منډيګک
افغان تاريخ

د نوروز لرغونی ملي جشن، نوی کال او پسرلی!

0 617
د نوروز لرغونی ملي جشن، نوی کال او پسرلی!
نوروز! زموږ د هیواد (پخوانۍ آریانا او اوسنی افغانستان) لرغونی ملي جشن.
د نړۍ هر ملت د ژوند د مختلفو مناسبتونو لپاره خپلي ورځي لري چي د هغه ملت تمدن، کلتور او تاریخ یې ژوندی ساتلی وي. دغه ډَول مناسبتونه کلتوري، تاریخي، مذهبي او موسمي بڼي لري چي د هماغه ځانګړي ملت وګړي یې لمانځي او په خپلو تاریخي او کلتوري ارزښتونو ویاړ کوي.
نوروز په شمسي نظام کښي د وخت او اقلیم له لحاظه د اعتدال پیل او د شپې او ورځي برابري ده. د نوروز ورځ چي د نوي هجري لمریز کال د لومړۍ نیټې او همدا راز د پسرلي د موسم د لومړۍ ورځې سره برابره ده، د سیمې او نړۍ د مهمو جشنونو څخه ګڼل کیږي او د افغانستان په شمول د نړۍ په یو زیات شمیر هیوادونو کښي په مختلفو ډَولونو باندې لمانځل کېږي او په ځینو ملکونو کښي رسمي رخصتي هم وي.
د نوروز په اړه د توري او قلم خاوند ستر خوشحال خان خټک لیکي:
نور باغونه د نوروز په ورځ غوړیږي
په اهـاړ کا غوړیده د کابل باغ.
د نوروز کلمه د پهلوي ژبي د (nogroz) څخه اخیستل سوې ده، پهلوي ژبي دا کلمه د پارتي ژبي څخه اخیستې ده چي تلفظي بڼه یې (nwklwc) ده، او بلآخره پارتي ژبي د (نوروز) کلمه د اوستایي ژبي څخه اخیستې ده. خو د دې ترکیبي کلمې جوړښت د هندي او پښتو ژبو سره تر نورو ټولو ژبو ډېر تطابقت لري.
ستر خوشحال خان په یوه بل بیت کښي د نوروز په اړه داسي کاږي:
په راتلو درسره ډیري خوښۍ راوړه
پر خوشحال خټک دي قدر دئ نوروزه
نوروز چي په (نیروز، نوروځ، مهرجان او مهرگان) نومونو باندي هم یاد سوی دئ ډېر لرغونی تاریخ لري چي (583) قبل المیلاد ته رسېږي او ځیني تاریخ لیکونکي په دې آند دي چي د نوروز د ورځې لمانځنه له یاد سوي تاریخ څخه د مخه هم د نړۍ په یوه لویه سیمه کښي د خلکو تر منځ لمانځل کیده. د نوروز په اړه یو قوي روایت دادئ چي نوروز په بابلیانو یا د (بابل) په تمدن پوري تړاو لري. خو ځیني روایات بیا (زردښت) د نوروز بنسټ ایښودنکی بولي چي دا ورځ د زردشتیانو د سپیڅلو ورځو او مذهبي اعيادو څخه هم ګڼل کېږي.
مولانا جلاالدین بخلي د نوروز په اړه داسي کاږي:
باز عالم و آدم و پوسیده گان خزان و زمستان خندان و شتابان
به استقبال بهار می روند تا اندوه زمستان را به فراموشی سپارند
و کابوس غم را در زیر خاک مدفون سازند
و آنگه سر مست و با وجد و نشاط
و با رقص و پایکوبی با ترنم این سرود طرب انگیز نوروز
و جشن شکوفه ها را برگذار می نمایند.
دا په داسي حال کښي ده چي زموږ د هیواد (لرغوني آريانا) د بخدي (بلخ) ښار د پارا داتا (پيشدادي) واکمنو د لړۍ لومړنى واکمن او د دې لړۍ بنسټ ايښوونکى جمشيد (يما) پاچا په دغه ورځ د پاچهۍ پر پلاز وناست، او داسي ویل کېږي چي يما لومړنى پاچا و چي زموږ په هېواد (پخوانۍ آریانا او اوسنی افغانستان) کښي یې د لومړي ځل لپاره د کرني آرونه او اصول دود کړل او د کال لومړۍ ورځ يې کار او زيار ته د بزګرو د هڅوني لپاره د (نور وځ) په نامه د ملي جشن ورځ وټاکله او د آريائیانو د حاکميت د پيل د ورځې په توګه هم بلل کيده، دا ورځ سوکه، سوکه په په (نو روز) باندي واوښته.
په افغانستان کښي نوروز د هخامنشانیانو، اشکانیانو، ساسانیانو، سلجوقیانو، خوارزمشاهیانو، تیموریانو، غزنویانو، هوتکیانو، ابدالیانو (دُرانیانو)، د بارکزو په شاهي دوره کښي او له هغه وروسته حکومتونو کښي هم د مختلفو مناسبتونو او پروګرامونو په ترځ کې نمانځل سوی دئ (چي ریښه یې هماغه لرغوني آریائي تمدن ته رسېږي). د نوروز، نوي کال او بزګر د جشن په پار د افغانستان واکمن ځانګړی پیغام صادروي؛ په دې اړه د پولادي امیر عبدالرحمن خان عکس وګورئ:
د عکس سره په مښلېدلي فرمان کښي د هغه وخت مامورین د فولادي امیر څخه د نوی کال (نوروز) د لمانځلو غوښتنه کوي،
او امیر عبدالرحمن خان هم په سور قلم داسې لیکي:
نوروز د اخترونو په جمع شمیرل کیږي تاسي هم په خیر هندکي* ته ولاړ سئ خپل ساعت ښه تېر کړئ.
* هندکی هغه مهال د کابل د چهاردهي په سیمه کښي یو کلی و چي اوس یې چهلستون بولي.
د هیواد ملي او آزادي راډیویي شبکې، تلویزیوني چینلونه او نورې خبري رسنۍ خاص پروګرامونه او ځانګړې پاڼې د نوي کال نمانځلو ته ځانګړي کوي او خلک یو بل ته د نوي کال مبارکي وايي.

 

ګومان او ګڼل پر دې دی چي؛ نوروز د یوه ښکلي طبیعیت د خوشحالۍ هغه وسیله ده چي په کال کښي یوه ورځ را ښکا ره سي او دراتلونکي هوسا او خوږ ژوند په زړه پوري الهام پکښي نغښتی وي.
د نوروز او بهار د ګلونو د غوړېدلو پوښتنه صوفي شاعر رحمان بابا هم کړې ده:
بلبلان پسې نارې وهي رحمانه
د بهار ګلونه سوي دي که نه دي.
د نوروز په راتلو سره د ژمي د فصل او موسم آخرنۍ ورځ پای ته رسېږي او د پسر لي نوی فصل او موسم د ګلانو په غوړیدلو سره د بلبل د چڼوهارو آواز د زمزمي په شکل د نسترن، نرګس، لاله او د ګلاب ګلان په خپل رنګ او خوشبو د چا پیر یا ل رنګ ته د ښایست سمسور تیا ورکوي. غرونه، دښتي، شاړي ځمکي، تپې، غونډۍ او درې د ښایست داسي جامې اغوندي چي د هر انسا ن روحي او فکري ژوند ته د نوی فکر او نوی خیال هیلي او پیغام ور بښي.
مشهور موشکاف شاعر عبدالحمید مومند نوروز داسي یادوي:
هغه دم شاه جهان سم په دماغ کي
چي له ښـــــــکلو ســـــــــره کېنم په نوروﺯ.
نوروز د (2010م) کال د فبرورۍ د میاشتي په 24مه نېټه په رسمي ډَول د ناملموس میراث په توګه د یونسکو د نړیوالو میراثونو په نوملړ کښي د نوروز د نړیوالي ورځي په توګه ثبت سو، چي د افغانستان په شمول 12 نور هیوادونه هم گډون پکښي لري او پر همدې بنسټ هر کال په یونسکو کښي د نوروز مراسم نیول کېږي او لمانځل کېږي.
په افغانستان کښي نوروز، د هجري لمریز کال پيل او د پسرلي د موسم لومړۍ نیټه ده هیواد په ګوټ ګوټ کې په مختلفو دودونو سره لمانځل کېږي. د وري د میاشتي لومړۍ نیټه په ټول افغانستان کې عمومي رخصتي وي، دا ورځ د بزګر د جشن په نوم هم په افغانستان کښي لمانځل کېږي. افغانان په همدې ورځ ځانګړې دعاوي کوي هفت میوه (هفت چین/سین/شین) تیاروي. او د سمنو منښته ترسره کوي.
سمنو:
افغان مېرمني د سمنو د تیارولو لپاره ځانګړي مراسم نیسي؛ د سمنو غنم چي پخوا یې لا په لویو، لویو لوښو، غوریو او یا پتنوسونو کښي شنه کړي او روزلي وي، د هغو شیره باسي او د سمنو دیګ باندي کوي. د سمنو د تیارولو مراسم د نوروز په شپه پیلېږي او تر سهاره پوري (یعني د نوروز د ورځي تر پیل پوري) دوام کوي.
د سمنو د پخېدلو په دې جریان کښي مېرمني د سمنو د منښتي د پاللو او نوروز ته د ښه راغلاست په پار دریې وهي او دا پخوانی، تاریخي او مشهور فولکلور په بدلو کښي تکراروي او ږغوي:
سمنو؛
موږ دي منو
که مو دا ارمان پوره سو
موږ دي کال پـــــر کال کوو.
د نوروز دریه، د محلي موزیک آله، د اوبو منګی او د فال کتابونه!
دا تیار سوی سمنو د نوروز په ورځ په کور، کلي او خپلوانو باندي وېشل کېږي او په دې کار سره خپل، خپلوان د یو بل لیده او کاته هم د مېلمستیا په بڼه تر سره کوي.
سوري چهارشنبه:
لرغونو آریانا له ډېرو پخوانیو زمانو څخه د کال آخرنۍ چهار شنبه د سوري چهارشنبې په نوم لمانځله؛ دا لمانځنه تر اوسه هم د اور د لمبې په کولو سره ترسره کېږي. په افغانستان کښي د کال ورستۍ چهارشنبه او یا هم د نوي کال اوله چهارشنبه تر اوسه پوري په یوه یا بله بڼه یادول کېږي او لمانځل کېږي. او په دې هیواد کښي تر اوسه پوري رایج د اختر لمبه او د سورسورانکو دودونه د لرغونو آریائیانو د همدې سوري چهارشنبې څخه سر چینه اخلي.
 د نوروز مېلې:
د نوروز او نوي کال مېلې د شینګښتیا د پلونو او سبزه لغت په نامه او بڼه هم خورا مشهوري دي؛ په لوی کندهار کښي خلک د نوروز مېلې د بابای ولي، قلندر بابا او داسي نورو ځایونو ته په ورتګ او مېلو په ترسره کولو سره تر څلښوېښتو وروځو پوري لمانځي، د اقرباء دیدو وادید کوي‌او نوروز ته ښه راغلاست وايي.
په مزار شریف کښي هم دا مېلې تر څلوېښتو ورځو پوري د سرو ګلونو د جشن او مېلې په نامه او د علي د جنډې د پورته کلولو د مراسمو په باب ترسره کېږي او لمانځل کېږي.
په مرکزي افغانستان او پلازمېنه کابل کښي خلک د نورز د مېلو په موخه ګُلغونډۍ ته ځي او هلته د ارغوان ګُلانو د ننداره کولو او د مېلو د ترسره کولو په بڼه تر څلوېښتو ورځو پوري نوروز او نوی کال لمانځي.
پر ګُلغوندۍ د ارغوان جوړي مېلې دي
ځان جوړه، لاس راکوه، ګُلي ورځو چي نندارې دي.
په دې توګه د نوروز او نوي کال مېلې په ټول افغانستان کښي په بېلابېلو بڼو د شلو څخه تر څلوېښتو ورځو پوري لمانځل کېږي.
وزلوبه، دُره او خُسی:
د نوروز او نوي کال په راتګ سره د رنګارنګ ګُلانو د معطر سوي طبیعت په زرغونه غېږ کښي د پخوانیو زمانو څخه په افغانستان کښي د وزلوبي (بُزکشي)، دُرې، خُسي او داسي نوري افغاني لوبي هم ترسره کېږي.
ملي اتڼ:
اتڼ د افغانستان لرغوني، ملي او دودیزه نڅا ده چي د لرغونتیا رېښې یې لرغوني آریانا، روحاني رېښې یې زردښت او د هغه زمانې ته او رسمي حماسي او ملي رېښې یې په افغانستان کښي د لوی احمد شاه بابا ابدالي په قیادت د افغانستان د معاصر تاریخ د بنسټ اېښودلو او پیل سره سمون لري.
داسي نکل او حکایت دئ چي نوموړي یما پاچا به نوروز د خپلو جنګیالیو سره د اتڼ په ترسره کولو لمانځه او د هغوی سره به یې کومي جګړې ته د رهي کېدلو دمخه هم اتڼ کاوه، ترڅو د جنګیالیو مورال قوي کړي او هغوی ته دا ډاډ ورکړي چي دوی د یوه آریائي ملت په توګه د خپل رنګ، شور، جذبې او زور په ښکاره کولو سره کولای سي چي د هر ډګر برلاسي او ګټونکي سي.
د اتڼ لرغونی دود د افغانستان د معاصر تاریخ له پیله په رسمي توګه حماسي او ملي بڼه غوره کړه او افغانان یې په سیمه ییزو او ملي ښادیو، خوشحالیو، ودونو، غزاګانو او خپلواکۍ ګټلو په ملي جشن کښي کوي. 
ملي اتڼ چي د افغانانو (پښتنو) د روحیاتو، جذباتو، ویاړونو او هنري احساس ښکارندویي کوي، د ډوهل، سورنۍ او شپېلۍ د ږغېدلو سره سم د یوه مېړني، غیرتي، پتمن، بریالي، ننګیالي او توریالي پښتانه احساسات او جذبات نندارې ته وړاندي کوي:
افغان نقاش، موسیقي دان، طراح، ډرامه لیکوال او شاعر عبدالغفور برشنا د یوه آریائي نژاده پښتانه هنري احساسات، جذبات او مفخرات د اټن پر مهال انځوروي.
په دې وروستیو کښي هم ښه شاعر او لیکوال ښاغلي عبدالغفور لېوال نوروز ته یو ډېر ښکلی سرود لکلی دئ چي وایي:
نوروز ته سرود
له بامي بلخه راپاڅه، دنوروز دسهارباده
پسرلی دعشق راخور کړه له زاړه ام البلاده
دهېلمندمسته څپه سه په لرغوني سیستان واوړه
دکابل ارغوان ښکل کړه، دباګرام هواکړه ښاده
پرسرلوړي هري واوړه، چي ګذرپه اصفهان کړې
بخاراته وږمه یوسه، چي پرواز په بدخشان کړې
دسوما په باده مسته! د (سدې) دجشن یاده
له بامي بلخه راپاڅه، دنوروز دسهار باده
له (ګنجه) تراباسینه، له ګنګا تر سمرقنده
له قونیې ترفراه روده، له لاهوره ترخجنده
دزلمو دي اتڼونه، دښایسته پېغلو نڅا ده
له بامي بلخه راپاڅه ، دنوروز دسهارباده
نوی کال دی، نوی ژوند دی داقبال ستوری بلند دی
د دانې نوی پیوند دی، د دهقان خاطر خرسند دی
ترپښو لاندې سبزه ده، پاس دعشق نوې هواده
له بامي بلخه راپاڅه، دنوروز دسهار باده
سمنک دي شنه قدم ته، هفت مېوه د سپرلي دم ته
قزاقي سمند دي زین کړه، راسه بیا قرغزي چم ته
چي بیا یو کړو سره زړونه، لویه سوله کړه بنیاده
له بامي بلخه راپاڅه دنوروز دسهار باده.
پوره سندره دلته:
هیله لرم ټول افغان ولس چي د نړۍ په هر ګوټ کښي ژوند کوي د نوي کال په نویو هیلو او نویو آرزوګانو سره دا ورځي د خوښۍ او خوشحالۍ، اتحاد او اتفاق په فضا کښي تیري کړي.
د نوروز لرغونی ملي جشن، نوی کال او پسرلی دي ټولو خواریکښو بزګرانو او ټولو پتمنو افغانانو ته مبارک وي.
هره ورځ مو نوروز او نوی کال مو نېکمرغه!
حُسن بارک شاغاسی، کنبرا، آسټرالیا ۱/۱/۱۳۹۹
ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!