منډيګک
افغان تاريخ

د پښتونخوا تاريخ د ليک لوست په رڼا کښي

محمد پروېش شاهين

0 241

دې کښي شک نشته چي دلويي او تاريخي پښتونخوا د دې د وګړو د دې د علوم او فنون، د دې د قبيلو او د دې د ژبو او هم دغه رقم د دې د جغرافيا په ښه و دوه نيم زره کاله کښي ډېر ډېر څه ليک شوي چي د خپلو او پردو دواړو د تندي د خاوري او قام سره د بې کچه ميني زيارونه او کړاؤنه خُله پکښي مونتې شي خو په دې ټولو ګټورو او زړۀ چونکو کوششونو لپاسه بيا هم نۀ خو د پښتون قام يوه داسي کوټلې نظريه  مخي ته راغله چي هر يو پرې امنا و صدقنا کړي وي، او دغه وجه ده چي لا د دې قام نسلي څهره لا په تيارو کښي پرته ده. دغه حال يې د ژبي د اصل نسل هم دی چي دا څوک ده، د چا مور او د چا لور ده او د ژبو د کوم لوی ټبر سره يې نغری شريک دی. هم دغه حال د دې ژبي د اوسني ليک دود دی چي دا له کومه راپيدا شوي. څنګه او ولي ساز کړی شوي دي او ايا دا زړه او يخه ژبه د دې ليک څخه آګاهو دليک لوست له همته څخه بې برخي او بې نوا وه. دغه حال د پښتونخوا د جغرافيا هم دی چي دا کله لويه شوې کله کمه شوې ده او که زياته شوي او کمه شوې ده نو ولي؟

هم داسي ور واخله د پښتني قبيلې حال چي په نړۍ کښي د ټولو نه لويه قبيله ده او ډېره خوره وره هم ده او څو څو ځايه دا د يو بل نه پرېکړي شوې او شو کولې شوې هم ده. نو ايا دا لويه قبيله هم دغه شان د اول سره لويه ا وپرېمانه وه. ( چي د نۀ منلو خبره ده ) او ګنې دا بيا ورستو رو رو په مزه مزه د نورو خلقو د ګډون په سوب لويه شوې ده او ايا د دۀ تاريخ، د دۀ جغرافيا پيدا کړې ده او که نۀ د دۀ تاريخ د دۀ جغرافيا را منځ ته کړې ده او که نۀ. دا دواړه خبري په خپل ځائ، خو دا دواړه خو د دۀ ژبي نۀ دي پيدا کړي؟ ايا د دۀ د ستور ( پښتو ) د دۀ تاريخ د دۀ جغرافيا او د دۀ نوم و نښان د دۀ په تاريخ، جغرافيا او ژبه کښي د چا په برخه کښي ځي. بله دا چي دا قام هم دغه شان د تاريخ په اوږدو کښي يو بې سواده نالوستي او ان پړهـ  قام پاتي شوی دی! کنه ددۀ په دې لوی نړيوال ميراث کښي هم څه ونډه شته دي؟ ايا دی د تاريخ په اوږدو کښي هم دغه شان يو وار لارډ(War Lord) پاتي شوی دی. او کنه د دۀ په مازغو کښي د يو مثالي رياست د جوړولو څه فکر او سوچ هم پاتي شوی دی. او ايا د دۀ خاوره د تاريخ په اوږدو کښي هم دغه شان د اور بم ډز، ډرون، وېري، وهشت او انساني مرګ وژني دپاره مشهوره او يوه بدنامه نوموړي خاوره پاتي شوې ده. لکه دا نن چي په کښي د اور لمبې بلي دي. ايا د بهرني لاسونه او طاقتونه په ريښتيا دومره زورور جابر او قابض دي چي دې خاوري ته پخپله رضا مرضۍ او منشا راغلي او دا ورانوي. ګنې  دا چا ” بل ” د راوستي او ونيزه يې د کور مېرمن کړې ده. دې کښي شک نشته چي د دۀ نه ګير چاپيره پلمو، دسيسو لامچونو او منصبونو د اور يوه کرښه تاؤ کړې ده. دۀ پسې د هجران زنځيرونه راوړي، او د دۀ نه د غم قوتونه تاؤ دي. خو ايا د دې هر څه لپاسه به دې خپله خاوره خپل قام او خپله کوټلي او معلومه جغرافيا د يرغلګرو نه بچ کړی شي هم. او ايا دا به څنګه کېږي؟ په زور او که سياست، بې شکه چي د دۀ زور او د وطن مينه او د هغې دپاره قرباني هر چاته معلومه ده خو د وخت غوښتنه اوس بل شان ده. اوس به پسي بله کومه هغه لار پيدا کول وي کومه چي دغه پرغلګر هم په کار وي. د دۀ د وطن د بيا د رغوني دپاره او بيا خاص د تعليم و تربيت دپاره به څه ګامونه اخستل په کار وي.

معلومه خبره ده چي د کوم قام پرون ماضي نۀ وي هغه د نن حال ولوله نۀ لري. او چي د چا حال ولوله ارزو او مقصد که لري د هغه سباوون مستقبل هم نۀ وي، د حال د ولولو و د مستقبل د ټارګيټ دپاره به د دۀ مخي ته د دۀ شانداره ماضي راوړل ضروري وي چي دی د خپل زوړ تاريخ او کلتور نه خبر شي چي د نړۍ په دې لوی زغل کښي د دۀ هم څه ونډه شته دي او دی بېخي بې برخي نۀ دی پاتي شوی. دی به د خپلي خاوري د  جغرافيا بې خونده او بې فائدې وي هغه د قامونو د سيالۍ د زغل نه ورستو پاتي کېږي.

دا ټول مهم کارونه دي خو د پښتو دپاره دا د ټولو نه زياته مهمه خبره ده چي د تالان توپان په دې وخت کښي خپله ژبه بچ کړي. ځکه چي خدائ مۀ کړه که د دۀ ژبه د منځه لاړه شي نو نۀ د دۀ جغرافيا بچ پاته کيدای شي، نۀ د دۀ تاريخ، نۀ د دۀ قامولي، نۀ د دۀ يووالی او نۀ د دۀ نوم او نښان پاتي کېدای شي. دی چي څه هم يو پښتون او ټول پښتون پاتي دی، دی فقط د دې کوټلي ژبي په سر او د لاسه او د نوم نه پاتي دی. پښتون چي سره په کور کښي يو ګډ پښتون دی نو دی په ذاتي جائيدادونو، خاني، ملکي، زمکو، بنګلو، کاروبار او بينک بيلنسونو نه دي پاتي. که د پکتيا پښتون د ژوب او چارسدې پښتون خپل ګڼي نو په څه يې ګڼي؟ مال جائيداد خو د دواړو جدا جدا کلي کلو يعني يې هم جدا جدا دي. عن چي بيګا سبا يې هم جدا جدا دي. خو فقط د دې ژبي په وجه دواړه د پښتون په نامه پېژندی شي. د خاوري فولکلور به د ټولو نه اول په نظر کښي ساتلی شي. را غونډولی به شي او سنجولی به شي. ځکه چي هم دغه فولکلور د دې قام د دې خاوري او د دې ژبي بائبل دی اوهم د دۀ تاريخ او د دۀ جغرافيا ده. دی به د خپل صادق په زړۀ پوري او د نړيوال شهرت ډک د فن او هنر دپاره به کسيه خلق په سينه پوري راجوختول وي. هغوی له به د ځان په شان په معاشره او کلو يعني کښي منساب ځائ ورکول وي. زۀ ښه يم او که تۀ ښه يې، هغه دور تللی دی. د وخت غوښتنه علم او هنر غواړي او هم دغه شيان د نړۍ په زنځير کښي سړي ته کړۍ ورکوي. دی به ګډ او سوشل ژوند ته د قدر په نظر ګوري. دی به د کور، حجرې، جماعت نغري تود ساتل غواړي. دی به د حجات فيصله په جوه کښي کوي، نۀ چي د جوې فيصله به په حجات کښي کوي. دی که ګډ او اسان ژوند ته خپل اشر،غوبل، ملي اتڼونو ته، ورشو ګانو ته پام ونۀ کړي دی تباه کېږي او ورکېږي.  ځکه چي دی لا د مارکيټ څخه هر هر څه اخلي، خو ورکولی هيڅ نۀ شي. دی به خپل اولس ته روزګار پيدا کوي، هر څه به يواځي په بډه نۀ منډي. دی به د وخت په غوښتنه سياست ځان پوهه کوي. خپل نظر به لېري او لوړساتي د کومي دپاره چي نوی تعليم تربيت سائنس او ټيکنالوجي ايزده کول اولنۍ پوړۍ ده.

دا حال دۀ له په کار دی چي خپل دوست او دښمن وپېژني چي د دۀ د قام او خاوري غل او وران کاري څوک دي؟ او دا کار ولي کوي چا له يې کوي او په څه يې کوي. کله چي دی په خپل پردي کښي فرق وکړی شي نو د دۀ ژوند اسان په اسان د دۀ خاوره ښائست نه چمتو د دۀ بغ باړۍ ښيرازه او سمسوره، د دۀ مکتب او حجره ودان، د دۀ تعليم او تربيه د  ترقۍ په لور روانه او دی د قامونو د سيالۍ او هم سرۍ جوګه دی.

موږ د دې خاوري اوږد تاريخ ته د ليک لوست په رڼا کښي يو زغلنده غوندي نظر کوو، که سم وخوت خو ډېره ښه ده. ګنې چي سړی بازار ته د مولو، ټيپرو، چانګيرو سي او خرڅ نۀ شي د چار د کار او نۀ خيژي نو بېرته يې کورته راوړي. خو ايا چي د پښتنو نسلي تاريخ ليکي خو د څه نۀ به يې ليکي او څنګه به ليکلی شي؟ ځکه چي تر څو د يو کاروبار څه داسي لوی يا وړوکی پراجيکټ جوړ نۀ کړی شی، د کومي په رڼا کښي چي د خپل کونکي کار ټولي لاري ګودري او نۀ نيولې شي د لاري د پيچومي او کږ ليچونو جائزه وانغستی شي او بيا د خپل کار د دې انفراسټرکچر دپاره د اهمو دارو مړدکو او مسالو او مواد د غور او نۀ کړی شي نو باوري خبره ده چي دغه وړۍ نۀ شړۍ کېږي. بل دا چي د خپلي خبري د محکم تيا او يقيني ګرځولو دپاره هسي کله چي يو کوټلی دليل سند او حواله نۀ وي خو دليل او حواله هم داسي کومه چي په ليکلې بڼه موجوده وي او ورته د فن د پوهانو رای او نظر هم حاصل وي او دغه د نظر سړی هم يو باوري سړی وي او د خپل فن يو پوهه او مستند سړی ګڼلی شي. که چېري داسي ونه کړی شي نو بيا خو د خپل خپل خيال په ښکاره ګاه کښي غشي ويشتل وي او هغه هم په هوا کښي کله داسي هم وکړی شي چي ليکوال په دې خبرو سر شي چي  زموږ په کلي کښي يو مشر سړي ويل چي دا پښتانه د پلانکي پلانکي نسل دي او د پلانکي ځائ نه راغلي دي نو ايا دا د يو عالم فاضل او په دغه فن د يو لوستونکي او يا کار کونکي سړي نقل او پوهه شوله او کنه د کلي د يو عام او بي سواده سړي وينا شوله دغه وجه ده چي د هر چا خبره حواله او نقل به اخستل  چورلټ بې فائدې وي د علم کار په علم او کتاب او ليک لوست کيږي يا به يو عام بې خبره يو شوقي سړي په يو اخبار او رساله کښي خپل مازغه وجنګوي او يوه رای به ورکړي نو د داسي حوالې نه به هم ډډه کول وي ځکه چي نه خو دغه يو څه د يو منلي شوي ادارې نۀ ماهر انساب دی نۀ ورسره د تاريخ د نسلونو د جغرافيا څه منلي شوي ډګرۍ شته دي نه يې څه داسي مستند ليک د مخه موجود دی د کومي په سوب چي دی دې فن په پوهانو کښي شمارلی شوی وي.

اوس خو د تحقيق او لټون خبره کمپيوټري شوې ده اوس هم په يو علمي ميدان او بيا تحقيقي ميدان کښي د هيڅ چا د خواهش او غوښتني خبره نه منل کېږي اوس خو ټول پاس فيل په دليل سند او بيلګه کولای شي او کوم تحقيقي ليکونه او کارونه چي حواله سند او رفرينس نۀ لري نو دا بيا يو تحقيقي ليک نۀ شي ګڼلی خو د يو عام ليکوال يو خپل خواهش ګڼلی شي.

د تاريخ د علم سره چي تر څو پوري د جغرافيې علم نه وي ملګری نو تاريخ په ښه ډول نه سازيږي. جغرافيا که ډېره ګډه وډه هم شي خو بيا خپل ډېر زاړه نومونه د خلقو په ژبه باندي ګويانه ساتي او بيا خاص د غرونو، دريابونو، موسمونو، زمکو پټو، ونډونو، ورشوګانو، بارانونو، توپانونو او تره بوټو، غلو دانو، در لګونو د هغې پيداوار، وحشي او کورني مالونه، څاروي، ځناور، مرغان، ډنډونه، الکډونه، لاري، ګودرې او دغه شان نور او نور چي دغه اسمونه او نومونه دغه اصلاحات او واقعات د ډېر لوی کاروي او هم دغه بيا د کلي والو خلقو په فوک او ژبه کښي او بيا خاص د دوی په متلونو ټپو سندرو او چاربيتو کښي خوندي پاتي وي د کومي ژبي سره چي جغرافيا نۀ وي هغه  نيمګړې وي د جغرافيا ډېر ښاخونه دي او هر يو ښاخ يې د قام د تير او اوسني بهير يافته داره خزانه وي چي د دې قام ټول ژوند ژواک پکښي په ښکاره په نظر راځي. پښتون لا په ټيو او متلونو هغه کار نۀ دی کړي شوی کوم چي د دۀ تاريخ او جغرافيا دواړه جوړوي دۀ لا په متلونو کښي به موسمونو، شپو، ورځو، غلو دانو، اونو بوټو، کرونده، اشر، غو‌بل، غوا، غويه، پۍ، غوړي، شو ملې، غرونو، دريابونو، خوړونو، زنګلو، قيمتي کاڼو، سوکړه، په اشر غوبل، پرېمانه او سوچه، خورکونو، سبزيانو، ساګونو، بارانونو، جړۍ، واوري، بې وخته کرونده، خراب تخمونه، شاړه او ودانه زمکه، اوبه خوره، د اوبو کمبوت، ډېرښت، ډيرانو نه، يوي غاښور، واښه، لرګي، کور کډلۍ، چم ګاونډ، مزدور، دهقان او په نورو نورو کار نه دی کړی. چي د دۀ د ماضي يوه روښانه هنداره ده. د دۀ پام لا کسبونو او هنرونو اړخ ته هم نه دي ليکلي په کومه چي د ده د ژوند ښکلا او ځلا جوړه ده او کوم چي د دۀ د پرون يوه لويه فابريکه او انډسټري وه. چي دی نن هم د دغه فن او هنر چي هر چا کړی وي خو د دۀ په خاوره يې کړی دی د دۀ وطن خو د اثارو عمارتونو يوناني، بودي، زرتشي، او عن چي د اسلامي اثارو يوه لويه اثاثه لري د موسمونو، د واورينو څوکو، دشتونو، زنګلونو، يو  پرېمانه کور دی. دا هر څه به د سيل ګرۍ دپاره څنګه په کار راوستلی شي او دا وطن به څنګه يو ټورسټ سپاټ جوړولی شي.

د پښتنو وطن يو غريځ وطن دی کوم چي د وچوالي په مسيمو پوټيما يادولی شي خو د دۀ دغه غرونه د دې د مالي ستونزو لري کولو لويي خزانې هم دي د دې پرېمانه اوبه، واوري، ګليشري، ډاګونه، شنې او ښيرازه ورشوګاني، رقم رقم موسمونه، په زړۀ پوري ځنګلونه، خوږې خوږې ګياګاني، د دارو درملو بې شمېره ځيلي بوټي، وحشي ځناورونو ايا دی به دا فکر څرنګه نۀ کوي چي خپله دا غريځه د فائدې عالي ډکه اثاثه په سائنسي توګه د اولس د خير ښېګړي وړ وګرځوي. کوم غرو ته يې شاړ بشاړ دي دی به د هغې د شنه کولو د فکر څخه څنګه بې پرواه پاتي کېږي.

دی په وسائلو کمزوری نۀ دی خو په اولس يې بې فکري خوره ده. تعليم نۀ لري، پوهه نۀ لري، ګنې د دۀ سره د کښت دپاره يو فراخه او څربه زمکه موجوده ده شاړي به پسې هم ودانول وي د دغي د ټولو نه دغوره انفرادي قوت دی چي ده له په جسماني لحاظ قادر خدائ تکړه مټي ډير زور او  ډېر کار همت ورکړی دی دی چي بانديني هيوادونه جوړوي. نو دا خپل به ورله څوک جوړوي؟ دی به خپل خوړونه، ابشارونه، چينې او دريابونه، اوبه خور، له او برق به  د استعمال لاندي راولي.

دغه حال د ده د ميډيا دی دی به په خپل کور کښي يوه چاقه او سمباله ميډيا سازوي هغه هر رقم چي وي که اليکټرانک وي او که پريس وي چي د بدخواهانو د پروپيګنډې او دسيسو نه په امان وي او هر نفر يې په ساعت ساعت د خپل هيواد د هري ښې بدي نه خبر وي. دا به د دۀ کوشش وي چي د نړۍ ژبي هلو زياته ترقي کوي کومي ژبي چي د تجارت، کاروبار، مارکيټ او منډۍ ژبي وګرځولی شي. په دۀ د يو اړخ نه شابهادر او د ازبکستان ياتپونه او لا تنونه راروان دي بل مخ ته پرې سي پيک او( کوريډار) راروان دی. دی د دې وخت ته فکر نه شي کولای او ملا نۀ شي تړلی چي هوم ورک وکړي. چي په دې ټولو منصوبو کښي خو اهم او مهم وطن او خاوره د دۀ ده. نو د دې کوريډور تجارتي ژبه به څۀ وي. دی دغي ته اسانه ژبه عام اصلاحات اسمونه او لفظونه نۀ شي جوړولی. دی به که شم او نه کيږي نۀ شي کيدای. لفظونه د خپلي ډکشنرۍ نه وباسي، دی به د نن دوه نيم زره کلن زوړ تاريخ لټوي چي د څومره لويو لويو سفرونو چي په اوښانو، غوايانو او قچرو کېده سخت موسمونه وو، خو د دې هر څه دپاسه د دۀ خاوره د نړۍ د تجارت او کاروان لوی کور ؤ چېرته چي د يونان، روم، مصر، شام، ترکي، ايران، وسطي ايشيا، هند او چين د کاروانونو يو بهير جوړ ؤ، دۀ په هاغه وخت کښي د دې دومره خلقو سره راشه درشه په کومه ژبه کوله. او دغه ټول د دۀ کاله ته څله راتلل؟ د ده خاوره جنتي خاوره ده شاړه بشړه نۀ ده د دۀ دلاسه داسي شوله. په شاړه زمکه کښي کر نۀ کېږي. د دۀ سره د دې دومره قامونو دا اثار، دا عمارات او دا دومره ډبر ليکونه د څۀ راغلل. د دۀ په خاوره کښي يو زور دی يو شور دی يو خوږ لت دی ورکي، يو عزت او احترام دی پکښي، خو دا يو ميټنګ پاټ(Meting pat) هم دی. نن هاغه شاميان، دارالکان، يونانيان، موريالکان، انډوګريکان، سيتان، کوشانيان، پارتيان، هونان،ترک شاهان، هندوشاهان، عراقايان، عربان، چنګيزيان، مغل، سکهان، پيرنګيان، روسيان او نور او نور څه شول. دې خاوري ته څومره د خپل زور زياتي باچاهي خيالونو خپلي ژبي خپل مذهب او خپل کلتور راغلی ؤ. دا هر هر څۀ شول؟ هم د دې خاوري په خم کښي رنګ شول او خاوره چي د چا د  نيکه او ابا ميراثه وه هم هغه ورباندي ميشت پراته دي.

د بابر او د نادر خبري لاړې

د افغان قيصه باقي ده کوهستان کښي

او حقه او سوچه خبره ده  چي:

زۀ به غلام نۀ شم، که غلام شي ټول جهان

د دۀ خو يواځي او فقط يواځي متلونو ته وګوره، د جهان ټول علم او د دۀ د ټول ژوند ژواک يوه پرېمانه ډکشنري ده. د خلقو جغرافيا وه خو وسائل پکښي نۀ وو، په زور يې ليکي په مصنوعي ډول وسائل پيدا کړه چي مثال کښي وړوکي غوندي ملک سنګاپوري او يا د عرب امارت دوبۍ اغستی يې چي پکښي يو عربي ملک دی چي هغه تيل پکښي هم شته او بيا د نړۍ د تجارت کوي او ودان مرکز دی. د دۀ سره هماليه ده، هندوکش دی، قراقرم دی چي په زرګونو خوبونو د ګلف والي لري چي د ځيني بانديني هېوادونو خلق پرې يقين نۀ کوي او ځکه چي د غريبانو سره داسي د نګ دنګ او ودان ودان غرونه چېرته  شته؟

دی په هر ډول د سائنسي دی خو نن نۀ پرون دی په مذهب کښي وګوره چي دغه د يو بل نه د زياتي کرکي سوب او د ښمنۍ سوب ګرځي. دۀ ته د باندينو هېوادونو نه ايرانيان، زرتشتيانو، يونانيانو، بوديانو دۀ د هر مذهب سره  وږه ورکړې ده. امن يې ورکړی دی. ورستۍ کښي اسلام راغی، دۀ چي د اسلام دپاره په جنوبي ايشيا کښي څومره هله ځله کړې ده، دغه خو عربيانو هم نۀ ده کړې. د غټو مذهبونو نه پرته د دۀ په خاوره د وخت وخت سره مظاهر پرستي، اور پرستي، غر پرستي، مار پرستي هم پاتي شوې ده چي اثار يې ټول موجود دي. خو دی چي لکه نن د خپلي ژبي د تاريخ په سبا بيګا نۀ پوهېږي کله يې د نړۍ د ژبو مور کړي، کله يې ليک يواځي کړي او بې نسبه يې کړي، کله د ساميانو جولۍ ته واچوي، کله د ارياؤ، کله يې د يوناني سره وتړي، کله کله يې ارمينيا ته بوځي او کله يې د ترکو او ترکي سره هم نسبه کړي او دا  چل دی د يو دليل يوې حوالې او يو سندپه توګه او يا يو کمپريټيو سټډي (Comparative Study) په بنياد نۀ کوي. خو فتویٰ د چا وي او ماوي په تله کښي لګيا وي. په داکښي انګرېز وي، په داکښي سړی وي، نو خاڅه پي وي د څۀ په رڼا کښي يې وي. تۀ د هغۀ هغه مثالونه رامنځ ته کړه پردي مثالونه خو وي يې. داسي چلونه نۀ د ژبو تحقيق قبلوي او نۀ يې د ژبو پوهان.

دغه حال زموږ د نسلي تاريخ هم دی چي څوک هم دې خاوري ته راغلي دي پښتانه د هغوی اولاده ګرځولي شي. ايا دا کار دی پوهانو د لنګوسټک په رڼا کښي، د ارکيالوجي په رڼا کښي، د انتهرايولو جي په رڼا کښي د جيالوجي په رڼا کښي، د جاګرافي په رڼا کښي، او که د فولکلور په رڼا کښي يې کړی دی.  د نسلي يا نوغ پوهني او ژب پوهني خو داسي يو څو علوم دي کوم چي د دې شيانو د اصل نسل فيصله کوي. او يا څه زوړ تاريخي خو ليکلي سند مخي ته وي چي چا بل کوم قوم يې ذکر په څه نه څه وجه کړی وي نو ايا چي دا مقدمه موږ د دې علوم په رڼا کښي ونۀ کړو نو بيا خو يو ډي اين اې پاتي کېږي نو ايا دا فيصله د دغي په رڼا کښي ده او کنه چا وې او ماوې. کله د دوو ژبو جدا جدا لفظونو او ټکوته خيال ونۀ کړي او دغه د يوې ژبي لفظونه حساب کړي او د خپل مطلب څيز ترې ساز کړي. وايي واخلۍ د نامياته ډالۍ. څوک په چا خپله فيصله نۀ ور ترپي او نۀ دغه د تحقيق لار ده. د نتيجه او مطلب لوستونکي پخپله راوباسي.

کله يې ثباتابې ثبوته زر زر څه وليکي او زر ورکښي دا ورګډه کړي چي رګ ويدکښي وايي، او ستاکښي وايي، او ريښتيا خبره دا ده چي په ټول ژوند کښي يې د رګ ويد او اوستا قاياني قدرې هم نۀ وي ليدلي او بيا لا پاتي دغه پنډ او ګران کتابونه لوستل کله به زما غوندي يو ناپوهه انسان حواله ورکړي چي په داکښي وايي دا تپوس ترې څوک نۀ کوي چي دا پلانکی لا کوم سند دی او څه عالم دی. او بله دا چي ستا دا ماخذ يې د څه دليل او بېلګي په رڼا کښي وايي نا نا پرېږده حوالې او بېلګي هغه ليکلي دي.

زموږ دې ځيني پوهانو چي زۀ ورکښي هم شامل يم دا قدري اندازه هم نشته چي د کلهمي نړۍ دا لويه پښتنه قبيله دومره لويه څنګه شوله، دا خو ټولي اريايي قبيلې د هندوکش په غرونو کښي يو ځائ ميشته وې. دا نوري دومره ولي لويي نۀ شولې؟ زما په نيزد دا کشالې د عالمانو په غونډو کښي يو ځل د ژور بحث د لاندي راوستل غواړي خو چي بحث مباحثه داسي وي چي هر چاته ورکښي د سوال کولو اجازه وي خو نۀ شاته د مړۍ د سپرېدو او چايو سړېدو غږونه نۀ وي او نۀ تادي کوي. اخباري رپورټ ترې جوړ شوی دی زما او زماد غونډي نوم له اخبار له او ټي وي له دا پوره ده ناوخته کېږي، بحث رالنډ وه. دې دپاره هر يو ته يو ټاکلی وخت په کار وي او داسي کولو له بز ارت بېرته وخت ورکول ضروري وي. ډېر ډېر به پخپله ډډي ته شي او دا ميدان به د علم او پوهي خاوندانو او د هغوی د فکر نيلی زغلولو ته پاتي شي، او د پښتنو نسلي د ژبي نسل او کلتوري شخړي به کمی شي.

په کار دا ده چي ددې وراني ماشوړي سر دهغه ځايه را اونيسو له کوم ځايه چي ورک دی. دا کتل ضروري دی چي د دې قام او ژبي اولنی ذکر کوم ځائ کېدی بل دا چي د دوی سره اولنی تماس د چا شوی دی او يا د هغوی په ليکنو کښي د دوی په هکله څۀ شته؟ بيا دغه نمونه دوه درې رقمه دي. يو خو دا چي د دوی ذکر باندنيو خلقو کړی وي.

او څه نه څه  لږ يا ډېر ذکر يې ورله کړی وي، بل رقم دا چي په دې خپله خاوره دننه هغه پوهان هغه که په نسل هر څوک چي وي خو اه يا د هغوی په کار کښي د دې پښتنو څه ذکر موندی شي بيا د دې خاوري په سينه چي کوم په زرګونو رقم رقم ډبرليکونه چي ژبي يې هم جدا دي خطونه يې هم جدا دي او د ليکونکو کلتور او مذهبونه هم جدا جدا دي دا چاته د څه غرض او منشا دپاره ليکلي شوي دي ايا بې سواده اولس ته بورډونه اشتهارونه اشارې او ډبرليکونه لګول يو فضول او بې فائدې کار نۀ وي؟ د دۀ ژبه نن هم غريځه ژبه ده. د کلو، بانډو، راغونو، دښتونو او بې سواده اولس ژبه ده چي دخپل کلي او سيمي نه بهر ډېر کم تګ راتګ کوي. نغري، حجره او ګډ ژوند يې لا دلاسه نۀ دی ورکړی، ځکه يې لا ژبه هم هغه په پخواني ډول غږېږي. دې ژبه کښي د قديم وخت ډېر ډېر رازونه، فرهنګونه، تاريخي واقعات، جغرافيائي بېلګي او ژوند ژواک موجود دی. دغه به د لټوني په نظر بيا سر دوباره لټول ضروري وي. منم او ښه يې منم چي د پښتون په خپل کاله کښي په دې نمونه کارونو پښتنو پوهانو د خپل فکر نيلي زغلولي دي او ډېري ښې ګټوري نتيجې مخي ته راوړي دي. موږ په داسي شخصياتو خو افتخار کوو او قامونه يې ښکېلوو. هم د دغه لويو لويو پوهانو څه هم که د ګوتو په شمېر دي، په پلونو قدم ايږدو او مخکښي تلل غواړو. دې لړ کښي به د پړوني باتورخويه او زرکه رنګه مېرمني پوره پوره هم کاري کوي، ځکه چي د ژبي خزانې هم دوی وي. د دوی که يو مخ ته په سترګو کښي د اوښکو دريابونه وي نو بل اړخ ته يې په ژبه د متلونو نو، ټپو، چبنانو انګۍ او سندرو لړۍ او لړۍ څه چي جړۍ وي دغه شان به دوی د نور محرومتيا د ژوند نه را ايستل هم په  کار وي او د نرو ژوند سره به ورته يو شان خيال کول وي.

نن د دۀ پلارنۍ خاوره د دښمنانو اود ډېره حده پوري د دې خاوري د خپلي اشرافيه چي تل عمري په سترګو او کسو نهر نهور دي د مالي شتمنۍ دپاره، د نوم نښان، اقتدار او چوکۍ دپاره تل عمري په پردو منګلو لکه د مردارو بازونو کښي خاوره خرڅوي، مذهب خرڅوي، کلتور خرڅوي، پت پشتو خرڅوي، او عن چي د وطن خاوره خرڅوي دا هغه کسان دي چي د مور په پيو موړ نۀ شي، د پلار په غوښو نۀ مړېږي، دوی به يواځي په نظر کښي نۀ شي ساتلی بلکې په هر لحاظ به د علم پوهي او تدبر په ذريعه به دوی د پاڼي نه ايستلی شي. هلو به امن راځي، هلو به دا دوزخ په جنت کښي بدلېږي، نن سبا امن راوستل دې قام او د دې خوا خوږي مشرانو دپاره لوی چيلنج دی. پښتنو کښي به د داسي يو څو بې وزله کمزورو، چي نۀ مال لري، نۀ حجره او مالک او دستر خوان لري، خو د علم پوهي او د وطني ميني ډک سوچ فکر او لار ښودنه لري. دغه نمونه کسان په کار دی چي د دې ناوړه او رواجي سياست نه بهر وساتلی شي فقط د يو استاذ رهبره لار ښود په چوکۍ کينولی شي. او پوره پوره لار ښودنه ترې به سوشل لائف کښي واخستلی شي. هم داسي کسان د خپلي خاوري سره بې کچه ميني او انسان دوستۍ له کبله د دې ټبر دا  نااستعمال مازغه Un used brain کولی شي او کار ترې اخستلی شي.

زموږ زياتره تاريخ د يو عتيعات د لاندي د مداحي په ژبه او لهجه کښي ليت دی. د تاريخ فن دا څيزونه نۀ مني. دی دومره په عقيات کښي لاړ شي چي بيا خو نۀ پښتون د چا اولاده د چا قبيله او د چا رشته دار ګڼي او نۀ يې چېرته د يو خاص مذهب سره تړلو ته جوړوي. خو، خو چي پښتون يهودي نۀ شو، عيسائي نۀ شو، زرتشتي نۀ شو، بودي نۀ شو، ويدي نۀ شو، کنفيوشي نۀ شو، سقراطي نۀ شو، مصري نۀ شو، عراقي نۀ شو، جوړې ديوتا هم نۀ شو او بنده هم نۀ شو نو اخير دی څه او څۀ شو؟

اسلام خو ډېر وروستو راغلی دی نو ايا زموږ دا نمونه ليکوال د پيغمبرؑ هم مخکښي مسلمان دي؟ لکه څرنګه چي د تپوه خېلونو، قبيلو او قامونو يوه شجره وي د کومي په سوب چي دوی د يو بل سره د ويني په يو کلک زنځير تړلي شوي وي، هم دغه شان شجره د ژبو وي، د خطونو وي، کوم چي د يو شان غږونو ( صرتيات ) لرلو په وجه د يو ټبر او يوې کورنۍ ګڼلی شي. دغه د چا په خوښه او نا خوښه د خپل دغه ټبر او کاله نه نۀ شي شو کيدلی. د دغه ژبو قبيلو او خطونه به علم د دغه سائنسي علم په رڼا کښي جائزه اخستل وي.

دا قام خصوصي مکالمه او پلټنه غواړي. ځکه چي دی، د دۀ خاوره، د دۀ دستور، د دۀ تاريخ، د دۀ ژبه د نړۍ د قامونو څخه د ډېره حده پوري جدا او بيل بيل غوندي دي. يوه معمولي اشاره چي د دۀ د ژبي او د دۀ د دود دستور نوم يو شان ولي دی؟ او دا بل چېرته ولي نۀ شي مونتی. د نړۍ قامونه ژبي جوړوي او ژبي پيدا کوي او دلته معامله دا ده چي دې ژبي دی پيداکړی او روزولی او پېژندولی دی. د دۀ خاوري هم دۀ له نوم ورکړی دی او هم چي د دۀ د ژوند ژواک ساهو لارو چارو له نوم ورکړی دی او د دۀ پښتو دود دستور هم څه يو عجيبه غوندي شی دی چي بانديني څه چي دا خپل اوس چي هم پرې نۀ پوهېږي. که چاته وايي چي پښتو څۀ ته وايي قصه خو داته راغستی شي.خو په اسانو ټکو کښي دی نۀ شي پوهه کولی. ځکه ځکه چي دا يو سکول نۀ لري، پوهنځي او پوهنتون نۀ لري، ټريننګ انسټټيوټ نۀ لري، په دې څوک بل نۀ پوهوي چي تۀ به داسي کوې او هغسي به کوې، مېلمه به راولې، پناه به ورکوې او ننګونه به کوې دا خو لا نور خو نور، خو يوه مور هم د سبق په جوړ چا بچي ته نۀ ښيي ځکه چي دا به په دې ماحول او چاپېرچل کښي په هواګانو کښي لکه د وږمې پخپله ځلېږي. دا د ښيلو او زوتولو په چل نۀ د ماحول په ليدو کتو او اورېدو  ايږده کېږي. کله چي يو پښتون د خپل ټاټوبي او چاپېرچل او خپلي کلو نۍ څخه بهر او لېري شي او بل کوم ځائ کښي ميشته شي، نو که څه هم  دی په قوميت پښتون وي په رګونو کښي يې لا پښتنه وينه زغلي رازغلي خو دغه نوی ميدان چي د دغه وږمو او خوشبويانو سره نۀ وي اشنا او چېرته داکښي پښتون په نظر نۀ راځي نو دی ورکښي هم بې پښتو کېږي. دا د دې خاوري په ماحول کښي وده کونکي بوټي  دي، په ګملو کښي مړاوي کېږي او دی ژبي ته يې نۀ ګوري چي که څه هم دا يوه مونډيزه انډو يورپين ژبه ده، خو چي ژبه هر کله د خپل چوکاټ دننه د اوزوانو پاته داره وي چي د هغې د نسب اول عيال فيصله ورباندي کېږي او دا د نر لور په يو وخت په ځان کښي انډو  ارين او انډر ايرانين تجذونه لري دغه وچه ده چي ډېر داسي غږونه هم لري چي د بلي کومي ژبي ويونکي چي سره د کوشش او کړاؤ هم نۀ شي ادا کولی.

او پښتو دود  دستور يې په يو وخت شل شل مطلبونه معنې او کارول لري. چي سړی په حيرانتيا او کشالو کښي اچوي.

دا يې زما سره پښتو ده

چي سترګي توري کړي لکۍ ورله پرېږدينه

د سپينو تورو په خرپا کښي

يار مي مړوند په لاس کښي کلک نيولی وونه

بې ننګي تا وکړه جانانه!

د جينکو پېغور دي ماته پرېښودنه

خلق پيزوان ګړندی بولي

ما په نتکۍ د قلا برج وناړاوونه

په ما د سپينو تورو شړق دی

اشنا مونډي ديوال له راشي وخاندينه

 

عجيبه غوندي رای ده، فکر دی او سوچ دی. يو مخ ته خو دا قام د پيغمبرانو او لاده او ميراث خواره ګڼي. د ډېرو ډېرو هېوادونو بادشاهان او حاکمان يې ګڼي بل اړخ ته يې يو وهلی قام، يو په کډه سر قام، مسافر قام او لاروی قام ثابتوي. د ساميانو د خاوري يې راوزغلوي د مقابلې د توان نۀ وي. د زورور ظالم د لاسه پلارنی هېواد پرېږدي او راشي د بل سره پناه واخلي. د هغه باداري او مشرۍ ته غاړه کېږدي. عن چي د دغه قام دپاره خپل مذهب، کلتور او ژبه هم پرېږدي. پردۍ ژبه خپله کړي، پردی کلتور د دۀ کلتورشي او يو پردی مذهب هم اومني، خو دومره قدري پيرزوينه هم نۀ کوي چي دا مکاري اوښيي. دۀ چي د چا دا دومره لويه ميراثه خپله کړه د چا خواته چي دی د پيغمبرانو د خاوري څخه او د ليک لوست د خاوري څخه فتویٰ د يو بخت نصر د لاسه راکوچېدلی ؤ دغه ميشته قام دلته څوک ؤ؟ هغه څه شو او چېرته لاړ شو؟ او ايا دۀ د نيکۍ په بدل کښي هغه ورک کړو د هغه د ټولو شيانو سره سره يې د هغه خاوره هم او تروړله او ايا دی چي دومره مذهب پال ؤ د پيغمبرانو اولاده ؤ نو د دۀ په خاوره د توريت او د عراقي فلسطين کوم کوم ودانۍ، کوم کوم ياد ګارونه او کوم کوم اثاردي او د دۀ په ژبه کښي دهغه زوړ دود دستور او فرهنګ څه نښې نښانې دي؟ او دا عالم فاضل لاروی قام دلته بيا بې سواده ولي شو.

او بيا چي کله دی دلته په غريځه خاوره کښي د ورستي پيغمبرؑ د نبوت نه خبرېږي نو عربو ته ورپسې ځي او په کلمه مشرف کېږي او د اسلامي لښکرو محکم تيا جوړېږي. او بيا يې هم په قرآن او حديث کښي څه درک نۀ ګڼي، ځکه چي دومره لويه او ډېره قبيله خو چېرته په خپلو عربو کښي هم په څېړنه ده مسلمانه شوې. او دا يو لوی مبارک مقام ؤ، زما شخصي خيال دی چي دې باره کښي خو به د زېري او خوشحالۍ ډېر ډېر ايتونه هم نازل شوي وو او بيا بله لويه د ذکر و ړخبره دا ده چي دې د پيغمبرؑ په ورځو کښي په مجموعي ډول( Collectively) مسلمان شو. نو بيا څنګه دلته د عراق د اړخه په دوباره د اسلام د قبولولو او خورولو دپاره يو نوی کوشش او يو نوې هڅه شروع شوه. د تاريخ پاتي به هم لږي قبول غواړي چي پښتانه په کلهم ډول تر کومي پېړۍ پوري لا مسلمانان شوي نۀ وو.

د يو قام چي کله هم نسلي تاريخ ورک وي، ګډوډوي او ورانه ماشوړه وي نو د دۀ د اصل نسل څېړنه فقط د دۀ ژبه کوي کومه کښي چي د وخت وخت او ډېرو لرغونو زمانو پوره پوره ريکارډ موجود وي خو چي کله يو قام بې غوره وکړي. د ژبي نه د پريوتو ( متروک ) ټکو او لفظونو په وخت سمبالښت ونۀ کړي نو دغه لفظونه په راتلونکي وخت کښي بيا د استعمال  او کار که څه کوي چي د ويونکو نه هېر نۀ شي د دغه متروکو لفظ لفظ او ټکي ټکي پوره شي پوره تاريخ او پوره پوره کلتوروي، د ژبي د نسل زړښت او دې کښي د خپل زوړ نسل تاريخ او کلتور د ښودني دپاره پوهان او عالم فقط د ژبو د علم (Imgustics) امسا په لاس کښي اخلي چي د ژبي د اصل نسل د رڼا په سوب يې د ويونکو د زوړ وطن نسلي اصل نسل اوږد تاريخ او شتمن کلتور موندلو ته ورسېږي. ځکه خو دې ته پوهان The main laine of study وايي.

د يو نسل د بنياد د او ريښې لټولو دپاره دويم لوی ماخذ زباني روايات Oral Tradations دی. خو دې کښي د وخت د اوړېد سره خپل ځائ  ډېر بدلون راشي او هغه سوچه او سمه وينا شاته پاتي شي. دا روايت ډېر ارزښتناک وي خو هلو چي يا يې چېرته په مکمل ډول څه بل څه روايت هغه که د خپلو د خُلې وي او که د پردو مر سته وکړي يا يې ارکيالوجي مرسته وکړي او يا چېرته څه ليکلي ټوټه هر څومره که نيم ګړې ولي نۀ وي بيان او ذکر وکړي دا بيا نو نۀ په دې خپل ځائ او مقام تر لاسه ورکوي چي کله خو داMart Storis are vague او کله دا ډېرContra Dictory زيات وي.

دې پسې بيا پوهان د اثار شناسي علم او پوهه را اخلي دا يو ډېر اعتباري او سندي علم دی. د ډېرو خلقو د نسلونو ژبو وطنونو حال و حالات يې دنيا ته مخامخ کړي دي خو د پښتنو خاوره چي اکثر غر يزه ده، ګرانه ده، څه يې خلق ناخبره دي، په داسي شيانو اور پوري کوي سر يې خوره وي او د کافرو مال يې ګڼي، په دې يې څوک پوهه کړي، چي په Culture of the land او کلچر اف دي پيپلز Culture of the peaples کښي ډېر فرق وي خو دوی دواړه د دغه وطن د خلقو، بله دا چي د ارکيالوجسټ لا لګيا دي کيندني او پلټني کوي، کېدای شي چي د پښتو څۀ دېر هيئت او د دې خلقو د زوړ تاريخ څه اثار په لاس ورشي.

دې پسې بيا پوهان رنګ، کړۀ وړۀ، شکل شباهت، د ويښتو، غاښونو، انګونه او جوړښت ګوري. چي ورته Physiognony وايي. خو لکه چي معلومه خبره ده چي د پښتنو نسل د ډېرو قبيلو څخه جوړ شوی دی. په دې کښي د نيمي نړۍ هر توکي او توکم موجود دی، نو لا د دې يې هم پرېکړي فيصله منځ ته نۀ ده راغلې.

ورستو سر کښي پوهان نن سباGenetics اړخ ته زيات زور اچوي دD.N.A علم په رڼا کښي د قامونو د نسلونو خبره سپينه وي، د دې نه د ارکيالوجي په علم کښي هم ډېره فائده معنا اخستلی شي. خو دا علم لا هم د يو مکمل سند په ډګر نۀ دی ولاړ خو کاميابۍ او کامرانۍ اړخ ته يې ګامونه اوږده دي. خو يوه خبره دا هم ده  چي تر دې دمه چي د پښتنو د اصل نسل په لړ کښي څومره قامونو او عالمانو D.N.A ټيسټونه کړي دي. او په دې کښي يې د پښتنو د ګوتي او څرمن جاج اغستی دی نو په دې نتيجه رسېدلي دي لکه چي د پښتنو د اصل نسل په باب له دوه نظريې زياتي مشهوري وې اول دا چي دوی ساميان او د يهودو او اسرائيلو سره ښې تړون لري بله دا چي دوی د يونانيانو سره څه نه څه تړون لري چي په دواړو نظريو باندي کار هم شوی دی. يونانيانو خو د ۱۹۶۰، ۱۹۷۰ په منځ کښي خپلي مشاهدې او تجربې کړي وې چي ذکر يې د لاهور د اردو بورډ په هفت زباني لغت کښي څه اشارتاً شته دي چي د کره کتني نه وروستو دا نتيجه منځ ته راغله چي دوی د يونانيانو ډايرکټ يا نيغ په نيغه نسبيان نۀ دي. بل مخ ته په ۲۰۰۸ د انګلستان يو پوهه ډاکټر تيودر د وينو د ټسټونو نه پسې دا رای څرګنده کړه چي دوی د اسرائيلو سره هيڅ قسمه نسب نۀ لري. په لوی هند کښي هم دا ټيسټونه شوي دي چي د هغې رپورټ هم دا په ډاګه کړې ده چي دوی او اسرائيل جدا جدا خلق دي او بيا خاص د يروشلم د بشر پيژندني مشري ډاکټري شيلو انيل وينا ده چي د ويني په بنياد اسرائيل او پښتانه جدا جدا خلق دي. خو د ټولو نه غټ تحقيق په دې لړ کښي په ۱۹۱۲ کښي شوی چي هغه هم دغه خبره په ګوته کوي.

بله داچي د يو قام او يوې سيمي د اجتماعي ژوند ژواک ترجمانه خو يا ژبه وي او يا مذهب وي نو پښتنو د وخت وخت سره ډېر مذهبونه بدل کړي دي د کومي په سوب چي د دۀ خاوره تل عمري يوه مذهبي سيمه پاتي شوې ده. کومه چي نن هم د ډېرو ډېرو مذهبونو د ريسرچ زانګو ده. که لېري خبره بيا يو نۀ هم او د تېرو اتۀ سوو کالونو خبره راټينګ کړو نو به ټوله خبري او وسيلې ايشيا کښي چي هر چېرته ګوري نو اوليا الله، مذهبي مشران، د ميني لوی لوی عالمان، پيران، مرشدان او د مدرسو چلونکي نن هم پښتانه دي. تر دې چي په دغه سيمو کښي يې سبق وال هم اکثره پښتانه دي دا مذهبي هلي ځلي د ويدونو دور کښي هم، بوديانو دور کښي هم، د زر تشتيانو دور کښي هم او د اسلام خو د ټولو نه زيات خذمت هم دې پښتنو کړی دی. خو پښتانه په تاريخ ليکلو کښي د وخت سره پاتي راغلي دي. دا څه ټوټې اشارې چي بيا موندی کېږي نو دا خو يا د يونان روم او هند د خلقو زيار او کوشش دی او يا په دې خاوره موندلې شوي په زرګونو زرګونو ډبر ليکونو ابادو او يا د يادګارونو سوب دی.

د پښتون قامي وحدت تار په  تار او شوکېدلی شوکېدلی دی. ګورو چي دی د زنځير دا جدا جدا کړۍ يو ځائ کولای هم شي او کنه؟ بله دا چي د دۀ د کوره د ده د ګډ او صلحه صفائي يو لازمي عنصر چي جرګه ده هغه و تونکي او سرکاري بې خونده  لاسونو ته تلونکي ده. دۀ له په کار دي چي دی د کور د نغري نه د جرګې پوري د بيا سازولو تابيا وکړي.

د دۀ نسلي تاريخ د دۀ د ژبي نسلي تاريخ او د دۀ د خط نسلي تاريخ د ډېرو نظريو دلاسه ګډوډ شوی دی. دی کله اسرائيلي او سامي شي، کله اريايي شي، کله ساکي شي، کله يوناني شي، کله ترکو ايراني شي، کله د نسل په ځائ وصلي او صنعتي شي کله د نړۍ مور او پلار شي. او کله افريقي اړخ ته هم وريون شي.

دغه شان د دۀ ژبه کله عبراني شي، يوناني شي، تخاري شي، ساکي شي، کله خاري شي، کله انډو ايرانين شي او کله انډو ارين شي. دغه شان د دۀ خط کله مېخي شي، کيوفارم شي، يوناني شي، ارامي شي، تخاري شي، خروشتي شي، او کله کله شاردا شي او بيا عربي او فارسي شي، خو دا نۀ ده واضحه شوې چي ايا دا خطونه فقط هم دې ژبي له جوړ شوي وو او کنه؟ دا ژبه دغې خطونو پسې وړې شوې ده.

د بهرنو لويو لويو پوهانو چي د دې ژبي کره کتنه يې د سائنسي پوهي په رڼا کښي کړې ده چي د نورو نه پرته داکښي دارا متتير، جارج مارګټيرين او جارج کډ رسي شامل دي او بيا په  خپلو عالمانو کښي لوی کهزاد،  لوی حبيبي، لوی رشاد، او لوی رښتين شامل دي د دې ټولو لويو عالمانو د لټون په رڼا کښي د دې ژبي د دې نسل د دې خاوري او د دې خط جاج اخستل په کار دی. ما هڅه کړې چي د دې باتور رنګه مګر ليلٰی ليلٰی خاوري د علم و فن، علم او هنر هيئت او  لوست په رڼا کښي د دې علمي او فرهنګي تاريخ لږ وغږېږم.

 

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!