خدای بخښلئ استاد کهزاد په ١٣٦٢ لمريز سپوږميز کال د ليندۍ مياشتي په دريمه نېټه د دې نړۍ څخه سترګي پټي کړې . دادئ اوس پوره درويشت کاله تير شول چي د هېواد هغه ستر مورخ زموږ په منځ کي نشته ، تر درويشته کالو ورسته هم د هغه نامتو مورخ تشه ډکه نه شوه بلکي لايې د بشپړکمبود احساس کوو . موږ په داسي حال کي د استاد کهزاد د سترو نوښګرانه او ملي _ تاريخي ليکونو څخه بې برخه يو چي اوس يې اړتيا تر پخوا څو واره زياته شوېده .
له بده مرغه موږ په داسي حالاتو کي اوسيږو چي له يوې خوا د کهزاد په څير د ملي تاريخ ليکوال او څيړونکي څخه بې برخي يو او له بلي خوا قلم او کاغذ د يوشمير داسي کسانو لاس ته رسېدلې چي د هيواد ملي ګټو ته هيڅ پام نه ساتي . سمه ايزو، ژبنيزو اوګروپيکو ګټو يې پر سترګو توري تيارې خپرې کړي او د تاريخي ليکنو تر سر ليک لاندي داسي ناوړه خپروني کوي چي نه يوازي د تاريخي ارونو سره سمون نه خوري بلکي په هېواد کي د ميشتو اولسوتر منځ د نفاق او بد بختئ زهرشندي . په دې هيله چي د استاد کهزاد ستر او سپېڅلي روح ته مي د هغه د لاري د يوه پيرو او لاوري په توګه خپله دنده تر سره کړې وي دا دې د هغه استاد د تلين درويشتم کال په مناسبت (( ايتاد کهزاد نه هېرېدونکئ افغان مورخ او لرغونپوه )) يوه لنډه ليکنه خپرېدو ته چمتو کوم .
استاد کهزاد نه هيريدونکی افغان مورخ او لرغونپوه
ليکنه او څيړنه ښايې د هرچا هيله وي ، خو دا هيله هغه وخت تر سره کيږي چي پر له پسې هڅي او زيار ور سره مل وي ، هره هڅه هم نه شي بريالۍ کيدای . په دې لاره کي د برياليتوب راز په هغه مينه او سپيڅلي ارمان پوري تړلي دۍ چي هيله من يې غواړي او د تر لاسه کولو لپاره يې هر ربړ او ستونزه پر ځان ومنۍ ، استاد کهزاد د همداسي لوړ ملي ارمان لپاره زده کړه وکړل ، ويې لوستل ، وه يې څيړل او ويې ليکل ، په دې هيله چي د دې هيواد راتلونکي نسلونه په خپل تاريخ ، کلتور ، او د زمانې په لمن کي د خپل هيواد په وياړنو او د تير مهال په هره پيښه هغسي چي وه او هغه سي چي پيښه سويده ، ويې لولي او پوه شي .
د استاد کهزاد د ژوند هر برخه د دې وينا پوره سپيناوۍ کوي ، هغه لا د ښونځۍ زده کوونکۍ وو چي د خپل هيواد د تاريخ په اړه يې د فرانسوي لرغونپوهانو سره په دې هيله چي د هيواد په تاريخ اوپه لرغونو پيرونو کي د دې هيواد په ارزښت پوه شي ، د ژباړي چارو ته ودانګل . د ښو ونځۍ څخه د فراغت سره سم يې د فرانسوي ژيې د ژباړي کار د فرانسوي کار پوهانو سره پيل کړ ې . د همدې ژباړنو چارو د هغه په ژوند کي د هغه د راتلونکي برخليک د هغي ذاتي ميني سره سمون ورکړ چي له پخوايې هيله وه ، هغه د هيواد د ملي وياړونو او تاريخ سره سپيڅلې مينه درلوده او هغه مينه يې داسي وپالل چي د ژوند تر ورستيو ورځو يې خپل ذهن ، خپل قلم او خپل توان دريغ نه کړ . زه په دې ليکنه کي د استاد کهزاد د علمي هڅو هغه ټولو اړخونو ته نه ګرځم ، چي استاد تر سره کړيدي ، يوازي غواړم چي د استاد هغه سفرونه را ياد کړم چي د هيواد بيلا بيلو برخو ته يې د هيواد د لرغوني تاريخ او لرغوني برم د لا ښه پيژندلو په نيت تر سره کړي او ورسره هغه ونډه هم را ياده کړم چي د هيواد د لرغونپوهني په برخه کي يې تر سره کړيده .
هغه وخت چي استاد کهزاد خپلي لومړنۍ علمي او کلتوري هڅي پيل کړي ، د لر غونپوهني علمي څانګي زموږ په هيواد کي ديوه ځوان دسپلين په توګه لومړني ګامونه پورته کول . د افغانستان او فرانسې هيوادونو تر منځ لومړي رسمي تړون کي په ١٩٢٢ زيږد کال د دواړو هيوادونو د هئيتونو تر منځ لاسليک شو ، چي په افغانستان کي د علمي او رسمي سپړنو پيل ګڼل کيږي . له همدې کالونو وروسته په هيواد کي يوپه بل پسې يوشمير سيمي د فرانسودي لرغونپوهانو له خوا تر څيړلو وروسته وسپړل شوې ، چي له نيکه مرغه يې ښې پايلي درلودۍ .
استاد کهزاد د هيواد بيلا بيلو سيمو ته د فرانسوي لرغونپوهانو سره د سيمو د سروې او څيړنو په نيت پر له ښسې سفرونه وکړل ، چي د هر سفر پايله يې د هيواد دتاريځ د يوې ناڅرګندي برخي را پيژندل وه ، ، په ١٣١٠ لمريز کال استاد د هيواد سهيل لويديځو سيمو ته د يوه بهرني ټيم سره داسي ارزښتمن سفر وکړ چي د کابل ، غزني ، کندهار ، ګرشک او فراه سيمي يې د يوه څيړونکي او مورخ په توګه سروې او په اړه يې زياتي علمي او هر اړخيزي ليکني وکړې ، چي ليکونو يې نه يوازي د هغو سيمو په پيژندلو کي يې ستر ه ونډه درلودل بلکي د راتلو نکو څيړنو لپاره يې د مورخينو او لرغونپوهانو لاره لنډه او څرګنده کړل . د لښکر ګاه په نوم ليکل شوۍ اثر کي د استاد د دې يون لاس ته راوړني په ښه توګه برملا سويدي .
(( د سروبي څخه تر اسمار )) پوري د استاد کهزاد هغه ليکنه ده چي د ١٣١١ لمريز کال د سفر پر وخت چي د دنمارکي او فرانسوي څيړونکو سره يو ځای تر سره کړۍ و . په لاره کي پرتې سيمي لکه سروبي ، کنړ، اسمار ، بريکوټ او يوشمير نوري سيمي د يوه افغان څيړونکي په توګه وليدلې او د سروبي څخه تر اسمار پوري ليکنه يې داسي بشپړه کړه چي له يويخوا يې د تاريخي پلوه د دې سيمو ارزښت را برملا کړ او له بله پلوه يې د يوه اتنولوجست مورخ په توګه په سيمه کي د ميشتواولسونو او وګړو اتنکي څرک را څرګند کړۍ . د لومړۍ ځل لپاره يې د نورستانيانو اتنکي جرړي لرغونو اريائيانو ته ورسولې او په دې تر تيب يې په نورستان کي د ميشتو اولسونو په اړه هغه ټول بيلا بيل اندونه او بر بنسټه سوچونه چي د نورستانيانو په اړه رايج او يا ويل کيدل ، هغه يې رد او د خپلو څيړنو د رښتينوالې لپاره يې هر اږخيز او ډاډمن اسناد او لاسوندونه وړاندي کړل . چي نه يوازي د کورنيو مورخينو د قبول وړ وکرځيدل بلکي د بهرنيانو لپاره هم د يوي معتبري نظريې او رښتيني مودل په توګه يې خپل موقف وموند . د همدي سفر يوه بله نه هيريدونکي لاس ته راوړنه په کابل موزيم کي د نورستان د اولس لاسي صنايع ، کلتوري او فرهنګي اثارو په زړه پوري نندارتون ته زمينه برابره ول دي ، چي په دې برخه کي د استاد کهزاد ونډه ټاکونکي او لومړنۍ وه .
د هيواد شمالي برخو ته د استاد کهزاد سفر ځانګړي لاس ته راوړني درلودې . په ١٣١١ لمريز کال د ميزان په مياشت کي يې يو اوه ويشت ورځنۍ سفر له کابله پيل کړ . د ښکاري درې څخه تير شو او د ايبک سيمه يې وليدل ، لرغوني بلخ ته ولاړ ، بالا مرغاب يې وليدۍ او له هغه ځايه پخواني او تاريخي هرات ته ولاړ او هغه تاريخي سيمي يې هم د يوه برلاسي مورخ په توګه وليدلې، بيا دګرشک او کندهار له لاري کابل ته راستون شو ، استاد کهزاد خپل دا يون په دويوو ارزښتمنو ليکنو کي چي د (( په افغانستان کي دريزره کيلومتره سفر )) او (( د کوه بابا او هريرود په مسير کي )) ډير په زړه پوري جوت کړيدۍ . په دې لار کي يې د هغو ټولو تاريخي سيمو او ابداتو پيژندنه وکړل چي استاد او د هغه سره مل بهرني هئېت يوځاي وليدل .
د هيواد سهيل ختيځو سيمو او په ځانګړي توګه پکتيا ته د استاد کهزاد رسمي سفر هغه وخت تر سره شو چي د ګرديز په ميرزکې نومي کلي کي د يوې لرغوني خزانې خبر د وخت چارواکو ته په ١٣٣٦ لمريز کال ورسيدۍ . استاد کهزاد ديوه علمي ټيم د مشر په توګه چي د فرانسې د ډافا د ټيم څيړونکو هم ورسره ملګري وه ، سيمي ته ولاړل . په ميزکه کي د سروې او لومړنيو څيړنو وروسته يې سمدستي په مير زکه کي څيړني پيل کړې ، چي د دې سپړنو په نتيجه کي تر لس زره زياتي طلايې ،نقره يې او مسي سکې تر لاسه او کابل موزيم ته وسپارل شوې . په دې مسکو کاتو کي د افغانستان د لرغونو زمانواو په ځانګړي توګه تر اسلامي دورو وړاندي زمانو پور اړوندي سکې تر لباسه شوې چي د هيواد د لرغوني تاريخ په اړه يې ارزښتمن مالومات درلودل .
لنډه دا چي استاد کهزاد د هيواد زياتي برخي وليدلې ، د هغو علمي سروې يې وکړل او هم يې په اړه داسي ليکني وکړي چي زموږ د هيواد په تاريخ کي وياړلۍ او نه هيريدونکۍ ځای لري . په دي برخه کي د هغو مقالو او ليکنو لړۍ را يادوم چي استاد د لرغونپوهني په اړه ليکلي او خپريې کړيدي . البته د پوه ره يادوني او پاملرني خبره ده چي د استادکهزاد ټولي ليکني او او هغه تاريخي ليکل شوي اثار او کتابونه چي د هيواد تاريخي شهکارونه دي ، په دې لنډه ليکنه کي يي را يادول او پيژندل شوني کار نه دۍ ، يوازي د بيلګو په توګه د هغو مقالو يادونه کوو چي د لرغونپوهني په اړه يې د هيواد په بيلا بيلو مجلو او يا کالنيو کي خپرې کړيدي :
١ : لرغونپوهنه په افغانستان کي ؛
٢د بلخ پر سيمه سپړني او څيړني ؛
٣ : په افغانستان کي د لرغونپوهانو سفرونه :
٤ : باختر اود سره کوتل عبادتځای ؛
٥ : د کاپيسا او بګرام درې پوړيزه لرغونې ښار :
٦ : د سره کوتل اورتون ؛
٧ : په کوشان ښار کي ؛
٨ : د منديګک د سپړنو پای ؛
٩ : د سره کوتل سپړني ؛
١٠ په غزني کي سپړني او د اثارو بياجوړونه ؛
او داسي په لسګونو نوري ليکني ، استاد کهزاد د بهرنيو څيړونکو يوشمير داسي ليکني هم ژباړلي چي د هيواد په تاريخ کي ارزښتمن او پباوړۍ ځای لري ، چي د بيلګي په توګه د يوشمير ژباړل شويو ليکنو بيلګي را يادوو :
١ : په افغانستان کي نوي سپړني ، د پروفيسور هاکن ليکنه ؛ ١٣١٦ لمريز کال .
٢ : د سيستان په نادعلي کي د سپړنو راپور ، د فرانسوي لرغونپوه ګيرشمن ليکنه ؛ ١٣١٧ لمريزکال .
٣ : د منډيګک سپړني ، د مسيو ګزل ليکنه ؛ ١٣٣٤ لمريز کال .
٤ : سور کوتل ، د هاکن ليکنه .؛ ١٣١٦ لمريز کال .
٥ : د افغانستان لرغونۍ هنرونه ، د بنجامن رولاند ليکنه ؛ ١٣٤٦ لمريز کال
او په دې تر تيب په لسګونو نور ليکني او ژباړي د استاد کهزاد څخه د ملي ارزښتمن ميراث په توګه را پاته دې . د استاد کهزاد څخه پر دري او پښتو ليکنو او کتابو نو سربيره ، نور ليکني چي په بهرنيو ژبو يې ليکلي د يوه ارزښتمن ميراث په توګه پالته دې ، په دې برخه کي د بيلګي په توګه د يو شمير اډارو يادونه کوو :
١ : د باميان لارښود : په انګليسي ژبه ١٣٣٥ لمريز کال .
٢ : د افغانانو دود اودستور ، په فرانسوي ژبه ، ١٩٥٣ زيږد کال .
٣ : سکندر په افغانستان کي ، په فرانسوي ژبه ، ١٩٤٦ زيږد کال .
٤ : د کابل لار ښود ، په انګليسي ژبه ، ١٣٤٦ لمريز کال .
٥ : د افغانستان او هندوستان اړيکي ، په فرانسوي ژبه ١٣٣٢ لمريز کال .
او داسي نور ي زياتي مقالې او اثار يې په بهرنيو ژبو ليکلې او په دې تر تيب يې د بهرنيانو لپاره په ملي احساس او افغاني مينه د افغانستان د پيژندلو زمينه برابره کړيده . دا داوسنيو ځوانو نسلونو دنده ده چي د استاد کهزاد هغه ملي او افغاني خيال او ايديال ته لا نوره وده ورکړي او د هغه پياوړي استاد علمي څيړني او کلتوري هڅو ته په درنښت وګوري او د درناوي حق يې وساتي .
يادونه : د ليکني په متن کي د يادشويو مطالبو د هري برخي لپاره د مرجع ليکل به د دې ليکني تر کرښو زيات شي ، د درنو لوستونکو څخه په درنښت هيله کوم چي د مطالبو د ثقم او رښتنتوب لپاره لاندي اخځونو ته ورشي .
باوري . رسول . ( کهزاد او لرغونپوهنه ) . ياد نامه کهزاد ، ١٣٦٧ .
١ : پو لاديان . عبدالجليل . ( تاريخچه مختصر تحقيقات مشترک افغانستان – فرانسه ) . باستانشناسي افغانستان . ١٣٦٣ .
٢ : فانوس . ( کهزاد تاريخ شناس برچکاد تاريخ ) . باستانشناسي افغانستان . ١٣٦٢ .