منډيګک
افغان تاريخ

د امير شيرعلي خان تاريخي تيروتنې

پوهنيار سيف الله غروال

0 1،042

امير شير علي خان د محمدزيو له قيبلې څخه و، د محمدزيو قيبله هم په ابدالي قوم کې يوه مشهوره قبيله ده. امير شيرعلي خان د امير دوست محمد خان زوی، د پاينده محمد خان لمسی او د حاجي جمال خان کړوسی دی. حاجي جمال خان او د هغه زوی پاينده محمد خان د سدوزيو د واکمنۍ پر مهال په لويو دندو کار کړی و او له ښه نفوذ څخه برخمن کسان وو. امير شيرعلي خان د پلار امير دوست محمد خان د مړينې وروسته د محمدزيو د کورنۍ دوهم کس و، چې واک ته ورسيد. دا درنه دنده د پلار له خوا ورته سپارل شوې وه او دی د پلار د ژوند پر مهال رسمي اعلان شوی ځای ناستی (وليعهد) و. ده دوه ځلې واکمني وکړه، لومړی دوره يې له ۱۸۶۳ م څخه تر ۱۸۶۶ پورې دوام وکړ؛ خو دا دوره يې له خپلو وروڼو سره د قدرت پر سر په شخړو او جګړو تيره کړه او دده دا لنډ مهالی حکومت بريتانوي هند له خوا په رسميت ونه پيژندل شو. همدا وو چې په جګړه کې يې ماتې وکړه او د هغه مشر ورور محمد افضل خان چې پاچاهي يې خپل حق ګاڼه او له ده سره بندې و، واک ته ورسيد. امير افضل خان يو کال حکومت وکړ، حکومت يې انګريزانو په رسميت وپيژانده او په ۱۸۶۷م کال کې د ورپيښې ناروغۍ له کبله مړ شو او پر ځای يې بل ورور محمد اعظم خان واک ته ورسيده. په دې موده کې بيا هم امير شيرعلي خان د قدرت د بيا تر لاسه کولو لپاره پراخو فعاليتونو ته دوام ورکړ، تر څو چې په ۱۸۶۸م کال کې يې محمد اعظم خان له واکه لري او خپله دوهمه دوره يې پيل کړه، چې تر ۱۸۷۷م کال پورې يې دوام وکړ او انګريزانو د دوهم تيري په لومړيو کې په مزار شريف کې د ورپيښې ناروغۍ له کبله په ډيره ناهيلۍ کې له دې فاني نړی څخه د تل لپاره رخصت شو.

د واک دوهمه دوره کې يې په ارامۍ سره حکومت پيل کړ؛ ځکه چې دده مخالفين وروڼه محمدافضل خان او محمداعظم مړه شوي و او وراره عبدالرحمن خان يې چې د محمدافضل خان زوی و بخارا ته تښتيدلی و  له پلار محمدافضل خان او کاکا محمد اعظم خان سره يې په قدرت رسولو او د امير شيرعلي په ځپلو کې يې لويه ونډه درلودله. دا ځل انګريزانو د هغه حکومت په رسميت وپيژانده او د پخوانيو تړونونو په اساس يې ورسره د پيسو او وسلو مرسته هم وکړه .

په دې دوره کې يې د هېواد د عصري کولو لپاره لومړني ګامونه پورته کړل او ځينې اصلاحي پروګرامونه يې پيلي کړل. د بيلګې په توګه يوه عصري او کاري کابينه يې تشکيل کړه، چې ټول غړي يې د لياقت او کفايت په اساس غوره شوي وو او د کابينې په رأس کې يې د سيد نور محمد شاه په څير يو عالم او د سياست په رمز پوه صدراعظم وټاکه، چې دده سياسي پوهې ته انګريزان هم ګوته په غاښ پاتي شوي وو. يوه مجهزه، روزل شوې او د هغه وخت په عصري وسلو سمبال ۵۱ زره کسيزه اردو يې جوړه کړه او همدارنګه ددې اردو د وسايلو او تجهير لپاره يې يو شمير کارخانې هم جوړې کړې.

د ټولنې د اذهانو د تنوير په موخه يې د عصری مطبوعاتو بنسټ کېښود او د لومړي ځل لپاره د شمس النهار په نوم جريده له چاپه راووته او د مطبوعاتو د چاپ لپاره يې هېواد ته مطبوعه راوړه. د کلتوري هڅو په دې لړۍ کې يې د عصري ښوونې او روزنې د پيل لپاره هڅې پيل کړې او د شيرپور ښار جوړول يې يوه يوه لويه عمراني پروژه بللی شو؛ خو کار يې د انګريزانو په يرغل سره متوقف شو.

دا ټول هغه څه وو چې د امير د ښو او غوره کارونو څخه شميرل کيږي .نوموړي دا ټول کارونه د وطني مينې او ژور احساس له مخې ترسره کول او د زړه له تله يې غوښتل چې هېواد يې د نړۍ د پرمختللو هېوادونو په قطار کې ودريږي؛و ددې ټولو ښو اړخونو او ځانګړتياو تر څنګ امير شيرعلي خان ځينې داسې تيروتنې وکړې چې هم يې هېواد او هم يې ځان د لويو بلاو خولې ته واچاوه او تاريخ به هيڅکله دده دا تيروتنې هيرې نه کړي د بيلګې په توګه:

د امير تر ټولو غټه تيروتنه او اشتباه داوه چې د وخت لوی نابغه سيد جمال الدين يې له هېواد څخه وتلو ته اړ کړ. دده په دربار کې داسې کړۍ موجودې وې، چې ددې لوی شخصيت په موجوديت کې يې خپلې ګټې په خطر کې ليدلې. دوی امير په سيد جمال الدين بدګومانه کړ او داسې يې ورته وښودله چې سيدجمال الدين به د ستاسو مخالف ورور محمد اعظم خان سره چې تر دې مهال ژوندی و د ستاسو په خلاف مرسته وکړي او واک به هغه ته وليږدوي، ځکه چې سيد جمال الدين د هغه د مخالفو وروڼو د واکمنۍ پر مهال د هغوی مشاور پاتې شوی وو. له دې امله يې سيدجمال الدين ته له هېواد څخه د تللو امر وکړ. سيد جمال الدين د هغه امر ومانه خو د تللو وړاندې يې د يو ليست په بڼه ټول هغه څه امير ته وړاندې کړل، چې هېواد يې د پرمختګ او عصريت په لورې بيوه. امير هم د هغه علمي ډالی قبوله کړه او وعده يې وکړه چې په عملي کولو کې به يې هڅې وکړي. په دې اساس ويلو شو چې د امير شير علي خان په اصلاحي پروګرامونو کې سيدجمال الدين افغان ونډه درلودله. سيد جمال الدين له هېواد څخه ووت او افغانانو د هغه له پوهې ګټه پورته نشوای کړی او برعکس نړيوالو او په تيره بيا ځينو اسلامي هېوادونو خلکو هغه ته ښه راغلاست وويل او د هغه شاګردي يې وکړه او د هغه له پوهې برخمن شول؛ ځکه خو اوس ګاونډی هېواد ايران د هغه د خپل ځان بولي.

د امير يوه بله تيروتنه د اوکړه چې خپل کشر زوی عبدالله جان يې د ځای ناستې په توګه غوره کړه، حال داچې د يعقوب خان او ايوب خان په نومونو يې په کار پوه ځوان او مشران ځامن درلودل، چې دده دوه قوي بازوګان بلل کيدل. دا کار يې د ځوانې ميرمنې عايشې په غوښتنه تر سره کړ چې په امير ډيره ګرانه وه. په دې کار سره يې مشران اولادونه ورڅخه ناراضه او په عملي توګه يې په مخالفت راپورته شول . ايوب خان چې د ميوند فاتح هم بلل کيږي ايران ته ولاړ او مشر زوی يعقوب ورسره جګړه وکړه، خو د پلار په وړاندې له ماتې سره مخامخ شو او بخښنې لپاره حاضر شو؛ خو امير ددې پر ځای چې هغه وبخښې د زندان تورو کوټو ته يې واچاوه او پوره اته کاله يې په زندان کې تير کړل. د انګريزانو د دوهم يرغل پر مهال يې له زندان څخه راوويست او د ځای ناستې په توګه يې اعلان کړ؛ خو يعقوب خان هغه د اتو کالو مخکې حالت نه درلود او په پوره ډول له روحي او روانې فشارونو سره مخامخ و او له بلې خوا په زندان کې د نړۍ او د هېواد له هيڅ ډول حالاتو څخه خبر نه وو. په همدې وخت کې امير د سختې روحي او رواني ناروغی سره مخامخ او په مزار شريف کې وفات شو. يعقوب خان د امير د مړينې وروسته د امارت اعلان وکړ او دا داسې وخت و چې انګريزانو د افغانستان سرحدونه تر پښو لاندې کړي و . يعقوب خان دومره کمزوری وو چې د اداري د سمبالتيا وړتيا يې نه درلودله همداوو چې انګريزانو د هغه له دې حالت څخه استفاده وکړه او پر هغه د ګندومک کرغيړن تړون لاسليک کړه.

له بلې خوا امير شيرعلي خان د انګريزانو سخت مخالف و او په سياست کې يې دا خامي وه، چې دا مخالفت يې په ښکاره ډول د انګريزانو په مخ کې څرکنداوه او له مکار انګريزه سره يې په سياست کې له احتياط کار نه اخيسته. په دې لاره کې يې د خپل پلار تجربه هيره شوې وه، چې انګريزانو په څومره سختو دامونو کې راګير کړ او حتی تر زندانه يې ورساوه. د امبالي په کنفرانس کې يې له انګريزانو سره په ډيره ترخه لهجه خبري وکړي او په دې ډول انګريزان په هغه ډير بدګمانه شول او د امير له منځه وړلو لپاره يې اړين پلانونه طرحه کړل.

امیر شېرعلیخان لومړی ځل د عسکري قوماندو او اصطلاحاتو د پښتو کولو لړۍ پیل کړه

په سياسي برخه کې يې بله تيروتنه داوه چې د روسانو په پيژندګلوي کې يې تير وتنه وکړه او د هغوی په دروغجنه دوستۍ يې باور وکړ، د روسانو په وعدو وغوليده. په دې لاره کې يې بيا هم د پلار تجربه په ذهن کې نه درلودله، چې روسانو ورسره وعدې کړې وې؛ خو چې کله انګريزانو په افغانستان لومړی تيری وکړه روسانو خپلې وعدې هيرې کړې. په همدې ډول له امير شيرعلي خان سره هم روسي استازی ستاليتوف غوړي وعدې وکړې؛ خو چې کله يې وخت راورسيده روسانو ورڅخه مخ واړاوه؛ ځکه چې روسانو له انګريزانو سره د افغانستان پر سره پټه معامله کړې وه او مير بيچاره د مرګ تر وخته په دې معامله خبر نه وو.

امير شيرعلي خان روزل شوې او مجهزه ۵۱ زره کسيزه اردو درلودله، چې د هغه وخت په عصری وسلو سمبال وه، خو کله چې انګريزانو پرې يرغل وکړ له دې اردو څخه يې ګټه پورته نه شوای کړای، په خپلو خلکو او اردو يې باور ونه کړ بلکې د روسيې د مرستو په تمعه د روسيې خواته روان شو او پوځ ته يې امر وکړ، چې تر دوهم امر پورې منتظر پاتي شي او له سرحدونو څخه په شا شي، نوموړی تر دوهم امر پورې ونه رسيد او وفات شو په دې ډول يې خپل پوځ په خپله فلج کړ . انګريزانو د هغه وخت له ياداښتونو څرګنديږي چې که امير له خپل دې پوځ څخه په سمه توګه ګټه اخيستي وای؛ نو مونږ به له سرحدونو نه وای تير شوي.

پوهيږي چې د هر دولت په پايښت کې استخبارات ډيره لويه ونډه لري، تر څو شته خطرونه له انجام کيدو وړاندې کشف او له منځه ولاړ شي. امير د خپل دولت په چوکاټ کې داسې يوه قوي اداره نه درلودله، له دې امله دده په شاوخوا کې د انګريزانو غټ جاسوسان ګرځيدل او دده په دربار کې ورته دندې ورکړل شوې وه؛ خو نوموړي د مرګ تر پايه دوی درک نه شوای کړای. قاضي قادر هندي د دربار منشي او د اردو روزونکي سردار غلام نقشبندي، عبدالحميد او فتح علي خان، چې درې واړه هندوستاني و امير له هند څخه استخدام کړي و د انګريزانو جاسوسان وو او امير له دې اړخه ډير تاوانونه وليدل، تر هغه چې د هغه د واک کمپله يې ورټوله کړه.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!