ټول حقوق د منډيګک بنسټ سره محفوظ دي
د کابل ښار د اسمايي غره په لمن کي يوه لويه سيمه پخوانيو ودانيو، ګودامونو او د دود ايستلو برجونو نېولو چي عام کابليان ئې [ماشين خانه] بولي.
دغه ځای دوه کاله وړاندي د جرمني دولت لخوا د رغولو د پاره غوره سو چي له لږ کار وروسته دولت سقوط او تر اوسه ئې کارونه په ټپه ولاړ وه چي درې ورځي د مخه جرمني له خپل دې کار څخه پر شا او له افغان دولت سره ئې خپل قرارداد لغوه او ممکن دولت د تير دولت غوندي پر دې پېښه عادي تبصره هم ونه کړي.
ددې ودانيو تر شا د افغان ملت د تمدن خوارا لوړي ژوري تړلي دي چي پېژندل ئې اړين دي، که احياناً دغه ځای او ددې ځای بنسټګر [ارواښاد امير شېرعلي خان] پاته سوي وای، اوس به موږ په نړۍ کي د توليد لرونکو هيوادونو په کتار کي جګه غاړه ولاړ وای…
تاريخ راته وايي چي د تېمورشاه دراني د پاچاهۍ په وخت کي د کابل سيند تر غاړه يو لوی باغ جوړ سو چي تېمورشاه به مازيګر ورته راتلی، کله چي په ۱۸۶۶ع کال د امیر شیرعلي خان حکومت پریکړه وکړه چي افغانستان باید خپل پوځ ولري نو ئې ددې باغ تر څنګ د پوځي ماشین خانه جوړه او د توپ جوړولو، لیتوګرافۍ او د ټوپک جوړولو فابریکه پکښي جوړه کړه.
#امير_شېرعلي_خان په افغاني نبض پوه مدير او مدبر شخص وو چي يوه نيمه پېړۍ د مخه ئې پر افغانانو پخپله يوولس کلنه دوره کي د پرمختګ خورا ښې دروازې راخلاصي کړلې، خو د دښمنانو له لوري ډېر ژر وتړل سوې.
هغه يوه نيمه پېړۍ وړاندي په لومړي ځل د صنعت ماشېنونه راوړل او په لنډ وخت کي بايد ددې ماشېونونو ټول ګاريګر افغانان وای.
د هغه په دوره کي عصري لښکر جوړ سو، چي ټولي پوځي اړتياوې يې د کابل په ماشين خانه پوره کولې او د چارو د ښه والي او ښې سمبالتيا لپاره د مسلکي کدرونو د روزلو لپاره يو لوی ښوونځی هم دې کارونو ته پرانيستل سو.
هغه وتوانېد چي لومړی بايد افغانان خپلي وسلې او باروت ولري، شپه او ورځ ئې په نړۍ کي له خپلو خواخوږ هيوادونو په دې برخه کي ګاريګر او په کارپوه خلګ غوښتل، له څه مودې وروسته يو کندهاری افغان [عبدالحميد کندهاری] وتوانېد چي يوه لاسي توپنچه جوړه کړي، خو د انګرېزانو يرغل دغه هڅه بشپړه ودروله او د امير عبدالرحمن خان په راتګ بيرته له انګرېزانو وسلې واخيستل سوې او د وسلو جوړولو فکر بيرته ودرېد او يوازينۍ جوړه توپنچه به امير عبدالرحمن خان په خپل جېب کي ګرځول، دغه توپنچه بيا امير امان الله ميوزيم ته وسپارله او تر اوسه خوندي ده.
اړوند پوسټونه
دې کارځّای کي لاندي مواد جوړېدل:
۱- ۱۰۴ توپونه
۲- ۳۰۳ مرمۍ، توپک او توپنچه
۳- سکې
۴-جامې
۵-مډالونه
۶- کاغذ او شمس النهار اخبار
يوه جالبه چي يو چا راته وکړه دا وه چي دوه کاله مخکي د ماشين خانې د جوړېدو پر مهال تر يوه دروازه لاندي په خاورو کي د هغې دورې د وسلو څو افغان رازونه په يوه صندق پټ او کاريګرو تر لاسه کړه چي بيا جرمنيانو له ځان سره يوړل.
نور البوم دلته:
















