منډيګک
افغان تاريخ

د کابل تاريخي دېوالونه او يوه فولکوريکه کيسه:

0 171
د کابل ښارد ارتل پله څخه تر بالاحصاره پوري له پخوا او خامو خښتو او خټو څخه جوړ ښامار شکله دېوال غځېدلی چي له بده مرغه ډېري برخي ئې اوس تللی او يوازي يو کلوميټر پاته دئ.
کابل ته د اسلام تر راتګ وړاندي د يفتليانو دوره کي د هغوی د کابل واکمن #زنبورک_شاه په امر د دښمنانو په وړاندي د کابل ښار د شېر دروازې څخه د کابل ساتلو په نيت يو لوی دېوال جوړ کړ چي دغه دېوال اوس هم د (کوه زنبورک) په نامه ياديږي.
زنبورک امر وکړ چي ښار ته دي دوې لويې دروازې جوړي سي چي یوه يې د کابل ښار لويديځ ته چي اوس د دهمزنګ په نوم او بله د ښار جنوب شرق ته چي اوس د بالاحصار په نوم ياديږي، ورغول سي.
روايت دئ چي دغه دېوال د کابل ښار زرګونو خلکو په بېګار او بغير له دې چي هغوی ته د زحمتونو بديل ورکړي، رغولی دئ، ځيني روايات داسي هم دي چي پاچا به هغه کسان په دېوال کي ژوندي ښخول چي ناغېړي به ئې کولې.
افغانانو کي فولکوريک روايت دئ چي دې کاريګرو کي يو تن کاوه خو د رخصتۍ جرئت ئې نسوای کولای، بلاخره د ځوان مېرمن مجبوره او له کاريګرو سره يوځای د دېوال په رغولو بوخت سوه. هغې بهانه وکړه چي ګواکي ورور يې ناروغ دئ او پر ځای يې هغه کار ته حاضره سوې ده، همدې ورځ زنبورک شاه هم د دېوال د چارو د ليدلو لپاره د کاريګرو خواته راغلی او د هغوی په منځ کي يوه ښځه ئې په مړانه په کار بوخت وليده او وپوښته چي:
“ولي دي کاريګرو مخ نه پټاوه؛ خو زما په ليدو مو خپل پوړنی پر مخ راکش کړ؟”
ښځي ورته وويل:
“ښاغليه!
زه دلته بغير له تا بل نارينه نه وينم!!!”
پاچا په حيراني وپوښتل: “ايا دغه ټول کسان چي دلته لګيا دي، نارينه نه دي؟”
په داسي حال کي چي د ښځي لاسونو کي غټه تيږه وه، په مېړانه ځواب ورکړ چي:
“نه ښاغليه! که دوی نران وای؛ نو ستا دغه ټول ظلمونه به يې نه زغمل!!”
له دې خبري سره سم د پاچا پر سینه لوی کاڼی ورګوزار او پاچا په ځمکه پرېوت! ولاړو په زرګونه کاريګرو د ښځي خبرو او عمل په احساساتو راوستل، او ټولو پر باچا د کاڼو واورنه وکړل او باچا سره د خپلو ساتلونکو مړ او په همهغه دېوال کي ښخ کړ چي نور پکښي ښخېدل، له دې ځايه ټول په ګډه د شاهي قصر/بالاحصار پر لور روان او د زنبورک شاه ټول جابر او ظالم پوځ او اميران يې ووژل او د تل لپاره يې د هغه له ظلم او ستم څخه ځانونه خلاص کړل.
مورخين وايي چي دغه پېغله (سومهي) نومېده چي د سپوږمۍ په مانا ده چي د کابل ښار اوسېدونکو له هماغه تاريخه وروسته دغه غر د (اسه ماه) په نوم ياد کړ چي وروسته بیا پر [اسه مايي] واوښت. دغه غر اوس هم پر همدې نوم ياديږي او دغه پېغله له مرګ وروسته د همدې غره پر سر ښخه سوه، او انګرېزانو ئې مقبره په دوهم يرغل کي په توپ وويشته.
دغه دېوالونه له دې پيښي وروسته درې ځله ورغېدل، لومړی ځل شپاړسمه پېړۍ کي بابر، دوهم ځل احمدشاه بابا او د هغه زوی تېمورشاه او دريم ځل اميرعبدالرحمان په نولسمه پېړۍ کي په اساسي ډول د څلورم ځل لپاره ورغاوه، په ظاهرشاهي دوره کي فرانسويانو يو ځل يو فلم هم همدې دېوال کي ورغاوه، خو له تيري نيمي پېړۍ چي افغانستان څښتن نه لري، ددې دېوالو ډېري برخي لاندي، وراني او اوس مخ پر ورکېدو دئ.

 

د سپوږمۍ پېغلي انځورګري چي مبورک باچا په کاڼي ولي:انځوګر: ؟
د کابل ښار دېوال، ۱۹۳۷ عکاس: Frederick G
د کابل ښار دېوال، ۱۹۳۷ عکاس: Frederick G
د کابل ښار دېوال، ۱۹۳۷ عکاس: Frederick G
په اتلسمه پېړۍ کي د کابل ښار مارپېچه دېوالونه د لندن ګرافيک ورځپاڼي انځور، ۱۸۷۹ع
د کابل ښار دېوالونو اوسنی حالت، ۲۰۱۲
د کابل ښار دېوالونو اوسنی حالت، ۱۹۸۰
ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!