستاسي دنده ده چي اقغانان د اعلیحضرت وخدمت ته راوبولي اوتشویق یی کړی.

ترهغه وروسته چي په کندهار کي مو لوړي موخي ترلاسه کړی، بیانو کولای سي د کابل پرخوا حرکت وکړي. په کابل کي به دوست محمدخان ته دغه درکړل شوی پیش قبضه د اعلیحضرت دعطوفت دیوی بیلګي په توګه هغه ته ورکړي. نواب جبارخان ته به داعلیحضرت  لخوا منظورشوی افتخاري نښان تقدیم کړي. دوی ته به د اعلیحضرت د سخاوتونو په هکله اطمینان ورکړي اوورته ووایاست چي د اعلیحضرت د پوځ تر رارسیدووروسته چي دغي سیمي ته راورسیږي، تاسي ته به بی شمیره انعامونه او سوغاتونه درکړل شي.

په ظاهره به تاسي هغوی ته داسي وښیاست چي ګویا ستاسي دماموریت اوکابل ته د راتلو اصلي موخه دامیردوست محمدخان د عریضي د ځواب راوړل دی، کومه چي ده اعلیحضرت ته لیږلی وه اوهمدارنګه داعلیحضرت لخوا د منظور شوو جامو اوافتخاری  نښانونو تقدیمول دي. اما تاسي به په پټه په خصوصي مذاکرو کي امیر دوست محمد خان ودی ته تشویق کړي چي د فارس دولت سره یو ځای شي. پدی هکله ډیراصرار او تاکید وکړي او هغه ته ووایاست چي که د خدای غوښتنه وه داعلیحضرت عطوفت به د دوست محمدخان په باره کی خورا ډیر وي اوله مخي به یی ټول قلمرو دده تر تسلط او اداری لاندی راشي او دی به کامل کنترول ورباندي ولري.

تاسي به دوست محمدخان ته ووایاست چي که چیري دی د فارس ددولت سره دپټو(محرمانه)اړیکو د ساتلوغوښتونکی وي ، باید خپل یو ورور یا زوی داعلیحضرت دربارته ولیږي . داکار به دده دپاره خورا ګټور تمام شي . لنډه داچي باید  امیر د فارس ددولت ومرستوته تشویق شي اوپدی خبره باندي باید دی وپوهول شي چي دده د نجات یوازنی چاره دفارس دولت دی. پرده باندی باید ډیر تاکید وشي څوخپل فوځونه تیار او اماده کړي اوپه پسرلي کي دی د اعلیحضرت راتلو ته سترګي په لاره اوسي. که چیري امیر ستاسي څخه دیوه داسي سند غوښتنه وکړي چي له مخي یی د فارس سره دهغه یوځایوالی تایید کړی، تاسي کولای سی ده ته داسي سند ورکړي څودهغه پر بنسټ باندي سیکان وډاروي چي دده د تعقیب او ازارولو څخه لاس واخلي » .

هغه وخت چي قمبرعلیخان دکندهاري سردارانوسره په مذاکرو بوخت وو، ده په ډیر مهارت د محمودخان بیات اونوروشعیه فارسی بانانوسره چي هم یی نفوذ درلود اوهم د امیردوست محمدخان د اعتماد وړوه، د اړیکو ور پرانیست. ده ددوی د ډلي نه یو شمیر کسان د جاسوسي په موخه جذب کړه څو دهیواد  د عایداتو د سرچینو اوپه ځانګړي ډول د نظامي تجهیزاتو او زیرمو په هکله اړین مالومات راټول کړي. قمبرعلیخان همدارنګه د کندهار د شعیه او فارسیوان سوداګرو اوشتمنو کسانوسره اړیکي ونیولی او دهغوی نه یی وغوښتل چي د محمدشاه لښکرو ته د اړتیا پر مهال د خوراک اړین توکي او لوازم تهیه کړي. ده شتمنو او اغیزمنو کسانو ته د ایران د پاچا لخوا غوړي وعدی ورکړي څودده وخدمت ته یی تشویق کړي. ده وسوداګرو اونورو کسانوته چي د شاه ملاتړ یی کاوه ، د شاه لخوا د دستور نامي یوه یوه کاپي ورکول کومه چي دشاه او صدراعظم په لاسلیک ښکلی شوی وه . ده به هغوی ته ویل چی دغه سند ورسره وساتي تر څو په ښودلوسره یی د قاجاري شتمن دولت له مقاماتو څخه د خپل ملاتړ په خاطر امتیازونه تر لاسه کړي. دکندهار ددی ډول سوداګرو په منځ کي یوهم ملانسو(نصوح) وو. دی هم شتمن سوداګر اوهم د کندهاری سردارانو د اعتماد وړمشاور وو. ده هم د نوموړي دستورنامی یوه کاپی تر لاسه کړیوه. ده ددغه سند یوه کاپي د موهن لال و جاسوس محمدطاهر ته سپارلی وه چی د قمبر علیخان اصلی دنده اوصلاحیتونه ور څخه برملا کیدل. [21]

کله چي محمد حسین خان دامیر استازی پدی پوه سو چي کندهاری سرداران دده سره  وقمبرعلیخان ته دتګ اجازه نه ورکوي اوله هغه نه وروسته چي د نوموړوسردارانوسره دده د قراردادونو څخه خبرشو، نوپه پټه له کندهاره ووت، ځان یی کابل ته ورساوه اوامیر یی دحاله خبر کړ. امیر دوست محمد خان یو د ګیلونه ډک لیک په کندهارکي خپلو وړونو ته ولیږي. ده ګیله کړی وه چي ولي یی دده دربارته دقمبرعلیخان دراتلو مخنیوی کړی دی او ولي یی امیر ددغه تړون دګټوڅخه له پامه غورځولی دی. په هر حال محمدحسین خان دفارس دشاه فرمان( ځواب) وامیردوست محمدخان ته ورساوه او ورته تقدیم یی کړ.

کندهارته دروسي قیصر د استازي ویکوویچ رارسیدل:

دروسیی استازی ویکوویچ[22] کندهارته تر رارسیدووروسته، دسردارنو سره په خبرو اتروکي وویل : دفارس پادشاه دبرتانیی د سفیر ومشوروته هیڅ اهمیت  نه ورکوي. ځکه چي ځان په بشپړ ډول په روسیی پوري تړلی ګڼي. روسیه هم په ښکاره ډول او هم په پټه د هغه سره هر راز اړین کمکونه کوي.

پدی هکله میجرلیچ داسي ګزارش ورکړیدی :

« مهردلخان دهغه روسي صاحب منصب په هکله چي همدا اوس په کابل کي دی ،ماته وویل چي د امپراتور لخوا یی لاندي پیغامونه ده ته سپارلي دی :

  1. که چیری کندهاري سرداران د امیردوست محمد خان سره یوځای

سي، روسیه به مرسته ورسره وکړي چي دسیکانو سره وجنګیږي ،ملتان او دیره جات ورڅخه بیرته ترلاسه او ان د سند په بیرته نیولو کي به هم مرسته ور سره وکړي.

  1. دفارس پادشاه دروسیی څخه یونیم کړوړ روپی پوروړی دی. روسیه اماده ده چي دفارس دولت ته حواله ورکړي څو دغه پیسی یی په برابر ډول د سردارانو او امیر تر منځ وویشي.
  2. دروسیی دولت به دجنګیالو قوتونو مرسته ورسره ونه کړي، مګر پرځای به یی د اړتیا وړ وسلی ورکړي. ددی ټولومرستو په مقابل کي روسیه یوازي دا غواړي چي سرداران د روسیي اطاعت (فرمان برداری) وکړي او استازی یی په خپل دربار کي ومني.
  3. تاسي (سرداران ا و امیر) چي هر وخت مو زړه وغواړي ، کولای سي جنګ پیل کړي، مګر د سولي او اوربند په هکله باید د روسیي امپراتور سره مشوره وشي او نظر یی واخیستل شی . [23] »

  دکندهاری مشر ، سردار کهندل خان دپاره د قاجاری محمد شاه فرمان:

« الله داد خان زموږ کمپ ته راورسیدی او ستاسي غوښتنی یی زموږ حضورته وړاندي کړي. په همدی خاطر د شاه مرحمت ستاسو په هکله  زیات شو.هر څوک چي پرما باور وکړي او ځان ترماپوري راورسوي، زموږ عطوفت اومرحمت به ترلاسه اوخپلو موخوته به ورسیږي. که تاسي تر دا اوسه پوري پر خپله وعده باندي په صدافت ولاړیاست نود شاه لخوابه موعطوفت په برخه وي. تاسي تل ماته خپلي موخي، غوښتني او هیلي ولیکې او باور ولرې چي دا ټوله به تر سره شۍ.[24] »

 

کهندل خان ته د جنرال بروسکي لیک:

«عبدالواحد بیک اوالله داد خان د قمبرعلي خان سره یوځای راورسیدل اوستاسي د موخو په هکله یی ماته ګرارش راکړ . هغه څه چي کپتان ویتکوویچ تاسي ته ویلي  او ستاسو د سوکالې ، هوسایي ، خیر اوامن دپاره ګټور وه ، در پیاد کړي . لدی نه پرته نور څه هم لرم چي ستاسي سره یی شریک کړم .  تاسي ډیر پرځای کار وکړ چي دفارس له دولت نه مو مرسته وغوښتل. ستاسۍ استازي الله داد خان له مانه وغوښتل چي د لیک ځواب مو درته ولیکم .دی دلته زما له نفوذ نه خبر دی او هر څه یی پخپلو سترګو لیدلی دي. دی د شاه له تاوده هرکلي او مرحمت سره مخامخ شو. شاه له ده نه وپوښتل چی کندهاری سرداران له شاه  څخه څه هیلي لري؟ دشاه سره ستاسي یوځای کیدل بیله ګټي تاسي ته هیڅ تاوان نلري. ددی کار ګټه تاسي ته دومره زیاته ده چي په قلم یی لیکلای نشم. تاسي یقین ولري چي دشاه دپاره ستاسي خدمت د هر اړخ نه ستاسي په ګټه دی. شاه هر څوک د هغه د مقام او ارزښت له مخي نازوي. ستاسي مقام او ارزښت هغه ته تر ټولو لوړ دی. خپل زوی محمد عمر خان هرڅه ژر او حتما راولیږې . دده څخه به په مهربایي سره تود هرکلی وشي. پدی هکله ښاغلی (م.ګوټ).دروسیي سفیر میلمه او همدارنګه حاجي اقاسي تاسي ته لیکلي دی. په کندهار کي د قمبرعلیخان لخوا لاسلیک شوی تړون هم  تایید شویدی.

دشاه د ویاړلي نیت له مخي میمنه ،هزاره جات او چارادینک لکه څنګه چي هیله وه ،په بشپړ ډول تسخیرسویدی. د اصف مشهد د محراب خان والي زوی ، د شیرمحمد خان اوګل محمد خان ورور او یو شمیر نور کسان هم د شاه خدمت ته راځي (دګروګان په ډول) . دفارس هیواد اوس هغه پخوانی هیواد ندی. زما هیله او دعا داده چي ستاسي یوځایوالی د فارس د دولت سره هرڅه ژر تر سره سي. اعلیحضرت محمدشاه د هرات پر مسلمان اولس باندي د ترحم په خاطر د هغه ولایت د اشغال څخه تر اوسه پوري منصرف دی، مګر د پروردګار په مرحمت او د شاه د بخت د ستوري سره سم به هرات  ډیرژر اشغال شۍ. هغه وخت به نو ټولي چاري تر اوس ډیري ښی شي. پدی توګه به دا ډیر پرځای کار وي چي خپل زوی  محمد عمر بیله ځنډه راولیږي[25].

زه به د فارس حکومت ته لیک واستوم څو ستاسي د زوی د ورتګ په هکله هر ډول خنډونه له منځه یوسي. هغه به په عزت سره د شاه له خوا ومنل شي …. ستاسي دا ډول اړیکي به د شاه سره بیله ښیګڼو هیڅ تاوان ونلري. دابه تاسي ته دومره ګټي ولري چي قلم به یی د لیکلوڅخه ناتوانه وی. باورولري چي دشاه په وړاندي به ستاسي خدمت ، تاسي ته د هر ډول ګټو لاره پرانیزي…. [26] »

سردار مهردل خان مشرقي

قاجاری شاه سره د کندهاري سردارانو ددوستې په هکله د روسيی د سفیر سیمونیچ تضمین لیک:

« زه دفارس دشاه په دربار کي دروسیی ځانګړی استازی اوسفیر د اعلیحضرت محمدشاه اوکندهاري سردارانو ترمنځ د لاسلیک شوي تړون دشرایطو په اړوند په لاندي ډول تضمین کوم :

  1. دهرات ولایت به د شاه لخوا د کندهاري سردارانو د صادقانه خدمتونو پخاطر چي د هغه د پر تخت کښیناستلو راهیسی یی تر اوسه پوري سرته رسولي دی ، نوموړو سردارانوته دانعام په ډول ورکړ شي،
  2. هغه سیمی او قومونه چي همدا اوس د کندهاري سردارانو په تصرف کي او د دوی تابع دي،بیله دی څخه چي لاس وهنه پکښي وسي او یا کمښت پکښی راشي ،دپخوا په شان به ددوی تر تسلط لاندی پاته شي.
  3. دفارس دولت به هیڅکله دافغاني قومونو څخه کوم قوم که لوی یا وړوکي وی ، دخپلو اتباعو سره ګډ نکړي، همدارنګه به افغانان په هغو کارونو کي چی په دوی پوري اړه نلري،به کار او خدمت ونه ګمارل شي. ټولي چاري او معاملی چي په افغاني سیمو پوري اړه لري، د فارس د دولت لخوا به کندهاري سردارانو ته وسپارل شي.
  4. شهزاده کامران او دده وزیر یارمحمد خان به د فارس دولت د ټولو رسمي مراسمو څخه محروم وګڼلي شي.
  5. که چیري شاه شجاع الملک، انګریزان او یا د کابل امیر دکندهار په وړاندي په کوم دښمنانه عمل لاس پوري کړي، شاه به د کندهاري سردارانو سره د هغوپه وړاندي مرسته وکړي.
  6. که چیرۍ د کهندلخان زامن یا وړونه دیوه فرعي قوت سره دشاه کمپ ته راشۍ، دوی ته ، ددوی مالونوته او ددوی سره راغلوکسانو ته به هیڅ ډول زیان ونه رسیږي او هیڅوک به یی د یرغمل په ډول ونه نیول شۍ. د کهندلخان یو زوی به ددي وعدی څخه بیل وي چي هغه به د تل لپاره د شاه په خدمت کي دلته وساتل شي.
  7. کندهاري سرداران به یو ۱۲ زره کسیز سپور نظام پوځ د ۱۲ توپونو سره د هرات د اشغال د پاره را واستوي. ددغو قواوو معاشونه اوټول لګښتونه د سردارانود خوا ورکول کیږي اوکه لازم وګڼل شي دغه فوځ به د شاه خدمت هم کوي.
  8. وکندهارته ددغه قرارداد درسیدو، تصویب او لاسلیک سره سم به بیله ځنډه محمدعمرخان فوراً دشاه حضورته د شرفیابي پخاطر ولیږل شۍ ( ددغو تشریفاتي جملو تر پوښ لاندي اصلي موخه داوه چي د کهندلخان نوموړی زوی به د ایران په دولت کي دیرغمل په توګه پاته وي. که چیري کهندلخان د خپلي هوکړي څخه تیر او ترخپلي کمبلی پښی اوږدی وغځوي یا سرکښي وکړي، نو د زوی سربه یی غوڅ کیږي. پښتو ژباړونکی)،
  9. دشاه په حضور کي ددغه شهزاده تر شرفیابي وروسته به شاهي کمپ ته د سپاره نظام د تنظیم په خاطر داړتیا وړ پیسی ولیږل شي. ددی کار په ترسر ه کولو سره به د فارس دولت او کندهاري سردارانوترمنځ داعتماد او باور فضا را پیداشي او د فارس دولت به دسردارانو څخه دبل هیڅ شي غوښتنه ونکړي بیله نظامي خدمت نه. که چیري شاه ددغه تړون د هري برخي په ترسره کولو کي پاته راشي اویا یی د ترسره کولو څخه سرپیچي وکړي، زه به د روسي دولت د فوقالعاده استازي په توګه ،په هرشکل او د هري لاري څخه وي چي اړینه وګڼل شۍ، دی به مجبوره کړم څو د دغه تړون ټول شرایط مراعات اوعملي یی کړي[27].

دښاغلي غبار د قوله، کندهاري سرداران ترکابل دمخه د( م.کونټ ) سیمونیچ او د ویتکوویچ په دام کښیوتل، دهغه تړون پر بنسټ چي په ایران کي د روسیی سفیر تضمین کړی وو، دایران سره یی خپل یوځایوالی ومانه او پر هرات باندي یی د ایرانیانو په برید کي څلورزره تنه عسکر د ایراني قواو ومرستي ته ولیږل اودکهندلخان زوی محمدعمرخان یی په تهران کي دشاه په غوښتنه هلته واستاوه[28] (ترڅو د یرغمل په توګه هلته پاته شي .ژباړونکی)

 

پر افغانستان باندي د انګریزانو تیری اوایران  ته د سردارانو تښتیدل:

کله چۍ دفارس دولت د هرات د نیولوعزم وکړ،افغانستان پدی وخت کي د قدرت پر یوه مثلث ولاړوو: چي دوی څنډی یی ، کندهاراوکابل د محمدزی سردارانو په لاس کي او دریمه څنډه یی دسدوزی شهزاده کامران تر واک لاندي وه . دغه دریمه څنډه دلومړیو دوو څنډو سره په مخالفت اودښمنی کي ولاړه وه.  طبیعي ده چي دا حالت د هغو کسانو د پاره چي په هیواد کي د سیاسي اونظامي  مرکزي واک غوښتونکي وه ، خواشینونکی وو.

هغه وخت چي د روسیی استازی ویتکوویچ د روسیی د تزار پیغام امیر دوست محمد خان ته په کابل کي وړاندي کړ،انګریزان پدی تشویش کي ولویدل چي ګویا د روسانو دیپلوماسي تر دویی مخکي ده. دوی ویریدل چي په ایران کي به روسان دخپل نفوذ له مخي د هرات په نیولو وتوانیږي او پدی سره به کندهار هم لاندي کړي . ددی پایله به دا وي چي د کندهار او کابل د لاري به پر برتانیوي هند بریدونه پیل کړي. ځکه یی نو ددی کار د مخنیوي په خاطر یو منفور او ضعیف النفسه سړی( شاه شجاع) چي تیر دیرش کاله هلته سرګردانه ګرځیدی ، را پیدا کړ . دی یی د درانیانو د تاج او تخت د وارث په توګّ ومانه او پرشا یی وټکاوه . وروسته یی د یوه دری اړخیز تړون له مخي په ځان پوري وتاړه . داتړون د (۱۸۳۸م) کال د جون د میاشتي په ۲۶ نیټه د هند د وایسرا استازي مکناټن ، دپنجاب واکمن رنجیت سنګ اوشاه شعاع تر منځ لاسلیک شو.

شاه شجاع باید د تړون سره سم د افغانستان ځیني سیمي د یو لړ نور امتیازونو سره رنجیت سنګ ته پری ایښي وای . ده د اتیا زره کسیز وژونکي اوخوړونکي پوځ ترشا چي د پنجابیانو، هندیانو او انګریزانو څخه جوړو ، حرکت وکړ. دی پوځ د (۱۸۳۹م کال) په پسرلي کي د سند او بلوچستان د لاري پر کندهار یرغل یووړ. د کندهار د نیولو وروسته یی پرکابل حمله وکړه اوشاه شجاع یی د خپل لاسپوڅي په توګه په بالاحصار کي پرتخت کښیناوه ( داګسټ 7 د همدی کال) چي هندي او اروپایانو یی ساتنه کول.

هغه وخت چي شاه شجاع د نوموړي پوځ ترشا دکندهار په لور روان اورانژدی کیدونکی وو، کهندلخان د کندهار واکمن دخپلو وړونو مهردلخان او رحمدل خان په مرسته د کندهار  څخه ودفاع ته تیاري ونیوه، خو د یو لړبی اتفاقیو او ملي خیانتونو په پایله کي انګریزي پوځ بری وموند. کندهاري سردارانو د ګرشک په لور و پشت رود ته مخ ونیوی. داچي تر تعقیب لاندي وه ، نویی ایران ته پناه یووړه اوڅلور کاله هلته  پاته شول.

 

وطن ته دسردارانو بیا راګرځیدل او د واک  بیا ترلاسه کول:

د انکریزانو د ماتی په پایله کی دهند څخه د امیردوست محمد خان دبیرته راګرځیدو او د سلطنت د دوهم ځل ترلاسه کولووروسته، سردار محمداکبرخان یو د زیري لیک په ایران کي کندهاري سردارانوته ولیږه او هغوی ته یی د انګریزانو د ماتي او شړلوڅخه خبر ورکړ.دوی یی بیرته وطن ته راوبلل اوهغوی هم سمدستي راغلل[29].

دامیر دوست محمدخان ددوهم ځل سلطنت په لومړي کال (۱۸۴۳م کال) سردار سلطان احمد خان د سردار محمدعظیم خان زوی چي د امیر زوم هم کیدی ، دامیر د دوهم ځل سلطنت سره یی مخالفت وښود. سردار محمد اکبرخان ورسره پدی هکله څوځلی خبری وکړی خو کومه ګټه یی ونکړه. ښایی ددی لامل د امیر لخوا د سردارمحمد عظیم خان دکونډي مجبورول وه چي دده سره واده وکړي. امیر په کابل کي دا کار د خپل قدرت پر مهال دسردار محمدعظیم خان د شتمنیو د ترلاسه کولوپه خاطر کړی وو.

په هر حال سلطان احمد خان د امیر ددوهم ځل پرتخت کښیناستو څخه څو میاشتي وروسته کابل پریښود او کندهار ته ولاړ.هلته یی کندهاري سردارانو ته ځان ورساوه چي کاکا ګان یی وه. هغوی په عزت سره دده تود هرکلی  وکړ. سلطان احمدخان په کندهار کي سرداران د امیر پرضد تحریک کړه. پنځه میاشتي وروسته د پنځو زرو عسکرو سره دسردار مهردل خان او سردار رحمدل خان په ګډون دکابل په لور د امیر دوست محمد خان سره د جنګ په نیت وخوځیدل. امیر چي ددی موضوع څخه خبر سو، په غزني کي یی سردارغلام حیدرخان ته هدایت وکړڅو مخنیوی ته یی ورودانګي او سردار محمد اکبر خان یی هم دیوه اردو سره دکابل څخه  مرستي ته ورولیږی. هغه وو چي د مقرد سرچشمه په سیمه کي دواړي خواوي یو دبل سر مخامخ شوي. څو ورځي دواړو خواوو د یوه خونړي جنګ دپاره تیاری ونیو . ناببره د سردارانو لخوا محمد اکبر خان ته د سولي وړاندیز وشو. ده هم وړاندیز  ومنی اود سلطان احمدخان هلوځلو ځای ونه نیوی. دکندهاریانو پوځ بیرته د کندهار پرخوا روان شو. سردار مهردلخان د محمداکبرخان سره کابل ته د امیر حضورته راغی او بخښنه یی وغوښته. دواړو خواوو موافقه  وکړه چي مقر به ددوی ترمنځ سرحد

وټاکل سي[30].

ښاغلي معصوم هوتک لیکي چي د امیر ددوهم ځل دسلطنت په لسم کال یاني په (۱۸۵۳م کال)په کندهار کي توخي او هوتک قومونو دکهندلخان پرضد قیام وکړ.امیر دوست محمد خان خپل زوی سردار شیرعلیخان د غزني حاکم په کندهارکي د ښورښ کوونکو وځپلو ته ورولیږی. شیرعلیخان د زیاتو تلفاتوپه منلو سره چي پخبله هم زخمي سو، دقلات د کلا په نیولو سره وتوانیدی د ښورښ کوونکوڅخه مالیات راټول اوکابل ته یی ولیږل. دشیرعلیخان پدی کارسره کندهاري سرداران په قهر شول او دایی د خپل حاکمیت پر سیمه باندي تیری وباله. وروسته یی څلور زره کسیزپوځ دڅو عراده توپونو سره مهردلخان په مشري قلات ته ولیږل . کله چي امیر خبر شو،شیرعلیخان ته یی په غزني کي امر وکړچي ولاړسي قلات ونیسي او مهردل خان له هغه ځایه وشړي. سردار مهردلخان د شیرعلیخان پر خوا د توپ فیر وکړڅو ور وښیی چي غواړی د قلات نه دفاع وکړي. ددی خبري به اوریدلو سره چي مهردلخان غواړي مقاومت وکړي ، امیر د خپلو وړونو نواب جبارخان ، سلطان محمدخان ، پیرمحمد خان او سردار سعیدخان سره یی دقلات پر خوا حرکت وکړ. ددغو نوو قوتونو په راتلو سره د نواب جبارخان په منځګړیتوب د دواړو وړونو تر منځ سوله وشوه. او د بیځایه ویني تویولو څخه مخنیوی وسو. ددواړو خواوو قوتونه پر خپله لاره ولاړل[31]، لدی نه وروسته د کهندلخان د ژوند ترپایه د وړونو ترمنځ نوري شخړي پیښي نه شوی.

سردار کهندلخان په ټولنیز ډول ۲۲کاله په دوو پړاونو کي پر کندهار حکومت وکړ. لومړی ځل د (۱۸۳۱م کال) د جون څخه دسردار پردلخان د مرګ  وروسته د ( ۱۸۳۹م کال) تر اپریل پوري چي انګریزانو پرکندهار حمله وکړه . دا پړاو یی ټول ۹ کاله وو. دوهم ځل د (۱۸۴۳م کال ) څخه چي د ایران نه را ستون شو او واګي یی پلاس کي واخیستی ، تر ( ۱۸۵۵م کال) پوري ټولټال ۱۳کاله د کندهار واکمن وو.

دسردار کهندل خان په حاکمیت کي دده د وخت ټولنیز حالت دده د معاصر

شاعر حاجي جمعه بارکزي په لاندي شعر کي په بیله توګه انځور سویدی :

اوس نوبت دکندل خان دئ         ســره وې نغــښت کــندهار

ودانی یــې کـــړی خـرابـې        عـالمـــونې کـــــړه  نــاتــار

درست وطن ېی په حصه کړ        سرې واخـیست چــار برار

دربـدره یی مخــلــــوق کــړ        مـال و ملـک یی کړ سرکار

په وطن کی یی پـری نښوو        یـــــــو درم و یـــــو دیـــنار

ســـرو بـــریې سره وخـوړ         لا دوی وږی دې نـــهـــــار

که بانه یی سـوه در پـوری         نـور  پـریږده ملک و مزار

سرتورسر پښی ېبلی درومه         گــــــوره مـــه لیـل و نهـار

که دی خپل سرځنی خلاص کړ         شـکــر کــاږه پـه بــار بـار

یوخـیـرات هم پرځــان وکـه        کـه په پــور وی که پـه دار

نه اثـــر لــری پـه زړو کـی        نــه لـــه خــدایـه څــخه ډار

دا عالــــم بـه وی خــاونــده        لا تـرکــومه پـوری خــوار

نیک وبد یی دواړه خپل دی         ورســـره  یی خـپل کـردار

جمعه خپل مقصود وغواړه         څــه دی کار د دوی په کار

 

دکندهاري سردارانو بی اتفاقي او د حاکمیت زوال یی:

سردار مهردلخان او سردار کهندلخان په ( ۱۲۷۱شمسي یا ۱۸۵۵م کال) یوازي د څومیاشتو په واټن یو په بل پسي وفات شول (اول یی د جمادی الثاني په ۲۷ اوبل یی د هم هغه کال د ذیحجه په ۸ نیټه ) . دکهندلخان مړینی د کندهاري سردارانو ترمنځ درز را پیدا کړ او د حاکمیت ستني یی سستي شوي. ددغومشرانو وړونو تروفات وروسته دچارو واګي د سرداررحمدل خان پلاس ورغلی. دده لا دوی میاشتي د واکمني څخه تیری  نه شوی چي وراره یی سردار محمد صدیق خان دکهندلخان زوی ځان د حکومت وارث وګاڼه  ا و مخالفت یی پیل کړ.

دسراج التواریخ په روایت ، دکهندلخان تر وفات وروسته د رحمدلخان سره د کهندلخان د زامنو سردار محمد صدیق خان ، سردار سلطانعلی خان ، سردار عبد الله خان ،سردار محمد عمر خان اوسردار محمد عثمان خان مخالفتونه را پیدا شول. محمد صدیق خان او رحمدل خان هر یوه ځان د حکومت دپاره مستحق او وارث ګاڼه. پدی وخت کي سردار غلام محی الدین خان د دهراود اوتیرین حاکم هم د خپل پلار له مرګه خبرسو او کندهار ته راغی او د خپلووړونو سره یوځای شو. دکهندلخان زامنو د ارګ په دننه  د خپل پلار په کورکي ځای ونیو. دوی د نورو سردارانو سره چي د رحمدلخان پلویان وه اوهمدارنګه په ارګ کي دده په کورکي اوسیدل ، په جنګ اخته او یو د بل په وژلو یی لاس پوري کړ. دبل پلو نه سردار رحمدلخان د خپل یو شمیرو زامنو لکه سردار محمد علم خان او سردار غلام محمدخان طرزی د ارګ د ننه څخه ،سردار میر افضل خان ، سردار عبد الرسول خان او سردارعبد الاحد خان د پردلخان زامن ، سردار خوشدلخان ،حاجی منوردلخان او سردار شیرعلیخان د سردار مهردل خان زامن او سردار غلام محمد خان د سردار میر افضل خان زوی چي دا ټول د سردار رحمدلخان پلویان وه او ارګ ته یی په نژدی کورونو کي ژوند کاوه، د ارګ د بهر نه یی دخپلو کورونو د بامونو څخه په ارګ کي پر هغوی فیرونه  کول. پدی توګه د کاکا او وراره ګانو تر منځ شخړي رواني وي. په  دغو شخړوکي ددواړو خواووڅخه  نژدی ۴۰۰ تنه ووژل شول. دسردارانو سپین ږیرو، علماؤ او ساداتو د افغاني دود له مخي دا مقام د سردار رحمدلخان حق باله او پدی هکله یی یوه پریکړه لاسلیک کړه، مګرسردار محمد صدیق خان دا پریکړه نه منل. سردار غلام محمد خان د میر افضلخان زوی هم پدغه جنګونو کي ووژل شو[32].

دکندهار ښاریان دسردارانو ددغه ناوړوعمل څخه تر پزي پوري په تنګراغلل. یوشمیر علماؤ او مشایخود د درودونو په ویلو او نارو سره قران شریف پر سر ونیوی ، دواړو خواووته یی مخ واړاوه او دوی یی ددغه وحشیانه کارو څخه منع کول. په پای کي دواړو خواو د پریکړي صلاحیت وامیردوست محمد خان ته وسپاره او هغه ته یی کابل ته یو لیک ولیږه . لدی وروسته محمد صدیق خان ، محمد عمر خان او محمد عثمان خان د پشت رود پر خوا وګرشک ته ولاړه چي د دوست محمد خان تر راتګ پوری هلته واوسي.

کله چي امیر دوست محمدخان ددی شخړي څخه خبر شو ، خپل زوی یی سردار شیرعلیخان چي د غزني حاکم وو، وکندهارته ولیږه اوپخپله یی هم د زیاتو قواوو سره د کندهار پرخوا حرکت وکړ چي د کندهاري سردارانو له خوا یی تود هرکلی وشو. سردار شیرعلیخان  خپل قوتونه د کندهار په شمال لودیز کي د انګریزانو په  چوڼي کي ځای پر ځای کړه. وروستته یی په ډیر مهارت سره هره ورځ دسلو څخه تر درو سوو نفرو پوري دځانه سره ښارته ننه ایستل او کله چي د شپی د خوا بیرته چوڼي ته راګرځیدی ، یولږ شمیر به یی  ورسره بیرته راویستل اوپاته کسان به یی هلته په  ښار کي پریښودل. پدی توګه یی اته سوه وسله وال  کسان د ښار په دننه کي ځای پرځای کړل .په همدی ډول یی شپږ عرادی غاطري توپونه (هغه توپونه چي د غاطرو په مټ لیږدول کیږي ) هم ښار ته ور دننه کړه .پدی وخت کي کندهارته د امیر دوست محمدخان د راتلو خبر راورسیدی. امیر د خپلو قوتونو سره قلعه اعظم ته ولاړ. سردارانو او مشرانو د امیر کبیر هرکلی وکړ. لدی نه وروسته امیر (ده خواجه ) ته ولاړ. بله ورځ یی قاضی محمد سعید خان بارکزی چي په ( خان علوم ) مشهور و او دا مهال دکاره لیری شوی وو، خپل  تخت روان ته د ځان څنګ ته را وغوښت ،هغه ته یی ارزښناک سوغاتونه ورکړل .دکندهار د قاضي په توګه یی وټاکی او د ځان سره یی پر تخت روان باندی کښیناوه ، جارچی یی وګماری څو په ښار کي اعلان وکړي چي قاضي محمد سعید خان د قاضي ملا غلام پر ځای ټاکل سویدی.

وروسته یی سردار رحمدل خان ته احوال ولیږه چي غواړي د کهندل خان او مهردل خان د فاتحی د اخیستلو پخاطر ښارته ننوځي. امیر کبیر د خپلو ټولو زامنو، لمسیانو اونورو سردارانو له منځ نه یوازي سردار محمد یوسف خان ورسره واخیست او ښارته ننوت. دده زوی سردار شیرعلیخان هم په ښارکي دخپلو قوتونو سره دده هرکلي ته راغی. وروسته د سردار رحمدل خان کورته ولاړل. تر فاتحی وروسته دی بیرته د خپل اردو کمپ ته راغی او شیرعلی خان یی په ښار کي پریښود . کندهاري سردارانو د دروازو ټولي کلي ګاني د امیر کسانو ته ورکړی او سردار شیرعلی خان د ټولو دروازو ساتنه خپلو وسله والو ته وسپارل .

په راتلونکی ورځ امیر دوست محمد خان د کندهار سرداران ټول خپل حضورته راوغوښتل او د هر یوه دعوا او غوښتنی واوریدی. سرداران بیرته خپلوکورونو ته ولاړل او امیر یوه موده نورهم منتظر پاته شو،داچي ددوی کشالی لا حل سوی نه وی، امیر سردارانو ته خبر وکړ چي هوا سړه شوه او ټولي لاری په واورو پوښلي دی، لدی کبله نو په دغسي یوه حالت کي زما بیرته تګ کابل ته دا مهال نا ممکن ښکاري. ځکه نو ښه به داوي چي ارګ زما د اوسیدولو په خاطر خالي کړي ،څو ستاسو تر منځ سوله ایز ژوند دلته په خپلو سترګ وووینم. سردارانو ارګ خالي کړ اوامیر ارګ ته ننوت او سمدستي یی اعلان کړه چي کندهار پسله دی نه د کابل د سلطنت یوه برخه ده ، د اردو معاشونه او لګښتونه به دکندهار د مالیاتو حخه تر سره شي. هغه اندازه د مالیاتو پیسي چي تر نوموړو لګښتونو وروسته پاته کیږي هغه به د کندهاری سردارانوته ورکړلی شي.

پدی توګه په ( ۱۲۷۲ شمسي یا ۱۸۵۶م کال) کندهار او اړونده سیمی یی د کندهاری سردارانو له لاسه ووتلی او د امیر دوست محمد خان تر واکمني لاندی راغلی. دا کار دهیواد د بیا  سره ټولولو او د یوه متمرکز سلطنت د جوړولو به لاره کي یو ستر قدم ووچي باید ډیرپخواترسره سوی وای.

کندهاري سردارانوچي د خپلو بی اتفاقیو له مخي یی د نور ویلو د پاره څه نه درلودل ، مجبوره شول د امیر د تصمیم اطاعت وکړي . امیر لدی نه وروسته امر وکړ چي د دفتر د معلوماتو پر بنست دکندهار د مالیاتو کچه مالومه کړي او وروسته یی د اردو د معاشاتو او لګښتونو سره انډول کړي .محاسبی وښودل چي یوازی ۱۶ لکه روپي زیاتي پاتیږي. دغه پیسی امیر د سردارانو تر منځ ددوی د مرتبو په پام کي نیولوسره ددوی تر منځ داسي وویشلی : پنځه لکه روپی سردار رحمدل خان ته ،دوه لکه سردار میر افضل خان ته ،یو لک او اویا زره روپی سردار خوشدل خان ته ،یولک او دوولس زره روپی و سردار غلام محی الدین خان ته ،یولک او دوولس زره  روپی سردار شیرعلی خان ته ،یولک سردار سلطان علیخان ته او اویا زره روپي  و سردار منوردل خان ته و ټاکلی شوي چي هرکال به ورکول کیږي. شپږ لکه اوشپږ دیرش زره پاته روپي نورو سردارانوته په یوه ټاکلي کچه په پام کي ونیولي شوی. لدی نه ورسته یی فرمان ورکړ چي سردار محمد صدیق خان او سردار محمد عثمان خان د ګرشک نه دده حضورته راشي، مګر دوی رانه غلل او د فراه په لور لاړل .

سردار رحمدل خان پدی هیله وو چی دکندهار چاري به ده ته وسپارلي شي،ځکه نو ددی پریکړي څخه ناراضي پاته شو. دهمدی  کبله یی یوه ورځ امیرته د ګیلی په توګه یاده کړه :هغه خولې چی یی پر سر درلوده ، دماشومانو په بازیو کي یي له سره ولویدل، تاسي ته  مي درخواست وکړ چي له کابل نه راشي اودغه د سره لویدلی خولي مي بیرته پر سر را ته کښیږدی، خودادی وینم چي زما د هیلو په خلاف هغه خولي ټوټه ټوټه شوه او هره ټوته یی دبل چا په لاس ورغله، لدی نه پرته دا کار په کندهار کي ستاسۍ د پاته کیدو لامل هم شو .

امیر دوست محمد خان په ځواب کي ورته وویل : دا خولي په رښتیا هم تاسو به ماشومانه بازیو کي څیری کړه ،خو که چیري زه په کندهار کي پاته شوی نه وای، ښایی چي تاسي په پخپله  هم دهمدی خولي په شان د خپلو واوره ګانو پلاس ټوټه ټوټه او له منځه تللی وای .

لدی نه وروسته سردار رحمدل خان ، سردارمیرافضل خان او سردار غلام محی الدین خان د ښوراوک پر خوا وتښتیدل او مخالفتونه یی پیل کړل. امیر دوست محمد خان و ولیعهد سردار غلام حیدرخان ،سردار محمداعظم او د سردار محمد عظیم خان زوی سردار سلطان احمد خان ته امر وکړ څو هغوی تعقیب او وینسی.

نوموړی کسان د ښوراوک پر خوا وخوځیدل .مخالفان یی د هلمند په څنډو کي ګرمسیر او ملخان ته ولاړل .امیر کبیر سمدستي وخپل بل زوی سردار شریف خان ته یی چي د ګرشک  حاکم وو هدایت ورکړ څو د وزیراکبر خان د زوی سردار جلال الدین خان سره یوځای د پشت رود (ګرشک)څخه ، ګرمسیر اوملخان ته د خپلو قوتونو سره حرکت وکړي ا و د یاغي شوو سردارانو لاسونه ورته وتړي . یاغیان د ملخان په کلا کي محاصره شوه او د مقاومت جنګ یی کاوه .سردار شریف خان هغوی ته پیغام ولیږه چي که د یاغیتوب نه لاس واخلي ، ټول هغه حقوق چی امیر ورته ټاکلی وه ، بیرته به ورته ورکړل شي. په  پای کي دوی له کلا نه راوتل ، مګر سردار شیرعلیخان ، سردار محمدعلم خان او سردار سلطان علیخان درو واړو د ایران پر خوا مخ ونیوی . باقي پاته کسان د سردار شریف خان سره کندهارته راغلل او دده د شفاعت له مخي امیر دوی عفوه او د خپل معاش په تر لاسه کولو بریالي شول[33].

دا هغه څه دي چي په سراج التواریخ کی راغلی دی ،مګر مرحوم کهزاد وکندهار ته د امیر دوست محمد خان د تلوڅخه یادونه نه کوي او په کابل پوری د کندهار نښلول یوازي د شیرعلیخان د ښه تدبیر پایله بولي. دی لیکي: «سردارشیرعلیخان د بري په پایله کي سردار رحمدلخان د معروف خواته ولاړ.سردار محمد صدیق خان د سردارکهندلخان زوی د فراه خواته مخ ونیوی. دمهردلخان زوی سردار خوشدلخان ،سردار سلطان علیخان د سردار کهندلخان  زوی دپوشنج خواته وتښتیدل.ځینو نورو بیا دیخوا ها خواته لیري او نژدی ځایونو ته پناه یووړه .خو سردار شیرعلیخان هغوی تعقیب کړل.هغه وو چۍ سردار جلال الدین خان ،سردار محمد صدیق خان  په فراه کي ونیوی. په لاره کي یوځل بیا وتښتیدی او د ګلستان اوغور خواته ولاړ او وروسته یی ځان و امیر کبیر ته ورساوه . سردار رحمدلخان د هیواد په بیلابیلو سیمو کي لکه :آب ایستاده ،سلیمان خیلو او کاکړو کي هلي ځلی وکړی خو د سردار غلام حیدر خان د وعدو او منخګړیتوب له مخي په کابل کي د امیر حضورته راغی. لدی نه وروسته د کندهاری سردارانو د اولادونو سره لاهم د کندهار د واکمني هیله پیدا نشوه او لاسونه یی ددی هیلو څخه واخیستل [34].

دکابل سره د کندهار د نښلولو وروسته د سردار کهندلخان اولادونه تر ډیره په میوند اوپشت رود (ګرشک) کی میشت شول. چي تر دا اوسه هم هلته ژوند کوي .د خدای بخښلي استاد رشاد له قوله ،دسردار کهندلخان اولادونه د میوند دسردارانو پنامه پیژندل کیږی[35] .

دکندهاري سردارانو څخه پاته شوی کسان:

دکندهاري سردارانو د زیاتو شجرو په پام کي  نیولوسره ، د معصوم هوتک په ارزښناک کتاب کي راغلی چي د سردارانو زامن او د هغوی ر اپاته کسان خورا ډیر دی چي شمیر یی زرګونو تنو ته رسیږي. زه اوس د دی شجرو بیا د سره تنظیم کول خو لاپریږده ، ان د رانقلولو وس یی هم نه لرم .مینه وال کولای سي په نوموړي کتاب کي یی وګوري. زه به دلته یوازي د پنځوو وړونوسردارانو او د هغوی د اولادونو نومونه یاد کړم :

  1. دسردار پردلخان اولادونه : میر افضل خان ، سلطان محمدخان ، مقصود خان ،عبدالرسول خان ، عبدالواحدخان او خوشدلخان .

دسلطان محمد خان زوی محمد رسول خان دی چي له ده څخه قدسیه او ډاکتر امان رسول زیږیدلی دی .

دعبدالرسول خان  زامن -عبدالغفار،عبدالرشید ،عبدالکریم او عبدالظاهر

دی . د خوشدلخان زوی شریندلخان دی .میرمن بلقیس بیا دده لور ده چي د امیر عبدالرحمن خان د زوی سردار امین میرمن وه. د عبدالواحد خان زوی عبدالسمیع نومیږي.

میرافضل خان ۱۳ میرمني درلودی چي په ګډه یی ۱۵ زامن او ۱۱لورګاني زیږولی وی . د زامنونومونه  یی محمدنعیم، عبدالله ، غلام محمد ،عبدالوهاب ،عبدالواحد، عبدالطیف، محمد اعظم ، عبدالرحمن ، عبدالحکیم، نور احمد ،فتح الله ،عبدالقادر، حبیب الله ، امین الله ،عبدالحمید او عبدالشکوردی. دلورګانو نومونه یی دادی : بی بی نوره ، رابعه، نوشابه سلطان ، رقیه سلطان ، امینه ، عایشه ، فرخ سلطان ،فاطمه سلطان ، سارا، بی بی همدم او بی بی مریم. ددوی دډلي نه عایشه د امیر شیرعلیخان تر ټولو ګرانه میرمن وه .

میرافضل خان د امیر شیرعلیخان په سلطنت کي د کندهار اوفراه والي وو چي خورا لوړ معاش اوامتیازونه یی درلودل. دامیر عبدالرحمن خان د سلطنت پر مهال ایران ته ولاړ او ډیر وخت یی هلته تیر کړ. دعمر په پای کي د مفلسی اوبیوزلي سره لاس او ګریوان شو اوتر (۱۸۸۸م) پوری ژوندی وو. دده زوی سردار عبدالوهاب خان د سردار ایوبخان د پلویانو څخه وو او د میوند د جنګ پروخت د هرات والي و. کله چی دسردار ایوبخان د نورو پلویانو سره ایران ته ولاړاو په تهران کي میشت شو . دده د پلار د مړیني وروسته ،قاجاری چارواکو غوښته دده لور د سلطنتي کورني یوه غړي ته واده کړي، مګر ده ونه منل. پدی خاطر دی هلته تر فشار لاندی راغی او مجبور شو هند ته کډه وکړي . دامیر حبیب الله خان په سلطنت کي چي افغاني فراریانو ته دبیرته راتګ  اجازه ورکړل شوه ، سردار عبدالوهاب خان هم د خپلي پلرني کورني سره کابل ته راغي او دامیر حبیب الله خان لخوا د (امین المکاتب) په توګه  وټاکل شو. وروسته په مزارشریف کي د ترکستان نایب الحکومه او د امیر د ژوند تر پایه  هلته پاته شو. دده زامن سردار عبدالرحمن خان او سردار عبدالحبیب خان د دوهم مشروطه غوښتونکو زبردست غړي وه چي په اماني دولت کي یی دپام وړ دندي درلودی . سردار عبدالرحمن هغه څوک ووچي د استقلال په جنګ یی د اوربند سند د پیښوره څخه وکابل ته د اس پرشاه را ورساوه ، دشاه امان الله منظوري یی تر لاسه او انګریزانو ته یی په پیشور کی ابلاغ کړه. ده د شعر ویلوسره هم مینه درلوده .دده زوی احمد رحماني چي د ماګه رحماني پلاروو، د ډیرو سرسختو امانیستانو په ډله کي راتلی . ده د هاشم خان په زندان کي ۱۷کاله تیرکړه او د زندان څخه تر راوتلو وروسته په لنډ وخت کي وفات شو(۱۳۲۵ش).

  1. دسردار شیردلخان اولادونه: دسردار شیردلخان څخه دوه زامن زیږیدلی ، یو یی نورالله په وړکتوب کي ومړ اوبل یی سردارمیراحمد خان. هوتک صاحب لیکي چي دمیراحمد خان داولادونو په هکله مالومات نشته .
  2. دسردارکهندل خان اولادونه : سلطان محمد خان ، محمدصدیق خان ،عبدالله خان ، محمد عثمان خان ،غلام محی الدین خان او محمد عمرخان .

دمحمد صدیق خان زامن ګل محمد خان اونورمحمد خان دي. دګل محمد خان څخه محمدنسیم ،محمد کریم ،محمد امین ، خدایداد ، محمد هاشم او محمد یحیی زیږیدلی دي .

د غلام محی الدین خان څخه احمد زیږیدلی دی چي عبدالرحمن ، حبیب الله ، عبداقادر، محمد امین ، عبدالعزیز ، محمد عمر ،عبدالله ، محمد یوسف ،محمد هاشم او معصوم خان بیا دده زامن دي. [36]

  1. دسردارمهردلخان اولادونه : سردار خوشدلخان ، منوردلخان او شیرعلیخان دده زامن دی .

دخوشدلخان زامن شریندل خان ، حسن خان ، محمدانورخان او معصوم خان دي. د حسن خان زامن سید احمد خان  او نظرمحمد خان دي.اولادونه یی د پنجوایی د سردارانو پنامه یادیږي چي خرمدل خان ، عبدالرحمن خان ، عطامحمد خان او روشندلخان یی زامن دي. خرمدل خان ته د امیر حبیب الله خان په دربارکي ډیر درناوی کیدی. په ۱۹۱۳م کي کندهار ته راغي اوتر ۱۹۲۴م پوری په ګرشک کی میشت وو[37].دده اولادونه اوس هم په ګرشک کي ژوند کوي.

محمد انورخان چي د شیریندل خان زوی وو، دده څخه عبدالباقی خاناو حکمران محمد رفیق خان زیږیدلی دی. محمدرفیق خان دوه زامن درلوده : عبدالخالق خان رفیقي او عبدالقدوس خان رفیقي چي دوی دواړولوړي زده کړي درلودی. محمد رفیق خان څو وخته دکندهار حاکم اوبیا د ګرشک حکمران پاته شویدی. دده زوی عبدالخالق خان په هند کی تر لوړو زده کړو وروسته د مالیی په وزارت کي کار کاوه .وروسته یی په کندز ،بامیان او ننګرهار کي د والي دندي تر سره کړیدی چي د ثور د کودتا په لمړي ورځ د جنرال یونس خان سره یوځای ووژل شو[38].

دحاجی منوردل خان زامن – فیض محمد ، ګل محمد ( مدیرګل محمد مشرقي)، حاجی شاه محمد ، عطامحمد، عبدالرؤف او سید محمد وه . ددی کورني اوه اولادونه دسرپوزی اشوغی دمحمد زیانو پنامه یادیږي. [39]

د والي شیرعلیخان زامن- شهنواز ، محمد علي ،حیدرعلي ، مهرعلي ، فضل احمد ،محمد ایاز،نیک محمد، نورعلي، غلام نبي ، محمد عزیز او عبدالله دی.

دشهنوازخان زامن – نیازمحمد ،سکندر او محمدشاه دي.

دنورعلیخان زامن – فتح علي، محمد علي ، محمد موسی،محمد یوسف او عبدالاحد دي .

معصوم هوتک په کندهار کی دوالی شیرعلی خان د اولادی څخه مالومات ندی ترلاسه کړي. والی شیرعلی خان هغه څوک دی چی دانګریزانو لخوا د کندهار والی ټاکل شوی وو او ددوی په پلوي یی د سردار محمد ایوب خان په وړاندي جنګ ته تر ګرشک پوری ځان ورساوه ، مګر جنګ یی ونه کړای شو ځکه چي ټول پوځ یی د سردار ایوب خان پرخوا شو. دی بیرته کندهارته راستون او د انګریزانو ترشړلو وروسته هند ته ولاړاو هلته مړشو.

  1. دسرداررحمدل خان اولادونه: غلام حیدرخان ، محمدقلی،کل محمد درانی ،محمد سرور، غلام محمد خان طرزي، محمد علم ، تاج النساء او محمد اعظم چي دغه اته واړه زامن یی د بی بی حوا نومي میرمني څخه زیږولی ، کومه چي د سردار رحیمداد خان لور او د حاجي جمال خان لمسي وه .

دسردار محمد علم خان زامن- ګل محمد ، تاج محمد ، نظرمحمد ( په سل کلني عمر په کندهار کي وفات شو) ، داد محمد خان  ، فتح محمد ، سلطان علی او محمد انور دی.

دسردار غلام حیدر خان زامن- غلام صدیق خان او غلام علی خان دي. د غلام غلي خان اولادونه –حسین خان ،حیدرخان ، ملک اراء او ګوهر بیګم دی.

دغلام محمد خان طرزی اولادونه– محمد زمان ، عبدالله ، ګل محمد،

عبدالخالق، محمود بیګ ، محمد امین ،عندلیب ، ساهره ، منوره ، همدم ،عایشه اوخورشید دی. دسردار غلام محمد خان طرزی کورني دټولو کندهاری سردارانو تر منځ د علم او فرهنګ له مخي ډیره روښانه کورني وه .دهنر ،شعراو لیکوالي سره ددی کورني د غړو اړیکي ډیری دی. له همدی کبله به لږ وروسته د نوموړي کورني په هکله جلا یادوني او خبري وسي.

[1] – سراج التواریخ، ۲جلدد ۲۰‍مخ وروسته؛ ښایی دا څلوریځه به د سردار مهردل خان (مشرقی) وی.

[2] -سراج التواریخ،چاپ 1331-1333هق،ج1، ص141

[3] -معصوم هوتک، کندهاری ورونه، ضمیمه اخیرکتاب ،

[4] – میرزا عطا محمد ښکارپوري،نوای معارک ص۵۶-۶۱

[5] -نوای معارک،ص۵۶-۶۱

[6] – الایس پریس،عروج بارکزی، ص۱۲۸-۱۲۹

[7] – عروج بارکزی، ص ۱۲۹

[8] – کهزاد،رجال ورویدادهای تاریخي افغانستان، نشرشده دررسانۀ نی اگست 2006

[9] – عروج بارکزی ،ص۱۲۳-۱۲۴

[10] – عروج بارکزی ،ص۱۲۳-۱۲۴

[11] – معصوم هوتک،کندهاري وړونه ،ص۶۷

[12] –  غبار ،افغانستان درمسیر تاریخ ص۵۱۶،فرهنګ ۱ج،ص۲۳۳

[13] –  کهزاد ، در زوایای تاریخ معاصر افغانستان، عروج بارکزایی ،ص۱۴۷-۱۴۸

[14] -معصوم هوتک ،کندهاري وړونه،۶۷مخ

[15] – نوای معارک،ص ۱۰۱-۱۰۶،عروج بارکزایی، ص۱۵۰-۱۵۱

[16] – بازی بزرګ، پیترهاپکرک،ترجمه محمداسحق توخي،ص۱۰۴

[17] – بازی بزرګ، پیترهاپکرک، ،ص۱۰8

[18] –  هم دغه اثر، ،ص۱۰8

[19] – زندگی امیر دوست محمدخان، تالیف موهن لال کشمیری ،جلد اول ، ترجمه دکترخلیل الله هاشمیان، ص٢٢٦

[20] – زندګي امیردوست محمدخان، تالیف موهن لال کشمیري،جلد اول،ترجمه ډاکترخلیل الله شمیان،ص۲۲۶

[21] – همان اثر ، ج١، ص٢٤6

[22] -(هم هغه د موهنلال کتاب، ۲۶۸مخ)

پدی ځای کي یوه یادونه اړینه ده :  «  هنری راولینسن ځوان انګریزي افسر چي وروسته یو وتلی څیړونکی شو، دی د امیرپه دربارکي د پطرزبورګ د استازي بشپړ نوم تورن (یان ویکوویچ) ښودلی او وایی د ارینبورګ د ګارنیزون یو افسروو،په خټه لیتوانیایی ، په انګریزي او فرانسوي ژبو روان ږغیدی .دی وایی چي د لومړي ځل لپاره یی د۱۸۳۷م کال د نوومبر په لومړې نیټه دی هغه وخت ولیدی چي دشاه کمپ ته ور روان وو او ویتکوویچ د څو تنو روسي قزاقانو سره د ویالی پرغاړه د سهار ناری کاوه .دا هغه وخت وو چي د ایران شاه پر هرات باندي د حملی په موخه د تهران نه په سل ګونو کیلومتره لیري کمپ وهلی وو. راولینسن د انګریزي سفیر (مکنیل) له خوا د شاه د پاره یو پیغام اخیستی وو. کله چي دشاه کمپ ته ورسیدی ، هو اتیاره او شپی وزرغوړولي وو .ده باید په همدی شپه دشاه سره لیدلي وای. کله چي په کمپ کي شاه ته ورغی ، شاه دده په لیدوسره وویل: « ماته یی سوغات راوړیدی » . وروسته له دی خبری نه یی  زیاته کړه چي روسي تزار دا سوغات د کابل د امیر د پاره رالیږلی دی. راولینسن خبر ترلاسه کړ چي د روسیی سفیر سیمونیچ د ویتکوویچ د ډلی د تیریدواجازه د کابل د دربارپه لور د شاه ځخه  په لاس راوړی وه . ددی سره سم یی تصمیم ونیوی جي هرڅه  ژر تهران ته راوګرځي. کله چي د شاه د خیمی څخه د راوتلو په حال کي وو، د ویتکوویچ د ډلی سره مخامخ شو.هغوی هم نیت درلود  چی ځانونه په کمپ کي ترشاه پوری ورسوي. ویتکوویچ په انګریزي ژبه ځان راولینسن ته ور وپیژندی اوستړی مشي یی وکړه . ده هلته په دښت کي د ویالی پر غاړه د ناری په وخت دراولینسن په وړاندی د ساړه برخورد له کبله بخښنه وغوښته .ویتکوویچ د روسي، انګریزي او فرانسوي  ژبو برسیره  به ترکي اوفارسۍ  ژبو په ښه ډول ږغیدلای شو. یو دبل سره ددغو دووتنو زیرکو اجنټانو مخامخ کیدل ، دلوبي د هراړخ د پاره ځانګړی مانا او مفهوم درلود (بازی بزرګ،ص ۱۴۰ مخ)

[23] – همان اثر،ج ۱،ص ٢٦٨

[24] – دموهن لال هم هغه کتاب

[25] – هم هغه اثر ،۲۵۸ مخ

[26] – شوهاز،د بلوڅو فرهنګي مجله ، ۱۹۸۹م کال لومړی ګڼه

[27] -موهنلال ،همدغه اثز، ۱ج ، ۲۴۸-۲۵۹ مخونه

[28] – غبار، افغانستان در مسیر تاریخ، ۵۲۱ مخ

[29] – نوای معارک، ۱۸۸ او۲۷۰ مخونه

[30] -فیض محمد کاتب ، سراج التواریخ،ج۱ ،۱۹۹مخ

[31] – معصوم هوتک، کندهاری ورونه، ص174

[32] -میرزا علی قلی تاریخ و واقعات و سانح افغانستان ، ۱۳۵-۱۳۷ مخونه

[33] – سراج التواریخ ۲جلد، 218- 221 مخونه

[34] -کهزاد ،رجال و رویداد های تاریخي ۱۲۰-۱۲۲مخونه

[35] -معصوم هوتک،کندهاری وړونه ، ۵۸مخ

[36] – معصوم هوتک، کندهاری ورونه، شجره نامه ص62 وبعد از آن دیده شود.

[37] – معصوم هوتک ،کندهاری ورونه،ص193،194 دیده شود

[38] – معصوم هوتک ،کندهاری ورونه،ص206- 207

[39] – معصوم هوتک، کندهاری ورونه،ص193،194 دیده شود

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!