ابو مسلم خراساني

 

ابومسلم خراساني د هېواد د تاريخ د مشهورو شخصيتونو څخه دی. دی نه يوازې د خراسان بلکې د اسلامي نړۍ په تاريخ کې پېژندل شوې څېره ده. کله چې څوک د هجري تاريخ د دويمې پېړۍ او د امويانو نه عباسيانو ته د خلافت د لېږد خبره کوي او يا يې په تاريخ غږيږي؛ نو د ابومسلم نوم به يې د خبرو په سر کې وي. ابو مسلم د امويانو نه عباسيانو ته د خلافت په لېږد کې ستر او مهم رول لوبولی دی.

د ابومسلم د ژوند په اړه ډېرو کورنيو او بهرنيو ليکوالو ليکل کړي دي. د هغه د سياسي ژوند او سياسي فکر په اړه نږدې هر څه واضح دي. يوه ستونزه، چې د هغه په اړه موجوده ده او د ډېرو ليکوالو تر منځ يې په اړه اختلاف موجود دی، هغه د ابومسلم د زېږېدو سيمه ده، چې دی چېرته زېږېدلی او د کوم ځای وه. د نوم په اړه يې هم دوه درې روايته موجود دي.

خو د دې اختلافاتو سربېره ابومسلم يوازينی شخصيت دی، چې د لرغوني خراسان (اوسني افغانستان، ايران او د منځنی اسيا هېوادونو) خلک پرې يو ډول وياړ کوي او د ابو مسلم د وياړونو له امله ده، چې ملتونه يې د راخپلولو هڅې کوي.

په هر حال! دلته به په لاندې کرښو کې زه هڅه وکړم، چې د ابومسلم په اړه څو بنسټيزو پوښتنو ته د معتبرو مأخذونو نه په استفادې سره ځواب پيداکړم.

پوهاند حبيبي په (افغانستان بعد از اسلام) نومي کتاب کې ليکلي، چې مور يې پرې بهزادان نوم کېښود، چې وروسته په اسلامي نوم ابراهيم بن مسلم ونومول شو، هغه د ابن اثير او ابن خلکان له قوله ليکي، چې د امام ابراهيم په غوښتنه يې خپل نوم د ابراهيم نه عبدالرحمن ته بدل کړ او شهرت يې ابو مسلم وه.

ابومسلم خراساني

د پوهاند حبيبي سربېره محمد عبدالغني حسن هم په خپل کتاب کې د ابومسلم په اړه ليکي، چې لومړنی نوم يې ابراهيم وه او هغه يې ابراهيم بن عثمان بن يسار ليکلی دی.

تر اوسه ما څو ځايه د ابومسلم نوم عبدالرحمن او د پلار نوم يې بنداد هرمز يا ونداد هرمز لوستی وه، چې د مسلمانېدو وروسته يې خپل نوم په عثمان بدل کړ او کنيه يې ابواسحاق وه؛ خو د ساپيانو پېژندګلوي نومي کتاب، چې عبدالمالک ساپي ليکلی او په لومړي ځل په ۱۳۷۰ هـ کال کې د سرحدونو او قبائلو چارو د وزارت لخوا خپور شوی دی، هلته يې د ابومسلم خراساني په اړه نور نوي او په زړه پورې معلومات وړاندې کړي دي. ليکوال زياتره ځايونو کې د ابومسلم نوم هماغه عبدالرحمن ليکلی دی او د پلار نوم يې هم په ځينو ځايونو د بهرنيو مؤرخينو له قوله هماغه عثمان ليکلی دی؛ خو ليکوال (ساپي) ته په ۱۳۵۳ هـ کال کې د لوګر ولايت ډېرو مشرانو اشخاصو د ابومسلم د پلار نوم بابوس فيلسوف ښودلی دی او خلکو ورته ويلي دي، چې دوی په قوم بابوس خېل ګنداري ساپي دي، چې په دې ډول يې ځان د ابومسلم پلار بابوس فيلسوف ته رسولی او خپل قوم يې بابوس خېل ښودلی دی.

د ليکوال (ساپي) په کتاب کې د ابومسلم د پلار نوم بابوس فيلسوف ليکل شوی دی، چې ليکوال (ساپي) دغه نوم د لوګر ولايت د سپين ږيرو له خولې راخيستی دی، دا چې دغه روايات او د خلکو نظرونه به څومره حقيقت ولري، سړی څه نه شي ويلای. تر اوسه د ابومسلم په اړه داسې کوم روايت په بل کوم کتاب کې ما نه دی ليدلی، چې د ښاغلي ساپي دغه روايات دې تأئيد کړي او هغه دې پښتون او په قوم ساپی وښيي.

    ابومسلم چېرته زېږېدلی دی؟

د ابومسلم د زېږېدو د ځای په اړه هم د ليکوالو تر منځ اختلاف موجود دی او لکه مخکې چې مو اشاره وکړه، اصلي لامل يې په تاريخ کې د هغه مهم او تاريخ جوړوونکی رول دی، چې هر څوک يې په ځان پورې د تړلو کوښښ کوي.    ځينو د پخواني خراسان د مرکز (مرو) سيمه ښودلې، چې دی هلته زېږېدلی وه او له هماغه ځايه يې د امويانو پر ضد تحريک پېل کړ. په مرو کې د هغه د زېږېدو خبره د پوهاند حبيبي سربېره ابن خلکاناو ابن اثير هم تائيد کړې ده، پوهاند حبيبي د ابومسلم نوم ابومسلم مروزي ليکي، چې دلته د مروې پورې د ابومسلم تړلو ته اشاره کوي. په مرو کې د ابومسلم زېږېدل تر ټولو مشهور روايت دی.

د پورتنيو ليکوالو برعکس مرحوم غبار او محمد عبدالغني حسن په خپلو کتابونو کې د ابومسلم خراساني د زېږېدو ځای د اوسني افغانستان د سرپل ولايت (پخواني انبار ښار) د سپيدنج (سفيد دژ) سيمه (کلی) ښودلی دی. دوی په دې نظر دي، چې ابومسلم په سرپل کې زېږېدلی دی او خپل تحريک يې د امو سيند نه اخوا پېل کړی او بيا يې په افغانستان کې هم پرمختګ کړی دی. پوهاند رازقي نړيوال په خپل کتاب کې د يعقوبي او ابن حوقل له قوله ليکي، چې انبار د اوسني جوزجان د مرکزونو څخه وه. انبار وروسته په سرپل بدل شوی دی، چې اوس په جغرافيه کې په دې نوم کوم ښار موجود نه دی.

پورته مو د ابومسلم د زېږېدنې په اړه دوه جلا نظرونه ولوستل، دلته يو بل درېيم نظر، چې ما څه موده مخکې ولوست، هم تاسو ته وړاندې کوم. مخکې مې د ښاغلي ساپي د کتاب يادونه وکړه. هغه په خپل کتاب کې د ابومسلم د زېږېدنې په اړه د نورو ليکوالو برعکس يو بل نظر ليکلی دی، چې کېدای شي، زما په شمول ډېرو ته حيرانوونکی او نوی وي.

هغه د خپلو پخوانيو رواياتو پر بنسټ ليکي، چې ابومسلم په قوم ساپی دی. هغه د سرپل د سپيدنج (سپيد دژ) د کلي نوم د لوګر ولايت د ساپي دشت (سپيدشت) په ډول ليکل دی، چې د بابوس په نوم يادېږي. دا چې اوس به په لوګر ولايت کې د بابوس په نوم کوم کلی وي او کنه او يا به د بابوس خېل په نوم کوم قوم موجود وي، زه يې په اړه معلومات نه لرم.

پورته د ابومسلم د زېږېدنې د ځای په اړه درې بېلابېل نظرونه وړاندې شول، دا چې کوم يو به واقعيت ته نږدې وي، خدای ښه پوهېږي؛ خو ما ته د پوهاند حبيبي، ابن خلکان او ابن اثير نظر د نورو په پرتله ډېر قوي ښکاري.

د ډېرو اختلافاتو په موجوديت سربېره دومره ويلای شو، چې ابومسلم هغه شخص دی، چې د لرغوني خراسان ټول قومونه پرې د يو ډول وياړ حق لري، ځکه د خراسان تاريخ يوازې د افغانستان، مروې، نېشاپور او يا اصفهان تاريخ نه دی؛ بلکې د دغو ذکر شويو سيمو مشترک تاريخ دی او ابومسلم هم بايد د يوې سيمې پورې ونه تړل شي؛ بلکې د دغې سيمې ټول وګړي حق لري، چې کارنامې او برياوې يې وستايي، په ښه نوم يې ياد کړي او تل يې د ازادۍ او استبداد سره د مبارزې لاره خپله کړي.

 

 

ابو مسلمجوزجان
نظريات (0)
نظر اضافه کول