منډيګک
افغان تاريخ

د اماني دولت کابینه، پۀ دوو لومړیو کلونو کې

ژباړن: سیلانی

0 172
څو موده وړاندې د افغانستان سابقه داره دیپلوماتې، نیلوفر د حامد محمود لور چې پۀ آلمان کې استوګنه ده، لۀ ما څخه یې د تلفون لۀ لارې پوښتنه کړې وه:
جناب سیستاني صاحب! 
آیا دیوان نرنجنداس هندو چې د راولپنډۍ د سولې پۀ مذاکراتو (۱۹۱۹ م) کې د انګیسي هیئتونو پر وړاندې د افغاني هیئتونو غړی ؤ، د اماني دولت د ماليې وزیر ؤ او کنه؟
ځکه زموږ ډېر هېواد وال پۀ دې باور دي چې یاد کس د اماني دولت د کابینې غړی ؤ. ما آغلې نیلوفر ته ددې موضوع د سپړلو وعده ورکړې وه، دادی اوس دا موقع راته مساعده شوه تر څو یاده پوښتنه ځواب شي.
پۀ وروستۍ پېړۍ کې د افغانستان د معاصر تاریخ درې مهم تاریخونه:
۱-افغانستان در مسیر تاریخ. لیکوال غبار.
۲- افغانستان در پنج قرن اخیر، لیکوال م.ص.فرهنګ.
۳- سلطنت امان الله و استقلال مجدد، لیکوال عزیزالدین وکیلي پوپلزایي، د امان الله خان د کابینې غړي داسې راپېژني:
د عزیز الدین پوپلزایي د کتاب پر بنسټ:
کله چې شاه امان الله خان پۀ ۱۲۹۷ کال د حوت پۀ ۹ نېټه واکمن شو، پخواني تشکیلات یې لۀ منځه یووړل او نوي تشکیلات یې رامنځته کړل. یادو تشکیلاتو لس ادارې درلودې چې هر یوه یې د ” نظارت خانه یا نظارت خونې” پۀ نامۀ یادېده او د هرې ادارې پۀ رأس کې یو مسئول کس د ” ناظر ” پۀ نامۀ موجود ؤ.
نوموړي وزارتونه پۀ لاندې ډول و: د حربیې نظارت، د بهرنیو چارو نظارت، د مالیې نظارت، د داخلې نظارت، د کرنې نطارت، د سوداګریزو چارو نظارت، د عدلیې نظارت، د امنیې نظارت، د نقلیاتو نظارت او د دربا نظارت.
سر بېره پر دې ځینې علمي ادارات لکه: علماء حضور و شورای علوم، دارالامان معارف، د قوانینو د وضع کولو مجلس، د عمومي شورا ریاست او څو میاشتې وروسته د معارف د څارنې اداره هم رامنځته شوه. د ۱۳۰۰ ل کال پۀ پیلېدو سره ” نظارت خانه ” پۀ وزارت واوښته. پوپلزايي د اماني کابینې د وزیرانو نومونه چې پۀ ۱۲۹۷ کال د حوت پۀ میاشت کې ګومارل شوي و، پۀ لاندې توګه یادوي:
محمود طرزي، د بهرنیو چارو ناظر.
محمد نادر خان سپه سالار، د حربیې ناظر.
محمود خان د احمد خان زوی، د مالیې ناظر.
علي احمد خان د خوشدل خان خان زوی، د داخلې ناظر.
عظیم الله خان د عباس خان زوی، د کرنې ناظر.
غلام محمد خان د غلام مرتضی زوی د سوداګریزو چارو ناظر.
محمد سلیمان د محمد آصف زوی، د ښوونې ناظر.
محمد ابراهیم خان د محمد سرور خان زوی، د عدلیې ناظر.
نظام الدین د فقیر محمد خان زوی، د نقلیاتو ناظر.
محمود خان د محمدشاه خان، د دربار ناظر.
عبدالرشید خان، منشي (پوپلزایي، سلطنت شاه امان الله و استقلال مجدد افغانستان، چاپ انتشارات  اکدمی علامه رشاد، کندهار ۱۳۹۶،  بخش ا، ص ۲۱۳-۲۱۴).
غبار او فرهنګ د اماني دولت د کابینې نومونه پۀ لږ توپیر داسې را پېژني:
صدر اعظم: سردار عبدالقدوس خان اعتماد الدوله.
د حربیې وزیر: سپهسالار صالح محمدخان، وروسته لۀ دې سپهسالار محمد نادر خان، وروسته محمد ولي خان او پۀ پای کې عبدالعزیز خان.
د بهرنیو چارو وزیر: محمود طرزي، وروسته محمد ولي خان؛ محمد صدیق خان چرخي.
د مالیې وزیر میرزا محمود خان، وروسته میر هاشم خان د مالیې وزارت معین.
د داخلې وزیر:

والی علي احمد خان شاغاسي

، وروسته عبدالعزیز خان، عبدالاحدخان مایار.

د سوداګریزو چارو وزارت: غلام محمد خان وردګ، وروسته عبدالهادي خان داوي، علي محمد خان.
د عدلیې وزیر: محمد ابراهیم خان، وروسته سردار حیات الله خان.
د ښوونې وزیر: سردار عبدالحبیب، وروسته سردار عبدالرحمن خان، محمد سلیمان، سردار حیات الله خان او پۀ پای کې فیض محمد خان زکریا.
د کرنې وزارت: علي خانجان.
د نقلیاتو وزیر: غلام قادر خان.
د امنیې وزیر یا د امنیت ملي وزیر: شجاع الدوله خان غوربندي.
د طبي برخې مستقل مدیر: سردار کبیرالله سراج
د دربار وزیر: محمد یعقوب خان او د ټولو پۀ رأس کې شاه امان الله شتون درلود
.( غبار، افغانستان در مسیر تاریخ، ج ۱، ص ۷۹۵، فرهنګ، افغانستان در پنج قرن اخیر، جلد اول، ص ۵۳۱-۵۳۲)
یادو درېیو سرچینو ته پۀ کتو سره نرنجداس د انګلیسي هيئتونو پر وړاندې د افغاني هیئتونو لۀ غړیتوب سربېره د شاه غازي امان الله خان پۀ کابینه کې هېڅ غړيتوب او رسمي دنده نۀ درلوده، نو پر دې اساس د نرنجداس پۀ اړه دا ډول څرګندونې چې ګواکې دی د اماني کابینې غړی ؤ، بې بنسټه دي.
پای
د افغانستان دخپلواکۍ دتړون د لاسليک لپاره افغاني هيئت غړي د محمود طرزي په مشری دهندوستان په ميسوري کي
1 Ghulam Muhammad Khan, fils de Ghulam Reza Khan de Wardak, ministre du commerce (nazer-e tejarat).
2 Mahmud Tarzi, fils de Sardar Ghulam Mhd Khan ‘Tarzi’ (16.3), ministère des affaires étrangères et chef de la délégation afghane.
3 Diwan Naranjan Das, hindou afghan, chargé de la douane et des impôts.
Debout, de gauche à droite :
4 Abdul Wahhab Khan, fils de Mahmud Tarzi (16.3.9).
5 Pir Muhammad Khan, fils de Zabardast Khan, colonel, membre militaire de la délégation afghane.
6 Mirza Baz Muhammad Khan, secrétaire (mir munshi) du ministre des affaires étrangères afghan.
7 Abdul Hadi Khan Dawi, fils de Abdul Ahad Khan, de Kandahar, chargé des frontières (ma’mur-e sarhadat), chef en second de la délégation afghane
سردار عبدالقدوس خان
جنرال سردار عبدالقدوس خان (۱۸۴۵ ز. – ۱۶ د مارچ، ۱۹۲۸ ز. ) لقب اعتماد الدولة د امير حبيب الله خان د واکمنۍ په وخت کې وزير د دربار و. هغه له ۱۹۰۵ ز. – ۱۹۰۶ ز. او بيا له ۱۹۱۹ ز – ۱۹۲۰ ز. د افغانستان لومړی وزير هم پاتې شوی. هغه د افغان-انگرېز په درېمه جگړه کې فعاله برخه اخيستې او د افغانستان لوېديځ سمت نه يې دفاع کوله. کله چې هغه په ۲ د اکتوبر، ۱۸۸۱ ز. کال کې هرات فتح کړ او سردار محمد ايوب خان يې ايران ته وشاړه نو د امير عبدالرحمن خان لخوا ورته د اعتماد الدولة لقب ورکړ شو.
ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!