منډيګک
افغان تاريخ

سردار سلطان محمد خان طلايي

سلطان محمد خان طلايي
0 281
سردار سلطان محمد خان طلايي (۱۷۹۵-۱۸۶۱ع) د سردار پاینده خان پنځلسم زوی، د امير دوست محمد خان ورور وو چي د دوی وروڼه په پېښوري وروڼه يادېدل او د سلطان شاه محمود سدوزي د سلطنت پر وخت پېښور او کوهاټ والي/ګورنر وو، څه موده د زمان شاه دراني وزير اعظم هم پاته سوی چي هلته د خپلو څلورو وروڼو سره د پېښور د سردارانو په نامه يادېده.
هغه ډېر شتمن سردار و او له همدې کبله خلکو ورته د طلايي لقب ورکړی او ځان یې د سرو زرو په زیورونو سینګار کړ له همدې کبله هغه ته د [طلايي] لقب ورکړل سو. الکساندر برنز په خپلو یادښتونو کي لیکي چي سلطان محمد طلايي تل په خپل مېز له درې سوو زیات مېلمانه مړول. دده د جالب شخصيت له امله پېښوريانو ځکه طلايي باله چي د خپل جنسي توان د زياتولو لپاره به يې د سرو زرو کښتې خوړلې، په غاړه کي به يې ورېښمين او بخملي جامې او د سرو او ملغلرو امېلونه به يې په غاړه او په پټکي ټومبلي وه. ورور امير دوست محمد به د ملنډو ورته [سلطان بي بي] ويل.
سلطان محمد خان طلايي
سردار طلايي د ۱۶ مېرمنو سره ودونه کړي او۵۱ زامن او ۳۶ لوڼي يې لرلې چي ټول زامن يې د خپل وخت په پاچايي دولت کي پوځي او غير پوځي دندي ترسره کړي وې.
ده ۳۰۰۰ سپاره او پياده عسکر او شپږ توپونه لرل خو د سيکانو او انګرېزانو لخوا د پېښور د نيولو پر وخت چي دی يې حاکم وو، هيڅ مقاومت ونه کړ او پېښور له افغانستانه بېل سو. لينک کامنټ کي…
طلايي په ۱۸۶۱ع کال کابل کي ومړ او پر ځای ئې دوه زامن يحي خان او زکريا خان دده ځايناستي او وروسته د امير حبيب الله خان شخصي مشاورين سول.
د هغه زامن په لاندي ډول وه:
سردار خواجه محمد خان
سردار نور محمد خان:
هغه له ۱۸۸۲ ز. – ۱۸۹۲ ز. کال پوري د کندهار والي وو. درې ودونه يې کړي وه او پينځه زامن يې درلودل.
سردار محمد يحيی خان:
سردار محمد يحيا خان د سردار محمد يوسف خان او سردار محمد آصف خان پلار او د محمد نادر شاه، سردار محمد هاشم خان، سردار شا محمود خان، سردار شاه ولي خان نيکه او د محمد ظاهر شاه غورنيکه وه. همداراز يحيا خان د وزير محمد اکبر خان زوم هم  او همدان سلطانه بېگم چې د غازي اکبر خان مشره لور وه د سردار محمد يحيا خان مېرمن وه. دغه سردار دوه زامن او شپږ لوڼې درلودې.
سردار علام محمد خان
سردار محمد اکبر خان
سردار حاجي محمد سرور خان: هغه د ميوند حاکم وو.
سردار محمد سميع خان
سردار محمد اياز خان
سردار محمد ايوب خان
سردار ‘عبدالله خان
سردار محمد ابراهيم خان
سردار احمد خان
سردار موسی خان
سردار محمد هارون خان
سردار دلاور خان
سردار محمد ناصر خان
سردار ‘عبدال قادر خان
سردار محمد اعظم خان
سردار محمد صادق خان
سردار صفيع الدين محمد خان [دين محمد خان]
سردار ذکريا خان
سردار صيف الله خان
سردار محمد اسحق خان
سردار غلام محي الدين خان
سردار محمد عباس خان: هغه يو ښه شاعر او ليکوال وو.
سردار سکندر خان
سردار محمد غوث خان
سردار ‘عبدالنبي خان
سردار ‘عبدالغني خان
سردار محمد اسماعيل خان:
سردار محمد اسماعيل خان تر ۱۹۰۸ ز. کال پوري هند کي د افغانستان د دولت رسمي پلاوی و.
سردار محمد علي خان
سردار خان شيرين خان
سردار محمد يعقوب خان
سردار محمد هاشم خان
سردار عبدالقدوس خان[د قدوس خان په اړه لاندي مالومات]
سردار ‘عبدالصدور خان
ډگر جنرال سردار عبدالغوث خان:
سردار عبدالغوث خان د ۱۸۸۲ ز. کال څخه تر ۱۸۸۸ ز. کال پوري د غزني والي و.
سردار نېک محمد خان
سردار بوستان خان
سردار محمد انور خان
سردار برهان خان
سردار لال محمد خان
سردار ‘عبدالواحد خان
سردار جلال الدين خان
ستر جنرال سردار ‘عبدالعزيز خان
سردار محمد يونس خان
بريدمن سردار محمد صديق خان
سردار عطا محمد خان
سردار عبدالودود خان
سردار عبدالقيوم خان
سردار تاج محمد خان
سردار عبدالقدوس خان

جنرال سردار عبدالقدوس خان (۱۸۴۵ ز. – ۱۶ د مارچ، ۱۹۲۸ ز. ) لقب اعتماد الدولة د امير حبيب الله خان د واکمنۍ په وخت کي وزير د دربار و. هغه له ۱۹۰۵ ز. – ۱۹۰۶ ز. او بيا له ۱۹۱۹ ز – ۱۹۲۰ ز. د افغانستان لومړی وزير هم پاته سوی. هغه د افغان-انگرېز په درېمه جگړه کي فعاله برخه اخيستې او د افغانستان لوېديځ سمت څخه يې دفاع کوله. کله چي هغه په ۲ د اکتوبر، ۱۸۸۱ ز. کال کي هرات د امير عبدالرحمن په امر ونيو او سردار محمد ايوب خان يې ايران ته وشاړه نو د امير عبدالرحمن خان لخوا ورته د اعتماد الدولة لقب ورکړل سو.

عبدالقدوس خان ډېرې ماينې درلودې، لومړنۍ ماينه يې بختور بېگم نومېده، دويمه يې ښايسته بېگم، د عبدالقيوم خان لور وه، درېمه يې بلقيس بېگم يوه هراتۍ وه، څلورمه يې تاجور بي بي جهان، د سردار محمد علي خان او فاطمه بېگم لور وه. پينځمه يې بي بي گل پري يوه نورستانۍ وه، شپږمه يې بي بي طوطي يوه هزاره گۍ وه، اوومه يې بي بي گل شان يوه هزارگۍ، اتمه يې بي بي گل افروز يوه هزراه گۍ نهمه يې بي بي نارنجه، لسمه يې بي بي شگوفه يوه هزاره گۍ وه.

د هغه لاندي اولادونه وه:

  1. جمعه خان (د بختور بېگم زوی)
  2. پاينده محمد خان فرهاد (د شايسته زوی)
  3. عبدالعزيز خان
  4. عبدالباقي خان اعتمادي (د شايستې زوی)
  5. رحيمداد خان اعتمادي (د شايستې زوی)
  6. محمد حيدر خان اعتمادي (د تاجور بي بي جهان)
  7. محمد صادق خان
  8. عبدالودود خان اعتمادي (د بلقيس زوی)
  9. غلام حيدر خان اعتمادي (د تاجور بي بي جهان زوی)
  10. غلام احمد خان اعتمادي [عبدل جان] (د تاجور بي بي جهان زوی)
  11. سرور جان
  12. جنرال الله داد خان اعتمادي (د گلشن زوی)
  13. همت الله خان اعتمادي (د بلقيس زوی)
  14. محمد عثمان خان (د تاجور بي بي جهان زوی)
  15. خدا داد خان (د گلپري زوی)
  16. جنرال محمد جعفر خان اعتمادي (د نارنجې زوی)
  17. محمد اختر خان (د شگوفې زوی)
  18. شيرين خانم (د شايستې لور)
  19. بهرور بېگم(د شايستې لور)
  20. حبيبه بېگم(د تاجور بي بي جهان لور)
  21. مريم خانم (د تاجور بي بي جهان لور)
  22. خورشيد خانم (د تاجور بي بي جهان لور)
  23. حاجره بېگم(د بلقيس لور)
  24. صديقه خانم (د بلقيس لور)
  25. زهره خانم (د بلقيس لور)
  26. کشور بېگم(د طوطي بېگم لور)
  27. اندليب بېگم(د گل افروز لور)
سلطان محمد طلايي مقبره، کابل افغانستان
د کابل ښار ختيځ کي يوه غونډۍ د مرنجان تپې په نامه يادېږي، د مرنجان نوم کابليانو کي يو فکلوريک بنسټ لري چي ريښې يې د کابل پاچاهانو/کوشانيانو(٤٠٠-٥٠٠ ميلادي کلونه)مهال ته رسيږي او مرنجان د هغه پاچاهانو له ډلي د يوه پاچا لايق وزير گڼي چي ښايست يې نه درلود خو دربار کي ئې غيب ويونکي وزير وو او غوښتل ئې چي د خپل پاچا لور خپله کړي، خو ونه توانيد.

د نادرخان تپه ځکه ورته ويل کيږي چي د همدې غونډۍ پر سر د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه پلار نادرخان زيارت دئ او لږ لاندي بيا نادرخان د غور نيکه سلطان محمد خان طلايي زيارت دئ.

د سردار سلطان محمد خان طلايي مقبره، ۱۹۳۳ع
د سردار سلطان محمد خان طلايي مقبره، ۱۹۷۰ع
د سردار سلطان محمد خان طلايي مقبره، ۲۰۰۳ع
د سردار سلطان محمد خان طلايي مقبره، ۲۰۲۲ع
د سردار سلطان محمد خان طلايي مقبره، ۲۰۲۳ع
ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!