منډيګک
افغان تاريخ

بودا ساک پښتون و

د افغانستان د علومو اکاډمي، د لرغونو ژبو انستیتوت

0 693

بودا آر(اصلي) نوم سیدارتهاګوتاما (۴۸۰-۵۶۰ق.م) شا وخوا کښي ژوند کړی. د نیپال هیواد د لومبیني (Lumbini) ولایت د کاپیلاواستو (Kapilavastu) په ښار کښي زېږدلی. بودا د بودايي آیین بنسټګر او د ساکیاموني یا شاکموني قوم روحاني مشراو حکیم  و.

ويل کېږي چي مخکي مس عينک داسې ځای وو.
هغه وخت انجینرانو ډېر ښکلی کار کړی. او دې تاريخي سیمه کې پریمانه مس د خاورو لاندې دي.
ويل کېږي چي د لوګر ولايت د مس عينک په سيمه کي د بودايانو د وخت عبادتخوني اوس هم سته چي لا يې هم ځيني اثار سلامت پاته دي.

ساکیاموني(شاکموني) د بودا لقب هم و چي د شاکا/ Shākya ، ساک، ساکیا، سکیت، سکهیت د ټبر د مشر معنا لري. د ساک ټبر نوم په یوناني، هندي، بین النهرین، مصر او فارس په زړو متونو کښي ډېر راغلی دی نوموړي یې جږه، ګړندي، غښتلي خلک بللی دي. شاکموني یا ساک په چینايي متونو کښي Shijiamouni  په بڼه راغلی دی، یواځي د ساک ټبر نوم په چینايي متونو کښي چیاودامو/Qiaodamo هم راغلی دی. د بودا نوم په چینايي متونو کښي شیدادو/Xidaduo راغلی دی. په یوناني متونو کښي (سکی تیس Σκύθης, skýthis ) هرودت(۴۸۴ ق.م) ویلي چي: ساکو ځانونه (سکلتث، پښتو = سکلتڅ) بلل. په زړه فارسي کښي سکا، د سنسکریت  په متن مهابهاراتاmahabharata کښي sākas او Apāsaka په بڼو راغلي.  په چینايي متونو کښي شاکا او سسه(Sse) بلل سوي دي. یاد ټبر د تاشکند، فرغانې، څخه تر اذربایجان، هلمند(سیستان)، آراکوزیا(ارغنداب) پر غاړو تر بولان (کوټي)، هند او نېپال پوري مېشت وو. شاکموني، ساکیاموني = ساک، اسکیت، سکیت = د تاریخ پوهانو او ټبر پوهانو په باور پښتانه او د پښتنو اوسنۍ قبیله ساکزي دي.

د ساک ټبر مشر شاکا

د شاکموني – ساکیاموني ریښه:

شاکموني مرکب نوم په آریاني ژبو(پښتو، سغدي، فارسي) ژبو کښي ساکیاموني دی. خواجه رشیدالدین فضل الله(۶۴۰ هـ) په تاریخ چین کښي (شاکموني) راوړي، محمد بن عبدالکریم په الملل و النحل (۴۷۹-۵۸۴ هـ)کتاب کښي شاکمین یاد کړی دی. د ایتمولوژۍ او ریښه پوهني له مخي یاده مرکبه کلمه د دوو موفیمونو جوړه ده. لومړی مورفیم په سنسکریت کښي sākā, Shāka چي له ساکي یا پالي ژبي څخه په سنسکریت کښي دخیل دی Sakka د بودا ټبر او قبیلې ته ویل کیږي.دویم مورفیم (moni) یې هم په پالي ژبه کښي خپله د بودا مورنۍ ژبي ته ویل سوي دي.  یعني د ساکي ژبي ویونکی(بودا) چي وروسته د ده پیروانو ته هم په دې نامه ویل سوي دي.

خپله بودا هم اغلب لرغونې ساکي کلمه ده چي مشر، زاړه، اګاه، پوه، هوښیار، عقلمند، معنا لري. د بودا کلمه هم په پښتو ژبه کښي هم دخیله ده او د بوډا (مشر، زاړه، تجربه کار، پوه په معناګانو، ښځینه نوم یې بوډۍ ده. ځیني پوهان په دې باور دي چي ساکي ژبه ممکن د اوستايي ژبي لهجه او پښتو ژبه د منځنۍ ساکي څخه راوتلې او د اوِستا ژبي لمسۍ وي. دا تر اوسه یوه فرضیه ده د ثبوت او نه ثبوت له پاره یې لا څېړني رواني دي. ځیني پوهان وايي: همدې پښتنو اوِستا ژبه ویله چي وروسته ساکي او پښتو سوې ده که داسي نه وي نو د اوستا ژبي ویونکی قوم  بل څوک و؟ او یو دم  څه سول؟!. په هغه وخت کښي همدا پښتانه په لویه پېمانه په همدې سیمه (بخدي تر هیتومنت) مېشت وو چي ساک (اوسني ساکزي) یې یو ټبر او قبیله وه. دوی ممکن لومړی اوستايي ژبه بیا ساکي او وروسته پښتو ژبه ویله. ځینو څېړنکو په اټکل سره د بودا ژبه  پالي بللې چي د  اندوآریايي ژبڅانګي څخه ده او د سنسکریت سره نژدې خپلوي لري. او ډېری بودايي متون په پالي ژبه په سریلانکا کښي کښل سوي دي. مشهور کتاب یې (دماپادا) له پالي ژبي څخه رضاعلوي په ۱۳۸۰ش په فارسي ژبه ژباړلی دی. خو زما ګمان دا دی چي د بودا اصلي  ژبه ساکي (زړه پښتو وه) ځکه دی د همدې ټبر و.اوس هم د هلمند سیند او ارغنداب سیند پر غاړو مېشت ساکي(ساکزي- اسحق زي) پښتانه دي او پښتو وايي. د علامه پوهاند رشاد بابا د سیمو تاریخي جغرافیه – مرکه کښي ویلي: ساکیاموني یا شاکموني – ساک – ساکزي د هیتومنت (هلمند) سیند له غاړو سراسوتي – آراکوزیا (ارغنداب) له دې لاري بولان (کوټي)، د هند ګنګا غاړو او نیپال  ته کوچیدلي او په کاپیلاواستو کښي مېشت سوي دي او د بودا په نوم ځوان یې  روحانیت ته مخه کړه او د بودايي آیین بنسټ یې کښېښووی . که څه هم پوهاند مجاوراحمد زیار په خپل کتاب (پښتانه د ژبپوهني په رڼا کې) ساکان او کاسیان سره ګډ کړي او یو یې ګڼي خو د ساکانو او کاسیانو لاري سره بیلي وي ساکان د

 ساکستان(سیستان- هلمند) له لاري راغلي او کاسیان د ټاکسیلا له لاري تللي او په کوټه او د کسي و تکتو غره  په شاوخوا کښي مېشت سوي دي. په یوناني متونو کښي هم د کاسي پښتنو او ساکانو دواړو نومونه بېل راغلي دي. بودا د کاپیلاواستو په ښار کښي د انځر تر درختي لاندي چي (بودهي) به یې بلله، کښېناستی. د بودا د آیین د خپرېدو په وخت  په هند کښي د موریا سترواکۍ (۲۷۳-۲۳۲ ق.م) او په آریانا کښي د کوشانیانو سترواکۍ(۳۰-۳۷۵م) د بودايي آیین تر څنګ د بودهي درختو تخمونه، قلمونه او ریښې هم  په سیمه کښي خپرې کړې چي بودايي راهبان به تر لاندي کښېناستل.د monier Williams په باور په سنسکریت کښي د بودا له پاره نهه څلوېښت (۴۹) نومونه او صفتونه راغلي دي چي څو یې په دې ډول دي:(jina/जिन/ژوند)، (ārya/आर्य/آریا  د آریایي قوم څخه)، (ta/त/تا، ښايي د لوی په معنا وي ځکه په چینايي ژبه کښي همde  大的Dà = تا ده، لوی ته وايي)، (بوداسګها/buddhasagāhā، اصلي نوم: ښايي د لویي هوښیارۍ لرونکی) معنا ولري او نور…

عکس: په باميانو کي ۱۸۰۰کاله وړاندي جوړه سوې د بودا پر مجسمه لوړ ولاړ تالب، ۲۰۰۱ع کال

شاکموني برخان/ساکیاموني برخان:

په ځینو لرغونو چینايي او ویغوري متونو کښي دا مرکبه کلمه د برخان، ترخان، برخوان په بڼو سره راغلې ده. د بودا او بودايي آیین لرونکو د لقب د پاره د ساکیاموني مرکب نوم پر ځای کارېدلې ده. ډېرو ټبرو پوهانو، ادیان پوهانو او تاریخ پوهانو د برخان کلمه په (عالي جناب، ښاغلي، حضرت، مقدس او مشر) سره معنا کړې ده. شاکا او ساکیا کلمه یې د ساک قبیلې ته منسوبه ده. دا کلمه  په مغولي ژبه کښي هم دخیله وه او د خان بڼه یې خپله کړې. د لومړي وار د پاره د (ترخان) کلمه  په اویغوري ژبه په (اورخون مانوي) ډبرلیک کښي راغلې ده. د ماني دین پیروانو د (برخان) نسبتي صفت د بودا او د بودايي آیین د ساکي(پښتنو) او بیا په عام ډول د غیر ساکي راهبانو له پاره کارولی دی.

کله چي د افغانستان په اوسني اداري تشکيلاتو کي د کندهار او غزني ترمنځ زابل او کلات، دتاريخ په پاڼو کي لټوو په خورا توپيري نومونو سره به موپه مخه راسي. د زابل ساحه په تاريخ کي تر اوسني حالت ډیره ويړه او پراخه وه. اوسنی زابل د تاريخ په اوږدوکي په لاندي نومونو راغلی:
زاول، زاولستان، زابل، زابلستان، تسوکوی چای(په چینايي متونو کي)، ابو ليستان(د مسعودي متن) او فيروزي کيکا او… په نومونو مشهور دی.
په شرفنامه منيږي کي راغلي (زابلستان د رستم(پهلوان)د پلرونو او نيکونو ټاټوبی دی. د زابل ساحه يې سويل ته د سند تر روده، شمال کي تر هرازه جات، ختيځ کي د کابلستان او لويديځ کي ترسيستان پوري د زابل بللې ده.

د ترخان د مرکبي کلمې کټ مټ ژباړه په لاتین او یوناني ژبو کښي parakletos ده. لومړی مورفیم یا مختاړی  یې para چي په عربي او مسیحي متونو کښي فارقلیط سوې ده د خوا، لوري او طرف په معنا او دویم مورفیم یې  kalet چي په انګریزي ژبه کښي هم دخیل دی او په call سره اوښتې ده د رابللو معنا لري. بشپړه معنا یې دعوتګر، بلونکی او خواته رابلل ده. دې بشپړي کلمې عربي ژبه کښي د (روح القدوس) بڼه خپله کړې ده. له آره یاده کلمه آریاني بلل سوې ده چي د اشکانیانو تر دورې(۲۴۷ ق.م تر ۲۲۴)  مېلادي پوري د زردښتي او ماني آیین د زده کړو په مرکزونو کښي ویل کېدله. علامه احمد کهزاد اشکانیان هم پښتانه بللي دي. پایله دا چي بودا د شاکموني، ساکیاموني، ساکي او ساکزي ټبر څخه و که څه هم ځیني ساکزي ځانونه اسحق زي بولي او ځانونه د ابراهیم ع زوی اسحق ع ته یا نورو ته منسوبوي  خو دا خبره تاریخي سند نه لري د ساکزي توب څخه اسحق زي توب ته د سردار مددخان په وخت کښي یو څه تبلیغ وسو خو ساکزي لرغوني (سکا، شکا، سکیت، سکهیت، ساک، ساکي ) ټبر  دی او د ډېریو پوهانو په  باور او مستندو آثارو په شتون سره پښتانه وو نو (بودا) هم ساک او ساکزی پښتون  دی او دا خبره تاریخي اسناد هم تائیدوي.

مأخذونه

۱.محمد بن عبدالکریم،. الملل و النحل د ابوالفتح محمد چاپ، ۱۳۶۷ش، ۴۴۷ مخ

۲.توضیح الملل. د دکتور وانګ په حواله، ۲ ټوک، ۴۲۹ مخ

۳.ولفګانګ،شومان.آیین بودا.د پادشايي ژباړه، ۱۳ مخ. پوهاند علامه عبدالشکور رشاد. دسیموتاریخي جغرافیه.

۴.جعفري، محمود. آیین بودا در ایران(آریانا) باستان،۱۳۹۵ش، ۱-۲مخونه

۵.ویلسون، ناسي. بودیسم.۱۹۰۵م،  ۲۸۸مخ

۶.خواجه رشیدالدین فضل الله.تاریخ چین.د دکتور وانګ.ای. دان په سریزه، ایران چاپ، ۱۳۷۹ش، ۲۰۵مخ

7.Lumbini, the Birthplace of lord Buddha UNESCO.

  1. Webster, seven languages Dictionary,1981,Paraclet word.

9.Monier Williams, Sanskrit-English Dictionary, India.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!