منډيګک
افغان تاريخ

د افغانستان ملي اردو له منځه وړل

0 35

انسايكلو پېډيا بريټانيكا “اردو د وګړو او فني ټولګيو هغه منظمه روزل سوې موسسه بولي چې د يوه هيواد د اساسي قانون په چوكاټ كې د مركزي حكومت تر نېغې مخكښئ لاندي د باندني يرغل پر مهال د هيواد ژغورنه كوي او د كورنۍ ګډ وډئ پر مهال د امنيت وظيفه پر غاړه لري”.
په يو هيواد كې مېشت د بېلو فكرونو، مذهبونو او نژادو نو وګړي ديوې اصولنامې پر اساس ګډ ژوند سره تېروي چې ورته قانون ويل كېږي يو الهي او نور انساني قوانين دي چې بېلوبېلو هيوادونو د اساسي قانون په نامه د ځانونو لپاره غوره كړى دى، ملي اردو د اساسي قانون په چوكاټ كې د مركزي حكومت تر امر لاندي دنده لري چې د باندنيو يرغلګرو څخه خپل هيواد او هيوادوال وژغوري او هم په كورني امنيت كې د كورنيو چارو د وزارت د ځواكونو سره مرسته وكړي، نو ويلاى سو چې اردو د يوه هيواد د وجود د شمزۍ (د ملا غټ هډ) حيثيت لري، چې د هيوادوالو په مالي لګښت د هيواد او هيوادوالو د ګټو د ساتلو لپاره روزل كېږي او هم پالل كېږي.

د احمد شاه بابا د دورې سرتېري

د افغانستان ملي اردو د كړه وړه، اصليت او زړورتيا پر اساس د سيمې يو پياوړې اردو وه چې د هر باندني تېري په مقابل كې يې د عمل په ډګر كې خپل افغاني غيرت او مېړانه څرګنده كړې ده، د نړۍ د دوو زبرځواكونو (انګليس، روس) ترمنځ پرته دې اردو هيڅكله هم وسله او د عسكرو ډېروالى لوړ معيار نه دى ګرځولى، بلكې په اسلامي او ملي ولوله يې د هيواد پر خپلواكي سرونه بايللي دي خو ټيټ كړي يې نه دي، د بېلګې په توګه كله چې پر پنجده دريو زرو روسي عسكرو تېري وكړ (۳۰ مارچ ۱۸۸۵ء) نو د كرنل شاه مددخان تر قومنده لاندي پنځو سوو عسكرو يې په دغسي حال كې خونړۍ مقابله وكړه چې امير عبدالرحمان خان دوى ته د هرات پر لور د شاتګ امر وركړى وو، خو كرنل شاه مددخان پر خپل سر عسكرو ته د جنګ امر وركړ، په دې خونړي جنګ كې زرتېري كوونكي روسي عسكر مړه او د كرنل شاه مددخان په ګډون درې سوه افغاني عسكر شهيدان او درې اتيا زښت ډېر ژوبل سول.
همداسي كله چې پر ۲۶ مۍ ۱۹۱۹ع نيمه شپه د انګرېزانو پلي غونډونو او د سپرو يوې قطعې پر افغاني سرحدي مورچې سپين بولدك يرغل وكړ، افغاني عسكرو ته يې د تسليمۍ خبردارى وركړ، خو د دريو ۳۰۰ سوو عسكرو ټولي مشر، محمديوسف خان په ډېره مېړانه او وساعتونو پوري ورسره و جنګېد، يونيم۱۵۰سل افغاني عسكر شهيدان او د محمديوسف خان په ګډون پاته يونيم ۱۵۰سل زښت ډېر ژوبل سول[۱].

د هغه توپ تصویر چې زمبورک یا شترنال نومیدو او په ۱۸ میلادي پېړۍ کې د افغانستان او چاپېره سیمو جنګ وسله وه.
د برونزو دغه توپې د لرګي چوکاټ لرلو چې د څرمنې په تسمو به د اوښ په شا يې تړلو. دا زمبورک ۱۸۵۰ او ۵۵ م په لاهور کې جوړه شوه.
په هند د احمد شاه ابدالي حملو کې دغه سپکې توپې له کندهار په اوښانو بار د بولان درې له لارې وړل کیدی. پخپل هدف د نښې ویشتلو لپاره به يې اوښ هغې خوا ته ګرځوو. د دې لپاره به اوښبه او توپچي دواړو لکه د یو ټیم کار کوو او په ګډه خپله دنده سر ته رسوله. د پاني پت په درېم جنګ کې دغو توپو ډېر انسانان او څاروي ووژل.
زمبور (ډمبره) د ګرمو ملکونوهغه تور زهرژن مچۍ ده چې څوک وچیچي نو د درد نه علاوه انسان وژلې هم شي. د توپې نوم له هم هغې زمبور نه واخیستل شو او بیا په پښتو ژبې کې دا ښېره هم دود شوه چې:
” په زمبورک سوری شې

د افغانانو سره ټكر انګليسي امپراتوري لندن ته ودرول، چې كله پخواني شوروي اتحاد تودو اوبو ته د رسېدلو د پخواني پلان په پلي كولو پيل وكړ نو يې د نورو اغېزو ترڅنګ په افغاني اردو كې د نظرياتي اغېزو د خپرولو هڅې ګړندۍ كړې، هر هيواد نظرياتي او جغرافيايي پولي لري، قلم نظرياتي او ټوپك جغرافيايي پولي ساتي د چا نظرياتي پولي چې ماتي سي هغه جغرافياني پولي نه سي ساتلاى، شورويانو د افغاني اردو د نظرياتي پولو د ناموزه كولو لپاره كار كاوه.
هغه زدكوونكي چې د نظامي زدكړې لپاره به شوري اتحاد ته ولاړل، دوى په اوونۍ كې دوه ساعته د “عمومي زدكړې” (اوبشي پد ګتو فكا) په نامه د ماركسيزم او لېننزم زدكړه كوله، دكال په پاى كى به يې برياليو زدكوونكو ته “سور ډپلوم” وركاوه، دا زدكړه جبري وه.

د افغانستان اردو، يوه پېړۍ پخوا؛ ۱۹۰۹عیسوی کال.
د امير حبيب الله خان د پاچاهۍ په دې کال کي اردو خپل مواد لکه: مرمۍ، توپک، څرخ[د اقرار اله]باروت، نېزه، او د څرمني څخه جوړ، عسکري بوټونه، خولۍ او نور پخپله کابل کي جوړول.
د سردارمحمدداود د جمهوري ازادۍ سره سم ځينو منصبدارانو ډېرې ناوړه ګټې واخيستلې، سردار ته يې سلا وركړه چې اردو ته بايد امتياز وركول سي، دا امتياز يواځي خرد ضابطاتو ته په برخه سو، دوى كوچني كورسونه او مكتبونه ويلي وو، تجربه يې نه درلوده، دوى د دويم بريدمن رتبو ته لوړ سول پر دې ترفيعاتو په حربي پوهتون كې لاريون وسو (۲۰ اسد ۱۳۵۲هـ ش).
د كورنيو چارو پرچمي وزير فيض مجمد دا لاريون شنډ كړ، زدكوونكي يې وټكول، د لاريون كوونكو عوښتنه دا وه چې دوى ته دي هم د خرد ضابطانو په څېر يو كال ترفيع وركول سي، په دې پېښه كې كوهاټ خان او ماما زرغون شاه و دا اعدام سول.
دويم دا چې د خلق ګوند په سلا تقريبا د درو دېرش زرو (۳۳۰۰۰) منضبدارانو او مامورينو تبادله وسوه، هغوى په دې توګه ځانونه او خپلوان پر سردارمحمدداود راوګرځول او د اسلامي و افغاني فكر وګړي يې ځني ګوښه كړل(۲).
خلقيانو چې كله واك لاس ته كړ نو دوى د دغسي منظمې مبارزي سره نه وو مخامخ چې واك و ګدۍ ته دي يې خطره وي، البته د وسلوال پوځ ډار يې په زړونو كې وو، چې په ملي و اسلامي فكر روزل سوى وو، په لومړي پړاو كې نوى رژيم د سر د ښورولو منضبداران مړه، زنداينان تقاعد، تبديل او يا د هيواده وتلو ته اړ ايستل، د نورمحمدتره كي د واك په موده كې ډګروال محمدحسين (د جلال اباد د كږې د ولسوالۍ د حفيظ الله امين ځانګړى پلوي) د شين ډنډ د ګارډېزون قومندان وو، د ده يو شوروي سلا كار وو، دوى د محمدظاهرخان د دور د شين ډنډ د هوايي ډګر د تندره غونډ (۳۳۵ غونډ) د اتلسو ۱۸ منصبدارانو لسټ كابل ته واستاوه، د هغې خوا د دوى د نيولو امر وسو، دوى د څرخي پله په زندان كې زندانيان سول، درې مياشتې يې تېرې كړې، وروسته يې د دوى څخه څوك تقاعد او ځيني رد يعني پر كور كښېنول(۳).
۱- ډګر وال پيلوټ شېرمحمد نورستاني د غونډ مشر مرستيال: (تقاعد)
۲- ډګرمن پيلوټ حاجي محمدانور: [ووژل سو]
۳- ډګرمن پيلوټ حاجي محمدهاشم پنجشېرى: (ووژل سو) .
۴- جګړن حاجي محمد طاهر كشاف: (تقاعد)
۵- جګړن سيد محمد ابراهيم: (تقاعد)
۶ – جګړن پيلوټ دوست محمد: (تقاعد)
۷ – دويم بريدمن پيلوټ محمد حكيم كندهارى: (طرد يعني د منصبه شړل)
۸ – جګړن عبدالغفور (هوايي مخابراتي): (تقاعد)
۹ – دويم بريدمن پيلوټ عبدالسميع تخارى: (طرد)
۱۰ – ډګروال پيلوټ سيد محمد نورګل: (تقاعد)
ګوندي خواخوږو پر معيار او وړتيا لوړوالى پيدا كړ، نظامي اصول تر پښو لاندي سول او يو شمېر نا اهله ګونديان د ډېرو ټيټو رتبو څخه لوړو ته پورته سول، د حربي ښوو نځي هغه زدكوو نكي چې سجل و سوانح به يې سم نه ول او يا به هم پرله پسې دوه كاله ناكام سول د خرد ضابطانو په ښوونځي كې به داخل كړل سول، دا ښوونځى د كابل په قوه مركز كې موقعيت درلود، تر دوو كلونو زدكړې وروسته به خرد ضابط سو درې كاله وروسته به سر فركه مشر او بيا به درې كاله وروسته سر فركه مشر قدمدار (حرد ضابط مكتبي) سو.
دوى ته د بريدمن څخه نيولې تر ستر جنرالي پوري يوه رتبه هم نه وركول كېده بلكې دې رتبو د حربي ښوونځي او پوهنتون فارغانو پوري اړه درلوده، د ثور تر كودتا وړاندي سيدمحمد ګلابزوى د هوايي ډګرخرد ضابط وو او تر كودتا وروسته سمدستي د كورينو چارو پر وزارت برسېره د خرد ضابطي څخه تورن جنرالي ته لوړ سو چې هيڅ قانوني جواز يې نه در لود(۴).
برسېره پردې كمونسټانو هڅې كولې چې تخنيكاران بايد ټول د ګوند غړيتوب ولري، چا چې به د غړيتوب څخه ډډه كوله هغه به تر اشتباه لاندي وو او د اخواني په نامه به د منځه وړل كېده، د ملي اردو د ناموزه (كمزوري) كولو لپاره نوي رژيم د نوي فرمان پر اساس په ډېره بيړه د هيواد د بيلو بيلو ولايتونو د زندانونو څخه د زنداينانو په راخوشي كولو لاس پوري كړ(۵).
د دوى ډېره برخه د غلو او بدمعاشانو وه، د دوى او دوى ته د ورته وګړو څخه نوي حكومت د دفاعي كميټو په نامه ډلګۍ جوړې كړې(۶).
د ثور تر كودتاء وړاندي په افغانستان كې څلور قول اردو (مركز كندهار مزار شريف پكتيا) وو، هر قول اردو خپل بيز اكمالاتي درلود(۷).
د خفيظ الله امين د واك په موده كې د شوروي اتحاد سره د تړون پر اساس بيز اكمالاتي شوروي اتحاد ته پر ورڅېرمه پوله ييزو سيمو (كندوز، حيرتان، تورغونډۍ) جوړ سول.
په مجموعي توګه د ثور تر كودتاء وروسته نوي حكومت نه دا چې د دفاع او كورنيو چارو په وزارتونو كې ګوتې ووهلې بلكې دواړه ځواكونه يې د ولس پر ضد استعمال كړل، دا چې ولسي واك د زور د لارې يوې سياسي ډلې (خلق) چې د غړو شمېر يې د زرو (۱۰۰۰) په شاوخوا كې وو(۸) لاس ته كړ نو ځكه يې د نوي نظام (سوشلزم) په ولس په زور د منلو هځې ګړندۍ كړې، هجرت و جهاد رامنځ ته سول، مجاهد د ټوپك لونې پر عسكرو ور برابره كړه او هم حكومت تر عسكر مليشا ځان ته ورتېر كړل.
د مجاهد تر شا اسلامي و لوېديځه نړۍ ودرېده، برسېره پر دې چې د نظم سره سم د اردو امر ته سر ټيټ وي خو د نوي حكومت پر ضد د همدې اردو منصبدارانو يو شمېر قيامونه وكړل چې په پايله كې يې په سلګونو او زرګونو منصبدارانو او عسكرو سرونه و بازل، لكه.
1. د هرات د زلمي كوټ د اوولسمې ۱۷ فرقې قيام.
2. د اسمار د غرني غونډ قيام.
3. د مزار شريف د ده د اديو د اتلسمې فرقې قيام.
4. د رشخور د اوومې فرقې غاو
5. په كابل كې د بالاحصار د ليوا غاو
6. د حسين كوټ د فرقې قيام
7. د بغلان د نهرينو د شلمې۲۰ فرقې غاو
8. د ننګرهار د يوولسمې فرقې قيام
9. د قلات د غونډ د دروازګۍ د قطعاتو غاو
كله چې د جهاد ولسي ملاتړ، د خلق ګوند منځني بېلتون او د مجاهد او د عسكرو يو د بل سره خواخوږي د شوروي اتحاد سره د نوي حكومت د راپرزېدلو وېره او وام پيدا كړ، نو د خپلو موخو د بشپړه كولو لپاره يې پر افغانستان نظامي تېرى وكړ، د دې تېري پر مهال د ګوندي غړو شمېر د څوارلسو او پنځلسو زرو (۱۴۰۰۰-۱۵۰۰۰) ترمنځ ته رسېدلى وو، په دوى كې ديارلس نيم زره (۱۳۵۰۰) خلقيان وو چې اساسي برخه يې په اردو، څارندوى او خاد كې وه، دا خبره شوروي واكمن يوري اندروپوف او د هغه ملګرو ته هم څرګنده وه او هغوى د خپلو چارو په سرته رسولو كې په پام كې نيوله(۹).
د افغاني اردو شمېر د يوسل اتيا او يوسل نيوي زرو تر منځ (۱۹۰۰۰۰-۱۸۰۰۰۰) وو، د دوى كار نه خاديانو (۱۰۰۰۰ او ۱۵۰۰۰ تر منځ) او نه هم څارندويانو (۵۰۰۰۰-۴۰۰۰۰) تر سره كولاى سو[۱۰].
دا چې اردو ته سياسي لاسونه (پوليس) ور اوږده سول نو د خلق ګوند منځني بېلتون هم تر اردو پوري ځان ورساوه، سياسي واك د پرچم ګوند او د دوى په پرتله په اردوكې د خلق ګوند د غړو شمېر ډېر وو، د شوروي اتحاد كمونيسټ ګوند، چارواكو او استخباراتي شبكې (كې، جې، بي) د پرچم ګوند ملاتړ او د افغاني اردو د له منځه وړلو لپاره كار كاوه، خو د شوروي اتحاد اردو د خپلو سياسي مشرانو د دې تګلارې سره د نظر بېلوالى درلود، د نظامي تېري په لومړيو دوو كلونو كې په افغانستان كې د شوروي عسكرو ستر سلاكار ستر جرنل اليګزنډر ماسيوروف په كابل كې د شوروي په سفارت كې د سفير تابييف سره په خبرو بوخت وو او ده ته يې د جنوري، فروري ۸۱ لپاره خپل پلانونه وړاندي كول، د توندو او تودو خبرو په بهير كې جرنل مايوروف ورته وويل: د جنوري فروري د پلان د مخې د دوولسو ولسواليو او د وولسو علاقداريو ازادول په پام كې نيول سوي دي او په درو دېرشو علاقداريو او ديارلسو ولسواليو كې به ولكه او واك نور پياوړى كړو.
سفير: او تر پنځو او اوو ورځو وروسته به بېرته عسكر را ايستل كېږي او واكمني به په سين لاهو كېږي.
جرنل مايوروف: هو! دغسي خو ده اوس چې دغسي ده نو په دې هم خبر سئ چې په دې تېرو څو اوونيو كې د هغه څه نخښه و نښان پاته نه سو چې موږ د تېر ستمبر څخه تر دسمبر (۱۹۸۰ع) پوري د مجاهدينو څخه ترلاسه كړى وو.
سفير: د افغانستان ناولې لعنتي اردو بايد دړې وړې سي.
جرنل مايوروف: صاحب! كه غواړې چې زموږ خبرې واورې نو وايې وره او كنه نو موږ كولاى سو چې خپلې نقشې بېرته و نغاړو او درانه درڅخه ووځو.
تورن جرنل سامو يلينكه (د مايوروف مرستيال): څرنګه امكان لري چې افغاني اردو دړي وړې سي.
سفير: دغسي د نر غوندي! دا اردو ټول خلقي دي، ديارلس نيم زره (۱۳۵۰۰) پكې خلقيان دي.
جرنل مايوروف: صاحب! په ۱۸۵-۱۸۰ زره اردو كې يواځي ديارلس نيم زره خلقيان دي.
جرنل سامويلينكه: هو د پرچميانو شمېر په ټول هيواد كې د ديارلسو او پنځلسو سوو تر منځ (۱۵۰۰-۱۳۰۰) دي.
جرنل چيريو مينځ (د مايوروف دويم مرستيال): پرچميان مځكوال دي، جنګ ته نه ځي، ټولو سرونه په دفترونو ننه ايستلي دي او په ماڼيو كې اوسي.
سفير: پرچميان په نظرياتي توګه پاخه دي او د ماركسيزم او لېننيزم په اساساتو ښه پوهېږي.
چيريو منيځ (په خندا) دلته ټوپك ته اړتيا ده چې پر وږه دي پروت وي او ټك ټك ټك او بيا ټك ټك ټك ډزې وكړي، په اساساتو خو… نه رالاندي كېږي.
سفير (په خښم): جرنله! ته نظامي كارپوه يې سياستوال نه يې.
چيريو منيځ: هو په دې وياړم(۱۱).
ببرك كارمل سفير تابييف ته ورته نظر درلود، جرنل مايوروف د افغانستان د هغه مهال د روانې كړكېچنې او ضاع يو عامل د ببرك كارمل په نظامي چارو كې ناپوهي بولي او ليكي: دى د وسلوالې مبارزې په هيځ نه پوهېدى، د پوځ د لارښوونو څخه يې ځان ګوښه كاوه او ښه يې نه ايسېدى، د خلقي منصبدارانو څخه ډارېدى او په دې توګه يې د اردو په سترګو كې ځان سپكاوه، ده پر اردو په تېره بيا پر خلقي پوځيانو د بڼوكي ارزښت لا هم نه درلود، د پرچميانو تراشل يې نوي پيل كړي وو، پرچميانو هم ده ته د شرابي په سترګه كتل، دې خبرې لا نوره كينه راپاروله(۱۲).
مايوروف پر مخ زياتوي، ببرك كارمل خو سلا بلا چا امد هامه پر تخت نه وو كښېنولى، دى دكې جې بي مشر يوري اندرويوف جوړ كړى وو، چې د كارمل د ملاتړ په اړه به يې كلكې لارښوونې راته كولې ده د كارمل په اړه ډېر معلومات درلودل(۱۳).
څومره چې شوروي او افغاني كمونسټانو د افغاني اردو د له منځه وړلو او د افغانستان د نيولو لپاره هلې ځلې كولې هغومره د مجاهدنيو جهاد پراخوالى پيدا كاوه، په ولس كې يې ريښې نورې و غځېدې او هم په اردوكې، د د باندي نړۍ ملاتړ ورسره مخ پر ډېرېدو سو، د اردو پټې همكارۍ مجاهدينو ته يو شمېر برياليتوبونه ور په برخه كړل.
جرنل بوريس ګروموف ليكلي: د نه پخلا كېدونكي اپوزېسيون (مجاهدين) لويه هڅه دا وه چې د هيواد په دولتي موسسو او اردو كې خپل استخبارات پيدا او پياوړي كړي، مجاهدينو د داوطلبو (سرتيرو) په بڼه نفوذ كاوه، څرنګه چې به د نظامي ښوونې او روزنې دوره تېره سوه، د دغو سرتيرو يوه برخه به د وسلو سره مجاهدينو ته وتښتېده او بله برخه به يې په پوځ او څارندوى كې د ورانكاريو لپاره پاته سوه(۱۴).
جرنل ګروموف پر مخ ليكي: د مجاهدينو د وسلو او مرميو يوه پياوړې سرچينه په خپله حكومتي پوځيان، تښتېدلي يا تسليم سوي سرتيري او افسران وو، مجاهدينو به د دوى د لارې نه دا چې سپكه وسله بلكې هاوانونه، لنډ توپونه او وسلوالې ګاډۍ هم لاس ته كولې(۱۵).
د مجاهدنيو او اردو دې تړاو او همكاري چارواكي او شوروي منصبداران پر افغاني اردو بې باوره كړي او بدګومانه كړي ول.
جرنل مايوروف ليكي: د نظامي عملياتو د پيل تر مهاله پوري مو افغانانو ته د عملياتو د رښتينو اهدافو، په هغو كې د برخې اخيستونكي ځواكونو او د هغو سيمو په اړه چې عمليات به پكې ترسره كېدل، هيڅ نه ويل، د افغاني قطعاتو قومندانانو، د دفاع د وزارت او ستر درستيز، د مشرتابه د نورو افسرانو په څېر د عملياتو خبر معمولا د هغو د پيل څخه څلرويشت ساعته وړاندي او كله كله به يواځي څو ساعته د مخه تر لاسه كاوه، دغه رازداري به په ځينو برخو كې د بيلګې په توګه د افغاني اردو سره زموږ د ګډې همكارۍ بهير ته زيان رساوه خو موږ پرته د دې بله چاره نه درلوده، د عملياتو اسلي نقشه به دښمن ته وختي رسېدلې واى او پايله به يې په څلوېښتم لښكر كې د سر د زيان ډېروالى واى(۱۶).
د جهاد په ګټه د افغاني اردو يو ستر او د ډېرې ستاينې وړ كار دا وو چې د شوروي اتحاد د مسلمانانو عسكرو او منصبدارانو سره يې د مجاهدنيو تړاو پيدا كړ، په ګډه يې هغوى ته د روسي زورواكي فلسفه، د ايلو كړو اسلامي رياستونو تاريخ او د اسلام وركه لار ورته روښانه كړله، افغانانو او شوروي مسلمانانو يو د بل سره نزدې او هم مذهبي اړيكې درلودې چې په راتلونكي مهال كې يې د شوروي اتحاد اسلامي جمهوريتونو او د رشين فيدراسيون اسلامي رياستونو ته خطر پېښولاى سو، د همدې امله شوروي چارواكو ته د دې مثلث يووالى په هيڅ توګه د منلو وړ نه وو.
جرنل ګروموف په دې اړه ليكي: كله چې په ۱۹۸۱ع كې د پنځمې فرقې قومنداني ماته راوسپارل سوه نو تر نيمايي ډېر سرتېري يې تاجكستانيان، ازبكستانيان قرغيزستانيان او تركمنستانيان وو، افغاني مجاهدينو په بريالۍ توګه د دوى په مرسته جاسوسي شبكې جوړولې چې په پلا پلا به يې نه دا چې په نظامي پلانونو ځان خبرولاى سو بلكې تر يوې اندازې يې پر اوضاع اغېزه هم كولاى سوه، منصبدرانو په خپلو سترګو وليدل چې د منځنۍ اسيا څخه راغلو سرتيرو به په ډاګه په جنګ كې د برخې اخيستلو څخه سر غړاوه، د شوروي اتحاد د قطعاتو قومنداني اړه سوه چې د دغې اوضاع د بدلون لپاره بېړني ګامونه پورته كړي.
د ۱۹۸۲ع د پيل څخه د څلوېښتم لښكر د سرتېرو په سلو كې اتيا (۸۰) فيصده برخه د شوروي اتحاد د اروبايي خاورې سايبريا يا لېري ختيځ څخه افغانستان ته استول كېده، وروسته تر دې، حالاتو عادي بڼه غوره كړه او چاري سمي سوې(۱۷).
د دې چارو د سمون يو عمده عامل د افغانستان استخباراتي شبكه “خاد” وه چې د حفيظ الله امين په دور كې په “كام” نومول كېده، پر نورو فعاليتونو برسېره دې شبكې ته هم چارواكو خپله ځانګړې پاملرنه ورواړوله، شوروي استخاراتي شبكې (كې، جې، بي) په بشپړه توګه منظمه كړه، خاد وسلوالي ډلګۍ جوړې كړې چې پر نظامي مبارزه برسېره يې نه دا چې د اردو په پاكسازي كې د ببرك د رژيم سره كلكه همكاري كوله بلكې د مهاجرينو او مجاهدينو په ليكو كې يې هم د پيسو په وسيله ډېر شمېر ملګري ورننه ايستلي ول، دا ټولې هڅې د دې لپاره وې چې د مجاهدينو ترمنځ بېلتون ته وده وركړي او د مجاهد او د عسكر ترمنځ د تماس لار كوره كړي.
د شوروي عسكرو په راتلو سره جهاد زور واخيست، كفري و اسلامي نړۍ په نظامي و سياسي ډګر كې د مجاهدينو تر شا ودرېده، د مرګونو، ژوبلو او ورانيو بازار تود سو، دا چې شوروي عسكرو ته په افغانستان كې د اوږدې مودې لپاره د اړولو پلان وركول سوى وو، نو يې د “وطن پالنځى” په نامه د كابل په وزيراكبرخان مېنه كې په ستمبر ۱۹۸۱ع كې يوه ودانۍ پرانستله، دلته به د خلق ګوند د غړو كوچنيانو او يتيمانو ته چې عمرونه به يې اووه كلونو ته رسېدلي وو، لومړنۍ سياسي زدكړه وركول كېده او وروسته به د نورې زدكړې لپاره شوروي اتحاد ته ولېږل سول، د شورويانو پلان دا و چې د نوي نسل د ځواك څخه ګټه واخلي، دا پلان يې د خاد د لارې عملي كاوه(۱۸).
بل لور ته د مجاهد ينو پر ظامي مبارزه د ګوندي مخكښانو منځنى بېلتون هم ناوړه اغېز كاوه او هم كله كله د افغاني او په وار د ناافغاني مجاهدينو ناوړه كړنو او ناترسۍ د سپېڅلي جهاد اساسي موخو ته زښت ډير زيان رساوه بې محكمې وژنو، د تسليم سوو عسكرو په بې دردۍ د له منځه وړلو او د ملي شتمنيو چورولو به نه دا چې د غليمانو تبليغاتي مبارزې ته بريالتيوب ور په برخه كاوه بلكې په رژيم كې يې د خپلو خواخوږو او پلويانو زړونه د مجاهد او جهاد څخه تورول.
د افغانستان د سياسي چار پوه ډاكټرمحمدرقيب د ډيرو منصبدارانو او عسكرو مجاهدينو ته د نه ور اوښتلو يو عمده علت مجاهدينو ته د ور اوښتو نظاميانو سره د دوى نامناسبه كړنه بولي(۱۹).
مرګونو، هجرت او د مجاهدينو سره يو ځاى كېدلو د ملي اردو شمېر د ببرك كارمل په وروستي دور كې د ۱۸۵ زرو څخه څلوېښتو زرو ته راټيټ كړ.
كله چې شوروي عسكر د افغانستان څخه وتل نو وروسته يې هغه قومي ملېشا هيواد ته راوستل چې لس كاله يې په منځنۍ اسيا كې نظامي روزنه وركړې وه، د دې ملېشا لومړى نمبر غونډ د ۱۹۸۹ع د مۍ مياشتي پر ۲۴ نېټه كابل ته راورسېد او دويم نمبر غونډ يې په كندهار كې ځاى پر ځاى سو.
د همدې كال په ورستيو، كې د ټولو دغسي وسلوالو شمېر چې د سره لښكر ځاى يې ونيو تخمينا نيوي زره (۹۰۰۰۰) ته ورسېد او پر دريو برخو ووېشل سو.
۱- پنځوس زره (۵۰۰۰۰) هغه روزل سوي نظاميان چې د هيواد په شمالي ولايتونوكې خپل راتلونكي ماموريت ته سترګې پر لار ول.
۲- شل زره (۲۰۰۰۰) كسيزه جوزجياني ملېشا چې د كې جې بي تر قومنده لاندي وه او د همدې شبكې پر درو پنځوسم ۵۳ نمبر فرقې پوري يې تړاو درلود چې وروسته يې جرنل دوستم قومندان سو، د دې ملېشا دويم نمبر غونډ په كندهار كې چنګېزي ظلمونه وكړل، چې ډاكټر نجيب الله په بدل كې د اتلوالي په مډالو نو سره وستايل.
۳- شل زره [۲۰۰۰۰] خاس ګارډ چې مغل يې بلل او د كې جې بي د سرحدي ګارډ لباس به يې اغوست(۲۰).
د دفاع د وزير جرنل شهنوازتڼي او ډاكټرنجيب الله ترمنځ د بېلتون يو عمده ټكى همدغه د اردو او ملېشا ترمنځ توپير وو، ډاكټر نجيب الله په افغانستان كې د قومي جوړښت په پام كې نيولو سره قومي، پوځي ټولګۍ، غونډونه او فرقې جوړې كړې، دې كار د هغه منظم اردو واك او ارزښت د پوښتنې سره مخامخ كړ چې په دوديز ډول يې غټه برخه د پښتنو څخه جوړه وه، د قومي غونډونو تر څنګ يې ځان ته “خاس ګارډ” هم جوړ كړ او د دولت ډېره بوديجه يې په قومي غونډونه، خاس ګارډ او په استخباراتي شبكه “واد” ګاروله، دا درې څانګې د دغسي وګړيو څخه جوړې سوې وې چې، افغانستان د ټوټې كولو فكر يې درلود(۲۱).
ځيني كتونكي د جرنل شهنوازتڼي كودتا د روسيانو د هغه پلان وروستۍ او اساسي كړۍ بولي چې په بشپړه توګه دولتي ځواك لږكيو ته و سپاري، د دې كودتاء په پلمه شپږ زره پښتانه منصبداران زندانيان سول(۲۲).
د اردو په پرتله د ملېشا ځواكونو او واد و خاس ګارډ معاشونه او صلاحيتونه لوړ او د ډاكټرنجيب الله او هم د شورويانو لاسونه پر پراته ول، مجاهدينو هم د خلق ګوند د منځني بېلتون څخه ګټه اخيسته، د ډاكټرنجيب الله د توپيريزي تګلارې څخه د اردو زړه شين وو او د ده پر ضد يې د كودتاء يو شمېر هڅې وكړې.
د ماسكو “د سره ستوري” ورځپاڼې په خپله يوه ګڼه كې د كې جې بي راپور خپور كړ، په راپور كې راغلي وو چې: د ۱۹۹۱ع په لومړيو دوو مياستو كې د ډاكټر نجيب الله د رژيم پر ضد دوې منظمې كودتاوې شنډې سوې چې د اردو د خوابدو سوو افسرانو او سرتيرو د خوا جوړې سوې وې، خو د شوروي د دولتي استخباراتي كمېټې د خوا كابل رژيم ته د دقيقو معلوماتو وروسته شنډې سوې، د محاهدينو د لوري د خوست تر نيولو (۲۱ مارچ ۱۹۹۱ع) وروسته لومړى قيام د كابل ښار ته نژدې د قرغې په فرقه كې كشف سو او د دې فرقې اتلس منصبداران و نيول سول، دوى په خلق ګوند پوري تړاو درلود، دكودتاء دويم پلان د سلو لوړ رتبه منصبدارانو په نيولو شنډ سو…، د دفاع وزير جرنل محمداسلم وطنجار په وار وار په رسمي غونډوكې د ډاكټرنجيب الله د لوري په اردو كي د خلقيانو په وړاندي پر تګلاره تنقيدونه او نيوكې كړې دي، ورځپاڼه د رژيم د نورو مقاماتو له خولې ليكي: د جرنل شهنواز تڼي څو ليكونه چې محمداسلم وطنجار ته يې ليكلي وو، ترلاسه كړي دي، جرنل تڼي د وطنجاره غوښتنه كړې وه: وړاندي تر دې چې ډاكټرنجيب الله هغه له منځه يوسي، د ډاكټرنجيب الله رژيم دي راچپه كړي[۲۳].
له بله پلوه شوروي اتحاد د ايرانيانو په وسيله خپل هدف ته د رسېدلو لپاره په هلوځلو بوخت وو، په نومبر ۱۹۹۱ع كې يې پروفيسر برهان الدين رباني ماسكو ته وروغوښت، پروفيسر رباني د ماسكو تر يون وروسته تهران ته ولاړ، د ده دې يون ته كتونكو د شك په سترګه كتل او د روسانو د لوري يې د مجاهدينو په ليكوكې د بېلتون هڅه وبلله.
د دسمبر په لومړۍ اوونۍ ۱۹۹۱ع كې ايران د حزب وحدت په مخكې، “شورا قومندانان جهادي” جوړه كړه او هم روسيانو شورا نظار، اسماعيلي ملېشا او جو زجياني ملېشا سره يو كړل او وروسته روسيانو و ايرانيانو دواړه اهتلافونه سره يو كړل، د ستم ملي او پرچم ګونډ غړو هم ور پكښې ګډون وكړ.
پر ۲۶ فروري ۱۹۹۲ع پروفيسر رباني د مركې په ترڅ كې څرګنده كړه چې د هيواد په شمالي برخو كې جرنلان د يوې جهادي شورا د جوړولو په نيت د انجينرمسعود سره يو ځاى سوي دي او د جمعيت اسلامي څخه يې د ډاكټر نجيب الله د رژيم د رانسكورولو هيله كړې ده.

د افغان فوځ رتبې

په خپله د ډاكټر نجيب الله په رژيم كې منځنى بېلتون مخ پر ډېرېدو سو، هغه ډګر جرنل جمعه اڅك د شمالي سيمو عمومي نظامي قومندان او هم بريد جرنل محمد رسول خان د څارندوى د پنځه پنځوسم (۵۵) غونډ قومندان په جوزجيان كې و ټاكى، جرنل مومن (د اندراب تاجك) چې هغه مهال په حيرتان كې د بيز اكمالاتي قومندان وو، جرنل جمعه اڅك يې د بدلېدلو امر وكړ، جرنل عبدالرشيد دوستم (د جوزجيان د شپېتمې فرقې قومندان) د جرنل مومن د بدلولو سره خپل مخالفت څرګند كړ، جرنل مومن هم امر و نه مانه او په ځاى پاته سو، جرنل دوستم د ډاكټر نجيب الله څخه غوښتنه وكړه چې جرنل جمعه او جرنل رسول دي د شمال څخه بدل كړي، ډاكټر نجيب الله دوى ټول كابل ته وروغوښتل، د خبرو په بهير كې جرنل دوستم د كابل څخه شبرغان ته ولاړ او په حيرتان كې د جرنل جمعه او جرنل رسول پر ضد لاريون وسو، باالاخره ډاكټر نجيب الله پر څلورم مارچ ۱۹۹۳ع جرنل جمعه كابل ته بدل كړ، د شمال د پښتنو مخورو يوه پلاوي د ډاكټر نجيب الله سره په كابل كې د ليدلو پر مهال د ده څخه د جرنل جمعه او جرنل رسول د نه ستنولو غوښتنه وكړه، جرنل دوستم د ده په سلا پر پنځه پنځوسم [۵۵] غونډ يرغل وكړ، پښتانه يې بې سلا كړل، د جوزجيان والي سيدنسيم مههن پرست يې وشاړى، پر ځاى يې خپل تن وټاكى، په سياسي او نظامي ډګر كې يو په بل پسي بدلو نونو چې بالاخره يې تو كميزه او ژبنۍ بڼه غوره كړه، ډاكټر نجيب الله يې اړ ايست چې پر نهم مارچ ۱۹۹۲ع جرنل جمعه اڅك بېرته د شمالي زون قومندان وټاكي، په همدې ورځ ډاكټر نجيب الله په خپله څلور ساعته وينا كې د وطن ګوند د اجرائيه كمېټې پر غړو نجم الدين كاوياني، سيد اكرام پائيګير، محمود بريالى، بيرك كارمل و جرنل دوستم او سيدمنصور نادري (د ملېشاوو قومندانان) تور ولګاوه چې دوى د يوې خوا په ګوند كې بېلتون اچوي او د بلي خوا غواړي چې د افغانانو ترمنځ د ژبي او نژاد پر اساس غلط فهمي رامنځ ته كړي، پر پنځلسم مارچ ۱۹۹۲ع د مجاهدينو او ملېشاوو ګډ اهتلاف پر مزارشريف يرغل وكړ او دا ځاى يې په خپله ولكه كې راوست، پر اتلسم مارچ ۱۹۹۲ع ډاكټر نجيب الله اعلان وكړ چې واك به د ملګرو ملتونو د سولې د پلان سره سم عبوري شورا ته و سپاري، هيواد په پاچا ګردي واوښت، بېلو بېلو ولسواليو او ولايتونو يو په بل پسي سقوط وكړ او د كابل د نيولو لوبې دا ښار په كربلا واړاوه، منظم اردو بې واكه سو اووه د ګوندونو وسلوالو ځواكونو واك لاس ته كړ، ستر درستيز جرنل محمدبني عظيمي چې د ډاكټر نجيب الله او ملېشاوو ترمنځ ګرځېدلى وو د اردو د ماتولو پړه او شپيان پر پاكستان او انجنېرمسعود اچوي او ليكي: “انجنېر مسعود دا خبره ومنله چې د پاكستان د حكومت يواځنى ارمان د افغانستان د اردو د له منځه وړل وو.
انجنېر مسعود خپلې فرفې منظيمې كړې خو عملا يې د اردو د منځه وړلو سند په حقيقت كې لاسليك كړى وو(۲۴).
خو ځيني كتونكي د اردو د منصبدارانو سياسي ډګر ته ور دانګل د ځاني ګټو او برلاسي لپاره د سياستوالو د خوا د ملت پر ضد د اردو جنګول هم د ملي اردو د زوال سبب بولي.
د مجاهدينو د واك په خونړۍ څلور كلنه موده كې د بېلو بېلو ګوندنو تر شا بېل بېل منصبدران ودرېدل، څوك پر كور كښېناتل او څوك بيا په نورو هيوادونو كې سره تيت و پرك سول، د دې منځنيو جنګونو په پايله كې د طالبانو غورځنګ راڅرګند سو هغوى نه دا چې د ملي اردو و بېرته جوړولو ته پاملرنه وا نه ړوله بلكې د څو تخنيكي منصبدارانو په چپه يې يو شمېر نظاميان په كمونيسټي هيوادونو كې د زدكړې او روزنې په تور د كاره ګوښه كړل، د طالبانو تر زوال وروسته يو ځل بيا واك د وسلوالو په لاس كې ولوېد، برسېره پر دې چې د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا د پرېكړې سره سم د نهه ويشتو هيوادونو تقربيا نهه زره سوله ساتونكي ځواكونه ځاى پر ځاى دي، خو كتونكي د دفاع پر وزير مارشل محمدقسيم فهيم نيوكه كوي چې په وزارت دفاع كې يې په غوڅه توګه خپل وسلوال ځاى پر ځاى كړي دي چې د نوي ملي مسلكي اردو د بېرته جوړولو په لار كې تر ټولو ستر خنډ ګرځېدلى دى.
۱- “د افغاني وسلوالو ځواكونو سرښندنې او د نوي اردو په جوړولو كې د دوى نقش”.
د جګړن ډاكټر محمد رقيب ليكنه:”خپلواكي” مجله، دويم كال څلورمه ګڼه مېزان، قوس ۱۳۶۶ هــ ش۳۵-۳۴ مخونه.

۲- د ډګروال پيلوټ جمال الدين خان سره مركه، ۱۸ مۍ ۱۹۹۹ع
۳- د حاجي سيد محمدكونړي سره مركه، ۱۲ نومبر ۲۰۰۰ع
۴- د ډګروال محمدرحيم كاكا سره مركه، ۱۵ اپرېل ۲۰۰۰ع

۵- خوشي سوي زندانيان:
۲۲ جون ۱۹۷۸ع كال له كابل څخه ۱۰۰۰ تنه.
۲۷ جون ۱۹۷۸ع كال له وردګو څخه ۷۲ تنه
۲۹ جون ۱۹۷۸ع كال له پروان څخه ۳۵۰ تنه
۲۹ جون ۱۹۷۸ع كال له جلال اباد څخه ۲۴۸ تنه
۱ جولايي ۱۹۷۸ع كال له هلمند څخه ۳۴۷ تنه
۳ جولايي ۱۹۷۸ع كال د شينوارو لويه وليسوالي څخه ۳۴ تنه
۶ جولايي ۱۹۷۸ع كال له لوګر څخه ۲۷ تنه
۹ جولايي ۱۹۷۸ع كال د خوست لويه ولسوالي. تخار، غور څخه ۳۹۶ تنه
۱۶ جولايي ۱۹۷۸ع كال له بدخشان څخه ۱۴۸ تنه
۱۸ جولايي ۱۹۷۸ع كال له كندوز څخه ۴۰۶ تنه
۳ ستمبر ۱۹۷۸ع كال له مركز او لاياتو څخه ۶۴۰ تنه
۱۰ فروري ۱۹۷۹ع كال له مركز او لاياتو څخه ۲۲۱ تنه

۶- د بېلګې په توګه لكه د شينوارو د لويي ولسوالۍ د مركز غني خېلو دفاعي كمېټه چې پر دولسم دسمبر ۱۹۷۸ع جوړه سوه، پر۳۰ دسمبر د پروان ولايت د پنجشېر د ولسوالۍ، د جوزجيان ولايت د اقچې د ولسوالۍ (۱۵جنوري ۷۹ع) او د كاپسيا د لويي ولسوالۍ د كوهستان نواباد د كلي ودا (۲۰ جنوري) دفاعي كمېټه.
۷- نظامي سامان الات او خواړه.
۸- په افغانستان كې رښتيا څه تېرېدل، د ستر جرنل اليګزنډر مايوروف ياداښتونه او د ډاكټر محمدداودجنبش پښتو ژباړه، ۳۹ مخ.
۹- همدغه اثر ۴۱ مخ
۱۰- همدغه اثر ۱۶۷ مخ
۱۱ – همدغه اثر ۲۴۱-۲۲۸ مخونه
۱۲ – همدغه اثر ۱۷۲ مخ
۱۳ – همدغه اثر ۱۷۳ مخ
۱۴- “سرې لښكرې په افغانستان كې” د ستر جرنل بورليس ګروموف ياداښتونه او د ډاكټر محمدداودجنبش پښتو ژباړه.
۱۵- همدغه اثر ۲۹۱-۲۹۲ مخونه
۱۶ – همدغه اثر ۲۵۴-۲۵۳ مخونه
۱۷ – همدغه اثر، ۴۰۶ مخ
۱۸soviet occupation in Afghanistan by John -Fauleston page – 120
۱۹- د امريكا ږغ دويمه پښتو خپرونه،۲۷ فروري ۱۹۹۱ع.
۲۰- د لستوڼي مار- د برس رچرډسن ليكنه او د نثاراحمد صمد ژباړه.
۲۱- “ډاكټر نجيب الله، پښتو او د افغانستان ملي انډول، د نيازي مضمون: “وطن ياكفن كتاب” ۱۶۵ مخ
۲۲- همدغه اثر او مضمون ۱۴۴ مخ
۲۳- د ماسكو “د سره ستوري” ورځپاڼې اقتباس د امريكا ږغ په ماښامنۍ پښتو خپرونه كې، ۱۰ جون ۱۹۹۱ع
۱۴- اردو او سياست ۶ مخ

د افغان فوځ پوځي لوړه تحلیف “سوګند”

هغه شخص چی د افسر، بریدمل یا ساتنمن په توگه مقرریږی، مکلف دی لاندی حلف(سوگند) پرځای کړی.

دوو لسمه ماده:

(د لوی خدای (ج) په نوم سوگند یادوم چی د اسلام د سپیڅلی دین پیروی او ملاتړ کوم وطن،خلکو او د افغانستان اسلامی جمهوریت خدمتگاریم، قوانین رعایت، وظیفوی وجایب تعمیل او د افغانستان له قلمرو څخه حراست او ساتنه (پاسداری) کوم، خپله دنده صادقانه او غیر جانبدارانه (په ناپلوۍ سره) ترسره کوم، د قوانینو د حکمونو په تعمیل او تنفیذ کی اهمال نه کوم د خپلواکۍ (استقلال) ملی واکمنی او د ځمکنی بشپړتیا په ساتنه کی د ځان له ایثارڅخـه دریغ نه کوم.)

د ملي فوځ په اړه کرنولوژيک مالومات:

د افغانستان لومړی منظم پوځ:

د امير شيرعلي خان پر وخت په پوځ کې ژور او اړين اصلاحات راغلل، د لومړي ځل لپاره په پوځ کې پښتو القاب وکارول سول، د پوځ وسلې او قواعد نوي او عصري شول او دغه راز پوځ په اول وار د منظم پوځي يونيفورم څښتن سو…

د امير شيرعلي خان پر وخت د افغانستان د دوهم پوځ تشکيلات او جوړښتونه:
۵۷ پياده غنډونه
۲۰ سپاره غنډونه
۲۶ بطريې غرني، سپاره او فيلي توپوته
ټول پنځوس زره کسه
دا پوځ وروسته پر افغانستان د انګريزانو د دويم تيري پر وخت لمينځه ولاړ…

د افغانستان دوهم منظم پوځ:
ورورسته له دې چې واک د درانيانو نه بارکزيانو لاس ته راووړ ا دوست محمد خان په افغانستات کې د دويم منظم پوځ بنسټ پرېښود، دا پوځ چې شمېره يې تر ۳۰ زره کسانو رسېده تر ډېره د کورني ستونزو د حل او د امير دوست محمدخان د تاج او تخت د ټينګښت لپاره جوړ شوی وو…

د افغانستان دريم پوځ
دا اردو د افغان-انګليس د دويمې جګړې وروسته د امير عبدالرحمن پر وخت جوړ سو
دا پوځ وروسته وتوانيد چې د شاه امان الله پر وخت د انګريزانو نه د افغانستان دخپلواکۍ جګړه وګټي…

د امير عبدالرحمن خان د پوځ تشکيلات په لاندې ډول ول..
پلي ځواکونه :۸۰ ګروپه هر ګروپ ۷۰۰ کسه ټول ۵۶ زره تنه
سپاره ځواکونه: ۴۰ ګروپه هر ګروپ ۴۰۰ کسه ټول ۱۶۰۰۰
توپخانه: سل بطریې هره بطريه ۱۰۰۰ کسه ټول ۱۰ زره تنه
شاهي ګارد:
پياده: ۴ ګروپه هر ګروپ ۱۰۰۰ کسه ټول څلور زره
سپاره: ۳ ګروپه هر ګروپ ۸۰۰ کسه ټول ۲۴۰۰
د امير عبدالرحمن خان د ټول پوځ شمېره ۸۸۴۰۰ تنه وو چې ټول جنګي امکانات او وسلې به يې په کابل کې د جنګي فابريکې لخوا جوړېدل…

 

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!