منډيګک
افغان تاريخ

زوړ کندهار

کندهار
0 25

د کندهار سیمي خورا زور تاریخ لري، دلته د هلمند او ارغنداو ترنك درې زراعتي سیمي څنگ پر څنگ پرتې دي، او تر تاریخ دمخه هم دغه اورشووي د انسانانو د لومړني مدنيت په لحاظ مساعدي وې، لکه چي د شپږو زرو کالو څخه یوه ډله کوچي انسانان په دغو اور شور کښي اوسېدل او د دوی د مدنیت مختلف مظاهر د ديمراسي أو منډيگك له غونډيو څخه راوتلي دي او که نوري تاريخي پلټنې وسي، ښايي په دغو سیمو کښي نور تر تاریخ دمخه آثار هم پیداسي ځکه چي ددغي سیمي جغرافيايي وضعیت د اوبو او مځکي او اورشو په سبب داسي دي چي د لومړنو انسانانو لپاره د اقتصادي گټو ځای کېدای سوای، ښايي چي بېله ارغنداب، ترنك او هلمند ځيني نور کوچني رودونه هم په دغو سیمو کښي بهېدل، چي وچ سوي دي، او د تاریخ پوهان وايي چي د کشک نخود اوسنی وچه شېله پخوا یو لوی رود و چي دغه دښتونه ئې اوبول او د لومړنو انسانانو لپاره چي په مندیگک کښي اوسېدل، ښه او دگټي وړ اورشو ده.
داسي ښکاري چي تر ميلاد زر کاله پخوا کله چي آريايي خلک افغانستان ته راغلل، نو دوی د افغانستان شمالي او جنوبي سيمي و نیولې، او په هغه کښي د اراکوزي لويه وادي هم وه چي اوس دغه د ارغنداو او کندهار مځکه ده.
تر ميلاد دمخه ۳۳۰ کال وو چي مقدوني سکندر د هرات او سیستان له خوا د اراکوزي سیمه هم ونيوله، او یو ښار يې دلته د اراکوزي د اسکندريې په نامه جوړ کئ، چي ښايي دغه زوړ کندهار به وي، او د دې ښار په وجه تسميه کښي دوه راويته موجود دي.
اول دا چي دا نوم به د ګنډو فاريس له نامه څخه راوتلی وي چي دغه د پهلوا د خاندان پادشاه د ميلاد په لومړۍ پېړۍ کښي له سيستانه تر تکسيلا پوري مسلط و، او د کندهار اوسنۍ سیمه هم د ده د سلطنت مرکزي مځکه وه.

دوهمه نظریه متربیلو انگریزی پوهاند ښکاره کړې ده چي په ۱۸۷۲ م کال په کندهار کښي و، دی د خپل کتاب Races of Afghanistan په ۲۲ مخ کښي وايي د پنځمي پیړۍ په پای یا د شپږ مي پېړۍ په شروع کښي هغه گنداریوې قبایل چي هيرودوت هم د افغانستان په شرقي سيمو کښې ياد کړی دئ د هپتالي قبيلو د فشار په سبب د ارغنداو سيمو ته راولېږدېدل، او خپل نوم يې دغه ښار ته ور کئ دغه واقعه تر ۵۲۰ م وروسته واقع سوېده ولي چي په دغه کال چيني زایر – سنگ – یان د بودا کشکول د پېښور په لوی معبد کښي ليدلي و او وروسته نو دغو کندهاریانو دغه کشکول کندهار ته یووی چې تر ۱۳۶۰ | شمسي پوري د زاړه سلطان ويس په مزار کښي پروت و او اوس د کابل به موزیم کښي دی، د کندهار نوم په اوومه میلادي پېړۍ کښي هم وه، او کله چي اسلامي عربي فاتحان د هجرت د لومړۍ پېړۍ په اوله برخه کښي د سیستان او بُست له خوا دلته راورسېدل، نو د البلاذری عربي مؤرخ په قول دوی کندهار ونیوئ، او د دې ځای د خلکو د خولۍ اوږده تېشونه وه چي دغه راز خولۍ د استقلال تر جنګه پوري لا هم په کندهار کښي رواج وې او تېش يې بللې.
دا د تعجب ځای دی چي داسلامي دورې په دوهمه او دريمه او څلرمه پېړۍ کښي بیا د عربو او عجمو مؤرخان د کندهار نوم په دغه ځای کښي نه یادوي او پر ځای يې رخج، کوهک پنجوائي او تيگين آباد بولي.
د غزنويانو په عصر کښي دلته فقط د تيګين آباد ښار یاديږي او وروسته نو تر ۶۰۰ م وروسته ګورو چي بیا دلته د کندهار نوم پيدا کیږي، او د تيګين آباد نوم بيخي ورکیږي.
رخذ یا رخج خو د عربو په اصطلاح د دغي ګردي سيمي نوم و، چي مرکز يې پنجوائي تر اوسه هم سته د کوهک نوم هم تر اوسه ژوندی دئ، زه داسي ګمان کوم چي د آلب تيگين یا سبکتگين په وختو کښي به د کندهار نوم رسماً په تگين آباد بدل سوی وي.
او دا نوم تر هغه وخته ژوندی و څو د سبکتگين د اولادو شاهي چي غزني کښي وه، مګر د دې حدس له پاره تر اوسه کوم تاريخي سند نه لرو.
خو په اومه هجري سدۍ کښي منهاج سراج جوزجاني د طبقات ناصري مؤلف کورټ د کندهار نوم نه اخلي، او دلته فقط تگينا آباد پېژني او دا هغه وخت دئ چي د ۶۲۰ هـ په حدودو کښي د چنګيزيانو حملې پر دې مځکه جاري وې، مګر لږ وروسته د ۶۸۰ هـ په حدودو کښي سیفي هروي د تاريخ هرات ليکوال بیا دلته د تگين آباد نوم بېل اخلي، او د کندهار حصار بېل ګڼي، نو داسي ښکاري چي تگين آباد تر اوسني کندهار لږ څه غربي خواته د اوسني ګرماو او نهرسراج په سیمو کي واقع و، او پر دغه مطلب باندي ما خپل ټول تاريخي دلایل پخوا د آريانا په مجله کي ليکلي دي.
په هر صورت د تگين آباد نوم تر ۷۰۰هـ وروسته کورټ ورک سوی دئ او کله چي امير تيمور دغه مځکي نيسي، نو په ۷۸۵ هـ کال امير حاجي سيف الدين د کندهار فتح ته ځي او د دې ځای حکومت امير سيفل کندهاري ته سپارل کیږي، چي دغه مطلب هم د مجمل فصيحي ليکوال ضبط کړی دئ، او بیا د شراف الدين یزدي له ظفر نامې څخه ښکاري، چي د ۸۰۰ هـ په حدودو کي کندهار په دغه نامه د امير تيمور په فتح کړو بلادو کي شامل دئ، او دغه امير سيفل کندهاری هم د هند په فتح کي له هغه اميره سره ملګری دئ.
د هرات د تېموريانو په عصر کښي کندهار د دوی د لوی مملکت یو طبيعي جز و، د ۸۲۰ هـ په حدودو کښي ميراز شاهرخ او بیا وروسته سلطان حسین بايقراء دغه ښار يوه شهزاده ته وسپاره.
او په مطلع سعدين او روضة الصفا او حبيب السیر او ددغسي دورې په نورو تاريخونو کښي د هرات د تېموريانو د لوی مملکت یو معتبر ښار دغه زوړ کندهار ګڼل کېدی.
د ۹۰۰ هـ په حدودو کښي د هرات د تېموريانو کورنۍ ضعيفه سوه د شمال له خوا شيباني خان اوزبک او د غرب له خوا صفويانو پر دوی حمله وکړه، او په دغه وخت کښي د امير ذوالنون ارغون زامن شاه بيګ او محمد مقيم چي د هرات د تېموري دربار امراء وه له فراه څخه تر کندهاره او دره بولانه مسلط سول. مګر دوی له یوې خوا د شيباني خان او د کابل له خوا څخه د بابر سره مقابل وه څو چي په آخر کښي په ۹۱۳ هـ بابر کندهار ونیوئ، او پسله دې دغه ښار کله د بابر او د ده د اولادو په لاس کښي و او کله به د صفويانو لښکر راتلل او دغه ښار به يې نیوئ.
مګر حقيقي اختيار او واک يې د کلات د غلجو یا د ارغسان او هرات د ابداليو حکمرانانو په لاس کښي و.
د بابر کورنۍ حکمراني له ۹۱۰ هـ تر ۱۰۵۹ پوري پر کندهار باندي په دغه ډول جاري وه، کله چي به د هند تېموريان غالب او کله به صفويان یوازي په دې کلا کښي ناست وه او فقط لاري به يې ساتلې او د اطرافو پښتانه به د دوی له اثره آزاد وه مګر په ۱۰۵۹ کال چي دا ښار صفويانو ونیوئ، نو د حاجي ميرویس خان هوتک تر نهضته ۱۱۱۹ هـ پوري د دې ښار ټينګه کلا د صفويانو لښکرو پناه ګاه وه او په همدغه کال ميرویس خان د پردو له تسلطه آزاده کړه.
په دغه وخت کښي د زاړه کندهار جغرافې وضع داسي وه، چي د غره په شرقي لمن کښي پروت و او دغه غر يې کوه لکه یا قيتول باله پر غره لوړه د ارګ کلا وه چي د چهل زينې څخه تر لخشکه پوري د ښار طول و، ابوالفضل وايي چي کندهار دوې کلاوي درلودې، چي پسور يې ۶۰ ګزه و او دورا دوی يې خندق هم درلود، د نارنج مرکزي قصر شاه او حاکم مسکن و، مير معصوم وايي چي د قيتول پر غره باندي پخوا یوه آتشکده آباده وه، او د ښار کلا دغه دروازې درلودې:
د چهل زينې پر لوري شمالي خواته د ګنديگان او شېخ ولې دروزاې وې.
د جنوب خواته د ماشور دروازه او شرقي خواته دروازه نو او دروازه خضی وه، او د قيتول پر خوا د علي قاپي دروازه وه.
نواب صمصام الدوله په ماتر الامراء کښي د ښار پر شرقي خوا یوه بله دروازه د ويس قرن په نامه هم یادوي، چي دغه مزار تر اوسه هم د سلطان ويس په نامه د زاړه ښار په شرقي لمنو کښي موجود دئ.
د پادشاه نامې مؤلف ليکي چي د شاه جهان په وختو کښي د کندهار کلا ترميم سوه، او اته لکه روپۍ په دې ترميم خرڅي سوې.
په اکبر نامه کښي د ابوالفضل له بيانه داسي ښکاري چي تر دې ښار دمخه یو بل زوړ ښار د ماشور دروازې وخواته و او د نارنج قصر يې برج خچه (آقچه) هم باله، او دا ماڼۍ د ارګ په کلا کښي واقع وه او په ښار کښي دننه د غره په لمن کښي یوه بله کلا هم وه چي په هغه کښي به يې اسلحې ايښوولې او جبه خانه وه.
تر چهل زينې لاندي چي کومه آرامي او يوناني نوشته پر يوه پرښه باندي پيدا سوې ده دا نوشته د اشوکا په امر ليکل سوې ده چي د ۲۳۰ ق- م حدود دئ او داسي ښکاري چي زوړ کندهار دغه دوه زره کاله پر دغه ځای آباد و او دا ښار په ۱۱۵۰ هـ کښي هغه وخت متروک او وران سو چي تر يوه کال محاصرې او مقابلې وروسته نادرشاه افشار ونیوئ او وران يې کئ.
د زاړه کندهار له سقوط او ورانۍ سره د هوتکو سلطنت هم سقوط وکئ، خو چي لوی احمدشاه بابا په ۱۱۶۰ هـ کال د افغان لوی سلطنت جوړ کئ او د کندهار دغه نوی ښار يې لږ څه د زاړه ښار پر شرقي شمالي لوري ودان کئ.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!