منډيګک
افغان تاريخ

افغان سیکان –د دوی د تاریخ او ریښو لټه

ليکوال: اندر جيت سينګ ژباړن: سيد مومن کندهاری

1 384

پېژندګلوي

د ۲۰۲۰ پر ۲۵ ام  مارچ د کابل د شور بازار  په ګرودواره کي  د خونړي برید له امله  د ماشومانو او ښځو په ګډون ۲۹ سیکانو  خپل ژوند له لاسه  ورکړ . د نوموړي برید له امله  د سیکانو  ۶۵۰ کسیزه  وړه ټولنه په بې ساري  ډول  وترهېدل ، نوموړئ لمانځنځی (عبادت ګاه)  د سیکانو لپاره تر کور کم نه  و. د دې برید په پایلي کي سیکانو و هندوستان  ته د پناهنده ګۍ سپارښتنه  وکړه. څو کلونو تر مخه په جلال آباد ښار کي هم پر سیکانو برید سوئ و چي په پایله کي يې ۱۵ سیکانو او څلور هندوانو د سیکانو د مشرانو ( اوتار سینګ او راویل سینګ) په ګډون خپل ژوند له لاسه ورکړئ. اوس مهال سیکان د افغانستان څخه د وتلو په حال کي دي نو ځکه مي لازمه وګڼل چي د دوی جړړي او ريښې په افغانستان کی ولټو او وڅپړو.

آر او اصل:

د افغان سیکانو په اړه ډېر لږ معلومات په لاس کي لرو. په ۲۰۱۱ کي (روګارد رولارد) د افغان سیکانو په اړه  خپل نظر څرګند کړئ دئ ( افغان سیکان ښايې چي د هغو بومي بودايي  او هندو مذهبو څخه وي چي مقاومت يې ښودلئ وي او  بیا  د ګرو نانک  په مشرئ  د سیکیزم په  دین ګروهېدلئ  وي. ګرو نانک خپله د ختري ټبر  و، او په پنځلسمي پېړۍ کي  د سیکيزم بنسټګر ګڼل کيږي.).

په  کال  ۱۵۱۷ کي ګرو نانک و افغانستان ته راغلئ و ، ښايي په  شپاړسمه پېړۍ کي  په اغلبه امکان هندوان نانکپنتيان (د ګرو نانک پلويان ) سوي وي. بودایان په شپاړسمي پېړۍ کي  په افغانستان کي  نه وه پاته او اثار يې نه لیدل کیږي نو ځکه ویلای سو چي ننني سیکان پخوا ټول هندوان وه.

ډېری سیکان په افغانستان کي په ( اړورړا) او (ختري )اقوامو پوري اړه لري.پاته سیکان په( باټيا، بترا او راجونشي) ټبرونو پوري تړلي  دي. دا نور ټوله عادي سیکان ګڼل کيږي غیر له راج ونشي څخه؛ راجونشیان  له اره د میدان وردګ  وه  کله چي د دوي یوه پېغله په میدان وردګو کي برمته او بیا په جبري ډول مسلمانه سوه نو دوي  په کابل، غزني، ګرديز او نورو سیمو کي مېشت سول . پر ۲۵ مارچ  په وژل سوي سیکانو کي د دې  ټبر وګړي تر ټولو دېر وه.افغان هندوان هم ډېری د ختري او اړوړا ټبر دي. ( افغان سیکان د همداغه هندو اقوامو له نسله دي چي د ګرو نانک په راتلو سره سیکان سوي وه.).

ګرو نانک

د سیکانو تاریخچه په افغانستان کي د ګرو نانک  چي د سيک مسلک بنسټګر  و، د راتګ سره پیلیږي. ګرو نانک (۱۴۶۹-۱۵۳۹) یو مشهوره سیار یا ګرځندوی و،  د ګرو نانک د ژوند او  وخت احوال  موږ ته د (جنمسکیز ) چي یو نیمه تاریخي کتاب دئ او د نېټو کره احوال يي نه دئ را اخيستئ؛ خو د ده  سفرونو او ملاقاتو  چي  و منځني آسیا ته يې کړي، را اخیستی دي.

ګرو نانک

د بابر د سلطنت په  وخت کي ګرو نانک د خپلو ملګرو سره یو ځای د کابل  ښار ته را غئ او د کابل د روحانیونو د تاوده هرکلي سره مخامخ  سو. په  نوموړي سفر کي ګرو نانک د  مان چند چي د  خان چند زوی و، سره  هم لیدنه وکړه او مانچند چي د کابل د هندوانو مشر  و، د ده  لاروی سو. نوموړی بیا  د کابل په زړې ګرودوارې کي مرشد سو. یاده ګرودواره بیا د سړک  د پراخېدو په پروژه کي ونړول سوه.

د سیکانو ګرووان (روحانیون) او د دوي لارویان په کابل کي  

په کال (۱۵۰۴ز) کي بابر  کابل فتح کړ  او په کال  (۱۵۲۶ز) کي بابر د ټوله هندوستان واکمن سو. په دې شکل تر ۱۷۳۸ پوري  کابل د هندوستان یوه صوبه  وګرځېده تر  څو چي نادر شاه کابل  فتح کوي. په دې مینځ کي ډېریو کابلي سیکانو و شمالي پنجاب  ته  سفرونه کړي چي نومونه يې ثبت سوي  دي، په لاندي ډول دي:

افغان سيکان او هندوان، کابل ۱۹۵۲

(بوا کرپل داس) د  (امر داس ) د اولادې څخه  و، نوموړي د ( ماهيما پرکاش  وردک) په کتاب کي د کابلي والي مايي( د کابل مېرمن) نوم یاد کړئ دئ. په بل ځای کي بیا د( بي بي بګهو) په ناکه د يوې مېرمني نوم  اخلي چي په شپاړسمي پېړۍ کي  په کابل کي د يوه ګرودوارې خدمتکاره  وه. کېدای سي دا دواړه  یوه ښځه وي. نو د دې څخه معلوميږی چي په شپاړسمي پېړۍ کي هم په کابل کي ګرودوارې او سیکان موجود وه. په بل ځای کي ګنډا سینګ لیکي چي د (ګرو ګانک) په نامه یو ګرو و چي د ګرو امرداس په زمانه کي سیک سوئ وو او د سیکیزم تبلیغ يې شروع کړ؛ په  کابل کي د ده په نامه يوه ګرودواره وه، خدازده چي دی په خپله  و کابل ته د تبلیغ په موخه راغلئ او که د ده پلویانو د ده په نامه دا ګرودواره جوړه کړې وه.

(ګرو ارجن )«۱۵۸۱-۱۶۰۶» د سیکانو پنځم ګرو و، ده (وارن) په نامه يو کتاب درلود چي په هغه کتاب کي ده د افغانستان د ګرووانو یادونه کړې ده (بهايي ریک راو) او ( بهايي بهانا مالان).  په اتلسمي پېړۍ کي ګرو هرګوبیند د( بهايي کړوړي) ،چي په کابل يې د آسانو کار او بار درلودئ، نوم راوړئ دئ. په دبستان مذاهب کي، چي ذولفقار اروستاني لیکلئ، د نانک پاتیانو نوم يې یاد کړئ دئ. چي په هغو کي دی د( بهايي ساد) په نامه د یو ګرو نوم   اخلي چي په بلخ  کي مېشت  و. په اتلسمه پېړۍ کي د ( مهیما پرکاش) د کتاب  څخه د بهايي ګوندا په نامه يو سیک پېژنو چي کابل ته د سیکیزم د ترویج  به موخه راغلئ و.

بهايي سري چند (۱۴۹۴-۱۶۲۹) د ګرو نانک زوی، چي د اوداسي ګروه بنسټګر بللای سو، هم و افغانستان ته راغلئ و. د کابل په شور بازار  کي د شري چند ګرودواره د بابا المست په واسطه چوړه سوې وه. بل سیک ګرو چي موږ يې پېژنو هغه بهايي نندلال  (۱۶۳۳-۱۷۱۵) دئ، دی په غزني کي زېږېدلئ  او د فارسي ژبي پیاوړئ شاعر و. د ده اشعار ډېر لږ لیدل سوي او اورېدل سوي دي. په غزني کي دوې ګرودوارې د نندلال په نامه وداني سوي وې.

د  افغاني  شاهانو په دورو کي سیکان

احمد شاه ابدالي

احمد شاه ابدالي چي په عامه توګه په افغانستان کي د احمد شاه بابا په نامه پېژندل کيږي  او د نوي افغانستان  بنسټګر دئ. احمد شاه بابا د سیکانو لپاره تر یو بد خوب  کم نه و. د ده پنجاب ته راتګ ، د سیکانو قتل عام او په امرتسر کي د هرميندر صاحب  د ګرودوارې  ورانول هغه څه وه چي  احمد شاه بابا  يې د سیکانو په ټولنه کي بدنامه کړ. که څه هم د احمد شاه بابا او سیکانو تر مینځ  د تاریخ په پاڼو کي مثبت مخونه ډېر  نسته خو ده  د بابا شري چند په نامه یوه ګرودواره  د کندهار په ښار کي جوړه کړې وه چي د هغې زمانې تر جوماتونه   لویه وه. همدا د کندهاریانو د نیوکي سبب سو، احمدشاه بابا  د دې خلګو ځواب په داسي ډول  ورکړ « موږ مسلمانان ډېر جوماتونه  لرو خو دوي داغه یوه عبادتګاه لري».

احمدشاه بابا

تر  احمد شاه بابا  وروسته

تراحمد شاه ابدالي وروسته تر ۴۰ کلونو د ماليې د  ورکوولو په بدل کي د پنجاب سیمې  د سیمه ییز سیکانو په لاس کي  وې تر هغو چي رنجیت سینګ د کشمیر، اټک، دېره جات، هزاره، ملتان او پېښور سیمي تر  ولکې لاندي  راوستلې.په (۱۸۳۹ز) شاه شجاع  د انګرېزانو او سیکانو په ملاتړ  وتوانېدئ د افغانستان امير سي.  په ۱۸۴۲ کي شاه شجاع په قتل ورسېدئ. د  افغان انګلیس تر اولي جګړې  وروسته انګریزان د امیر دوست محمد خان د سلطنت سره سهمت سوله، دا هوکړه او سهمتي  د مهاراجه شیر دل سینګ په نزد ناخوش آینده وه ، دا په دې چي د امير په ټاکلو کي د سیک مشرانو سره مشوره نه وه سوې.

په (۱۸۴۸ز) کي سیکان د انګرېرانو پر ضد را وپارېدل او د آزادۍ جګړه یې پیل کړه، په دې جګړه کي دوست محمد خان د سیکانو ملاتړ اعلان کړ  او افغان پوځونه يې د دوي د مرستي  په پار ور واستول چي په پای کي سوبه(فتح) د انګرېزانو په برخه سوه. دا د افغانانو او سیکانو د ملګرتیا آخري پېښه وه او د یو بل څخه يې آخري ملاتړ  و.

د سیکانو په ښارونو کي سره ځای پر ځای کېدل

تر ۱۹۳۱ پوري سیکان د افغانستان د ولایاتو په ولسوالیو کي پراته وه، خو کله چي د ننګرهار  و څنګ ته د کنړ د ولایت ( چي د منګل  قوم په لاس کي و) په يوې ولسوالۍ کي غلو د سیکانو دوه ځوانان په قتل ورسول.  دا ډاکووان  د منګلو د قوم  وه  ځکه  د منګلو او سیکانو د دښمنۍ امکان و، نو  حکومت  سیکان د کلیو او ولسواليو څخه را ټول او په جلال آباد او نورو لویو ښارونو کي يې سره ځای پر ځای کړه.

په ظاهرشاهي دوره کي سیکان

د امان الله خان په دوره کي د هندوانو او  سیکانو مالیه تر يوې اندازې معاف سوه او د ژړو لونګيو جبري قانون هم لغوه سو. خو د ظاهر شاه په وخت کي د دوي مالیه بالکل معاف سوه. په ۱۹۵۴ کي  په جلال آباد ښار کي د سړک د پراخېدو په موخه یوه پروژه راغلې وه چي په هغې کي باید ګرودواره  ورانه سوې وای ،خو د سیکانو په خواستیو او غوښتني باندي ظاهر شاه د ګرودوارې د محافظت او نه ورانولو امر صادر کړ. په ۱۹۶۵ کي د ظاهر شاه په غوښتني سره د کابل په پروان سیمي کي يوه ګرودواره جوړه سوه چي د افغانستان تر ټولو لویه ګرودواره وه.

AFGHAN HINDU AND SIKH HOMOEOPATHIC DOCTORS – 1965
This photo was taken in Kaja (Khogyani), an important city of Afghanistan in 1965. This was the gathering of Afghan Hindu & Sikh Homeopathic Association

د سیکانو عمومي پېشه په هغه وخت کي  دکانداري، یوناني طبابت چي  طبعي بوټي يې هم ورسره خرڅولې او د پیسو معامله  وه. د  وخت په تېرېدو سره د سیکانو ځوانانو و زده کړي ته مخه کړه او د افغانستان په ټولو علمي ادارو کي يې خپله برخه درلوده او ډېر ډاکټران، انجینیران او پروفیسران يې و ټولنې ته وړاندي کړه دوي په سیاست کي هم  خپله ونډه لرله، د ۱۹۲۵ څخه تر ۱۹۷۷ پوري د افغانستان د پارلمان په ټولو دورو کي سیکانو خپل ځای درلودئ.

ژبه

عموماً د افغانستان خلګ دوه ژبیز دي. د افغانستان د ملي  ژبو تر څنګ (پښتو او دری)  یو شمېر نوري ژبي هم سته  لکه، هزاره ګي، نورستاني، اوزبیکي، تورکمني، او داسي نور… کله چي افغان هندوان او سیکان  و بهر ته دپاهنده ګۍ غوښتنه کوي د دوي سره مرکه په پښتو ژبي کیږي، بل خوا د کابل، غزني او جلال آباد هندوان او سیکان   په غربي پنجابي لهجې سراییکي  ژبه وايي.  د پښتونخوا په هزاره سیمي کي سیکان هندکوهي ژبه وايي، په کابل کي که څه هم اکثریت په پښتو ژبي ګډیږي خو سیکان  د هندي ژبي یوه خاصه لهجه وايي چي د کابلۍ هندي لهجې په نامه یاديږي.

د کندهار، هلمنداو روزګان سیکانو  په ملتاني ژبي  خبري کولې، چي په  لویديځ پنجاب کي و دې  ژبي ته سراییکي ژبه وایي.  په پاکستان کي پنجابي، سراییکي او هندکوهي ژبي  جلا ژبي ګڼل کیږي خو پنجابیان  بیا نسبت و سراییکي ته په هندکوهي ډېر پوهيږي.  په کندهار کي د دوي  ژبه پس منظر لري؛  و کندهار ته د شکارپور او ملتان سوداګران راتله، چي د هغې په نتیجه کي د کندهار د سیکانو ژبه ملتاني سوه.

افغان سيکان په اردو کي…۱۹۷۷ع

نفوس

پروفیسر  ګنډا سینګ  په (۱۹۵۲ز) افغانستان ته راغلئ و، دی په  کندهار، کابل، غزني، جلال آباد کي ګرځېدلئ و  او د سیکانو او هندوانو  شمېر يې په ټوله افغانستان کي د ۶۰۰۰-۷۰۰۰  په شاوخوا ښودلئ  و. دا قیاس ډېر لږ  برېښي ځکه  په (۱۹۷۳ز) کي «لیویس دوپرې»  په خپل کتاب« افغانستان» کي د سیکانو او هندوانو شمېر د ۲۵۰۰۰ زرو په  شاوخوا ښيي چي د سیکانو شمېر ۱۵۰۰۰ زره کسه او هندوان ۱۰۰۰۰ کسه وه. «خجېندر سینګ خورانا »  لیکي ؛ د اهل هنود شمېر په ۱۹۹۲  کال کي چي ډېری يې  د افغانستان څخه وکوچېدل ،  ۶۰۰۰۰۰  کسان وه.  د طالبانو تر وخته په ټول افغانستان کي يې شمېر ۳۰۰۰  زره تنو ته رسېدلئ و. د ۲۵ ام  مارچ ۲۰۲۰  تر بریده پوري د دوي شمېر ۶۵۰ تنو ته را ټیټ سوئ و.

AFGHAN SIKHS & MILITARY SERVICE
This photo is from 1973, one can see first ever Sikh Doctor from Jalalabad, Professor Dr Bhagat Singh Hakimzada (left hand side) in military uniform and Professor Dr Saran Singh Motizada (slightly on the right hand side) also wearing military uniform. Both graduated in 1972 and went for military service.

پخوانی هجرت

د اول ځل  لپاره  سیکان  د امیر عبدالرحمن خان په سلطنت  کي و کوچېدلو ته مجبوره سوه . امیر عبدالرحمن خات د هزاره ګانو تر څنګ  و اهل هنودو ته  هم سرخوږی جوړ کړ  ځکه  د ده په  وخت کي و مغرضو او متعصبو کړیو ته  پر سیکانو او هندوانو باندي د ظلم او زیاتي زمینه مساعده سوه، د داخلي اړودوړ څخه  دوي په استفادې د سیکانو  مځکي ، جایدادونه او هټۍ قبضه کړې، چي داغه  په پای کي د دوي د هجرت سبب سو. د هندوستان  د پټیالې افغان سیکان  د امير عبدالرحمن خان په زمانه کي کوچېدلي وه.

د سیکانو بل هجرت بیا پر امان الله خان باندي د کودتاه په وخت کي و، کله چي د هېواد په بېلا بېلو سیمو کي د امان الله  خان  د موډرن ریفومونو پر ضد دیني عالمان را وپارېدل ؛ په ټول هېواد کي ګډوډی او انارشي جوړه سوه، په پایله کي يې د سیکانو ځیني کورنۍ د افغانستان څخه وکوچېدل.

ډله ايز هجرت

د ۱۹۸۸ په۱۳ام  اپرېل د جلال آباد په ګرونانک ګرودواره باندي یوه وسله وال  کس برید وکړ  چي په نتیجه کي يې ۱۳ سیکان او څلور مسلمان ساتونکي ووژل سول. په ۱۹۸۹ کي مجاهدينو د جلال آباد د ښار د نیولو په موخه پر جلال آباد برید وکړ  ، د سیکانو پر سیمو يې ډېري تغوندۍ وتوغولې او په نتیجه کي  ۱۰۲ يې سیکان  ووژل  سوه او تر ۵۰۰ زیات ژوبل سول.

د مجاهدینو د راتګه سره د سیکانو اندېښنې ډېري سوې ځکه   د مجاهدینو ملاتړئ پاکستان و او  بل طرف ته  هند خپل ملاتړ د افغانستان د کمیونیسټي ریژیم او روس څخه اعلان کړئ و. دا د دې سبب سو چي د مجاهدینو د راتلو سره سم و سیکانو ته د افغانستان دولت د (آب ګنګ) يا هم (د ګنکا اوبه) په نامه د پاسپورټونو د چټک وېش پروژه شروع کړ، تر څو دوي  د خپلو اولاودونو سره و نورو هېوادونو ته پناه یوسي.

اوس د دې وروستني بريد وروسته چي د شور بازار پر( ګرو هری رای )ګرودوارې باندي وسوه ؛  هند بې له کوم قیدا و شرطه  و ټولو سیکانو ته د پناهنده ګۍ بلنه ورکړه. د ۱۹۹۲ څخه بیا تر ننه پوري «۶۵۰۰۰» سیکانو او هنودانو و هندوستان ته پناه وړې ده، چي د دې زیاته برخه په ۱۹۹۲ کي د مجاهدینو د راتګ سره ولاړه.

د ليکوال ليکلی سيک افغان تاريخ
۱ نظر
  1. دادمحمد ناوک وايي

    السلام علیکم!
    ښاغلی ژباړن د ژباړې له هڅې مو مننه، دا چې د ښاغلي ارجیت سنګهـ لیکنه ده، نو ښايي له خپل قومیت او مذهب پرې غالبه وي، خو د علیحضرت احمد شاه بابا رحمه الله په اړه يې نظر یوې یادونې ته اړتیا درلوده، د دوی د څرګندونو پر وړاندې د ګنډا سنګهـ کتاب «درانی احمدشاه» کافي دی.
    همدارنګه دا جمله شدید سمون ته اړتیا لري «عموماً د افغانستان خلګ دوه ژبیز دي. د افغانستان د ملي ژبو تر څنګ (پښتو او دری) یو شمېر نوري ژبي هم سته» د افغانستان خلک نه؛ بلکې افغانان؛ د «د افغانستان خلک» د هغو کسانو او حتی کړیو ترکیب دی، چې له افغانیته منکر دي، لکه ډاکټر عبدالله عبدالله او د محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي چې په ټولو څرګندونو کې افغانان نه وايي بلکې همدا ترکیب «دافغانستان خلک» تکراروي؛ بله دا چې پښتو او دری دواړه ملي ژبې نه دي، بلکې پښتو ملي ژبه ده، خو رسمي دواړه دي!
    درنښت

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!