آزاد خان افغان

تاریخ د فاتحینو له خوا لیکل کېږي او د ۱۸ پېړۍ د افغانستان تاریخ د ازاد خان په نوم سرسري تیرېږي.

آزاد خان

د احمد شاه ابدالي نه شا و خوا ۱۷ کاله مشر، ازاد خان د غزني موساخیل غلجی و. دی د پارس (ایران) د نادر شاه افشار د یو پوځي دستې مشر او ممکن په ۱۷۳۸ م کې په هند د حملې لپاره ورسره مله و. په ۱۷۴۴م کې ده د ازربایجان جنوب کې یو جاګیر ترلاسه کړو.
په ۱۷۴۷م کې نادر شاه د وژل کیدو سره د پارس سلطنت په ماتیدو شو. هغه وخت ازاد خان د آذربایجان ګورنر امیراسلان خان د پوځي قوماندان نایب و. د نادر شاه یو وراره عادل شاه شاهي تاج په سر کړو نو ورور يې ابراهیم مرزا (محمد علي) د ازر بایجان والي اسلان خان په مرسته عادل شاه ووژلو او۲ میاشتو لپاره پخپله پر تخت کیناستوخو د خپل پوځ د لاسه ووژل شو. په دغو ګډوډیو د پارس امیران مشهد کې راټول شول او په اکتوبر ۱۷۴۷م کې د نادر شاه نمسی ( د رضا قلي زوی) شاه رخ شاه يې باچا اعلان کړو.
د ارزبایجان سره جوخت د جورجیا( ګورجستان) بغاوتونو نه په ګټه اخیستو ازاد خان د “آورمیه” کلا خپل پوځي مرکز کړو. د هغه ځای والي موسا خان افشار لور “قز اغا” يې په نکاح کړه. هغه وخت د ازاد خان د پوځ شمیره لا زیاته شوه او د نادر شاه یو تکړه جنرل، فتح علي خان افشار ورسره مله و. د فریر په قول ازاد خان ” یو تکړه، میړنی او د خپل قام د خلکو په پرتله زیات متمدن و. د هغه عدل، متناسب نظر او د شیعه ګانو سره ملګرتیا له کبله ډېر خلک ورسره مله شول. د خپل زور او شهرت په لیدو هغه په ډاګه د عراق، خراسان او ان تر افغانستان د نیولو هوډ وکړو چې هلته احمد شاه ابدالی د واک نه لیرې کړي. د هغه په نظر د افغانستان د تخت اصل وارثان غلجي وو.”

د غزني ښار ته په لس کيلوميترۍ کي د ازاد خان کلا سکېچ

د ازاد خان په لښکر کې د ۱۰ زرو غلجو نه علاوه، ازبک، ترکمن او قزلباش هم وو. طاهر کاڼی لیکي چې، غلجي پښتانه پر ازاد خان افغان سربېره له ځینو نورو کوشنیو (وړو) افغان او پښتنو مشراانو سره ول، چې کوشني لښکرونه يې جوړ کړي ول.” د هغه په اند د ازاد سره ۱۵۰۰۰ جنګیالي وو.
احمد شاه ابدالي لیدل چې ازاد خان ده ته هم یو ګواښ و نو د نادر شاه یو بل تکړه کوماندان او باچاهۍ ته لیواله، کریم خان ذند ته يې لیکونه وراستول چې که د ازاد مخه يې ونیوله نو په بدل کې به ورسره مالي او پوځي کومکونه وکړي. جان پېري وایی، ” احمد خان دراني او کریم خان ذند یوه لوظنامه وکړه چې د پارس سلطنت به پخپل منځ کې ووېشي. ازاد خان به په شمال کې ووساتي او خراسان به د دوی ترمنځ یو “بفرزون” وي.”
اخوا د جورجیا باچا ارکیل (دویم ارکلی) د آزربایجان نیولو هڅه وکړه خو ازاد خان نه یواځې مات کړو بلکه د هغه ځینې سیمې يې هم ونیولې. وروسته د روغې جوړې په ترڅ کې ازاد خان د جورجیا یوه شهزادګۍ په نکاح کړه.

د ازاد خان د فتح په اړه ليکل سوی فرمانونه/ نېټه:۱۷۵۴/سرچينه: www.asnad.org

په ۱۷۵۱م کې ازاد خان د آرمینیا ” یریوان” ښار کلا بند کړو خو د سیمې امیران د ارکلي سره په ګډه د هغه مقابلې ته مټې ونغښتې اود دوو کالو له جګړو وروسته، دی يې شمال نه وتلو ته اړ کړو. په ازربایجان کې د ده واک موده ۴ کاله وه چې پکې ازاد خان د سیاسي او مالي چارو لپاره څو فرمانونه جاري کړل.
اخوا د پارس د تخت یو بل دعوه دار حسن خان قاجار او کریم خان ذند ترمنځ مازندران جنګ کې حسن خان بریالی شو نو کریم خان په قزوین کې د ازاد خان ته یو ډغره ورکړه. خو هلته د ماتې نه وروسته، په ۱۷۵۲م کې یو ځل بیا جنګ ته ورودانګل. د پرله پسې شکستونو نه وروسته، ناهیلی کریم خان د “خشت” حاکم رستم سلطان ته پناه یوړه چې د ده ملګری و. رستم ورله مشوره ورکړه چې په کماریج کوتل کې د ازاد خان ټول زورختمولې شي. دا دوه میله تنګه دره د غرونو په پیچومو کې وه چې بره د رستم سلطان ځواک او ښکته د کریم خان پوځیانو مورچې ونیولې. په ۱۷۵۳م کې ازاد خان کماریج کوتل ته ورننوتو او د پوځ د سخت مرګ ژوبلې نه وروسته، د څوعربانو په مرسته شیراز ته ورسیدو.
په ۱۷۵۳م کې ازاد د کرمان شاه سره نزدې، کریم خان ذند ته ماتې ورکړه او د دغه کال په مني کې هغه په اصفهان کې باچا اعلان شو. ده د خپل نوم سکه ضرب کړه. چې ورباندې کنده وو،
تاکه ازاد درجهان باشد
سکه صاحب الزمان باشد

د ازاد خان سيکه

په ۱۷۵۵م کې احمد شاه ابدالي، دویم وارمشهد ته ورغلو او شاه رخ شاه سره يې یوه لوظنامه وشوه. د دې ترمخه شاه رخ به احمد شاه د باچا په توګه منلو او هغه ورته په ټول خراسان د حکومت، د سکې ضربولو او شاهي مهر (ټاپه) حقوق ورکړل. بله دا چې که یو بهرنی ځواک ورباندې تیری کوي نو دوی به د یو بل ملاتړ کوي.
د پارس ښارونه استراباد، مازندران او ګیلان هغه وخت د حسن خان قاجارسره وو. په ۱۷۵۴م د نومبر په میاشت کې څه د پاسه دوه کاله حکومت نه وروسته ازاد خان اصفهان نه ووتلو او حسن خان قاجار پر تخت کیناستو. خو څو میاشتې وروسته د اګست په میاشت کې ازاد خان بیا اصفهان را لاندې کړو خو د پارس شمالي برخو د نیولو لپاره، ۹ میاشتې وروسته بیا يې وبایللو. په دې ټولو حالاتو کې جنګي مشرانو کله یو او کله بل سره اعتلاف کوو. د ۱۷۵۷م د ارمیه په جنګ کې د ازاد خان دوه تکړه جنرالان، فتح علي افشار او شهبازخان دنبلي ورسره خیانت وکړو. ورپسې سوونو نورعسکر د ده نه بېل او کریم خان ذند ته واوختل. د ازاد خان زورختم او دی عراق لوري ته لاړو. په میدان کې اوس حسن خان قاجار او کریم خان پاتې شول. د ۱۷۵۹ م په پېل کې یو سخت جنګ کې د حسن خان په وژنه، میدان کریم خان ذند ته پاتې شو.
آزاد خان د بغداد ترک والي، احمد پاشا په ملاتړ، شا وخوا ۳۰۰۰ جنګیالي بیا راټول کړل چې زیات يې کردان وو.

کريم خان زند
كريم خان زند د ۱۷۰۵ ز كال په شاوخوا كې زېږېدلى دى. دى له ۱۷۶۰ ز كال نه د ۱۷۷۹ ز كال د مارچ تر ۱۳ پورې د پارس واكمن وو. كريم خان زند د كوردي كام (قام) د زند كورنۍ مشر وو. نوموړی په پارس او آذربايجان کې د افغان واکمن ازاد خان افغان تر ټولو پیاوړی سیال گڼل کيږي. كله چې کریم خان د پارس پاچا شو، نو يې د ځان لپاره د شاه نوم نه كاراوه، بلكې ځان يې وكيل الرعايا (د خلكو استازي) په نامه ياداوه. دى د نادر شاه افشار له جنرالانو څخه وو او د هغه له مړينې وروسته، په پارس كې د دغه هېواد د پلاز له يو شمېر نورو اداعاكوونكو سره د هاند او هڅې په پايله كې واك و ځواك ته ورسېد. پر ۱۷۴۷ ز كال كريم خان، عبدالفتح خان او عليمردان خان د هېواد د وېش او درېيم اسمعيل ته د پلاز د سپارلو په اړه په خپل منځ كې هوكړه (موافقه) وكړه. خو څه مهال وروسته علي مردان خان پر اصفهان بريد وكړ او عبدالفتح خان ووژل شو. لكه څنگه چې په دې كار سره د دوى ترمنځ موافقه مراعت نه، بلكې له هغې نه سرغړونه وشوه، كريم خان عليمردان خان وواژه او په پايله كې يې له خوراسان نه پرته نور ټول پارس ونيو.

 

 

د ۱۷۵۹م په سپرلي کې دی د ازربایجان ته روان شو خو “ارمیه” نه وړاندې په “مراغه ” کې د ده پخواني ملګري، فتح علي خان افشار او شهباز دنبلي ورسره وجنګیدل او ازاد د کردستان غرونو ته لاړو. بل کال په اوړی کې ازاد خان “مراغی” کې بیا وجنګیدو او له ماتې وروسته د عراق سرحدی سیمې ته لاړو.
د ۱۷۶۱م په پېل کې ازاد خان د خپلو څو ملګرو سره په تفلیس (تیبلیسي) کې د جورجیا شهزاده ارکلي ته ځان وسپارلو. فتح علي او کریم خان دواړو ارکلي نه د ازاد خان د سپارلو غوښتنه وکړه. کریم خان ذند ازاد خان ته لیک هم ورواستاو چې ستا میرمن او زوی به دلته شیراز کې له ما سره وي. څرګنده نه ده چې ازاد خان خپل ټبر څه وخت هلته پریښې و. اخر په ۱۷۶۲م کې ده پخپله فیصله وکړه چې کریم خان ته ورشي. هغه په درناوي خپل دربار کې وساتلو او د ورځې یو تومان معاش به يې ورکاو. په ۱۷۸۱م کې ازاد خان د “خناق” په مرض مړ او په شیراز کې خښ شو.
د ازاد خان ژوند د یو مبارز او هوډمن کس داستان دی چې د خپل ټاټوبي نه بهر په زرګونو خلک يې په ځان راټول کړل. د ده ژوند په اړه تفصیلي څېړنه محمد طاهر کاڼي کړیده چې د روس او پارس تاریخونه او اصل اسناد يې مطالعه او د هغه وخت تاریخ يې رابرسیره کړو. د دآزاد خان په اړه اوس وخت کې دا یواځینی مستند کتاب دی.

سرچینې
۱. اعلیحضرت ازاد خان افغان. محمد طاهر کانی.د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه-جرمني. ۲۰۱۱م.
۲.احمد شاه درانی- ګنډا سنګه. طارق خپرونی لاهور- ۱۹۸۱م ۹۶-۹۷-۹۸-۱۲۸-۱۳۰ مخ
۳.کریم خان ذند- د مسلمان نړۍ جوړونکي.جان آر. پېري. ۲۰۰۶م – کینډل بڼه. ایمیزون خپرونې.

آذربایجانآزاد خاناحمد شاه ابداليايرانعبدالکريم زند
نظريات (0)
نظر اضافه کول