منډيګک
افغان تاريخ

د پکتيا لنډ تاريخي شاليد (پکت، پکتيا او پکتيانا)

صديق الله بدر

🔹د #ګرديز_کلا/بالاحصار گردیز، پکتيا: ••• ═══ ༻✿༺═══ ••• نېټه:ع | عکاس: | ځای: ګردېز، پکتيا | سرچينه:
0 141
پکتيا؛ د افغانستان په ختيزه سيمه کې پروت ولايت دی. پکتيا د شمال له خوا په لوګر، د جنوب له خوا په پکتيکا، د لوېديز له خوا په لوګر او غزني او د ختيز له خوا خوست ته متصل واقع دی. د دغه ولايت يوه شمالشرقي حصه يو څه د ډېورنډ له کرغېړنې کرښې سره تماس لري.
يوناني مورخين، چې دلته راغلي دي، پخپلو ليکنو او تاريخونو کې يې ډېر زیات د پکتيا، پکتيانا او پکت په نامه د قومونو ذکرونه کړي دي.
🔹د #ګرديز_کلا/بالاحصار گردیز، پکتيا:
••• ═══ ༻✿༺═══ •••
نېټه:ع | عکاس: | ځای: ګردېز، پکتيا | سرچينه:
نامتو يوناني مورخ هرودت څه دپاڅه دوه زره او څلور سوه کاله مخکې د پکتيس او پکتويس له لرغونو خلکو يادونه کړې او د هغوی سيمه يې پکتيا ذکر کړې ده. هغه ليکي:((پکتي، پکتويس هغه غښتلى او پياوړى ولس دى، چې په پاکتيا، پکتيخا او پادپکتيا په هېواد کې اوسيږي.))
بطليموس هم د دې خلکو نوم پکتين يا پکتيان (Pactyan) ذکر کړی دی. مشهور انګليسي ليکوال بېلو د دې ځاى نوم پيکي، پيکا راوړی دی.
ډېری تاريخپوهان په دې اند دي، چې په زړو ليکل شوو تاريخونو کې راغلې پکتو، پکتيا او پکتيکا کلمې په اصل کې پښو، پښتيا او پښتينا وې. ارواښاد علامه استاد اکاډميسين پوهاند عبدالشکور رشاد د سيمو تاريخي جغرافيه کې يو ځای وايي:
(( يونانيانو، چې هغه وخت د دې ځای په باره کې معلومات خپرول، له دې امله، چې پخپل تلفظ کې يې د ((ښ)) اواز نه درلود نو د ((ښ)) اواز يې هميشه په ((ک)) باندې افاده کړی دی؛ مثلا د پښت کلمه په يوناني اثارو کې پکت ليکل شوی ده. د پکت ذکر غالبا په زړو هندي متونو کې هم شوی دی او ځينې ختيز پوهان يا پښتو پوهان داسې فکر لري، چې دا هغه د ((شه)) اواز دی، چې په زړو کې موجود و، خو وروسته وروسته ځينو ژبو هغه له لاسه ورکړ. په سانسکرېت کې هم د ((شه)) اواز و، خو اوس په هندي ژبو کې د ((شه)) اواز نشته؛ مثلا دکن کلمه اوس په هندي کې د جنوب معنی لري، چې پخوانی تلفظ يې ډکشن و، دا چې اوس د ((شه)) اواز يې په تلفظ کې نشته، هغه يې ځنې غورځولی او دکن يې ورنه جوړ کړی دی، نو ګمان کېږي، چې د پکتو، پکتيکا او پکتيا اصل بايد پښتو، پښتيانا او پښتيا وي.))[1]
د يو شمېر نورو تاریخي اسنادو او شواهدو له مخې د پکت، پکتيانا او پکتيا د قومونو ذکر تر دې هم زیاته تاریخي سابقه لري، دغه سابقه آن ويدي زمانې ته رسېږي. علامه استاد رشاد د سيمو تاريخي جغرافيې د روه په بحث کې په دې اړه ليکي: (( د پکت کلمې ذکر نه یوازې دا چې دوه زره څلورسوه کاله دمخه هيرودت کړی دی، بلکې په ويد کې څلور زره کاله دمخه هم په مهابهارت کې دا نوم شته؛ خو په مهابهارت کې د پکت په شکل باندې ظبط دی او د هغه اتم پرب، چې له ما سره شته په هغه کې هم دا نوم راغلی دی. خو د ويد هغې نه ده رامعلومه، چې په کوم ويد کې راغلی دی، اوس مې په حافظه کې نه ده، چې په رګويد کې دی او که په اتر ويد دی، خو که په ريګويد کې وي، رګويد هغه قديم ترين ويد دی، چې نوشته شوی دی او هغه هم په افغانستان کې.))
د پكتيا نوم ډېر لرغونى دى. ډېری مورخين او پوهان په دې نظر دي، چې د پكتيا نوم له پكت څخه اخيستل شوى دی. پكت؛ د اّريايانو د پېژندل شويو قبايلو نوم دى. ويل کېږي، چې دا قبايل له ميلاد څخه 1900/2000 كاله وړاندې د هندوكش جنوب ته له بخدي څخه رامهاجر شول، چې هغه وخت دغه مهاجر د (پنكه جانا) په نوم يادېدل. (پنكه جانا) د پنځه ګونو قبايلو نوم دى، چې له لسو قبيلو څخه جوړ شوى و او يوه برخه يې د پكت قبيلې جوړوله، چې د اّريانا په جنوب ختيځ كې د غرونو په لمنو، درو او شاو خوا كې يې استوګنه كوله او هغه ځايونه، چې دوى په كې اوسېدل، د پكت په نوم پېژندل شوی.
په دې سيمه کې د قومونو د استوګنې په اړه په يو انټرنټي سايت کې د هرودت له قوله ليکل شوي، چې له ميلاد څخه څلور پېړۍ وړاندې څلورو قومونو په پكتيا او پكتيكا كې څنګ په څنګ استوګنه درلوده، چې په منځنۍ دوره كې په لاندې نومونو ياد شوي دي.
1_ Gandari (ګنداري): د (ويدي) په سرودونو كې هم ذكر شوی دی او تر ډېره په همدې نوم پاتې شوی دی.
2_ Aparytai (اپاريتي)
3_ Satgydae (ستاګيدي)
4_ Dadice (داديكي)
په دې ليکنه کې د وخت په تېرېدو سره د نومونو د بدلون په یادونې سره راغلي، چې دغو څلورو نومونو هم د وخت په تېرېدو سره په لاندې ډول بدلون موندلی دی:
1(Gandari يا ګنداري) اوس مهال ورته (كندهاريان) وايي.
2 ( Aparytai يا اپاريتي) اوس يې نوم په “اپريدو” بدل شوى.
3 (Satagydai يا ستاګيدي) اوس مهال د ډېرو په تعبير د “خټكو” د قوم نوم دى.
4 (Dadicai يا داديكي، دادي، يا داديك) اوس مهال يې (تاجيك) بولي. علي احمد کهزاد هم په همدې نظر دی، خو د افغانستان مشهور تاريخپوه کانديد اکاډميسین محمد اعظم سیستاني پخپله يوه مقاله کې د ښاغلي ارواښاد کانديد اکادميسین انور نوميالي له قوله ليکي، چې داديک کلمه په تاجک تعبيرول ناسمه ده، هغه ليکي: (( معاصر افغان دانشمند د اکاډميسین کانديد انور نوميالي، چې د افغانستان د نژادونو په اړه پراخې څېړنې کړې دي، زما لپاره يې دا توضيح کړه، چې لا هم د پښتنو يوه قبيله د داديک په نامه د کندهار په جنوب کاکړستان او د بلوچستان د کويټې په ختيځ کې ژوند کوي.)) پر دې سربېره بيلو هم د دې نظر مخالف دی، چې داديک دې تاجک وبلل شي.
د پوهاند علامه عبدالشكور رشاد په قول په دويمه ميلادي پېړۍ كې د بطليموس سيمه د پكتيانه په نوم نومول شوې ده، یعنې (پكت) د قبيلې نوم او (يانه) د سيمې د منسوبيت علامه ښودل شوې.
د بطليموس او هرودت د څرګندونو په اساس دغه سيمه ډېره ارته وه، ځانګړى تمدن او د يو هيواد حيثيت يې درلود. د ځينو نورو څرګندونو له مخې ويل کېږي، چې دې سيمې يو واکمن درلود، چې پاکتين نومېده.
🔹د #ګرديز_کلا/بالاحصار گردیز، پکتيا:
••• ═══ ༻✿༺═══ •••
نېټه:ع | عکاس: | ځای: ګردېز، پکتيا | سرچينه:
په ريګ ويد کې هم د شاه پكت نوم راغلی دى، چې د پكت پر يادو څلورو قبيلو سربېره د اّريايانو د لسو نورو قبيلو مشري يې هم په غاړه درلوده.
د نامتو مورخ علی احمد کهزاد په قول د ريګويد سرودونو په دويم جلد کې د پکت له شاهانو په تېره له توروايانا، چې د توره وهونکي معنی لري، او له مخالفينو سره د هغه د جګړې یادونه شوې ده.
بېلو د دې سيمې ښارونه په دې ډول ښودلي دي: (( ګرديز، خوست، ارګون (د اوسنۍ پکتيکا سيمه)، ټل، واڼه، کرمه، دېره اسماعيل خان، ديره غازي خان، بنو، کلاچۍ، سيالکوټ، کراچۍ، جام پور او جيکب اباد.))
هرودت د دغې سيمې خلک ټول هنر پاله، کروندګر او مالداره راپېژني. د هرودت د څرګندونو له مخې، دې خلکو د خپلو حيواناتو له پوستکو څخه ګټه اخيسته او د څرمنې کرتۍ يې ترې ګنډلې.
د پکتيا مرکز ګردېز دی. د ګرديز بالاحصار د کابل شاهانو لپاره د يو ټينګ سنګر حیثیت درلود. د تاريخ پوهانو له قوله ويل كېږي، چې د كابل شاه د اسلام د لښكرو د فتوحاتو په وخت كې ګردېز ته پناه وړې وه، چې هلته يې بيا په همدې بالاحصار كې پوځي مركز جوړ كړ او تر ډېره موده يې د اسلام له لښكرو سره جګړه وكړه او له ډېر مقاومت وروسته يې ماته وخوړه. استاد علامه رشاد ليکلي، چې تر اسلام دمخه کابل شاهان، چې په کابل کې پاچايان وو، پکتيا يې هم تر تسلط لاندې و، کوم وخت، چې دوی د عربو له لښکرو په کابل کې ماتې وخوړه نو خپل پايتخت يا مرکز يې ګرديز ته نقل کړ او د کابل شاهانو دغه برخه، چې د اسلام له رتګ څخه وروسته وه، دا عموما په ګردیز کې وه.
د ګرديز په فرهنګي څېرو کې عبدالحی ګرديزي د اوچت نوم څښتن و. هغه د زین الاخبار مولف و. د علامه رشاد په وينا علامه عبدالحی ګرديزی يو لوی او مشهور مورخ دی، چې د غزنویانو په دوره کې يې زین الاخبار ليکلی و. زین الاخبار د لوی استاد علامه عبدالحی حبیبي په تعليقاتو او تحشيه باندې په ایران کې چاپ شوی دی، استاد رشاد ليکي، چې د ګرديز د شهرت لپاره پخپله د زين الاخبار وجود او عبدالحی ګرديزي نسبت ډېر مهم دی.
بیلو پخپلو څرګندونو کې د (( پاکتيا)) يو ښار ګرديز ښودلى، چې د لوړې کلا يا لوړ غره معنی ښندي. هغه ښار اوس هم په هماغه ځاى کې موقيعت لري. جوزجاني پخپل کتاب حدودالعالم کې د ګرديز ذکر کړی او ليکي، چې ګردیز د غزني او هندوستان تر منځ واقع دی. هغه وخت له غزني څخه، چې د غزنويانو پاچاهي وه، لار پر ګردېز، ارګون او بنو پنجاب ته وتله. جوزجاني ليکي، چې ګرديز يوه ټینګه او ډېره مستحکمه کلا لري، چې پر يوې غونډۍ واقع ده او دغه کلا درې دېوالونه لري. ګردېز د زرملې او احمدزيو ترمنځ پروت دی.
په ځينو تاريخي کتابونو کې ګرديز د ګردېس په بڼه هم ليکل شوی. په احسن التقاسيم في معرفت الاقاليم کې، چې ليکوال يې ابو عبدالله شمس الدين محمد مشهور په مقدسي دی او په ۳۷۵ کې ليکل شوی، د ګردېز نوم ګردېس راغلی دی. استاد علامه رشاد د سيمو په تاريخي جغرافيه کې د ګردېز او ګردېس د معنی په اړه ليکي: ((د ګردېز او ګردېس له کلمو څخه داسې ښکاري، چې دا له دوو مورفيمو يا له دوو کلمو څخه جوړ ترکيب دی. ګر د غره په معنی دی، چې اوس هم په پښتو کې دا کلمه شته. په روسي کې يې ګره بولي او په ټولو سلاوي ژبو کې د ګر، ګره او ګري ريښه شته او په سانسکرېت کې د ګېري په شکل استعمالېده. ګر، چې د پښتو په اوسني ژبه کې د غر په شکل باندې پاتې دی نو دا هغه زړه کلمه ده. د دېس کلمه چې څرنګه مقدسي راوړې ده، په پښتو کې د وطن او ملک په معنی باندې ده.))
پوهاند صديق الله رښتين هم پخپل کتاب لرغونې پښتو کې د ګرديز د کليمې په اړه وايي، چې ګرديز د دوو سانسکريتي کلمو ګډ جوړښت دى، چې ګر د غر او ديس يا ديز د کلي په معنی دی.
دغه سيمه له لويه سره د غرونو د وطن په نامه يادېږي. له دې سيمې چارچاپېره غرونه راتاو دي. زموږ په فولکلوريکي رواياتو او سندرو کې هم پکتيا د غرونو او نښترو د وطن په نامه پېژندل شوی دی.
پکتيا د تاريخ په اوږدو کې خپل هغه پخوانی جوړښت له لاسه ورکړی. اوس يوازې هغې سيمې ته پکتيا ويل کېږي، چې د ګرديز لرغونی حصار په کې واقع دی. د شلمې پېړۍ په اوږدو کې پکتيکا د يوه ولايت په توګه ترې بيل شو او په تېرو دوو لسيزو کې خوست، چې د دغه ولايت يوه لويه ولسوالي وه، مستقل ولايت شو، خو افغانان اوس هم له لویه سره دغه درې واړه ولايتونه د (( لويې پکتيا)) په نوم یادوي.
لويه پکتيا د پیاوړي مدنيت څښتنه سيمه وه، تاريخ د دې ګواهي ورکوي، چې هنري پرمختګونه او پیاوړتيا د تمدن په رامنځته کولو کې ستره ونډه لري. د دغې سيمې د هنري پرمختګ يوه غوره بېلګه يوازې د ميرزکې د سیکو شتون هم کفايت کوي، چې له ميلاده څلور پېړۍ وړاندې او له ميلاده درې پېړۍ وروسته اووه سوه کلن لرغوني اثار لري. هغه سيکې، چې تراوسه د ميرزکې په خزانه کې موندل شوې دي، دا راښيي، چې د نوموړې سيمې اوسېدونکو د نړۍ تر ټولو متمدن خلک وو.
د تاريخي اسنادو او شواهدو له مخې تر اوسه د ميرزکې له خزانې څه پنځوس زره سيکې ايستل شوې دي.
((د لومړي ځل لپاره په ١٣٣٦ لمريز کال په تصادفي توګه له ميرزکې څخه يو شمير اووه لس کيزي ( مسکوکات ) را بر سيره شول. د دې خبر په اوريدلو د وخت چارواکو يو ګډ هېئت د ګرديز ښار ته وليږه. په دې هېئت کې استاد احمد علي کهزاد او په کابل کې د ( دافا ) موسسې غړو برخه درلوده. ميرزکې ته د لرغونپوهانو له رسيدو سره سم لومړنۍ څيړنې او سپړنې پيل شوې، چې په نتيجه کې يې له لسو زرو څخه زياتې اووه لس کيزي ( مسکوکات ) تر لاسه کړې، چې د هيواد په ملي موزيم کې د اووه لس کيزو ( مسکوکاتو ) تر ټولو ستره خزانه ګڼل کيده، چې له بده مرغه د خپل منځي جګړو پر مهال د ملي موزيم د نورو اثارو په څير د داړه مارانو په وسيله لوټ شول.))
له ميرزکې څخه تر لاسه شوي اثار د فرانسوي لرغونپوهانو له خوا په زيات پام وڅيړل شول او د څيړنو پايلې يې د مسيو ګيرشمن او مسيو کوريل له خوا (( په افغانستان کې د اووه لس کيزو زيرمه)) په نوم يو داسې کتاب خپور شو، چې نه يوازې له ميرزکې څخه تر لاسه شوي اووه لس کيزي په پوره تفصيل په کې پيژندل شوي دي، بلکې د هغو څيړنو پر بنسټ يې د پکتيا او شا وخوا سيمو تاريخي بهير را برسيره او د پوهيدو وړ وګرځاوه. داسې بريښيدل، چې د ميرزکې په دې لرغونې خزانه کې تر ٥٠ زره زياتې اووه لس کيزې موجودې وې، له دې ټولګې څخه يې تر لس زره زياتې ملي موزيم ته ورسيدې، چې يو شمير يې د پاکولو او مينځلو پر مهال د کيمياوي موادو په کارولو سره له منځه ولاړې او يو شمير نور يې هم ښايي د ځايي اوسيدونکو له خوا په ناپوهۍ کې بيځايه شوې وي. هغه څه چې تر ١٣٧٢ لمريز کاله پورې د ملي موزيم په ويترونو نو کې د ميرزکې د اثارو په نوم ساتل کيدې، د هغو شمير لس زرو اووه لس کيزو ته رسيدلی .
د لرغونپوهانو د څيړنو له مخې د ميرزکې په لرغونې زېرمه کې تر ټولو پخوانۍ اووه لس کيزي، ( ٥٠٠ ) پنځه سوه کاله تر ميلاد وړاندې زمانو پورې اړه لري او تر ټولو وروستۍ يې په ( ٢٢٠ ) دوه سوه شل ميلاد کلونو پورې اړوند ګڼل شوي دي. د دې لرغوني زیرمې يوه بله ځانګړتيا دا ده، چې په ټولو اووه لس کيزو کې د هغو واکمنو اووه لس کيزي نه شته، چې د هندوکش په شمالي برخو کې يې واکمني درلوده، خو د هغو ټولو واکمنو اووه لس کيزي په کې شته، چې د هندوکش په لويديځو برخو واکمن وو. د بيلګې مثلا د هر مايوس، ميناندر، ستر کنشکا او يو شمير نورو نومونه يادولای شو. دا اووه لس کيزي په زياته پيمانه مسي او نقره يې جوړې شوي دي. لرغونپوهانو دا زېرمه د جوړښت او ارزښت له مخې پر دوو برخو ويشلې ده، يو شمير هغه اووه لس کيزي دي، چې د اوږدو ميلو په څير جوړې شوې او يوازې په سيمه کې د راکړې ورکړې لپاره کارول شوي دي، چې تر ټولو پخوانۍ بلل کيږي او بله برخه يې د سپينو زرو پرې شوي او قطعه شوي اووه لس کيزي دي، چې د وخت د واکمنو نومونه او پر يو شمير يې نښانې او علايم حک شوي دي.
د مرکزي اسيا او د هند لرغون پيژندونکى« بورا شي» وايي:
چې له ١٩٩٢ م څخه تر ١٩٩٤ م پورې د ميرزکې له خزانې څخه ٤ ټنه سيکې او پنځه سوه کېلو ګرامه ګاڼې او يوه اندازه تاريخي اثار ايستل شوي، چې درې ټنه يې د سويس د پاسل په ښار کې دي، د ده په قول، دا د نړۍ په کچه ستره خزانه ده، چې له ميلاد نه وړاندې له دوهمې تر پنځمې پيړۍ پورې لرغوني اثار لري، بلکې د ځينو اثارو قدامت يې تر هاخامنشي او سکندر کبير پورې رسيږي.
په پای کې بيا هم د يادونې وړ ګڼم، چې د پکتيا پېژندنې په اړه د پکتيا د لنډ تاريخي شاليد تر سرليک لاندې دا ليکنه په هيڅ ډول بشپړه نه ده او ښايي، چې زموږ ځوان نسل د دغې سترې او تاريخي سيمې په باب لا نورې پراخې او هراړخيزې څېړنې وکړي.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!