منډيګک
افغان تاريخ

افغانستان په څوارلسمه پېړۍ کې

هاشم مهمند

0 408

د روانې ۱۳۹۹هجري شمسي کال په ختمېدو سره نه یواځې یو کال، بلکه څوارلسمه هجري شمسي پېړۍ هم پای ته رسېږي. په نړیوالو رسنیو کې دا رسم دی چه د هر کال په پای کې د بشري ټولنې پر ټولو مهمو پېښو، بدلونونو، لاس ته راوړنو او پرمختګونو تفصیلي راپورونه خپرېږي. د هر هېواد کورنۍ رسنۍ هم په ځانګړې توګه د خپل هېواد بدلونونه، مهمې پېښې او لاس ته راوړنې ارزیابي کوي او هڅه کوي د خپل هېواد د سیاسي، اقتصادي، اجتماعي، فرهنګې او نورو بېلابېلو برخو حالت او څرنګوالی انځور کړي. خو دا چه دا تصویرونه څومره واقعبینانه او ریالستیک دي جلا خبره ده، ځکه په ټولنه کې د بېلابېلو اجتماعي، سیاسي او مذهبي ډلو موجودیت چه هر یو یې خپله جهان بیني او لیدلوری لري او د رسنیو له لارې په ټولنه کې خپل حضور څرګندوي، مسایلو ته د خپلو ایدیولوژیو، ډله ییزو او حزبي ګټو له اړخه ګوري او کله هم له تاریخي څرګندو واقعیتونو څخه انکار کېږي.

همدا ستونزه د افغانستان د تېرې یوې پېړۍ د بدلونونو او تاریخي پېښو د انځورولو په برخه کې هم شته او ډېر دي داسې کسان او ډلې چه په هېواد کې د تېرې یوې پېړۍ هر مثبت او بنیادي تحول او بدلون ته د شک په سترګه ګوري او حتی په شدیدو کلماتو یې غندي. د دې یو علت د تاریخ څخه بېخبري او ناپوهي ده. همدا شان په هېواد کې د دینی، مذهبي، قومي او جنسیتي تعصب او تبعیض موجودیت د تور او سپین او احساساتي قضاوتونو باعث ګرځي او واقعیتونه تر پښو لاندې کېږي.

د نېکه مرغه په وروستیو کلونو کې د هېواد یو شمېر تاریخ پوهانو، محققینو او لیکوالانو د افغانستان پر معاصر تاریخ له سره کتنه کړې ده او په خپلو تحقیقاتي لیکنو، رسالو او کتابونو کې یې د اولس له نظره ډېر پټ پاته شوي حقایق او واقعیتونه په مستنده توګه راسپړلي او د تاریخ مینه والو ته یې وړاندې کړي دي، چه ما هم د دې راپور په لیکلو کې د پوهاند حبیبي، میر غلام محمد غباراو محمد کاتب هزاره د آثارو تر څنګ د همدغو منورو شخصیتونواو استادانو لکه پوهاند ډاکتر سید عبدالله کاظم، اکاډمیسین محمد اعظم سیستاني او نورو څخه استفاده کړې ده.

په دې لیکنه کې چه د څوارلسمې پېړۍ په اوږدو کې د افغانستان د مهمو تاریخي پېښو لنډه یادونه شوې، د تېرې پېړۍ پر درېیو مهمو دورو چه په هره دوره کې یې د اولس د آرمانونو د پوره کېدو او په هېواد کې د یوه پرمختللي، قانون محوره سیاسي نظام او ملي واکمنۍ هیلې رابرسېره کړې خو وروسته د بهرنیو دښمنانو او کورنيو مرتجعو مذهبي او نورو افراطي ډلو د ګډو دسیسو او توطئو په نتیجه کې له ناکامۍ سره مخامخ شوې رڼا اچول کېږي؛ خو هغه کسان چه غواړي د دې تاریخي پېښو له ټولو جزییاتو خبر شي باید د دغو استادانو لیکنو او کتابونو ته مراجعه وکړي.

 لومړی – د غازي امان الله خان د پاچاهۍ دوره

د څوارلسمې پېړۍ تر پیل دوه کاله مخکې یعنې د ۱۲۹۷شمسي کال د حوت په میاشت کې اعلیحضرت امان الله خان غازي د افغانستان پاچا شو. د ده د پاچاهۍ لس کلنه دوره د افغانستان په معاصر تاریخ کې تر ټولو ځلانده دوره بلل کېږي. د هېواد نامتو تاریخ پوه او محقق اکادمیسین محمد اعظم سیستاني لیکي:

«تر احمدشاه بابا وروسته، غیر له داود خان څخه، هېڅ پاچا، شهزاده یا امیر د غازي امان الله خان سره د مقایسې وړ نه دی.»

 دی زیاتوي:

– «امان الله خان لومړی پاچا و چه د انګرېز له استعماره یې د هېواد خپلواکي وګټله؛

– امان الله خان یواځنی زعیم و، چه د ښځو او نارینه وو او د ټولو وګړو د بشپړو مساوي حقوقو د تامین په لاره کې یې هلې ځلې وکړې او حتی همدې هدف ته د رسېدو په لاره کې یې خپله پاچاهي له لاسه ورکړه؛

– آمان الله خان د افغانستان د خلکو دپاره داسې اساسي قانون تصویب او تطبیق کړ چه په هغه کې ټول حقوقي اساسات په بهترینه توګه په پام کې نیول شوي وو؛

– امان الله خان د افغانستان لومړی واکمن و، چه په ټول هېواد کې یې د معارف د خپرېدو په برخه کې اوچت ګامونه پورته کړل او حتی په خپله یې د اکابرو په کورسونو کې درس ورکاوه.»

د اجتماعي، اقتصادي او فرهنګي پلوه د امان الله خان د واکمنۍ د دورې په پیل کې افغانستان یوه ډېره وروسته پاتې، استعمارځپلې، جاهله قبایلي ټولنه وه چه په هغې کې مذهبي محافظه کارو ډلو، د انګرېز په مرسته واردو شویو روحانیونو، جاسوسانو او خرڅ شویو قومي مشرانو ډېر نفوذ درلود.

د خلکو د پوهې کچه ډېره ټیټه او د خرافاتي فکرونو، روایتونو او افسانو تر اغېز لاندې وو. نو طبیعي ده چه په داسې یوه ټولنه کې د پراخو اصلاحي پروګرامونو پلي کول آسانه کار نه و. افغان لیکوال او محقق فضل غنی مجددي لیکي:

«امان الله خان چه پوځي زده کړې یې کړې وې او د ښکار او ټینس لوبې سره یې مینه درلوده، په خصوصي مجلس کې به یې د هر چا خبرې په ډېر دقت اورېدې او د ملایانو سره به یې پر دیني او مذهبي مسایلو اوږده بحثونه کول. دی هغه وخت چه لا ۱۵ کلن و ویلي وو چه زه په رشتیا د خپل هېواد په وروسته پاتې توب شرمېږم او د خلکو د ناپوهۍ او جهالت څخه رنځ وړم.»

غازي امان الله په ۱۲۹۷ هجري شمسي کال د افغانستان پاچا شو. میر غلام محمد غبار په خپل (افغانستان در مسیر تاریخ) کتاب کې لیکي:

«د فبروری په څلورویشتمه د کابل په مرادخاني کې د اردو د عسکرو په شمول د خلکو لویه غونډه جوړه شوې وه. امیر امان الله خان چه پر آس سپور و او یوه لوڅه توره یې پر ملا ځړېده د خلکو منځ ته ننوت او خپله مشهوره تاریخي وینا یې وکړه. ده د بهرني قدرت (انګرېز) څخه د افغانستان د خپلواکۍ او د هېواد په دننه کې د فردي آزادیو او د عدالت او برابرۍ د تامین اعلان وکړ او د خپل دولت د صداقت او رشتینولۍ په اړه یې څرګندونې وکړې چه د حاضرینو د خوشحالیو په ولولو بدرګه شوې.»

په ۱۲۹۸ هجري شمسي کال د ځوان ټولواک امان الله خان تر قیادت لاندې افغاني مېړنیو د انګلیس د استعماري قوتونو په وړاندې په مېړانه جګړه پیل کړه او استعماري قدرت یې متارکې او د افغانستان د خپلواکۍ په رسمیت پېژندلو ته مجبوره کړل.

د ۱۲۹۸ شمسي کال د اسد میاشتې پر اته ویشتمه امان الله خان د سولې موافقه توشیح کړه او همدا ورځ تر ننه پورې په هېواد کې د خپلواکۍ د ګټلو د ورځې په توګه لمانځل کېږي.

 د اماني دورې لویه ستونزه دا وه چه د اولس لوی اکثریت بېسواده او د جهالت په تیارو کې بند پاته وو، همدا وجه وه چه ده تر ټولو لومړی په ټول هېواد کې د ښوونځیو جوړېدو او د معارف پراختیا ته پاملرنه وکړه.

د ښاغلي سیستاني په وینا:

«غازي امان الله خان په مرکز او ولایاتو کې د ښوونځیو په جوړولو او د عصري علومو په تدریس کېدو په هېواد کې د علم او معرفت څراغ روښانه کړ. ده همدا شان د ښځو د حقوقو د تامین په لاره کې د دوی زده کړو او تحصیل ته پاملرنه وکړه او د ښځو دپاره یې ښوونځي او روغتونونه تاسیس کړل او ښځې او نارینه یې د علم او پوهنې لوري ته وهڅول.»

امان الله خان او مېرمن یې ملکه ثریا دواړو د ښځو پر تعلیم او روزنې ډېر تاکید کاوه. ډاکتر پوهاند سید عبدالله کاظم په دې اړه لیکي:

 «د ښځو تعلیم او روزنه د حکومت د اصلاحي پروګرام مهمه برخه وه. په ۱۹۲۰ میلادي کال کې یوه اداره د معارف د څار ادارې په نامه منځ ته راغله او وروسته د یوې موسسې له خوا چه انجمن علمیه بلل کېده د ښځو دپاره د زده کړې یوه طرحه جوړه کړه. د همدې کال په پای کې په افغانستان کې د ښځو لومړنی ښوونځی چه مکتب مستورات نومېده تاسیس او په فعالیت پیل وکړ. دا ښوونځی د پاچا د کورنۍ د ښځو له خوا اداره کېده او ملکه ثریا په خپله پر دې ښوونځي څارنه کوله. د ملکې مور چه اسما رسمیه نومېده او د علامه محمود طرزي مېرمن وه، د دې ښوونځي مدیره وه. په دې ښوونځي کې پنځوسو انجونو چه ټوله د پاچا د کورنۍ غړي وې، زده کړې کولې.»

د امان الله خان د پاچاهۍ په دوره کې د هېواد په فرهنګي چارو کې لوی بدلون راغی. په کابل او ولایاتو کې په لسهاوو ورځپاڼې او مهالنۍ د مطبوعاتو ډګر ته داخلې شوې او د کتابونو او مهالنیو د چاپ د پاره چاپخانې جوړې شوې. همدا شان د معارف په برخه کې لوی بدلون راغی او په هېواد کې د لسګونو لېسو او مسلکي ښوونځیو دروازې د زده کوونکو پر مخ پرانیستلې شوې.

د امان الله خان په دوره کې که څه هم سیاسي ګوندونه په قانوني توګه منځ ته نه وو راغلي، خو یو زیات شمېر روشنفکرانو او سیاسي شخصیتونو چه د مشروطیت د نهضت پلویان وو، د هېواد په سیاسي چاپېریال کې فعالیت درلود.

د میر غلام محمد غبار په وینا امان الله خان دغو شخصیتونو ته د «جوانان افغان» نوم ورکړی و. دوی پر دوو ډلو ویشل شوي وو. یوه ډله د عبدالرحمن لودین په مشرۍ د بنیادي او تر یوه حده انقلابي بدلونونو غوښتونکي وو. لودین په ۱۹۳۰ میلادي کال د نادرخان د واکمنۍ په دوره کې اعدام شو. ملګري یې تاج محمد خان پغماني او فیض محمد خان هم په همدغه کال په توپ والوزول شول. یو شمېر یې لکه سعیدالدین، مرزا عبدالرحمن، محمد انور بسمل او مرزا نورمحمد په اوږدو کلونو زندان محکوم شول.

د دوهمې ډلې مشري میرسید قاسم خان کوله. د دې ډلې پلویان عبدالهادي داوي او فقیر احمدخان دواړه په ۱۹۳۳ میلادي کال زنداني شول خو فقیر احمد خان په اعدام محکوم شو. بل ملګری سید غلام حیدر پاچا په زندان کې وفات شو. غلام رضا خان د داوي په شان په ۱۳ کاله بند محکوم شو او فیض محمد خان ناصري، عبدالحسین خان عزیز او په خپله د دې ډلې مشر میر سیدقاسم لومړی په اعدام خو ورورسته په عمري قید بندیان شول.

 د امان الله خان د دورې اساسي قانون د ۱۳۰۱ هجري شمسي کال د حوت میاشت په لویه جرګه کې چه په پغمان کې دایره شوې وه په ۷۳ مادو کې تصویب شو. د دې اساسي قانون د درېیمې مادې هدف د تبعیض او بېعدالتۍ له منځه وړل وو او د افغانستان د ټولو وګړو او اتباعو تر منځ د بشپړو مساواتو یعنې د مساوی حقوقو د تامین په اړه ده. په دې ماده کې راغلي:

«د افغانستان پایتخت ښهر د کابل دی او ټول تابعان، خلق د افغانستان ته نظر د حکومت په یوه کتنه ګوري چه خلق د کابل نسبت د نورو ښهرو او علاقو رعیت ته هېڅ فرق او بېلوالی نه لري.»

د غازي امان الله خان ډېره پاملرنه د معارف پراختیا او د ښوونځیو او مدارسو او د اولس د عمومي پوهاوي د لوړولو په هدف د ورځپاڼو خپرېدو ته وه. د دې دورې د اساسي قانون په اته شپېتمه ماده کې راغلي:

«رعیت او تابعان د افغانستان ته، زده کول د ابتدایي درجې د علم لازم او ضرور دی. درجې او ښاخونه د تعلیم په یوه خاصه نظامنامه کې ښکاره دي چه موافق له هغې سره زده کړې کېږي.»

په دې اساسي قانون کې د عدالت د تامین په خاطر د بشري حقوقو اصل ته پاملرنه شویده او د جرمي مسایلود تحقیق او څېړنو په بهیر کې د چارواکو د تېریو او زور زیاتیو مخنیوی شوی دی.

 ۲۴ ماده وایي:

«شکنجه، پانه کېده، نور قسمونه د زجر، وهل ټکول ټول موقوف دي. بیرون له حکمونو د شرع شریف او نظامنامو د دولت چه سم له حکمونو د شرع سره تنظیم او جوړې شوي دي، هېچا ته مجازات نه ورکول کېږي.»

پوهاند عبدالحی حبیبي چه د ده په قول د اماني دوره یې له پیله تر پایه له نژدې لیدلې او څارلې ده او د هغې دورې د شخصیتونو او د نظر خاوندانو د افکارو سره آشنا و، لیکي:

«باید د یو بېطرفه مشاهد په توګه ولیکم چه د دوهم مشروطیت د لومړيو او کښتو قطارونو غړو، تر هغه چه سیاسي اقتدار ته نه وو رسیدلي، ټولو په ډېر صداقت او اخلاص هلې ځلې وکړې چه د قدردانۍ وړ دي او باید د دوی د قربانیو څخه مننه وشي، ځکه دوی یو زوړ او فرسوده نظام ړنګ او د نوي افغانستان بنسټ یې کښېښود. دا د دوی د هلو ځلو په نتیجه کې وه چه د نوي ژوند د پیل لس مهم اساسات منځ ته راغلل چه د افغانستان په تاریخ کې نه هېرېدونکي دي.

 اماني لس کلنه دوره په عامه توګه د هېواد د تاریخ نېکمرغه کلونه بللای شو، چه د مغرضو بهرني او کورني کړیو دښمني یې راوپاروله. خو په خپله غازي امان الله خان چه هېواد ته یې خپلواکي وبخښله یو ډېر مخلص، د پاک زړه خاوند او خیرخواه ځوان و، چه د خپل هېواد او اولس سره یې مینه درلوده او د نوي ژوند د پیل د لسو اصلونو په طرح کولو کې یې فعاله برخه درلوده اود هغو د لاس ته راوړلو په لاره کې یې جدي هلې ځلې وکړې او په همدې وجه د افغانستان تاریخ به تل د ده نوم په ښو یادوي او د هېواد نوي نسلونه باید د ده د کارونو په قدر پوه شي او تل یې نوم په نېکۍ یاد کړي، ځکه د ده ښه اعمال د ده تر سهوو او اشتباهاتو زیات وه.»

پوهاند حبیبي د اماني دورې د نوي ژوند د پیل لس بنیادي اصلونه داسې معرفي کوي:

«۱ – د افغانستان د استقلال د ګټلو په کار کې تر ټولو وړاندې او د خپلواکۍ د جګړې په بهیر کې د استعمار پرضد د جګړې لارښوونه او قومانده؛

۲ – د خپلواکۍ د ګټلو وروسته نړۍ ته افغانستان د یو آزاد او خپلواک هېواد په توګه معرفي کول او د نړۍ د هېوادونو سره سیاسي اړیکې ټینګول؛

۳ – په رسمي توګه په افغانستان کې د اسارت لغوه کول او د هغه بقایا له منځه وړل؛

۴ – د معارف پراختیا، د ښوونځیو او مدارسو پرانیستل او په ټول هېواد کې د وطن د اولاد د روزنې او عمومي پوهاوي د سطحې د لوړولو او د ژبې د پیاوړي کېدو په مقصد د جرایدو خپرول؛

۵ – د وظایفو د تفکیک په مقصد په ادارو او دفترونو کې نوي تشکیلات منځ ته راوړل. د نوي محاسباتي سیستم په پلي کولو سره د دولت د بودجې د ښه تنظیم په مقصد د مالیې د ټولولو په سیسټم کې تغییر راوستل او د ګمرکونو او نورو مالي او حسابي ادارو تاسیسول؛

۶ – د ملي عنعنوي لویو جرګو دایرول او د دولتي او ملي شوراګانو د انتخاباتو د قوانینو خپرول؛

۷ ـ د مسوولې کابینې تشکیلول او د درې ګونو قواوو یعنې د اجرائیه، مقننه او قضایه قواوو تر منځ تفکیک او د چارو د څارنې د مرکزونو (وزارتونو) ټاکل؛

۸ – د پوستې او د تیلیفون په شان د نورو لازمو خدماتو وړاندې کول لکه مځکني او هوایي سفر او د موټرانو د پاره د سړکونو جوړول او د ښار جوړونې او وطني محصولاتو تولیدول؛

۹ – د لوړو زده کړو له پاره بهرني هېوادونو ته د ځوانانو استول؛

۱۰ – د اولس او دولت د حقوقو پراساس د اساسي قانون ترتیب او انتشاراو د نورو اداري او قضایي چارو د اجراآتو د قوانینو خپرول او په هېواد کې د قانونیت د روحیې پیاوړي کول.»

پوهاند حبیبي لیکي:

«دا د اماني دورې د نېکو کارونو نېکمرغه پیل و، چه تاریخ او یو بیطرفه انساني قضاوت یې هېڅکله هم نه شي هېرولای.»

د غازي امان الله خان لس کلنه واکمني د تجدد، ملي بیدارۍ او رنسانس دوره وه. دی یو آزاده، د لوړ ملي غرور خاوند دیموکرات واکمن و، چه تل به یې بې له دې چه باډيګارډان ولري د خلکو په غونډو کې ګډون کاوه او خلکو ته به یې د خپلواکۍ د اهمیت او هېواد ته د خدمت کولو په هکله ویناوې کولې.

خو متاسفانه داسې خلک هم شته چه یا د ناپوهۍ له وجې یا هم دا چه د مرتجعو ملي ضد کړیو تر تاثیر لاندې دي د افغانستان د تاریخ دغې ځلانده دورې ته په سپکه سترګه ګوري او هڅه کوي د امان الله خان د دورې لوی بنیادي بدلونونه او اصلاحات په ډېر ناځوانمردانه توګه د اسلام ضد ثابت کړي.

خو د کلونو په تېرېدو او د تاریخي حقایقو په راڅرګندېدو سره نن د افغانستان خلکو د دغو مرتجعو، تمدن دښمنو، ملي ضد کړیو او د استعمار د غلامانو حقیقي ماهیت پېژندلی او د دوی د منفي تبلیغاتو په انګېزو پوهېدلي دي.

 د افغانستان اولس په ډېر ویاړ غازي امان الله خان ته د ملي اتل په سترګه ګوري او د افغانستان په تاریخ کې په همدې نامه یادېږي. دا حقیقت ډېرو بهرني مورخینو، څېړونکو او لیکوالانو هم تایید کړی دی.

سقاوي دوره:

د غازي امان الله خان واکمني د ۱۳۰۷هجري شمسي کال د جدي میاشت په اته ویشتمه چه د ۱۹۲۹ م کال د جنورۍ میاشتې د اوولسمې سره برابره وه، د یو اغتشاش په نتیجه کې چه حبیب الله کلکاني یې مشري کوله پای ته ورسېده. د حبیب الله کلکاني یا د سقاو د زوی (بچه سقاو) نهه میاشتنۍ دوره په څوارلسمه هجري شمسي پېړۍ کې د افغانستان د تاریځ تر ټولو تیاره او د ننګ یو داغ ګڼل کېږي.

امیر حبیب الله د امین الله زوی د کوهدامن د کلکان کلي اوسېدونکی او په قوم تاجیک و. ده د کوهدامن په قلعه مراد کې د محمد ولي خان دروازي په مځکو کې بزګري کوله چه وروسته عسکري خدمت ته وګمارل شو. دی د خپل ټوپک سره د عسکرۍ خدمت څخه پېښور ته وتښتېد او هلته یې د یو سماوارچي په دکان کې مزدوري کوله.

په حقیقت کې د امان الله خان تر قیادت لاندې د افغانستان د خپلواکۍ ګټل او په هېواد کې د تجدد غوښتنې د روشنفکرۍ نهضت لاس ته راوړنې چه د سیمې هېوادونو د استعمار ضد مبارزینو د پاره د الهام منبع ګرځېدلې وه، د انګرېزانو بغض او دښمني راپارولې وه. د بلې خوا، هغسې چه میر غلام محمد غبار لیکلي دي:

«کابینه د دوو ډلو خلکو څخه چه هم یې په عقیده او هم یې په مرام کې توپیر و جوړه شوې وه. یوې ډلې په کورني سیاست کې د بېړنيو اصلاحي پروګرامونو د تطبیق او په بهرني سیاست کې د مثبتې بېطرفۍ غوښتنه کوله. بلې ډلې په کورني سیاست کې د تدریجي اصلاحاتو او په بهرني سیاست کې د یوه پیاوړي ګاونډي په وړاندې د یو نرم سازش کاره سیاست ملاتړ کاوه. لهذا، دې دوو ډلو تل د یو بل د نظریاتو د خنثی کولو هلې ځلې کولې. همدا شان په کابینه او دربار کې نااهله، بېخبره او بادار پرسته کسانو ته یواځې په دې خاطر چه د پاچا سره یې پېژندل او د هغه د اعتماد څخه برخمن وو ځای ورکړل شوی و. دې کسانو نه خپل کوم فکر درلود او نه یې هم پاچا ته د اصلاحی پروګرامونو په تطبیقېدو کې د مشورې ورکولو توان درلود.»

 نو د امان الله خان په دولت کې هم ځینو مرتجعو، ملي ضد، نالایقو او فاسدو کسانو او د انګرېز جاسوسانو ځاله کړې وه.

د افغانستان لوی قاموس د سقاو د زوی په اړه داسې لیکلي دي:

«حبیب الله کلکاني چه د سقاو د زوی په نامه مشهور و، یو غل، داړه مار، جاهل، د تمدن او فرهنګ او د پوهې او علم ضد او د انګرېزانو لاسپوڅی و. دی د انګرېزانو د دسیسو او په افغانستان کې د مرتجعو روحانیونو(شیخانو) په مرسته چه د انګرېز سره یې اړیکې لرلې د امان الله خان د مترقي رژیم پر ضد اغتشاش وکړ.»

د سقاو زوی په هند کې د انګلستان د شرقي کمپنۍ له خوا د پېښور له زندانه خوشې شو او د افغانستان د ورانولو د پاره یې هغه ته پیسې او وسلې ورکړې او دې هېواد ته یې ولېږه او د ده په لاس یې د امانې دورې ملي بنسټونه ټول وران او د افغانستان د پرمختګ او ترقی مخ ونیول شوه.

 د افغانستان لوی قاموس د فیض محمد کاتب هزاره له قوله لیکي:

 «د سقاو د زوی اغتشاش یو د فاجعو ډک انقلاب و، چه د اولس په منځ کې یې نه حل کېدونکي اختلافات منځ ته راوړل او د لوی نفاق او شقاق باعث وګرځېد. د سقاو زوی په خپل دې کار سره د هېواد د ورانولو، د انسانانو د وژلو، لویو دښمنیو، بداخلاقیو او فحشا خپرولو ته لاره هواره کړه او ټول اولس یې د سختیو، قتل، غلا او اسارت سره مخامخ کړ.»

په اسلام کې هېڅوک د یو مسلمان د تکفیرولو اجازه نه لري او دا کبیره ګناه ګڼل کېږي. امان الله خان یو معتقد مسلمان و او تل یې د جمعې د لمانځه امامت په خپله کاوه. د سقاو زوی چه ټول عمر یې په لهو او لعب تېر کړی اود اسلام له ټولو اساساتو یو بېخبره جاهل او جنایت کاره سړی و، د انګرېزانو په لمسون او د مرتجعو ملي ضد روحانیونو په مرسته او تشویق د امان الله خان پر ضد د تکفیر له وسلې کار واخیست.

ښاغلی کاتب هزاره لیکي:

«د سقاو زوی په دلکشاه ماڼۍ کې د شینوارو او لوګر مشرانو ته په خطاب کې وویل: امان الله له اسلام دین څخه مخ اړولی او د بتانو عبادت کوي. دی د افغانستان ټول رعیت او اوسېدونکي په زور او جبر د بتانو عبادت کولو ته مجبوره کوي.»

د سقاو زوی د ظلمونو، ورانیو او جنایاتو په اړه ډېرې لیکنې شوې دي، خو د افغانستان د څوارلسمې هجري شمسي پېړۍ په تاریخي پېښو کې د دې کرغېړنې او ډېرې غمجنې دورې تجربې وښودله چه انګرېزانو د افغانستان د قومونو او قبایلو د مشرانو، روحانیونو او حتی د امانی دولت د چارواکو په منځ کې څومره نفوذ کړی و او د غازي امان الله خان دولت د انګرېز د دې پراخو دسیسو څخه څومره بې خبره او یا یې هم په شنډولو کې ناتوانه و، تر دې حده چه د ده دولت د یو غله د اغتشاش په نتیجه کې له پښو ولوېد او دی خپله د هېواد پرېښودو ته مجبوره شو.

د سدوزو څخه محمدزو ته د قدرت انتقال:

انګرېزانو د حبیب الله کلکاني پاچاهۍ ته د یوې لنډمهالې انتقالي دورې په سترګه کتل او فکر یې کاوه چه په آسانۍ سره به له منځه لاړه شي او پر ځای به یې محمد نادر خان او د ده وروڼه قدرت ته ورسول شي. دا کار هغسې چه فکر کېده آسانه نه و او اته د ربړ ډکې میاشتې یې دوام وکړ تر څو انګرېزان خپل هدف ته ورسېدل او د افغانستان واک هغو کسانو ته وسپارل شو چه د انګرېزانو د اعتماد وړ وو.

محقق او لیکوال ډاکتر پوهاند سید عبدالله کاظم په یوې څېړنیزې لیکنې کې لیکي:

«اساساً انګرېزان له پخوا په دې فکر کې وو، چه د افغانستان واک د امیر دوست محمد خان د کورنۍ څخه د محمدزیو یوې کورنۍ ته چه د امیر دوست محمد خان د اولادې سره رقابت ولري وسپاري. د دې مقصد د پاره د سردار یحیی خان کورنۍ تر ټولو مناسبه وه.»

اتریشي تاریخ پوه لودویک آدامیک په خپل کتاب (د افغانستان تاریخي سیاسي شخصیتونه) کې لیکي:

«سردار یحیی خان د سلطان محمد خان طلایي زوی او د امیر محمد یعقوب خان خسر و چه انګرېزان ورباندې شکمن شول او هندوستان ته یې تبعید کړ. کله چه امیر عبدالرحمن خان پاچاهۍ ته ورسېد، له انګرېزانو یې وغوښتل چه د یحیی خان د کورنۍ پاتې غړي هم له کابله لیرې او په هندوستان کې ځای ورکړي. د دغې کورنۍ ټول غړي ۲۳ کاله په هند کې مېشت وو او اکثره ماشومان یې هم په بریتانوي هند کې وزېږېدل، په هند کې وروزل شول او د برتانوي هند د فرهنګي چاپېریال سره آشنا شول.»

ډاکتر پوهاند سید عبدالله کاظم وړاندې لیکي:

«کله چه د امیر عبدالرحمن خان ناروغۍ شدت وموند، انګرېزانو هڅه وکړه د امیر موافقه تر لاسه کړي تر څو د سردار یحیی خان د کورنۍ غړي بېرته کابل ته ستانه شي او امیر هم موافقه وکړه. په نتیجه کې د سردار یحیی خان دوه زامن، سردار محمدیوسف خان او سردارمحمد آصف خان د خپلو کورنیو د ټولو غړو او د سردار ذ‌کریا خان د کورنۍ سره یو ځای په ۱۹۰۱میلادي کال کې د هند د دېره دون څخه وطن ته ستانه شول. (ذکریا خان د سردار یحیی خان ورور و). د امیر عبدالرحمن خان تر وفات وروسته، امیر حبیب الله خان د سردار یوسف خان د لور(محبوب سلطان نور الحرم) سره واده و کړ او په دې توګه د کورنیو تر منځ اړیکې ډېرې صمیمي شوې. دواړه وروڼه د امیر نژدې مصاحبان او د دوی زامن چه تعلیم یافته ځوانان وه په لوړو ملکي او نظامي کارونو وګمارل شول.»

محمد نادر خان چه په هندوستان کې یې پوځي زده کړې کړې وې، وطن ته تر ستنېدو وروسته په اردو کې په دنده و ګمارل شو او په ۲۵ کلنۍ کې د جنرالۍ رتبې ته ارتقا و کړه. وروسته یې د منګل قوم د پاڅون په ټکولو کې مهم رول و لوباوه او د امیر حبیب الله خان لخوا د نایب سالارۍ رتبه ورکړل شوه. ډاکټر پوهاند سید عبدالله کاظم په خپلې څېړنیزې رسالې کې لیکي:

«انګرېزانو له لومړي سره غوښتل نادرخان چه د سلطان محمد خان د کورنۍ څخه و او د دوی د اعتماد وړ و، ډېر ژر د امیر دوست محمد خان د سلالې پر ځای قدرت ته ورسوي. انګرېزانو حتی د امیر حبیب الله د سلطنت په وخت کې دا هلې ځلې پیل کړې وې. که څه هم د امیر حبیب الله خان د شهادت مسئله لا هم د اسرارو په پرده کې پټه پاته ده، خو ځینی کسان فکر کوي چه په دې قتل کې د امان الله خان او د هغه د مور لاس و، چه اړیکې یې د امیر سره ډېرې ورانې وې. د بلې خوا ځینې اسناد او شواهد څرګندوي چه د امیر حبیب الله خان په قتل کې د پردې تر شا د انګرېزانو لاس و او دوی غوښتل چه د نادر خان او د ده د وروڼو او د امان الله خان د ځینو مخالفینو په مرسته چه انګرېزان یې ډېر مخالف وو، لومړی د حبیب الله خان ورور سردار نصرالله خان واک ته ورسوي او وروسته بیا قدرت په آسانۍ سره نادر خان او د ده وروڼو ته وسپاري.»

دغه اسناد او شواهد د ډاکتر عبدالرحمن زماني په کتاب کې چه (بازنگری دورهٔ امانی و توطئه های انگليس) نومېږي په تفصیل راغلي دي چه مطالعه یې د تاریخ مینه والو ته ضروري ده.

په یوه بله رساله کې چه د (مهاجر افغان) په مستعار نامه یو لیکوال د (نادر خان و خاندان او) تر سرلیک لاندې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې په پېښور کې خپره کړې ده او ډېر څېړونکي په دې باور دي چه اصلي لیکونکی یې ښایي مرحوم پوهاند حبیبي وي راغلي دي:

«د خپلواکۍ جګړه په درېیو جبهو کې پیل شوه. د ځواکونو مشري په مشرقي جبهه کې سپهسالار صالح محمد خان ته وسپارل شوه، د کندهار جبهه صدراعظم عبدالقدوس خان اعتماد الدوله او د جنوبي جبهې مشري د سپهسالار نادر خان په لاس کې وه.»

د رسالې لیکونکی د تعجب او حیرانتیا په څرګندولو زیاتوي:

« دا څه معنی لري چه د انګرېز پیاوړی دولت په مشرقي جبهه کې افغان ځواکونو او قبایلو ته د یو ګام پرمختګ اجازه نه ورکوي او همدا شان په غربي جبهه یعنې کندهار کې په سلګونه زره غازیان پرمختګ نه شي کولای او حتی سپین بولدک د انګرېزانو د ځواکونو له خوا نیول کېږي، خو په جنوبي جبهه کې بیا د انګرېز مځکني او هوایي ځواکونه له ماتې سره مخامخ کېږي، هغه هم په داسې حال کې چه افغان ځواکونه او جنوبي قبایل نه لوی توپونه او نه هم طیارې درلودې او په زړو ټوپکو یې جګړه کوله.»

 د رسالې لیکوال زیاتوي:

«دا هم د انګرېزانو سیاسي او نظامي دسیسه وه چه نادر خان د یو فاتح په توګه کابل ته ستون شي او د سپهسالار صالح محمد خان، چه ماته یې خوړلې وه، ځای ونیسي.»

په هر حال، تر دې بریالیتوب وروسته نادرخان د امان الله خان له خوا د افغانستان د دفاع وزیر او تر هغه وروسته د قطغن او بدخشان تنظیمیه ریس وټاکل شو. په دې ماموریت کې نادرخان پرته له دې چه د امان الله خان سره مشوره وکړي یا هغه خبر کړي د شوروي حکومت پر ضد د آزادي غوښتونکو ملاتړ پیل کړ او ویل کېږي چه ده دا کار د انګرېزانو په مشوره وکړ. دا هم شایع شوې وه چه نادر خان په ۱۹۲۴ میلادی کال کې په غیرمستقیمه توګه د خوست په دولتي ضد قیام کې لاس درلود.

دغو پېښو د نادرخان اړیکې د امان الله خان سره ویجاړې کړې او امان خان دی د مختار وزیر په توګه پاریس ته واستاوه. نادرخان لږه موده دې کار ته دوام ورکړ او استعفی یې وکړه او د فرانسې جنوب ته لاړ.

د ده ورور محمد هاشم خان چه په مسکو کې د افغانستان سفیر و هم خپله استعفی وړاندې کړه او د خپل ورور سره په فرانسه کې یو ځای شو. بل ورور شاه ولي خان هم فرانسې ته ورغی. د اغتشاش په بهیر کې هم امان الله خان او د سقاو زوی دواړو له نادرخان څخه وغوښتل وطن ته ستون او له دوی سره همکاري وکړي، خو دی پر خپله لار روان و او د هغه هدف دپاره چه د کلونو راهیسې یې په فکر کې و هلې ځلې کولې، یعنې د افغانستان پاچاهۍ ته رسېدل. نادر خان وروسته له خپلو وروڼو سره یو ځای د فرانسې څخه بریتانوي هند ته لاړ او په ۱۳۰۷ هجري شمسي کال د بمبیي له لارې افغانستان ته ورسېد او خوست کې یې خپلې هڅې پیل کړې.

د پوهاند سید عبدلله کاظم په لیکنه کې راغلي دي:

«د ۱۳۰۸ هجري شمسي کال د تلې میاشتې په دوه ویشتمه د سقاو زوی رژیم د شاه ولي خان تر قوماندې لاندې ځواکونو د فشار په نتیجه کې سقوط و کړ او امیر حبیب الله کلکاني د خپلو ملګرو سره کوهدامن ته وتښتېد او ارګ د شاه ولي خان د ځواکونو له خوا فتح شو، چه وروسته په همدې خاطر شاه ولي خان ته د مارشال او فاتح کابل لقبونه ورکړل شول.

یوه ورځ وروسته له دې پېښې نادر خان هم چهلستون ته ورسېد او له هغه ځایه د کابل ارګ ته لاړ. نادرخان په خپله لومړی وینا کې چه د ارګ د سلام خانې په ماڼۍ کې یې خپلو پلویانو ته وکړه، وویل چه نه غواړي د افغانستان پاچا شي او یواځې یې د وطن د نجات دپاره ملا تړلې ده. خلک کولای شي په خپله د هېواد دپاره یو څوک د پاچا په توګه وټاکي، خو دا یوه تشه خبره وه. کله چه په حاضرینو کې یو څو نفرو ږغ پورته کړ چه تر تا د دې کار دپاره بل ښه او مناسب کس نه شته او څو معلوالحاله کسانو ده ته د بیعت لاس اوږد کړ، نادر خان هم دا بیعت ومانه او د افغانستان پاچا شو»

سید قاسم رشتیا په خپلو خاطراتو کې لیکلي دي:

« نادر خان ته د بیعت ورکولو په بهیر کې یواځې درېیو کسانو یعنې محمد ولي خان چه د امان الله خان په دولت کې د سلطنت وکیل و، شېر احمد خان ذکریا چه د نادر خان اخښی (اوښی) و او میر هاشم خان د امان الله خان د حکومت د مالیې وزیر وړاندیز وکړ، چه دا به بهتره وي چه نادرخان د سلطنت د وکیل په توګه وټاکل شي او د پاچا ټاکنه دې په لویې جرګې کې وشي؛ خو دې وړاندیز ته چا اهمیت ورنه کړ او وروسته یې د دې درېیو کسانو پر برخلیک ډېر ناوړه اغېز وکړ.»

د ډاکټر پوهاند سید عبدالله کاظم د لیکنې له مخې وروسته له هغه چه حبیب الله کلکاني او ملګري یې د کابل شمالي سیمې ته لاړل، نادرخان کلکاني ته یو خصوصي پیغام واستاوه او د ده څخه یې وغوښتل چه نور له جګړې او وینې تویېدنې لاس واخلي او موافقه وکړي چه د نوي حکومت سره به همکاري کوي. نادرخان حبیب الله کلکاني ته یوه ډله کسان د رویبار په توګه ولېږل او د قرآن شریف په حاشیه کې یې مهر او امضا وکړه چه د دوی سره به په سوله او دوستۍ چلند کوي. په دې ډله کې شاه محمود خان، شاه ولي خان، فضل عمر، محمد صادق مجددي، شېراحمد خان ذکریا، فیض محمد خان ذکریا، احمدعلي لودي، د جلال آباد څخه یو روحاني او د تګاب یو سید، بزرګ جان مجددي، محمد رفیق خان جمال آغایي، زلمی خان منګل او نور شامل وو. هیئت څو واره د حبیب الله کلکاني او د ده د مرستیالانو سره خبرې وکړې او بالاخره یې د کلکاني موافقه تر لاسه کړه. کلکاني په موټر کې کابل ته راوستل شو او د خپلو ملګرو سره د نادرخان لیدو ته ارګ ته لاړ. کله چه حبیب الله کلکاني د نادرخان دفتر ته ننوت سلام یې واچاوه. په مجلس کې حاضر کسان له ځایه پورته نه شول. نادرخان سر پورته کړ او د لاس په اشاره یې حبیب الله ته د ناستې اجازه ورکړه.

تاریخ پوه میر غلام محمد غبار لیکي:

«نادرخان حبیب الله ته وکتل او ویې ویل، ښه حبیب الله خانه! ستا له دومره وینې تویېدنې او ورانیو څخه چه په افغانستان کې دې وکړل څه مقصد و. حبیب الله په ځواب کې ورته وویل، تر هغه چه واک او اختیار زما سره و، هر څه چه مې د افغانستان په خیر ګڼل هغه مې وکړل. اوس چه د افغانستان اختیار ستا په لاس کې دی، هغه وکړه چه د افغانستان په خیر وي. د دې ځواب تر اورېدو وروسته نادرخان حبیب الله ته وویل، اوس تاسې څو ورځې استراحت وکړئ بیا به هم سره وګورو.»

غبار زیاتوي:

«خبرې پای ته ورسېدې او حبیب الله له خونې ووت. محافظینو دی او د ده ملګري د ارګ زندان ته بوتلل او لس ورځې یې هلته تېرې کړې. د لړم میاشت په یوولسمه مازدیګر دا بندیان د پاچا په امر له زندان څخه وایستل شول او د ارګ د شمالي برج لاندې د یو خندق په غاړه ودرول شول. عسکر چه ټوپکان ورسره وو، لا مخکې هلته د تیارسئ په حالت کې درول شوي وو. څو ثانیې وروسته د ټوپکو اور پیل شو او د سقاو د زوی حبیب الله کلکاني، د ورور حمیدالله سردار اعلی، دفاع وزیر سید حسین، د دربار وزیر شېر جان خان، د پکتیا د جبهې قوماندان محمد صدیق خان، د کابل والي ملک محسن، عبدالغني کوهدامني قله بیکي (د حبیب الله زوی) اود محمد محفوظ هندي په وینو ککړ بدنونه پر مځکې راولوېدل. په سبا یې د دغو کسانو جسدونه د کابل په حضوري چمن کې په دار وځړول شول.»

نادر خان ته د حبیب الله کلکاني څخه یو وران افغانستان په میراث پاته و. د سقاو زوی د واکمنۍ په دوره کې د افغانستان خارجي تجارت په بشپړه توګه له منځه تللی و، زراعت او د کسبکارانو کاروبار درېدلی، د هېواد لویې لارې د غلو او داړه مارانو په کنټرول کې وې. د دې لارو د دفاع دپاره په ټول هېواد کې ځوانان راوتلي وو، هغه ځوانان چه په زراعت، مالدارۍ او باغدارۍ او یا نورو کسبونو اخته وو، ټول قانوني موسسات او ټولګټې ادارې لکه معارف، روغتیایي مرکزونه تجارت، صنایع او فابریکې له کاره لوېدلي وو. د هېواد قضایي او شرعي ادارې له منځه تللې او هېڅ ډول محکمې، محاکمه، جرګې او مشورې وجود نه درلود.

د نادر خان د لنډې پاچاهۍ کلونه د همدغو ستونزو له منځه وړلو او د یوه پیاوړي مرکزي دولت جوړولو ته وقف شوي وو. په عین وخت کې د هغه د حکومت ډېره پاملرنه د خپلو مخالفینو ټکولو، د مشروطه غوښتونکو او د امان الله خان د پلویانو له منځه وړلو ته وه. خو په پای کې دی د همدغو مخالفینو له ډلې د یو ځوان له خوا په تفګنچه وویشتل شو او شهید شو.

د لومړۍ برخې پای

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!