منډيګک
افغان تاريخ

هغه راز چې نه مې غوښتل افشا شي!

لیکوال: غوث الدین فایق ژباړن: داود افغان

0 330
هغه راز چې نه مې غوښتل افشا شي!
لومړۍ برخه:
د راز افشا کولو انګېزه او ددې کتاب چاپول:
شنبه د مرغومې ۲۵ مه ۱۳۷۵ هـ ل
زه (لیکوال) او د چنګاښ د ۲۶ مې نېټې د انقلاب نوښتګر، د یوه جوړ جاړې له مخې مې نه غوښتل چې د شاهي نظام څخه جمهوري ته د بدلون اړوند حقیقتونه څرګند او افشاء شي. ډېر ځله مې اورېدل، کله به یوې ډلې او ځانګړو اشخاصو به انقلاب خپله کړنه یادول، کله به بیا بلې ډلې او کسانو ته یې د نوښت نسبت کېده، ما به خپله خوله پټه نيولې وه، په سړه سینه مې اورېدل او له خولې مې یوه خبره هم نه ایستل. خو کله چې مې د ۱۳۷۵ لمریز کال د مرغومې میاشتې پر ۲۹ نېټه د شنبې په شپه، د اسیای میانه افغانستان در قرن ۲۰، چې د بي بي سي راډیو لخوا د ظاهر طنین په کوربه توب پر مخ وړل کېده، او همدارنګه کله چې مې د امریکا ږغ په ګردي مېز کې د ځینو کسانو لخوا چې خپل ځان یې د یاد ډګر اتل معرفي کاوه، دروغ او لاپې يې وهلې. نو داسې دروغو او جعلي څرګندونو زه اړ کړم چې پر خپلې خولې د چوپتیا لګېدلې ټاپه ماته کړم، د شکونو لرې کولو او د خپلو وطنوالو د ذهنونو د روښانه کولو لپاره له دې رازه پرده پورته کړم، د انقلاب اصلي عامل او د انقلاب مخکښان او مشران ور وپېژنم، نو مې ددې کتاب چې نوم یې (رازی را که نمی خواستم افشاء ګردد) په لیکلو پیل وکړ.
داود خان په پوځي کالو کې
دوو تنو چې په ګردي مېز او مرکو کې يې د خبرو جرړې په لاس کې وې، یو یې ښاغلی حسن شرق و، چې ګر سره یې په انقلاب کې ونډه نه وه اخیستې، او بل تن هم ښاغلی عبدالحمید و چې ما د پسیفي دنده ور سپارلې وه. دوو یادو شویو کسانو د وطن او خلکو په ګټه چې څه تر سره کړي دي، هیوادوال پرې پوهيږي او نور بیان ته یې اړتیا نشته او په راتلونکو برخو کې به د هر یوه په اړه څرګندوونې هم وشي.
دروند لوستونکی او هیوادواله! که خدای بخښلی محمد داود خان ژوندی وای، نو بیا به هیچا هم د لافو، شافو د ویلو موقع نه وای پیدا کړې. زما چې د انقلاب کولو اجرائیوي رول په لاس کې و، ژوندی یم، هغه همکاران او سرګروپان چې د دولتي اشخاصو او جنرالانو د نیولو لپاره ګمارل شوي وو، ډېری یې لا هم ژوندي او په بهر او کور دننه کې اوسي، هغوی ته هم ټول واقیعتونه معلوم دي. چټیات ویوونکو زه په ژوند کې پر مړو حسابلی یم او په مسافرۍ کې یې لافې ویلې دي. کنه؛ حیا د دوی د ویلو مخه نیوله. د سم وجدان حکم دا دی چې له چا څخه د کومې پېښې یا تاریخي بهیر پوښتنه کیږي، ځواب ورکوونکی باید لافې او ځان ستاینه یوې خوا ته پرېږدي، د وجدان د روښنايۍ په توان دې لکه څرنګه چې یې حق او د سترګو لیدلی حال وي، هغه بیان کړي. نه دا چې د ډګر شاهدان نالیدلې پرېږدي او خپل ځان د کنګل زمری وښيي.
دوهم څپرکی
د لیکوال د تېر ژوند حال
هغه څه چې ما د کتابونو له لوستلو زده کړي او د عمل په ډګر کې یې لاس راکړی دی:
ما (لیکوال) ته چې کله د حربي ښوونځی په اتم ټولګي کې وم، نو د تاریخي کتابونو، د نړۍ د نابغه ګانو او واکمنانو د ژوند او پروګرامونو اړوند اثارو د لوستلو سره مې مينه پیدا شوه. هغه څه چې ما له خپلې مطالعې په لاس راوړل دا وه، چې په یوه هیواد او ټولنه کې د واک تر لاسه کول یوازې په یوې ځانګړې کورنۍ پورې نه دي تړلي، بلکې هر څوک چې وړتیا، مسلکيتوب، ټینګه اراده، تقوا او پرهېزکاري ولري، او په رښتینولۍ سره د خپلو خلکو او هیواد د خدمت لپاره ملا وتړي، نو کولای شي چې خپله ټولنه او هیواد په ډېره ښه بڼه رهبري کړي. پر همدې مفکورې مې تل فکر کاوه، تر څو چې په ۱۳۳۲ لمریز کال کې د حربي پوهنتون څخه د وکیل ضابط په توګه فارغ، او د انجینري کنډک، لومړي غنډ او لومړي ټولی کې په دنده وګمارل شوم. زما دا ګمارنه د تصادف له مخې د سردار داود خان د صدارت چارو د مشرۍ له دورې سره برابره شوه. دا چې خدای بخښلي د خپل هیواد د رغونې او پرمختګ سره ډېره زیاته او لېونۍ مینه لرل او د خپلو خلکو او وطن د هوساینې او پرمختګ لپاره یې په خپلو لومړیو کاري پروګرامونو او سرلیکونو کې لویې لارې، بندونه، ویالې او د برېښنا د تولید فابریکې ځای پر ځای کړې او همدا چې نوموړي د دفاع وزارت چارې هم خپله سمبالولې، نو هغه غنډ چې ما په کې دنده لرله، د تنګ غار سړک د جوړولو لپاره یې وګماره. د کار سیمې د غنډ د جزوتامونو ترمنځ ووېشل شوې او زما ټولی ته د لوی تونل له خولې نیولې، د دوزخ سیمه، د دوهمې ګولایی صفه بیا د دوزخ تر کښتنۍ چینې پورې وټاکل شوه. خدای بخښلی سردار به د هرې پنجشنبې په مازدیګر د کار سیمې ته راتلی او زما د قطعې د کار نوښتونو د هغه پام ځان ته راواړاوه او د بیرته ګرځېدو په وخت کې به یې په څېره کې د خوښۍ نښې څرګندې وې.
د ۱۳۳۴ کال د غبرګولې میاشتې په یوه ورځ د سردار داود خان سره د ټولګټو چارو وزیر عبدالحکیم خان هم ملګری و، له کارونه یې لیدنه وکړه، هغه کار چې نوموړي یې د کېدلو ارمان درلود، ما تر سره کړی و. پر سر باندې له ښکلولو، مهربانۍ او نازولو وروسته یې خپل ملګري وزیر ته داسې وویل:
که په پوځ کې د همدې ضابط په څېر لس تنه نور ضابطان هم ولرو، نو پر وړاندې پرتې ستونزې به مو اسانه شي. بس له همدې ځایه مې د خدای بخښلي لومړي وزیر سره له نږدې پېژندګلوي پیدا شوه. په ۱۳۳۴ لمریز کال کې د انجینرۍ غنډ په کاري قوه کې مدغم شو او زه د کاري قطعې په دوهم کنډک کې د ټولۍ د کفیل په توګه وګمارل شوم، چې په ژمې کې به د ننګرهار په تورخم سړک کې او په اوړې کې به بیا د تنګ غار په سړک کې زموږ قطعې په کارونو بوختې وې.
د ۱۳۳۸ کال د وري پر دوهمه نېټه د پانتوني پلونو په کورس کې شامل او د ۱۳۳۹ کال د لړم پر ۲۰ مه نېټه له یاد کورسه فارغ او د ثقیل پانتوني کنډک د دوهم ټولي د قوماندان په توګه وګمارل شوم. دا نو هغه وخت دی چې د افغانستان او پاکستان اړیکې د پښتونستان مسلې پر سر ډېرې کړکېچنې شوې، په پوځ کې عمومي سفربري اعلان شوې او پوځي قطعاتو ته د کنړ له سینده د پورې وتلو اړتیا احساسیږي. له نوې جوړ شوې کنډک څخه یوه ټولی په خپله خوښه دې ته چمتو شوې چې ننګرهار ته ولاړه شي او هلته پر کنړ سیند باندې داسې پل وتړي چې پوځ او وسایل یې له هغه څخه تېر شي. زه په خپله خوښه تګ ته چمتو شوم. په لومړي ګام کې ما هیله وکړه چې پر قرغې بند باندې د ازمايښتي پل تړلو تمرین تر سره شي. ۱۲۰ تنه سرتېرې او ۱۲۰ تنه واړه ظابطان هم د پله د مټو د تړلو د زده کړې په موخه هم زموږ د ټولی سره یو ځای شول. دا چې د پښتونستان مسله او د افغانستان د راتلونکي برخلیک خبره د ورځې موضوع ګرځېدلې وه، نو ورځ څه چې په سپوږمیزه شپو کې به مو هم د پله د مټو د تړلو تمرین په سرتېرو او وړو ضابطانو تر سره کاوه. تر دې چې څو ورځې وروسته مې له اړوندو مسولینو غوښتنه وکړه چې زما ټولی چمتو ده چې د قطعاتو د قوماندان، پوځي جنرالانو او دفاع وزارت د مشرانو په وړاندې د هغوی د ډاډ په خاطر عملي تطبیقات تر سره کړي. د کار تر پیل کولو وړاندې مې له جنرالانو د څو ټنه؟ څو متره؟ او په څو دقیقو کې جوړولای شو، هغوی ته خبر ورکړ. وروسته مې د کار د پيل امر ورکړ او لله الحمد په ۴۵ دقیقو کې مو د ۹۰ مترو په اوږدوالې ۸۰ ټنه پل وتاړه او د لوی درستیز سید حسن خان لخوا په ۲۰۰۰ افغانۍ انعام ونازول شوم.
د اولسمشر داود خان لومړۍ بيانیه: محمد داود خان د سهار پر اووه نیمې او د افغانستان تاریخ او خپرونې بیا ۹ بجې یادي کړي دي، د کابل راډيو څخه خپله وینا یې په بسم الله الرحمن الرحیم او السلام علیکم! سره راپيل او په لاندې شعار پای ته ورسوله: ژوندی دې وي افغانستان! تـــــل دې وي جمهوریت! ملت، د پېژندل شوي خادم داود خان لخوا د ترسره شوي کودتا هرکلی وکړ او په لنډو ورځو کې د نړۍ لویو او وړو هيوادونو د افغانستان نوی جهوري نظام په رسمیت وپېژندی. افغانستان در پنج قرن اخیر لیکوال د داود خان جمهوریت ته (جمهوریت شاهانه) او نورو بيا ورته قلابي جمهوريت ویلی و.
د بخت چپه کېدل او د طالعو کوږوالی
کله چې د بریاليو تطبیقاتو او د پانتوني پل تړلو خبر لومړي وزیر او د دفاع وزارت چارسمبالې ته ورسېد، نو هغه پوهېده چې د درانه پل تړل ډېر ځواک ته اړتیا لري، پر همدې بنسټ یې زما د سرتیرو او افسرانو اعاشه دوه برابره کړه. د پوځي وسایلو روغنیات یې زیات، د لګښتونو، د تطبیقاتو د وسایلو او روغنیاتو د مجرايي واک یې را لوړ کړ.
یوه بله ورځ د انجینرۍ رییس او زما اړوند آمر، چې دا مهال مړ شوی، اخلاقا نه غواړم چې نوم یې یاد کړم، زموږ د عملي زده کړو ځای ته راغی او لاندې موخې یې راته وټاکلې:
۱: دا چې دوه زره افغانۍ دې له لوی درستيزه اخیستې دي، هغه ما ته راکړه، ځکه تا ته ستاینه او تحسین بسنه کوي.
۲: ویې ویل: دا چې ستا د ټولی خوراکه دوه برابره شوې، نو هره ورځ به ۶ کېلو غوښه له هماغه اندازې سبزیجاتو او د تازه مېوې له یوه حواله شوې صندوق سره زما کور ته را لېږې. په ځواب کې مې وویل چې اعاشه د سرتیرو او وړو ضابطانو برخه ده او هغه تاسو ته نه شم در کولای، خو له خپلو پیسو به تاسو ته هره ورځ دوه کېلو غوښه اخلم او درلېږم به یې.
۳: ویې ویل چې؛ دا چې د جنرالانو د موټرو لپاره هر ورځ یو ګېلن تېل حواله شوي او هغه د ماشومانو د مور د چکر وهلو لپاره بسنه نه کوي او موټر مې هره ورځ د قرغې بند ته راځي، نو تاسو باید هره ورخ هغې ته څلور ګېلنه پطرول ورکړئ. ومې ویل چې پطرول خو د وړو کښتیو او د پل جوړولو پر وسایلو لګول کیږي، که په کوم بل ځای کې ولګیږي، نو هغه دنده چې په مخ کې یې لرو، تر سره به نه شي.
۴: پنځه تنه ستا له ټولی څخه چې هر څوک مې په نښه کړل، باید ازاد کړې. ومې ویل چې زموږ کار مسلکي او فني دی، که یوه ورځ په زده کړه کې یو تن سرتېری هم ناسوب شي، نو د همغه شمېرې بولټ د نه پېژندلو او ناسمې کارونې په سبب د یوه لوی پوځ د بربادۍ لامل کیږي. د انجینري رییس زما د ځوابونو په اورېدلو وخوټېد او له همدې ګړیه مې بخت له څوکۍ سره په جنګ شو.
د یاد شوې جنرال له مخالفت سره مخ شوم، په ۱۳۴۱ کال کې د لومړي بریدمنۍ له رتبې څخه تورنۍ ته د ترفیع وړ وم، د امتیازونو د شتون، مناسبو شرایطو او سجل په نظر کې نیولو سره بیا هم چې زما نورو ټولګیوالو ترفیع کړې وه، خو زه ور څخه محروم شوم.
اړوندو مشرانو ته چې مې څومره غوښتنلیکونه او د خپلې تبدیلې عرضونه وکړه، دا چې یاد جنرال به یې پر وړاندې خنډ و، پاتې به راغلم. په همدې وختونو کې په یاد ریاست کې یو کاري یونټ د ۴ او ۱۵ زغروالې قشلې د جوړولو په موخه په څرخي پله سیمه کې رامنځته شو. د خدای بخښلې سردار د لارښوونې سره سم د یونټ د ماشینرۍ برخې د مشر په توګه وګمارل شوم. د هرې ورځې په مازدیګر به لومړی وزیر د کار لېدو ته راتلی او له پرمختګه به یې خوښي ښودل. خو ما د هغه جنرال څخه چې کړاو او ازار مې لیدلی و، یو ټکی هم پر خپله خوله نه راوړ. او هره پنجشنبه چې به سردار له کارونو لیدنه کول، ما ته به یې ویل چې که څه هم سبا جمعه او رخصتي ده، مګر موږ او تاسو به کار کوو. سبا به تاسو، ډګرمن انجینر نورمحمد خان او پنځه تنه سرتېرې د رجې، مېخونو او یو سطل چونې سره په پلاني ځای کې حاضر اوسئ.
یوه ورځ یې ما ته وویل چې تاسو تل خفه ښکارئ، څه لامل دی؟ معمارباشي ملنګ شاه هغه ته وویل: یو خو هر کال له ترفیع پاته کیږي او بل؛ تل د انجینرۍ د رییس کریم خان تر فشار او ازار لاندې وي. خدای بخښلي سردار یې له ما لامل وپوښت، ما هم د خپلې نه ترفېع کولو تبلیغ چې ما ته رسېدلی او په هغه کې لیکلي و: (ستا سوق واداره ښه نه ده!) وړاندې کړ. ویې ویل چې سبا صدارت ته راشه، زه هم ورغلم، پاڼه یې راکړه او ویې ویل چې د خپلې نه ترفېع او د انجینرۍ د رییس د مخالفت لامل په کې ولیکه. ما چې څومره زارۍ او فریاد وکړ چې زه یو ټیټ رتبه افسر یم او د انجینرۍ له رییس سره دعوه نه شم کولای، ويې نه منل، غوښتنلیک یې واخیست او زه یې رخصت کړم.
په سبا ورځ د غزني د فرقې قوماندان عبدالله کاکړ زه د دفاع وزارت د تشکیلاتو ریاست ته وغوښتلم او ویې ویل چې زه ستاسو د ترفېع او تبدیلۍ د غوښتنلیک په اساس د یوه پلاوې په مشرۍ ګمارل شوی یم او یو پوښتنلیک یې ما ته راکړ. ما هم ټول حقیقتونه په تفصیل سره ولیکل او هغه ته مې وسپارل، وروسته یې راته وویل چې ته همدلته کښېنه، زه به د انجنیرۍ ریاست ته ولاړ شم او د هغه ځوابونه به هم تر لاسه کړم. ما له همدې ځایه د څېړنو کار نا انډوله او په خپل زیان وباله. د دې پر ځای چې د مدعي او مدعي علیه څخه باید په یوه ځای او تر یوه چتر لاندې پوښتنې ګروېږنې وشي، خو زه یې همدلته پرېښودم، زما ځوابونه یې ولوستل او د هغه د لارښوونې سره سم به کاکړ له ما څخه پوښتنې کولې، هغه هم هغه مهال چې کله پلاوې مسولیت د انجنرۍ رییس ته راجع وباله. پلاوې څېړنې پایلې ته ونه رسولې او هر یو یې د خپلو دندو پر لور ولاړل. څو میاشتې وروسته د لومړي وزیر سره مخ شوم او پوښتنه یې وکړه. ما هم د بې عدالتۍ او پلوېتوب په اړه خپله اندېښنه ور ته وښودل. سردار ډېر په غوسه شو او یو بل پلاوی یې د دفاع وزارت د تفتیش د رییس ډګر جنرال محمد نعیم خان وزیري په مشرۍ وګماره، زما د څېړنو دوسیه لا پای ته نه وه رسېدلې چې سردار محمد داود خان له صدارته استعفا وکړه.
ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!