منډيګک
افغان تاريخ

درې سوه کاله وړاندي د افغانانو جامې

0 40

هغه وخت چي په ١٧٢٢ع کال ايران د افغانستان د هوتكي شاهانو تر اشغال او سلطې لاندي راغلی او په ایران کي یو کاملآ افغاني دولت تشکیل سو، نو په هغه وخت كي يو [پولنډی مسیحي راهب] په ايران كي ژوند كاوه چي ملكي او نظامي افغانان ئې روزمره ليدله او د هغوی د ژوندانه د طرز او طريقو، لباس اغوستلو، مېړاني، جنگى تدبیرونو او پر نورو اړوندو موضوعاتو باندي ئې مفصل او مشرح بيانونه ليكلي دي.
پولنډی[کروزینسکی] د ١٧٠٧ـ١٧٢۶ع كال پوري په ایران کي اوسېدی چي د خپلو يادداښتونو مجموعه ئې خپل یوه فرانسوی دوست [دوسرسو] ته ولېږل او هغه ټوله ګزارشات د کتاب په شکل سره راټول او چاپ کړل چي [تاريخ آخرين شورش ايران، د١٧٢٧ كال چاپ] نومېږی. نوموړی راهب د نورو خبرو تر څنګ د افغانانو د كاليو/جامو اړوند ليکي:

“د افغانانو كالي هم لكه د دوی د خوراك غوندي ډېر ساده دي. دوی اوږده كالي اغوندي چي لمني ئې د پښو تر تلو پوري رسېږي، د كميس لمن بيرته راپورته كوي او په ملا كي ئې وهى، تر دغه كالو لاندي د كرباس يو ډېر ارت او غټ پرتوگ اغوندي. او د پښو ساقونه ئې همېشه لڅ وى، يعني پايڅې ئې لنډي وي.
د دوی پيسه داره خلگ د آس د سپرلۍ په وخت كي بوټونه، يا سليپر، او يا د چرم څخه جوړ سوى نيم موزه بوټونه په پښو كوي چي هيڅ وخت د پښو څخه نه خېږي او هر وخت چي و شوړېږي، پخپله د پښو څخه وزي.
د هغه وخته څخه چي ايران افغانانو نيولی دئ، په كاليو اغوستلو كي د ايرانيانو تقليد كوي او كوټ او كورتۍ اغوندي چي تر زنگنو پوري رسېږي. دغه كوټونه چي په اصفهان كي اوسېدونكي لوړ رتبه افغانان ئې اغوندي؛ اكثره د زر دوزى او مليله* دوزى ډير قيمتي كار پر سوی وي.
دوسرسو اضافه كوي چي افغانان د نظافت د پاره د ڂانو سره د كرباس يو پټو/څادر گرڂوي چي هرڂای ئې پر مڂكه هواروي او يا ئې پر اوږو اچوي او د پټو ډېره برخه ئې پر ڂيگر پرته وى چي هم د يخ په مقابل كي كار ځني اخلي او هم د باران په وخت كي خپله اسلحه تر پټو لاندي پټوي.
نارينه وو ئې سرونه خريلي وى او فقط د غوږو سره يوه اندازه زلفي [لغوي معنى ئې وغوږو ته نژدې د سر ورېښتان دي] پرې ايښي وي، او لنگوټه ئې پر سر وي چي شمله ئې پر اوږو پرته وي او د لنګوټې پر سر ئې د چرگ په شان يو چارخول وركړی وي چي دا د لوړې رتبې او اجتماعي نجابت يا لويی يوه نښانه هم ده. رنگونه ئې لږ څه تور وشمه دي او ډير چست و چالاكه دي او د آس د سپرلۍ په وخت كي كولای سي چي پر ملا كاږه سي او د مڂكي څخه يو شی راپورته كړي.
د افغانانو ښځي د مشرق زمين د نورو ښڂو بر عكس په لڅ مخ او بغير له حجاب څخه گرځي او اوږده-اوږده والي گان ئې په غوږو وي چي د مختلفو رنگه ډبرو څخه جوړ سوي وي.
ښڂي يې هم د نارينه و په شان بوټونه په پښو كوي اود كرباس كوتنې اغوندي. کميس ئې اوږد او تر ځیګر لاندي ئې په کمربند تړی”.

دوسرسو د کروزینسکي د یادداښتونو په حواله د افغانانو د جنګي فطرت په اړه جالبه خبره کوي، ليکي:


“…د افغان ملت د جنگي فطرت په ياد آوري كي بايد وويل سي چي په دنيا كي شايد ډېر لږ نور داسي ملتونه وي چي جنگ ئې دومره خوښ وي او تمايل دي ورته ولري”.

ياده دي وي چي په دې وخت کي شاه اشرف هوتک [د عبدالعزيز هوتک زوی] په اوسني ايران او افغانستان پاچايي کوله او اکثره ملګري د لوی کندهار او نورو پښتنو څخه ول.
ددغه کتاب ژباړه زما استاد ارواښاد فريد ميوندي کړې وه او دلته د هغه له ژباړي ګټه اخيستل سوې ده.
*مليله: د سپينو او سرو زرو نري تارونه دي چه دلباس پرلستوڼو، اوږو، او لمن باندي به كارېدله.

An Afghan woman, 1922. From Peoples of All Nations, Their Life Today and the Story of Their Past, volume I: Abyssinia to the British Empire, edited by JA Hammerton and published by the Educational Book Company (London, 1922).

Inhabitants of Central Asia :
1- Uzbek
2- Turkman
3- Kirghiz
4- Sart
5- Tajik
6- Tajik
7- Tajik
8- Afghan (Pashtun).

Two Pashtuns during the second Anglo-Afghan war, 1878-80.
Source: Farrukh Husain

An imaginative portrait of the legendary Pashtun heroine Malalai who inspired Afghan forces to victory against the British at Maiwand, Afghanistan in 1878.
Artist unknown, c. 1950. Published by the Kabul Magazine.
Via Nafees Ur Rehman

A woman with two packed mules, Jalalabad, Afghanistan, 1939. Photo by Annemarie Schwarzenbach.
د ياد کتاب پښتو ژباړه

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!