منډيګک
افغان تاريخ

روزګان که( اوروزګان يا ارزګان او يا بل ډول؟)

0 323

اړينه يادونه:

ماددې لپاره چي په پښتو ژبه ليکنو او ويب پاڼوکښي دروزگان نوم سموليکل سي  څه موده وړاندي په يوه لنډه ليکنه کي له پښتو ليکوالواوويب پاڼودمسؤلينو نه غوښتنه کړې وه چي دروزگان نوم سم وليکي .

مگر ددې ولايت نوم ليکل تراوسه په پښتو ليکنو کښي دايرانی فارسی ژبې په دود ليکل کيږي .

ددې لپاره چي دوستان دې ټکي ته جدي پام وکړي دروزگان په ملي مهالنۍ خپرونه کي زموږ دتکړه ليکوال اوتاريخ پوه رسول باوري داليکنه نشر سوې ده.

داصلي ليکنې پيل:

د سيمود نومونو ايښودل او د زمانې په لمن کي د هغو نومونو بدلېدل د زياتي حېرانتيا خبره نه ده . دا سي چي  په سيمه کي د ميشتو وګړو کړه وړه  د بدلون په حال کي دي ، همداسي د سيمو په نومونه هم بدليږي . د سيمو د نومونو اوښتل او بدليدل  په هغه هوډ پوري اړه لري چي ميشت اولسونه او اړوندي ادارې يې د هغه نوم  د ساتلو او يا بدلولولپاره لري، د وړو کليو ، ولسواليو ، ولايتونو او حتی هېوادونو  نومونه د بيلا بيلو سببونو په وجه  اوړي را اوړي. د سيمو او ځايونو  د نومونوبدلون  او اوښتون  يوه داسي پر له پسې لړۍ ده چي سپړل او څيړل يې اسانه کار نه دئ. د دې همدې بدلونونو د څيړلو او پوهولو لپاره د نورو علمي څانګو تر څنګ د تاريخي جغرافيا  په نوم يو خپلواک دسپلين  شته چي د خپلو ځانګړو اصولو په کارولو سره مينه والو او اړوندو څيړونکو ته د هغوئ د ستونزو او پوښتونو حل وړاندي کوي.

تاريخي جغرافيا پوهان د نورو بنسټيزو دندو تر څنګ  د تاريخي سيمو د نومونو او د هغو ټاټوبو د په نښه کولو دنده هم لري چي د زمانې په بهير کي  په  بيلا بيلو نومونو پيژندل شويدي. د سيمو د نومونو د اوښتون او بدلون هغه سببونه هم برملاکوي چي  د نوم په بدلون کي اغيزمن و پيژندل شي. د تاريخي جغرافيا پوهانو په اند، د سيمو نومونه د بيلا بيلو عواملو پر بنسټ بدلون مومي. چي د هغو په لړ کي تر ټولو زيات سياسي،طبيعي،کلتوري او ژبني سببونه اغيزمن ښودل شويدي.

١ : سياسي سببونه:

د سيمو د نومونو د اوښتون او بدلون  په اړه د سياسي  عامل اغيزه تر ډيره  بريده روښانه بريښي  ،  چي   ښايې زيات لوستونکي يې دتوضيح پرته ومني  . په سيمه کي سياسي پيښي ، د اړوندي سيمي سره دنامتو شخصيتونو تړاو، د سيمي سياسي  – نظامي  ارزښت  او نور هغه اغيزمن  سببونه  دي چي د سيمو د نومونو په بدلون کي  غوښنه ونډه لري  .  د بيلګي  په توګه ، د بدخشان ولايت  يوه ښيرازه ولسوالي   د بهارک په نوم ياديږي .  چي تاريخي جغرافيا پوهانو  په بېلا بيلو نومونو ثبت او ليکلې ده ، بهارک د کوشاني پاچاهانو د څلورم ساتراپ ( ولايت ) يوه ستراتيژيکه سيمه وه او هغه وخت  د  لانشي   ( Laanshi    )  په نوم   ثبت  او ليکل شوېده .  کله چي  پر لانشي د عربي لښکرو واکمني پيل شوه نو د دې سيمي نوم يې بهارستان ( Bahaaristan    ) کښيښودئ ، او دا نوم تر هغه مهاله وساتل شو چي چنګيزيانو تر  زياتو جګړو وروسته  نوموړې سيمه  تر خپلي ولکې لاندي راوستل ، او د چنګيزي واکمنئ سره  يې يوځا نوم د بهارستان څخه په بهارک ( Bahaarak  )  واړول شو  ، چي تر اوسه هم په همدې نوم ياديږي . ( عبدا لرحمن سديد

يوه بله بيلګه  د امو سند پر څنډو پرته   ينګي کلا ( ينګي قلعه )  ده  ، چي پخوا نئ نوم  نومي  ( Numi    ) وو ، وروسته د احنف کلا په نوم ياده  شوه او اوس يې اداري او منلئ نوم  ينګي ده  ، او په  روزګان  ولايت  کي هم دا ډول بيلګي زياتي دي  . د روزګان ولايت  مرکز  ترينکوټ  ښار  لويديځ ته نږدې د داکتر  مانده  په نوم يو مانده او اړوندکلۍ شته چي  د هغي سيمي د يوه نامتو شخصيت د نوم سره تړاو لري  (*  داکتر شهسوارخان په سيمه کي نامتو داکتر ؤ چي  په غالب ګمان د ١٣٤٠ مي لسيزي په  دوهمه  نيمايې کي وفات شو  ) د روزګان ولايت اړوند  د چهار چينو ولسوالي هم يوه بله څرګنده بيلګه ده ، د لومړي ځل لپاره دا ولسوالي د پرانستلو سره سم د شهيد حساس په نوم ونومول شوه  ( مرحوم عبدالحليم حساس د دهراوت ولسوالۍ د ملا احمد لېسې فارغ او د هغې لېسې ښونکۍ ؤ چي په ١٣٥٧ لمريز کال  يې د ژوند ډيوه مړه شوه  ) ، د سياسي اوښتون وروسته بيا  د چهار چينو په نوم ياده شوه ، او اوس مهال د خبري  اژانسونو له خوا  کله د شهيد حساس او کله د چهار چينو په نوم  ياديږي .

٢ : طبيعي سببونه: 

 طبيعي پيښي هم د سيمو د نومونو په بدلون کي پوره ونډه لري .  هغسي چي د نوم په ايښوولو کي  طبيعي سببونه اغيزمن دي  ، هم هغسي  يې  د سيمو د نومونو په بدلون کي  اغيزه څرګنده ده . د يوې بيلګي په توګه د هلمند ولايت را يادوو ، هغه سيند چي د اونئ غره څخه  را پيليږي  د دايکندي  او روزګان ولايتو نو  څخه تيريږي  او بيا د کندهار يو شمير سيمي خړوبوي  ، تر هغه ورسته د هلمند ولايت ته رسيږي  . هلمند  نه يوازي دا چي د هېواد ديوه نامتو سيند په توګه پيژندل شوئ بلکي  ديوه تاريخي سيند په توګه په اوستايې متونو کي د هيتومنت او يا هومينت  په نوم هم ياد شوېدئ .   د هلمند  ولايت د نوم ايښوولو ستره انګيزه او هڅونکئ  عامل ، همدا د هلمند سيند  او د هغه سيند د اوبو څخه په زياته پيمانه ګټه اخيستنه وه .

د افغانستان په بيلا بيلو سيمو کي  د داسي نومونو څرک ليدلای شو چي د طبيعي عارضې او پيښي  سره تړاو لري ، د بيلګي په توګه د مار غونډۍ په نوم د هېواد په زياتو ولايتونو کي سيمي نومول شويدي .  په هغو سيمو کي چي د مار په څير د يوې ډبريني غونډۍ څيره تر سترګو شويده، اولسي وګړو همدا د مار غونډئ نوم ورته کارولئ دئ   . په لغمان ، پروان ، بغلان او يوزيات شمير نورو ولا يتونو کي د  دا ډول نومونو   بيلګي ليدلای شو .  د تور غره او سپين غره نومونه  هم دهغوئ د طبيعي جوړښت څخه اغيزمن شويدي .   د  خاص روزګان  د ښار شمال لويديځ لورته د ګرماو ( ګرم اب )  د سيمي نوم  د هغه تودې چيني  د شتون  سره تړاو لري  ، چي  په هغه سيمه کي  د عام او خاص د ګټي وړ ده .  په ترين کوټ کي د ښارد شمال ختيځ لوري څخه را غزېدلې مانده هم د هغو تودو اوبو په وجه د ګرماو مانده په نوم ياديږي  ، چي  د ترين کوټ ښار څخه څه ناڅه ديرش کيلومتره بر سر د تودو اوبو دچينې تر څنګ راتيريږي .  د دهراوت په زرتاله نومي دښت کي د راشکي  غونډئ  هم د دې ډول نوم ايښودلو  بيلګه ده . ( راشکه غونډئ د زرتالې دښت په منځنۍ برخه کي پرته ده چي د غنمو او يا نورو غلودانو د راشې سره ورته څيره لري ،  په دهراوت کي د ميشت اولس تر منځ دا سي فکلوريکي کيسې شته چي وايې دا غونډئ  او هغې  غونډئ ته څيرمه د کورت  کاڼو  ( قوروت  ) سيمه  چي  قروتو ته ورته دزياتو وړو ډبرو اوکاڼوڅخه ډکه ده  ټوله د هغه کارون ( قارون ) مال او ثروت ؤ چي د الله ( ج ) د قهر سره مخ شو ، ټوله طلا او زيورات يې  د قروتو په څير ډبرين کاڼي  شول  او د غنمو راشه يې په شګلنه غونډۍ واوښتل ،چي  عام اولس يې د تصغير  کاف  سره يوځای ( راشکه )  بولي  او په دې ډول نوري بيلګي .

٣ : کلتوري او ژبني سببونه:

په يوه ټاکلې سيمه کي د ميشتو وګړو اندونه او خيالات   د سيمو د نومونو په ايښو ولو  او بدلولو کي هغه اغيزمن ټکي دي چي د سياسي او نظامي زور پرته  ، پخپله د اولس  په خوښه منل کيږي  . په جوزجان  ولايت کي يوه لرغونې غونډئ شته چي د طلا تپې په نوم  پيژندل شوېده . د دې سيمي نوم د پخوا راهيسي  دهغو فکلوريکو کيسو پر بنسټ ولاړ ؤ ،  چي د اولس په منځ کي اورېدل کېدې ، د سيمو وګړو به ويل چي پخوانيو خلکوپه دې تپه کي طلا پټه کړېده چي  اوس د لويو ښامارانو په وسيله ساتل کيږي . دا فکلوريکي کيسې هغه مهال رښتيني شوې چي  د لرغونپوهانو په وسيله  په  ١٣٥٦ _ ١٣٥٧ لمريز کال هغه غونډئ وسپړل شوه او په نتيجه کي يې د اوو ( ٧ ) قبرونو څخه تر يويشتو زرو زيات طلايې اثار را بر سيره کړل . له نيکه مرغه دا اثار اوس دافغانستان ملي موزيم لپاره  ستره لرغونې شتمني  ګڼل کيږي . امو سيند ته څيرمه په تاجکستان کي د اجينه تپې په نوم يوه لرغونې تپه  شته چي د سيمي وګړي يې   د پيرانيانو  ښار ګڼي ،  او د روزګان ولايت  په مرګز تيرنکوټ کي هم دا ډول سيمي شته چي د کلتوري او عقيدتي اغيزو لاندي يې نومونه ايښودل شويدي ، چي کافر کلا د هغو ډيرو بيلګو څخه يوه ده . کافرکلادلرغونو زمانو هغه يادګار دئ چي د ترينکوټ  ښار ختيځ لورته  څلويښت کيلومتره ليري د مرابات ( مهر اباد ) ښيرازي سيمي څنګ ته  واقع ده . د دې لرغوني ودانۍپاتي شونې او نښانې لا  اوس هم  تر سترګو کيږي . کافر کلا يوه پخوانۍ ډبرينه ودانۍ ده چي پلنو او ډبلو ديوالونو يې د سيمي ميشت وګړي په دې باوري کړيدي چي دا لويه ډبرينه کلا د پخوانيو کافرانو په لاس جوړه شوېده ، ځکه يې د کافر کلا نوم ورکړېدئ .

د ژبني  سببونواغيزه  د نورو اړونکو او بدلوونکو  فکتورونو څخه زياته بريښي . ژبه د ټولني سره يوځای وده کوي او بدلون مومي ، اود ژبي  د بدلون  او اوښتون  سره يوځای  د سيمو د نومونو  بدلون  هم  را منځ ته کيږي  .  په دې برخه د څو تاريخي بيلګو يادونه کوو :    په اوستايې متونو کي  د پخواني کابل وادي سهيل لوري ته پرته ښيرازه سيمه د ګندهارا او پلازمينه يې  د هيلو په نوم ياده شوېده . ، يوناني جغرافيا پوهانو داسيمه د ګنداراتي او چينايې زيارت کوونکو نوموړې سيمه  د کين تولو په نوم ياده کړېده ،او پلازمينه يې هيلو را پيژني . د جلا الدين اکبر  دواکمنئ پر مهال په يوه لږ بدلون سره د هيلو نوم په هډه  اوهډې ته څيرمه ،  د نوي جوړ شوي ښار نوم   جلا ل  اباد کښيښودل شو . اود ټولي  سيمي نوم  لا پخوا  د ګندهارا څخه په ننګرهار بدل شوۍ ؤ  .  همدا ډول د کوبها څخه کابل او د درنګيانا څخه زرنج  جوړ شوېدئ . په روزګان ولايت کي يې تر ټوله څرګنده بيلګه د اوستايې مهال هيراويتي ده چي په لږبدلون سره يې د همدې ولايت په دهراوت ولسوالئ کي  نوم خوندي دئ .

د روزګان نوم  هم د همدې ورستي لا ميل  تر اغيزي لاندي  اړول شويدئ. په زياتو تاريخي متونو او ليکنو کي د ا نوم  ( روزګان  ) ليکل شوېدئ  ، د بيلګي په توګه عربي  نامتو جغرافيا پوه او مورخ  بلاذري د اسلامي ځواکونو د فتوحاتو په لړ کي د بغنين ، زمين داور او (  روزګان  ) نومونه ياد کړيدي ، په حدودالعالم من المشرق اللمغرب کي هم  ( روزګان ) ليکل شوې دئ  . د طبقات ناصري ليکوال قاضي منهاج سراج جوزجاني هم د پيښو په تړاو د يو شمير سيمو د نومونو تر څنګ د ( روزګان ) نوم ليکلئ دئ ، نوموړئ  د سيمو د ويش او اقطاعو د څرګندولو په برخه کي ليکي (( د سلطان غياث الدين د ژوند پر مهال وجير ، ګرمسير ، درمشان  ،  روزګان  او غزنئ د علا والدين محمد بن علی په اقطاع کي ؤ ))  .  دا د هغو تاريخي متونو يو څو بيلګي دي چي د روزګان د نوم ليکلو په اړه يادشول  . دياد شوو تاريخي متونو په ډاډ، دا په ډاګه کيږي چي د دې  جغرافيايې موقعيت  د ښودلولپاره  همدا يو رسم الخط ( روزګان ) کارول شوېدئ .

د دې ټکي يادول هم اړين ګڼم چي د ورستيو پيړيو يو شمير ليکوالو او مورخينو په خپلو اثارو کي د ( روزګان ) د ليکلو پر ځای  (( اؤرزګان  ))  يا (( ارزګان ))ليکلئ دئ ،  د بيلګي په توګه  د  تاج التواريخ  ليکوال اعليحضرت عبدالرحمن خان   (( اؤرزګان ))ليکلۍ  (تاج التواريخ  : ٢٣٢ مخ )، او د سراج التواريخ  مولف فيض محمد کاتب  دا نوم د  ( ارزګان  ) په څير ليکلئ دئ .  د بيلګي په توګه  هغه مهال  چي  فيض محمد کاتب د هزاره جاتو د بغاوت  پاې ته رسولو په تړاو د سيمي نومونه يادوي داسي ليکي  : (  د کندهار حکمران د ګيزاب ګدامدار غلام حسېن خان ته د دولتي خزانې څخه شپږ زره  کابلئ روپئ د غوړو ، غنمو ، وربيشو  او پسونو د پيرودلو لپاره ولېږل . … وروسته بيا  ځپونکي ځواکونه د فولادي لاري څخه زاولي  او له هغه ځايه  ( ارزګان ) ته ورسيدل .. . ) ( سراج التواريخ  : ٧١٦  مخ ) . داعليحضرت امان الله خان د واکمنۍ پر مهال  دجوړي شوي  لويې جرګې  د بشپړ راپور په چاپ شوې خپرونه کي د لويې جرګې  د ټولو ګډونوالو نومونه ليکل شويدي ، او په دې  لړ کي د روزګان د استازو نومونه  هم شته  ، چي  د روزګان او شا او خوا سيمو څخه نوموړي لويې جرګې ته داستازو ، مخورينو او قومي مشرانو په نوم  راغلي وه .  د دې استازو د نومونو تر څنګ د د سيمي نوم هم ليکل شوېدئ ، په دې  خپاره شوي اثر کي هم  د روزګان نوم په ( ارزګان ) ليکل شوی دئ . د بيلګي په توګه  وکيل عبدالغفور خان کاکړ  ، دلاور خان ،  محمد شريف خان  مهاجر ، حاجي محمد عمر خان  ، بلاد خان ، حاجي خدايداد خان  ، عبدالرحيم خان ، غلام محمد خان  ، داد محمد خان خروټئ ، شهزاده خان  ، عبدالغني خان اڅکزئ  د  ( ارزګا ن ) څخه . د ياديدو ده چي  يادشوي ښاغلي  يوازي د روزګان  د اداري واحد استازي وه .    ( دا نومونه د راپور په بيلا بيلو پاڼو کي   د ٤٣٥ پاڼي څخه تر ٤٤٣ پاڼي  پوري ثبت دي  : رويدادهای لويه جرګه ١٣٠٣ در پغمان ) د روزګان د نوم ليکلو تيروتني ته په پام سره علامه  عبدالحئ حبيبي هم  په خپل (  جغرافيايې تاريخي افغانستان )   نومي اثر کي  په مکرره توګه ليکلي چي دانوم په تاريخي متونو کي  روزګان  راغلي خو ميرزائېان يې دارزګان يا  اورزګان په ډول ليکي  ( جغرافيايې تاريخي افغانستان :  ١٣٦ مخ ) .

د روزګان  د ليکلو دود په زياته پيمانه د هغو ليکوالو له لوري  په اوښتي ډول ليکل کيږي چي  د دري ژبي  ليکدود سره  تړاو لري . د دري ژبووګړو تر منځ په وياندي ( شفاهي ) ادب کي عادي او معمول ده چي   يو شمير   نومونو  او يا کليموته  د الف توري   زياتوي  اود خپلي مفاهمې لړۍ جاري ساتي  او د انديښنې پرته د خپل پام وړ  کليمه يا نوم  د ويلو وړ ګرځوي ، د بيلګي په توګه يوشمير هغه نومونه او کليمې چي  د  ( س ) په توري پيليږي ، د هغوسره د الف په زياتولو نوم ته بله څيره او نوئ املايې او ليکنيز ډول ورکوي  ، چي  په پښتوژبه  کي  د ( ستر ) کليمه  په ( استر ) او  د ( سپين ) کليمه  په ( اسپين ) يې څرګندي بيلګي دي . د روزګان د نوم  بدلون په ( اروزګان )  هم  همداسي يو اوښتون  دئ ، چي دري ژبو ليکوالو هغه شان چي  اوريدلي يې دي او يا يې ويلي دي  ، د نوم اصل  او منشا ته يې د پام کولو پرته ، په ((  ارزګا ن ))  يا ((  اوروزګان ))   ليکلئ  او معمول کړيدئ .

د يادېدو وړده چي  د روزګان ولايت نوم د  اعلی حکمرانئ  له مهاله  پاته دي  . د اعلی حکمرانئ  لومړنئ مرکز  اوسنئ خاص روزګان ؤ . په افغانستان  کي د ١٣٤٢ لمريز کال  اداري ويش له مخي  د روزګان اعلی حکمرانئ  ته د ولايت نوم ورکړل شو او پر هغه حکمرانئ يې ديو شمير نويو اداري واحدونو د زياتولو او د يوشمير نورو دليري کولو تر څنګ يې تيرين کوټ هم  د روزګان ولايت د مرکز په توګه  ياد کړ . هر هغي پريکړي يو کال وروسته  د ولايت چاري  په ترينکوټ کي پيل شوې ، او په دې ډول اداري چارواکو د ولايت نوم روزګان او د پخواني اعلی حکمرانئ  مرکز يې  د خاص روزګان په نوم ومنۍ  ، چي تر اوسه هم په ادارې چارو کي  مراعات او کارول کيږي  ، په داسي حال کي چي د روزګان د نوم سره د خاص کليمه مښلول څخه بله موخه نه وه  ، د خاص کليمه  يوازي د ولايت د نوم او د هغه ادارې واحد تر منځ د بيلتون او تفکيک په نيت معمول  وګرځول شوه .

د دې لپاره چي د روزګان تاريخي نوم  وساتل شي ، د ولايت او هېواد په کچه  اړوندي ادارې او  ليکوالان ، بايد په پر له پسې توګه  د تاريخي متونو په څير د روزګان  نوم  په خپل رښتيني بڼه  ( روزګان )  وليکي ، ويې لولي او وه يې وايې . او هم د دې نوم  تاريخي بڼي ساتلو ته هوډمن پاته شي.

د روزګان تاریخي سیمې او ځایونه…
(۱) ـ د سلیمان تخت
سلیمان تخت د دهراود په ولسوالۍ کې تورېستي سیمه ده، د سلیمان تخت غر د مرکز ترینکوټ او دهراود لويې لارې تر څنګ پروت دی.
سلیمان تخت غر د دهراود ولسوالۍ جنوب لورته پروت دی، دا غر د کندهار ولایت د نېش ولسوالۍ شمال لوري ته هم سرحد لري.
دغه غره ته ځکه د سلیمان تخت غر وایي چې دلته د دې غره په سر کې د سلیمان پیغمبر تخت کېنول شوی دی، په کوم ځای کې چې د سلیمان پیغمبر تخت ایښودل شوی هغه ځای یو پراخه میداني لري هلته یو زیارت جوړ شوی دی او د غره په لمنه یا لاندنۍ برخه کې د کټه سر بابا په نوم زیارت هم شته چې هلته خلک د ځینو امراضو د علاج او همداراز د مېلې کولو په خاطر ورځي.
د دې غره لمن یو ځنګله ته ورته دره یا باغ لري چې هلته د بادام ونې زیاتې دي او نورې ونې هم شته، دا غر ډېرې ښې اوبه لري، هلته دوه د اوبو چینې شته، یوه د غره په نیمایي برخه کې ده چې اوس‌یې اوبه وچې شوي، خو دوهمه چینه چې د غره لمنه کې پرته ده اوس هم رڼې اوبه لري چې دا اوبه شااوخوا تر ۲۵ جریبه پورې ځمکې خړبولای شي.
دهرواد ولسوالۍ کې هر کال د سلیمان تخت په نوم کلنۍ مشاعره هم جوړېږي.
(۲) ـ #کافر_کلا
کافر کلا د ارزګان ولایت د مهراباد په سیمه کې د ترینکوټ د سیند غاړې ته نږدې موقیعیت لري چې د دې لرغونې کلا څنګ ته د خاص ارزګان ولسوالۍ لویه لار هم غځېدلې ده.
دا کلا پخوانی تاریخ لري، دغه کلا کې د بهرنیو هېوادونو نظامي پوځونه اوسېدل، دا لرغونې کلا د یو لوړې غونډۍ پر سر ده چې غره ته ورته ده، د ډبرو دېوالونه د یو او بل سره تړلي او د ډبرینو برجونو ځیني اثار اوس هم په‌کې لیدل کېږي.
دغه کلا په سر کې ځیني سر پټي اطاقونه هم لري، د کلا له سره یو تونل هم شته چې د کلا د سر څخه بیا د ترینکوټ تر سیند پورې غځېدلی چې اوږدوالی یې تر ۷۰۰ مترو پورې رسېږي.
د دې تونل څخه بهرنیانو د اوبو اکمالات کول او تونل په پخه خښته جوړ شوی دی.
دې کلا ته ځکه کافر کلا وايي چې دلته بهرنیان یا کافران اوسېدل.
(۳) ـ #کلا_مورچه
کلا مورچه ترکیبي نوم دی چې کلا د “لوی کور او پراخې حویلۍ” په معنی او مورچه بیا د پښتو ژبي “مورچل” ته نږدې کلمه ده چې د عسکرکوټ یا یوه دفاعي سنګر معنی ورکوي.
هلته د جوړو شویو مورچلو دېوالونه د پخو خټو څخه جوړ شوي دي “د کورونو لپاره د خټو زیات اړول او را اړول او تر پښو لاندې ویلي کول او ګډول داسې حالت ته رسېږي چې په موقع کارولو وروسته‌ يې مقاومت ډېر زیات وي، د دې خټو سره ځيني نور مواد لکه وچ پروړ او نور مواد هم ګډ شوي چې ورته پخې خټې وايي.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!