مولوي محمد سرور واصف

دودیال

مولوی محمد سرور “واصف” د مولوی احمد جان زوی د افغانستان په تاریخ کې یوه ځلانده څیره ده. نوموړی په اصل کی د ارغسان د (بلا ژړی) د سییمې  اوسیدونکی او د آزاد خان الکوزایی لمسی و. پلار یی سوداګر او په فقه او ادبیاتو کی نامتوه عالم او هم شاعر و. د خپل پوخ قلم او رسا ادب له برکته  د امیر عبدالرحمن خان په دربار کې لوی اداري شخص و. مولوی محمد سرور واصف د خپل پلار تر لاس لاندی شاعر وروزل شو او له اسلامی او ادبی علومو سره ښه پوره آشنا و. وروسته له هغه یې په خپله دوامداره مطالعه وکړه او ځان یې د وخت په ټولو علومو کې ورساو. یوه موده یې د چوب فروشی په جومات کې په شاهی مدرسه کې درسونه ولوستل. نوموړي د شلمی پيړۍ په پیل کې د افغانستان د مشروطه غوښتونکو/روڼاندو په ډله کې ځانګړی نوم او دريځ درلود. وروسته بیا د امیر حبیب الله خان د جمیعت العلما غړی شو چی د دغه جمیعت نوم (جمیعت تألیف فتاوی سراج الاحکام) و چې د هیواد پنځوس تنه نامتو پوهان پکې غړي وو او د شرعي احکامو استخراج، تدقیق او ژباړه باندې بوخت وو. نوموړی د دې ترڅنګ چې د دغه جمیعت منشی وو، همالته یې لوست هم کاو، په ۱۳۲۳ ق. کال د حبیبیې په لیسه کې د ښوونکی په توګه مقرر شو، هلته یی هڅه وکړه چې د خپل فکر یو شمیر ملګري لکه میرقاسم خان او نور هم هلته د ښوونکو په توګه مقرر کړي. دا مهال یی په ۱۹۰۵م. کی د حبیبیې د لیسی یو شمیر نورو ښوونکو سره یو ځای د افغانی پوهانو یوه ټولنه جوړه کړه. دوی دربار ته وړاندیز وکړ چی د افغانستان د پوهانو ټولنه دی یوه پنځلس ورځنۍ جریده (د افغانستان سراج الاخبار) په نوم خپره کړي. د دغی ټولنی مشر مولوی عبدالروف خان کندهاري و چې تخلص یې (خاکی) و او مولوی محمد سرور واصف د دغی ټولنی منشي و.

اساس القضات، د احمد الکوزي تاليف

په دې ډول سره ګورو چې په افغانستان کې د روښانفکرانو غورځنګ د شلمې پيړۍ په سر کې را وټوکېد. دا هغه منور کسان وو  چې سواد یې درلود، د سراج الاخبار لوستونکی او قلمی همکاران وو او یاهم د حبيبي ليسي ښوونکی یا زده کوونکی وو. د دوی هیلې او تقاضا له هيواد سره دځوان کول د مينې پیاوړی کول،  خپلواکې سره مینه او د ملي يو والي ډاډمنتیا ، په هيواد کې د عادلانه  او د وګړنیز ترقی راوستونګي نظام جوړول و. دوی دهغه وخت روڼانده قشر و. دوی په پیل کې دیو منظم ګوند په شکل نه، بلکې د کوچنيو ګروپونو او حلقو په بڼه  کار پیل کړ چې  مشروطه غوښتونكي بلل کیدل.

د «سراج الاخبار» لومړۍ ګڼه چي د «سراج الاخبار انجمن» له خوا په ۱۲۸۴ کال کي د مولوي عبدالرووف خان کندهاري په مشرۍ خپره سوه. خو د امير حبيب الله خان له حکم سره سم د اولي ګڼي له خپرولو وروسته د برتانوي هند په امر وتړل سوه.

د دوی د تنویري کار له برکته د لومړنۍ ګڼه د پنج شنبې په ورځ د ۱۳۲۳ ق. کال د ذیقعدی د میاشتی په پنځلسمه نيټه (د ۱۹۰۶ م. کال د جنوری په یوولسمه) خپره شوه چی مولوی واصف په هغه کی یوه مدحیه او وعظیه قصیده خپره کړه چې د هغې په ترڅ کې یې د نړۍ د نورو هیوادونو د پرمختګ، نوي صنعت او تخنیک په هکله خبرې کړې وې او له خپل ملت څخه یې غوښتي و چې په خپلو هڅو سره ځان له اوسني ناوړه حالت څخه وژغوري. ده ویلی و:

بحمدالله که از آثار رحمت های یزدانی

خدیو دادګر شد مربنای عدل رابانی

هدایت بخشد ایزد هر که را در راه دین کوشد

ثبوتی دارد این معنی به استدلال قرآنی

نګویم اینکه سحبانم ولیکن این قدر دانم

که همچون شاعران دون نیم در خال و خط فانی

سخن کوتاه باید «واصفا» در رسم دانایان

که تطویل کلام آرد ملال طبع انسانی

په دې توګه ښکاري چې دغه دینی عالم خلک او ټولنه عصری علومو، ترقی، رڼا او تمدن ته دعوتول. مولوی واصف د افغانستان د مشروطه غوښتنې په غورځنګ کې فعال او د دغه غورځنګ د منځلارو غړو په ډله کی و.

د مشروطيت سمبول، چي وروسته د پوهني رسمي نښان سو.

مولوی واصف داسې یو لایق، منور او وطندوست استاد وو چې دحبيبيې لیسې د هغه مثال نه وو ليدلي ، هغه یو عالم، اديب اوشاعر او زړور ملی مبارز و. د روښانفکرانو سر لاري و. مولوی محمد سرور واصف یو ظريف  اوخوش طبع لیکوال هم، په پښتو او دری یی لیکنی کولی . د درې ژبي داستادانو اشعار  اوقصايدو زرگونه بيتونه يې په حافظه کې وو. هغه د خپل ورور سعدالله دپلار دکاکا زوې عبدالقيوم خان اوکاکا عبدالرحمان خان سره په شيرپور کي بنديان شول او دوه ورځي وروسته دشيرپور په غونډۍ کي توپ ته وتړل شول. د سعدالله خان اوعبدالقيوم خان سره يو ځاۍ اعدام شو.

د مشروطیت د کتاب د ۳۸مخ په حواله د ده د اعدام قضیه داسی وه:

په ۱۳۲۷ قمري هجري کال مولوي محمد سرور خان دمشروطه نهضت پياوړۍ مشر دخپل ميلمستون په باغ کې په يوه کوټه کې غونډه جوړه کړې وه هلته زيات مشروطه غوښتونکي را ټول وو . هغوي په گډه يوه عريضه ترتيب کړه  چې په لنډ ډول دپادشاه پام دې ته را واړوي چې دحکومت چاري دمشروطه قوانينو په اساس عيارې کړي  او د خپلسرو استبدادی احکامو مخه ونيول سي. دا عريضه پروفيسور غلام محمد ميمنگي له خوا جلال اباد ته يو وړل شوه .سره له دې چې پادشاه په لومړي سر کې مشروطه غوښتونکي دومره بد نه گڼل خو جواسيسو اوچاپلوسو کسانو ورته هوا ورکړه. څلور تنه يې همالته اعدام کړل. دا ځوانان لعل محمد خان غلام بچه جوهر شاه غلام بچه  ، محمد عثمان خان پرواني او محمد ايوب خان پوپلزايي و. امير ترمخه چې داعدام حکم صادر کړي هغه دوه غلام بچه گان را وغوښتل او ورته يې وويل: ولي مو دعزت او نعمتونو په وړاندې نمک حرامي وکړه . يو زړور ځوان جوهر شاه غوربندي دوېرې اوډار پرته د حکومتي مقاماتو  او د دولت دظلمونو يوپه يوه يادونه وکړه  بيا يې دواړه ځوانان هملته په تومانچه ووژل. مولوی واصف د هغو غونډو عمومی مشر و چی هغه مهال په کابل کی د حکومت له سترګو پټې جوړیدې او پټ فعالیت یی کاو، خو دغو فعالیتونو ډیر دوام ونه کړ، دا ځکه چې د هغو راپور د ۱۳۲۷ ق. کال (۱۹۰۹ م.) په ژمی کی چی امیر حبیب الله خان په جلال آباد کې و، د مشروطیت غوښتنې د غورځنګ د غړو د نومونو په یو لست کې امیر ته ورسول شو. امیر پرته له ځنډ څخه امر وکړ چې د دغه لست څخه اووه تنه اعدام شي چې په دې کې یو هم مولوی محمد سرور واصف و. واصف د شیرپور په غونډۍ باندې توپ ته وتړل شو او ټوټه ټوټه شو. هغه مهال یې چې توپ ته تاړه، په یوه کاغذ یې ولیکل:

«درحالیکه به امنت بالله و ملایکته والکتبه… ایمان داشتم به حکم امیر کشته شدم»

او دا شعر یې هم ولیک:

روزی که شود اذالسمأ انفطرت

وندر پی آن اذالنجوم انکدرت

من دانم تو بګیرم اندر عرصات

ګویم صنما: بای ذنب قتلت؟

توصیه من به اخلاف این است:

ترک مال و ترک جان و ترک سر – در ره مشروطه اول منزل است.

له بده مرغه په افغانستان کې دا د روڼاندو، مشروطه غوښتونکو او منورینو د شهادت لومړی او وروستی مثال نه و، له بده مرغه  دا ډول پېښې مخکې هم وې او بیا هم له بده مرغه له هغه وروسته هم دا تراژیډي روانه وه.

مولوی محمد سرورخان “واصف” وطنپال، منور او پیاوړی شاعر، مورخ او لیکوال هم و. د پخوانیو شاعرانو په زرګونه شعرونه او بیتونه یې په یاد و. د ده په آثارو کې د شمالی افریقی د ادریسیانو او محمودیانو او موحدینو تاریخ کتاب مهم دی چی له عربی څخه یی دری ژبی ته ژباړلی و او یوه خطی نسخه یی د کابل ملی آرشیف کی خوندي ده.

مد و جزر اسلام؛ د مولوي محمد سرور واصف قندهاري لږ پېژندل سوی اثر

استاد محمدمعصوم هوتک

د دې لیکني په لومړۍ برخه کي مو د شهید مولوي محمد سرور واصف له خولې د اعدام پر وخت دیوې څلوریځي د لوستلو ( یا لیکلو) یادونه کړې او داسي مو ضبط کړې ده:

روزیکه شــــــوداذالسماء فطرت

وندرپی آن اذالنجـــــــــوم کدرت

من دامن توبگیرم اندرعرصات

گـــــــــــویم صنما بای ذنب قتلت

یو دوست مي راته ولیکل چي که ددې څلوریځي په باب یوه توضیحي یادونه وسي، ښه به وي. ددوی دغي مشورې زه د تېري لیکني تکملې ته وهڅولم.

د مولوي محمد سرورخان واصف د اعدام د صحنې لنډ جریان مي واردواره د میر غلام محمد غبار (۱۸۹۷ ـ ۱۹۷۸ع) په ” افغانستان در مسیرتاریخ ــ صـ ۷۱۸ ــ اول چاپ” کي لوستی وو. په دغه تاریخ کي ئې لیکلي دي :” … این شخص در نزدیک توپ قلم خواست و وصیت نامه ئې در نهایت آرامی و خوشخطی بنوشت که در عنوان آن این بیت مرقوم بود:

ترک مال و ترک جان و ترک سر

در رهِ مشروطه اول منزل است”

وروستی بیت ماته داسي ښکاري چي د سلمان ساوجی (۱۳۰۹ ـ  ۱۳۷۶ع) ددغه لاندي قطعې په اقتفاء به انشاء سوی وي چي ویلي ئې دي :

گر سر ترکِ کلاه فقر داری ای فقیر

چار ترکت باید اول تا روَد کارت زِ پیش

ترک اول ترک مال و ترک ثانی ترک جاه

ترک ثالث ترک راحت ترک رابع ترک خویش

(دیوان ــ قطعه شماره ۱۱۱ ــ گنجور)

ارواښاد غبار زموږ تر بحث لاندي څلوریځي یادونه نه ده کړې.

تر دغي یادوني وروسته علامه عبدالحي حبیبي (۱۹۱۰ ـ ۱۹۸۴ع) په “جنبش مشروطیت در افغانستان ـ صـ ۱۵ چاپ اول” کي د مرحوم غبار ددغي یادوني پر څنگ داسي ولیکل: ” هنگامیکه واصف را به توپ می بستند، وی بر پارۀ کاغذی نوشت: در حالیکه به آمنت بالله و ملائکته … ایمان کامل داشتم، به حکم امیر کشته شدم.”

علامه حبیبي تر دې یادوني وروسته هماغه پورتنۍ څلوریځه را وړې ده او د” ترک مال و ترک ….” بیت ئې هم ور سره مل لیکلی دئ. دعلامه مرحوم دغه اثر ددوی تر وفات وروسته له چاپه راوووت.

د” جنبش مشروطیت ….” تر خپرېدو وروسته زموږ تر بحث لاندي څلوريځي نورو آثارو ته هم لار وکړه او بیا بیا خپره سوه.

دا څلوریځه د مشهورشاعر، فیلسوف، نجومي او حکیم غیاث الدین عُمَر بن ابراهیم خیام نیشابوري (۱۰۴۸ ـ ۱۱۳۱ع) ده چي نړۍ والو ته د عُمر خیام په نامه مشهور دئ او” رباعیات” ئې د نړۍ په تقریباً ټولو ژوندیو ژبو ژباړل سوي دي. یوځای مي لوستي ول چي یوازي په انگرېزي ژبه ۳۲ واره ترجمه سوي دي.

دعمر خیام څلوریځي پښتنو شاعرانو هم خپلي ژبي پښتو ته رااړولي دي چي ما ته معلوم ژباړونکي ئې د کوټي بلوچستان شاعر ابوالخیر ځلاند، ښاغلي عبدالباري جهاني، انجنیر سلطان جان کلیوال او ارواښاد محمد صدیق پسرلی دئ. د ابوالخیر ځلاند ترجمه په کتابي بڼه په ۱۹۸۴ع کال د پښتو اکیډمي بلوچستان کوئټه له خوا” د عمر خیام څلوریځي” په نامه چاپ سوې ده. د ښاغلي جهاني ژباړه د نارنج خپرندویي ټولني ــ کندهار له خوا په ۲۰۰۶ ع = ۱۳۸۴ش کال په ښکلې قطع او صحافت د” د خیام سُرونه د پښتو په تال کي” تر نامه لاندي خپره سوې ده. په دغه چاپ کي د خیام ټولي څلوریځي راغونډي سوي نه دي خو جهاني صاحب د هغو ترجمې ته ادامه ورکړې او په ویبپاڼو کي ئې د خپرېدو پرله پسې لړۍ همدا اوس هم روانه ده.

د انجنیر سلطان جان کلیوال ژباړه په ۱۳۹۱ش = ۲۰۱۳ع کال چاپ سوې ده.

زموږ تر بحث لاندي څلوریځي ثبت مي په  څوډوله تر نظر تېر سوی دئ :

علامه حبیبي په هغه بڼه ثبت کړې ده چي تاسي پورته ولوستله. یعني

روزیکه شــــــوداذالسماء فطرت

وندرپی آن اذالنجـــــــــوم کدرت

من دامن توبگیرم اندرعرصات

گـــــــــــویم صنما بای ذنب قتلت

استاد محمد آصف فکرت په ” یادی از استاد عبدالحی حبیبی” کي کښلي دي چي استاد حبیبي په هغه نړیوال سیمینار کي چي په ۱۳۵۸ش کال په کابل کي دائرسوی وو، د سیمینار د پریکړه لیک پر وخت په ژړاندو سترگو او غرېو نیولي ږغ سره دا څلوریځه ولوستله. دغه وخت د افغانستان واکدارانو د پوهانو او لیکوالو د زندۍ کولو او وژلو لړۍ رانښلولې وه او علامه مرحوم ددغي قصابۍ په اعتراض کي دا څلوریځه ولوستله. د څلوریځي ثبت ئې د استاد فکرت په لیکنه کي داسي دئ:

روزیکه رســـــداذالسماء فطرت

واندم که شود اذالنجــوم کدرت

من دامن تــــــوبگیرم اندرسُئِلَت

گـــــــــــویم صنما بای ذنب قتِلت

(وگ: دانشنامه ی آریانا)

ابوالخیر ځلاند د خپلي ترجمې په ۹۹ مخ کي داسي راوړې ده :

روزیکه شـــوداذالسماء ُ النشقت

واندم که بود اذالنجــوم انکدرت

من دامن تـــوبگیرم اندرعرصات

گـــــــــــویم صنما بای ذنب قتِلت

او ښاغلي جهاني د نوو خپرېدونکو ترجمه سوو ژباړو په شلمه برخه کي داسي لیکلې ده.

روزیکه شـــوداذالسماء کُشِطت

واندم که بود اذالنجوم انکدرت

من دامن تــوبگیرم اندرعرصات

گـــــــــــویم صنما بای ذنب قتِلت

ددې څلوریځي د هري مصرع د پای برخه د قرآن عظیم الشان یومبارک آیت دئ.” إِذَا ٱلسَّمَاءُ ٱنفَطَرَت” د الانفطار سورة لومړی آیة ،” إِذَا ٱلسَّمَاءُ ٱنشَقَّت” دسورة الانشقاق لومړی آیة  ،” وَإِذَا ٱلسَّمَاءُ كُشِطَت”د سورة التکویر یوولسم آیة ،”وَإِذَا ٱلنُّجُومُ ٱنكَدَرَت”د سورة التکویر دوهم آیة ،”بِأَىِّ ذَنبٍ قُتِلَت” دسورة التکویر نهم آیة  او “وَإِذَا ٱلمَوءُ ۥدَةُ سُئِلَت” دسورة التکویر اتم آیة دئ.

زما سره د عمر خیام کومه زړه د اعتماد وړ خطي نسخه نسته چي په دې رنگارنگ ثبتونو کي د سموالي نظر ورکړم.

د ابوالخیر ځلاند ترجمه داسي ده:

کومه ورځ چي سي ټوک ټوک شینکی اسمان

سي په خوپ ددې زلزل ستوري پنهان

په آ ورځ به د قیامت ستا لمن نیسم

چي دي ووژلم په څه تور، مهربان

د جهاني ترجمه داسي ده :

په هغه ورځ چي اسمان وي له نقابه راوتلی

چي تیاره سي راڼه ستوري پر نړۍ تورتم ختلی

زه به ستا لمنه نیسم په میدان د عرصات کي

درته وایم به صنمه! په کوم جرم دي وژلی

د ښاغلي کلیوال ژباړه راسره نسته چي تاسي ته ئې وړاندي کړم. د سمي او اصل ته نزدې ژباړي قضاوت به تاسي درنو لوستونکو ته درپرېږدم او زه به در څخه رخصت واخلم. هیله ده په دغه توضیح مي د خپل دوست مشوره عملي کړې وي.

آشاوا ــ کاناډا

۲۸ مارچ ۲۰۲۰ع

له مولوی عبدالروف کندهاری او واصف برعلاوه د دغې ټولنی نور غړي دا وو:

1 ـ مولوی محمد سرورخان واصف الکوزی قندهاری

2 ـ ميرسيدقاسم خان لغمانی معروف به ميرصاحب

3 ـ مولوی عبدالواسع آخند زادهً قندهاری

4 ـ مولوی عبدالرب آخند زاده

5 ـ سعداليدن خان الکوزی قندهاری

6 ـ عبدلقيوم خان

7 ـ عبدالرحمن خان لودين

8 ـ کاکا سيداحمد خان لودين قندهاری

9 ـ  عبدالهادی خان داوی پريشان

10 ـ مولوی غلام محی الدين خان افغان

11 ـ آخندزاده محمد اکبرخان اسحاق زی قندهاری

12 ـ محمد ايوب خان پوپلزايی قندهاری

13 ـ بابا عبدالعزيزخان الکوزی قندهاری

14 ـ عبدالرحمن خان محمد زايی

15 ـ عبدلحبيب خان محمد زايی

16 ـ نايب حبيب الله خان طرزی

17 ـ ملا فيض محمد خان کاتب

18 ـ ماما محمد ابراهيم خان معروف به ساعت ساز چنداولی

19 ـ احمد قلی خان قزلباش

20 ـ استاد محمد انورخان بسمل

21 ـ تاج محمد خان بلوچ

22 ـ شيرعلی خان بارکزايی

23 ـ مولوی محمد مظفر خان مروت

24 ـ حافظ عبدالقيوم خان کابلی

25 ـ ميرزا عبدالرزاق خان کابلی

26 ـ ميرزا محمد حسين خان اچکزی کابلی

27 ـ حاجی عبدالعزيز مشهور به لنگر زمين کابلی

28 ـ  حاجی محمد اکبرخان يوسفی کابلی

29 ـ ميرزا محمد حسن خان راقم اچکزی کابلی

30 ـ ميرزا غياث الدين خان کابلی

31 ـ صاحب زاده عبدالله جان مجددی

32 ـ عبدالوهاب خان کرنيل کندک مشر مزاری “بلخ”

33 ـ ملا عبدالحق ارغنديوال

34 ـ مولان خان

35 ـ جوهرشاه خان غوربندی غلام بچه

36 ـ لعل محمد خان کابلی غلام بچه

37 ـ پاچا ميرخان لوگری غلام بچه

38 ـ نظام الدين خان ارغنديوال غلام بچه

39 ـ محمد اسلم خان سيغانی محمد زايی

40 ـ محمد عثمان خان پروانی

41 ـ پروفيسور غلام محمد خان رسام ( متخلص به مصور) ميمنگی

42 ـ محمد ولی خان دروازی سرجماعه غلام بچه های دربار از سلاسه شاهان قديم درواز

43 ـ ميرزمان الدين خان بدخشی ، کاکای محمد ولی خان دروازی

44 ـ شجاع الدوله خان غوربندی

45 ـ داکتر عبدالغنی خان پنجابی

46 ـ مولوی نجف علی خان  

47 ـ مولوی محمد چراغ

48 ـ مولوی محمد حسن     

49 ـ امرالدين مهاجر هندی

50 ـ ملا منهاج ادين شنواری

51 ـ استاد محمد عظيم معروف به برگيد عظيمو

عکس د ۱۹۱۳ع کال دی او د مشروطيت غورځنګ غړي له ښي څخه کیڼ ته ناست:
ماما ابراهیم ثابت – ګل احمد افغان – فتح محمد جبار خیل ( ارسلا ) – غلام محی الدین افغان – میر سید قاسم ( میر صاحب ) . له ښي خوا ولاړ کسان میر سید هاشم (د میر صاحب ورور) – حاجي شیر احمد – عبدالهادي داوي – عبدالجبار جبار خیل (د ارسلا ورور) دي.

دا ترکیب ښيي چې لومړی مشروطه خواهان په ملی محور را ټول وو، هیڅ ډول سمتی، قومی، ژبنی مسایل مطرح نه وو.

ارغسانسراج الاخبارمولوي محمد سرور واصف
نظريات (0)
نظر اضافه کول