احمد شاهي پوځ

په ۱۷۴۹ م کې د نيشا پورد محاصرې پروخت افغان پوځيانو خپله خزانه لوټ کړه. يو افسراحمد شاه دراني ته خبريوړو نو هغه هيڅ غبرگون څرگند نکړو. کله چې هغه افسر خپله خبره تکرارکړه، نو ورته يې ووېل،” اې بې عقله، ته خبر يې چې زه هم له دی عسکرونه يم، ددوي په تورو او مېړانه نن دې لوړمقام ته رسيدلې يم. که دوي زما له خزانې خپله برخه غواړي، چې په اصل کی هم ددوي په هلوځلومې ترلاسه کړي ده او اوس يې ددوي سره شريک نکړم نو انسان او خداې دواړو ته ملامت يم.” يو انگرېز مورخ “فرېر” ليکي چې افغان باچا خپلو عسکرو ته پخپل لاس معاش ورکوو. د احمد شاه ابدالي د پوځ معاش، ډوډۍ او امتيازات د هغه وخت دهر پوځ نه بهترواو ددې غښتلي پوځ په مټ افغانستان په اوولسمې پيړۍ کې يولوې قدرت و.
د افغانستان ملې پوځ هغه وخت په دريو برخو ويشلې و، پلي عسکر، سپاره او توپخانه. د معاش لپاره دتوپخانې او دسپاروشعبه يوه وه. منظم او غېرمنظم عسکريې لرل خوپه دريو کی يوه برخه د منظم پوځيانو وه. غېر منظم پوځ ته به يې کله کله “پوځ کشاده” وېل او ددی شميره په دريو کی دوه برخې ياني زياته وه.
غېرمنظم پوځ يې په دريو برخو ويشلې و چې يوه يې وسله وال اود هيواد په ټاکلوسيموکی ساتل کيده. د جنگ په وخت به ورباندې غږ کيدواو شميره يې معلومه وه. دوي د غنيمت د مال په بدل کي جنگيدل او د جنگ نه وروسته به خپلوکليوته ولاړل. هغه کال چې دوي به جنگ کړې و،د هغی سيمې نه ماليه نه اخستل کيده.
دوېمه برخه يې د قبايلي جنگيالووه چې ټاکلې شمېرځوانان به يې جنگ ته وراستول اوفېصله به ددوي دملکانو په لاس کی وه. قبايلي مشرانو ته ددی خدمت په بدل کی د شاه له خوا زمکې جاگيراو يا نغدې پيسې ورکول کېدې چې په عسکرو به يې وېشل او د هغې حساب به حکومت سره پاتې و. ددی يوه بېلگه د بنو د مروتو قام وه چې د پاني پت د جنگ لپاره يې يوسل او شل سپاره ورکړې شول. مروتوبه د کال دوه سوه څلويښت اوښان افغان حکومت ته د ماليې په توگه ورکول. نو په دی کلونوکی يعني د ۱۷۵۹ م نه ۱۷۶۱ م ښاي له دوي يې ماليه نه وي اخستې. بله بيلگه په قلات کی د ميرنصيرخان بلوڅ وه چې درې زره شتر سواريې ورکړي و.
د افغان پوځ درېمه برخه د خانانو د سپارودسته وه چې د حکومت تر څارنې لاندې تربيه کېده. ددوي معاش اوامتيازات د نورپوځ په شان و خودوي د سرحدي سيمود ساتنې او د ماليې د راټولولو مسئوليت په غاړه لرلواود پوليسو په شان فرايض سرته رسول. ددی بېلگی د مشهد او دبدخشان عسکرو.
د منظم پوځ لپاره به عسکربرتي کېدل او نوکري به يې ټول عمري وه. يو عسکرته معاش دوه ډوله ورکړې کيدو، چې نغدې پيسې اوهم د غنم يا نورد اړتيا وړشيان و. په ۱۷۶۱م کې پلي عسکرو معاش شپږ روپۍ او د سپارو دولس روپۍ د مياشتې و. دوي ته د دريو مياشتو معاش د جنگ ډگر ته د تلو نه وړاندې ورکړې کېدو.
د اړتيا په وخت باچا له خوا د خانانو، شهزادگانو او ملکانونومونه اعلان شول چې د کوماندان په حېث د دستو جوړولو پړه به يې په غاړه لرله. هر کس به پخپلې سيمې کی د اسونوخسمانې او د ځوانانود استعدادجاج اخستل پيل کړل. وړواو لويودستوکوماندانان به يې وټاکل. که حکومت دی مشرانو ته وسلې ورکولې نو هغوي به پخپله خپلوعسکرو ته وېشلې. د اس او د وسلې قيمت به دعسکر د معاش نه يې گرځوو او سبب يې دا و چې پوځي دا وسله خپله وگڼي او ناوړې گټه ترې وانخلي. اسونه به داغيدل چې د هرې سيمې اس معلوم وي.
ددی منظموډلو شمېره د سوونو نه واخلې تر زرگونوپورې وه. که شمېره يې په سوونو کی وه، نومشر ته به يې د سپارو “سرکرده” ويل. د زرو نه د زياتوعسکرومشرته يې د “سپارو سردار” وېل. که د يوی ډلې شمېره د سلو نه زياته وه نو هغه ته به د خپل بيرغ د اوړلو اجازه هم وه. د پوځ يوه ډلگۍ به د لسوکسانو جوړيده. ددی مشرته به يې ” ده باشي” يا ډلگۍ مشر ويل. د لسو ډلگيو نه به يوه ټولۍ جوړيده او مشريې ټولۍ مشر يا “بيرق دار”نوميدو. دا شمېرې مستقل وې. د لسو ټوليو يا د زرو کسانو نه به يوه کنډک جوړيدو، چې قطع او مفرزع، به يې هم ورته ويل.
د غېرمنظم ټوليو مشران به دامن پر وخت د سيمې نايب الحکومه او د جنگ پروخت دسپه سالارپه واک کی و. کله چې دا ټولۍ له يوې او بلې غاړې ته خوځيدې نو هغه څوک چې زيات شمير عسکر يې لرل، کومانده به د هغه په لاس کی وه. د ټول پوځي ځواک مشر، سپه سالارو چې کله کله به يې د “سردار سرداران” په نوم هم يادوو. د جنگي لښکرمشرته به يې ” امير لشکر” وېل چې د باچا په امربه ټاکل کيدو.
د پوځ د خوځښت لاره، داکمالاتو او کومکونودوړلو دنده د “ميراخورباشي” په غاړه وه. د وسلتون مشر چې د جنگ لپاره د هر ډول بارودو اود گوليو د ساتنې او پوځيانو ته يې د ورکولو مسئول و، هغه ته يې “قورچي باشي” ويل. دده شعبه “قورخانه “نوميده. د وسلو د جوړولو کارخانې او پکې ټول مواد هم ددی شعبې په واک کی و. باچا به ددی شعبې د کارونو او په تېره بيا د توپونو اوگولو په جوړښت کی پخپله دلچسپي ښودله. ددی لپاره په کندهار ښار کی يوځاې ټاکل شوې و چې د توپخانې او اصطبل شاهي سيمه وه اود “باروت خانې” په نوم هم يادېده.
د پوځ لپاره د خواړو انتظام او ددی پېرل د لنگرخانې مشر” سويور ساچي باشي” په غاړه و. د لومړي پړاولپاره به دوي اوړه، وريژې او پسونه له ځان سره ووړل. د لارې په اوږدو کی دوي د نږدې کليو نه شيدې، چرگان او ميوه يا ترکاري په بيه اخستل. د لارې په اوږدو کې خلک د لښکرد پړاونه خبرشول نو خپل مال به يې ورته د خرڅ لپاره وړلوچې زياته گټه وکړي. دی پوځ ته په سخته ويل شوي و چې خپل اسونه او اوښان به د عامو خلکو پټو ته نه ورخوشې کوي. خو داسې بيلگې هم شته چې د احمد شاهي پوځ کاواکه ډلو د خلکو شنه فصل خوړلې او تاوان يې اړولې.
د پوځ ترتيب
په څلوروکی درې برخې پوځيان سپاره و. ددوي وسله د هغه وخت ټوپکې وې چې “جزيل” نوميدې رانجه به يې پکې اچول. د ځينو سره نيزې اوطماچې هم وې. دی سپرو ته اجازه وه چې پخپله خوښه، توره ډال، خنجريا تبر وساتي. د هند په جنگونو کې افغان او سيکه پوځيانو له اس د ټوپک د چلولو مهارت لرلو. په بيړني حالت او د سيندونو نه د پورې وتلو پروخت سپاروپوځيانوبه پلي عسکر د ځان سره وړل. دا کار د سيندونو نه د تېريدو په وخت کيدو.
په افغان پوځ کې اوښان هم د زرگونوپه شميرکې وچې سپاره توپچيان و. څو پيلان هم و خودابه يې زيات وخت د درنو توپو او باروړلواوکله د مخالف پوځ د صفونو د ماتولو لپاره کارول. د منظم پوځ په څلوروکی يوه برخه د پلوعسکرو وه. دوي به ټوپکې، نيزې يا تورې ساتلې اود نورې وسلې د کارولو اجازه يې هم لرله. غشي او ليندۍ ترهغه وخت متروک شوي خو له کاره وتلې وسله نه وه. افغانانو په دې کې بدلون راوستلې و. د غشو په سرونو به يې داسې مواد موښلي و چې اوربه يې ورته کړو او دا به يې د پيلانو يا د مخالف د صفونو شا ته په خيمو ويشتل.
توپخانه
د توپخانې په دريو کی دوه برخې سپکې توپې اويوه يې درنوتوپو وه. په لاهورکی جوړ” زمزمه” توپ د پاني پت د جنگ نه وړاندې جوړ شوې وخوترينه کار نه و اخستل شوې. داډول درانه توپونه لږاو اسونويا پيلانو وړل. سپکو توپو خپل نومونه لرل په افغان ځواک کې سپکې توپې زياتې وې چې ځينو ته يې “زمبورک”، “شاهين” او يو څو پکې “شاهنگ” نوميدل.
احمد شاه دراني پخپله هم په استکارۍ پوهيدواو په ۱۷۵۱م کی د نيشا پورد محاصرې په وخت يې يوه توپه پخپله جوړه کړې وه چې دولس نيم کابلي سيرگوله يې ويشتلې شوه. زمبورک توپې به کله يواو کله دوه دوه په اوښانو په چټکتيا د يوځاي نه بل ته وړل کيده او د اوښ د شا نه به يې ترې گوله غورځوله. دا توپې د شترنال نوميدې اود خپل واک په لومړي کال کی احمد شاه داسې اووسوه توپې لرلې. د توپوکاروونکي به دهم هغې توپ نوم لرلولکه زمبورکچي، شاهنچي اوداسې نور. د توپخانې کوماندان توپچي باشي او “ميراتش” نوميدل.
جنگي لښکر
د پوځ مرکز يا چاوڼۍ ” دفتر نظام” و چې ټولې نظامي چارې لکه تربيه، لباس او معاش، د وسلووېش، گولۍ، بارود، ددی دفتر ځينې کارونه و. افغان لښکرډير ژربه د يو ځاې نه بل ته يې حرکت کوو. د جهان خان پوځ د سرهند نه په څوارلسو ساعتو کې سل ميله مزل ووهلو اودنور لښکر سره چې په ريواړي کی و يوځاې شول. د کوچ پروخت هرې دستې کی د پوځيانو سره به خدمتيان نه و چې د لښکرپه روانيدو کی وخت ضايع نشي. د عسکرو د درملنې لپاره طبيبان، باورچي يا اشپزان اود خوراکي توکو د وړلو لپاره په حساب څو کسان ټاکل کيده.
پخپله د شاه عمله يا سټاف عرض بيگي باشي، اردو باشي، پيشخانچي او نديم خاص په عامو حالاتو کی به خپلې دندې سرته رسولې. يو افسر ” ناظرې خانه يې طعام ” نوميدوچې باچا ته يې ډوډۍ برابروله. خواحمد شاه په ډيرو موقعو د عادي عسکرو سره ډوډۍ خوړله. احمد شاه پخپله دجنگ په ميدان کې هروختې جنگي لباس اغوستو.
د پوځ ډسپلن
د جنوري په څوارلسمه نيټه ۱۷۶۱ م، نيمه شپه د پاني پت په ميدان کې کله چې مرهټود جنگ نغاره وډنگوله نو احمد شاه په خيمه کې ويده و. کله چې د خپل محافظ له خوا راويښ کړې شو نوپه هم هغو جامو کی په اس سپور شو. لږه شيبه وروسته دده ټول پوځ د جنگ په ميدان کی پخپل ځاې تيارولاړو.
د افغاني پوځ ډسپلن ته د هند وگړي گوته په خله و. افسرانو به په پيل سپرلې نشوکولې، د نغارې د ډنگولو يا د صرنا غږولو اجازه نه وه. شاه د جنگ پروخت اعلان کوو چې عسکربه په عامو وگړو، که د هرمذهب وي، تيرې نه کوي. د کمزورې په مقابل کی زوره ور ته لاس نه ورکوي. هيڅوک به د خلکو په مذهبي چارواو دودونوکی مداخله نه کوي.
د پانې پت د جنگ نه وړاندې دوو سوو افغاني عسکرو د شجاع الدوله په کيمپ کی ورانې وکړو. شاه چې خبرشو نوددې عسکرو د نيولوامر يې وکړواولاس تړلي شجاع الدوله ته ورواستول چې که وژنې يې او که پرېږدې يې.
د جمنا سيند په غاړه دبرساتونو د موسم د تېرېدو نه وروسته احمد شاه د خپل پوځ معاينه وکړه. ” په افغاني پوځ کی څلرويشت دستې وې. په هره دسته کی دولس سوه سپاره و”. ددی مانا دا ده چې ټول اتويشت زره او اته سوه عسکراو دا ټول سپاره و. د افغان عسکرو په اړه واي،” ډېر قوي او غښتلي او ددوي ترک اسونه هم ښه تکړه، روغ اود جنگ سره بلد ښکاريدل”. په دې پوځ کې اته زره قزلباش او د بلوڅانودرې زره څاروان او جالوان دستی په ټولو تاريخونو کی ياد شوي دي. جنگ کول يو مسلک و اوخلکو به هغه باچا ته خدمت کوو چې معاش به يې ورله ښه ورکوو.
دوي د مغل يا روهيله پوځ په شان په سيندونو د کشتيو پلونه نه جوړول او لښکرگاه چاپيره به وهل شوي لوې ونې اچولې. د جنگ په وخت د پوځ توپخانه ترټولو وړاندې ساتل کېده.
دافغان پوځ کمزوري
د هندوستان گرمي، د کورنه ليرې حالت کی د افغان پوځ مورال لوړساتل گران او د شاه لپاره يوه لوې ننگونه وه. په افغان پوځ کی د” نسيکچي” په نوم يوه ډله وه. دوي خپل ځانگړې لباس اغوستو او خپله وسله به ورسره وه. ددی شميره دوه زره وه اود باچا امر چټک يونه بل کوماندان ته رسوو. دوي به فراري پوځيان هم بيرته د جنگ ميدان ته راوستل او که چا ددوي خبره نه منله نو هم هلته يې وژل.
د پاني پت د جنگ نه وروستوافغان پوځ د مرهټوهغه کسان هم ووژل چې وسله يې غورځولې او د جنگ نه لاس اخستې و. ان تردې چې ټپيان يې هم وژل اود مړوسرونه په نيزو ټومبلي ښارکی گرځول. دوي د خپل مشر هغه خبره هيره کړه چې په کمزورو خلکو لاس مه اوچتوئ. د احمد شاه دراني د مړينې پروخت دده د پوځ شميره يو لکو نه اوختې وه.

د شترنال بيلگه
سرچينې
۱. احمد شاه دراني. گنډا سنگه.۱۹۵۹. دويم چاپ ۱۹۸۱. طارق خپرونې اردو بازار لاهور. مخونه. ۲۴۹ نه تر ۲۶۰ .بيا ۳۵۷ نه تر ۳۶۴.
۲. د پاني پت وروستۍ جگړه. د کاشي راج يادښتونه. ۱۷۶۳ م، انگريزي ژباړه. کرنل براون. ۱۷۹۱ م. اکسفورډ يونيورسټي پرېس، بمبۍ. ۱۹۲۶ م. چاپ. مخونه ۱۲،۱۸، ۲۵. ۳۱، ۳۲،۳۸، ۴۱.
۳. د هند پوځي تاريخ. سر جادو ناتهه سرکار. اېم. سي. سرکارايند سنز، پرايويت ليميټد. کلکته،۱۲. ۱۹۶۰م. مخونه. ۸،۱۴۹،۱۵۰،۱۵۳،
۴. حيات حافظ رحمت خان. سيد الطاف علي.نظامي پريس بک ايجنسي بدايون. ۱۹۳۳. مخونه ۸۶،۹۳،۹۴

احمدشاه بابااحمدشاهي فوځپاني پتتوپخانهزمبورکزمزمه توپصفيه حليمهندوستان
نظريات (0)
نظر اضافه کول