ابو منصور محمد انصاري هروي 

ليکنه: تېمورشاه یوسفزي

ابو منصور محمد انصاري هروي  

د شېخ الاسلام خواجه عبدالله انصاري پلار او د شريف همزه عقيلي مريد و، او د ابوالمظفر ترمذي خدمت يې کړی و. د ده مړينه د ۴۳۰ کال د برات په مياشت کښي وه، د نامهٔ دانشوران د څلورم ټوک په (۸۸) مخ کښي راغلي دي  د ده له بياناتو څخه دئ چي د ده دطريق السلوک له کتاب څخه نقل شوی دئ. وایي چي درې شيان د سړي په طبع کښي وي. نو له دې درې شيانو څخه به په امن نه وي :

 

نفاق د حالت له انقلاب څخه، یعني څوک چي نفاق لري نو انقلاب به ورته پيدا وي، او دروغ، د بدۍ له عاقبت څخه، یعني څوک چي دروغ وايي نو عاقبت به یې بد او خراب شي، حسد له لنډوالي د عمر څخه یعني څوک چي حسد کوي، عمر به يې لنډ شي. او چي پنځه خصلتونه سړی ولري نو له دنيا او آخرت څخه به محروم شي: پر خلکو ظلم خوښول، د دوستانو غم نه خوړل، خپلوان محرومول، ظالمانو ته سرټيټول او کوچنيانو ته پر لويانو ترجيح ورکول، چي دوه صفتونه يو سړی ولري نو محرومي او نااميدي له ده سره لازمه ده: لومړی د ګټي او فائدې غوښتل یواځي د خپل ځان د پاره، دوهم دا چي ضرر رسول غواړي د خپل ورور د پاره، څلورشيان يې له څلورو شيانو په سړي کښي باقي نه پاتې کېږي. لومړی هغه علم چي د بل چا د عزت د پاره يې پانګه او سرمايه کړي، دوهم هغه مال چي په تبذير او اصراف يې خرڅ کړي، درېیم هغه مشغولتيا چي د ظلم د امورو د انتظام د پاره وي، څلورم هغه وضعيت او عزت چي د خپلوانو او دوستانو د ذلت دپاره باعث شي.

له ده څخه چا پوښتنه وکړه چي بدترين د خلکو څوک دئ؟ ده وویل هغه څوک چي زړه او ژبه يې له خپل دوست سره موافقه نه وي او خپل عهد او وفا او مواثيق ونه ساتي، د ده ښخ ځی(مدفن) د خپل پیر او مرشد شريف همزه عقيلي تر څنګ دئ، او د حبيب السير مؤلف د (۱) ټوک په ۳۰۹ مخ کښي ابو منصور د (مت ابن ابي ایوب انصاري) له اولادې څخه چي د حضرت رسول الله (ﷺ) د خوراک او خوړلو ملګری و، بللی دئ.

د شېخ الاسلام خواجه عبدالله انصاري هروي پلار، د ابو ايوب خالد ابن زيد خزرجي له نسله و، چي هغه د اسلام د پيغمبر د هجرت د وخت له يارانو څخه ګڼل کېده، او چي حضرت پيغمبر مدینې ته هجرت وکئ لومړی د ده په کور کي کښته سو.

د ده نيکه ګانو د حضرت عثمان د خلافت په وخت کي د خراسان د فاتح « احنف بن قيس» سره هرات ته راغلی و، او پخپله ابومنصور محمد انصاري غالباً په هرات کي زېږېدلی دئ خو دا نه ده څرګنده چي په کوم کال؟ بیا له هراته بلخ ته تللی،  او هلته د شريف حمزه عقيلي سره اوسېد، او په طریقت کي يې د هغه لاس نيوی کړی او مريد سوی يې و، او همهلته یې د یوه حنبلي عارف او عالم چي د احمد زوی ابوالمظفر جبال نومېدئ شاګردي کړې وه. ابوالمظفر اصلاً د ترمذ و، خو په بلخ کي اوسېدئ، او د ښووني په وخت کي يې ابومنصور محمد ته د زهد، ورع او تقوی توصيه کوله، او د ده توصيې پر ابو منصور ډېره اغېزه کړې وه، چي بیا يې وروسته په هرات کي د ابو المظفر دوې توصيې خپل زوی خواجه عبدالله انصاري ته رسولي دي، چي هغه بیا مولانا جامي پخپل کتاب نفحات الانس کي داسي را نقل کړي دي:

« تا مسلمانی نشسته باشد مګس از خود باز مکن که بر خيزد و بروی نشيند….»

« هر که بجای تو نیکو کرد ترابستهٔ خود کرد، و هر که با تو جفائی کرد ترا رستهٔ خود کرد- رسته ای به از بسته ای….»

وايي چي یوه ورځ یوې ښځي حمزه عقيلي ته وویل چي ابومنصور محمد ته ووايي چي د دې سره مړوښې وکړي، حمزه عقيلي چي ابومنصور ته وویل، ابومنصور ونه منله، او ويې ویل چي: هیڅکله نه غواړي چي ښځه وکي. خو حمزه عقيلي ورته وویل: « آخر به ښځه کوې، او ستا به زوی پیدا کیږي، مګر څنګه زوی؟!»

هغه و، چي د شريف حمزه عقيلي هغه پېشبيني کوم وخت چي ابومنصور انصاري بیرته هرات ته ولاړ رښتياسوه؛ هلته يې ماندينه وکړه او د (۳۹۶ هـ) کال د برات د مياشتي په دوهمه د جمعې په ورځ عبدالله انصاري ځني پيدا سو؛ خو بیا يې هم بلخ هېر نه کئ، او بیرته له هراته بلخ ته د خپل پیر شريف حمزه عقيلي خدمت ته ولاړ، څو چي همهلته د (۴۳۰ هـ ) کال د برات په مياشت کي مړ، او په بلخ کي ښخ سو.

خواجه عبدالله انصاري پخپل ځان کي د خپل پلار د شخصيت زياته اغېزه دا ښيي  چي وايي:

« من هفتاد و اند سال علم آموختم و نوشتم و رنج بردم. در اعتقاد، اول از پدر خود آموختم که صادق بود و متقی و با ورع، که کسی آن چنان نتوانستی بود، و نتوانستی ورزيد که وی- پدر من در من سری داشت عظيم …»

دا په نفحات الانس کي د مولانا جامي روایت و، او شېخ احمد کوفاني چي ډېر ګرځنده عارف و، او خورا زيات صوفيان يې ليدلي و، هم وایي چي: د ابو منصور په څېر يې بل څوک نه دئ ليدلی.

د ابو منصور صوفيانه صفت دا هم و، چي هیڅ ژوی يې نه واژه که څه هم به موذي ژوی و.

منبع: دایرة المعارف- دوهم ټوک – ۵۱ مخ او د افغانستان نوميالي دوهم ټوک – ۳۰۷ مخ

ابو منصور هروي

موفق بن علي هروي، دی یو کتاب لري په طب کښي چي د (الابنية عن حقايق الادوية) په نامه مسما دئ چي د هيجائي حروفو په ترتيب يې په فارسي ژبه ليکلی دئ، او نوموړی هند ته هم تللی دئ او هندي طب يې په هغه ځای کښي زده او تحصيیل کړی دئ. د دې کتاب يوه عکسي نسخه د ایران په وزارت معارف کښي موجوده ده او علامه قزويني د نوموړي کتاب په باب کښي ليکلي دي:

تر هغه ځایه چي ما تتبع او پلټنه کړې ده څرګنده نه ده چي د دې کتاب مؤلف په کوم عصر کښي و، او په کوم ښار کښي يې ژوند کاوه، او د چا په نامه يې دا کتاب تأليف  کړی دئ؟ یواځي د دې کتاب په ديباچه کښې د هغه امير يا پاچا په خصوص چي دا کتاب مؤلف د هغه په نامه تأليف کړی دئ دا عبارت ذکر دئ ( الکنی للبخاري).

منبع: اريانا دايرة المعارف – دوهم ټوک – ۵۲ مخ.

ابو نصر احمد نامقي جامي

شېخ ابونصر د ابي حسين زوی او د جرير بن عبدالله بجلي له اولادې څخه و. دئ د خپل وخت له خورا نومياليو عارفانو څخه ګڼل کېده، چي د شېخ الاسلام مرتبې ته رسېدلی و.

مولانا جامي په نفحات الانس کي ليکلي دي چي شېخ الاسلام احمد نامقي جامي په دوه ويشت کلنۍ کي توبه وکړه، غره ته ولاړ او تر اتلسو کالو رياضت وروسته په څلوېښت کلنۍ کي بیرته د خلګو منځ ته راغی، د توحيد او معرفت، د سر او حکمت، د اسرار حقيقت او روش طريقت د علومو په باب کي يې تصنيفونه وکړه، او دا تصنيفونه ټول د قرآن په آيتو او د پيغمبر په حديثو مستند وو، چي بل هیڅ يو عالم او حکيم ورباندي اعتراض نه سو کولای. وايي چي دی په لومړي سر کي  اهل خمر او خراباتي و، بیا يې توبه وکړه ( چي د توبې سبب يې په نفحات الانس کي مفصل ليکلی سوی دئ).

دی په خپل کتاب سراج السايرين کي ليکي چي: « بيست و دو ساله بودم که حق عزشأنه بلطف و کرم خود مرا توبه کرامت کرد، و چهل ساله بودم که مرا به میان خلق فرستاد، و اکنون شصت و دو ساله ام که این کتاب را بفرمان جمع میکنم- تا این غايت صدو هشتاد هزار مرد است که بر دست ما توبه یافته اند…»

شېخ ظهير الدين عيسی چي د ده له زامنو څخه و، پخپل کتاب رموز الحقايق کي ليکلي دي چي زما د پلار شېخ الاسلام احمد د ژوند تر پايه د ده پر لاس شپږ سوه زرو تنو توبه کړې وه، او د معصيت له لاري د طاعت لاري ته را اوښتي وو.

وايي چي شېخ ابوسعيد ابوالخير يوه چوخه درلودله چي د طاعت په وخت کي به یې اغوستله هغه چوخه له ابوبکر صديق څخه ده ته رسېدلې وه، نو شېخ ابوسعيد خپل زوی شېخ ابوطاهر ته وصيت کړی و، چي د ده تر مړيني وروسته هغه چوخه ابونصر نامقي جامي ته وسپاري او هغه يې هم وصيت پر ځای کی.

مولانا جامي ليکي: « هغه وخت چي شېخ احمد نامقي د هرات خوا ته راوخوځېد، له هراته د شېخ الاسلام خواجه عبدالله انصاري زوی جابر د خورا ډېرو خلګو سره د شکيبان کلي ته د هر کلي او استقبال د پاره ور ووت، او د خپل پلار شېخ الاسلام  مخصوص جوپان يې هم وروئ، او له شېخ احمد نامقي څخه يې هيله وکړه چي په هغه کي کښېني، چي دوی يې پر اوږو واخلي، هغه و، چي د جوپان دوه د مخ بازوګان شېخ جابر او قاضي ابوالفضل يحیی ونیول، او دوه د شا بازوګان يې امام ظهير الدين زياد، او امام فخرالدين علي هيصم پر اوږو واخیستل او د هرات د ښار خواته رهي سول، چي بیا په لاره کي هر چا په نوبت اوږه ورکوله څو چي ښار ته راورسېدل، او شېخ احمد د شېخ الاسلام خواجه عبدالله انصاري په خانقاه کي کښته سو، او خلکو ته يې په هدايت خوله پورې کړه.

مولانا جامي د ده ډېر کرامات په خپل کتاب کي راوړي دي.

شېخ احمد نامقي په (۴۴۱ هـ) کال زېږېدلی او په (۵۳۶ هـ) کال مړ او د هرات  په « اشکوان عليا» کي ښخ دئ.

منبع: د افغانستان نوميالي – دوهم ټوک -۳۲۵ مخ.

 

ابو نصر خباز هراتی

په څلورمه هجري پېړۍ کښي يې ژوندون درلود او د هرات د ګازرګاه له مشايخو څخه دئ.

شيخ الاسلام وایي: چي دی لوی او بزرګ سړی و، او د قوت نفسي خاوند و. ده ویلي دي، له دې نه چي سړی په مستحباتو او عبادت مشغول وي دا ښه ده چي خپل حدود وساتي؛ ځکه چي تر څو سړی دا ونه ساتي هغه کمال ته نشي رسولی.

منبع: اريانا دايرة المعارف – دوهم ټوک – ۵۵ مخ

ابو نصر يحيی جامي هروي

شېخ ابو نصر يحیی د ابوالفضل جامي زوی د هرات له نومياليو پوهانو، مشايخو او محدثانو څخه و. اصلاً د جام دئ، په نيشاپور کي زېږېدلی، په هرات کي يې وده موندلې، او د (۷۴۱ هـ ) کال د جمادي الآخر په ۲۱ د پنجشنبې په شپه په هرات کي مړ، او د درب فيروز آباد (کندهارۍ دروازې) دباندي ښخ دئ.

حديثونه يې له خپل پلار څخه لوستلي وو، او شېخ علاء الدوله سمناني، اوشېخ صفي الدين اردبيلي، او شېخ شرف الدين درګزيني، او مولانا جلال الدين عتیقي، او مولانا مجدالدين اسمعيل د فارس قاضي القضات سره يې صحبت کړی و، اووه واره حج ته تللی، او د حجاز، مصر او شام د مشايخو سره يې ليدلي و.

منبع: د افغانستان نوميالي – دوهم ټوک – ۳۵۷ مخ

ابو یوسف هروي

د اسماعیل جويني زوی؛ معروف په ابن کتبي د هرات له نومياليو پوهانو څخه و. څه موده په بغداد کي اوسېد. علمي زده کړي يې هلته کړي او همهلته مړ دئ. ده مؤلفات هم درلودل چي مشهور يې د « مالا یسمع الطبيب جهله» کتاب دئ.

منبع: آريانا دایرة المعارف – ۲/ ۷۵ مخ.

ابواسامه هروي

جنادة د محمد زوی اود حسين ازوي هروي نمسی مشهور په ابواسامه د لغت او نحو له پوهانو څخه و، په تېره يې بیا په لغت کي لوی لاس درلود. ابي احمد عسکري له ده څخه روایت کړی دئ. مصر ته تللی و، او د مقياس په جامع کي يې قرائت کاوه، څو چي د حاسدانو د حسد دغشي نښه وګرځېد، او د هغه ځای د حاکم په امر د (۳۹۹ هـ ) کال د ذي الحجې په ۱۳ وواژه شو.

ابواسحاق احمد هروي

د محمد زوی او د یاسين حداد هروي نمسی د هرات له مؤرخينو او حفاظو څخه و، د (۳۳۴ هـ ) کال د ذيقعدې په مياشت وفات سوی دئ، او د هرات تاريخ يې ليکلی و.

ابوالحسن عبيدالله

ابن حسن کرخي یو تن د حنفي له مشهورو علماؤ څخه دئ. دی په اصل کښي د هرات دئ، او د اسلامي علومو تحصيل يې هم هملته کړی دئ. او د (الجامع الکبير فی الفروع الحنفيه) کتاب يې ليکلی دئ، په کشف الظنون کښي ليکل شوی دئ چي لومړی دغه نوموړي اراده او قصد وکړ چي د (جامع الصغير) کتاب وليکي، مګر وروسته له خپله قصده څخه را وګرځېد او نيت يې وکړ چي د هغه حجم يو څه زيات کړي نو په دغه نسبت يې ورباندي د جامع الکبير نوم کښېښود.

منبع: آريانا دائرة المعارف – لومړی ټوک – مخ ۹۱۵

ابوالحسن علي بن ابوبکر هروي (سياح)

دغه نوموړی يو تن د هرات له خطيبانو څخه دئ. او په همدې ځای کښي يې د علومو تحصيل کړی او بیا په تدريس باندي بوخت شوی دئ. په انيس المجالس کښي د ده د حال شرحه شوې ده، د نجوم په علم کښي يې هم خورا بشپړ معلومات درلودل، په ۶۱۱ هـ کال کښي وفات شوی دئ،  د (الخطب الهرويه) کتاب او د« الاشارات فی معرفة الزيارات*» کتاب د ده له تألیفاتو څخه دئ. ده دا عادت درلود چي هر کله به د ښار او د کورونو د دېوالو له څنګه تېرېده په هغو باندي باندي يې یو څه ليکل، ابوالحسن د حلب د خاوند په حضور کښي چي ملک ظاهر نومېده خورا ډېر قدر او احترام درلود، او د حلب خاوند په حلب کښي ده ته یوه مدرسه بنا کړه او د ده قبر هم د همدغي مدرسې په یوه څنډه کښي واقع دئ.

منبع: آريانا دائرة المعارف – لومړی ټوک – مخ ۹۱۵- ۹۱۶

* د کتاب صحیح نوم « الاشارات الی معرفة الزيارات» دئ او دا کتاب په ۱۴۲۳ هـ کال  په قاهره کي د ډاکټر علي عمر په زيار او تحقيق او د مکتبة الثقافة الدينيه لخوا چاپ سوی دئ. د ليکوال یو بل اثر چي دلته يې یادونه نه ده سوې، «التذکرة الهروية في الحيل الحربيه» نوميږي دا اثر يې  په ۳۰ مخونو کي په ۲۰۰۰ کال کي خپور سوی دئ. (یوسفزی).

ابوالحسن علي هروي

د محمد هروي زوی د نحو او لغت عالم و، په مصر کي اوسېد او په (۴۱۵ هـ ) کال مړ دئ دا تصنيفونه يې کړي دي:

۱- کتاب الازهية – چي عوامل او حروف پکښي تشرېح سوي دي.

۲- کتاب الذخائر : په نحو کي څلور ټوکه ليکلی دئ.

ياقوت حموي په معجم الادبا کي ليکي چي ده دا کتاب په مصر کي د ده په خط ليدلی دئ.

منبع: د افغانستان نوميالي – لومړی ټوک – ۲۹۲ مخ

 

تېري برخي:

د هرات نوميالي – لومړۍ برخه
د هرات نوميالي – دوهمه برخه
د هرات نوميالي – درېیمه برخه

د هرات نوميالي- څلورمه برخه

خواجه عبدالله انصاريد هرات تاريخي آبداتد هرات مصلیشنه جامعمنارجاممولانا عبدالرحمن جامي
نظريات (0)
نظر اضافه کول