منډيګک
افغان تاريخ

په افغان انګليس جګړه کي د بريتانوي سرتيرو انځورګري

0 21

د جېمز ريټري انځورګري:

جیمز ریټري په برتانوي پوځ کي دوهم هنرمند سرتیری وو چي په لومړي افغان انګليس جګړه کي د انګليسي سرتيرو سره د طبيب په شکل ملګری وو.

د افغان ـ انگرېز لومړنۍ جگړه په کال ۱۸۴۲ع  کي د برتانوي ـ هند لخوا په افغانستان باندې د يرغل په ترڅ کي پيل سوه . دا د نړۍ په تاریخونو کې د لويې لوبې په نوم ياده سوې، ځکه چي د ۱۹ می پېړۍ د ځواک پر سر د ښکرورو دوو ځان منليو روسيې او امريکي ـ انگرېز لخوا په منځني اسيا باندې د خپل نفوض اچولو د سيالي په ترڅ کي توده سوه، خو په منځ کي يې ډېر بې گنا ولسونه ښکېل سول. او دا د ختيځې هندي کمپنۍ چې انگرېزانو ېې په پلمه هند او شاوخوا سيمې ونيولې اود خپل د لالچ له کبله د نفوض زياتولو پلانونه جوړول وغځوله . دانگرېزانو په تاريخ کې د افغان ـ انگرېز جگړو ته د انگرېز راج يا انگرېز قوت لپاره د يو ډېر لوی گوزار په سترگه کتل شوی . کله چې امير دوست محمد خان په افغانستان کې پاچا شو ، شاه شجاع هند ته ولاړ او دا وخت انگرېزانو ته په افغانستان کې د مداخلې لاره برابره شوه. انگرېزانو د افغانستان اصلي وارث شاه شجاع گاڼه ، او دا چې په هغه کې ېې خپلې گټې ليدلې وې نوځکه ېې د مرستې ژمنې ورسره وکړې او راپه مخه ېې کړ . د ۱۸۳۹ زېږدي کال په اپرېل کې ېې په کندهار او د همدې کال د اگست په مياشت کې ېې په کابل کې د پاچا په توگه اعلان کړ . خو په زرگونو انگرېزان ورسره وه . شاه شجاع په نامه پاچا و ، ټولې چارې او واک و اختيار د انگرېزانو په لاس کې وه . دا وخت امير دوست محمد خان له څو تنو زامنو سره مزار شريف او بيا بخارا ته ولاړ .

دورنمای شهر قندهار (ظاهراً از محل اردوگاه انگلیسی)
رسامی جیمز اتکینسون
1842
The Lithograph of the same portrait by Robert Carrick c.1847
امير دوست محمد خان
The Khyber Pass with the fortress of Alimusjid, lithograph by James Rattray, 1848
Hyder Khan of Ghazni in 1839-42 by James Rattray
شکر لب: دا انځورپه ۱۸۴۸ م کې يو برطانوي پوځي افسر جيمز رېټری کښلې دی. دی د يو بل افسر ډاکټر لارډ سره په باميانو کې د برطانيې د لومړي سفارت غړې و. انځور د باميانو د والي نازولې ميرمنې شکر لب دی چې د امير دوست محمد خان د يوې قزلباش ميرمنې ورېره (خورزه) وه. د شکرلب په نيم سر د سپينې بورقې پلوونه ښايي چې دا له زنان خانې بهر راوتلې ده. خدمت ګاره (يا ممکن خواښې) يې په سپينه بورقه او دلاغ کې ولاړه ده. د دې شا ته په ديوال کې چيني خانې زيات وخت به په ميلمستون يا هوجره کې وې. د خونې ديوالونه د لرګي دي چې ښکلې نقاشي پرې شوې ده. دغسې کورونه د کابل په مراد خانې کې وو. د شکر لب مخې ته پيچوان (يو ډول چيلم) او صندوق کې د چای او مشروب د شيشې لوښي ښايي چې دا د خپل مېړه په ځای ناسته ده. داسې ښکاري چې د شکر لب د انځور جوړولو لپاره رېټری او د هغې مېړه دا تياره کړې وه. پر زمکه د مالوچو توشک ورباندې نمده (ليمڅی) او بيا پرې يوه وړه قالينچه غوړيدلې ده. د شکرلب په زنګانونو شين پټو ټاو دی چې د هغې لباس پکې پټ دی او غيږ کې يې د ګلاب ګل دی. د دې شا ته لوی بالښت دی خو هغې پرې ډډه نه ده وهلې او چې څنګه يې ورته وئيلي دي هم هغسې ناسته ده. شکر لب د طلاي وريښمين کميس د پاسه لنډ جيکټ اغوستې دی چې لستوڼي يې د مخملو ښکاري. د سرو زرو، څلور ګوټيزه ټکيو يوه لړۍ د دې غاړې سره جوخت او بله په ټټر پرته ده. په سر يې د سرو زرو اشرفي دوڼۍ شا ته د يوې زرينې ټوپۍ سره نښتې ښکاري. د تورو ويښتو وړې کمڅۍ چې يو بل کې نښتي دي، مخامخ په سينه پرتې دي. شکرلب ډېره وړه او معصومه ښکاري او که سرخي يا رانجه يې نه وي کارولې نو ډېره د قدرتي ښکلا لري. پخپله جيمز رېټری شکرلب د يو قيمتي ملغلري سره تشبيه کړی وه. دی ليکي چې والي هغه ته ډېر درناوي له کبله د خپلې ميرمنې د انځور جوړولو اجازه ورکړه. صفيه حليم د برطانيې د کتابتون آنلاين آرشيف
Mir Alam a Coistaunee Warrior, as sketched by Rattray c.1840
جيلګه او د قفقاز اسکندريه
دا د نامتو انګريز انحور ګرجيمز رېټري د لاس جوړ شوې انځور دی. دی د خپل ورور سره هغه کنډک کې مل و چې د لومړۍ جګړې نه وروسته کابل ته لاړو.
په انځور کې څو مخه ورکسان د يوې چينې په غاړه ناست دي. په منځ کې “خواجه بادشاه” دی چې ښايي د جيلګې کلا يې په لاس کې وه. په ۱۸۴۰ م کې کله چې برطانويانو په کلا حمله وکړه نو ده ته يې د تښتيدو اجازه ورکړه. هم هغه وه چې دی يې ملګرې شو.
رېټري ليکي چې د دوی د کنډک وړه دسته به هره ورځ د کابل چاپېره درو ته ورتله او په لاره به د سيمې خان خپلو څو کسانو سره د درناوي لپاره مله شول. دغسې به راسره د خلکو شمېره زياتيده. په دې انځور کې دغسې يوه ډله ښکاري. د خواجه بادشاه نه علاوه دوه نور کسان هم د خپلو جامو نه خانان ښکاري. د يو په لاس کې تسبيح او نسواري چپنه يې په غاړه ده. په پښو کې يې پيزار نشته او مخامخ بل کس سره په خبرو بوخت دی. هغه کس لږ لوړ ممکن په يوې تيږې ناست دی. د ده په پښو کې اروپاي ډول چرمې بوټان دي او نسواري چپن د پاسه فيروزي ګلونه جوړ شوي دي. د ده څنګ ته د يوې تورې نيمه برخه ښکاري او شا ته يې ممکن زغره وي. نور ټول خپل جزېل ټوپکې لري. ګس لوري ته ناست کس پڼې (موچڼې) په پښو دي چې اوبو کې په يوې تيږې ايښي دي.
په انځور کې مخامخ ولاړو کې يو کس د خان خدمت ګارښکاري چې دواړه لاسونه يې په چپنه تړلي دي. بل کس ځوان او محافظ ښکاري چې د ټوپک نه علاوه په ملا يې لنډۍ توره هم ځوړنده ده. د ده مخ د ښځو په شان دی او لکه د ښځو ملا يې يوې خوا ته کږه کړې ده.
رېټري د انځور سره خپل يادښت کې ليکي چې د جيلګې نه ښکته د بګرام ميدانونه ښکاريدل او د کلا سره مو هغه کنډوالې وليدې چې د “قفقاز اسکندريه” نومېږي. دلته د اسکندر مقدوني نامتو اس “بوکفيله” قبر مو وليدو. د دې کلي والو په کنستون کې سکې، ګوتې او نور لرغوني توکي موندل چې برطانويانو ته به يې نذر (ډالۍ) ورکول.
صفيه حليم
د افغانستان په غزني کې د سلطان محمود غزنوي مزار چې ۱۷۶ کلونه وړاندې یې انځورکښل شوی دی . انخورګر یې انګریز James Atkinson دی.
کابل، ۱۸۴۳:
دغه انځور په ۱۸۴۳ زیږدیز کال کې یعنې له نن ۱۷۷ کلونه وړاندې دیوه انګریز انځورګرJames Atkinson له خوا کښل شوی دی چې په کابل ښار کې دشیریخ او فالو دې یو دوکان پکې ښودل شوی دی .دویم تن چې لکړه یې په لاس کې ده واوره خرڅوونکی دی چې دواورې یوه غټه تخته یې پر شا پورې تړلې ده.
کابل| انځورګر: James Atkinson | کال ؟ | د انځورډول:
#Afghanistan | #History | 🇦🇫 #دافغانستان_تاريخ
••• ═══ ༻✿༺═══ •••
د تاريخي موادو د پاره زموږ پاڼه خوښه او دغه انځورونه له ملګرو سره شريک کړئ✅
د نورو ليکنو لپاره زموږ پاڼه:☚ mundigak.com
د احمد شاه بابا د دورې سرتېري
د بولان لار

This lithograph is taken from plate 23 of ‘Afghaunistan’ by Lieutenant James Rattray.
He sketched Kandahar in December 1841 from the rooftop of the former residence of the province’s governor, Sirdar Meer Dil Khaun, who was brother to the Emir. Pictured on the left is the tomb of Ahmed Shah and on the right the Bala Hissar (fort) and citadel. The houses in the foreground were dilapidated due to frequent earthquakes.
Afghans believed that ancient Kandahar had been built by Alexander the Great. Rattray’s drawing shows the fourth city on the site, built 95 years earlier by Ahmed Shah. Vast ruins of the earlier cities remained. Rattray wrote that Kandahar, a Durrani capital, was situated in a well-cultivated and fertile irrigated plain circled by mountains: “Every hill and building around rejoices in some singular title and each has its legend.” The city was oblong-shaped, and its ramparts spanned four miles, inset with six gates. Four main streets forming bazaars ran through it and met in the centre, a point marked with a domed building. Because streams ran through the city, there was plentiful water and foliage. Kandahar was divided into numberless walled divisions, in which each particular clan took up its abode. Among the peoples congregating here were Persians, Uzbegs, Bhaluchs, Hazaras, Jews, Armenians, Hindus, Ghilzais, Durranis and Arabs. The Durranis were the largest and most powerful of these groups, and generally regarded as the most polished and liberal-minded Afghans. The Popalzais, a branch of the Durranis, were superior still, and from them sprang the Saddozis, the sacred royal house of Afghanistan.
دا انځور په ۱۸۴۱ م کې یو انګریز جیمز رېټري په افغانستان کې کښلې دی.
یو سپین ږیرې هندو آتما رام د کورپه بره برخه کې ناست بهر ننداره کوي. دی د پیښور اوسیدونکې او د کندوز حاکم مراد بیګ ( وروسته د بخارا امیر) وزیر و. په دې انځور کې آتما رام په غاړه زردوزي سره چپن ده چې د هغه ځانګړي رتبه څرګندوي. افغان چارواکو او سردارانو به نسواري خړ یا شین رنګ چپنې اغوستې.
په۱۹ م پېړۍ کې د افغانستان مالي چارو کې هندوانو هم ونډه لرله. د حکومت لپاره د مالیو او نوروعوایدو حساب ساتلو کې تکړه او واکمنو به پرې باور کوو. د دوی د فارسي نه علاوه هندي او د سیمې نورې ژبې هم زده وې.
په انځور کې دآتما رام شا ته په دېوال، توره ډال او د سفر کمربند چې د څرمنې خلتو نه علاوه د میسو ناقوس هم ورسره ځوړند دی. د ده په تندي د سیندور قشقه ده او څو رنګو وړین کشمیري پټکی يې په سر کوږ ایښې دی.
د آتما رام له بالاخانې بله ودانۍ او مخې ته يې ساتندویان او څو کسان ښکاري. د ټولو لباس د ژمي دی او لیرې ممکن “تپه مراد بیګ” وي.
صفیه حلیم
This lithograph is taken from plate 26 of ‘Afghaunistan’ by Lieutenant James Rattray.
The sketch was taken from the Herat Gate, one of the six gates of Kandahar. In the background is the hill known as Bullock’s Hump. The military cantonments were about a mile from the city. Rattray wrote that this made their position isolated and vulnerable, especially since the land between the city and the camp was suitable for guerilla warfare, and they could at any point be cut off from the city.
They nearly met with disaster when General Nott moved almost the entire British force out of Kandahar to disperse the Afghan Army, leaving behind a skeleton staff of about 800 men to garrison the city. On the night of 10 March 1842, the Afghans attacked at Herat Gate and besieged the British for five hours. Rattray was among the defenders and they only survived after a sudden Afghan withdrawal. Despite the fact that Nott’s returning army would have been hard-pressed had the defenders’ arms failed, the little garrison was accused of inactivity and negligence for allowing the Afghans to besiege them. The whole affair was reported to the government “in meagre and unjust form”, to Rattray’s deep regret.
This lithograph was taken from plate 27 of ‘Afghaunistan’ by Lietenant James Rattray.
The tomb of Ahmad Shah Abdali was near the Bala-Hissar (Fort) of Kandahar. The founder of the Durrani monarchy, Ahmad Shah was revered by Afghans as their greatest monarch, combining military skill with a decisive character and the virtue of clemency. One of his most famous feats was the conquest of Delhi and the defeat of the Maratha forces in India at the Third Battle of Panipat in 1761. With India his for the taking, he withdrew, deciding against ruling a remote region. His decision was influenced by the fact that the Sikhs, whose star was in the ascendant, lay between him and Afghanistan, and that insurrection was rife at home in his absence.
He died in 1773 and his tomb was a place of sanctity where all men received asylum, even if murderers and malefactors. No European was allowed in, but Rattray wrote of the charm of the “ensemble of the chaste, simple building, thrown out by the dark tints of the extraordinary Bullock’s Hump mountain, rising in jagged outline behind it”.
This lithograph is taken from plate 28 of ‘Afghaunistan’ by Lieutenant James Rattray.
The Naqqara Khana, from which this view was composed, was the room where the Royal Band played. It was part of the domed building known as Charsu (‘Fourways’), which stood in the centre of Kandahar and was the meeting place of the city’s four principal roads. At the Charsu were the best shops for arms, writing materials and books. Official proclamations were also made there and public hangings were carried out.
The mosque on the left held a relic said to be the Prophet Mohammed’s shirt. This was guarded with great care by the British since a Durrani chief had almost stolen it with a view to inciting a holy war against the ‘Feringhees’ (foreigners).

داخل قصر بالاحصار کابل در عصر شاه شجاع 1841 و 1842
فرد نشسته بالای تخت سنگی درواقع وزير يکی از پسران شاه شجاع بوده است.
نقاشی جميز راتری
منبع:رسانه های برون مرزی افغانستان
از نوشته های : نصرالدين سلجوقی
خیابان اصلی در بازار در کابل در فصل میوه، آبرنگ توسط جیمز اتکینسون، 1842

 

 

 

 

د شاه شجاع دربار، کابل بالاحصار ۱۸۰۹ع

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!