ټول حقوق د منډيګک بنسټ سره محفوظ دي

نورمحمد تره کی د خلق دیموکراتیک ګوند له موسسو غړو یو و، چې ۱۳۵۷ کال د ثور اوومې کودتا وروسته یې واک تر لاسه کړ. تره کی د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ په ناوه سیمه کې زېږېدلی و.
ځینې سرچینې د تره کي د زېدېږېدو نېټه د ۱۲۹۶ م کال د چنګاښ میاشتې ۲۳ مه یادوي. تره کی د خلق دیموکراتیک ګوند د تاسیس په لومړنۍ غونډه کې چې د کابل په څلورمه کارته کې د ده په کور کې وشوه، د ګوند د عمومي منشي په توګه وټاکل شو.
هغه غونډه د ۱۳۴۴ کال د لیندۍ میاشتې پر ۱۱ مه چې د ۱۹۶۵ کال د جنورۍ لومړې نېټې سره برابره ده، شوې وه. د غوايي میاشتې پر اوومه له کودتا وروسته نوموړي د دولت رییس پر دنده وګومارل شو. د ۱۳۵۸ کال په وږي میاشت کې نوموړی د ناپییلو هېوادونو په غونډه کې د ګډون لپاره هاوانا ته لاړ او کله چې هېواد ته ستنېده، مسکو کې یې له شوروي مشر بریژنیف او نورو چارواکو سره ولیدل.
ویل کېږي شوروي چارواکو تره کي ته په هغه لیدنه کې د حکومت ضد فعالیتونو ډېرېدو او د حفیظ الله امین له سخت دریځۍ شکایت کړی و او له ده یې غوښتي و، چې له امین سره فاصله پیدا کړي. داسې هم ویل کېږي، چې امین له دغې موضوع خبر شوی و او هېواد ته د تره کي له ستنېدو یې لږ وروسته لومړی هغه خلع سلا کړ او وروسته یې د خپلو پلویانو په لاس ولسمشرۍ ماڼۍ کې وواژه.
تره کی د خلق ګوند له تاسیس مخکې تر کلونو پورې په سیاسي فعالیتونو بوخت و او ویل کېږي، چې د ویښ زلمیانو خوځښت غړی هم و. نوموړي یو شمېر ادبي اثار هم لیکلي، چې ځینې ناولونه یې څو ځله چاپ شوي دي.

حفیظ الله امین ۱۳۰۰ هجري شمسي کال کې د پغمان ولایت قاضي خېلو کلي کې وزېږېد. لومړنۍ زده کړې یې خپل کلي کې وکړي، وروسته کابل ته لاړ او هلته یې د لوړو زده کړو له تر لاسه کولو وروسته د ښوونکي په توګه دنده پیل کړه. امین وروسته د امریکا متحدو ایالتونو ته لاړ او هلته یې د ښوونې او روزنې په برخه کې تر فوق السانس درجې زده کړې وکړې، بېرته کابل ته ستون شو او په یوه امریکايي موسسه کې یې دنده وموندله. د ځینې سرچینو په خبره د دغې دندې پر مهال حفیظ الله امین سره راشه درشه پیل کړه.
۱۳۴۳کال کې چې امین دویم ځل د زده کړو لپاره امریکا ته تللی و، هېواد ته ستون شو او د یوه عام غړي په حیث د خلق دیموکراتیک ګوند غړی شو. د ګوند مشر نورمحمد تره کي په وړاندیز نوموړی ۱۳۴۵ کال کې د ګوند مرکزي کمیټې غړی شو او درې کاله وروسته د پغمان استازي په توګه ملي شورا ته بریالی شو. په ۱۳۵۲ کال امین ته د خلق ګوند له لوري نوموړي ته په پوځ کې د نفوذ دنده وسپارل شوه او په دې توګه د ګوند د نظامي برخې مسوولیت وروسپارل شو.
د ۱۳۵۸ کال په وږي میاشت کې د تره کي له وژل کېدو وروسته امین واک ته ورسېد، خو له څو میاشتو حکومت وروسته د همدې کال د مرغومي میاشتې پر شپږمه نېټه حفیظ الله امین او د سیاسي دفتر ټول ملګري یې په تاج بیګ ماڼۍ کې د یوې مېلمستیا پر مهال د روسي اشپز لخوا مسموم شول.
له هغه وروسته شوروي ځواکونو په یوه برید کې چې ۴۵ دقیقې یې دوام وکړ، امین د کورنۍ له ځینو غړو سره یو ځای وواژه.
“د تره کي د صحت خرابېدو له امله استعفا غوښتنه ومنل شوه او نوموړی د دولتي او ګوندي دندو څخه ګوښه او د ملګرو په وړانديز د ثور انقلاب قومندان د انقلابي شوار رئيس د ګوند د عمومي منشي په توګه وټاکل شو”.
“د ګوند رهبرۍ پرېکړه کړې ده چي د ثورانقلاب د لابرياليتوب لپاره بايد تره کي صاحب ووژل سي… هغوی دا ستر مسؤليت وباله خو امين به ويل په نړۍ کي د مترقي قواوو غوښتونکي داسي حکم کوي چي تره کی صاحب په شهادت ورسېږي، او مسؤليت ئې د شوروي ملګرو پر غاړه دئ او دوی له دې کار سره موافقت لري… تره کي صاحب اوس يو عادي متقاعد مامور دئ او ښايي د اعتصاب له امله پخپله ومري خو ژوند ئې موږ ته خنډ دئ”.

“د انقلابي شورا ریس نورمحمد تره کي د هغي اوږدې ناروغۍ له کبله چي ورسره لاس او ګرېوان وو، پرون سهار سترګي پټي کړې او جنازه ئې تېره ورځ په پلرنۍ هدیره کي خاورو ته وسپال شوه”