منډيګک
افغان تاريخ

د کابل په پاڅون کې د غازي عبدالله خان اڅکزي رول

ژباړن: امید اڅک

0 376


د قیام علتونه:
انګلیسانو په افغانستان باندې له یرغل «۱۸۳۹» وروسته شاشجاع د کابل پر تخت کښیناوه او نظام الدوله چې د پردیو د مقاصدو پلي کوونکی و، د هغه د وزیر په توګه وګوماره، نوموړي د تش په نوم شاه او د انګلیس استازي تر منځ د شخصي موخو او ګټو په خاطر داسې کړنې تر سره کولې چې ملت ورسره خوار او قوم ذلیله کیده، چې هېواد یې ورسره د نیستۍ خواته سوق کاوه.
د خلکو د نیولو« دستیګرولو» او هندوستان ته د اقوامو د رئیسانو د تبعیدولو د نقشې طرحه کول، بې بازخواستي، زور ویل، د شیر پور او بالای حصار په نظامي مرکزونو او د ښار په شاوخوا کې د انګلیسي نظامیانو د تازي سپیو او اسونو ګرځیدل را کرځيدل او دیته ورته هغه نور ډیر لویدلي کارونه د نظام الدوله له خوا په لاره اچول کیدل چې د پردیو په نظر یې هره ورځ افغانان سپکول او ذلیله کول. په کاریګرو، غریبو او لاس لاندې بزګرو خلکو باندې د دربار یانو او انګلیسي نظامیانو د مصارفو د پوره کولو لپاره د مالیاتو ډيرول، د هغه غلجي خانانو د دایمي معاشاتو قطعه کول، چې د کابل ـ هند د لارې ساتنه یې کوله، د خلکو په ناموسونو باندې د انګلیسي افسرانو له خوا بې احترامي کول او په هیواد کې د پردیو له خوا په لسهاو نور جنایتونه او بد چلندونه هغه عوامل و، چې خلک یې د پردیو او د شاشجاع په شلیدلي حکومت کې د مفسده چارواکو څخه د اغچ اخیستنې په فکر کې اچول او د اقوامو د مشرانو تر منځ یې واټنونه له منځه وړل او لایې پسې یو بل ته نږدې کول، تر څو د ذلالت او بې عزتۍ څخه د ولس د خلاصون په موخه یوه لاره چاره ولټوي.

کله چې وزير محمد اکبر خان، مکناټن وويشته…

د مکناټن او شاشجاع د حکومتي دستګاه فساد د ۱۸۴۱ کال د سپټمبر او اکتوبر په میاشتو کې په خلکو دومره فشار راوړ چې د کابل ځینو سر خندونکو او فدایانو لکه : عبدالله خان اڅکزی، امین الله خان لوګری، ملا مومن غلزي، شمس الدین خان بارکزی، ګل محمد خان، عبدالعزیز خان جبارخیل، محمد شاه خان بابکر خیل، سکندر خان بامیزی، عبدالسلام خان پوپلزی، نواب محمد زمان خان، سردار محمد خان او د ښار ځینو نورو پیژندل شویو څیرو لکه فضل خان عرض بیګي او محمد حسن خان جوان شیر په بالای حصار کې د شاشجاع خواته ولاړل او هغه یې خپل ملي، وطني او افغاني دندې ته متوجه کړ، له بده مرغه چې شاه خپله مطلقه بې واکي ( عدم صلاحیت) د بهانې په توګه وړاندې کړه او د خانانو په ځواب کې یې وویل: « هغه یوازې د پادشاه لقب لري؛ نه د بادشاهۍ قدرت، نو فلهذا هیڅ یې له لاسه نه دي پوره». موهن لال وایي، چې د پاد شاه ددې جملې معنی دا وه چې ګواکې تاسو یو بې جرئته قوم یاست، د خپلو ویاړونو او ملي حیثیت د ساتنې لپاره ستاسو له لاسه هیڅ نه دي پوره، په فارسي کې د شاشجاع عینې کلمات دا دي« از روی شما هیچی نمیشود که نام قوم را بلند کنید!»(۱)
د کابل مشرانو ولیدل چې د بې واکه بادشاه له لاسه هیڅ نه دي پوره، ځکه نو په خپله د عملي اقدام او لارې چارې په لټه کې شول.
په همدې وخت کې د عبدالله خان اڅکزي، محمد عطا خان د سمندر خان بامیزي زوی، غلام احمد خان د مختارالدوله شیرزمان زوی او عبدالمنان د امین الدوله محمد اکرم زوی( د شاه محمود وزیر) ته د کابل څخه د شړلو او یا تبعید پاڼه د نظام الدوله له خوا ابلاغ شوې وه او په همدې وخت کې د نظام الدوله له خوا نائب امین الله خان لوګری هم ګواښل « تهدید» شوی و. (۲) د اکبر نامې په استناد، سردار محمد اکبر خان، سردار محمد زمان خان او سردار محمد عثمان خان د امیر دوست محمد خان وریرونو هم باید د شاشجاع په امر هندوستان ته د سفر لپاره تیار شوی وی.(۳)

د عبدالله خان اڅکزی انځور


د هیواد څخه د پيژندل شیو اشخاصو د شړلو او یا تبعیدولو د تهدید سره سره د با اعتباره شخصیتونو سپکاوی او تحقیر هم د انګلیسانو د مهمو سیاستونو څخه شمیرل کیده. د موهن لال په قول« په کابل کې د بهکار شکاپوري په نوم یو صراف ادعا لرله چې عبدالله خان اڅکزی د هغه پور وړی دی او په همدې خاطر یې برنس ته شکایت وکړ، تر څو د خپل زور د ښودلو لپاره د عبدالله خان اڅکزي کور ته خپل دوه کسه حاضر باشان ولیږي او خپلې پیسې ترې وغواړي.
دغه دوه حاضر باشان د عبدالله خان اڅکزي کور ته ولاړل او بیرته یې د عبدالله خان اڅکزي له خوا معقول عذر له ځان سره راوړ.
عبدالله خان ورته ویلي و، چې تر اوسه یې خپل حقوق یا معاش نه دی تر لاسه کړی او د لاس لاندې کسانو معاش یې هم لږ شوی دی، څو ورځې وروسته به یې پور پرې کړي، مګر بهکار بیا کوښښ وکړ تر څو حاضر باشان په عبدالله خان اڅکزي باندې فشار راوړي، چې خپل اسونه وپلوري او د صراف پور ورکړي او داسې فکر دې نه کوي چې هغه کوم لوی شخصیت او یا لوی سړی دی. حاضر باشان د برنس په امر بیا د عبدالله خان خواته ولاړل او له هغه سره یې په ډيره بده لهجه بد چلند وکړ او عبدالله خان د دغه بد چلند څخه ډير اغیزمن شو او هیڅکله دیته حاضر نشو چې د برنس لیدلو ته ولاړ شي، تر هغې چې هغه کس توګه چې لومړی یې په برنس حمله وکړه همدا عبدالله خان اڅکزی و(۴)
دا ده چې عبدالله خان اڅکزی یو څه مخته قدم اخلي او د نائب امین الله خان لوګري خواته ځي او له هغه سره د انګلیسانو پر وړاندې خپل د ملي قیام فکر شریکوي او وروسته هغه دواړه خپل افکار د محمد زمانخان سره چې د امیر دوست محمد خان وراره، باشخصیته او د ښه نوم خاوند و شریکوي او له هغه څخه د خپل تصمیم د پلي کولو لپاره کومک غواړي.

د يوه رسام عکس: په ۱۸۴۱ع کي د عبدالله خان په کور کي بېړنۍ لو جرګه چي امين الله خان لوګري، محمدشاه خان بابکرخېل، زمری خانګل خان تره خېل، عبدالسلام، سکندر خان او نورو اتلانو پکښي ګډون درلود.


نواب محمد زمان خان هم خپله ملګرتیا او همفکري له هغوی سره بیانوي او تصمیم نیول کیږي، چې د قیام د ښه سازماندهي لپاره موضوع د نورو اقوامو د مشرانو سره شریکه کړي.
د اکبر نامې په حواله، چې بله جلسه د محمد زمان خان په کور کې د هغه وخت مشهورو کابل میشتو مشرانو څخه جوړه شوه، چې په کې محمد شاه خان بابکرخیل، عبدالعزیز خان او د کابل د ختیځې سیمې د غلزو قومونو مشرانو په کې ګډون کړی و او د قرآن پاک په مخکې یې یو له بل سره عهد یا ژمنه وکړه، چې تر څو یې انګلیسان له هیواد څخه نه وي ویستلي، په خپل ځای به نه کښیني، مجلس د جګړې د تمرکز، ادارې او رهبري لپاره د ټولو په خوښه نواب محمد زمان خان بارکزی د مجاهدینو د رهبر او امیر په توګه او د هغه به نیابت کې امین الله خان لوګړی و ټاکل. (۵) همدا رنګه د قیام د پیل د ورځې په جلسه کې د اشخاصو وظایف او په دښمن باندې د حملې اساسي نقطې یا ځایونه مشخص شول.
مجلس فیصله وکړه چې د کابل ښار د اوسیدونکو د احساساتو د پارلو او مرستې ته د جلبولو لپاره د سلطنت په تائید سره د مکناټن له خوا هندوستان ته د ځینو قومي مشرانو د اجباري تبعید په اړه ځينې مکتوبونه ولیکل شي او بیا د شب نامې په توګه د ټاکل شویو اشخاصو کورونو ته وغورځول شي، همدا رنګه شاشجاع ته اخطار ورکړل شي، چې که د دښمن په ماتولو او شړلو کې د خپل ملت، دین او وطن سره یو ځای نشي نو هغه به هم د وطن د یو دښمن په توګه ووژل شي.
مجلس فیصله وکړه چې د ۱۸۴۱ کال د نومبر د میاشتې په ۲ تاریخ چې ۱۲۵۷کال هجري کال د روژې د میاشتې د ۱۷ نیټې سره سمون خوري، چې د مسلمانانو یوه مبارکه مذهبي ورځ ده، خلک په قیام لاس پورې کړي، لومړی به ستر روحاني میر حاجي د پل خشتي په جومات کې او نور ملایان به د ښار په نورو جوماتونو کې د انګلیسانو پر وړاندې د جهاد اعلان وکړي.
(۶) په کابل کې د برنس جاسوس موهن لال کشمیري لیکي:« نائب شریف او تاج محمد خان ددغې توطئې په اړه سر الکزاندر برنس ته خبر ورکړ او میرزا خان محمد جوان شیر( چې په خپله یې قیام په جلسه کې ګډون کړی و) په هماغه شپه دغه راپور د برنس په کور کې ماته راکړ، او ویې ویل چې سباته حمله شروع کیږي. ما چې څه اوریدلي و، برنس ته مې وویل، هغه راته په ځواب کې وویل، افغانانو ته د ویرې ښودل غلط کار دی باید قشلې ته ولاړ شو، وګورو چې څه ترتیبات نیولی شو، په همدې خبرې سره مو د قشلې په طرف حرکت وکړ، په لاره کې یو بل خط چې فارسي لیکل شوی و او هماغه خبر په کې لیکل شوی و ورسیده، په دغه خط کې لیکل شوي و:« ددغه هیواد و پریښودلو وخت رسیدلی دی، باید دا هیواد پریږدئ!» (۷) دا چې ددغه قیام د مخنیوي لپاره ولې هیڅ کار تر سره نه شو، دلیل یې په کابل کې د انګلیسي مشرانو د غرور او کبر پرته بل هیڅ نشي ثابتولی.


د ۱۸۴۱ کال د نومبر په دویمه ( ۱۲۵۷ هـ کال د روژې ۱۷ نیټه) میرحاجي په پل خشتي او نورو ملایانو په نورو جوماتونو کې د جهاد اعلان وکړ، په ټول کابل کې دوکانونه وتړل شول او پلیو او سپرو په تورو، چاقو ګانو، لرګیو، ټوپکو او بیلابیلو وسلو سمبالو مبارزینو څپې د خرابات په سیمه کې د برنس د اوسیدو ځای ته متوجه شول. برنس لا خپل د کور په حمام کې په ځان مینځلو اخته و، چې کور یې محاصره شو.
عبدالله خان اڅکزی، امین الله خان لوګری، سکندر خان او عبدالسلام خان پوپلزی د ټولو مبارزینو څخه مخکې روان و. ډير وخت نه و وتلی چې شمشیر په لاس د خلکو د خود جوشه څپو له خوا د برنس کور په کامله توګه محاصره شو.


برنس په افغاني جامو کې:
نظام الدوله وغوښتل چې د خپلو شپیتو وسله والو ملګرو پر مټ برنس وژغوري او بالاحصار ته یې یوسي، خو د خلکو د ټوپکو د ډزو او تیږو په ګزارونو سره یوازې د بالاحصار خواته وتښتیده، برنس له ډار سره سره د خپل کور بام ته وخته، کله یې چې سترګې په عبدالله خان اڅکزي، سکندر خان، خضر خان کوټوال او د اقوامو په نورو مشرانو ولګیدې، چې له پخوا څخه یې د هغوی سره پیژندګلوي لرله، فورآ یې خپل استازی د هغوی سره د خبرو لپاره ولیږه، تر څو ددوی د طغیان په علت باندې پوه شي او وعده ورکړي چې که هر علت ووسي د هغوی په قناعت او له منځه وړلو به لاس پورې کړي، مګر تر هغې مخکې چې د هغه نماینده په خبرو پیل وکړي، سکندر خان په خپل شمشیر سره تر خبرو مخکې د هغه سر له تنې جدا کړ، تر څو د تل لپاره د هغه څخه خبره وا نه وریدل شي.

برنس


له دې وروسته د ملي مشرانو له خوا د برنس په کور باندې د حملې امر ورکړل شو او خلکو د نږدې کورونو له بامونو او هر ځای څخه د برنس کور د خپلو ټوپکو تر حملې لاندې راوست، برنس د خپل کور دروازه وتړله او د کړکۍ له لارې یې مجاهدینو ته د ډيرو پیسو ورکولو د وعدې سره ارامتیا ته و هڅول، مګر دغې وسلې یې هم کار ونه کړ، په همدې وخت کې کاپیټان «برادفت» د مبارزینو د مرمۍ تر هدف لاندې راغی او له پښو څخه ولیده.
مبارزینو برنس ته د لاسرسئ په خاطر د هغه کور ته اور ورته کړ، برنس چې د ځان د ژوندي پاتې کیدلو هیله یې په کامل ډول له لاسه ورکړه، له خپل کور څخه ووته، دا چې د خپل قتل صحنه په خپلو سترګو ونه ویني فورا یې د خپلې غاړې دستمال واخیست او خپلې سترګې یې پرې وتړلې.
یو قدم مخته هم نه و تللی چې د مبارزینو د تورو او چاقو ګانو د برید لاندې راغی او تکه تکه شو. دا چې خضر خان کوټوال او د عبدالله خان اڅکزي وریرونه د پیښې ځای ته نږدې و او د برنس له خوا ډير توهین شوي و، د برنس په قتل کې یې ډيره برخه واخیسته او له هغه څخه وروسته یې د کور خزانه چې اویازره پونډه او یو لک کلدارې په کې وې د غازیانو لاسته ولویدل. د کپیټان جانس او نورو انګلیسي صاحب منصبانو کورونه هم چور او تالان شول او هغوی په خپله په قتل ورسیدل. د خلکو قهر او غضب لاپسې ډير شو او د بالاحصار خواته متوجه شول. (۱۷)

د کابل د بالاحصار دروازه چي انګرېزانو په توپ والوزول سوه.
. کابل، کال۱۸۷۹میلادی.
عکاس: جان بورک


په همدې وخت کې د بالاحصار څخه د جنرال کمپبل په مشرۍ ۷ سوه کسیز کنډک ولیږل شو. دغه پوځ له تنګو کوڅو او بازار څخه د تیریدو په حال کې و، چې د کورونو څخه پرې
د کابل د نارینه و، ښځینه و او نجونو له خوا د ایشل شویو « جوشو» اوبو، خښتو او د تیږو په وسیله ګزارونه پیل شول او دیوالونه پرې ونړول شول، په داسې تنګ ځای کې د سختو جنګیالیو سره د تیریدونکي پوځ مخامخیدو، ددوی ناریه جنګي الات هم له کاره وغورځول او د مبارزینو کوتکونه او لاسي وسلې یې پر وړاندې وځلیدې. په دغه مخامخ یو په یو جګړه کې ډير وخت نه و تیر شوی چې د انګلیسې ۷۰۰ کسیز لښکر د پسونو په څیر له تیغ څخه ووتل او ټول له منځه ولاړل. جنرال کمپبل اسیر او د کلمې په لوستلو سره له مرګ څخه معاف شو. د انګلیسانو جاسوس موهن لال غوښتل چې د یو دیوال د یو سوري له لارې وتښتي، مګر د سردار شجاع الدوله له خوا ونیول شو او په مرګ محکوم شو، مګر هغه هم د اسلام د کلیمې په ویلو سره له مرګ څخه وژغول شو، چې وروسته بیا نواب زمان خان هغه د شیرین خان قزلباش کور ته ولیږه تر څو د بندي په توګه وساتل شي.(۹)
برګیډیر شلتون چې د خپلو لښکرو سره یو ځای د سیاسنګ په قشله کې یې قرار درلود، د یو شمیر لښکرو سره د بالا حصار او یو شمیر نور لښکر یې د بي بي مهرو غونډۍ خواته وتښتیدل. په خورد کابل کې میشت انګلیسي ځواکونو چې کله د کابل د قیام څخه واوریدل، ډير ژر یې د بي بي مهرو قشلې ته پناه یوړه. په بي بي مهرو کې د انګلیسې ځواکونو د ټولو جنګي قلعه ګانو دروازې او انګلیسې ذخایر وتړل شول او جنګي تجهیزاتو دفاعي حالت غوره کړ. د بالاحصار انګلیسانو د شاه په نوم فورآ یوه اعلامیه صادره کړه او په هغه کې یې وویل چې که تر سبا پورې قیام پای ونه مومي، نو د کابل ټول ښار به په اتشي توپونو سره دړې وړې کړي. خلکو د بالاحصار د دغه اخطار په مقابل کې بالاحصار تر اور لاندې ونیوه او د هغوی کومکي لښکرې یې د شوربازار په خوله کې تس نس کړل او توپخانه یې هم ورته تصرف کړه.
په داسې حال کې چې د نومبر د ۲ نیټې لمر د اسمایي او شیر دروازې غرونو تر شا غروب کاوه، ملي ځواکونو د کابل ځلیدونکې سیمې تر خپل ولکې لاندې راوستې او په دې سره یې د بالاحصار او شیر پور نظامي قشلې د سخت تشویش سره مخامخ کړې. د شپې په اوږدو کې د مجاهدینو انداختونه کله په شیر پور او کله په بالاحصار باندې دوام و موند(۱۰)
د نومبر دریم تاریخ( د قیام دویمه ورځ) د ملي لښکرو پام د انګلیسي ځواکونو د جنګي قلعه ګانو، خوراکي او نظامي ذخایرو او جبهه خانو ته واوخت. په چهار باغ کې قلعه وزیر او د اندرابیو په سیمه کې قلعه نشان د مجاهدینو د حملې سره سم سقوط وکړ، نظامیان او ساتونکي یې له تیغه تیر شول، مګر افسرانو یې د خپلو بچو سره یو ځای مخکې له مخکې عمومي قشلې ته پناه وړې وه. په داسې حال کې چې له وقفې پرته د دښمن د توپخانو له خوا ګولۍ وریدلې، د مجاهدینو بل ګروپ د شنو بیرغونو سره د بالاحصار شاتني دروازه کې په جګړې مصروف شول. په همدې وخت کې د کوهدامن، کوهستان، وردګو، لوګر او پغمان مجاهدین کابل ته داخل شول.
د نومبر په ۴ تاریخ د محمود خان قلعه چې د انګلیسانو د غلو دانو ګدام و، چې تقریبا زر خرواره وربشې او څلور سوه زره کلدارې په کې موجودې وې، تر حملې لاندې راغی، او تصرف شو. د همدې جګړې په لړ کې کپټان میکنزی د تیښتې په حالت کې د داسې ښځې سره مخامخ شو، چې خپل ماشوم یې په غیږ کې و، دا چې دښمن یې ولیده خپل ماشوم یې په ځمکه کیښوده او د دښمن لاره یې بنده کړه، میکنزی خپل شمشیر پورته کړ، تر څو د افغانې ښځې سر ورباندې پرې کړي، مګر د شمشیر له ښکته کیدو مخکې د یو افغان د مرمۍ ښکار شو او په ځمکه ولویده.
د شهزاده علیقلي په وینا، چې د سردار سطان احمد خان له قوله روایت کوي، د روژې د میاشتې په ۲۱ تاریخ مجاهدینو د شاه باغ ونیوه او د محمد شریف قلعه یې هم تصرف کړه او په هغوی باندې یې ساتونکي وګمارل. ـ (۱۱)
د نومبر تر ۷ نیټې پورې انګلیسي ځواکونه یوازې د بالاحصار او بي بي مهرو په عمومي قشله کې محصور شول، ځکه چې د ریکا خانې او ذولفقار خان قلعه پرته نورې ټولې قلعه ګانې د مجاهدینو لاسته لویدلې وې.

همدا و، چې د انګلیسي پوځ سپه سالار، د کابل تخلیه او جلالاباد ته د عقب نشینۍ وړاندیز وکړ، مګر مکناټن دغه وړاندیز رد کړ او د ننګرهار او کندهار څخه د کومکي ځواکونو د رسیدو پورې یې د جاسوسۍ په اعمالو او د مجاهدینو تر منځ د قومي او مذهبي نفاق تولید ته لمن وهل پيل کړل. داسې چې بندي موهن لال ته یې په پټه توګه خبر ورکړ، چې « د خان شیرین خان جوان شیر او نائب محمد شریف خان سره مذاکرات وکړي، چې د مبارزینو پر وړاندې له موږ سره مرسته وکړي او په بدل کې یې خان شیرین خان ته د سل زره روپیو وعده ورکړي، په دې شرط چې د مبارزینو د وژلو او بندي کولو څخه دریغ ونه کړي. هغوی دې وپوهول شي، چې که سنیانو قدرت تر لاسه کړ، ستاسو ځایونه او ټول شته به چور کړي، سردارانو ته ووایه چې د مذاکراتو لپاره دې خپل با اعتماده استازي ولیږي، کوښښ وکړه چې د مبارزینو تر منځ نفاق رامنځته شي او پراختیا ومومي، زه د هر مبازر سردار په بدل کې د لس زره روپیو وعده درکوم، (۱۲)
مکناټن چې د مجاهدینو تر منځ یې دسیسه سازي او نفاق اچونه بریالیتوب ګڼله، موهن لال ته یې د مجاهدینو ترمنځ د نفاق د پیدا کولو په لړ کې د ۳۰ زرو څخه تر ۵۰ زره کلدارو پورې صلاحیت ورکړ او د همکارۍ په صورت کې یې خان شیرین خان ته یو لک کلدارې ، د غلجي ځواکونو رئیس حمزه خان ته د پنځوس زره کلدارو ( د جلال اباد پخوانی حاکم چې د مبارزینو سره یو ځای شوی و) وعده ورکړه. (۱۳)
په همدې ترتیب سره د موهن لال جاسوس په مرسته مکناټن په دې وتوانیده چې د زرهاو افغان مجاهدینو له منځ څخه د نائب شریف خان، اقامحمد خان، عبدالعزیز خان، محمد الله خان او ځینې نور په پیسو وپیري او د هغوی په واسطه ډير قهرمانان له پښو وغورځوي. لکه څنګه چې د بي بي مهرو په مشهوره جګړه کې عبدالعزیز خان عبدالله خان اڅکزی د شاه له خوا او د مبارزینو د لښکر د منځ څخه په نښه کړ او له پښو یې وغورځاوه او محمد الله میرمسجدي خان کوهدامانی د نارغۍ په بستره کې مسموم کړ او پاینده محمد خان کاکري، د وزیر محمد اکبر خان خدمتګار د پنځوس زره کلدارو په مقابل کې د جلال اباد د محاصرې په وخت کې د شا له خوا په مرمۍ وویشته.(۱۴) مګر دغه کسان ډير ژر د ملي ځواکونو له خوا وپیژندل شول او د خپلو اعمالو په سزا ورسیدل.
په کابل کې د انګلیسي توپخانو یو مهم هدف د نائب امین الله خان لوګري کور و، نائب د محمود خان په قلعه کې چې د مجاهدینو د قوماندې مرکز و، قرار درلود او د سور بیرغ سره یې د محمود خان په قلعه کې مجاهدین رهبري کول. انګلیسي قشلې د محمود خان قلعه د توپ او ټوپکو تر ګزارونو لاندې ونیوله خو هیڅ نتیجه یې ورنه کړه.
د انګلیسانو پر وړاندې د کابل د خلکو د قیام خبر ډير ژر د کابل شاو خوا سیمو خلکو تر غوږو ورسیده، په پروان او کوه دامن سیمه کې خلک د میرمسجدي خان شاوخوا ته راټول شول او په چاریکارو کې یې د انګلیسي نظامیانو په مراکزو باندې حمله وکړه او د دښمن ځواکونو ته یې مرګوني زربې ورکړې، چې د لس ورځو پرلپسې حملو په پایله کې د یاد مرکز څخه چې یوه مجهزه لوا وه، له څو ټپيانو پرته نور هیڅ څیز کابل ته ونه رسیدل او ټول یې د کابل چاریکارو په لاره کې د مجاهدینو د حملو په ترڅ کې تباه شول.
په افغان انګليس لومړۍ جګړه کي د مشهور انګرېزي جاسوس ( موهن لال چي پر ځان ئې د مسلمان حسن اغا/محمد لعل نوم ايښي وو )
موهن لال په چاریکارو کې د ګورکې غنډ د وضعیت او تباهۍ د عیني شاهد په توګه لیکي:« جګړن پاتینجر د بریدمن هافتن سره یو ځای یوازیني دوه صاحب منصبان و، چې د ګورکې د بدبخته غونډ څخه چې په چاریکارو کې یې موقعیت درلود ژوندي پاتې شول او د ډيرو خطرونو په منلو او ستړیاو سره سره په داسې حال کې چې ټپيان شوي هم و، ځانونه یې د کابل مرکزي قشلې ته ورسول. کابل ته د پاتینجر له رسیدو څخه وروسته سر ویلیام مکناټن لاندې پیغام ماته واستوه:« د چاریکارو غند تیروتنه وکړه او مقاومت یې ونه شو کولی، چې تقریبا ټول یې له منځه تللي دي، مګر پاتینجر قشلې ته روغ رسیدلی دی». (۱۵)
غبار همدا واقعه په راښکوونکي ډول تشریح کوي:« ملي لښکرې له ځنډ پرته په چاریکارو باندې خواره شول او د نومبر په شپږمه یې په چاریکارو کې د دښمن قشله چې د چاریکارو په قلعه کې وه محاصره کړ او یوه ورځ وروسته د خواجه میر قلعه په نوم جنګي قلعه د انګلیسي نظامیانو له خوا ونیول شوه.
د نومبره په ۱۳ تاریخ په قشله کې دننه پنجابي پوځ د انګلیسي افسرانو پر وړاندې قیام وکړ، قوماندان هارتن( ظ: هافتن) یې ټپي کړ، پاتینجر له یوې ډلې عسکرو او افسرانو سره د کابل خواته وتښتیده، مګر د سنجد درې څخه وروسته، پاتینجر او هافتن خپل ځواکونه پریښودل او د افغاني جامو په اغوستلو سره یې د بیلارو لارو څخه په ډير زحمت په کابل کې د انګلیسانو د بي بي مهرو عمومي قشلې ته ځانونه ورسول، په بدل کې یې انګلیسي وروسته پاتې لښکر او انګلیسي صاحب منصبان چې کابل خواته یې د رسیدو هڅه کوله په لاره کې د ۷ نارینه و او لسو افغانو ښځو سره مخامخ شول او د هغوی تر حملې لاندې راغلل، د قلعه افضل اباد، زاخیل او کټه خیلو کلیو څخه خلک ډیر ژر د خپلو افغانانو مرستې ته راغلل، میر مراد پادشاه او عباس قره ښه په میړانې وجنګیدل، له دښمن څخه یو سلو لس مړي په ځای پاتې شول او څلور نفره انګلیسانو له ډار څخه کلمه وویله او له مرګ څخه وژغول شول، پاتې عسکرو د کابل خواته منډه ووهله» (۱۶)
برید من « ایر» (۱۷) چې په چاریکارو کې یې د انګلیسي ځواکونو د تباهۍ داستان یادښت کړی دی، وایي، چې د ۱۸۴۱ کال د نومبر په ۱۵ تاریخ میجر پاتینجر pottinger او برید من هافتن Hauthton له چاریکار څخه په داسې حالت کې کابل ته ننوتل چې لومړي یې په خپل ورون کې مرمۍ خوړلې وه او د دویم هغه یې خي لاس قطعه شوی و او څو نور زخمونه یې هم لرل.(۱۸)
د بي بي مهرو په جګړه کې د عبدالله خان اڅکزي سرخندنې:
یو له څیړونکو څخه چې د انګلیسانو سره یې د افغانانو د جګړې د مسئلې په اړه لیوالتیا پیدا کړې ده او په دغه برخه کې یې کره او دقیقه مطالعه تر سره کړې ده او بیا یې د خپلې مطالعې او تحقیقاتو نتیجه په متفاوته توګه دجګدلک غچ اخیستونکو په نوم کتاب کې وړاندې کړې ده، روسي مستشرق محقق نفتولا خالفین دی چې د خپل کار د عهدې څخه په رښتیا او بریالیتوب سره وتلی دی. زما په باور که داسې وي چې یوه ورځ به د افغان انګلیس د لومړي جګړې د پیښو په اړه فیلم جوړ شي نو د جګدلک غچ اخیستونکو په نوم ددغه تاریخي ناول څخه پرته بل کتاب نشو پیدا کولی، حتی ویلی شو، چې ددغسې فلم سناریو پخوا ددغه لیکوال له خوا لیکل شوی دی، مګر یوازې یو ماهره کار ګردان په کار دی چې تر څو دغه لیکنه له قوې څخه فعل ته واړوي، کلماتو او صحنو ته یې ځان ورکړي. په هر حال په دغه ځای کې د بې بي مهرو د جګړې دوه سحنو او په دغه جګړو کې د کابل ښاریانو او د عبدالله خان اڅکزي په ونډې باندې بسنه کو.
د ۱۸۴۱ز کال د نومبر په دریارلسم تاریخ د بریګید شلتون یوې قطعې د بي بي مهرو په لور حرکت وکړ. شلتون لوې قوت جګړې ته سوق کړ، چې په هغه کې څلور سپاره ډلې، 17 پیا ده ټولي او دوه توپونه، د سلطنتي نظام ۴۴ پیا ده غونډ چې د پوځ طلایه یې تشکیلوله، میرمن سیر په دور بین باندې یوې کړکۍ څخه د پیښې د سحنې ننداره کوله. هغې په ناڅاپي توګه لکه په غبار کې د وریزې په څیر چې په یو قطار کې په حرکت او د پرمختګ په حال کې و، د قطار د پرمختګ لپاره رامنځته شوی و، اشاره وکړه او چیغه یې کړه، د افغان نظام سپاره!
د ۴۴ غند سرتیرو، د تطبیقاتو د وخت په څير د افغان نظام سپاره یې تر نږدې فاصلي ازاد پریښودل او له هغې څخه وروسته یې په خپلو ټوپکو باندې ډزې وکړې. کله چې د باروتو دودونه کښیناستل، ښکاره شوه چې د هغوی ډزو افغان سپاره نه دي درولي.
هغوی د نظام د پیاده قوې په صفونو برید وکړ او پیاده سرتیرو هرې خواته تیښته وکړه. میرمن سیل په هماغه ورځ د خپلو خاطراتو په کتابچه کې ولیکل:« کله مې چې ولیدل چې افغانانو په څه ډول له کوم زیان پرته زموږ د صفونو په منځ کې حملې کولې، احساس مې کړه چې قلب مې له سینې څخه لوړ شو او په غاښونو کې مې ونښته. وحشتناکه یرغل و، هغوی د ګبینو د مچیو یوې ډلې ته ورته و…» که لفتننت ایر توپونه چې د هغوی سپاره یې تر برید لاندې ونیول مخامخ شوی نه وی، نو یاد غنډ به د نه جبرانیدونکو تلفاتو سره مخامخ شوی وی. د توپخانې اور د افغان سپرو حمله دفعه کړه او د انګلیسي نظام پیاده قوې د حملې مجال تر لاسه کړ چې په پایله کې یې د هغوی دوه توپونه تر لاسه کړل، مګر په دویمه ورځ هم د بي بي مهرو په تپې باندې د افغان نښه ویشتونکو نښې نښانې ښکاره شوې چې په دې سره هر څه له سره پیل شول.
د افغان انګرېز په دوهم جنګ کي، ١٨٧٩م کال کي د افغان پوځ یوه منظمه دَلګۍ.
مکناټن غوښتل چې ټولې قواوې د بي بي مهرو غونډۍ ته سوق کړي، مګر الفنستون ددغه کار مخالف و، ډير ژر د ټوپکو اور« آتش تفنګ» انګلیسان پروت او شاتک ته مجبور کړل. د پنځم پیاده غند ټولی مشر هندیولاصله کلنل الیور خپلو سرتیرو ته په خپلسري او ناحقه توګه په هغه افغانانو باندې د فایر حکم کاوه چې په یوې کنده کې یې سنګر نیولی و، خو د هغه یو سر باز له خپل ځای څخه ټکان ونه خوړ، کلنل په خپله غوښتل چې مخته حرکت وکړي، مګر څو قدمه وړاندې نه و تللی چې ټول وجود یې سوری سوری شو او په ځمکه پریوته.
برګید شلتون له ناچارې د شاتک امر وکړ، دا هغه وخت چې د افغانانو تازه نفسو قواو جګړې ته نوې پښه د ننه کړې وه او نوي رسیدلي و، قهرجنو غازیانو د انګلیسانو په لومړیو کرښو باندې حمله وکړه، افغانانو لومړی د نظام په پیاده صفونو او بیا د نظام په سپرو باندې ډيره تیره حمله وکړه، انګلیسي قواو په ټول وحشت او وارخطایي سره د شیر پور قلعه د استحکاماتو شاته پناه یوړه، افغان سپرو تر هغې تعقیب کړل، چې د شیرپور قلعه د دیوالونو لاندې نور د انګلیسانو د توپونو کارونه ناممکنه وه. افغانان د قلعه دیوال ته نږدې شول چې نور یې کولی شول، چې یو بل په اوږو پښه کیږي او د شیر پور قلعه داخل ته ننوځي، مګر په دغه وخت کې په ناڅاپي توګه د افغان ځواکونو قوماندان عمرخان« غبار او همدارنګه بریدمن ایرنام دغه مشر د سردار عثمان خان بارکزي په نوم قید کړی دی» د عقب نشینۍ امر صادر کړ. افغانان بیرته وګرځيدل، مکناټن او الفنستون د افغانانو دغه کار ته هک حیران او په فکر کې ډوپ شول.(۲۰)
د هغې ورځې په سبا سردار محمد عثمان خان مکناټن ته لیک ولیږه چې داسې یې په کې لیکلي و: « که مې پرون د خپلو جنګلیو د پرمختګ ممانعت نه وی کړی، چې ستاسو لښکرې یې مخکې له مخکې له سحنې څخه شړی و، نو له شک پرته به په انګلیسي پوځ کې په نوم یو کس هم ژوندی نه وی پاتې» مګر رهبرانو ونه غوښتل چې خبره تر دې کچې خطر ناکه شي، زموږ یوازینۍ هیله دا ده، چې تاسو له کوم عذر پرته افغانستان پریږدئ« ترک کړئ» او پریږدئ، چې موږ د خپلو قوانینو په رڼا کې خپل هیواد اداره کړو او په خپله خپل بادشاه تعین کړو.» (۲۱)
مګر غبار د سراج اتواریخ په روایت د عبدالله خان اڅکزي د مرګ ورځ د نومبر ۱۲ تاریخ ښودلی دی، هغه لیکلي: د نومبر د میاشتې په ۱۲ تاریخ انګلیسي پوځ د بي بي مهرو کلي او تپی د بیا نیولو په موخه پورته شول، چې د توپ او د ټوپکو د باروتو دودونو یا دوړو یې هغه غونډۍ په ځان کې ورکه کړه. په دغه وخت کې د کوهستان د قواو مشر میر مسجدي خان، چې څلور ورځې وړاندې یې دغه غونډۍ نیولې وه، د ناروغۍ په بستر کې پروت و، مګر کوهستاني ساتونکو د قلعه څخه په کلکه دفاع کوله. په همدغه وخت کې لس زره مبارزین له کابل څخه مرستې ته ورسیدل، چې د بي بي مهرو په ځای یې په ظاهره توګه د شیرپور لویه قلعه تر برید لاندې ونیوله. انګلیسي پوځ چې دغه جګړه د ځان او مجاهدینو لپاره ټاکونکې بلله، په ناچاره توګه له قشلې څخه ووتل او په دفاع یې لاس پورې کړ.
توپخانه دشمن به شدت به حمله پرداخت وکندک های سواره وپیاده انگلیس در سه ستون به حرکت و فعالیت افتادند.قشون ملی در دم آتش نوپ به صفوف دشمن هجوم بردند وعبدالله خان اچکزائی درپیشاپیش سواران خود، برآتش توپ وتفنگ صفوف دشمن حمله ورشد و با شمشیر آخته [دشمن را می رُفت و] به پیش می تاخت، درچنین فرصتی عبدالعزیز گماشته دشمن از پشت سرعبدالله خان را هدف گلوله خاینانه قرار داد و از شمشیرزنی باز ماند. در همان فرصت نعش پیردوست برادرزاده او نیز برزمین افتاد. با این ضیاع بزرگ قشون ملی بازهم به حملات خود بردشمن ادامه داد وسرراست بر قشله دشمن حمله کرد.سواره دشمن زودترفرار نمود،ولی پیاده دشمن مثل برگ بر روی زمین ریختن گرفت. توپخانه انگلیس از فعالیت بازماند وبقیة السیف فرارکرده و در چهار دیواری قلعه شیرپور در آمدند و دروازه ها را بروی خود بستند.(۲۲)
د دښمن توپخانو په شدت سره په حملې لاس پورې کړاو د انګلیسانو پیاده او سپاره کنډکونو په دریو برخو کې په حرکت او فعالیت لاس پورې کړ. ملي پوځ د توپونو د اور په مخکې د دښمن په صفونو باندې حمله وکړه، چې عبدالله خان اڅکزی د خپلو سپرو مخته د دښمن په توپخانو، ټوپکو او لښکرو حمله وکړه، چې په شمشیر باندې یې یو په بل پسې دښمنان ریبل او مخته ته، په همدې وخت کې د دښمن له خوا ګمارل شوی عبدالعزیز د شا له خوانه په خاینانه توګه د ټوپک هدف وګرځوه، چې له شمشیر وهلو څخه پاتې شو. په همدې وخت کې یې د پیردوست په نوم وراره هم په ځمکه ولویده، ددومره غټې ضایعې سره سره بیا هم ملي پوځ په دښمن باندې خپلو حملو ته دوام ورکړ او د خي خوا څخه « راسته» یې د دښمن په قشله باندې حمله وکړه. د دښمن سپاره ډير ژر وتښتیدل، مګر ددښمن پیاده لکه د ونو د پاڼو په څیر په ځمکه توی شول. د انګلیسانو توپخانې له فعالیت څخه ولویدل، چې په دې سره پاتې شويو هم تیښته وکړه او د شیر پور قلعه کې ننوتل او دروازې یې د ځان پسې بندې کړې. (۲۲)

په هر حال، د « ایرEyre» ورځینو یادښتونو پر بنسټ چې د انګلیسي ځواکونو له پاتې شونو و، عبدالله خان د نومبر په ۲۳ تاریخ ټپي شو او ملي ځواکونه د ټپي عبدالله خان سره یو بیرته کابل ته ولاړل. دښمن په ښار کې اوازه ګډه کړه، چې عبدالله خان وژل شوی دی، د کابل ښاریان د دغسې شخصیت د ضایعه کیدو په خاطر په سختو اندیښنو کې ډوب شول، مګر عبدالله خان د دې لپاره چې دغه شایعه بې اعتباره کړي، د زخمي بدن او په داسې حال کې چې د بدن څخه یې وینې څڅیدلې په آس «اسپ» سپور شو او د کابل په بازارونو کې یې په قدم وهلو لاس پورې کړ، مګر دغه کرځیدل د هغه د ټپونو د وینو د ډيرو توییدو سبب شو او عبدالله خان اڅکزی د دغه د قیام بنسټ ایښودونکی او پیلوونکی د۱۸۴۱ ز کال د نومبر د میاشتې په ۲۹ ( ۱۲۵۷د شوال د میاشتې ۱۴) تاریخ له دې نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې او د وطن په لاره کې شهید شو. (۲۳)
قاتل یعنې عبدالعزیر د خپل دغه کار په بدل کې د موهن لال څخه لس زره روپۍ تر لاسه کړې مګر ډير ژر دستګیر او ددغه خیانت په جرم اعدام شو.(۲۴)
د اکبرنامې په استناد د عبدالله خان اڅکزي تصویر:
امام حمید کشمیري په خپله اکبر نامه کې وايي، چې د عبدالله خان د ټپي کیدو څخه یوه ورځ مخکې، سردار تاج محمد خان، د سردار شمس الدین خان ورور، د امیر دوست محمد خان وریرونه، د بي بي مهرو په جګړه کې خپل سر قربان کړ او ورور یې له دښمن څخه د هغه غچ واخیست، همدارنګه عارف خان کشمیري او د کابل نورو زړورو په دغه جګړه کې خپله میړانه ثابته کړه او دښمن ته یې ډير تلفات واړول. د هغوی د همدې جګړې څخه وروسته ده، چې د عبدالله خان اڅکزي د رزمي قربانیو وخت رسیږي او هغه د انګلیسانو پر وړاندې د مجاهدینو د لښکرو په مخکې صف کې قرار نیسي او په بې مثاله زړورتیا او جسارت سره د دښمن په توپونو او ټوپکو باندې حمله کوي.

د حمید کشمیري په قول:
زجــمــع اچــکــزائــیــان دلــــیـر هـــمـان خـان عبدالله نـره شیـر
روان بود ازجمله لشکربه پیش پسش پهلوانان هم قوم خویش
چو اندرصف رزم دشمن رسیـد ز ابـر میان بـرق روشن کشید
اچــکــزی جــوانان پـولاد پــوش به دنـبال آن سـرور تـیز هوش
به تـنــدی چــو شـیـرژیان آمدند به فــوج عـــدو در مـیان آمدند
به دنبالشان جمــله لشکر رسید شـد از جنگ شورقـیامت پدید
به شمشیرگـردان در آن کـارزار بمــردند پنجاه کـم، شش هزار
هــمان خان عبــدالله رزم جوی زخون دلیران روان کرد جوی
بساکس شل ولنگ وبیدست کرد بساکس بروی زمین پست کرد
یکی راچنان زد تبرزیـن به سر که افـتاد ازپـا، چـونخـل از تبر
به پشت دگرانــدران رسـتخـیز بــزد نیزۀ مـــثـل الــماس، تـیز
چـنـان دوخــتـه مهــرۀ پشـت او که ترشد به خون عدو پشت او
یکی را بزددست کش کرده برد برآورد وزد تا شده خورد خورد
بدانسان بسی هم نبردان فگــنـد زمـردان بسی تند گـردان فگند
درآن تاخـتـن گــولـۀ نـاگــهــان بخـورد از قضا برقـفا داد جان
به مهــانی خـوان غـفـران دوید طفـیلـش سه صد شیرمردشهید
ازآن جمــله بودند انـدر شــمار زیکخانه اش سی ویک نـامدار
دلــیران غـازی بـه مرگ کسی نـدیـدنـد وکـردنـد کـوشش بسی
فرنگی سـپاهـان پــرخاشجـوی زبــالا بـه پائـیــن نهـادنـد روی
به دنبال شــان غــازیان دلــیــر زدنــدی به شـمشیر مانـند شیـر
به این ده بـزن اندران تـرک تاز
به قلعه رساندند وگشتند باز(۲۵)

په دې توګه عبدالله خان اڅکزی، د دښمن د توپخانو او ټوپکو څخه د کوم ډار پرته، دغه د افغان زړور بچي د بریالیتوب تر وروستۍ کچې مخته ولاړ او په میړانې سره یې مرګ قبول کړ.
د ښه چانس له مخې د نومبر په ۲۵ ورځ سردار اکبر خان د امیر دوست محمد خان زړور زوی چې ۲۴ کاله عمر یې درلود او تازه د بخارا د شاه له زندان څخه ژوندی وتلی و، کابل ته داخل شو، چې د کابل د خلکو د ټوپکو او ډزو په بدرګه کولو سره ورته د ښه راغلاست بدرګه وشوه، چې د ملي مجاهدینو روح ورسره تازه شو، چې په دې سره وروستي بریالیتوبونه تر لاسه شول.
د عبدالله خان اڅکزي شخصیت:
له شک پرته چې عبدالله خان اڅکزی د افغانستان د ازادۍ د علم بردارانو څخه دی، چې د پردیو د شړلو لپاره یې په میړانې سره ملا وتړله او په دغه لاره کې تر پایه ښه په زړوتیا سره و جنګیده، عبد الله خان اڅکزی یو له هغه نومیالیو مجاهدینو څخه دی، چې د ۱۸۴۲ز کال د نومبر د میاشتې په ۲ تاریخ د اصلي محرکینو څخه شمیرل کیږي.
هغه و، چې د انګلیسي مخبرانو د نیولو او جعلي شاه تر سیوري لاندې د هر ډول خطرونو په قبلولو سره یې قیام ته رنګ ورکړ او د ملي عزم د ټینګښت لپاره ودریده.
عبدالله خان اڅکزي د مکناټن په زړه کې داسې ډار یا ویره رامنځته کړی وه، چې کله قیام پیل شو او خان شیرین چنداولي مکناټن ته پیغام یوړ او ورته یې وویل: امر وکړئ د انګلیسانو د امنیت لپاره څه خدمت تر سره کړم؟ مکناټن ځواب ورکړ:« که دې عبدالله خان اڅکزی دستګیر او یا له منځه یونه وړ نو زه به دې خپل دښمن وګڼم!»(۲۶)
عبدالله خان اڅکزی یو زړور انسان و، چې له انګلیسانو څخه یې هیڅ ډار نه درلود، د یو زړور قوماندان او مخکښ مجاهد په توګه یې د غازیانو سره یو ځای په مخکې صف کې د شیرپور او بي بي مهرو تپې سیمه کې د انګریزانو په توپونو او ټوپکو باندې حمله وکړه، تر څو په عین حمله کې د عبدالعزیز په نوم د خپل یو خاین وطنوال له خوا د ټوپک هدف وګرځيده او ټپي شو، د یو بل نقل قول له مخې څلور ورځي او په بل روایت شپږ ورځې وروسته یې د شهادت جام نوش کړ او د تل لپاره یې له نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
البته د سراج التواریخ په حواله مرحوم غبار ددغه زړور مبارز انسان مرګ د ۱۸۴۱ کال د نومبر د میاشتې ۲۹ (۱۲۵۷هـ کال د شوال ۱۴) تاریخ لیکلی دی، مګر مرحوم کهزاد د میرمن سیل له قوله د هغه د مړینې ورځ د همدې کال د نومبر ۳۰ تاریخ ( ۱۲۵۷ هـ کال د شوال ۱۵ ) ثبت کړی دی ( ۲۷)
په هر صورت، عبدالله خان اڅکزی د هیواد د ژغورنې، د پردیو د تجاوز او تعرض څخه د ملي نوامیسو او ملي شرف د ساتنې لپاره په خپل شهادت سره د افغان بچیانو لپاره د ځان تیریدنې، ایثار او د ازادۍ ستر درس ورکړ. روح یې ښاد او یادونه یې تل پاتې.
ددغه ستر غازي او شهید مزار د ریشخورو د قلعه سرخ په تپه کې چې کابل جنوب په ۱۵ کیلو مترۍ کې واقع دی او د مزار په لوح یې د شاعر د غمجن طبیعت څخه لاندې بیتونه حک شوي دي:
دریغ وآه زبی داد چــرخ دون پــرور فـغـان زگــردش افـلاک وکینه اخـتـر
نبود بر رخ آنـان که رهگـذار غبـار ببین که عاقبتش فرش خاک شدبستر
امـیر لشکر و ســالار قــوم عــبدالله خجسته منـظـرو والا تبار ونیک سیر
قدم نهاد چو درعرصه جهـاد فـرنگ دریـد پـــرده نـامـوس کــفررا یکـسر
به روزمعـرکه در کارزار رستم بود فــراسیاب شکوه، آن یل فـریدون فـر
از این ســراچـه فـانی و دار بی بنیاد چــو آن مجـاهـد دین مبین بست کـمر
زداغ ماتم اوصبح زد گـریـبان چاک نمـود شــام لــباس ســیه زغصه بـبر
همین بسست که درراه دین احمدشد شـهـیـد اکـبـر و مـقـبـول خـالـق اکـبر
زعقـل سال وفاتش بجست محزون گفت سـرجــهــاد بیـفزاد به اسم پیغمبر(۲۸)

ماخذونه:
۱- کهزاد، بالاحصار کابل وپیش آمدهای تاریخی، ج۲،ص ٢٢٧، ٢٧٩،تاریخ وقایع وسوانح افغانستان،تالیف علیقلی میرزا (ابن فتح علیخان قاجار)،طبع ۱۳۷۶ تهران، ص ۹۴، نوای معارک
 
، ص١۵٠،موهن لال، همان اثر، ج۲، ص۲۹۷
۲- سیدقاسم رشتیا، افغانستان درقرن ١٩، ص٩٩، اکبرنامه، چاپ ١٣٣٠کابل،ص ١٣٨
۳- حمیدکشمیری، اکبرنامه، ۱۳۳۰، ص ۱۳۸
۴- موهن لال، زندگی امیر دوست محمدخان،ترجمه داکترهاشمیان، چاپ امریکا،جنوری ٢٠٠٦، ج ٢ ص٣٠۵،
۵- حمید کشمیری،اکبرنامه، ص١٣٩
۶- غبار، افغانستان درمسیر تاریخ، ص۵۵٠
۷- موهن لال،زندگی امیر دوست محمدخان، ج٢، ص٣١٠،مقایسه شود با افغانستان درقرن نزده،از رشتیا، ص٩٩
۸- رشتیا، افغانستان در قرن ۱۹، ص۱۰۰،غبار، ص۵۵۰، کهزاد،همان، ص۲۸۰، سراج التواریخ،ج۱،ص ۱۶۳، نوای معارک، ص ۱۵۰.
۹- غبار، ص ۵۵۰، اکبرنامه،ص ۱۴۸
۱۰-غبار،ص ۵۵۱
۱۱- شهزاده علیقی ،تاریخ وقایع وسوانح افغانستان، ص ۹۵
۱۲-غبار، ص ۵۵۱- ۵۵۲
۱۳- کهزاد،بالاحصار کابل وپیش آمدهای تاریخی، ج۲، ص ۲۸۳
۱۴- غبار، ص ۵۵۲،سراج التواریخ، ج۱،ص،۱۶۴ ، دونابغه سیاسی- نظامی افغانستان در نیمه قرن ۱۹، از این قلم، ص ۲۵۹
۱۵- موهن لال، همان اثر، ج۲، ص ۳۲۳
۱۶- غبار، ج۱، ص ۵۴۳، نیز رجوع شود به مقاله یادی از مبارزات میرمسجدی خان کوهستانی، از این قلم درپورتال افغان- جرمن
۱۷- بریدمن “ایر” افسر انگلیسی که درمسیر راه کابل – جلال اباد درجنوری ۱۸۴۲ زخمی شد ودرجمله اسیران انگلیس درظل حمایت سرداراکبرخان قرارگرفته بود، حوادث قیام ملی سال ۱۸۴۱ را از ۲نومبر۱۸۴۱ تا ۲۲ سپتمبر ۱۸۴۲بطور روز مره یاد داشت کرده واین یاد داشتها در همان سال در انگلستان به نشر رسیده و آن خاطرات درسال ۲۰۰۷از طرف آقای محمدنسیم سلیمی به زبان پشتو ترجمه وزیرنام “په افغانستان کی دیوه بندی خاطرات “، به چاپ رسیده است.
۱۸- په افغانستان کی دیوه بندی خاطرات ، لیکونکی وینسینت ایر، ص ۶۴
۲۰- نفتولاخالفین،انتقام در جگدلگ،ترجمه علم دانشور، مسکو۱۹۸۶،ص۳۸۹- ۳۹۱،۳۹۷مقایسه شود با خاطرات بریدمن ایرتحت عنوان (په افغانستان کی دیوه زندانی خاطرات،نوشته بریدمن ایر، ترجمه نسیم سلیمی، صص۸۸-۹۲)
۲۱- بریدمن ایر،په افغانستان کی دیوه زندانی خاطرات،ص ۹۸،مقایسه شود با غبار،ص ۵۵۴
۲۲- غبار، ص۵۵۳،سراج التواریخ،ج۱، ص۱۶۴
۲۳- غبار، ص ۵۵۴،سراج التواریخ،ج۱، ص۱۶۱
۲۴- نفتولاخالفین،انتقام در جگدلگ،ص ۳۸۲
۲۵- حمید کشمیری،اکبرنامه،ص ۱۵۶- ۱۶۵ و۱۶۶
۲۶- موهن لال، همان اثر،ج۲، ص۳۱۹
۲۷- غبار، ص۵۵۴ ،سراج التواریخ، ج۱، ص ۱۶۶، کهزاد، بالاحصار کابل و… ج۲، صص ۳۰۰- ۳۰۱
۲۸-کهزاد، همان اثر،ص ۲۹۵- ۲۹۹،سیدقاسم رشتیا، همان اثر، ص ۱۰۳ 
ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!