منډيګک
افغان تاريخ

یاور محمود خان شاغاسی: د افغانستان لومړنی اول معاون

[د دارالامان ماڼۍ د ودانولو د پروژې مشر]

0 103

یاور محمود خان شاغاسي د خپل سیاسي ژوند په پیل کښي د غازي امان الله خان د ایشیک آقاسی (وزیر دربار) په توگه کار کاوه او ورپسې د امیر د حضور د یاور په توګه د افغانستان لومړنی اول معاون (لومړی مرستیال) مقرر سو؛ ځکه نو د یاور کلمه د محمود خان شاغاسي د نوم سره همیشه مل پاته سوه. کله چي شاه غازي امان الله خان د اوروپا په رسمي سفر روان سو نو شاغاسي‌ محمود خان یاور یې د کابل د کفیل (والي) په توگه ټاکلی و. [1] او کله چي امیر بیرته خپل هیواد ته را ستون سو نو د کابل ښار په جنوب کښي یې د -۱۳۰۲-  لمریز کال د میزان د میاشتي په -۲۴- د چهار شنبې په  ورځ د دارالامان ماڼۍ بنسټ کښېښود؛ چي نقشه یې فرانسويانو اې گُودارد او موسیو گُودارد (A. Godard & M. Godard) کښلې وه، سر انجنیر یې جرمنی والټر هارتِن (Walter Harten) ټاکل سوی و او د قصر د ودانولو د پروژې مشري شاغاسي محمود خان یاور ته ور سپارل سوې وه. [2]

یاور محمود خان شاغاسی او شاه غازي امان الله خان
یاور محمود خان شاغاسی او شاه غازي امان الله خان

کله چي غازي امان الله خان د دارالامان د قصر بنسټ کښېښوود نو د خپلو خبرو په پای کښي یې د یوه کاغذ څخه یادونه وکړه چي د دې ودانۍ  د جوړښت پر بنیاد باید ځایپرځای او کښېښودل سي، چي له بده مرغه دا کار ونه سو (؟!)، خو د دې ورقي په متن کښي د شاه غازي امان الله خان له قوله، د دارالامان د قصر د پروژې د سر انجینر هارتِن په شمول، د دې پروژې د مشر په توگه د یاور محمود خان شاغاسي یادونه په ښکاره توگه سوې ده. دا متن دروند لیکوال عزیزالدین وکیلي پوپلزي په خپل تاریخي اثر –فرهنگ کابل باستان، ۱۳۸۷کال، کابل چاپ، ۲ جلد- کښي په بشپړه توگه نقل کړی دئ.

د دارالامان د قصر د ودانولو او د ده د مشرۍ په اړه خپله یاور محمود خان شاغاسي هم په خپلو یاداښتونو کښي داسي وایي: ”کله چي امیر امان الله خان د دارالامان د قصر د ودانولو مشري ماته راوسپارله نو مو د جوړولو چاري مو پیل کړې – کارونه به مي هره ورځ له نژدې څخه څارل او د کارگرانو معاش مي هم د ورځي یو غیران (نیمه افغانۍ) ټاکلی و. یوه ورځ د کفالت په کارونو کښي بوخت سوم او له نژدې څخه د کار څارلو ته ورَنه غلم، په سبا  یې د ورتگ سره سم گورم چي‌ کارگران کار نه کوي؛ پوښتنه مي وکړه چي‌ ولي کار نه کوئ، کارگرانو راته وویل چي دا روپۍ چي ته یې راکوې لږ دي، که له دېنه وروسته موږ ته درې غیرانه راکوې کار کوو او که نه یې راکوې کار نه کوو. وروسته له ډېرو توضیحاتو مي کار گران د ورځي په دوه غیرانه راضي کړل – خو سبا بیا گورم چي کارگران کار نه کوي؛ بلآخره مي د ورځي درې غیرانه ورسره ومنل. ډېر وختونه وروسته زه په دې خبر سوم چي د کارگرانو تحریکوونکی خپله امیر امان الله خان و او په دې خبره مي نور هم یقین پوخ سو چي امیر امان الله خان په رښتیا هم لکه څومره چي د خپل وطن د آبادۍ لپاره لیواله دئ، خپلو وطنوالو ته د خدمت او کمک لپاره هم همغومره ژمن دئ.“ [3]

د دارالامان ماڼۍ د اعمار چاري

لکه مخکي چي یادونه وسوه، غازي امان الله خان اوروپا ته د روانېدو مخکي، یاور محمود خان یې د کابل والي وټاکه، او کله چي پاچا د د سفر څخه بېرته خپل وطن ته را ستون سو نو یاورو محمود خان خپل د ښه راغلاست د خطابې په پای کښي داسي کاږي:

بنام ولایت کابل مراتب تبریک و احترام عقیدت مندانه را بحضور مبارک عرض و احساسات عموم را ترجمانی نموده میگویم:

همی آید مرا پی در پی از دل بر زبان تبریک

نمی دانم ز تشریف چسان سازم بیان تبریک

ورود مقدمت را از زمین تا آسمان تبریک

بذات عالیت ای پادشاه نو جوان تبریک

صفا آرودی ای شاهنشه افغانیان تبریک. [4]

یاور محمود خان شاغاسی د شعر د لوستلو او لیکلو سره جوړه وه او شاعرانه طبع یې هم درلودله؛ د یاور پورتنی شعر او ځیني نور شعرونه هم د هغه په یاداښتونو کښي چي د (1929 –  1934 میلادي) کلونو په جریان کښي  چي د سقاء د زوی او نادر خان له خوا بندي‌ و، او بیا د ظاهر شاه په دوران کښي نظر بند و، لیکل سوي دي، خوندي دي. نوموړی د استقلال د استردار د یوه ځوان سیاستوال په توګه د ښه سیاسي نطق څښن هم و، مرحوم عزیزالدین وکیلي هم په خپل تألیفاتو کښي د یاور څخه ډېره یادونه کړې ده. یاور محمود خان په معقته توګه د ریاست امنیه رئیس تېر سوی دئ، او د  (1299 میلادي) کال په ترڅ کښي یې د وزیر محمد ابراهیم خان په غیاب کښي د عدلیې وزارت څخه هم وارثي او مشري کړې ده. [5]

د دارالامان ماڼۍ ډايګرام…
اړوند پوسټونه

یاور محمود خان د غازي امان الله نږدې ملګری و، د هغه پلار شاغاسي محمد شاه خان د امان الله خان د پلار امیر حبیب الله خان د شهزاده ګۍ پر مهال د هغه وزیر دربار و، او مور یې، تاجور سلطانه شاغاسۍ، د امیر امان الله خان د مور، علیاحضرتي سرورسلطانه شاغاسۍ خور او د لویناب شېردل خان شاغاسي لور وه. د محمود خان نیکه سردار امیرمحمد خان شاغاسي د امان الله خان د مور اکا و، او د یاور محمود خان شاغاسي غور نیکه سردار شاغاسي میرداد خان بارکزی د غازي امان الله خان مورنی غور نیکه هم و. د یاور محمود د وروڼو له ډلي څخه، شاغاسي عبدالحبیب خان د امیر امان الله خان په عصر کښي د سلطنت د دربار د مهمو رجالو څخه و او په همدې عصر کښي د معاروف ناظر (د پوهني وزیر) هم تېر سوی دئ. [6] شاغاسی محمود خان یاور د سقاء د زوی او نادر خان له خوا بندي‌ و، او بیا د ظاهر شاه په دوران کښي د ژوند تر پایه پوري نظر بند پاته سو، تر څو چي په (1971 میلادي) کال په کابل کښي وفات سو. [7]

لمنلیکونه:

[1]: محمد معصوم هوتک، کندهاري وروڼه، ک1387، مخ235.

[2]: عزیزالدین وکیلي پوپلزی، فرهنگ کابل باستان، ک1387، ج2.

[3]: د یاور محمود خان شاغاسي یاداشتونه چي د (1929 –  1934 میلادي) کلونو په جریان کښي  چي د سقاء د زوی او نادر خان له خوا بندي‌ و، او بیا د ظاهر شاه په دوران کښي نظر بند و، لیکل سوي دي.

[4]: عزیزالدین وکیلي پوپلزی، فرهای غازی امان الله شاه در دوازده کشور اسیاواروپا 1306-1307، ک1364، مخ272.

[5]: عزیزالدین وکیلي پوپلزی، دارالقضاء در افغانستان، ک1369، مخ541.

[6]: عزیزالدین وکیلي پوپلزی، تیمورشاه دُرانی، ک1346، ج2، مخ686-695.

[7]: کاندید اکاډمیسین اعظم سیستانی، سه مقاله تحقیقی درباره سه خاندان تاریخی قندهار،  ک2020، مخ269.

حُسن مبارک شاغاسی

۱۴۰۰/۰۵/۲۸ ه ش (19/08/2021م)

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!