منډيګک
افغان تاريخ

امیر عبدالرحمن خان او د مرکزي حکومت جوړلو پالیسي

امير عبدالرحمن خان په خپل دربار کي
0 141

(دوهمه برخه)

لومړۍ برخه دلته

         امیر عبدالرحمن خان، که څه هم چي د معاصر افغانستان، عصري ادارې او پوځ موسس بلل کیږي او د هغه په دوره کي ډېر زیات اداري، سیاسي او صنعتي اصلاحات راغلي دي مګر نظام یې دومره استبدادي وو چي په افغانستان کي یې نه تر ده مخکي او نه وروسته ساری لیده سوی دی. د هغه یوویشت کلنه پاچهي د ویري او وحشت دوره وه. امیر نه یوازي د خپلو سیاسي رقیبانو او د کابل د تخت د مدعیانو د له منځه وړلو او د ډیرو زیاتو قبایلی او قومی ښورښونو په ځپلو کي له زور او په ظلم او وحشت کی له افراط څخه کار واخیست بلکه د خپلو نورو عادی مخالفینو او د ده د فرمانونو له متخلفینو سره یې هم له داسي سخت سلوک څخه کار اخیست چي وطن یې ځینو خلکو ته دوږخ کړی وو. د خلکو سنګسارول، حلالول، ړندول، د لاسونو او پښو او حتی ژبو قطع کېدل، تېل داغ او رنګارنګ نوري شکنجې د ورځي موضوع وه. بندیخانې له بندیانو ډکي وې او چاته معلومه نه وه چي خوشی به سي او که به یې ژوند په بندیخانه کي ختم سی. په هغه ورځ چي امیر له دنیا څخه کوچ وکړ یوازي د کابل په بندیخانو کي ۱۲ زره نارینه او ۸ زره ښځینه بندیاني یعني جمله ۲۰ زره بندیان موجود ول. مجددي، حقیقت التواریخ ص ۱ب۸۸

د امیر عبدالرحمن خان د پاچهی، په تېره بیا لومړیو پنځه لسو کالو کي، دومره زیات انسانان له منځه ولاړل چي افغانستان په تاریخ کي د هیڅ واکمن په دوره کي نه دونه زیات خلک اعد ام سوي، نه په بندیخانو کي تلف سوي او نه په داخلي جنګونو کي وژل سوي دي.

امیر عبدالرحمن خان، د قدرت په لومړیو شپو ورځو کي، د امیر شیرعلي خان د کورنۍ او نورو محمدزایانو د رقابت سره مخامخ وو. پر دې برسېره، لکه مخکی چي مو وویل هر خان، ملک، شیخ او قومي مشر د پاچاهی خیال په سر کي درلود. امیر د خپل قدرت د رقیبانو او د مرکزي ادارې د دښمنانو د ځپلو لپاره له ټولو ممکنه وسایلو څخه کار واخیست او ګناه کارو تر څنګ یې، ډېر ځله، بېګناه او مظلوم انسانان د خپل قهر او غضب قرباني کړل. ده فکر کاوه چي په عام محضر کي د خپلو دښمنانو په قتلولو او په سزا رسولو سره به نور خلک وبېروي او د یوه قتلېدل به د بل عبرت سي. د سردار محمداسحق خان د ښورښ له ځپلو څخه وروسته یې د هغه نیول سوي عسکر او صاحب منصبان هره ورځ د کابل د مراد خانی په میدان کی پنځه لس پنځه لس تنه په تورو څیرل او وژل. مجددي ص ۲۳۷

د ۱۸۸۷ کال د ژمي د موسم په سر کي امیر عبدالرحمن خان ته رپوټونه ورسېدل چي افغاني ترکستان حاکم سردار محمداسحق خان د ښورښ  کولو خیال لري. امیر عبدالرحمن خان خپل زوی سردار حبیب الله خان په کابل کي پرېښود او پخپله د لغمان ولایت ته، د ژمي د تېرولو لپاره، ولاړ. په لغمان کي دونه سخت ناروغ سو چي د مرګ آوازه یې ګډه سوه ( ځیني منابع وايی چي دا آوازه یې پخپله ګډه کړې وه) سردار محمداسحق خان سمدستي ځان د کابل د تاریخ وارث وباله او د کابل پر لور یې د حرکت کولو لپاره تیاری پیل کړ. امیر عبدالرحمن خان خپل جنرالان غلام حیدرخان او سردار عبدالله خان د هغه مقابلې ته واستول. د غزنیګک په علاقه کي دواړه خواوي سره مخامخ سوې. د جنګ په جریان کي، د امیر د لښکرو یوې برخي ماته وکړه او بله  برخه یې د سردار اسحق خان یوه جنرال ته سلامي سوه. د سردار اسحق خان عسکرو، چي د امیر عبدالرحمن خان تسلیم سوي عسکر هم ورسره وه، سردار ته د مبارکۍ ویلو لپاره د هغه پر لور حرکت وکړ. سردار، چي د عبدالرحمن خان عسکر له لیري ولیدل، داسي فکر یې وکړ چي لښکر یې مات سوی او د امیر پوځ د هغه د نیولو لپاره ورځي؛ سمدستي یې د آمو د سیند پر لور وځغستل او د سترګو په رپ کي د روسیې خاوري ته واوښت. فتح د امیر په نصیب سوه.

سردار اسحاق او ملګري

امیر د سردار اسحق خان نیول سویو عسکرو او صاحب منصبانو ته ډیري سختي سزاوي ورکړې. ډېر زیات یې په توپ کي والوزول؛ په سل هاوو یې ړانده کړل او ښځي او ماشومان یې د غلامانو په توګه خرڅ کړل. امیر د سردار اسحق خان دې عسکرو ته دونه سختي سزاوي ورکړې چي موضوع یې ان د برټانیې په پارلمان کي مطرح سوه او د هند ویسرا امیر ته په یوه لېږلي مکتوب کي له هغه څخه د دې قتلونو او سزاوو په باره کي پوښتنه وکړه. امیر ویسرا ته ولیکل « د انګلیسیانو هم ښورښونه نه خوښیږي» او له دې خبري څخه یې مطلب د هند د ۱۸۵۷ کال له ښورښ څخه وروسته هغو یاغي عسکرو ته اشاره وه چي انګلیسیانو په توپونو کي الوزلي وه. Fletcher, Afghanistan…. P 147

امیر عبدالرحمن خان، د سردار محمداسحق خان د ماتي وروسته، د شمال پر لور حرکت وکړ او د حکومت چاری یې خپل مشر زوی سردار حبیب الله خان ته وسپارلې. تقریباً دوه کاله په مزار شریف کي پاته سو او په هغه سیمه کي یې د چارو د سمبالولو څخه وروسته بیرته د کابل پر لور حرکت وکړ.

له دې وروستیو پیښو څخه وروسته، امیر عبدالرحمن خان د هزاره ګانو له پرله پسې ښورښونو سره مخامخ سو. امیر عبدالرحمن خان وايی چي هزاره ګانو، له څه باندي دریو پېړیو راهیسي، هیڅ واکمن ته منظم مالیات نه وه ورکړي ځکه نو د هغوی څخه د منظمو مالیاتو د اخیستلو لپاره اقدامات لازم ول. له بلي خوا هزاره ګانو، چي د هیواد په مرکزي سیمه کي اوسېدل، د شاوخوا ګاونډیو قومونو مالونه لوټل او د تجارتي کاروانونو امنیت یې خراب کړی وو. امیر لیکي:

« د ۱۸۹۰ کال په پسرلي کي، ځینو هزاره ګانو پر مسافرینو باندي حملې او د هغوی د مالونو لوټل پیل کړل. زما پوځي مامورینو، چي مرکز یې په غزني وو، د اوروزګان ځینو مشرانو ته لیک واستاوه او هغوی ته یې ولیکل چي که زموږ خپل رعایا آرام نه سي نو زموږ څلورو خواو ته ګاونډیان به دا زموږ د کمزوری نښه وبولي او موږ به بدنام سو. نو بهتره به دا وي چي تاسي زموږ د پاچا تابعیت ومنی او له جنګ جګړو څخه لاس واخلی. . . د هزاره ګانو مشرانو، چي په خپل قوت مغرور ول، زموږ د پوځیانو په جواب کي، د لسو شلو مشرانو په امضاء یو کاغذ، په دې مضمون، و کیښ:

که تاسي افغانان د خپل ظاهري امیر په قوت مغرور یاست موږ د خپل روحاني امیر یعني د ذوالفقار د څښتن په قوت تر تاسي زیات مغرور یو. . . اې افغان مامورینو! ولي مو په خپل لیک کي د څلورو ګاونډیو هیوادونو یادونه کړې ده. ولي مو پنځه ګاونډي هیوادونه نه دي ذکر کړي. ځکه چي په خپلو ګاونډي هیوادونو کي مو باید زموږ دولت هم ذکر کړی وای. ستاسي د خپلي ښېګڼي لپاره درته وایو چي زموږ څخه لاس واخلی» تاج التواریخ ص ص ۲۶۴-۶۵

امیر د هزاره ګانو د بغاوت د ختمولو لپاره له بامیان څخه سردار عبدالقدوس خان، له هرات څخه جنرال شیرمحمدخان او له کابل څخه جنرال زبردست خان واستول. دې لښکرو د هزاره ګانو ښورښونه وځپل او د هغوی مرکز اوروزګان یې ونیوی. د هغوی تقریباً سل تنه مشران یې کابل ته بندیان راوستل او امیر هغوی ونازول. له زرو څخه تر ۲ زرو روپیو پوري یې انعامونه او خلعتونه ورکړل او د هغوی مشر محمدعظیم خان ته یې د سردار لقب ورکړ او د هزاره جات حکومت یې وروسپاره.

سردار محمدعظیم خان، لږورسته ښورښ پیل کړ او امیر خپل یو جنرال محمدحسین خان، چي د محمدعظیم خان دښمن وو، مقابلې ته ور واستاوه. د ښورښ لمنه ډېره پراخه وه. له دې پراخ ښورښ سره د امیر د لښکرو جنګونو تقریباً یو کال وخت ونیوی او بالاخره محمدعظیم خان ونیول سو او له ټولي کورنۍ سره کابل ته راوستل سو او په بندیخانه کي وفات سو. ص ص ۲۶۵-۶۶

امیر عبدالرحمن خان، محمدحسین خان هزاره ته، د دې خدمت په بدل کي د الماس نښان او د شهزادګی خول ورکړ او د هزاره جات حکومت یې وروسپاره. محمدحسین خان هم یاغي سو او د هغه د ښورښ لمن تر مخکني ښورښ هم پراخه وه. د دې ښورښ ځپلو هم څه باندي یو کال ونیوی او بالاخره محمدحسین خان او د هغه بل ملګری تاجی خان، چي په سنګ خورد مشهور وو، ونیول سول او د امیر په قول، هغه سیمه له مفسدینو څخه پاکه سوه. ص ص ۲۶۷-۶۸

ملافیض محمدلیکي چي په دې وروستیو جنګونو کي ډېر زیات هزاره ګان ووژل سول او د هغوی له سرونو څخه یې د قندهار د توپخانې په بازار کي کله منار جوړ کړ. په همدغو شپو ورځو کي د ملا عبدالحق په نوم یوه سړي، چي امیر وظیفه ور وسپارلې وه، د اندړو، تره کو، هوتکو او علی خېلو قبایل د هزاره ګانو پر ضد ولمسول. د هزاره ګانو د کفر فتوا یې ورکړه او د هغوی وژل یې روا او مالونه یې غنیمت وبلل. کاتب، سراج التواریخ جلد سوم قسمت دوم ص ۱۴

د هزاره ګانو ښورښونه ډېر دوامداره سول او په ۱۸۹۳ کال کي چي تقریباً لسو زرو عسکرو د هغوی په کلیو کي قلاوي آبادي کړې او ځینو عسکرو د هزاره ګانو په کلیو کورونو کی واړول او د خپل خرڅ خوراک ټول لګښتونه یې پر هغوی باندي حواله کړل او دغه راز یې د مالیاتو د تنظیم په غرض د هغوی د مځکو سروې پیل کړه؛ نو د هزاره ګانو نارضاییت نور هم زیات سو. د هزاره ګانو نارضاییت او ناکراریو هغه وخت نور هم زور واخیستی چي د مشهد مجتهدینو فتوا ورکړه چي د سني افغانانو پرضد جنګ یوه مذهبی فریضه ده او که څوک په دې جنګ کي ووژل سي هغه شهید دی. Kakar P 177

د شیخ محمدتقي په مشرتوب، د  مشهد مجتهدینو فتوا هغه وخت صادره کړه چي په افغانستان کي د شیعه ګانو د کړاو د ختمېدلو په برخه کي د ایران د پاچا ناصرالدین شاه قاجار دوه ځله کوښښونو نتیجه ورنه کړه. د ایران شاه په ۱۸۹۲ کال کي، په افغانستان کي د شیعه ګانو د کړېدلو په باره کي لندن ته شکایت وکړ. د هند ویسرا، د لندن په هدایت، امیر ته ولیکل: « دا به ډېره ګټوره وي چي که تاسي جلالتمآب ماته اجازه راکړی چي دا رپوټونه رد کړم» مګر امیر په دې برخه کي هیڅ سازش ته تیار نه وو او ویسرا ته یې ټینګ جواب ورکړ: « ما خپلو عسکرو ته هدایت ورکړی دی چي زما یاغي شیعه اتباعو ته سزا ورکړي. هغوی د افغانستان اتباع دی او د خپلو اعمالو سره سم مي په مرګ، بند او تبعید محکوم کړي دي. که چیري دا معلومه سي چي د ایران شاه او د هغه هیواد ملایان د افغانستان په داخلي چارو کي د مداخلې خیال لري نو د افغانستان سنیان به د ترکیې او نورو اسلامی هیوادونو له مرستي پرته د هغوی جواب ورکړي» وایسرا د امیر له دې سخت جواب څخه وروسته په دې موضوع کي له لاس وهلو څخه لاس واخیست. Ibid P179

له دې وروستۍ پیښي څخه لس کاله مخکي په ۱۸۸۳ کال کي د ایران د شاه یو استازی د کندهار له لاري کابل ته رسېدلی وو او له کندهار څخه د برتانیې استازی او خبرلیکونکی په خپل رپوټ کي لیکي چي امیر حکم کړی وو چي هیڅ څوک له هغه سره لیدلای نه سي؛ او هغه یې د نایب محمدعلم خان په کور کي ساتلی وو.  کله چي امیر هغه د خبرو لپاره ور وغوښت نو منشي د دراوزې شاته د امیر دا خبره واورېده چي استازي ته یې ویل د افغانستان امیر د هیڅ چا امر نه مني او نه به هغو پېشنهادونو ته غوږ ونیسي چي تا راوړي دي. دا نه د ایران له پاچا او نه د شهزاده رکن الدولة سره ښايی چي داسي چاته چي دوی یې خپل دوست بولي دغه ډول پېشنهادونه وکړي. Kandahar Newsletters No 40 Oct 19th 1883

امير عبدالرحمن خان په خپل دربار کي

له دې پیښي څخه مخکي د برټانیې استازي د همدغه کال د اګست په میاشت کي رپوټ ورکړی وو چي د ایران یو استازی افغانستان ته روان دی او غواړي چي د هزاره جات له لاري کابل ته ولاړ سي او په لاره کي د هزاره ګانو سره وګوري. استازي په مشهد کي ویلي وه چي ایران، له هراته پرته، د افغانستان په خاوره هیڅ ډول دعوه نه لري. Ibid No28 Aug 1883

په دې کي شک نسته چي د امیر عبدالرحمن خان په زمانه کي د ښورښی هزاره ګانو سره ډېر سخت سلوک وسو. د دې یو علت دا وو چي هغوی ټول په غرنیو سیمو کي اوسېدل او د حکومتي عسکرو لپاره د هغوی د کلیو او ښارونو فتح کول مشکل کار وو او جنګونو تر عادي حالت ډېر دوام وکړ. هزاره ګان په هیڅ صورت د کابل د حکومت واکمنی منلو او د مالیاتو ورکولو ته نه حاضرېدل او امیر مجبور وو چي د مرکزي ادارې د منځته راوړلو او د ټول افغانستان د یو موټی کولو په لاره کي دغه عمده خنډ لیري کړي او د خپلو نورو رعایاوو په څېر هزاره ګان هم د کابل د حکومت د واک منلو او مالیاتو تادیه کولو ته مجبور کړي. البته کله چي د ایران او برتانیې له خوا هم مداخله وسوه نو د ښورښی هزاره ګانو لپاره یې ځکه ستونزي نوري هم زیاتي کړې چي د امیر عبدالرحمن سرکښ او سرزوری طبیعت د بل چا د امر او هدایت منلو ته جوړ نه وو. امیر، د ډیرو زیاتو لیکوالانو د ادعاوو په خلاف، د هزاره ګانو سره کوم خاص مخالفت او تعصب نه درلود. هغه د خپلو کاکا د زامنو، عزیرانو او غلجي پښتنو سره هم تر دې بهتر سلوک نه دی کړی.

پر یاغي هزاره ګانو باندي د امیر عبدالرحمن حملې د ۱۸۹۰ کال څخه پیل سوې او تقریباً درې کاله یې دوام وکړ. په داسي حال کي چي هزاره ګان د امیر عبدالرحمن د پاچهی له پیل څخه د هغه له قدرت سره مخالف ول. دا چي ولي دا حملې دونه ناوخته پیل سوی علت یې د امیر بېخبري نه وه بلکه امیر د ایوب خان، غلجیو او وروسته د سردار محمداسحق خان له ښورښونو او ستونزو سره مخامخ وو او  هزاره ګانو ته یې د توجه کولو فرصت نه درلود.

د هزاره ګانو د ښورښونو په ځپلو کي د امیر د سخت سلوک یو علت د هغوی پرله پسې ښورښونه او د مالیاتو له ورکولو څخه انکار او حتی د استقلال اعلان وو؛ او دوهم لوی علت یې د هزاره ګانو او په عمومي صورت د شیعه ګانو په مسله کي د ایران د پاچا ناصرالدین شاه مداخلې وې چي په ډېره سپین سترګي یې د هرات د ملکیت مستقیمه دعوه درلوده. په دې برخه کي په کندهار کي د برتانیې د استازي او خبرلیکونکي مفصل رپوټونه موجود دي او سړی نه پوهیږي چي زموږ مورخینو ولي هغو ته توجه نه ده کړې. په کندهار کي د برتانیې خبرلیکونکی میرهاشم د ۱۸۸۳ کال د نومبر په رپوټ کي لیکي:

« کله چي د ګورنر وراره سردار محمدقلي خان د ایران له استازي سره، د مېلمه پال په حیث، کابل ته روان سو نو ما له هغه څخه وغوښتل چي کوښښ وکړي د ایران د استازي د سفر د هدف په باب یو څه اطلاعات راکړي. محمدقلی خان د رواني میاشتي پر دریمه له کابل څخه راستون سو او ماته یې وویل:

د ایران استازي د ایران له شاه څخه کوم لیک له ځان سره نه درلود او یوازي یې د شهزاده رکن الدولة له خوا یو لیک امیر ته راوړی وو. استازي د امیر لپاره څلور طلايی چلمونه، د قېمتي ډبرو تسپې، دوه څراغونه چي څلور سوه روپۍ ارزښت یې درلود. د جواهراتو ډک یو کوچنی صندوق، چي په قېمتي ډبرو تزیین سوې جوغه پکښې وه، او استازي ویل چي درې زره تومنه ارزښت لري او امیر ویل چي ارزښت یې شل زره کابلی روپۍ دی، د سوغاتونو په توګه ورسره راوړي وه. استازي له امیر سره په لومړۍ کتنه کي یوازي د شهزاده رکن الدولة لیک او سوغاتونه امیر ته تسلیم کړل او نوري خبري یې ونه کړې. . . استازي امیر ته وویل چي دا تحفې د شهرازده رکن الدولة دي او شاه به وروسته خپلي ارزښتمني تحفې ورته را واستوي. . . .

امیر د اختر په ورځ د ایران استازي  او د هغه ملګرو ته شالونه او پوستینونه ورکړل او وروسته یې دوه ځله شپږ زره روپۍ ورکړې. استازي امیر ته وویل چی غواړي د هزاره جات له لاري هرات ته ولاړ سي خو امیر هغه ته وویل چي هوا سړه ده، په لاره کي واوري دي او بهتره به دا وي چي هغه بیرته د کندهار له لاري هرات ته ستون سي. سردار محمدقلی خان د امیر لپاره د شهزاده رکن الدولة د مکتوب متن نه دی لیدلی. خو د ایران استازي کابل ته د روانېدلو په وخت کی ویلي وه چي د ایران شاه غواړي د افغانستان سره یوه داسي تفاهم ته ورسیږي چي د دواړو هیوادونو اړېکي به لا هم غښتلي سی او د تفاهم څخه یې مطلب دا دی چي هرات دي ایران ته وسپارل سي. Ibid No 43. 26th Nov 1883 Kandahar.

د افغانستان په خاوره، په تېره بیا د هرات په ښار، د ایران دعوه تاریخي سابقه لري او چي هر کله په افغانستان کي حکومت کمزوری سوی دی نو ایران پر هرات باندي حمله کړې ده. د ایران پاچا ناصرالدین شاه قاجار، د خپل پلار محمدشاه قاجار او خپله نیکه شهزاده عباس په څېر، د هرات د نیولو او په ایران پوري د نښلولو ارمان درلود. هغه په ۱۸۵۶ کال کي پر هرات باندي لښکرکشی وکړه او هغه ښار یې ونیوی. څو میاشتي وروسته، برټانیې، د ایران پر دغه اقدام باندي د اعتراض په توګه، د ایران د خارک ټاپو او وروسته د بوشهر بندر ونیوی. وروسته  د سرجیمز اوټرام Sir James Outram  تر قوماندې لاندي پوځیانو د کارون پر سیند باندي په مهامره کي د ایران پوځیانو ته ماته وکړه او ایران له برټانیې څخه د سولي غوښتنه وکړه. د پاریس د تړون په اساس، د ایران شاه موافقه وکړه چي د افغانستان له خاوري څخه به وزي او بیا به د افغانستان په خاوره دعوه نه کوي او نه به د هرات له مشرانو او نه د افغانستان د کومي بلي سیمي له مشرانو څخه د اطاعت غوښتنه کوي او نه به له هغوی څخه غواړی چي د ایران د شاه په نوم سکه ووهي او یا د هغه نوم په خطبه کي یاد کړي. Sykes. A History of Afghanistan Vol2 PP 66-67

دا پیښي دونه تازه وې چي هم امیر عبدالرحمن خان او هم د افغانستان، په تېره بیا د هرات، تقریباً ټولو خلکو ته په یاد وې. د اېران شاه ښايی فکر کړی وو چي امیر عبدالرحمن خان په داخلي جنګونو لګیا دی او ګوندي په سوله ایزه توګه د هرات ښار ورته پرېږدي. خو کله چي امیر د شاه استازي ته د رد جواب ورکړ او هغه ته یې اجازه ورنه کړه چي د هزاره جات له لاري هرات او بیا ایران ته ستون سي او په هزاره جات کي د ایران د شاه د غوښتني او ارزو سره سم تبلیغات وکړي نو د ایران د شاه غضب یې را وپاراوه. دا چي ایران به وروسته څه اقدامات کړی وي چندانی اسناد موجود نه دي خو د ۱۸۹۰ په لسیزه کي څرګنده سوه چي ایران د افغانستان پر ضد له دسیسو څخه لاس نه دی اخیستی او چي کله یې شکایتونو ځای ونه نیوی نو د افغانستان د سنیانو پر ضد یې د جهاد فتوا صادره کړه.

د هزاره جات په سیمه کي د امیر عبدالرحمن خان د پوځیانو او جنرالانو له اعمالو څخه څوک دفاع نه سي کولای او، د اوسني عصر د معیارونو په اساس، ښايی د بشر له حقوقو څخه تېری وګڼل سي. خو د نولسمي پېړۍ شرایط او په داخلي جنګونو کي د امیر عبدالرحمن خان پرله پسې لښکرکشیو او له بلي خوا د هزاره جات په ښورښونو کي د ایران څرګندو مداخلو او د هزاره ګانو د مشرانو له لوري د استقلال اعلان  ښايی امیر عبدالرحمن خان، چي نه یې د انګلیس، نه یې د اېران او نه یې په داخل کي د چا خبره منله، سختو اقداماتو ته مجبور کړی وي. خو دا خبره بیا هم کولای سو چي د امیر په جنګي او اداري اقداماتو کي هیڅ قام او اولس تر بل زیات نه دی ټکول سوی او چي هر چا د ښورښ او مخالفت سر پورته کړی دی وهل سوی دی.

په کندهار کي د برتانیې استازی خان بهادر میرزا محمدتقی خان په خپل یوه رپوټ کي لیکي: « د ۱۱۰ غلجیو یاغیانو، چي د جولای پر یوویشتمه په جنګونو کي وژل سوي دي، سرونه کندهار ته راوړل سوي دي. نایب الحکومة امر وکړ چي د هغوی له سرونو څخه دي کله منار جوړ سي. په دې سرونو کي یوازي اته سرونه د اندړو دی او باقی پاته د ناصرانو دي او له هغه له اوږدو وېښتانو څخه معلومیږي. د ښار ځیني خلک په قار ول او ویل یې چي په کله منار کي د ښځو سرونه دي خو کله چي زه ورغلم او له نیژدې مي ولیدل هغه د ناصرانو سرونه ول او خلکو د هغوی د اوږدو وېښتانو له کبله فکر کړی وو چي دا به ګوندي د ښځو سرونه وي» Kandahar No.60 2nd Aug 1887

د همدغه رپوټ په یوه بل ځای کی لیکي: « اته لس تنه اندړ چي د بغران د پشت رود په ناحیه کي نیول سوي او په ګرشک کي بندیان ول د امیر په امر اعدام سوي دي. که څه هم چي ۱۴ تنو یې ویل چي دوی د کندهار اوسېدونکي دي او له خپله قومه څخه بېل سوي او په کندهار کي ژوند کوي» Ibid 6

استازی په بل رپوټ کی لیکي: « لواء مشر سکندرخان هره ورځ د هوتکو له سیمي څخه غوایی، پسونه، آسونه او نور مالونه، چي له هو تکو څخه یې اخیستي دي، کندهار ته د لیلام لپاره لیږي او د خرڅو سویو مالونو پیسې د دولت خزانې ته تحویلیږي» Ibid Letter No.3 January 1887

امیر عبدالرحمن خان نه یوازي پر غلجیو باندي سختي پوځي وکړې او د سر او مال بېحده زیانونه یې ور واړول بلکه په زرهاوو کوچي کورنیو ته یې، چي تقریباً ټول غلجي ول، او په ژمي کي به هندوستان او په اوړي کي به بیرته افغانستان ته راتلل، افغانستان ته د بیرته ستنېدلو اجازه نه ورکول.

د برټانیې خبرلیکونکي په یوه رپوټ کي لیکلي  دي چي د کندهار نایب الحکومة ته د قلات حاکم یو مکتوب لېږلی او لیکلي یې دي چي د ناصرانو ۱۰ زره کورنۍ د افغانستان سرحدي علاقو، دروازه ګۍ او لیورګۍ ته راغلي دي؛ او هغوی ته ویل سوي دي چي دوی افغانستان ته نه سي داخلېدلای. هغوی وايی موږ پرته له افغانستانه بل هیواد نه پېژنو. ناصران وايی چي یا باید افغانستان ته د داخلېدلو اجازه ورکړه سي او یا دي ټول هلته ووژل سي. د قلات غلزایی حاکم او د شینکۍ د عسکري قطعې صاحب منصبان وايی چي موږ مجبور یو د دغو ناصرانو د شړلو لپاره له قوې څخه کار واخلو. څرنګه چي د دې ناصرانو شمېر ډېر زیات دی نو نایب الحکومة هغوی ته لیکلي دي چي دوی باید شل تنه مشران، له کورنیو سره، کابل ته او شل تنه مشران کندهار ته ولېږي څو د هغوی په باره کي فیصله وسي. Ibid No.26 28th June 1889

خبرلیکونکی استازی په یوه بل رپوت کي لیکي چي د هوتکو د سیمي له ټولو اوسېدونکو څخه د هر کور پر سر پنځه روپۍ، یو توپک او یوه توره، د جریمې په توګه اخیستل کیږي. او هغه کسان چي په ښورښونو کي په برخي اخیستلو تورن دي پر هغوی باندي له زرو څخه تر دوو زرو روپیو پوري جریمې حواله سوي دي. د هغو کورنیو، چي نارینه یې تښتېدلي دي، ښځینه او ماشومان د تښتېدلو کسانو پر خپلوانو او قومیانو باندي وېشل سوي دي او له هغوی څخه د ښځینه د تښتېدلو د مخنیوي لپاره ضمانتونه اخیستل سوي دي. د هوتکو د سیمي اوسېدونکي د دغو ښځینه او ماشومانو د ډوډۍ او  ژوند لګښتونه نه سي پوره کولای او هره ورځ نایب الحکومة ته شکایتونه راځي خو څوک یې غور نه کوي. Ibid. No.16 27th February 1887

امیر عبدالرحمن خان د خپل قدرت او مرکزي حکومت د تینګولو لپاره له هیڅ ډول اقدام څخه نه اړاوه. هغه د هیواد د ټولو ښورښونو د کراورلو لپاره، چي په یوه پسي بل پیل کېدی، کافي پوځي او مالي قوت نه درلودی نو د غلجیو به مقابل کي یې له درانیو او د هزاره ګانو په مقابل کي یې د غلجیو او کله کله د دواړو قومونو له قومي لښکرو او قوت څخه کار اخیست. د امیر دې تاکتیک د ده لپاره ښه نتیجه ورکړه خو په اوږده موده کی یې د قومونو ترمنځ دښمني دایمي کوله. امیر د پوپلزیو، الکوزیو او بارکزیو قومونو څخه د اندړو، توخو او هوتکو د یاغي سویو قبایلو په مقابل کي کار اخیستی. د برتانیې استازی له کندهاره څخه په یوه رپوټ کي لیکي چي نایب الحکومة په بازار کی یو اعلان خپور کړی دی او پکښي لیکلي دي چي امیر هغه بارکزي چي د ښورښي اندړو په مقابل کي جنګېدلي او د هغوی له لاسه یې ماته هم خوړلې ده ځکه  نازولي دي چي هغوی د ښورښونو په ځبلو کي عسکري خدمت ته حاضر ول. هغوی ته یې جامې او نور مواد ورکړي او هر یوه ته یې یو توپک ورکړی دی او په نیت کي لري چي د ښورښي غلجیو د ځپلو لپاره نور دراني عسکر استخدام کړي. Ibid. No.4  11th January 1887

په دې برخه کي دومره رپوټونه دي چي د مضمون تر حوصلې وتلی کار دی او یوه بشپړ کتاب ته اړتیا ده. په لنډ ډول ویلای سو چي امیر د خپل عمومي پلان، یعني مرکزي او قوي حکومت د منخته راوړلو او انارشی د ختمولو لپاره هر کار ته لاس اچاوه او بالاخره یې داسي امنیت قایم کړ چي د ده په قول په ټول هیواد کي په کال کی پنځه قتلونه هم نه کېدل. په داسي حال کي چي د ده له حکومت څخه مخکي په هر ښار او ښارګوټي کي د قتلونو او جنایتونو شمېر لس هاوو او سل هاوو ته رسېدی.

مأخذونه

۱: عبدالرحمن، امیر. تاج التواریخ. مرکز نشراتی میوند. پشاور قصه خوانی دهکی نعلبندي. ۱۳۷۵.

۲: کاتب، ملافیض محمد. سراج التواریخ، جلد سوم قسمت دوم. قُم، ایران. ۱۳۷۰.

۳: مجددي، عبدالحق. حقیقت التواریخ. مرکز نشراتی میوند، پشاور، ۱۳۷۸.

۴: غبار، میرغلام محمد. افغانستان در مسیر تاریخ جلد اول. کابل، دولتي مطبعه، چاپ اول ۱۹۶۷.

5: Kakar, Hasan. Afghanistan, Kabul 1971.

6: Mac Munn, Lt: General. Afghanistan from Darius to Amanullah. Quetta, Pakistan 1978.

7: Sykes, Percy. A History of Afghanistan Vol2 India 1981.

8: Fletcher, Arnold. Afghanistan Highway of Conquest. New York 1966.

9: Kandahar Newletters. Vol 2-3-4-5 Quetta Pakistan 1990.

ځواب پرېږدئ

ستاسي ايميل به خپور نسي

error: Protected contents!