منډيګک
افغان تاريخ

د میرویس نیکه ډیپلوماسي او د هېواد آزادي

حیات الله آریا

0 632

د شپاړسمې پېړۍ له پیل څخه افغانستان د سیاسي او عرضي تجزیې بلا په غېږ کې ونیول، چې تر (۱۷۰۹ م. ) پوري یې دوام وکړل. په افغانستان کې د تجزیې دوره د اروپا له رنسانس دورې سره همزولې وه، چې په اروپا کې په هر اړخیز ډول اصلاحات او ریفورم روان و.کلیسا خپل واک له لاسه ورکړل، ملي دولتونه تاسیس شول، صنعتي، ادبي، هنري او عقیدوي رنسانس د فرانسې د ستر انقلاب د بري رېښو ته اوبه اچولې. افغانانو د تجزیې په دې دوره کې درې لوی زیانونه ولیدل؛ له سوداګرو ډک ښارونه یې خالي شول، لوی عالمان او پوهان مجللو او مجذوبو دربارونو ته جلب او جذب شول. د ټولنې خلکو د پردیو پوځونو او لښکر کشیو باج او بال په اوږو واخیستل.
د افغانستان شمال د ازبکي، ختیځ یې د ګورګاني او جنوب یې د صفوي دربار تر واک او ځواک لاندې و، چې په وړاندې یې د روښانیانو، خټکو او هوتکو مبارزې جارې وې. له دې درېګونو جبهو څخه جنوبې جبهې د میرویس نیکه د ډیپلوماسي په نوښت او بنسټ د هېواد خپلواکې تضمین کړه. د روسیې نومتی سیاستوال آسټالین وایې « ښه ډیپلوماسې د یوې فرقې کار کوي » د میرویس نیکه ډیپلوماسي چې د معاصر افغانستان د آزادي باب یې پرانستل یوه ښه ډیپلوماسي وه او په لاندې مهارتونو او تکړه توبونو یې ډډه وهلې وه .
موقع پېژندنه: افغانستان چې د بلواکۍ تورې دورې له پرمختګ څخه په شاه ټېلواهه، له یوه بل ګواښ سره مخ شو هغه دا چې صفوي دربار د کندهار کلانترۍ ته یو جدید الاسلامه ظالم سړی د ګورګین په نوم ( ۱۷۰۵ م. ) کې را ولېږل دا مهال میرویس نیکه د قام مشري په غاړه لرله. تند روه ګرګین ډېر ژر د میرویس نیکه له موقف، دراکت او سیاست څخه متاثره شو او د اصفهان دربار ته یې د امپراتوري د سیسه ساز بندي په حیث ولېږل.
میرویس نیکه د یو فرصتشناس او موقع پېژاند سیاست مدار په حیث د صفوي دربار فساد او خپلمنځي اختلافات د خپل ولس د خپلواکۍ په نفعه استفاده کړل. دربار ته یې د ګرګین د بد چلند په اړه مقنع او مستدلل دلایل وړاندې کړل. میرویس نیکه د یو پیاوړي دیپلومات په حیث خپل موقف له سیاسي زولانه توبه د مشاور مقام ته لوړ کړل. موقع پېژندنه د میرویس نیکه د ديپلوماسي اصلي آر و.

ميروس نيکه/انځورګر: برېښنا

د مذهبي ټولنې په رمز باندې د پوهېدنې ځانګړنه: میرویس نیکه چې د ولس د آزادولو په پروژه باندې فکر کول، د شاحسین په وړاندې یې خپل اعتبار لوړ کړی و او له هغه څخه یې د حج کولو اجازت واخیستل. میرویس نیکه له حج کولو څخه ډېرې درنې ملي موخې لرلې، د یوه جامعه شناس او انټرپولوجیسټ په حیث دې پایلې ته رسېدلی و، چې د یوې مذهبي او کلکې سنتي ټولنې لپاره مذهبي تقدسات لومړیتوب لري، نو د خپلې مبارزې د مشروعیت لپاره یې ولس ته د حجاز له نوموتو عالمانو څخه لیکلې فتواوې راوړې. په دې مستندونو کې راغلي و، چې د یو جابر او اشغالګر په وړاندې غږ او ځوږ پورته کول انساني او اسلامي حق دی.

د ميروېس نيکه د زيارت دننه د انځورونو بيلګه

په جرګه وال سیسټم د پېښو تحلیل او حل: له حج کولو ورسته د اصفهان دربار میرویس نیکه د ګرکین د ټولنیز مشاور په حیث را ولېږل. میرویس نیکه د لوړې سیاسي پوهې په بناء نه یوازي ځان وژغول، بلکې د ګرګین سیاسي مشاور وټاکل شو او د هېواد د خپلواکۍ لپاره یې په زړه پوري مراحل طی کړل. میرویس نیکه کندهار ته له راستنېدو سره سم له قومي مشرانو سره جرګې پیل کړلې او د « شاورهم فی الامر » آیت مبارک په بناء باندې یې خپل پلان د اسلامي او لرغوني افغاني دود ( جرګې او شورا ) له لارې د محبوبیت، قاطعیت، موفقیت او مشروعیت موقف ته لوړ کړل. په جرګه کې میرویس نیکه دوې سیاسي خوبایانې لېدلې؛ د ټولو قومونو د مشرانو اتفاق او انسجام او د افغاني او اسلامي سنت پيروي.
د میرویس نیکه لیکونه: میرویس نیکه د سیمې په وضعیت او سیاسي جریانونو باندې د وخت اګاه او باخبره شخص و، نو هغه و، چې د هند او د اصفهان دربار ته یې د لیکونو لېږلو سیاست کار لاندې ونیول.
۱ـ د هند دربار ته لیک: له افغانستان څخه د صفوي واک او لاس له لنډولو ورسته میرویس نیکه سیاسي چارو ته نور هم فارغ شو او د هند ګورګاني دربار ته یې لیک ولېږل، په لیک میرویس نیکه د ښې همجوارۍ غوښتنې تر څنګ د متقابله همکاریو وړاندیز هم کړی و. په دې لیک کې د دربار ته لیکل شوي و، چې صفوي دربار د یو لاس درازونکي سیاست په بناء سیمه تهدیدوي، نوبناء د هند مسلمان حکومت او هوتکي دربار د ګډې مذهبي حنفي سلیقې له مخې باید یو د بل ملا وتړي.
۲- د اصفهان دربار ته لیک: صفوي دربار ته د میرویس نیکه لیک لېږنه د ده د فوق العاده سیاسي دراکت او ښې همجوارۍ غوښتنې مستند دی. په دې لیک کې میرویس نیکه دربار ته څرګنده وي، چې د ګرګین مظالمو عامله قوه را وپاروله او ما د خپل قام د مشر په توګه یاده قوه رهنمایې کړه. دغه لیک د اصفهان دربار دومره مشوش کړل، چې د فوري فوځي خوځښت ګام یې وانه خیستل. پایله

د حاجي ميرويس خان نيکه د کور عکس: عکاس: عبدالعلي افغان

میرویس نیکه د افغانستان د تاریخ یو پیاوړی سیاست پوه اوښه ډیپلومات دی. نوموړی د یو فرصتشناس سیاست وال په حیث په ډېر لږ پوځي ځواک خو په ښه سیاست او ډیپلوماسي باندې خپل ولس ته آزادي ور وبښله. نوموړي تر تشدد او جګړې وړاندې په سیاسي او فکري حللارې باندې باور لرل، چې د غه اصل یې د لوړ انساني خوی ښکارندوی دی. د میرویس نیکه سیاسي ایډیالوجي له موقع پېژندنې، قامي انسجام، په وسیمه ییز وضعیت باندې له پوهېدنې، له خلکو او هېوادنو سره په اړیکو جوړولو باندې استواره وه. میرویس نیکه د ځوان کهول د روزنې، فکري او سیاسي ځواکمنۍ ښه ایډیال کېدای شي.
ماخذونه:
۱- افغانستان د تاریخ په تګلوري کې، لیکوال، میر غلام محمد غبار.
۲- افغان هوتکي پاڅون، لیکوالان بېلا بېل، د سیمینار د مقالو ټولګه.
۳- د کندهار پاڅون او د ایران صفوي دولت، لیکوال، محمد اعظم سیستاني
۴- د خپلواکۍ لمر څرک، لیکوال، الحاج امان الله هوتک
۵- افغان ملي تاریخ، لیکوال، قدرت الله حداد فرهاد لومړی او دوهم ټوک.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!