ټول حقوق د منډيګک بنسټ سره محفوظ دي
«سراج الخواتین(علیا حضرت صاحبه)، د شاه قدرمنې میرمنې(ملکه ثریا) او باقي ذواتو ته نیکې هیلې وړاندې کوم:زموږ برکتناک، مهربان او تاجدار قبلګاه اعلیحضرت غازي چې د افغان زړه ور – نجیب ملت او د دولت او دین د پرمختګ په اړه کوم مقدس خیالات، پلرنۍ مهرباني او مرحمت لري، د مستوراتو په نوم روغتون يې د کابل دارلسلطنه کې تاسیس کړ او خپله خادمه (زه) یې د مدیرې او کنټرولونکې په توګه وګومارلم. زما سر یې لوړ کړ.زموږ د مهربان پلار د شاهانه ذات د ځانګړې پاملرنې له کبله ډیرې پیسې د افغانستان د پوهنې د مصرف لپاره را رسیدلي دي. د انګریز او نورو پروفیسرانو لخوا شرقي او غربي علوم په افغانستان کې تدریسیږي. د مستورات ښوونځي، د مستورات روغتون او د مستورات نساجي فابریکې جوړې شوي. کچیرې اوس، موږ د افغانستان ښځې د علم او تهذیب ترلاسه کولو لپاه هڅه ونکړو، نو واقعاً موږ ملامتې یوو. ځکه دغسې حالت کې د هغه ذرائع له نشت څخه رامنځته شوي دي، عجبه ده چې زموږ د ګران وطن ابناء ټول د ساعي او جاهد په خدمت کې وي او موږ انجونې د ګران وطن له خدمت څخه محرومې شو.
دغه خبره تاکیداً بیا کوم چې د ماشومانو لومړنۍ تعلیمګاه د مور غیږه ده او د راتلونکي ژوند د اخلاقو او تهذیب لومړنی استاد د مور روزنه ده. که موږ د افغانستان موجوده ښځې تعلیمیافته شولو، حتماً زموږ اولادونه تعلیمیافته کیږي. کچیرې د سلطنت پاملرنه زموږ د افغانو ښځو په طرف وه، نو په لږ وخت کې د ټول ملت تعلیم، پرمختګ او تهذیب به لوړو درجو ته ورسیږي.د الله ج څخه ډیره شکرګذاره یم چې زما د ګران ورور اعلیحضرت امان الله خان زمامداري داسې یوه زمامداري ده چې د شاهانه ذات پاملرنه د هیواد د ښځو ښوونې او پرمختګ ته سوق شوې. پر موږ ټولو لازمه ده چې حتی الامکان په تحصیل کې د خپل معنوي پلار د رضا لپاره له زړه کوښښ وکړو. علم او عرفان یوازې د نارینه وو لپاره ندی، موږ او تاسې هم انسانان یوو، د علومو او صنایعو زده کولو کې باید هڅه وکړو او د خپلو نارینه وو سره د معاش په تسهیل کې مرسته وکړو؛ البته دغه مرسته او همکاري ممکنه نده، مګر د علم صنعت په زده کولو، د ماشومانو په روزنه، د رشد عمر پورې د اعاشې تدارک، او کوم تمیز چې د والدینو له غاړې ده. که موږ او تاسې خپل وخت ضایع کړو او ځان په تکلیف نکړو، د خپلو نارینه وو د اوږو بار به جوړې شو؛ هیڅکله به پرمختګ ونکړو او د خپلو سیالانو څخه به شاته پاتې شوو.تعلیمیافته ښځې په جګړو کې سرونه نزرانه کوي، د خپلو زړورو ملي ورونو سره جګړې ته ځي او خپل ځانونه د ملت او دولت لپاره قربانوي. موږ به ترڅو د غفلت په دې څلور دیوالۍ کې محصورې پاتې کیږو. زموږ د بي بي یانو، د حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د محرماتو او د صحابه کرامو د محرماتو خدمتونه تاسې مطالعه کړئ، چې څه یې کول. فرضاً که دنیا پر موږ بد و نه وايي، همدا بې غیرتي موږ لپاره کافي نده چې زموږ میړونه، موږ ته د چهارپی او نادان په سترګه وګوري. ګرانو خویندو د غفلت او نادانۍ له دې خوبه باید راویښې شو، ترڅو مور(وطن) زموږ څخه راضي شي.په دغه لنډه موده کې چې د مستورات روغتون چارې مې د خپل قدرمن ورور او زموږ معظم او قبله مهربان شاه په امر او حسب پر غاړه اخیستې وې، د خپل وس او توان په اندازه مې زحمت کښلې ده، هیله لرم چې خوښ مو شي.که څه هم د مستورات روغتون لپاره دوه تنه ښځینه ډاکټرانې بس وې، خو د طبیه جلالتماب مدیر د ځانګړې پاملرنې له امله څلور – پنځه تنه ښځینه ډاکټرانې له بهر څخه استخدام شوي دي. زه د طبیه مستقله جلالتماب مدیر څخه د وسایلو او ډاکټرانو د استخدام په خاطر مننه کوم او له خپل رب څخه هیله لرم چې ډیر ژر نور امانیه روغتونونه د اعلیحضرت غازي په توجو د افغانستان په ټولو ښارونو کې چې یو له مهمو چارو او د هیواد د ابادۍ سبب دی، تاسیس شي.»(پوپلزايي، سلطنت شاه امان الله، برخه ۲، مخ: ۴۸ – ۴۹.)

هغه د شاغاسي لوی ناب شېردل خان لور وه. د امير حبيب الله خان سره ئې واده کړی وه او دا ماشومان ئې د هغه څخه پيدا کړل چي په لاندې ډول دي:
شهزاده امان الله خان
ساهره بېگم سراج البنات
صفريه ثمر السراج
راضيه بېگم نور السراج