منډيګک
افغان تاريخ

مُلا، پیر او خان د پښتنو په ټولنه کي

0 121

 

مُلا په افغانستان کي خاص مقام لري او له سړي سره د زېږېدني له ورځي، چي په غوږ کي یې اذان ورکوي، بیا د قبر پر سر تر وروستۍ دعا پوري ملګری وي. د پښتنو په ټولنه کي، چي یو وخت یې په سلو کي تر څه باندي پنځه نیوي زیات کسان بېسواده ول، ملا هم د مذهبي خدمتګار، هم د مذهبي مراسمو د لارښود او مشر او هم د یوه عمومي ښوونکي رول پرغاړه درلود. د دې ترڅنګ لا، د پښتني ټولني د افرادو، د مطلق اکثریت، د بېسوادی له کبله، د لیکونو د لوستلو او لېږل کېدونکو لیکونو د لیکلو مسوولیت هم ور ترغاړي وو. ملا پنځه وخته په جومات کي حاضر وي او لمونځونو امامت کوي او په عوض کي ذکاتونه، سرسایې او صدقې ترلاسه کوي. دغه راز د نکاح په مراسمو او د مړي د غسل، تکفین او قبر ته د سپارلو په ټولو مراسمو کي ملا ونډه لري او په بدل کي یې نغدي پیسې او جنس تر لاسه کوي. په پښتني سیمو کي ملایان معمولا پښتانه وي ځکه چي کلیوال او ښاریان د داسي ملا په استخدامولو کي، چي په ژبه یې نه پوهېږي، له ستونزي سره مخامخ کيږي. سره له هغه هم د ملا قوم او قبیله، چي په پښتنو کي ډېر زیات اهمیت لري، چنداني چاته معلوم نه وي او یا د ملا په حق کي چنداني اهمیت هم نه لري.

مُلایان زیاتره د ټولني له تر ټولو غریبي طبقې څخه وي او کله کله، یا زیاتره وختونه، یتیم او بې سرپرسته پاته سوي هلکان، د ډوډۍ او سر پناه د پیدا کولو او په ټولنه کي د یوه مقام او ځای تر لاسه کولو له پاره طالبی او ملایي ته مخه کوي. څرنګه چي په سُني ټولنو، په تېره بیا پښتني ټولنو، کي مذهبي موسسات او د ملایانو او طالب العلمانو د حمایې له پاره اداري وجود نه لري نو دا د طالب په بخت او طالع پوري اړه لري چي د ژوند راتلونکې یې څرنګه جوړېږي. طالب له خپل کورکلي څخه د کوچېدلو او په یوه بل کلي کي د اوسېدلو په لومړی ورځ له نابلده اجتماعي محیط او د ژوند له جلا شرایطو سره مخامخ کيږي. له نابلدو محیطي شرایطو او نابلدو څېرو او سلوک سره سازش او جوړه کول اسانه کار نه دی؛ او دغه علت دی چي طالب، د بهتر محیط د پیدا کولو له پاره، له یوه ځایه بل ته کوچ کوي. نه یوازي په تش لاس د ژوند او قسمت په غېږ ورځي بلکه، د پرله پسې کوچ له امله، ټول قومي او قبیلوي پیوندونه، چي په پښتني ټولنه کي د ژوند له پاره یو اساسي شرط دی، له لاسه ورکوي. که یې طالع ښه وه نو په شته منو کلیو او ځایونو کي طالبي او وروسته ملایي ورته پیدا کيږي او که د خپل بخت په وجه پر نیستمنو کلیو پېښ سو نو ټول ژوند یې په لوږه او فلاکت کي تېرېږي. حتی د ښې طالع په صورت کي هم خپل ټول ژوند په صدقو او خیراتونو تېروي. له طالبی څخه ملایي ته رسېږي او که یې بخت یاري وکړه نو مولوي او یا عالم سي او دا یې د ژوند معراج دی.

مُلا له ډوډۍ، کالي، کور څخه، چي د ژوند اساسي ضرورتونه دي، او واده کولو څخه، چي یو طبیعي او اجتماعي ضرورت دی، تقریبا محروم وي. اکثریت ملایان، د عمر تر پایه پوری، د کور څښتنان نه سي او عمر په جوماتونو او حجرو کي تېر کړي. ډوډی ور ورسېږي خو د غذا له تنوع څخه، چي د ژوند یوه مهمه اړتیا ده، محروم وي. ډوډۍ یې د سهار له خوا یوه پیاله خوږې چای او ډوډۍ، د غرمې له خوا شلومبې او سړه ډوډۍ او یا وچه ډوډۍ او د ماښام له خوا، د ښې طالع په صورت کي، ښورا وي، چي د غوښو برخه یې معمولا لږه وي. په کلي او شاوخوا کي د ښادیو او ودونو او یا د شته منو کسانو د وفات په صورت کي، چي دواړو ته یو شان خوشالي کوي، د مُلا ډوډۍ یو څه غوړه سي. رنګیني جامې، که یې هرڅونه زړه هم وغواړي، نه سي اغوستلای او معمولا سپیني جامې، او هغه هم د مقتدیانو په انتخاب، ورته برابرېږي. په سلو کي تقریبا نیوي مُلایان یا د واده کولو وس نه پیدا کوي او یا لږترلږه تر پاخه عمر پوري د واده کولو څخه محروم وي. ځکه داسي کسان ډېر لږ پیدا کيږي چي داسي چا ته چي نه کور او نه کار لري خپله لور یا خور واده کړي. په دې توګه د مُلا ذهنیت د مادي او اجتماعي محرومیتونو څخه د اخیستو عقدو محصول وي. د دغو عقدو کسات له هغو بدبختو ماشومانو او شاګردانو څخه کاږي چي د مُلا تر لښتي او لرګیو لاندي سي. له ښځو سره د نفرت تر پولي دښمني یې هم له جنسي محرومیت څخه سرچینه اخلي او که د دنیا او دنیا دار پر ضد تبلیغ کوي نو اصلي علت یې د ده محرومیت وي. په داسي حال کي چي پخپله له پیسو سره، د یوه بل عادي بنده په څېر، مینه لري او ما داسي مُلایان لیدلي دي چي هندو صرافانو ته یې پیسې په سود ورکړي وي، په داسي حال کي چي سود شرعا حرام بولي او حرام دی.

په پښتني ټولنه کي د اعتبار ګټلو او حتی ژوندي پاته کېدلو له پاره مالي توان، فزیکي زور او قبیلوي پیوند ته اړتیا وي او له ملا سره په دریو واړو کي یو هم نه سته. په دې حساب، له یوې خوا، مُلا د ټولني په ژوند کي یو ضروري عنصر او له بلي خوا بې بنسټه او کمزوری موجود دی. یو څه زور چي یې د ټولني د بېسوادی او جهالت له برکته درلود هغه یې د ښوونځیو له منځ ته راتللو او عصري تعلیم له پیل کېدلو سره کرار کرار له لاسه ورکړ. امیر عبدالرحمن خان له ملایانو څخه د امتحان اخیستلو اقدام هم وکړ اووهغه لږ امتیازات یې چي د دولت له خوا ملایانو ته ورکول کېدل یوازي هغو ملایانو ته ورکړل چي له ټاکلي امتحان څخه به بریالي راووتل. ملایانو په دې برخه کي ډېر اعتراضونه او شکایتونه وکړل خو امیر عبدالرحمن خان د چا پر شکایتونو او اعتراضونو غوږ ونه نیوی. د قاضي، مفتي او خان علوم مقامونه چي پخوا به لویو ملایانو ته ورکول کېدل، د ۱۹۳۰ د لسیزي په وروستیو کلونو او را وروسته وختونو کي، د حقوقو او شرعیاتو د پوهنځیو څخه فارغو سویو کسانو ته ورکړه سول او د ملایانو حکومتي زور او اجتماعي نفوذ نور هم کم سو .

تصادفي نه ده چي په افغانستان کي د ۱۹۷۸ کال د اپرېل په میاشت کي د خلقیانو د نظام د منځ ته راتللو، چي د افغانستان د ټولني د تقریبا ټولو اجتماعي او عنعنوي اصولو سره مخالف وو، او اولسونو سره د نظام د ټکر د پیل کېدلو سره سم، ملایانو د مکتب او رسمي زده کړي پر ضد تبلیغ پیل کړ او موږ د ډېرو زیاتو بې ګناه ښوونکو، چي د خلقیانو او خلقي نظام سره یې هیڅ ډول اړېکي نه لرل، د قتلېدلو شاهدان یو. ملایانو او د هغوی طرفدارانو دغه تبلیغ ته، د خلقیانو د نظام د پیل کېدلو او نسکورېدلو څخه وروسته تر اوسه پوري دوام ورکړی دی او د ښوونځي پر ځای د مدرسو د جوړېدلو تبلیغ کوي. مدرسې د جهاد د تبلیغ، ځان مرګو د روزني او بې ګناه خلکو د قتلولو اساسي مرکزونه دي. البته مُلا پخپله نه په جهاد او نه په ځان مرګو حملو کي ځان شهادت ته ورکوي.

سره له هغه هم د مُلا آواز او تبلیغ ځکه موثر دی او د امیر امالن الله خان په زمانه کي، د هغه د اصلاحاتو پر ضد، ځکه اغېزمن وو چي د مُلا ږغ هره ورځ پنځه وخته په جومات کي د خپلو مقتدیانو تر غوږونو پوري رسېدی او د امیر ږغ ځکه چا نه اورېدی چي د تبلیغ له پاره یې تقریبا هیڅ وسایل نه درلودل. او که یې هرڅه وسایل په لاس کي لرلای هم یې له ځان څخه دفاع نه سوای کولای ځکه چي ملا د هغه د کفر فتوا صادره کړې وه او بېسواده اولسونو د امیر او مُلا تر منځ مخکی له مخکي خپل قضاوت بشپړ کړی وو. څه چي مُلا وايي هغه ریشتیا او حقیقت دی او څه چي نور وايي هغه په غلطه دي. ډاکټر پینل، چي د نولسمي میلادي پېړۍ په وروستۍ لسیزه او د شلمي پېړۍ په لومړیو لسیزو کي، د عیسوي مذهب د تبلیغ له پاره برټانوي هند او پښتني سیمو ته ورغلی وو لیکي”په افغانستان کي وضع داسي راغلې ده چي مُلا په خلکو کي تر پاچا زیات زور او قدرت لري. ځکه چي علم او پوهه وجود نه لري او په کلیو کي بېسواده خلک د مُلا خولې ته ګوري. افغانان مسلمانان دي او په خپله ټینګه عقیده فخر کوي او چي مُلا څه ورته وايي دوی ته هغه مقدس دي([1])

 

علماء او روحانیون:

په ډېرو لیکنو کي دا دواړه طبقې خلک په یوه کټه ګوري او یوه چوکاټ کي راوړلي کيږي، په داسي حال کي چي دا دواړي مذهبي ډلي، که څه هم چي زیاتره وختونه د یوه بل مرستندوی وي، له یوه بل څخه جلا وظایف او رولونه لري او د رول د لوبولو له پاره یې په قدرتونو او امکاناتو کي توپیر موجود دی.

مُلا، هر وخت، د ټولني ناراض قشر دی؛ خو د ژوند له شرایطو څخه خپله ناخوښي ځکه نه سي څرګندولای چي ټولنه له هغه سره تر خپل وس اضافه مرسته نه سي کولای او مُلا هم دا مسئله په سترګو ویني. مُلا په ټولنه کي، د مذهبي مشر او امام په حیث، ډېر زیات قدر او عزت لري، او چي د مذهبي چارو په باب څه ستونزه پیدا کيږي له هغه څخه د حل غوښتنه کيږي او چي مُلا وویل بیا نو بله خبره نه سته. خو خلک په اجتماعي او سیاسي چارو کي نه یوازي هغه ته واک نه ورکوي بلکه سلا او مشوره قدر هم نه ورسره کوي.

روحانیون، چي مقام یې زیاتره په میراثي شکل تر لاسه کړی وي، له ملایانو څخه بالکل بېله طبقه ده. روحانیون یا پیران د کرامت او معجزې دعوه لري. پر دېوالونو سپرېږي او د آسونو په څېر یې ځغلوي، په سره ژمي کي تازه مېوې حاضروي، په یوه وخت کي په مدینه شریفه او کابل کي موجود وي، داسي خوبونه ویني چي بل چاته یې امکانات نه وي، پر پل صراط باندي خپل مریدان تېروي او چي هر وخت یې زړه سي الوزي، پر پیر او مریدانو یې د دښمنانو تېغونه او مرمۍ اثر نه کوي او… په دې توګه یې له ملایانو سره، چي نه د کرامت او معجزې دعوه لري او نه یې څوک ورسره مني، مقام له هره پلوه توپیر لري. پیر او مرشد په اجتماعي او سیاسي چارو کي ځکه فعاله ونډه اخیستلای سي چي د سل ګونو او زرګونو، شته منو او نیستمنو، داسي مریدانو لښکري لري چي هغوی ته د پیر او مرشد امر د خدای د امر حیثیت لري. دوی د لس هاوو کلونو راهیسي له خپلو مریدانو، جایدادونو او لا کله کله د خارجي هیوادونو څخه د ترلاسه کړو مرستو او پیسو ذخیرې او خزانې لري او کولای سي چي د عکس العمل د ښکاره کولو او د خلکو د پارولو په صورت کي خپلو لښکرو او پارېدلو اولسونو ته هفتې او میاشتي خوراک او سرپناه برابر کړي. دا هغه کار دی چي مُلایان یې دوې ورځي د دوام توان نه لري.

په نولسمه پېړۍ کي د پښتنو اولسي شاعر نورشعل، چي د سوات د اخوند صاحب مخلص دی، د انګرېزانو سره د اخوندصاحب د انبېلې د مشهور جنګ په شعر کي دې خبري ته اشاره کوي چي اخوند صاحب خپلو لښکرو ته څرنګه داسي ډوډۍ او خواړه رسول چي د هغوی له پاره ښايي په خپلو کورونو کي میسر نه وه.

ټکر له ورله راغی سوات صاحب په ډېر شتاب
دېره په انبیله وو پکښي نه وایم کذاب
لنګر یې جاري کړی ښې نرۍ وریجي کباب
خوراک وو د غازیانو دروغ نه وایم باور که
له هنده دی راغلی په غزا پسي سفر که([2]).

اخوند صاحب، چي دا وخت یې شهرت له هند څخه تر مرکزي اسیا پوري رسېدلی وو، پښتنو غوث صمداني باله او په ستاینه کي یې سندري ویلې، او اوس هم د سوات مرکز سیدو د ده د زیارت له کبله سیدو شریف بلل کيږي او هر کال یې په لس هاوو زره عالم زیارت ته ورځي، بېسواده او جاهل اولسونه هري خوا ته کشولای او رهبري کولای سوای. د اخوند صاحب په باره کي بېسوادو اولسي خلکو د کرامتونو هر ډول کیسې منلې. د مثال په ډول په سیمه کي دا خبره مشهوره وه چي د اخوندصاحب د لمانځه تر مسئله لاندي هر سهار نغدي پیسې پرتې وي او دا هیچا ته معلومه نه ده چي دا پیسې له کومه راځي. اخوند صاحب هغه پیسې اخلي او د ورځي د لنګر په خرڅ خوراک یې لګوي. د اخوندصاحب دربار ته هره ورځ په لس هاوو او کله په سل هاوو خلک راتلل او هیڅوک وږي نه پاتېدل([3]).

عبدالغفور یا د سوات اخوندصاحب، چي په ماشومتوب کي یو غریب او ګمنام ګوجر وو، په تانده ځواني کي، ریاضت او عبادت ته مخه کړه او دوولس کاله یې د اباسین پر غاړه په غارونو، کوډلو او آزاده هوا کي تېر کړل. په وښو او ریښو یې ګوزاره کوله او له دې لاري یې په پښتنو کي روحاني نفوذ ترلاسه کړ. یو وخت یې د پیرۍ او مرشدۍ قدرت او محبوبیت داسي اندازې ته ورسېدی چي په سیمه کي یې د پښتنو په تاریخ کي نه سابقه درلودلې او نه بیا له هغه څخه وروسته چا دونه روحاني زور پیدا کړی دی. اخوند صاحب یو ځل په کال ۱۸۳۴ کي د سیکهانو په مقابل کي د امیر دوست محمدخان ملاتړ وکړ او د امیر له ماتي وروسته یې د سوات غرونو ته پناه یوړه. بل ځل په کال ۱۸۶۳کي د سید احمد بریلوي له پیروانو، هندوستاني مجاهدینو او نورو پښتنو سره د انګرېزانو په مقابل کي وجنګېدی خو د پښتنو او مجاهدینو له وروستۍ ماتي څخه وروسته د جنګ او مقاومت له صحنې څخه ګوښه سو. اخوند یو ځل د انګرېزانو په مقابل کي د یاغي سویو مسلمانو عسکرو یو کنډک له خپلي خاوري وشړل او ګواکي انګرېزانو ته یې وسپارل. د پېښور کمیشنر ډګرمن ایدورډز د اخوند د دې اقدام ستاینه کوي او وايي چي که اخوند له دغو سپاهیانو څخه زموږ پر ضد کار اخیستی وای نو یقین دی چي د مقاومت اور به تر ډېره وخته خاموش سوی نه وای([4]).

اخوند صاحب په ۱۸۷۷ کال کي وفات سو او د سوات د قدرت او پاچهي پر سر د هغه د زامنو او لمسیانو تر منځ د خونړیو جنګونو څخه وروسته قدرت د هغه لمسي میاګل عبدالودود ته ورسېدی. هغه هم پاچا او هم پیر وو او د ژوند تر پایه پوري د انګرېزانو ډېر ټینګ ملګری او دوست پاته سو. پخپلو خاطراتو کي، چي ژورنالیسټ محمدآصف خان ته یې ویلي او هغه لیکلي دي یو ځای وايي”یوه ورځ د برټانیې د واکمنی په وخت کي، د صوبه سرحد ګورنر سر رالف ګریفین سوات ته په سفر راغلی وو. موږ له بونیر څخه سیدو شریف ته روان وو او په یوه موټر کي سپاره وو. هغه د خبرو په ترڅ کي زما څخه پوښتنه وکړه چي پاچا صاحب ته په خپل ټول ژوند کي خپل تر ټولو لوی بری څشي بولې؟ ما پرته له ځنډه جواب ورکړ چي ما د برټانیې له حکومت سره دوستانه اړېکي ټینګ کړي دي او دا مي تر ټولو لویه کارنامه ده… ([5])

د میاګل صاحب دا خبره به ښايي پر ځای وه خو دونه غوړه مالي پکښي څرګنده وه چي حتی انګرېز ګورنر هم زغملای نه سوه او په جواب کي یې ورته وویل چي ستا تر ټولو لوی بریالیتوب په سوات کي د امنیت ټینګول او له خلکو څخه د وسلو اخیستل دي. پښتانه تر هر څه له خپلو وسلو سره مینه لري او دا چي تاسي له داسي قام څخه وسلې اخیستي او قناعت مور ورکړی دی دا څه اسانه کار نه دی([6]).

په زړه پوري خبره دا ده چي همدغه میاګل عبدالودود، چي د پیرۍ او مرشدی په برکت یې د سوات پاچهي تر لاسه کړې ده، خپل ځای ناستي او مشر زوی شهزاده اورنګزیب ته وصیت کوي چي “پیر او واکمن په یوه قلمرو کي نه سره چلېږي. په دوی کي یو باید واکمن وي. که ته غواړې چي واکمن و اوسې نو باید چي د پیر قدرت او نفوذ محدود کړې. که یې نفوذ نه سې ختمولای نو بیا پیر ختم کړه. کله چي زما پلار د سوات قدرت ونیوی نو ټول هغه پیران یې پسي واخیستل چي په خلکو کي یې سیاسی نفوذ درلودی([7])

امیر عبدالرحمن خان، یقیناً، د میاګل عبدالودود خبري نه وې اورېدلې، مګر د یوه هوښیار پاچا په حیث یې، نه یوازي نویو پیرانو ته په خپله خاوره کي ځای ور نه کړ بلکه د ټولو هغو پیرانو کمبله یې ټوله کړه چي یو وخت یې له نفوذ څخه خطر احساسېدی. د هغه زوی امیر حبیب الله خان د خپل پلار په څېر هوښیاري نه درلوده. په ۱۹۰۵ کال کي یې سیدحسن ګیلاني یا نقیب صاحب ته، له بغداد څخه، افغانستان ته د راتللو اجازه ورکړه. جلال اباد ته نیژدې په چارباغ کي یې د اوسېدلو له پاره ځای ورکړ او د میاشتي یې ۳۵۰۰ روپۍ، چي په هغه زمانه کي د یوه نایب الحکومه تر کلنۍ تنخوا زیاتي پیسې وې، خرڅ ورته حواله کړ([8]).

د نقیب صاحب د کراماتو په باب، د هغه مریدانو دونه کیسې کړي او خپرې کړي وې، چي څه باندي پنځوس کاله مخکي یې لمسیان، چي تنکي ځوانان ول، کندهار ته راغلي ول. د هغوی د لاسونو د مچولو نېکمرغي خو چاته نه حاصلېدل؛ خو که یې له ډوډۍ خوړلو څخه وروسته د لاسونو د مینځلو څخه پاته سوي غوړي او کرغېړني اوبه چاته، د چيښلو او یا کورونو ته د وړلو له پاره، رسېدلي وای دا ډېره لویه خوشبختي وه.

د کندهار د ده خواجه او سېدونکي عمرجان صاحبزاده، چي په کندهار کي په صاحب آغا مشهور دی، یوه ورځ خپلو مریدانو ته کیسه کوله چي پرون مي په زړه کي را وګرځېدل چي زه به زورور یم که نقیب صاحب؟ د شپې مي نقیب صاحب په خوب لیدی چي د حشر په میدان کي د پل صراط پر غاړه ولاړ وي؛ سترګي یې د وینو د پیالو په شان سرې وي او خپل مریدان په غېږ کي نیسي او د پُل صراط څخه یې تېروي. په دغه حال کي یې پر ما سترګي ولګېدې او په ډېر قهر یې راته وویل چي که ریشتیا صاحب یې نو مریدان دي تېرکه! له خوبه راپاڅېدم؛ سر تر نوکه په خولو کي ډوب وم او ستونی مي وچ وو.

د همدغه ګیلاني زوی سید احمد ګیلاني، د جهاد د اوو نورو مشرانو په څېر، تر مرګه پوري د پاکستان پوځي استخباراتو آی ایس آي او د پنجاب حکومت ته وفادار پاته سو او لمسیان یې، په داسي حال کي چي تر هر چا نازولي دي، په زرګونو جریبه مځکي یې غصب کړي دي، د افغانستان پر ضد د پاکستان له پاره کار کوي او د افغانستان حکومت یې د قانون منګولو ته د سپارلو واک نه لري.

امیر حبیب الله خان دغه راز د مجددیانو کورنۍ دونه ونازوله او دونه یې قدرتمند کړل چي بالاخره یې د ده د زوی منور پاچا اعلیحضرت امان الله خان تخت نسکور کړ او د سقاو د زوی وحشت ته یې لاره هواره کړه. دا خبره باید په یاد ولرو چي اعلیحضرت امان الله خان، د خپلي پاچهي د دوهم کال په سر کي، ګل آغا او شیر آغا مجددي ته، د استقلال په جنګ کي د هغوی د زحمتونو او هلو ځلو په بدل کي، د شمس المشایخ او نورالمشایخ لقبونه او د لمر اعلی نښانونه ورکړل او په کوهدامن کي یې پنځه زره درې سوه جریبه، درې فصله، مځکه، چي د انګورو باغونه پکښي شامل ول وبخښله.( د فرمان عکس، چي د کال ۱۲۹۹ د حمل د میاشتي په دوولسمه په ۲۲۲۶۲ شماره صادر سوی دی، ماته ډاکټر سیدخلیل الله هاشمیان را لېږلی دی) د اعلیحضرت امان الله خان د پاچهي په لس کلنه دوره کي بل هیچا په دغه اندازه امتیازات نه دي تر لاسه کړي. البته د نقشبندي طریقې مجددي پیرانو د امان الله خان د نمک خوری په مقابل کي داسي دسیسې ورته وکړې چي د بل هیچا په وس پوره نه وې او ښايي په دغه اندازه تاوان یې نه وای ورته رسولی.

شېرآغا مجددي خو د اعلیحضرت امان الله خان د پاچهي په وروستي کال، د ښورښونو په وخت کي، دونه زړه ور سوی وو چي د پاچهي د نیولو خیال یې درلود او په ښکاره یې ویل چي د امان الله خان په مقابل کي پاڅون د یوه کافر پاچا په مقابل کي پاڅون دی او خلک نه غواړي چي د یوه شهزاده پر ځای بل شهزاده پاچا کړي بلکه غواړي چي قدرت یوه اسلامي حکومت او یوه مسلمان پاچا ته وسپاري([9]).

د حضرتانو او ګیلانیانو په باب، په دې نیژدې وختونو کي، دونه څېړني سوي دي چي بیا تکرار به یې یوازي د مضمون د اوږدېدلو سبب سي.

په ۱۹۳۸ کال کي، چي تازه په اروپا کي د دوهم عمومي جنګ لمبې پورته سوي وې، د ګیلاني د کورنۍ یو بل تن سعد ګیلاني، چي په شامي پیر مشهور سو، له سوریې څخه، د جرمني په لمسه، د افغانستان سرحداتو ته داخل سو. څو ورځي یې په سرحدي قبایلو کي ستونزي جوړي کړې، خو د برټانوي هند حکومت د افغانستان د حکومت په غوښتنه مداخله وکړه او شامي پیر یې تهدید کړ. شامي پیر پوه سو چي د برټانیې سره مقاومت نه سي کولای نو د هغوی سره یې په پنځه ویشت زره پونډه جوړه وکړه او په هغه ورځ یې په الوتکه کي د دمشق پر لور پرواز وکړ([10]).

په زړه پوري خبره دا ده چي مرحوم غبار د دغه فتنه ګر پیر شامي له حرکت څخه ملاتړ کوي او وايي چي که د افغانستان د حکومت قواو د هغه په مقابل کي یوازي یو ځل ماته خوړلې وای نو د افغانستان خلکو په ټول هیواد کي پاڅون کاوه او د ظاهرشاه دولت یې نسکوراووه، خو انګرېزانو مداخله وکړه او شامي پیر له مقاومته لاس واخیست. مرحوم غبار په افغانستان کي د برټانیې د هغه وخت د سفیر ټټلر دې خبري ته هم د شک په نظر ګوري چي شامي پیر ګواکي پنځه ویشت زره پونډه واخیستل او مقاومت یې پرېښود([11]).

مُلا، که څه هم چي د ترقی او په تېره بیا عصري تعلیم او تربیې سره هر وخت مخالف دی مګر په مقابل کي یې عملي اقدام نه کوي. د دې علت دا دی چي مُلا د سیاسي کار، سیاسي تنظیم او سیاسي عمل له پاره روزل سوی نه دی. او که چېري، احتمالاً، دا پوهه او روزنه ولري هم د سیاسي عمل د دوام له پاره مادي او مالي وسایل او دایمي ملاتړ نه لري؛ او د اقدام په لومړۍ ورځ له ناکامی او مرګ سره مخامخ کيږي. خو په مقابل کي پیران، چي هم جایدادونه او پرېماني پیسې لري، هم په زرګونو مریدان او په دربارونو کي طرفداران او د دسیسو ملګري لري او هم یې روحاني نفوذ ورسره ملګری او خلک یې له ښرا او نارضایيت څخه ډار لري، د ښورښ له پاره د اجتماعي شرایطو د برابرېدلو په صورت کي، ډېر خطرناک او قاطع رول لوبولای سي.

البته دا د حکومت په قوت او کمزوری او د پیرانو په مقابل کي په سمه پالیسي پوري هم اړه لري. د سوات والي میاګل عبدالودود، که څه هم چي پخپله پیر او مرشد وو، په سوات کي د پیرانو کمبله ټوله کړې وه او امیر عبدالرحمن خان په خپل قلمرو کي داسي پیر نه وو پرې ایښي چي د ده پاچهي او قدرت ته دي خطر پېښ کړي. د هغه زوی او لمسي په لوی لاس په لستوڼو کي مارانو ته ځای ورکړ او په انعامونو او لقبونو یې دونه ونازول او دونه یې وپړسول چي له هغوی سره د پاچهي د نیولو خیال پیدا سو.

د روان ۲۰۱۷ کال د مارچ په میاشت کي د کابل حکومت سیداسحق ګیلاني، چي ویل کيږي یوازي یې د ننګرهار په ولایت کي څه باندي یونیم زر جریبه مځکه غصب کړې او سرې سترګي ګرځي، د ملي خیانت په تور څارنوالی ته معرفي کړ. سید اسحق ګیلاني اخطار ورکړ چي که تر لسو دقیقو زیات په څارنوالي کي پاته سي نو وطن به اور واخلي. حکومت هم اجرایيه ریس ورواستاوه او له څارنوالی څخه یې را وایست. که چېري په افغانستان کي قوي مرکزي حکومت موجود وای نو به یې ګیلاني، د همدغه اخطار په ګناه، سمدستي د پلچرخي زندان ته کش کړی وای او ورته ویلي به یې وای چي لاس دي خلاص، اوس نو چي هر څومره اور لګولای سې ویې لګوه. البته د کابل حکومت چي د خپلو والیانو او قوماندانانو زور نه لري نو له دونه غښتلیو پیرانو سره به، چي وطن ته اور اچولای سي، څه وکړای سي.

 

خانان:

په پښتني ټولنه کي د خانی مقام له قبیلویت، ټبر او قبیلوي اړېکو سره ملګری دی، چي په قبیله کي دننه د تقریبا ټولو اجتماعي اړېکو بنسټ د تربور بدمرغه کلمه جوړوي.

تربور ته بې وروره مه سې، ورور ته بې زویه مه سې.

تربور چي ښه وي د تره زوی دی، چي بد وي د خره زوی دی.

 

خان، د تربورګلویو او قومي د ښمنیو په مرکز کي قرار لري؛ او علت یې دادی چي هم له میراثي امتیازاتو څخه برخمن وي او هم یې مادي او مالي امتیازات تر عادي خلکو او قومیانو زیات وي. هغه په لومړي سر کي د خپلو میراثي امتیازاتو د ساتلو او پراخولو او په وروسته کي، د امکان په صورت کي، د نورو د حقوقو د غصبولو او لاندي کولو له پاره، په لومړي صورت کي له ځان څخه د دفاع او په دوهم صورت کي پر نورو باندي د یرغل له امله، تل د وروڼو، تربرونو او سیالانو سره په جنګ کي وي. که د هغه له مادي امتیازاتو سره غرض ونه سي؛ هغه په اجتماعي ژوند کي د توازن د ساتلو، امنیت د ټینګولو او د خپل قدرت په سیمه کي د کرارۍ د راوستلو له پاره ډېر ګټور عنصر دی. خان، د خپل چاپېریال په اندازه او تناسب، د امتیازاتو او نسبي ناز او نعمت سره دنیا ته راغلی او له امتیازاتو سره یې عادت نیولی وي، امتیازات د هغه د ژوند یوه نه بېلېدونکې برخه وي او له امتیازاتو پرته ژوند کولای نه سي. د مځکي، جایداد او د قدرت د قلمرو د ساتلو له پاره، چي پرته له هغو خاني کېدلای نه سي، هر کار ته حاضر وي. د دې ترڅنګ د خپل قام د حقوقو څخه ډېر ښه مدافع دی او حتی په دفاع کي یې جنګ او وینو تویولو ته حاضر وي. حجره او مېلمستون یې د کلتور یوه برخه او کورنی میراث وي او سخا او مېلمه پالنه یې ګاڼه وي. په بخیلي او شومتوب دومره بد ښکاري چي په حجرو او مجلسونو کي یې تر کلونو پوري کیسې کيږي. د ناڅاپې ټولنیزو تغیيراتو او انقلابونو او د پردیو د یرغلونو په وخت کي، د خان مځکي او قدرت ته، زیاتره وختونه خطر متوجه وي او دغه علت دی چي د جهاد او ملي مقاومتونو په وخت کي هر کله مخکښ وي او د مقاومت د قواوو سره مالي مرستي کوي او ډېر ځله یې کور او قلا د مجاهدینو او غازیانو سرپناه او د اوسېدلو ځای وي. خوکه یې چيري قدرت او مالي امتیازات تهدید سي نو بیا هر ډول لېونتوب او هر ډول ناوړه عمل ته حاضر وي. د خپلو امتیازاتو او قدرت څخه د دفاع او لا نورو امتیازاتو د لاس ته راوړلو په لاره کي د تربور، ورور او حتی خپل پلار ویني تویوي.

د پښتنو د ټولو بدمرغیو او بدبختیو تر ټولو عمده او لوی عامل، چي بې اتفاقي ده، د همدغي تربورګلوی له احساس او دوام څخه سرچینه اخیستې ده.

 

 

اتفاق په پښتانه کي پیدا نه شو
ګني ما به د مغول ګرېوان پاره کړ
یا دا چي: هره چار د پښتانه تر مغول ښه ده
اتفاق ورسره نشته ډېر ارمان
که توفیق د اتفاق پښتانه مومي
زوړ خوشحال به دوباره شي په دا ځوان

پخپله خوشحال خان خټک هم، سره له هغه چي د پښتنو د تاریخ تر ټولو هوښیار او توریالی پښتون وو، تر مرګه ایله د خټکو مشرتوب وکړ او قدرت یې تر خپلي سیمي او قبیلي تېر نه سو. البته کله چي یې خاني له لاسه ووتله او د مغولو سره په مخامخ جنګ کي ګير سو، نو خپل وروڼه ورسره مخالف سول او خپلو زامنو بهرام او اشرف خان هم مخالفت او حتی جنګونه ورسره پیل کړل. د خوشحال خان خټک لمسي افضل خان د خانی د مقام او امتیازاتو د ترلاسه کولو له پاره خپل کاکا عبدالقادر خان خټک له لسو وروڼو او زامنو سره، په یوه ورځ، په زمانګهړۍ کي قتل کړ. ځکه چي عبدالقادرخان خټک، د کورنۍ د مشر په حیث، خاني خپل حق باله او د خټکو قوم د افضل خان پر خانی باندي امنا کړې وه([12]).

د وروڼو، تربرونو او قبایلو تر منځ د اختلافاتو په نتیجه کي لوی او واړه خانان او کورنۍ قرباني سوي او د وروڼو او تربرونو تر منځ د همدغو اختلافاتو په نتیجه کي د پښتنو لویو پاچهيو سقوط کړی دی. د هوتکو او سدوزیو پاچهۍ د وروڼو او تربرونو تر منځ د اختلافاتو او دښمنیو قرباني سوې؛ او د سدوزیو وروڼو تر منځ د اختلافاتو او جنګونو په نتیجه کي د افغانستان په چارو کي د انګرېزانو او ايران مستقیمو مداخلو ته لاره هواره سوه. دغه راز د غلجیو او درانیو قبایلو تر منځ اختلافاتو، چي لوی خانان او قومي مشران به یې په سر کي ول، د امان الله خان د سلطنت نسکورېدلو ته زمینه برابره کړه. که شینوارو، خوګیانیو، د افغانستان د جنوب او جنوب لوېدیځ غلجیو قبایلو د اعلیحضرت امان الله خان په مقابل کي وسلې را اخیستي نه وای هغه پر وطن مین پاچا به هیچا پرزولی نه وای او اصلاحاتو به یې د افغانستان د تاریخ سیر ته تغیير ورکړی او په نړۍ کي به یې د سیالانو سره برابر کړی وای. پر دې اختلافاتو او تراژیدیو باندي پېړۍ تېري سوې، مګر مشرانو او کشرانو، له بده مرغه عبرت وانه خیست. دا اختلافات اوس هم دوام لري او دا هیچا ته معلومه نه ده چي دا بې بختي به تر کله روانه وي.

پاکستان، په دې وروستیو څلوېښتو کلونو کي، د پښتنو د ټولني هري اجتماعي موسسې ته د ګوزار ورکولو په ترڅ کي، د پښتنو له قبیلوي اختلافاتو څخه ښه ګټه اخیستې ده او تر اوسه پوري د تربرونو او قومونو تر منځ د جبهو په جوړولو لګیا دی.

پاکستان، د ۱۹۷۸ کال د اپرېل په میاشت کي، د خلقیانو د کودتا او په هیواد کي د مقاومت او مهاجرت د پیل په شپو ورځو کي، لومړنی ګوزار د تعلیم او تربیې موسسې ته ورکړ. په خپلو ګومارلو مجاهدینو یې مکتبونه وران کړل او په سلو کي د تقریبا نیوي ملایانو پر خولو باندي دا یو شعار جاري سو چي هر څه ورانی له مکتبه پیل سوی او معلمان ټول کافران دي. په داسي حال کي چي د خلقیانو د استبداد لومړني قربانیان، ښوونکي، د پوهنتونونو استادان او د پوهنځیو محصلین ول.

خانان، چي د هیواد په خاوره کي یې د سل ګونو او حتی زرګونو کلونو ریښې درلودلې، لومړی د خلقیانو نظام د دښمنانو په نوم وځپل. جایدادونه یې ورڅخه غصب کړل، په سل هاوو یې بندیان او اعدام کړل. هغه چي پاکستان ته مهاجر سول ويې لیدل چي د جهاد او مقاومت قدرت هغو قوماندانانو او آمرانو ته سپارل سوی دی چي د پاکستان له مقاماتو څخه مستقیمه قومانده اخلي، او تر نن ورځي پوري یې هغې نوکرۍ ته دوام ورکړی دی. په دې توګه له خان څخه مځکه او مادي وسایل، چي د خان د قدرت او اعتبار وسایل وه واخیستل سوه . هغه په داخل کي تش لاسی غریب او تهدید سو او په پاکستان کي د مهاجرو په کمپونو کي د نورو لاس ته اړ سو. او د قومي او اولسي موضوعاتو او اختلافاتو حل، چي پخوا، تر یوې اندازې، د خان وظیفه او امتیاز وو، ایله جاریو او بدماشانو ته تسلیم سو.

د خانۍ نظام اصلا د امیر عبدالرحمن خان د پالیسیو په نتیجه کي، او لا له هغه څخه مخکي عملا سقوط کړی او خان یوازي په زمیندار تبدیل سوی وو؛ قومي خانانو او مشرانو ته یوازي د ښو سلاکارانو او د قوم په چارو کي د مرستیالانو وظیفه ورپاته وه. که څه هم چي د افغانستان خانانو د هند له جاګیردارانو او ايران له خانانو سره، چي عسکر او وسله وال قومونه به یې درلودل، له لویه سره توپیر درلود. د افغانستان خانانو او قومي مشرانو، د درانیو د امپراطوری د تاسیس له وخته څخه، تقریبا هیڅ وخت عسکري قواوي نه دي درلودلي او چي هر وخت حکومت قوي سوی دی دوی عسکر او مالیه ورکړېده. البته د حکومت د کمزوره کېدلو په صورت کي زیاتره وختونه داخلي جنګونه پیل کېدل او هر څه به کمزوري سول. په داسي حالاتو کي د زورورو قومي مشرانو سرکښي یوه طبیعي خبره وه. الفینسټون دې خبري ته ډېره ښه اشاره کوي او وايي هغه قبایل چي د پاچا اطاعت کوي، خانان یې خپل زور او نفوذ له حکومتي ماموریت او د حکومت له پاره د مالیې ټولولو او عسکرو برابرولو په وسیله ترلاسه کوي دی د سوات او نورو غرنیو سیمو د قبایلو او خانانو په باب وايي چي د افغانستان په هوارو کي خانان، د غرنیو سیمو په خلاف، د خپلو خلکو د ژوند او مرګ اختیار نه لري او دا چنداني نه پېښېږي چي یوه قبیله دي د خان د شخصي ګټو له پاره داسي ګام پورته کړي چي د ټولي قبیلې له ګټو او عزت سره برابر نه وي([13]).

موږ ګورو چي خانانو، ان دوه سوه کاله مخکي لا، دا زور او قوت نه درلود چي د حکومت او د هغه د اقداماتو په مقابل کي دي خنډ منځ ته راوړي.

خلقیانو، چي اکثریت یې له نیسمتنو کورنیو څخه وه، د اجتماعي محرومیتونو د عقدو په اساس، پر زمیندارانو باندي د ځمکو د اصلاحاتو او طبقاتي مبارزې په نوم، چي په مارکسیسټي کتابونو کي یې لوستي وه، حمله وکړه. په داسي حال کي چي د پښتنو په ټول تاریخ کي د طبقاتي مبارزې او طبقاتي تضاد او ټکر یکي یو مثال نه دی لیده سوی چي د هغه په اساس طبقاتي مبارزه مخ ته وړل سوې وای. او زمیندار نه پخوا دا زور درلود او نه اوس له حکومت او نظام سره د مخالفت او مقاومت له پاره قدرت ورپاته وو، چي خلقیانو د طبقاتي دښمن په سترګه ورته کتلي وای.

پاکستان دغه راز د عنعنوي ملایانو واک خپلو جهادي مشرانو ته ورکړ. د مدرسو او حتی جوماتونوواک یې، چي د مُلایانو د قدرت او پاچهي مرکز وو، خپلو تنخوا خورو ته، چي تر مرګه وفادار ورته پاته سول، وسپاره. او په یوه مرحله کي یې د طالبانو په نوم یو تنظیم، چي ښه ډېر کلونه یې کار ورباندي کړی وو، پر افغانستان باندي مسلط کړ. دې نوي طبقې، چي له پخوانیو بې قدرته ملایانو سره یې ژور توپیر درلود، د زاړه مُلا هغه عنعنه بدله کړه چي ټول عمر یې په جومات کي تېرېدی او له سیاست سره یې نه یوازي غرض نه درلود بلکه چا په سیاست او اجتماعي چارو کي د برخي اخیستلو اجازه هم نه ورکوله. دې نوي مُلا نه یوازي په سیاست کي مداخله وکړه بلکه د سیاسي چارو واګي یې واخیستلې. حکومت یې جوړ کړ، له ګاونډیو هیوادونو سره یې ډیپلوماټیک اړېکي پیل کړل، اروپا، امریکا او عربي هیوادونو ته یې سفرونه وکړل او په داخل کي یې، د خپلي، یا ورسپارل سوي، پالیسی سره سم، داسي اجراآت وکړل چي د مُلا او مُلايي نظام ریښتونې څېره یې خپلو خلکو ته وښودله. سنګسار، د لاسونو او پښو غوڅول، وحشیانه وهل او ډبول او د خلکو بې موجبه بې آبه کول او په عام بازار کي وهل د ورځي او هر ګړي موضوع سوه. مُلا بالاخره اداري فساد ته، چي د دغه راز نظامونو منطقي نتیجه او محصول وي، هم مخه کړه. زما ښه په یاد دي چي په کندهار کي د سړک د غاړي یوه غریب کار، چي یو وخت د ښې بډايي کورنۍ غړی وو، او طالبانو د راډیوګانو او ټیپونو د ترمیمولو په ګناه ډبولی وو، ماته په ژړا ژړا کي وویل چي خالق دي دا حکومت د یهودو اونصارا کړي! خالق دي دا حکومت د شورویانو کړي! خالق دي بیرته ګل آغا راولي خو له دوی څخه دي یې واخلي!

په ۲۰۱۲ کال کي امریکایانو د طالبانو نظام ته سقوط ورکړ او د هیواد په هره برخه کي تغیرات پیل سول. اوس په افغانستان کي څه باندي شپږ میلیونه هلکان او نجوني په زده کړه لګیا دي. د هیواد ځوانان اوس په انګلیسي، فرانسوي، جرمني، روسي، جاپاني، چینایي، تُرکي، اُردو، عربي، سکانډینیویايي ژبو او … خبري کوي.

هر څه تغیير کړی دی، خو قومي اختلافات، چي د پښتنو د وروسته پاته والي تر ټولو عمده عامل دی، د پخوا په څېر دوام لري. البته پخوا به دا اختلافات د جاهلو، بېسوادو او تاریک فکرو خلکو پر لاس تبلیغېدل خو نن ورځ یې په بهرنی دنیا کي روزل سوي او لوی سوي کسان د خپلو شومو اغراضو له پاره تبلیغوي او د سبا درک یې یوازي یوه خدای ته معلوم دی. د دې دومره زیاتو تغیراتو سره سره، مُلا بیا هم پر ذهنیتونو باندي حاکم دی او خلک اوس هم د مُلا فیصله د کتاب فیصله بولي. پخوا چي به خلکو او عوام الناس د پیرانو لاسونه مچول اوس یې نه یوازي پښې مچوي بلکه تر پښو پوري یې پر سجدو ورځي او د خپلو ټګمارو پیرانو په مخ کي داسي خندونکي لېوني حرکات کوي چي د اسلامي شریعت له هیڅ رکن سره اړخ نه لګوي.

 

مأخذونه:

۱: غبار، میرغلام محمد. افغانستان در مسیر تاریخ، جلد دوم. ۱۹۹۹ جون ویرجینیا

2: Pennell, T.L. Among the Wild Tribes of the Afghan Frontier. Reprinted in Pakistan Karachi 1975.

3: Tytler, W.K. Fraser. Afghanistan a Study of Political Developments in Central and Southern Asia. London 1967

4: Stewart, Rhea Talley. Fire in Afghanistan. 1914-1929 United States 1973

5: Selection from Government Record, Vol 1. Frontier and Orverseas Expedtions from India. Reprint Pakistan 1982

6: Raverty, H.G. Selections from the Poetry of the Afghans. Reprint Pakistan 1981

7: Khan, Muhammad Asif. The Story of

 ([1])پینل ص ۱۱۴

 ([2])دارمستتر ص  ص ۲۳-۲۴

 ([3])ایکسپیډیشن ص ۳۳۱

 ([4])هغه کتاب ص ۳۵۳

 ([5])خان ص ۱۱۰

 ([6])هغه کتاب هغه مخ

 ([7])بارت ص ۴۷-۴۸

 ([8])آدمک ص ۸۵

 ([9])سټیوارټ ص ۳۳۳

 ([10])ټیټلر ص ۲۶۷

 ([11])غبار ص ۱۲۱-۱۲۲

 ([12])راورټي ص ۲۶۹

 ([13])الفینسټون ص ۲۱۶-۲۱۷

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!