آیا شاه بابا صرف د هند شتمنیو ته ورتیً ؟

 

بسم الله الرحمن الرحیم ـ

دا یو ثابت حقیقت دی چی ملامت او خبیث تل د جګړې د سوبمن لخوا را پیژندل کیږی . په بل عبارت ، نن موږ ګورو چی د هری جګړې یا مناقشې بایلونکیً « بد » او ګټونکیً یې « ښه » وی بیله دې چی د هغوی حقانیت یا جنایت ثابت سی . یعنی فاتح فیصله کونکی وی . له بده مرغه تاریخ هم په دې هکله پټه خوله نیولې وی .

په هر صورت ، باید ځیر اوسو چی د افغانستان او هندوستان تاریخونه دومره سره تړلي ، جاروتلي ، لاینفک او ګډ دي چی د یوه په نه لوستنه سره به هغه بل هم نیمګړی وی . فلهذا ، که څوک له دغو نه د یوه تاریخ لولی نو هغه بل هیڅ نسی پرېښوولای ، که نه لوستل به یې ناقص وی .

 

هو ، تر هغه ځایه چی معاصر تاریخ ثابته کړې ، درې استعماری جګړې او د هغوی فیصلې د لویو سرځوړیو په توګه ثبت او ثابتي سوي دي ، یعنی :

لومړی ـ مرهیټه افراطیانو ته « د پانی پت جګړه » ؛

دوهم ـ ناپلیون ته « د واټرلو جګړه » ؛

درېیم ـ برتانیې ته « د میوند جګړه » ؛

دا درې هغه تاریخی پیغورونه دي چی تل به د دې نومونو په اورېدو سره د هغوی نسلونه روحأ ځوریږی .

 

ډیره مهمه او حساسه باریکی دا ده چی ځینی حاسدان او بد خواهان یا په بل عبارت د افغانی او پښتني تاریخ مسخ کونکي څیرې ادعا کوی او تور لګوی چی احمد شاه بابا ګواکی صرف د هند مادی نعمتونو یا خزانې او یا هم د هغه ځای د استعمار هوس ورجذباوه او په دې ډول ګواکی د لسګونو زرو افغانانو د هلاکت سبب سو او د هند اداري چارې یې ناحقه ګویا بیرته هندیانو ته وسپارلې .

دغسی له غرضه ډک تهمتونه ځکه بې اساسه او کاذب دي چی پخپله تاریخی اسنادو هغه درواغ ثابت کړي دي چی اوس به یې وڅیړو .

 

پر هند باندی باالعموم او پر مرهیټانو باالخصوص د شاه بابا یرغل تعرضی نه بلکی تدافعی و ، یعنی یو مجبوریت و چی باید اجرا سوی وای . د بیلګې په توګه به یو تاریخی سند تقدیم کړم . نوموَر هندﺉ تاریخپوه ( کوشیک روی ) لیکی چی کله مرهیټه پوځ د ۱۷۵۸ په مارچ کی « سرهند » او په اپریل کی لاهور ونیول ، تیمور شاه او جهانخان یې هلته مات کړل او تر پیښوره یې وشړل ، نو مرهیټه قوماندان ( رګوبا ) د ۱۷۵۸ د مې پر څلورمه په پونه کی خپل پیشوا ( یعنی واکمن ) ته یو لیک ولیږﺉ چی داسی یې پکښی لیکلي وو : « موږ د مخکی څخه لا تر ډیره حده لاهور ، ملتان ، کشمیر او نور وطنونه چی د اټک پر دغه څنډه واقع دي ، نیولي دي . او هغه سیمی به هم ډیر ژر ونیسو چی دمګړﺉ زموږ تر واک لاندی نه دي راغلي . د احمد خان ابدالی زوی تیمور سلطان او جهانخان زموږ د پوځیانو تر تعقیب لاندی دي او د هغوی پوځونه په بشپړ توګه لوټ سول . هغوی دواړه اوس د یو څو ماتو ګوډو پوځیانو سره پیښور ته رسیدلي دي …. موږ دا تصمیم لرو چی خپل واک تر کندهار پوری وغځوو . » ( د هند تاریخی جګړې ، کوشیک روی ، ۸۰ ـ ۸۱ مخونه ) .  ښه ، آیا دا سند په ډاګه نه ثابتوی چی شاه بابا د هند شتمنیو نه بلکی د خپل هیواد بقأ تحریک او لمساوه ؟

په هر حال ، که لږ څه شا ته ولاړ سو نو و به ګورو چی د ۱۷۴۷ په جولای کی معاصر افغانستان تأسیس او احمد خان د هغه پاچا سو . دغه جدیدالتشکیل دولت درو اساسی پایو ته اړتیا درلوده چی هغه ملی اډانه ، پوځی اډانه او مالی اډانه وو .

لومړی ـ ملی پشتوانه د شیر سرخ د نهه ورځنۍ لویی جرګې د پریکړو او قومی مشرانو او ملت په عملی ننګه سره تأمین او تضمین سوه ( د افغانستان نومیالي : ۱۳۰ مخ ) .

دوهم ـ « پوځی تکیه د پښتنو هغه عسکری ټولګي وو چی د خراسان څخه د احمد خان ابدالی سره وطن ته راستانه سوي وو . دغه پوځ که څه هم په شمیر ډیر زیات نه وو ، خو ډیر تجربه کار او عالی جنګی قوت و چی د نادر افشار سره یې په ډیرو لښکر کښیو کی برخه اخیستې وه » ( د درانیانو امپراتوري ، ۲۹ مخ ) . غبار او ګنداسینګ د دې پوځ تعداد څه کم شپاړس زره  بولی چی څلور زره کسه یې د ده تر قوماندې لاندی وو: افغانستان در مسیر تاریخ : ۳۵۴ مخ ؛ احمد شاه بابا افغان : ۴۶ مخ ؛ درانی احمد شاه : ۳۹ مخ .

د شېر سرخ جرګې انځور، انځورګر: غفور برېښنا

درېیم ـ مالی اډانه چی بشپړ کفایت یې کړی وای ، عجالتأ نه تر سترګو کیده . د نادر افشار تر قتل وروسته ایراني ښورښی جنرالانو او قوماندانانو د نادر کمپ او هر څه لوټ او چور کړي وو . څنګه چی احمد خان د نادر نږدې قوماندان و  او د هغه ناموس یې وژغورﺉ ، نو هغوی د « کوه نور » مشهور الماس او نور قیمتی اجناس او جواهرات هم ورکړل . خو ځینی تاریخ پوهان لیکی چی احمد خان هم د هغه د کمپ په چورولو کی برخه واخیسته ( د درانیانو امپراتوری : ۲۹ مخ ، د مجمل التواریخ په حواله ) . خو څنګه چی احمد خان د نادر ناموس وساتیً ، نو د خزانې چورول یې نامعقوله ادعا او درواغ ښکاری .

 

مالی پشتوانه هغه مهال تضمین سوه چی « د ختیځ افغانستان ، ملتان او پنجاب څو کلن  مالیات د  تقی خان اخته بیګی په قومانده خراسان ته روان وو خو دا لوی کاروان په کندهار کی د احمد شاه درانی حضور ته راوستل سو چی په هغه کی د یو ملیون او درې لکه شپیته زره ( ۱۳۶۰۰۰۰) روپیو معادل نغد ، سره زر او نور اجناس شامل وو . دا د احمد شاه د مقاصدو سره یو ډیر لوی کومک و » ( افغانستان در مسیر تاریخ ـ ۳۶۰ مخ ) . ځینی مأخذونه دا خزانه ۲٫۶ ملیونه روپۍ ، ځینی یې درې ملیونه ، ځینی یې بیا ۱۳ ملیونه او ځینی یې درې سوه اوښان په نغدو ، جواهراتو ، اجناسو او نورو بار بولی . خو که هر څه هم وی ، په دې کی هیڅ شک نسته چی دغو پیسو د شاه بابا موقف او دریځ تر پخوا ډیر ټینګ کړ . دا چی ولی یې دغه مال قبضه کړ ، علت یې دا دی چی افغانانو هغه د ملت مال باله او نه یې غوښته چی دا ستره خزانه په ایران کی د نادر  قاتلانو او یاغی جنګسالارانو ته ورسیږی او چور سی ( احمد شاه وارث مجدد امپراتوری افغانستان : ۵۰ مخ ) . همدا علت دی چی پخپله تقی خان هم د خپلو ټولو پوځیانو سره د تل لپاره د شاه بابا ملګری سو .

هو ، په دې ډول د جدید التأسیس دولت لپاره درې بنیادی پایې په صرف درو میاشتو کی تأمین او تضمین سوې چی هغه ملی ، پوځی او مالی استحکام وو .

 

کله چی افغان دولت له هره اړخه پر پښو ودرېد ، نو مابعده ګام اخیستنی یې د ټول هیواد ( لر او بر افغانستان ) یو موټی کول او د ملی حاکمیت ټینګول وو . په دې ارتباط یې ډیر ژر غزنی ، کابل او پیښور د مرکز یعنی کندهار سره وتړل . وروسته بهرنیو تهدیدونو ته اړم سو چی مغولي قبضه او مرهیټه فتنه وه .

د پورتنیو ولایتونو د مالیو ، بسپنو ، ډالیو او پوځیانو په ورکړه سره افغان دولت ډیر پیاوړﺉ او غښتلی سو . د پښتونخوا د ملی مشرانو تر ډاډ او هڅونی وروسته یې پوځی او مالی ظرفیت په بیړه پراخیدﺉ .

 

مهمه باریکي دا ده چی شاه بابا یوازی هندوستان ته نه بلکی ایران او منځنۍ آسیا ته هم متوجه و تر څو خپل امارت یې د هغه مهال د مسلطو شرایطو سره سم مضبوط او امن کړی وای . که اغیار ادعا کوی چی شاه بابا د هند خزانې ورکشاوه ، نو پوښتنه دا ده چی هغه کومی خزانې وې چی دﺉ یې ایران او منځنۍ آسیا ته د ورتګ لپاره هڅاوه ؟

 

په هر صورت ، هندوستان ته د شاه بابا پوځی سوقیاتو صرف مادی اړخ نه بلکی نوری انګیرني هم لرلې چی هغه دینی ، انتقامی ، جزایی ، شفاعتی ، امنیتی ، ژغورونکي او باالاخره مادی وې . که مسألې ته ښه ورننوزو ، نو و به ګورو چی مخ پر هند لومړنی یلغار د شتمنیو لپاره نه بلکی مذهبی او دعوتی جنبه لرله . دا چی ځینی کسان په اغماض یا بې خبرۍ سره پوښتنه کوی چی شاه بابا څنګه ، ولی او په کوم طاقت او اقتصاد سره دومره ژر پر هند حمله وکړه ، باید لاندیني څو حقایق ولولي .

 

لومړی ـ کله چی شاه بابا تر پاچا کیدو درې میاشتی وروسته کابل بیله کوم جنګ او مقاومت څخه ونیوﺉ ، نو د لاهور والی ( حیات الله خان ملقب په شهنواز خان ) چی ډیلي ته یاغي سوﺉ و ، د پوځی مرستی په غرض د شاه بابا څخه وغوښته چی لاهور ته پوځی یون وکړی . شاه بابا هم ډیر ژر سردار جانخان پیښور ته ولیږﺉ او دا پراخه سیمه د ټولو پښتنو په مرسته ( چی له وړاندی یې لا د ده سره د بلنی په اړه مکاتبې لرلې ) ، بیله جنګ او مقاومته د افغان حکومت سره ملحق سوه ( درانی احمد شاه : ۵۷ مخ ؛ افغانستان در مسیر تاریخ : ۳۶۱ مخ ) .

 

دوهم ـ شاه بابا چی کله د ۱۷۴۷ په ډسمبر کی د اتلس زرو پوځیانو سره له پیښوره د حرکت ترتیبات ونیول ، نو اطلاع ورته راغله چی شهنواز خان بیرته  د ډیلی د صدراعظم ( قمرالدین خان ) په هڅوَنه او غولوَنه سره پښیمانه سوی دی . خو څنګه چی حرکت یې پیل کړی و ، نو خپل دغه یون یې تم نه کړ ( افغانستان در پنج قرن اخیر : ۱۲۵ مخ ؛ درانی احمد شاه : ۶۰ مخ )  .

 

درېیم ـ دا مهال یوې غمجنی پیښی د شاه بابا احساسات راوپارول او د پنجاب نیولو ته یې نور هم اړم او مصمم کړ . هغه دا چی شاه بابا  لږ څه مخکی صابر شاه ملنګ او محمد یار خان ضراب باشی لاهور ته لیږلي وو تر څو خلکو ته د ده په ګټه تبلیغ وکړی . دا مهال د لاهور حاکم شهنواز خان هغوی دواړه بندي کړل او وروسته یې صابر شاه وروغوښت او داسی پوښتنه یې ځنی وکړه : « احمد شاه ورور می څنګه دی ؟ » صابر شاه په ځواب کی ورته وویل چی « احمد شاه د ولایت ( افغانستان ) او خراسان خپلواک پاچا دی . د هندوستان د نیولو اراده لري او ته د بل چا نوکر او د یوې سیمی حاکم یې . ته د داسی وینا جرأت څنګه کوې ؟ » دې ځواب شهنواز خان ډیر ودرداوه او صابر شاه یې خپل بخشی خواجه عصمت الله یا میرزا میر غضب ته وسپاره او هغه هم د شهنواز له امره سره سم په خوله کی ویلی سرب ورتوی کړل او په دې توګه یې وواژه . » ( درانی احمد شاه : ۶۲ مخ ؛ شهنامه ، تعلیقات ـ ۵۳۸ مخ ) .

 

شاه بابا چی صابر شاه ته ډیره عقیده لرل ، په دې پیښه سخت غمجن او په عین حال کی مصمم سو چی په هره توګه وی لاهور به نیسی . نو هغه و چی په سرعت سره یې ځان لاهور ته ورساوه ، هغه یې ونیو او د لاهوریانو په بدرګه د ۱۷۴۸ د جنوري پر دوولسمه ښار ته ننوت .

دا مهال د ښار د مسلمانانو او هندوانو څو مشران د احمد شاه ابدالی حضور ته راغلل او هیله یې وکړه چی د دیرشو لکو روپیو په بدل کی دې پر ښار د لوټ تالان او وژنی حملې نه کیږی . ابدالی هم دا عرض ومانه او ټولو قوماندانانو ته یې امر وکړ چی د ښار بشپړ ساتنه وکړی . همداسی هم وسوه او هغه د شتمنیو څخه علاوه نوي توپونه او عصری وسلې هم تر لاسه کړې چی تر دې مهاله یې نه لرل . ځکه نو هند ته د احمد شاه  لومړنی سفر یوازی د شتمنیو په غرض نه بلکی د بلنی او غوږ تاوونی په خاطر و ( افغانستان در پنج قرن اخیر ، ۱۲۶ مخ ) .

 

په همدې ترتیب ، د شاه بابا دوهم یلغار ( ۱۷۴۸ ـ ۴۹ ) د درو عمده انګیرنو له مخی وسو :

لومړی ـ میرمنو د ۱۷۴۷ په اپریل کی د ډیلی لخوا د لاسه وتلي پنجاب والی سو چی د افغانستان په ختیځ سرحد کی یې ورځ په ورځ مادی او پوځی قدرت زیاتیدﺉ . ده کولای سو چی د احمد شاه ابدالی د غیابت پر مهال د پیښور سرحدی سیمی په آسانۍ سره ګواښولي وای ( درانی احمد شاه : ۹۸ مخ ) ؛

دوهم ـ د کابل شړل سوﺉ والی ناصر خان یو ځل بیا د ډیلی لخوا ( د ۱۷۴۸ د اپریل پر ۱۲مه ) د کابل والی اعلان سو . دﺉ هم لاهور ته راغی او دلته میرمنو د کابل د بیرته نیولو ژمنه ورسره وکړه . نو د احمد شاه ابدالی په لږ غیابت یا مصروفیت سره به هغه پر کابل حمله کوله ( هاغه : ۹۹ مخ ) ؛

درېیم ـ دا یلغار یې د ماڼیپور د جنګ بدل و . په هغه پیښه کی احمد شاه ابدالی ځکه جګړه پر نیمایی پرې یښې وه چی : الف ـ د « بان » په نوم د اورنیو مرمیو ډک ګاډی د اور اخیستلو له امله چاودېدلی او نورو ټولو ګاډیو اور اخیستی و چی ګڼ شمیر فاتح افغانی پوځیان یې ژوبل او وژلي وو ، ب ـ احمد شاه بابا ته اطلاع راغلې وه چی د ده وراره او د کندهار والی ( لقمان خان ) هلته ښورښ او فتنه راپیل کړې ده ، ج ـ احمد شاه ابدالی  مجبورأ د مغولی ولیعهد احمد شرایط ومنل او موافقه یې وکړه چی میرمنو دې د مغولو لخوا د لاهور والی وی ، ځکه نو دواړی قواوی پر شا سوي وې ( احمد شاه بابا افغان : ۱۰۳ مخ ، افغانستان در مسیر تاریخ : ۳۶۱ مخ ) .

ځکه نو پر هند دوهم یرغل د افغانستان ژغورل او د ماڼیپور د جګړې بدل و ، نه د مادی شتمنیو لوټول .

 

د دوهم یون په نتیجه کی پنجاب یو ځل بیا ونیول سو ، نو ځکه « د پنجاب والی میرمنو د سولی وړاندیز وکړ څو چی د دواړو خواوو تر منځ د سولی یو تړون وسو چی د هغه له مخی میرمنو ژمنه وکړه چی شاه دې بیرته کندهار ته ستون سی او په بدل کی به د پنجاب د څلورو ولسوالیو ( یعنی سیالکوټ ، اورنګ آباد ، ګجرات او پسور ) عواید چی د کاله ۱۴ لکه روپۍ کیدې ، افغان حکومت ته ورکوي . احمد شاه هم تر دغه تړون وروسته بیرته کندهار ته ستون او مشکل رفع سو » ( افغانستان در پنج قرن اخیر : ۱۲۹ مخ  ) .

احمدشاهي کندهار

پر هند یې درېیمه حمله په ۱۷۵۱ کی وه . د دې حملې علت د پنجاب د والی میرمنو د پورتنیو څلورو سیمو د عوایدو د ورلیږلو څخه بیرته انکار او سرغړونه وه . د غبار له قوله هغه په دوو کالو کی فقط څلور لکه روپۍ مالیه تحویل کړې وه . احمد شاه بابا لومړی هارون خان ور ولیږﺉ تر څو میرمنو متوجه کړی . خو میرمنو معذرتونه وړاندی کړل . بیا یې ( سُکجیون مل ) ور ولیږﺉ خو دا ځل یې صرف نهه لکه روپۍ ورکړې او بس . نو هغه و چی احمد شاه بابا نوموړي ته د جزا ورکولو په مقصد حمله وکړه ( درانی احمد شاه : ۵۵ مخ ؛ افغانستان در مسیر تاریخ : ۳۶۳ مخ ) . د احمد شاهی لښکر تر  بري وروسته میرمنو هم تسلیم سو او عرض یې وکړ چی نور به لاهور او ملتان د افغانستان رسمی سیمی وی خو نوموړﺉ به یې والی مقرر کیږی او د کاله به پنځوس لکه روپۍ عواید په کندهار کی دولت ته تحویلوی . د ډیلی مغول واکمن هم دا تړون تصدیق او لاسلیک کړ او پنجاب نور نو رسمأ په افغانستان پوری وتړل سو . دا تړون او وړاندیز د شاه بابا لخوا نه ، بلکی د هندیانو لخوا و . میرمنو هم خپله خزانه چی څه باندی لس ملیونه روپۍ وو ، د مالیو په نوم د احمد شاه دولت ته وسپارله او د رښتینولۍ لوړه یې وکړه ( احمد شاه بابا افغان ـ ۱۱۲ مخ ) .

 

څلورم یرغل یې د ۱۷۵۶ په نوامبر کی ځکه وکړ چی میرمنو د سیکانو لخوا ووژل سو او شاه بابا د هغه میرمن ( مغلانی بیګم ) د چارو متصدی کړه خو د ډیلی مغول واکمن هغه له کاره ګوښه کړه . غازی الدین چی د قدرت لیونی و ، د ۱۷۵۶ په مارچ کی لاهور د افغانستان څخه بیل کړ او مغولانی بیګم یې بندی کړه او پر ځای یې آدینه بیګ وټاکیً او د کاله یې درې ملیونه روپۍ مالیه پر کښیښووله . هلته د کشمیر مستوفی ( سُک جیون مل ) هم ښورښ وکړ او افغان والی ( عبدالله ) یې ووژﺉ او کشمیر یې بیرته د افغانستان څخه جدا او په ډیلی پوری وتړﺉ . نو هغه و چی شاه بابا په ډیر تلوار راورسید . خو د « اود » نواب ( نجیب الدوله ) چی غازی الدین د شاه بابا سره جګړې ته راولیږﺉ ، د ده سره جګړه لازمه نه بلله او ورسره مل سو . کله چی شاه بابا د نجیب الدوله په ملګرتیا ډیلي ته نږدې راورسید نو مغول واکمن ( دوهم عالمګیر محمد عزیزالدین ) مجبورأ مخی ته ورغی او د هندوستان پاچهي او تاج یې ورته تقدیم کړ . خو شاه بابا ځان د افغانستان څخه نه لیری کاوه ، نو ځکه یې دا پاچهي بیرته هغه ته محول کړه او د ۱۷۵۷ په جنوري کی د واکمن او نجیب په بدرګه ډیلی ته ورغی . دلته پوښتنه پیدا کیږی چی که احمد شاه بابا په رښتیا هم صرف د هندوستان پر شتمنیو میَن وای ، نو هغه ته خو دا مهال د ټول هندوستان تاج او تخت تقدیم سو ، ولی یې و نه مانه ؟ آیا شاه بابا تر محمد غوری ، بابر او نورو هم پاته وو ؟ آیا د « بډای » هندوستان د پاچا په توګه به ډیر شمتن سوی وای او که د « غریب » افغانستان د پاچا په حیث ؟

 

په هر حال ، د احمد شاهی تاریخ مؤلف چی د شاه بابا د سفر ملګرﺉ و ، لیکی چی کله شاه بابا په ډیلی کی و ، نو یوه ډیره غمجنه پیښه رامنځته سوه . هغه دا چی د افغان پوځ هندوستاني اییتلافیانو د ډیلی ښار چور او لوټ کړ او یوه ستره تباهی پیښه سوه . کله چی شاه بابا خبر سو ، نو سخت وخښمید او پر ټولو افغانی او هندوستاني قوماندانانو یې امر وکړ چی په هره توګه وی لوټ سوي مالونه او شتمنۍ باید بیرته پیدا او اصلی مالکانو ته  وسپارل سی . د دې کار څارنه او مسؤلیت یې شاه ولی خان ته وسپارﺉ او د امر مطابق اجرأت وسول . مګر دغه عینی شاهد د کوم ستر مبلغ د حصول یا کومی لویی خزانې د نیولو خبره نه ده کړې ( تاریخ احمد شاهی : ۳۵۷ ـ ۵۸ مخونه ) ، حال دا چی احمد شاه بابا د سید محمد لطیف په حواله « دا مهال د پخواني وزیر غازی الدین څخه وغوښته چی د نهو ملیونو روپیو په ارزښت جواهرات او درې لکه اشرفۍ ( چی هره اشرفي تقریبأ ۱۶ روپۍ کیده ) باید تحویل کړی [ خو سراج التواریخ یې پنځوس لکه روپۍ بولی ، ۱۸ مخ ] . هغه ځان ناګاره واچاوه . نو ځکه محرم خان خواجه سرای یعنی د حرم سرای مسؤل ته امر وسو چی د هغه کور د پیسو او جواهراتو په غرض تلاښی کړي . امر تعمیل سو او تر هغه مبلغ او مقدار چی احمد شاه ابدالی غوښتی وو ، درې چنده زیات راووتل چی تر مځکی لاندی او د کور په مختلفو ځایو کی یې پټ کړي وو . وروسته د ډیلی د نورو چارواکو کورونه هم تلاښي سول او خورا زیات ثروت پیدا سو . د قمرالدین خان د کونډی ( شولا پوری بیګم ) له کوره د څو لکو روپیو په ارزښت ګیڼې او جواهرت راووتل » ( د پنجاب تاریخ ـ ۲۸۸ مخ ) .

شاه بابا هم افغانستان ته راوګرځید او د ډاکټر ګندا سینګ له قوله ستره شتمني په لاس ورغله چی اټکل ۱۲۰ ملیونه روپۍ کیدې ( درانی احمد شاه ، ۲۴۸ مخ ) . خو دا د ښاریانو لوټ سوې شتمني نه بلکی د چارواکو فساد و چی ترې مصادره سول .

 

پنځم یرغل یې په ۱۷۶۰ کی ډیر مهم او څو عوامل لری چی مختصرأ دا دي :

 

لومړی ـ غازی الدین او آدینه بیګ یاغی سول ، د مرهیټانو او سیکانو په کومک یې لاهور او سرهند د افغانستان څخه بیل کړل ( احمد شاه بابا افغان : ۱۲۲ مخ ؛ افغانستان در پنج قرن اخیر : ۱۳۶ مخ ؛ د پنجاب تاریخ : ۷۲ مخ ؛ افغانستان در مسیر تاریخ : ۳۶۵ مخ ) .

 

دوهم ـ د غازی الدین او آدینه بیګ ځواکونو ( باالترتیب په ډیلی او پنجاب کی ) او هم د سیکانو سره د مرهیټانو اییتلاف  د ډیلی څخه تر لاهوره پر افغانانو سخت ګوزارونه وکړل ( احمد شاه وارث مجدد امپراتوری افغانستان : ۵۹۳ مخ ؛ درانی احمد شاه : ۲۶۱ ، ۲۶۵ ، ۲۷۵ مخونه ؛ سراج التواریخ : ۱۹ او ۲۰ مخونه ) .

 

درېیم ـ شاه ولی الله دهلوي ، مغولی معزول واکمن ( دوهم عالمګیر ) ، نجیب الدوله یوسفزي ، شجاع الدوله او نورو مشرانو احمد شاه بابا ور وباله تر څو هندي مسلمانان د مرهیټانو په مشرۍ د کفارو له ظلمه خلاص کړی ( افغانستان در پنج قرن اخیر : ۱۳۵ مخ ؛ د افغانستان نومیالي : ۲۳۵ مخ ؛ درانی احمد شاه : ۲۰۱ ، ۳۰۰ مخونه ؛ سراج التواریخ : ۲۰ مخ ) .

 

څلورم ـ تر ټولو مهم دا چی مرهیټان نور نو د افغانستان سره پر سرحد ودرېدل ، آینده پلان یې دا و چی د افغانستان پایتخت کندهار هم ونیسی ( کوشیک روی ، د هند تاریخی جګړې : ۸۰ ـ ۸۱ مخونه  ) .

دپاني پت جګړه:
کله، چي احمدشاه بابا د پاني پت جګړه وګټله، نو هلته یې د عسکریز نظام لپاره ځانګړی میدان وټاکه، چي خپلو نظامي عسکروته به یې قومانده ورکوله.
په دغه میدان کي درخته ولاړه وه، چي احمدشاه بابا به تر دغه درخته لاندي خپلو عسکروته ږغېدئ.
دغه درختي ته هندوان د( ام توره درخته ) ویل.
بیا هندوانو هغه درخته وکښله، چي په وروسته کي هندوانو د احمدشاه بابا ديادګار په توګه هلته څلی جوړ کړ او د څلي پر بله خوا یې د احمدشاه بابا دنظامي عسکرو عکس رسم دئ هم سته.
په دغه جګړه کي زموږ دپوځ ۳۰۰۰ نفره هم شهیدان سويدي.
یادونه:
توره درخته یې ځکه بلله، چي احمدشاه بابا هغه پوځ ته، چي هندوانو ته یې ماته ورکړې وه او هغه ډېر قوي پوځ ؤ هلته ویناکوله، نو دوئ یې هم په توره بولي یا یې بدبخته بولي.

نو شاه بابا پر هند باالاعم او پر مرهیټانو باالاخص ځکه برید وکړ تر څو :

الف ـ په پنجاب کی خپل مقبوضات بیا تر لاسه کړی ( درانی احمد شاه : ۲۹۹ مخ ؛ سراج التواریخ : ۲۱ مخ ) ؛

ب ـ د لاهور څخه د تیمور شاه او جهانخان د تیښتی بې حیثیتي بیرته اعاده کړی ( درانی احمد شاه : ۲۹۹ مخ ) ؛

ج ـ مرهیټانو ته د دې عمل سزا ورکړی ( هماغه ، ۲۹۹ مخ ) ؛

د ـ د مغولی دولت ضعف او بې کفایتۍ ته کومه چاره ولټوی ( سراج التواریخ : ۱۸ مخ ) .

و ـ تر ټولو مهم دا چی افغانستان ته ورپیښ تهدید له منځه یوسی ( درانی احمد شاه : ۹۸ ـ ۹۹ مخونه ؛ د پانی پت قهرمان : ۶۱ مخ ؛ احمد شاه بابا افغان : ۵۷ مخ ) .

 

آیا د پورتنیو دلایلو او شواهدو له مخی پر هندوستان د شاه بابا وردانګل صرف د شتمنیو په غرض و که د اسلامی او سیاسی مسؤلیت او  هیواد ژغورني په خاطر ؟

 

په هر حال ، نو هغه و چی « احمد شاه ابدالی د ۱۷۵۹ په نوامبر کی پنجاب ته داخل سو او هغه یې بیرته ونیوﺉ . روهیله افغانانو یې اطاعت ومانه او په ګډه تر جمنا پوری وتل او د ۱۷۶۰ په مارچ کی یې علیګړ ونیوﺉ او د « اود » د نواب شجاع الدوله سره یې د دوستۍ تړون امضأ کړ » ( د پنجاب تاریخ ـ ۷۲ مخ ) .

 

په دې ډول د پانی پت لویه او پرېکنده جګړه د ۱۷۶۱ د جنورۍ پر ۱۴مه پیښه سوه چی په هغه کی مرهیټانو د خپل عمل سزا ولیده ، خو متأسفانه د شاه بابا سیاسی اهداف تر سره نسول چی هغه په دې ډول وو :

لومړی ـ د سقوط او رکود څخه د مغولي نښتیځلی دولت خلاصون ( افغانستان در پنج قرن اخیر : ۱۳۹ مخ ) ؛

دوهم ـ پنجاب د افغانستان د یوې دایمی برخی په توګه لرل او ساتل ( درانی احمد شاه : ۳۴۷ ـ ۴۸ مخونه ) ؛

درېیم ـ د برتانوي را روان استعمار دفع او رفع کول ( افغانستان در مسیر تاریخ : ۳۷۰ مخ ) ؛

څلورم ـ د سیکانو کمزوره او بې وسه کول ( افغانستان در پنج قرن اخیر : ۱۴۰ مخ ) ؛

پنځم ـ دغه جنګ ټول اړخونه ( مثلأ انګرېزان او سیکان ) ګټمن کړل خو د جګړې اصلی لوبغاړي یعنی افغانان او مرهیټان دواړه یې زیانمن کړل ( هماغه : ۱۴۰ مخ ) ؛

د پانی پت جګړه
په انګلیسي کې په کال ۱۷۶۰م کښې احمد شاه بابا د پاني پت ستره غزا وکړه چي د افغانانو د تاریخ په وینا د احمدشاه بابا د پوځ شمیر پنځوس زره (۵۰۰۰۰) او د مرهټیانو د پوځ شمیر لس (۱۰۰۰۰۰۰)لکه ؤ او د ځینو نورو تاریخونو په وینا د افغانانو شمیر شپیته زره(۶۰۰۰۰) او د مرهټیانو شمیر دری لکه(۳۰۰۰۰۰) ؤ خو په هر صورت جګړه وشوه چي په نتیجه کښی یې سوبه د احمدشاه بابا په برخه شوه. په دی جګړه کښې دوه لکه(۲۰۰۰۰۰) مرهټیان مړه او دوویشت زره (۲۲۰۰۰)یې بندیان شول.

ځکه نو ویلای سو چی دا بری بیړنی او ځغلنده و ، نه بنسټیز او تلپاته . ډاکټر ګنداسینګ په دې رایه دی چی « شاه د مریانو ، نغدو پیسو ، جواهراتو ، فیلانو ، اوښانو ، آسانو ، او نورو مالونو څخه پرته چی په افغانستان کی یې خپل خلک ورباندی ماړه کړل ، د دغه لویی او غوڅی فتحی څخه کومه سیاسی ګټه تر لاسه نه کړه ( درانی احمد شاه : ۳۴۶ مخ ) . خو زیاتوی چی « دا به هم عادلانه نه وی چی د ده په باب د نن ورځی د معیارونو له مخی قضاوت وکړو » ( هماغه ، مقدمه : دیرشم مخ ) .

 

ډیره مهمه خبره دا ده چی د احمد شاه بابا دولت څو اړخیزه عایدات لرل چی عمدتأ په دې ډول وو :

لومړی ـ د مځکو ، جایدادونو ، پیداوارو ، تجارت ، څارویو او نورو څخه مالیه اخیستل ؛

دوهم ـ د بهرنیو واکمنانو ، چارواکو او مشرانو سوغاتونه او تحفې ؛

درېیم ـ ولجه او جنګی غنیمت چی د جګړې پر ډګر یې د مغلوب پوځ څخه حاصلول ؛

څلورم ـ د جنګ تاوان چی څو ځله یې د تړونونو پر اساس د ډیلی او پنجاب د چارواکو څخه واخیست ؛

پنځم ـ د افغانستان سره د تړلو سیمو ( لکه کشمیر ، ملتان ، پنجاب ، سیند ) کالنۍ مالیې چی خورا ستر مبلغ کیدﺉ ؛

شپږم ـ ججې ، جزیې ، او جریمې چی پر فاسدو چارواکو ، نامسلمانو اتباعو ، او مجرمو کسانو وضع کیدلې ؛

 

د دغو ټولو له درکه هر کال په اوسط ډول احمد شاهی دولت یودیرش ( ۳۱ ) ملیونه روپۍ عاید تر لاسه کاوه چی د دې مبلغ ۷۰٪ یې په خپل پوځ او متباقی ۳۰٪ یې په عمرانی ، خدماتی ، عام المنفعه او نورو برخو کی مصرفول ( افغانستان در مسیر تاریخ : ۳۵۸ مخ ؛ د درانیانو امپراتوری : ۱۲۶ مخ ؛ احمد شاه بابا افغان :۸۷ مخ ) .

 

هو ، یو ځل بیا ګنداسینګ د یو سیک په حیث : « زه د ده پر خلاف د تعصب له مخی را لوی سوی او روزل سوی وم او ما ته یوازی دا را زده سوي وو چی دﺉ یو داړه مار او لوټمار مشر دی چی د ولجې لپاره پر هند راکښته سو او په ټنونو سره زر او په زرهاوو هندي مریان یې افغانستان ته د ځان سره یووړل . خو هر څومره چی می د ده په باب زیاته مطالعه وکړه هغومره د ده د سترتوب خصوصیاتو په ما ژوره اغیزه وکړه او زما ذهن ته یې په خپله نفوذ وموند » ( درانی احمد شاه ، مقدمه : دوه دیرشم مخ ) .

 

وګوری « احمد شاه د خپلو بهرنیو پوځی عملیاتو په نتیجه کی یوه ستره اندازه شتمني چی له ولجو څخه جوړه وه ، راغونډه کړې وه . خو د افغانستان مالیات یا عایدات هیڅکله د ده په شخصی صندقچو کی نه اچول کیدل ….. ده به په ښکاره توګه د جنګ ولجه او غنایم په خپلو افرادو ویشل او ده به تل دوی د ولجې په برخه کی خپل شریکان ګڼل » ( درانی احمد شاه : ۴۵۸ ـ ۵۹ مخونه ) .

ښه ، که شاه بابا هر څه هم ورسره وړي وی ، نو سوال دا دی چی هغه ټول څه سول ؟ او بل دا چی غنیمت ، ولجه ، ججه ( باج ) خو د هغه مهال د مسلطو او عنعنوي شرایطو یوه حتمی برخه وه . کوم واکمن دغسی نه دي کړي ؟ او کوم تاریخ ولجه ، غنیمت او جنګی تاوان غندلی دی ؟ ځکه نو د اتلسمی پیړۍ مروج طرزالعمل باید د یوویشتمی پیړۍ په ترازو کی و نه تلل سی او نه هم دغسی قضاوت څه معقولیت لری .

 

فلهذا ، شاه بابا به هر ځل هند ته صرف د شتمنیو لپاره نه بلکی د افغانستان د ژغورنی ، ساتنی او پالنی په نیت تلیً چی شواهد او مدارک یې پورته مختصرأ ذکر سول . « که احمد شاه له سُتلجه اخوا پورېوتی هم دی ، نو موخه یې د سِند د سیمی ساتل وه ، نه دا چی خپل غچ تر سره کړی یا هیوادونه ونیسی » ( احمد شاه بابا افغان : ۵۷ مخ ) .

 

وګوری ، د « سلطان التواریخ » مؤلف ناراین سینګ لکهنوي چی پخپله هم هندو دی ، د خپل دغه تألیف په ۱۶۴ مخ کی داسی لیکی : « مرهیټه بهاو چی د دکن لښکري د ده جنګ ته له دکنه راوبهولې ، ده په پانی پت کی د زړه سوي له مخی هغه ته د سولی پیغام ور ولیږه . مګر هغه مغرور دکني سپهسالار په جواب کی د ده ایلچی ته وویل : « احمد شاه که تر کابله پوری ټولی سیمی موږ ته راپریږدی ، سوله به وکړو . » احمد شاه ابدالی چی دا تریخ جواب واورېد ویې ویل : « اوس نو په جنګ کی زموږ مسؤلیت نسته . » ( د پانی پت قهرمان : ۶۱ مخ ، د سلطان التواریخ د خطی نسخې د ۱۶۴ مخ په حواله ) . آیا اوس هم د هند د شتمنیو د لوټولو ادعا معقولیت لری ؟

 

خو  که موږ بیا هم د هر هیواد لیکلیً تاریخ په غور ولولو ، نو متأسفانه و به مومو چی د یوې خوا ښاغلی د بلی خوا رټلی وی ، د یوې خوا برﺉ د بلی خوا سپکاوﺉ وی ، او د یوې خوا قهرمان د بلی خوا شیطان وی . که موږ اکثریت نن د سلطان محمود غزنوی یا محمد غوری یا ابراهیم لودی یا شیر شاه سوری او یا هم احمد شاه بابا ستاینه کوو ، نو اکثریت هندیان یې بیا غندنه کوی . او که برعکس موږ د مرهیټانو ، سیکانو ، جتانو او راجپوتانو د مشرانو( مثلأ پیشوا باجی راو ، شیواجی ، چَرَت سینګ ، رګوبا ، رنجیت سینګ او نورو ) رټنه او غندنه کوو ، نو برعکس د هغوی پیروان یې بیا ستاینه او لمانځنه کوی او مجسمې یې دروي . دا لا څه ، که نن موږ دننه په خپل هیواد کی هم کوم معلوم الحال جنګسالار غندو ، نو د هغه پیروان یې بیا ستایی . که یې موږ ملی خاین وبولو نو هغوی به یې ملی اتل وبولی ! نو چیری دی د تاریخ معقول او بیطرفانه قضاوت ؟ څو لسیزی حتی څو سلیزی نور هم باید دغسی عادلانه قضاوت ته منتظر سو ؟ داسی نه چی موږ تاریخ جوړوو، خو راڅخه جغرافیه سی !

 

هو ، دا هغه تریخ حقیقت دی چی نن یې د تاریخ هر کتاب واضحأ راته وایي . نو پوښتنه دا ده چی تاریخ د دغسی تمیز او تشخیص لپاره اوس اوس څه قضاوت کولای سی ؟ ځواب ځکه مکدر او مبهم دی چی د یوې خوا تاریخ بله خوا غندی او د بلی خوا تاریخ بیا خپل لورﺉ ستایی خو مقابل لورﺉ غندی . وګورﺉ که موږ په افغانستان کی د تاریخ تقریبأ هر کتاب ولولو ، نو هغه به د محمود غزنوی ، محمد غوری . . . احمد شاه ابدالی مطلق صفت او د مخالف لوري مطلق غیبت وکړی . په همدې ډول که موږ د هندوستان تقریبأ هر تاریخی اثر ولولو ، نو هغه به هند ته ورغلي افغانی واکمنان یرغلګر ، لوټمار ، ظالم او بدمعاش وبولی ، حال دا چی خپل تاریخی مشران به اتلان او مهربان وښیي . دا هغه ثابت حقیقت دی چی نه « هغوی » او نه هم « موږ » سترګی پر پټولای سو .

که احیانأ قضاوت درېیمو ته وسپارل سی نو و به ګورو چی هغوی لږ یا ډیر دواړي خواوی ترټی او ملامتوي حال دا چی قطعی پریکړه نه کوي چی ښه مثالونه یې په نولسمه پیړۍ کی په لندن کی خپاره سوي تاریخی آثار دي .

 

وګوری ، که موږ هر څونه ډیر هم په شواهدو سره وښیو چی سلطان محمود غزنوی د اسلامی دعوت او رغبت له مخی هندوستان ته ورغلی و ، خو هندي تاریخپوهان به ووایی چی دا ستاسی ادعا ده ، بلکی هغه د هند جواهراتو او خزانې ورکشاوه . که موږ هر څومره ډیر په اسنادو سره وښیو چی احمد شاه بابا د مرهیټانو څخه د هندي مسلمانانو د نجات او د افغانستان د بقأ لپاره هند ته ورتی ، خو هندي تاریخ پوهان به ولیکی چی یا ، دا ستاسو ادعا ده ، بلکی هغه د هندوستان پر شتمنیو میَن و . که په دې اړه درېیمو ته مراجعه وکړو نو د هغوی اکثریت ځکه زموږ په زیان ږغیدلي دي چی د خپل هیواد اشغال ته مو نه دي پرې یښي ، له هیواده مو شړلي او مات کړي دي .

 

چی داسی ده ، نو باید څه وکړو ؟ حل لاره یې ډیره آسانه یعنی دا ده چی مطلق حُکم ، مطلق پلویتوب ، مطلق ضدیت او مطلق احساسات پریږدو بلکی د « حق » شاهدان اوسو که آن هغه زموږ د خپلو ځانو ، والدینو او اقاربو په زیان هم وی ، که د چا خوښه وی یا نه ، همدا د خدای امر دی ( النسأ ـ ۱۳۵ ) ، والسلام ( ن . صمد ) .

 

هغه اخځونه چی د دې لیکنی په تهیه کی ورڅخه ګټمن سوﺉ یم ، دا دي :

۱ ـ سراج التواریخ ، فیض محمد کاتب ، کابل ، ۱۳۳۱ هجری قمری ؛

۲ ـ درانی احمد شاه ، ډاکټر ګندا سینګ ، ژباړن : نصرالله سوبمن منګل ، کابل ، ۱۳۶۶ لمریز ؛

۳ ـ تاریخ احمد شاهی ، محمود الحسینی ، پیښور ، ۲۰۰۱ ؛

۴ ـ احمد شاه وارث مجدد امپراتوری افغانستان ، لومړی جلد ، عزیز الدین وکیلی پوپلزایی ، کابل ، ۱۳۵۹ ؛

۵ ـ احمد شاه بابا افغان ، میر غلام محمد غبار ، ژباړن : امین الله دریځ ، پیښور ، ۱۳۷۷ لمریز ؛

۶ ـ د درانیانو امپراتوری ، یو . و . ګانکوفسکی ، ژباړن : پوهندوی دکتور ګل محمد نورزی ، کابل ، ۱۳۵۷ ؛

۷ ـ احمد شاهی شهنامه ، حافظ مرغزی ، پیژندنه او تعلیقات : پوهاند رشاد ، کندهار ، ۱۳۸۷ ؛

۸ ـ افغانستان در مسیر تاریخ ، میر غلام محمد غبار ، کابل ، ۱۳۴۶ شمسی ؛

۹ ـ د پانی پت قهرمان ( دوهم چاپ ) ، پوهاند رشاد ، کراچی ، ۱۳۷۶ لمریز ؛

۱۰ـ افغانستان در پنج قرن اخیر ، میر محمد صدیق فرهنګ ، مشهد ، ۱۳۷۱ ؛

۱۱ـ د افغانستان نومیالي ( درېیم ټوک ) ، عبدالرؤف بېنوا ، کابل ، ۱۳۵۶ ؛

۱۲ـ د هند تاریخی جګړې : د لوی سکندر څخه تر کارګیل پوری ، کوشیک روی ، نوﺉ ډیلی ، ۲۰۰۴ ؛

۱۳ـ د پنجاب تاریخ له ډیر پخوا نه تر اوسه ، سید محمد لطیف ، لندن ، ۱۸۹۱ میلادی ؛

احمدشاه باباپانی پت جګړهکندهارنواب شجاع الدولههندوستان
نظريات (0)
نظر اضافه کول