ټول حقوق د منډيګک بنسټ سره محفوظ دي

Drawing of the Buddhas of Bamiyan by Alexander Burnes, as he saw them during his visit in Bamiyan in 1832
د نوموړي مدنيت اثرات په افغانستان کي محدود پاته نه سول بلکي د جاپان، کوريا او چين څخه بيا تر اوسني ايران او سيستان، سريلانکا او هند څخه بيا تر سير دريا او تاجکستان پوري ټولي سيمي تر خپلي اغيزي لاندي راوستلې، د نړۍ له بيلا بيلو سيمو څخه به د مذهبي مراسمو د پر ځای کولو په نيت زيات شمير راهبان، زايرين او سيلانيان په افغانستان کي د ودانو سوو بودايې زيارتونو او عبادت ځايونو په ځانگړي ډول د باميان لرغوني او د بودايي پير سپېڅلي ځای ته د ليدو کتو په نيت سفرونه کول. [جوړ حالت ويډيو…]

مزدور له لوږی نه مري، بلکي هله مري چي د اخيستل سوي حق الزحمې په بدل کي صادقانه کار نه کوي.
د انسان لپاره نه په هوا کي، نه د غرونو په غارونو کي او نه هم د سمندر پهٔ تل کي د امان او نجات ځای سته، انسان نه سي کولای چي د رنځ، زړښت او د زمان د تېرېدو له جبره ځان خلاص کاندي، نو ښه لاره دا ده چي ځان له دغي وېري بې نیازه کړي.
موږ چي د ځان په تړاو څه ډول فکر کوو، هماغسی کېږو.
نفرت هېڅکله په نفرت پای ته نه رسېږي؛ خو مينه يې مخه نيولای سي.
کله چې سيلاب راځي ماهيان د مېږيانو په خوړلو خېټه ډکوي، مګر کله چي اوبه وچېږي نو ماهيان بيرته د همدي مېږيانو په غذا بدلېږي.
بدلون هېڅکله هم سختي راوړونکی نه دی، یوازي د بدلون په مقابل کي مقاومت سخت دی.
هغه چي خپله خوښي د نورو په ځور کي لټوي، هېڅکله به خوشاله نه سي.
د نورو وگړو اوښکي د خوښۍ په شېبو بدلول؛ د نړۍ تر ټولو غوره نیکمرغي ده.
هر شی ښایست لری، مګر هر څوک د ښایست د لیدلو وړتیا نلري.
ستا بد ترين دښمن هم تا دومره نسي دردولای لکه ستا خپل ګمراه تصورات.
محبت د انسانیت دوهم نوم دی.
دری ډېر وخت نسي پټېدلی؛ لمر، سپوږمۍ او حقیقت
پيدايښت، زوړ والي، مرض، مرګ او خپل محبوب ته نه رسيدل په لویو غمونو کي راځي.
ریښتیا ویونکی کس ملګري نه لري.
دروغجنې هيلې او ارزوګاني هغه نفسي غوښتني دي چي د انسان د هلاکت او بيا بيا زيږيدو سبب کيږي.
د غمونو د له منځه وړلو لپاره بايد نفسي غوښتني کمي کړل سي، د دنيا سره اړيکي پرې او بشپړ ځانته والی غوره سي.
سمه عقيده، سيده وينا، سم کسب، سم نيت، ښه عمل، ګټور کارونه، سمه مراقبه د غمونو په ليري کولو کي رول لري.
غلا، درواغ، شراب څښل، د ماسپښين وروسته خوړل، عطر لګول، په لويه لار يا لوړ ځای کښېناستل، د سرو او سپينو زرو سوغات قبلول د غمولو ډېروالي کوي.
بودا د ژوندانه په پای کي خپله وینا په دې دوو خبرو را لنډه کړه [مینه او زړه سوی].



